افغانستان کې د ورځپاڼو، اونېزو، مجلو او خپرونو تاریخه

په افغانستان کې دورځپاڼو، مجلو او اونیزو دچا پیدلو او خپریدو نه پوره (۵۴ )کلونه تیر شوي دي . زه به په دغه مقاله کې هڅه وکړم چې دافغانستان دبیلا بیلو واکمنانو دواکمنیوپه وختونو کې دځینو هغو خپرونو ، ورځپاڼو، اونېزو او میاشتنیو مجلو په اړه تاسو درنو لو ستونکو ته لنډ معلومات درکړم چې خپریدل او چاپیدل به.

۱- د امیر شیر علي خان دواکمنۍ
(۱۸۶۳ – ۱۸۷۹)زیږدیز/میلادي په وخت کې:
که څه هم یو شمیر تاریخ پوهان په دې انددي چې په افغانستان کې لومړنۍ خپرونه دافغانستان دامیر محمد اعظم خان دواکمنۍ په وخت (۱۸۶۷-۱۸۶۸ )زیږدیز/میلادي کال کې خپره شوې ده او د( کابل ) په نامه یوې خپرونې شتون درلود چې دعلامه سید جما ل الدین افغان له خوا خپریده، خو زیاتره بیا په دې اند دي په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره چې کومه او نیزه چاپ شوه هغه (شمس النهار )نومیده چې دهغې مودې نه اوس (۱۴۳ ) کلونه تیریږي او دغه او نېزه په (۱۸۷۳) زیږدیز/میلادي کال کې له چاپه راووته او په هغه وخت کې لوی درشل امیر شیرعلي خان دافغانستان پاچا و. امیر شیر علي خان یو ترقي غوښتونګی واکمن و .امیر شیرعلي خان غوښتل چې په هیوادکې یې یوه داسې ورځپاڼه یا او نېزه شتون ولري چې دافغانستان خلک دنړۍ دحالاتواو بدلونو نه خبرشي، ځکه په هغه وخت کې ریډیوګانو او تلویزیونونو شتون نه درلود. د( شمس النهار)چلوونکی( ایډیټر ) مرزا عبد العلي خان نومید اودغه اونېزه دکابل په سنګي مطبعه کې په شپاړس مخونو کې چاپیدله . که څه هم په هغه وخت کې دافغانستان ډیر خلک دلیک او لوست له نعمته بې برخې ول ، خوبیا هم هغو کسانو ترې ګټه او چتوله چې په لیک او لوست به پوهېدل . دامیر شیر علي خان په مړینې سره دغه اونېزه بیا چاپ نه شوه .

شمس النهار

۲- دسراج الملة والدین امیر حبیب الله خان دواکمنۍ
(۱۹۰۱- ۱۹۱۹) زیږدیز/میلادی په وخت کې :
دافغانستان دویمه او نیزه ( سراج الاخبار) نومید له چې دافغانستان دامیرسرا ج الملة والدین امیر حبیب الله خان دواکمنۍ په وخت کې یې لومړنۍ ګڼه د(۱۹۰۶ زیږدیز /میلادی کال) دجنورۍ دمیاشتې په لومړۍ نیټه له چاپه راووتله . او لومړنی مدیر ( ایډیتر ) یې مولوی عبد الروف خان خاکي کندهاری و.دغه ګڼه په (۳۶) مخونو کې وه چې بیلا بیل موضوعات پکي ځای شوي وو او بیه یې یوه عباسۍ وه ،خو د لومړۍ ګڼې له خپریدو سره ددې خپرونې په چارو کې ځنډ راغی . د تاریخ پوهانو باور دادی چې د خپلواکۍ غوښتني د ذهنیت د خپریدو د مخنیوي لپاره امیر حبیب اله د انګریزانو تر فشار لاندي راغی او د نورو ګڼو د چاپ چاري یې ودرولې .
شپږ کاله وروسته یوځل بیا محمود طرزي ددې اونیزې چاري پر مخ یووړي او د( سراج الاخبارافغانیه ) په نوم یې دا لړۍ له سره پیل کړه .

