حسن بصري او افغانستان

بسم الله الرحمن الرحیم ـ حسن بصري (رحمه الله) لومړنی اسلامي عالم دی چی افغانستان ته راغلی دی . دا هغه وخت و چی په سر تر پایه ټول افغانستان کی حتی یو مسلمان هم نه و بلکی افغانان ګرده کافران او بت پرستان وو . حسن بصري (رح) د نن څخه ۱۴۰۰ کاله مخکی زموږ نیکه ګانو ته اسلام ورښووئ . هغه دلته لومړنی بلندوی ، لومړنی مدرس او لومړنی محدث دی چی تشریف یې راوړی دی . هغه په افغانستان کی درې کاله تیر کړي دي او په دې موده کی یې د اسلام د تبلیغ له پاره نه ستړي کېدونکي خدمتونه کړي دي . حسن بصري (رح) په زرنج ، بُست ، کندهار ، زابل ، غزنی ، کابل او نورو ښارونو کی د خورا زیاتو افغانانو زړونه د اسلام د سپېڅلي دین په نور منور کړي دي .

حسن بصري

حسن بصري (رح) یو مشهور او مدبر تابعي و ( یعنی د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحاب یې مستقیمأ لیدلي او حدیثونه یې ځنی اورېدلي یا روایت کړي دي ) .

داسی ادعا هم کیږی چی حسن بصري (رح) د تصوف او طریقت مؤسس دی . سیرالاولیا ، سیرالاقطاب او نور آثار وایی چی حسن بصري د حضرت علی (رض) په اجازه د طریقت او تصوف د ټولو هغو سلسلو نظام قایم کړ چی نن رایج دي که هغه قادریه ده یا سهروردیه ، که چشتیه ده یا نظامیه ، که رفاعیه ده یا شازلیه ، که المغربیه ده یا علابیه . صرف نقشبندیه پکښی شامله نه ده چی وایی هغه د سلمان فارسي (رض) په واسطه د حضرت ابوبکر صدیق (رض) سره تړل کیږی . خو د دې ادعاګانو په اړه علمی ، کره ، مقنع او پاخه شواهد نسته . په « اللمع و قوت القلوب » کی راغلي چی د صوفی کلمه اول ځل حسن بصري استعمال کړې ده ( افغانستان بعد از اسلام : ۹۰۶ مخ ) . عارفانو حسن بصري د تصوف د مؤسسینو څخه بللی دی ( تاریخ سیستان : ۸۸ مخ ) .

په هر صورت ، حضرت بصري (رح) جامع العلوم و . په علماوو کی یې لوړ او عالی مقام درلود . فقیه او ثقه و ، معتمد علیه او مستند و ، عابد او متقي و ، یو ممتاز ، بې مثاله او جېد عالم و . هغه دومره فصاحت او بلاغت درلود چی هیڅوک یې له تأثیره بې تأثیره کېدای نسو . همدا علت دی چی په زرګونو افغانان یې په اسلام مشرف کړي دي ( افغانستان در مسیر تاریخ ـ ۶۹ مخ ) . روایت دی چی دئ اویا کاله همیشه په اوداسه ګرزېدئ . وایی چی د ده په نصیحت کی دومره تأثیر و چی اورېدونکي به د ډیری ژړا څخه بې هوښه سول ( تذکرة الاولیا : ۱۵ او ۱۸ مخونه ) .

حسن بصري (رح) څوک دی ؟ د ده مور د رسول الله (ص) د سپېڅلي میرمنی ( ام سلمه رضی الله عنها ) آزاده کړې مینځه وه چی خیره نومېده . پلار یې فیروز نومېدئ چی یو ایرانی زردشت ( اور لمانځونکی ) و . هغه د یزید بن ثابت ( رض) مریی و چی تر مسلمانېدو وروسته یې آزاد کړ . هغوی د میسان ( میشان ) اوسېدونکي وو چی بیا اسیر ونیول سول . کله چی هغوی وروسته مسلمانان سول ، نو د فیروز نوم په « یسار » سره واوښتی . یسار د حضرت عمر (رض) د امارت پر مهال د خیره سره واده وکړ . حسن بصري (رح) په ۲۱ هجري کی د حضرت عمر (رض) تر شهید کېدلو دوه کاله مخکی په مدینه کی زوکېدلی دی او په ۱۱۰ هجري کی وفات سوی دی ( یعنی ۶۴۲ ـ ۷۲۸ میلادي ) .

