د افغانستان د دبهرنیو چارو لومړی وزیر ارسلا خان جبارخیل او کورنۍ
ارسلا خان جبارخیل د امیر شیر علي خان رحمه الله د حکومت پر مهال د د بهرنیو چارو وزیر وو.
د افغان – انګلیس په دویمه جګړه کښي د میوند غزا په ډګر کښي د غازي سردار محمد ایوب خان رحمه الله تر څنګ معاذالله خان او جنرال تاج محمد خان چي د ارسلا خان جبارخيل زامن وه رغنده رول لوبولی او د میوند د اتلانو په نوملړ کښې یې ځای خپل کړی.
د تاریخي روایتونو له مخه جنرال تاج محمد خان د میوند په جګړه کښي د هغې جبهې قوماندان وو چي انګریزان یې شاتګ ته اړ کړل.
کله چي امیر عبدالرحمٰن خان واکمن شو نو وزیر ارسلا خان جبارخېل یې له خپلې کورنۍ سره هند ته تبعید کړ.
جنرال تاج محمدخان احمدزی جبارخیل
د وزیر ارسلاخان غلجی جبارخیل زوي، د غازي مهابت خان جبارخیل لمسی او د لنګرخان کړوسی وو چي۱۸۵۰ع کال د ننګرهار د حصارک غلځۍ اولسوالی د لنګرخیلو په کلي کي خانانو په کورنۍ کي زیږدلې ده. لومړنی نظامي ښوونځی یې د امیرشېرعلی لومړی دوره کي په کابل کي تر سره کړې، د لومړي ځل لپاره د شېرپور د تاریخي کلا امنیت ساتلو مسول مقرر سو. دوهم ځل لپاره د هرات د نظامي فرقې قومندان مقرر سو.
په ۱۸۹۷ع کال کي د سردار ایوب خان سره ملګری سو، د انګریزانو په مقابل کي د میوند په تاریخی جګړه کي تر اخري سلګۍ پوري ایوب خان سره ملګری وو. ایوب خان او جنرال تاج محمدخان جبارخیل ایران هیواد ته ولاړل خو نامردي له کبله ایرانیانو غازیان انګریزانو ته وسپارل. دواړه هند برطانوي کي تر اخري سلګۍ پاته سول، وروسته دواړه پېښور کي يو ځای ښخ سو.
امیر شیر علی خان په واکمنۍ کي د تېر بل هر وخت په پرتله، احمدزیو په سیاسي نظام کي پراخه ونډه درلوده، په دې دوره کي له احمدزیو څخه عصمت الله خان جبارخېل د کورنیو چارو او ارسلا خان جبارخېل د بهرنیو چارو د وزارت دنده پر غاړه درلوده. کله چي امیر عبدالرحمن خان واک ترلاسه کړ، د غازي محمدشاه خان بابکرخېل کورنۍ یې سوات ته تبعید کړه؛ میرافغان عصمت الله خان جبارخېل یې زنداني او څه مهال وروسته په شهادت ورساوه او وزیر ارسلا خان جبارخېل یې له خپلې کورنۍ سره هند ته تبعید کړ. په دې اړه امیر عبدالرحمن خان په خپل کتاب (تاج التواریخ) کې داسې لیکي:
”عصمت الله خان جبارخېل و دیګر خوانین غلجایی دوست و اقوام مرحوم شیرعلی خان بودند و از این جهت با معاندین من مراوده داشتند و در میان طوایف فساد میکردند، به جهت این کار عصمت الله خان را در سنه ۱۳۰۰ ش حبس نمودم. چون این شخص یکی از خوانین غلجایې بود، محبوس شدن او یکی از جهات هیجان طایفه غلجایې ګردید “(خیبري، ۱۳۸۸: ۱۵۳).