سردار جمال خان بارکزی او کورنۍ

بارکزي د کندهارله جنوب څخه بیا تر فراه پوري اوسیږي . ددغه ټبر څخه د(۱۰۰۰هـ) په حدودو (۱۵۹۱ع) د ارغسان په جنوب ختیځ کي یومشر ژوند کاوه چي محمد نومېدی. دی دکندهار دسیمي دبارکزو مشر وو او مرکز یې دهلمند پرغاړه په ګرشک کي دبارکزو ناوه وه.
افغانستان کي د بارکزو(محمدزو) ټول شاهان او واکمنان لکه امیر دوست محمد خان، امیر شیرعلي خان، امیر محمد افضل خان، امیر محمد اعظم خان، امیر محمد یعقوب خان، امیر عبدالرحمن خان، امیر حبیب الله خان، غازي امان الله خان، عنایت الله خان، محمدنادرخان، اعلیحضرت محمد ظاهرشاه او شهید سردارمحمد داود خان د حاجي جمال خان نیکه له اولادې څخه دي، همدا راز د هیواد ستر او میړني شخصیتونه لکه سردار پاینده خان، وزیرفتح خان، د میوند د جګړې فاتح غازي ایوب خان، وزیر محمد اکبرخان، مارشال شاولي خان، شاه محمود خان، غلام محمد طرزي، محمود طرزي، او ډیر نور ستر شخصیتونه هم له دې لویې او درنې کورنۍ څخه دي.
د ګرشک په مالګیر کي د ادې کلا چي تراوسه هم په همدې نامه یادیږي د دغه کهاله پخوانی ځای دی، دې ځای ته ځکه د ادې کلا یا ادې باغ وایې چی د لویې ادې په نوم نومول سوی، لویه ادې د سردار پاینده خان میرمن، د نومیالي وزیر فتح خان مور او د حاجي جمال خان بارګزي نږور وه، د هلمند ولایت دا پښتنه میرمن د هیواد په تاریخ کي یوه د سترو کارنامو څښتنه وه نو ځکه د لویې ادې دروند لقب ورته ورکړل سوی دی.

د کندهار په ذاکر کي د حاجي جمال خان نیکه زیارت

 

سردار جمال خان بارکزی

سردار جمال خان (1719 ز. – 1772 ز. ) د محمد يوسف، چې د توپچي ځواکونو مشر و، زوی و. هغه دوه ودونه کړي و. لومړنۍ ماينه يې يوه بارکزۍ ښځه او دويمه يې يوه غلجۍ ښځه وه. د حاجي جمال څلور زامن او يوه لور وه.

  1. عبدالحبيب خان سخي (د بارکزۍ ښځې څخه)
  2. بهادر خان حاجي دروېش (د بارکزۍ ښځې څخه)
  3. سردار رحيمداد خان (د بارکزيو ټبر مشر چې له 1771 – 1774 ز. د سلطان محمد بارکي لقب ترلاسه کړی و)
  4. امير الامرا سردار پاينده خان محمدزی (د غلجۍ ښځې څخه)
  5. يوه لور (د سردار پاينده خان سکه خور او د تېمور شاه دراني ماندينه)

د سردار جمال خان زامن :


سردار پاينده خان
سردار پاينده خان (1758 ز. – اکتوبر، 1800 ز.)چې بشپړ نوم يې سردار پاينده خان محمدزی دی، په 1774 ز. کې د بارکزيو مشر شو او د تېمور شاه لخوا ورته د سرفراز خان لقب ورکړل شو. خو په 1799 ز. کال کې د سياسي تربگنيو له مخې يې ټول لقبونه له لاسه ورکړل. هغه ته د سردارۍ لقب د تېمور شاه ابدالي لخوا ورکړل شوی و. سردار پاينده خان محمدزی د حاجي جمال خان محمدزي زوی و. هغه په ځانگړي توگه زده کړې ترلاسه کړي وې. شخصي ژوند نوموړي اته ماندينې درلودې چې په دې توگه دي: لومړنۍ ښځه يې د محمدزيو د نصرت خېل له ټبره وه. دويمه ښځه يې د بارکزيو د ملک دين زيو له ټبره وه. درېمه ښځه يې يوه کوهستانۍ وه څلرومه ښځه يې يوه نصرت خېله وه پنځمه ښځه يې د هوتکو د ادوخېلو د ټبر نه وه. شپږمه ښځه يې يوه الکوزۍ وه اوومه ښځه يې زينب بېگم (د موسی خان واخ جوانشېر قزلباش لور) وه اتمه ښځه يې يوه هزاره وه زامن د سردار پاينده خان پنځه ويشت زامن او څلور لورگانې وې. سردار فتح علي خان نواب اسدالله خان سردار تېمور قلي خان نواب عبدالجبار خان سردار محمد اعظم خان نواب عبدالصمد خان سردار پردل خان محمدزی سردار شېردل خان محمدزی سردار عطا محمد خان سردار يار محمد خان امير المومنين امير کبير امير دوست محمد خان سردار کهندل خان سردار امير محمد خان نواب توراباز خان سردار سلطان محمد خان طلايي سردار رحيم دل خان سردار مهردل خان سردار سيد محمد خان سردار پير محمد خان سردار محمد زمان خان سردار محمد زمر خان سردار حيدر خان سردار اسلم خان سردار جمعه خان سردار خيرالله خان لوڼې وفا بېگم مړينه نوموړی د 1888 ز. کال د اکتوبر په مياشت کې په کندهار کې د شاه زمان په امر او په دې تور چې د شاه په وړاندې توطيه جوړه کړې ووژل شو.