ویل کیږی چی د ده مور به دئ اکثرأ د ام سلمه (رض) په کور کی پرې یښی و او پخپله به په کارونو لګیا وه . کله چی به دغه ماشوم ژړل نو ام المؤمنین ام سلمه (رض) به د ده د مور تر راتګ پوری د ده د آرامولو په خاطر خپل تیً ورکاوه او د دې شیدې به یې رودلې چی خورا لږ وې . د خلکو دا خیال دی چی د حسن بصري حکمت او فصاحت د همدې شیدو برکت دی ( طبقات ابن سعد : ۱۲۵ مخ ) .

د یو روایت له مخی حسن بصري (رح) آن تر اصحابو هم بختور او لوړ دی ، ځکه چی د رسول الله (ص) د سپېڅلي میرمنی شیدې یې رودلی دي چی دغسی سعادت د هیڅ صحابي په نصیب سوی نه دی .

تر زوکېدو وروسته چی کله خیره خپل زوی د حضرت عمر (رض) خدمت ته وړاندی کړ ، نو حضرت عمر (رض) وفرمایل چی پر ده باندی د حسن نوم کښیږدئ دا ځکه چی ډیر ښایسته دی ( تذکرة الاولیأ : ۱۴ مخ ) .

پر خیره باندی خپل ماشوم ( حسن ) ډیر ګران و او د هغه راتلونکي ته ډیره هیله منه وه . کله چی به له کارونو خلاصه سوه ، نو دئ به یې په غیږ کی واخیست او د رسول الله (ص) ګرانو اصحابو ته به یې وروستیً چی هغوی د خیر دعا ورته وکړی . حضرت عمر (رض) یو د دغو مهمو او مدبرو اصحابو څخه و . ده یوه ورځ چی حسن د خپلی مور په غیږ کی و ، د ډیر محبت څخه داسی دعا ورته وکړه : اللهُمَ فقِیهُ فِی الدِین و حَبَبهُ اِلی الناس . یعنی : یا الله ! دئ د دین فقیه او د خلکو محبوب وګرځوه . همداسی هم وسوه او هغه د ژوند تر پایه ستر علمی مقام او د هر چا په زړه کی ځای وموند .

حسن بصري (رح) په کوچنیوالي کی د صحابه وو څخه علم زده کړ او د خپل ذهانت او ذکاوت له امله پر ټولو ډیر ګران و او د هغوی څخه یې مستقیم حدیثونه اورېدلي او روایت کړي دي ، لکه : ابو هریرة (رض) ، عبدالرحمن بن سمُره (رض) ، عمران بن حصین (رض) ، مغیره بن شعبه (رض) ، عبدالله بن عباس (رض) ، انس بن مالک (رض) ، عبدالله بن عمر (رض) او ګڼ شمیر نور ( طبقات ابن سعد : ۱۲۶ مخ ) . روایت دی چی دئ د نړۍ یوازینی تابعي او بزرګ دی چی د ۱۲۰ صحابه وو سره یې لیده کاته کړي او د هغوی له فیوضاتو ګټمن سوئ دی ( تذکرة الاولیأ : ۱۵ مخ ) .

حسن بصري (رح) د مدینې په وادي قرا کی اوسېدلی او غټ سوی دی . ده پخپله ویلی دي چی ما حضرت عثمان (رض) د ولاړي او ناستي په حال کی لیدلی دی چی خطبه به یې ورکوله او هغه مهال زه پنځلس کلن وم ( طبقات ابن سعد : ۱۲۵ مخ ) . روایت دی چی یوه ورځ حجاج بن یوسف ورڅخه وپوښتل : حسنه ! د څونه عمر یې ؟ ده ورته وویل چی زه د حضرت عمر (رض) د شهادت پر مهال د دوو کالو وم . حجاج ورته وویل : په الله قسم چی ستا لید ( نګاه ) ستا تر عمر ډیر دی ( هماغه ) .