سراج الاخبار

څیړونکي په دې اند دي چې د سراج الاخبار خپریدو د افغانستان د ژورنالیزم په اصولو کې یو نوی باب پرانیست چې ټول ادبي او ژورنالستیکي ژانرونه یې رانغاړل.
په دې اونیزې کې کورني او بهرني خبرونو ، هنر او ادبیاتو ، روغتیا او د ښڅو او ماشومانو په اړه ځانګرو خپرونو ته ځای ورکړل شوی و .همدارازپه دغه خپرونې کې د لومړي ځل لپاره د پښتو ژبي لیکنې په منثور او منظوم ډول راغلي او تر ډیره به انقلابي شعرونه لیکل کیدل . ژب پوهان محمود طرزي هغه بریالی مبارز بولي چې د هیواد د خپلواکۍ تر څنګ یې د کلتور او ژبي او ادب د پیاوړتیا لپاره هم نه هیریدونکې هلي ځلي کړي دي .
دغې او نیزې په ایران، هند، منځنۍ آسیا ترکیه، مصر او ان انګلستان کې لوستونکي درلودل. سراج الاخبار اته کاله دوام وکړ او وروستۍ ګڼه یې د ۱۲۹۷ کال د لیندې د میاشتې په ۲۲ نیټه راووتله.

سراج الاخبار د تايتانيک د ډوبېدو خبر تر پېښې ٣٣ ورځې وروسته خپور کړى و.

محمود طرزي په اصل کې سراج الاخبار ددې لپاره رامینځ ته کړ چې د هیواد خپلواکۍ ته د رسیدولپاره دخلکو شعور لوړ کړي او هم دافغانستان خلک دنړۍ پر مختګونو نه خبر کړي اوپه دې توګه یې خپل ژورنالستیک رسالت په ښه توګه ترسره کړ.
داهم باید زیاته کړو چې د سراج الملة والدین امیر حبیب الله خان دواکمنۍ په وخت کې له نن نه ۹۷ کلونه وړاندې دماشومانو لپاره هم یوه مجله (رساله) چاپيدله و. دغه مجله (سراج الا طفال ) نومیدله چې لومړنۍ ګڼه یې د۱۹۱۸ زیږدیز/میلادي کال داکتوبر دمیاشتې په ۱۸ نیټه چاپ شوه او دماشومانو دښووني او روزنې په برخه کې یې مطالب خپرول.ددغې مجلې مدیر عبدالهادي داوی و .
۳- دا امیر امان الله خان د واکمنۍ ( ۱۹۱۹ – ۱۹۲۹) زیږدیز /میلادي دوخت ورځپانې او خپرونې:

کله چې امیر امان الله خان دخپل پلارسراج الملة والدین امیر حبیب لله خان تر مړینې وروسته دافغانستان واکمن شو نو دنورو اصلاحاتو دپیل کولو برسیره یې دا هم لازمه وګڼله چې په هیوادکې مطبوعات وده او پر مختګ وکړي . دامیر امان الله خان دواکمنۍ په وخت کې د(سراج ا لاخبار) پر ځای د(امان افغان ) داونیزې خپرېدل پیل شول .ددغې اونیزې لومړنۍ ګڼه د۱۲۹۸ لمریزکال دوري په دوه ویشتمه نېټه چې د۱۹۱۹ زیږدیز/میلادي کال داپریل دمیاشتې ددولسمې نېټې سره سمون خوري له چاپه راووتله . ددغې اونیزې لومړنی مدیر ( ایډیټر) دمشروطیت دغورخنګ غړی عبد الهادي داوی واو ورپسې یې په ترتیب سره مدیران پاینده محمد فرحت ، سید محمد قاسم خان ، غلام احمد ، غلام نبي جلا ل آبادي او محمد حسن سلیمي ول. امان افغان په واقعیت کې دسراج الاخبار ادامه وه او زیاتره لیکوالان یې هغه کسان وو چې دامان الله خان دنظریاتو سره همغږي وو او دهغه دکړنلارې او ارمانونو ترجماني یې کوله.
باید زیاته کړو چې دامان الله خان دواکمنۍ په وخت کې په افغانستان کې دمطبوعاتو او خپرونو لپاره ښه زمینه برابره شوه ، په همدې وخت کې و چې ځینې نورې خپرونې او اونیزې هم رامینځ ته شوې چې په هغو کې یوه د( انیس ) ورځپاڼه وه چې چلوونکی یې غلام محیی الدین انیس و. بله خپرونه ( نسیم سحر ) نومیدله چې چلوونکی یې احمد راتب و. اودریمه خپرونه ( نوروز) نومیدله چې چأوونکی یې محمد نوروز نومید.
دامیر امان الله خان په زمانه کې ځینې نورې مجلې او ورځپانې هم رامینځ ته شوې چې دځینونومونه یې دادي :افغان ، ابلاغ ، حقیقت ، ستاره افغان په ننګرهار کې د( اتحاد مشرقي ) ورځپاڼه ، په بدخشان کې د( اصلاح ) ورځپاڼه . په مزارشریف کې د( بیدار) ورځپاڼه ، په هرات کې د ( اتفاق اسلام ) ورځپاڼه ، په کندهار کې د (طلوع افغان )ورځپاڼه او په پکتیا کې د ( غازي ) ورځپآڼې رامینځ ته شوېه .

طلوع افغان، لومړى پښتو اخبار

همداراز دغازي امان الله خان دواکمنۍ په وخت کې ځینو وزارتونو خپلې جلا خپرونې او مجلې درلودلې دبیلګې په توګه : دافغانستان دښوونې او روزنې وزارت د ( معرف معارف ) په نامه مجله او دافغانستا ن دمالیې وزارت د( ثروت ) په نامه مجله درلودله.
په همدې وخت کې دامان الله خان دخسر ( سخر) میرمنې اسما رسمیه دښځو او میرمنو لپاره دیوې اونیزې بنسټ هم کیښود او هغه ( ارشاد النسوان ) و.د ارشادالنسوان اونيزه چې د ښځو لپاره يې خپروني کولي،لومړۍ ګڼه يې په ( ۱۲۹۹ ) لمریز ( ۱۹۲۰زیږدیز/میلادي) کال کې خپره شوه ، چې سر محرره يې د لالا محمدزمان خان خازن الکتب لور روح افزا د حبيب ا لله طرزی خور او دعلامه محمود طرزی وريره وه .