د سردار جمال خان لمسيان:

وزيرفتح خان؛ د واک نېټه: ۱۷۸۰- ۱۸۱۸ز | انځورګر: برېښنا | سرچينه: ملي آرشيف وزير محمد فتح خان د سردار پاينده خان مشر زوى وو .
سردار پردل خان محمدزی
سردار شېردل خان
سردار کهندل خان له 1823-1829 د باميان او له 1829-1839 او بيا له 1842-1855 د کندهار والي و. هغه د سردار پاينده محمد خان 12 زوی و.
کورنۍ
سردار کهندل خان درې ودونه کړي ول او شپږ ځامن يې دلودل چې پدې توگه دي.
سردار محمد عمر خان
سردار محمد صادق خان
سردار محمد عثمان خان
سردار غلام محي الدين خان
سردار سلطان علي خان
سردار عبدالله خان
امير دوست محمد خان (۲۳ د دېسمبر، ۱۷۹۳ ز. – ۹ د جون، ۱۸۶۳ ز.) د سردار پاينده خان ، چې د باركزۍ كورنۍ مشر وو ، زوى دى او د ۱۷۹۳ ز كال د ډيسمبر په ۲۳ زېږېدلى دى . ( ځينې سرچينې دده د زېږېدو كال ۱۷۹۰ گڼي ) دده مشر ورور وزير فتح خان هغه سړى وو ، چې له شاه محمود سدوزي سره يې يو ځاى څو واره ايران ته پناه يووړه.
سردار سلطان محمد خان

سردار سلطان محمد خان طلايي (۱۷۹۵ ز. – ۱۸۶۱ ز.) د افغانستان وزير اعظم و. همداراز هغه د پېښور، کوهاټ او کابل والي هم پاتې شوی و.

سردار سلطان محمد خان طلايي د سردار پاينده خان پينځلسم ځوی او د سردار محمد فتح خان، سردار يار محمد خان او سردار دوست محمد خان ورور و. هغه ډېر شتمن سردار و او له همدې کبله خلکو ورته د طلايي لقب ورکړی و. هغه د سلطان شاه محمود سدوزي د سلطنت په وخت کې پېښور ته د والي په توگه ولېږل شو او هلته د خپلو څلورو وروڼو سره د پېښور د سردارانو په نامه يادېده. دغه سردار د امير دوست محمد خان په څېر ډېر ودونه کړي وه . دغه سردار ۱۶ مېرمنو سره واده کړی و او ۵۱ ځامن او ۳۶ لوڼې يې درلودې. د هغه نژدې ټول ځامن د خپل وخت په پاچايي دولت کې پوځي او غير پوځي دندې ترسره کړي وې.

زامن

سردار خواجه محمد خان

سردار نور محمد خان

سردار محمد يحيا خان

سردار علام محمد خان

سردار محمد اکبر خان

سردار حاجي محمد سرور خان

سردار محمد سميع خان

سردار محمد اياز خان

سردار محمد ايوب خان

سردار ‘عبدالله خان

سردار محمد ابراهيم خان

سردار احمد خان

سردار موسی خان

سردار محمد هارون خان

سردار دلاور خان

سردار محمد ناصر خان

سردار ‘عبدال قادر خان

سردار محمد اعظم خان

سردار محمد صادق خان

سردار صفيع الدين محمد خان [دين محمد خان]

سردار ذکريا خان

سردار صيف الله خان

سردار محمد اسحق خان

سردار غلام محي الدين خان

سردار محمد عباس خان

سردار سکندر خان

سردار محمد غوث خان

سردار ‘عبدالنبي خان

سردار ‘عبدالغني خان

سردار محمد اسماعيل خان

سردار محمد علي خان

سردار خان شيرين خان

سردار محمد يعقوب خان

سردار محمد هاشم خان

سردار عبدالقدوس خان

سردار ‘عبدالصدور خان

ډگر جنرال سردار عبدالغوث خان

سردار نېک محمد خان

سردار بوستان خان

سردار محمد انور خان

سردار برهان خان

سردار لال محمد خان

سردار ‘عبدالواحد خان

سردار جلال الدين خان

ستر جنرال سردار ‘عبدالعزيز خان

سردار محمد يونس خان

بريدمن سردار محمد صديق خان

سردار عطا محمد خان

سردار عبدالودود خان

سردار عبدالقيوم خان

سردار تاج محمد

مهردل خان د کندهار له نامتو اداري او ادبي اشخاصو څخه وو. مهردل خان د پاینده محمدخان محمدزی بارکزایي د هغو یوویشتو زامنو څخه دئ، چي د افغانستان په تاریخ کي ډېر نوم لري، ده د سیاست او حکومت کولو تر څنګ د ادب، شعر او پوهي سره هم خاصه مینه لرله او په تصوف کي د پوره لاس خاوند وو، چي پوهانو، ادیبانو او صوفیانو سره ئې ناسته ولاړه درلودله او هر وخت ئې د دوی په مجلسونو کي برخه اخیسته او په خپله ئې هم د صوفیانو له پاره د مجلسونو جوړولو زمینه برابروله او دوی به ئې راغوښتل.

 

د سردار پاینده محمد خان شجره او دهغه د زامنو په هکله مختصر معلومات
احمد شاه باباجمال خان بارکزیشېر سرخ
نظريات (0)
نظر اضافه کول