په هر صورت ، د لومړۍ هجري پیړۍ تر وروستۍ لسیزی پوری تقریبأ ټولو اصحابو کرامو (رض) د نړۍ څخه سترګی پټي کړي وې ( یعنی د ۷۳۰ میلادی حدود ) . یوازی انس بن مالک (رض) ، سعد بن الساعدی (رض) ، او عامر بن واثله (رض) وروستني وفات سوي اصحاب دي . نور نو د تابعینو دوره وه . په دې دوره کی د اصحابو کرامو ګڼ شمیر روزلي اشخاص موجود وو چی مهم یې دا دي : نافع (رح) ، عکرمه (رح) ، د مکې عطا بن رباح (رح) ، د یمن طاؤس بن کیسان (رح) ، د یمامه یحیی بن کثیر (رح) ، د کوفې ابراهیم النخعی (رح) ، د بصرې حسن بصري (رح) او ابن سیرین (رح) ، د خراسان عطأ الخراساني (رح) او د مدینې سعید بن مسیب (رح) او عمر بن عبدالعزیز (رح) . د تابعینو دوره د ۹۰ هجري څخه تر ۱۵۰ هجري پوری ده . حسن بصري (رح) د دې دورې سرتاج دی .

د قرآن مشهور مفسرین ( مثلأ ابن کثیر ، الذهبي ، السیوطی او نور ) حسن بصري جامع الکمالات او د ټولو علومو متخصص آن د دین امام ( امام الدین ) او د ټولو تابعینو سردار ( ریًس التابعین ) بولی . دئ د علم او عمل له مخی د خپلی زمانې یعنی د تابعینو سروال و . ابو برده وایی : ما د رسول الله (ص) اصحابو ته د حسن بصري څخه پرته بل څوک دومره مشابه نه دی لیدلی . یعقوب فسوي وایی چی ما د حسن بصري څخه اته زره مسایل حفظ کړي دي ( سیر اعلام النبلا‌ء ، څلورم جلد ) .

ځینی معتبر آثار لیکی چی حتی اصحابو هم حسن بصری ته د هغه د علمیت ، فصاحت او ذهنیت  له امله خاص احترام درلود . د مشهور صحابي حضرت انس بن مالک (رض) څخه یوه مسأله وپوښتل سوه . هغه وفرمایل : مولانا حسن ومومیً او ترې ویې پوښتیً . خلکو ورته وویل چی موږ یې ستاسو څخه پوښتو او تاسی موږ ته پر حسن حواله راکوئ . ویې فرمایل : ما هم حدیثونه اورېدلی دي او حسن هم . خو زما هېر سوي دي او د هغه په یاد دي ( طبقات ابن سعد : ۱۳۸ مخ ) . د حسن بصري (رح) مشهور شاګردان ایوب سختیانی ، حماد بن مسلمه ، حمید بن ابی الطویل ، مالک بن دینار او نور دي .

حسن بصري (رح) بیلابیل نظامونه او واکمنان لیدلي دي لکه د حضرت عثمان او حضرت علی (رض) خلافتونه ، او د امویانو لس پاچهان ، په تیره بیا د حجاج بن یوسف له ظلمه ډک ولایت . نو ځکه هغه په هیڅ فتنه او شخړه کی د کوم طرف پلوي توب او د بل دښمني نه ده کړې ( که هغه په ابتدا کی د حضرت علی رضی الله عنه او معاویه تر منځ وو ، یا په انتها کی د عبدالرحمن بن اشعث او حجاج بن یوسف تر منځ وو ) بلکی حتی الوسع یې د داسی فتنو د لږښت او ختمولو کوښښ کړی دی . همدا علت دی چی شعیه ګان ( خصوصأ ایراني شیعه ګان ) د حسن بصري سره حساسیت او ضدیت لری او ادعا کوی چی حسن بصری د معاویه او یزید پر ضد پاڅون نه دی کړی بلکی هغوی ته یې بیعت کړی و . خو حقیقت دا دی چی حسن بصري په دې هکله پاخه دلایل وړاندی کړي دي چی موضوع یې د دې لیکنی برخه نه ده .

په هر حال ، په ۷۲۱ میلادي کی ابو عبیره د عراق والی سو . هغه چی راغی نو درې مشهور علما یې راوغوښتل چی هغوی محمد ابن سیرین ، الشعبي او حسن بصري وو . ابو عبیره چی توند خویه او جابر انسان و ، دوی ته وویل چی څه مشوره راکوئ ؟ ابن سیرین او شعبي معمولي خبری ورته وکړې . بیا یې پر حسن بصري ږغ وکړ چی ته څه وایې ؟ حسن بصري په ډیر جرأت ورته وویل چی اې د عبیره زویه ! د الله څخه تر یزید ډیر وبیرېږه او د یزید څخه تر الله ډیر مه بیرېږه . الله تا د یزید څخه ساتلای سی ، خو یزید دې د الله څخه نسي ساتلای . الله به ډیر ژر یوه ملایکه درته راولیږی تر څو تا د دې شانداره ماڼۍ د دې عالی مسند څخه لاندی یو داسی تنګ او تیاره ځای ته راوغورځوي چی قبر نومیږی . هیڅ شی به دې دا وخت ، بېله نېک عمل څخه و نه ژغورلای سی . والی هم ډیر متأثر سو او دئ یې تر هغو نورو دوو په ډیره غټه تحفه سره ونازوئ .