ارشاد النسوان

۴- دسقاودزوی حبیب الله کلکاني دواکمنۍ په وخت کې :
دسقاوزوی اصلی نوم حبیب الله دی او دشمالي دسیمې دکلکانو اوسیدونکی و .دپلار نوم یې احمدالله و. نوموړی دغازي امان الله خا پر خلاف راپورته شو او تر غازي امان الله خان وروسته د ۱۹۲۹ زیږدیز /میلادي کال داکتوبر دمیاشتې په دیارلسمه نیټه دافغانستان پاچا شو . که څه هم ده نهه میاشتې پاچا هي وکړه او په لیک لوست هم نه پوهیده او ددپاچا کیدلو سره سم یې ټول ښوو نځي او علمي مرکزونه وتړل ، خو بیا هم دده په وخت کې د(حبیب الاسلام )په نامه یوه دولتي ( سرکاري ) اونیزه چاپیدله چې مسئول مدیر یې ملا بر ها ن الدین کشککي و . دغې اونیزې دسقاو دزوی په پلوۍ او دامان الله خان پر خلاف مطالب لیکل ، خو دافغانستان په نورو ولایتونو کې دده پر خلاف خپرونې هم چاپیدلې چې په هغو کې د(کورغم) ، (اتحاد افغان) او د(غیرت اسلام) نومونه اخیستلی شو.
۵- دا علیحضرت محمد نادرشاه دواکمنۍ په وخت کې :
محمد نادرشاه دسردار محمد یو سف خان زوی و. نوموړي د ۱۹۲۹ زیږدیز/میلادي کال داکتوبر دمیاشتې په ۱۵ نیټه دافغانستان پاچا شو . که څه هم دی دڅلورو کلونو لپاره دافغانستان واکمن و ، خو دده دسلطنت په وخت کې لاندینۍ ورځپانې ، اونیزې او مجلې چاپيدلې :
اصلاح ،انیس، دکابل مجله ، اتحاد مشرقي ، اردو، هرات ، حی علی الفلاح ، اقتصاد ، عرفان،سالنامه افغان، پیام تندرستي ، صحیه ، اتفاق اسلام ، آریانا، افغانستان ، طلوع افغان ، بیدار او آئینه عرفان .
۶- داعلیحضرت محمد ظاهرشاه دواکمنۍ په وخت کې :
زموږ په هیواد کې دخپرونو او مطبوعاتو یوه طلایی دوره دظاهر خان وروستي لس کلونه دي چې زموږ دهیواد په تاریخ کې ددیموکراسي لسیزه هم ورته ویله کیږي چې د۱۹۶۳ او ۱۹۷۳ زیږیدیزو کلونو موده ده .که څه هم ددموکراسي دلسیزې نه وړاندې په هیواد کې یو شمیر غیر دولتی اونیزې لکه ویښ زلمیان ، ندای خلق ، وطن ، نیلاب ، ولس او آئینه خپریدل خوپر ځینو یې بیا وروسته بندیزونه ولګیدل.
ددموکراسۍ لسیزه او افغاني خپرونې :
په ۱۹۶۴ زیږدیز کال کې په افغانستان کې نوی اسا سي قانون رامینځ ته شو او دغه قانون دهیواد مطبوعاتو دا اجازه ورکړه چې ملي جریدی رامینځ ته شي .په دغه وخت کې دافغانستان داساسي قانون په یوې مادې کې دمطبوعاتو په اړوند داسې راغلي و : (دافغانستان ټول اتباع دفکر او بیان دآزادۍ حق لري او کولای شي ددغه حق نه په علني ، شفاهي او تحریري توګه ګټه واخلي او دمطالبو سانسور دمطالبو تر خپریدو دمخه جواز نلري )
د محمد ظاهرشاه دواکمنۍ په وخت کې دالاند دینۍ دولتي ورځپاڼې، اونیزې او مجلې خپریدلې:
اصلاح ، انیس، هیواد ، کابل ټایمز، پامیر ، نیاو . عرفان ، اقتصاد ، کابل ، زیری، لمر ، ننګرهار ، طلو ع افغان ، اتفاق اسلام ، بیدار ، ،ړانګه ، ژوندون ، الفلاح ، میرمن ، دکانو او صنایعو مجله ، کرنه ، روغتیا ،پیام حق ، دکوچنیانو انیس، وږمه .او په دغه ددیموکراسي په لسیزه کې لاندینۍ ملي او غیردولتی ( غیر سرکاري ) اونیزې هم چاپیدلې چې ځینې اونیزې په ځینو ګوندونو پورې اړه درلودلې او ددغو اونیزو نومونه په لاندې ډول دي :
ترجمان ، کاروان ، پرچم ، خلق ، مساوات ، ستم ملي ، ګهیځ ، پیام وجدان، خیبر ، پروانه ، افغان ملت ، ملت ، افغان ولس، کومک ، اتحاد ملي ، هدف، افغان ، شعله جاوید، سبا او صدای عوام .

