جام څلی/منار جام

منار جام د خښتو څخه جوړ سوی د نړۍ دوهم څلی دئ چي د غور په ښهرک ولسوالي کي د اټکل اتو سوو کلنو څخه په برم سره ولاړ دئ، چي د ۱۱۶۳ع کال څخه تر ۱۲۰۲ع پوري د  غوري_پاچاسلطان غياث الدين غوري] له خوا ودان سو.
د څلی بېخ دايروی دئ چي د هر يوه مدار تر پوره کېدو وروسته د دوهم مدار د بهرنۍ خوا پلنتيا لږ سوې ده. دننه د څلي لوړو پوړيو ته د رسېدو لپاره زينې جوړي سوي دي، د منار د سر څخه تر پایه مستطيل، څلور کونجه، ولونه، ستوري او نور شکلونه په خټو کي ډېر په مهارت جوړ سوي دي.

د منار جام لومړی شکل او په غور کي ښهرک ښار، ۱۱۶۳ع روستای جام شهرستان شهرک ولایت غور

دغه ۶۲ميتره لوړ منار پر يوه مناسبه تنګاچه ولاړ دئ چي اټکل دوولس زره پخې خښتي پکښي کارول سوي دي. په دې کي دوه د لرګي ګېلرۍ او په سر کي ئې د رڼا لپاره ځای جوړ دئ. د ښکلا د پاره ئې رنګيني کاشي خښتي پکښي کار کړي دي او په کوفي او نسخ خط ئې قراني آيتونه پکښي نقاشي کړي دي.


سلطان غياث الدين غوري

د منار په سر کي د شهادت کليمه او لاندي په دوو ليکو کي د قران کريم د ۲۸ سېپاري مدني سوره[سورة الصف] ۱۳ايت ليکلي دي:

[وَأُخْرَى تُحِبُّونَهَا نَصْرٌ مِّنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ] په څلورمه ليکه کي د  غياث الدين محمد_بن سام نوم، په پنځمه ليکه کي د غياث الدين محمد نوم او د هګۍ په شکل اتو اړخونو کي دننه په نسخ خط ددې مينار د مهندس يا انجينر نوم دئ چي نيمه برخه ئې علي ابن… لوستل کېږي.

د دې منار خبر په لومړي ځل په ۱۸۸۶ع کال کي يو انګرېز [ ټامس هولډيخ] ورکړ چي د افغانستان او ايران تر منځ د سرحدونو ټاکلو لپاره هلته ورغلی وو. خو اټکل تر۷۰ کالو بيا هم د دې منار په اړه لږ خلک خبر وه. په ۱۹۵۷ع کي فرانسوي لرغون پوهانو آندري ماريچ، او ګاسټن وايټ ددې په اړه معلومات وليکل.
د پېړیو بې پروایۍ او سېلابونو بېره پیدا کړې چي دغه ۸۰۰ کلن تاریخي څلی ښايي ویجاړ سي، دغه منار د ملګرو ملتونو له ګواښ سره مخامخ د نړیوال کلتوري میراث په لست کي شامل دئ. منار ته تر ټولو ستر ګواښ دا دئ چي د جام منار په یوه دره کي د سیند او جګو غرونو تر منځ ولاړ دئ او ورتلل اسانه کار نه دئ.
په ۲۰۰۲ع کال کي دا د افغانستان هغه لومړۍ تاريخي نخښه وه چي يونيسکو ژغورلې سيمه اعلان کړه چي یو مهال دغه ځای د نړیوالو سیلانیانو تر منځ ډېر شهرت درلود خو په سیمه کي د امنیتي ستونزو له کبله ئې اوس ډېر کم خلک لیدو ته راځي.

غور، منار جام: ١٩٦٦ع

د غور واکمن له يولسمې ميلادي پېړۍ راهيسي د افغانستان څخه علاوه د ايران ختيځ او د هند لوېديځي سيمو کي واک درلود. خو د غياث الدين د مړيني وروسته په غوريانو کي نور داسي واکمن پيدا نسو چي خپل سلطنت وژغوري، داسي باور دئ چي په نړۍ کي تر ټولو لوړ د ډهلي قطب مينار هم د غور د واکمنو ځای ناستو د جام منار د بدل په توګه هند کي جوړ کړ.

په ۱۲۱۲ع کي  چنګيز خان د بلخ او هرات په شان په غور هم ناتار ګډ کړ او د جام منار ځکه د يرغلګرو له پامه ولوېد چي ورتک اسانه نه وو.
دا هغه تاريخي څلی دئ چي زمونږ ملي هويت؛ [پاسپورټ، بريښنايي تذکره او رسمي ديوالونه] ور باندي ښکلي دي.
د شلمي پېړۍ زلزلو او د اوبو د نم له کبله منار اوس يوې خوا ته کوږ دئ، او که ئې ژر غم ونه خوړل سي، ښايي له منځه ولاړ سي.

 

د منار 3D شکل
منار جام، دننه
د منار په سر کي د شهادت کليمه او لاندي په دوو ليکو کي د قران کريم د ۲۸ سېپاري مدني سوره[سورة الصف] ۱۳ايت ليکلي دي:
[وَأُخْرَى تُحِبُّونَهَا نَصْرٌ مِّنَ اللَّهِ وَفَتْحٌ قَرِيبٌ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ]
د منار سر او پای، درې اړخه …
منار جام، د سر لخوا
سلطان غياث الدين غوري
نظريات (0)
نظر اضافه کول