روایت دی چی حسن بصري ډیر غښتلی ، جګ ، چاغ او چارشانه و . خورا ښایسته او سپین مخیً و . یوه ورځ حجاج بن یوسف ورڅخه وپوښتل چی اې حسنه ! تا خپل دغه زور او انرژي له کومه کړې ده ؟ ده ورته وویل چی د حضرت عمر (رض) د خلافت د وروستیو دوو کالو څخه می اخیستې ده ( چی زما د ژوند لومړني دوه کاله وو ) .

حسن بصري (رح) دومره متواضع او منکسر و چی هر څوک یې تر ځان بهتر باله . یوه ورځ یې د دجله د سیند پر غاړه یو حبشیً د یو بوتل شرابو سره ولیدئ چی د یوې ښځي سره یې هغه څښل . دا مهال یې تصور وکړ چی آیا دا هم تر ما بهتر کېدای سی ؟ ځکه چی دئ خو شرابي دی . پر همدې مهال یوه کښتۍ ولیدل سوه چی اووه کسان پکښی سپاره وو او هغه ډوبه سوه . حبشي چی دا صحنه ولیده نو اوبو ته ور وغورځېدی او شپږ کسان یې جدا جدا راوکښل . بیا یې حسن بصري ته عرض وکړ چی اوس نو ته صرف د هغه یوه ژوند وژغوره ! ما خو ته امتحانولې چی ستا باطني سترګی خلاصی دي که یا . دغه ښځه چی زما سره ناسته ده ، زما مور ده او په دغه بوتل کی هم ساده اوبه دي .

حسن بصري چی دا هر څه ولیدل او وایې ورېدل نو فکر یې وکړ چی دا سړی یو غیبي انسان دی ، نو ژر د هغه په پښو کی ولوېدئ او ورته ویې ویل : لکه څنګه چی تا د دغو شپږو کسانو ژوند وژغورئ ، همداسی زما ژوند هم د تکبر څخه وژغوره . هغه دعا ورته وکړه چی الله تعالی دې تا ته د بصیرت نور عطا کړی ، یعنی تکبر دی درڅخه واخلي . همداسی هم وسوه او تر دې وروسته یې بیا ځان تر هیچا هم بهتر نه ګاڼه ( تذکرة الاولیا : ۲۱ او ۲۲ مخونه ) .

 

حسن بصري او جهاد

د حسن بصري (رح) ټولو سوانح لیکونکو ( مثلأ علامه ذهبي ، حافظ سیوطي ، حافظ ابن کثیر ، محمد بن سعد ، خیرالدین زرکلی او نورو ) د ده جهاد او زړه ورتوب یاد کړی دی . خو زموږ په منځ کی د ده د ژوندانه دغه اړخ ناویلی پاته دی .

د حسن بصري (رح) ژوند ، فعالیت او مبارزه پر درو عمده برخو ویشلای سو چی هغه علمی ډګر ، د تصوف او طریقت بنسټ ، او بالاخره جهاد دی . د علم او تصوف اړخونه یې معلوم دي او ډیر ذکر کیږی . خو د جهاد برخه او فعالیت یې لږ توضیح سوی دی حال دا چی جهاد د هغه د مینی مشغله وه او په دې برخه کی یې کمال کړی دی .

حافظ ذهبي په « تذکرة الحفاظ » کی د حسن بصري (رح) په هکله داسی لیکلي دي : « بیا کله چی غټ سو نو جهاد یې پر ځان لازم وباله او علم او عمل یې لازمي وبلل او دئ یو د هغو زړه ورو څخه دی چی ډیره ستاینه یې کیږی . دئ د قطری بن فجایًت سره ( چی هغه د زړه ورتوب او شهامت له امله آسماني بریښنا بلل کېدئ ) برابر و » .