لکه چې دمخه موویل په پورتنیوملي او غیر دولتي ورځپاڼو کې پرچم دافغانستان دخلک دیموکراتیګ ګوند دپرچم په ډلې او جناح پورې اړه درلودله چې مشري یې ببرک کارمل کوله ، خلق دافغانستان ددمو کراتیک ګوند دخلق په ډلې ( جناح) پورې اړه درلودله چې مشري یې نور محمد تره کي کوله ، ستم ملي دطاهر بدخشي ډله وه ، افغان ملت ( سوسیال دموکراتان)دغلام محمد فرهاد او ښاغلي قدرت الله حداد په مشرۍ ، ملت د افغان ملت نه بله منشعبه ډله دفدامحمد فدايي ډله ، ګهیځ هم دځوانو مسلمانانو په دلې پورې اړه درلودله چې منها ج الدین ګهیځ چلوله ، شعله جاوید دشعله جاوید په ګوندپورې اړه درلوده چې مشري یې اکرم یاري ، انجنیر عثمان او رحیم محمودي ته ورپه غاړه وه او یوه مائوئیستي ډله وه . مساوات بیا د( مترقي دمو کراتانو دګوند) خپرونه وه چې مشري یې محمد هاشم میوندوال کوله.دغوټو خپرونو تر هغه پورې دوام وکړ څو د۱۹۷۳ زیږیدیزکال دجولای دمیاشتې په ( ۱۷) نېټه محمد داودخان دافغانستان سلطنتي نظام نسکور او په هیواد کې جمهوري نظام رامینځ ته شو او دغه غیر دولتي اونیزې هم نورې بیا نه چاپیدلې .

افغان ملت

۷- د شهید محمد داودخان د واکمنۍ په وخت کې ۱۹۷۳-۱۹۷۸ زیږدیز:
دمحمد ظاهر شاه درژيم تر نسکوریدو وروسته د۱۹۷۳ زیږدیز کال د جولای دمیاشتې په ۱۷ نیټه په افغانستان کې دیو ې سپینې کودتا په پایله کې شاهي نظام ړنګ او جمهوري نظام رامینځ ته شو او محمد داودخان ځان دافغانستان ددولت دمشر او انقلابي شورا درئیس په توګه اعلان کړ. دمحمد داود خان دواکمنۍ په وخت کې ټولې هغه ملي او شخصي خپرونې ،اونیزې او مجلې بندې شوې چې دمحمد ظاهر شاه دواکمنۍ په وخت کې به چاپیدلې او ځینې یې په ځینو ګوندونو پورې تړلې وې .دده دواکمنۍ په وخت کې داصلاح د ورځپاڼې پر ځای په هیواد کې د(جمهوریت) ورځپآڼّه رامینځ ته شوه چې دحکومت او دنظام پوري اړوند خبرونه پکې چاپیدل. په دې برسیره هغه دولتی ور ځپاڼې ، اونیزې او مجلې هم چاپیدلې چې دمحمد ظاهرشاه دواکمنۍ په وخت کې خپریدلې :لکه انیس ، زیری ، وږمه ، روغتیا ، هیواد ، کابل ټایمز، پامیر ، قضاء . عرفان ، اقتصاد ، کابل ، ژوندون مجله او په ولایتونو کې دتیرو ختونو په څیر ځیني ولایتي ورځپآنې لکه وړانګه ، اتفاق اسلام ، طلوع افغان ، ننګرهار ، بیدار،پکتیا ، کندهار او ځینې نورې ورځپانې او مجلې خپریدلې .
که څه هم دمحمد داودخان دواکمنۍ په وخت کې مطبوعات او خپرونې ددولت له خوا څارل کیدلې او سانسور کیدلې ، خو بیا هم دهغه وخت خپرونې دلوړ کیفیت او معیار نه برخمنې وې.
۸- دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند دواکمنۍ په وخت کې ۱۹۷۸- ۱۹۹۲:
ددغې دورې خپرونې په دریو برخو ویشلی شو:
الف: یوه یې هغه دوره وه چې نورمحمد تره کی او حفیظ الله امین پکې واکمنان وواو د۱۹۷۸ کال داپریل په ۲۷ مه پیل شوه او د ۱۹۷۹ زیږدیز کال ددسمبر تر۲۷ نیتې پورې یې دوام وکړ .