که موږ د علامه ذهبي (رح) دغه عبارت ته ښه ځیر سو ، نو دوه ټکی یې ځانګړتیا او باریکي لری : لومړی دا چی د حسن بصري (رح) د جهاد ذکر یې تر علم دمخه کړی دی ؛ او دوهم دا چی د ده له پاره یې د مجاهد کلمه نه بلکی « لازم الجهاد » لفظ کارولی دی . نو د دې څخه معلومیږی چی هغه جهاد ته ډیر اهمیت ورکاوه .

خو دا ټکی باید مدنظر ولرو چی په کومه زمانه کی چی حسن بصري (رح) جهاد ته راغلی و ، هغه وخت د مسلمانانو هیڅ کومه سیمه د کفارو په قبضه کی نه وه . دا لا څه ، مشرکانو او کافرانو خو د مسلمانانو پر هیڅ منطقه د حملې جرأت نه درلود ، بلکی د خپلو سیمو د ساتلو له پاره یې لاس او پښه وهل یعنی صرف دفاع یې کول .

په هر صورت ، لکه چی مخکی وویل سوه ، حسن بصري (رح) د خپل جهاد په لړ کی افغانستان ته هم راغلی و او دلته یې درې کاله تیر کړي دي . خلیفه حضرت عثمان (رض) د رسول الله (ص) یو ډیر تکړه ملګری عبدالرحمن بن سمُره (رض) د اته زره کسیز پوځ سره دلته راولیږی . هغه سیستان ، بُست او رخد ( کندهار ) تر زابل پوری ونیول او بغاوت یې ارام کړ . وروسته معاویه په ۴۳ هجري ( یا ۶۶۳ میلادي ) کی عبدالرحمن بن سمُره د یو پیاوړي پوځ سره یو ځل بیا افغانستان ته راولیږئ . ابن سمُره په یو کال کی د دې ټولی سیمی ناآرامۍ آرامي کړې . بیا یې بُست ، کش ( کشکی نخود ) ، داور ( زمین داور ) ، رخج ( اراخوزیا ، د ارغنداو ناوه یا کندهار ) ونیول . وروسته زابلستان او کابلستان ته پسی ورغی او په ۴۴ هجري کی یې دا وطنونه هم ټوله ونیول ( د افغانستان لنډ تاریخ ـ ۲۰۸ مخ ) . هغه درې کاله همدلته پاته سو . ده د ځان سره یوه ډله اسلامي علما هم راوستل چی مشهور یې حسن بصري و . ده د تبلیغ له لاری اسلامي احکام په خلکو کی ټینګ کړل ( افغانستان بعد از اسلام : ۱۵۷ ، ۱۵۸ او ۱۶۳ مخونه ) .

اسلامي فقهاوو په خراسان او سیستان کی پر ټولو دینی چارو ، تعلیم ، اسلامي اوامرو او د مسجدونو پر جوړولو کنټرول درلود او قضا هم دوی ته سپارل سوې وه . مثلأ کله چی عبدالرحمن بن سمُره (رض) او حسن بصري (رح) په ۴۶ هجري کی دلته راغلل نو د سیستان « آدینه مسجد » هغوی دواړو په ګډه جوړ کړ ، داسی چی مسجد عبدالرحمن او محراب یې حسن بصری جوړ کړ . دا په افغانستان کی لومړنی مسجد دی چی زموږ نیکه ګانو عبادت پکښی پیل کړ . هغوی دواړو د دې مسجد تر څنګ یوه لویه دینی مدرسه هم جوړه کړه چی نوو مسلمان سوو افغانانو خپل اولادونه پکښی شامل کړل . حسن بصري (رح) څه باندی درې کاله د سیستان په آدینه مسجد کی کښېناست او د سیستان خلکو پر هغه باندی علم وایه ( تاریخ سیستان : ۸۹ مخ ؛ افغانستان بعد از اسلام : ۵۳۸ مخ ) . تر آدینه مسجد لږ وروسته دوهم مسجد د بلخ « نه ګنبد مسجد » دی چی په ۵۱ هجري کی د قیس بن السلمي له خوا د بودایانو د « نوبهار » معبد تر ورانولو وروسته د هغه پر ځای ودان سو .

عبدالرحمن بن سمره (رض) به د حسن بصري (رح) او نورو عالمانو په مرسته اسلام خپراوه او فتح سوي وطنونه به یې سمدلاسه تر نظم لاندی راوستل . ده غوښته چی اسلامیت په تر لاسه سوو سیمو کی په متوازي ډول پر مخ یوسی ( د افغانستان تاریخ : ۶۱ مخ ) .

حسن بصري (رح) په افغانستان کی د خپل جهاد په هکله پخپله داسی ویلی دي : « ما د خراسان په عملیاتو کی برخه اخیستې ده . په هغو عملیاتو کی زما سره درې سوه صحابهً کرام وو . د هغوی څخه چی به هر یوه لمونځ راکاوه نو د یوه سورت آیتونه به یې ویل او بیا به رکوع ته تلیً ( موسوعه فقه امام بصري : ۱۶ مخ ) .

ابو عبیده عبدالمومن وایی چی ما ولیدل چی یو شخص ترې وپوښتل : ابو سعیده ! آیا تا کله هم په جهاد کی برخه اخیستې ده ؟ ویې فرمایل : هو ، ما د کابل په غزا کی د عبدالرحمن بن سمُره سره برخه اخیستې ده ( طبقات ابن سعد : ۱۳۷ مخ ) .

دا لا څه ، عبدالله بن سمُره (رض) هم په دې عملیاتو کی د یو عینی شاهد په توګه وایی چی زه د حسن بصري سره ملګری وم او په کابل ، اندقان ، اندغان او زابلستان کی مو درې کاله جهاد وکړ ( هماغه : ۱۲۶ مخ ) .

باید وویل سی چی د صحابه وو ، تابعینو او تبع تابعینو په زمانه کی د حج کولو سره خاص محبت او ذوق موجود وو . د پرله پسې حجونو کول یو عمومیت ګرځېدلی و . هر چا به ډیر حجونه کول ، خو حسن بصري (رح) په ټول ژوند کی صرف دوه واره حج کړی دی یو ځل په زلمیتوب کی او بیا په بوډاتوب کی ( هماغه : ۱۳۷ مخ ) . د دې کار علت څه وو ؟ ابوعبیده آجری (رح) د ابو داؤد څخه روایت کوی چی حسن بصري دوه واره حج کړی دی ( ډیر یې ځکه نه دې کړي چی ) هغه په خراسان کی ( په جهاد بوخت ) وو ( سیر اعلام النبلا‌ء ) .

حج لا څه ، حسن بصري (رح) د جهاد په خاطر خپله قضا او خپلی فتواوی هم پریښوولې . سلیمان تیمی لیکی : حسن بصري په جهاد کی مصروف و او جابر بن زید ( د حسن بصري په غیاب کی ) د بصرې مفتي و . بیا چی کله حسن بصري بیرته تشریف راووړ ، نو د فتواوو صادرول یې له سره پیل کړل ( هماغه ) .

مؤرخینو دا هم لیکلي دي چی حسن بصري (رح) یو تکړه اداره چي او مالي منتظم هم و . مثلأ علامه حبیبی ( د فتوح البلدان ، الطبري او الکامل په حواله ) لیکی چی معاویه په ۴۶ هجري کی ربیع بن زیاد حارثی و سیستان ته راولیږی . هغه پر خلکو فشار راوړ چی علم ، قرآن او تفسیر زده کړی . عدالت یې مستقر کړ او ګڼ شمیر کافران مسلمانان سول . مالیې او جزیې تحویلېدلې . د حساب او محاسبې له پاره یې مستوفیان او معتمدان وټاکل او په دې ټولو چارو کی یې لارښوونکی حسن بصري و چی د هغه د تدبیر څخه پرته یې هیڅ هم نه کول . ربیع دلته دوه کاله او دوې میاشتی حکومت وکړ ( افغانستان بعد از اسلام ـ ۱۹۶ مخ ) .

د خراج دیوان ( یا د مالیې وزارت ) د اموي دولت والی ربیع حارثی په ۴۶ هجري ( ۶۶۶ میلادی ) کی د حسن بصري په مرسته په سیستان کی تأسیس کړ او دا هیواد یې تر اسلامي ادارې او قوانینو لاندی راووست ( هماغه ـ ۵۲۸ مخ  ؛ د افغانستان لنډ تاریخ : ۲۰۹ مخ ) . حسن بصري د څه مودې له پاره د ربیع بن زیاد د کاتب ( منشی ) په حیث کار وکړ ( موسوعه امام حسن بصري : ۱۱ مخ ) .