خلق

ب: بله هغه دوره وه چې د۱۹۷۹ زیږدیز کال ددسمبر دمیاشتې په ۲۷ نېټه پیل شوه ببرک کارمل پکې واکمن و او د ۱۹۸۶ زیږدیز کال دمی تر څلورمې نیټې پورې یې دوام وکړ:
ج: دا هغه دوره وه چې د۱۹۸۶ زیږدیز کال دمي په څلورمه نېټه پیل شوه او ډاکټر نجیب الله پکې واکمن و او د ۱۹۹۲ زیږدیز کال داپریل په ۱۶ نېټه پای ته ورسیده .
د محمد داودخان درژیم په نسکوریدو سره د۱۹۷۸ زیږدیز کال د آپریل دمیاشتې په اووه ویشتمه نیټه دافغانستان دخلک دیمو کراتیک ګوند دنور محمد تره کي په مشرۍ دواګو چارې په لاس کې ونیولې . په دغه وخت کې په خپرونو او مطبوعاتو کې یو بشپړ بدلون رامینځ ته شو . به دغه وخت کې د(خلق) ورځپاڼه ددولت په رسمي خپریدونکي ورځپانې بدله شوه . په دې دوره کې هیڅ ملي او شخصي ورځپانې او اونیزې ته دخپریدو اجازه ورنکړل شوه .
په دغه دوره کې ورځپانې او مجلې سیاسي شوې او ټو ل مضامینو یې انقلابي رنګ درلود او ددولت تر شدید کنټرول او سانسورلاندې وې .
په دې وخت کې دخلق دورځپانې بر سیره نورې پخوانۍ ورځپانې اومجلې هم دپخوا په شانې چاپیدلې او دکابل په ښار کې دهیواد ، انیس او کابل ټایمز ورځپانې هم خپریدلې . به نورو ولایتونوکې هم پخوانۍ ورځپانې پر خپل حا ل پاتې وې خو دمضامینو محتوا یې سره ورته وه.

پرچم

تر دغې دورې وروسته د ۱۹۷۹ زیږدیز کال ددسامبر په اووه ویشتمه کله چې دافغانستان دخلک دمو کراتیک ګوند دپر چم جناح دببرک کارمل په مشرۍ ځواک ترلاسه کړ او روسي پوځونه افغانستان ته راغلل یوه بله دوره پیل شوه . په دغه وخت کې مطبوعات تقریبا دپخواني شوروي اتحاد دمطبوعاتو تر اغیزې لاندې راغلل. د(ثور انقلاب حقیقت) یا ( حقیقت انقلاب ثور) هغه ورځپاڼه وه چې ددغې دورې او نظام نظریات پکې منعکس کیدل.
په دغه وخت کې دځینو پخوانیو ورځپاڼو لکه انیس ، هیواد ، کابل ټایمز برسیره چې دپخوا په څير یې شتون درلود نورې ورځپانې ّهم راووتلې چې پکې ددرفش جوانان ، حقیقت سرباز، پیام او پیام صلح نومونه اخیستلی شو . همدا وخت و چې دځینو نورو ملیتونو دژبونشرات هم خپریدل لکه د( یولدوز)او (ګوراش) په ازبیکي او ترکمني ژبو پیل شوې . په دغه وخت کې د افغانستان دلیکوالو ټولنې نشراتي ارګان قلم ، دهزاره ملیت مجلې غرجستان ، فرهنګ مردم ، ملیت های برادر،جرګه او دخراسان په نامه مجلې هم راووتللې . خو ددغو ټولو اونیزو او مجلو محتوا یو نواخته وه او سیاست او سیاسي مسایلو ته وقف شوې وه او زیاترو ورځپاڼو ،اونیزو او مجلو دشوروي اتحاد او نورو سو سیالیستي هیوادونو دمطبوعاتوتر ژورې اغیزې او سیورې لاندې خپرونې کولې .