په هر صورت ، حسن بصري (رح) چی څومره د توری او عمل سړی و ، په هغه اندازه د قلم او علم څښتن هم و . څومره چی یو زړه ور مجاهد و ، هغومره عالم او متقي هم و . نو ځکه یې د خپل ژوند اوږده برخه پر عین مهال په دوو جبهو یعنی جهادِ اکبر او د جهل سره په مبارزه کی ، او جهاد اصغر او د جاهل سره په مبارزه کی تیره کړې ده .

حضرت حسن بصري (رح) د ژوند په وروستیو لسو کالو کی ډیر کمزوره سو خو داسی نه و چی په بستر کی ولویږی . هغه د دې کمزورۍ او ناتوانۍ سره سره د جماعت لمانځه ته ځان رساوه حتی د جنازې لمونځونو ته هم حاضرېدئ . دئ د ۱۱۰ هجري کال د رجب د میاشتی په لومړیو کی په پنجشنبه د یو روایت له مخی د ۸۶ کالو او یو بل روایت له مخی د ۸۸ کالو په عمر وفات سو . شاګردانو یې غسل ورکړ او د جمعې تر لمانځه وروسته خلک د ده د جنازې له پاره راوبهېدل تر دې حده چی هیڅوک په بصره کی پاته نسو او په تاریخ کی د لومړي ځل له پاره د بصرې په لوی مسجد کی د خلکو د نشتوالي له امله د مازیګر لمونځ ادا نسو . دا له ننه ۱۳۲۷ قمري کلونه مخکی پیښه سوې ده .

موږ افغانان د حسن بصري (رح) د زحمت او دعوت پوروړي یو او د هرات او زرنج څخه نیولې تر هلمند ، کندهار ، زابل ، غزني او کابل پوری ټول مسلمانان د هغه د لارښوونی ، پوهوَني او پیرزوینی ثمره یو . نو څومره به ښه وی چی یو پوهنتون ، یا یو کتابتون ، یا یوه اکاډیمي….. د هغه په نوم ونوموو او خپله وفاداري وښیو . ځکه ، موږ حق لرو چی حق یې ادا کړو ! الله دي یې د ټولو مسلمانانو په شمول جنت الفردوس په نصیب کړی . والسلام ، ( ن . صمد ) .

 

اړونده مأخذونه

۱ ـ طبقات ابن سعد ( څلورم جلد ) ؛ محمد بن سعد ، اردو مترجم : محمد راغب رحماني ، نفیس اکېډمي ، کراچی ، ۱۳۹۰ هجری قمري .

۲ ـ موسوعه فقه امام حسن بصري (رح) ؛ ډاکټر محمد رواس قلعه جی ، اردو مترجم : مولانا عبدالقیوم ( لومړی چاپ ) ، ادارهً معارف اسلامي ، منصوره ، کراچي ، ۲۰۰۲ میلادي .

۳ ـ تذکرة الاولیا‌ء ؛ شیخ فریدالدین عطار ، اردو ترجمه : الفاروق بُک فاونډېشن ، لاهور ، مې ۱۹۹۷ .

۴ ـ د افغانستان تاریخ ؛ احمد علی کهزاد ، ژباړن : اورنګ زیب ارشاد ، دانش خپرندویه ټولنه ، کابل ، ۲۰۱۰ .

۵ ـ تاریخ افغانستان بعد از اسلام ؛ عبدالحی حبیبی ، بنګاه انتشارات میوند ، کابل ، ۱۳۸۶ شمسی .

۶ ـ افغانستان در مسیر تاریخ ؛ میر غلام محمد غبار ، مطبعه دولتی ، کابل ، ۱۳۴۶ ( ۱۹۶۷ ) .

۷ ـ د افغانستان لنډ تاریخ ؛ عبدالحی حبیبی ، مترجم : عبدالرؤف بېنوا ، ( اووم چاپ ) ، صدیقی خپرندویه ټولنه ، کوټه ، ۱۳۹۲ لمریز .

۸ ـ تاریخ سیستان ، نویسنده : نامعلوم ؛ مصحح : ملک الشعرأ بهار ، مطبعه دولتی ، کابل ، ۱۳۶۶ شمسی .

حسن بصريعبدالرحمن بن سمُرهعمر بن عبدالعزیز
نظريات (0)
نظر اضافه کول