د ۱۹۸۶ زیږدیز کال دمي په څلورمې نیټې ډاکټر نجیب الله دچارو واګې په خپل لاس کې
ونیولې . ده په هیواد کې دملي پخلاینې پالیسې غوره کړه . به دغه وخت کې دتیر و
وختونو په پرتله په مطبوعاتو کې په نسبي توګه یوه نوې ساه وچلیدله او ځينې نیمه
دولتی اونیزې لکه اخبار هفته ، ازادي ، پلوشه ،سباوون، دریځ ، افغانستان اونور ې له چاپه راووتلې چې یو څه تنوع پکې شتون درلود او انتقادي روحیه یې درلودله .


په مجموع کې ددغو دریو دورو مطالب کلیشه یې ، تکراري ، بې خونده او یو نواخته وو. ما یو وخت ډ ډاکټر نجیب الله په وخت کې دانیس په ورځپاڼه کې د ژباړونکي په توګه کار کاوه دانیس دورځپانې رئیس رانه وپوښتل : ستا په اند زموږ ورځپاڼه به څومره لوستونکي ولري ؟ ما ورته وویل : رښتیا درته ووایم او که دروغ؟ ما ورته وویل که رښتیا راباندې وایې دغه ټولې ورځپانې چې چاپیږي څوک یې نه لولي او ستاسو ورځباڼه هم ددوکاندارانو لپاره دپوړیواو پاکټونو دجوړولو لپاره مناسبه ده ، خو هغه زما په دې خبرې سره یوه ترخه مسکا وکړه او زما خبره پرې ښه ونه لګیدله .

۹- دجهادي تنظیمونو په وخت کې دافغانستان ورځپاڼواو خپرونو ته یو ه لنډه شان کتنه:
د۱۹۹۲ زیږدیز کال داپریل دمیاشتې د ۲۷نه د۱۹۹۶ زیږدیز کال دسپټمبر تر ۲۷ نیټې پورې
د۱۹۹۲ زیږدیز کال داپریل په ۱۶ نیټه ډاکټر نجیب الله له کاره ګوښه شو اوتر هغه وروسته مجاهدین په وسله واله توګه دهماغه کال داپریل په ۲۷ نیټه یاد غویی به اتمه نیټّه دکابل ښار ته راننوتلې او حضرت صبغت الله مجددی ددریو میاشتو لپاره دافغان دولت دممثل په توګه خپله دنده پر مخ بیوله، خو ددې لپاره چې دمجاهدینو اووه ګونو او اته ګونو تنظیمونو په خپلو کې یووالی او دحکومتدارۍ منظم پروګرام نه درلود نویوله بله سره په جګړو اخته شول ، وروسته بیا صبغت الله مجددی مجبورشو چې تردریو میاشتو وروسته استعفی وکړي او برهان الدین ربانی دافغانستان دتش په نامه شورا چې دحل او عقد شورا یې بلله ولسمشر وټاکه . د حضرت مجددي اوبرهان الدین رباني په وخت کې دمخالفو ډلو د جګړو له کبله دکابل ښار وران شو، اویازره تنه بې ګناه خلک ووژل شول او خلک سرګردانه ، اوتر او په غمونو اخته شول. په دغه وخت کې په کابل کې څو تنظیمي محدودې ورځپانې او اونیزې خپریدلې چې په هغوکې د هفته نامهٔ کابل،مجاهد، صبح امید، فریاد عصر، هنداره، شهر، ارشادالنسوان، امهات المومنین او بالاحصارنومونه اخیستلی شو . ددغو ورځپاڼو او اونیزو محتوا هم پیکه او چندانې په زړه پورې نه وه اوورځپا نې او اونیزې به د هغه وخت درژیم په مدحواو ستاینو ډکې وې . له بلې خو ا دحزب اسلامی ډلې دپښتونخوا په مرکز پيښور کې له پخوانه دشهادت په نامه ورځپآڼه درلودله اواوس هم شته چې دحزب اسلامی نظریات به پکې منعکس کیدل. نورو احزابو هم ورته خپرونې درلودلې چې مجاهد او جبهه ملي نومیدل خودغو ورځپاڼو په عوامو او دخلکو په پراخه پرګنو کې چندانې لاره پیدانکړه .په عمومي توګه دمجاهدینو څلورکلنه دوره په جګړو . شخړو اودخلکو په بې ځایه کیدلو ، کړاوونو او مهاجرتونو کې تیره شوه اوپه خلکو او عوامو کې دورځپآنو او اونیزو لوستونکی چندان ډیر نه وو، خکه خلک غریب ، پریشانه ، سرګردانه او لا لهانده وواو دغو شیانو ته یې چندانې وخت نه درلود.. له بده مرغه په دغه دوره کې په اخبارونو او اونیزو کې ژبني ، قومي او توکمیزو تعصباتو ته هم لاره خلاصه شوه چې په وروسته کې یې ناوړه پایلې دخلکو تر مینځ کرکو او نفرتونو ته لاره اواره کړه.
۱۰- دطالبانو دوره د۱۹۹۶ زیږدیز کال دسپتمبر ۲۷ – د ۲۰۰۱ کال داکتوبر دمیاشتې۷ نیټه
دطالبانو دحکومت په وخت کې هم په افغانستان کې محدودې خپرونې وې او یو څو ورځپانې او اونیزې خپریدلې . دشریعت اخبار دطالبانو د واکمنۍ اصلی ورځپاڼه وه چې ددغه رژیم موخې او اهداف پکې خپریدل. سربیره پردې ددغه وخت نورې ورځپآڼې او اونیزې په لاندې ډول وې :
ضرب مؤمن، الخلافة الاسلامیة، کندهار، شريعت او ځینې نورې ،د طالبانو په وخت کې نورو ملي ورځپآنو او مجلوته اجازه ورنکړل شوه. نو له دې کبله هم دمجاهدینو او هم دطالبانو دواکمنیو په وختونو کې خپرونو ډیره وده ونکړه ځکه چې دمجاهدینو او هم دطالبانو زیاتره وخت په جنګ او جګړو تیر شو.


۱۱-ترطالبانو وروسته دوره د۲۰۰۱ زیږدیز نه تراوسه پورې ۲۰۲۰ زیږدیز :
په دغې دورې کې دورځپاڼو او اونیزو لپاره یو ځل بیا زمینه برابره شوه او ډیرې نوې ورځپانې ، اونیزې او مجلې رامینځ ته شولې چې په دغو ورځپآڼو ، اونیزو او مجلو کې دلاندنیو نومونه اخیستلی شو: آرمان ملی ، اراده، اصلاح، لوی افغانستان ، اطلاعات روز، افغانستان، انیس ، پیمان، چراغ ، راه نجات ، ماندگار، هشت صبح، ویسا، هیواد ، سرنوشت ، انسجام ، کابل او نور…
په دغو ورځپاڼو او اونیزو کې که یو شمیریې ښه مطالب خپروي او دټولنیزو مسایلو او دهیواد دودانولو او ملي یووالی لپاره کارګوي ، خو ځیني نوریې دتعصب په زهرو لړلي دي او ژبني ، سیمه ایزاو قومي تعصباتو ته لمنه وهی. په داسې حال کې چې ګران افغانستان څلویښت کلونوجګړې ځپلی دی او باید په هیواد کې دسولې دراوستلو دامنیت دتينګښت او دافغانستان دټولو ورونوقومونو ترمینځ یووالی په اړوند خپرونې وشي .
همداراز ځینې پښتو بریښنایی ورځپانې او ځیني ویب پانې هم شته لکه: روهي ، تاند ، هیواد افغا نستان ، محور ، سمسور ، ټول افغان ، اوربل ، سلام ټولنه ، لیکوال ، غلامه رشاد، دعوت، پسرلی ،الفت، اراکوزیا ، بینوا ، ارغند ، لر او بر ، تل افغان او نورې شته چې دپښتو ژبې په غوړیدو کې ډیره رغنده ونډه اخلي .

 

 

اتحاد مشرقياصلاحامیر شیر علي خانانیسبیدارطلوع افغانمحمد هاشم میوندوالمحمود طرزيمعرف معارف
نظريات (0)
نظر اضافه کول