دوه مِکرونه

 

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم ـ افغانستان ته د اسلام سپېڅلی دین لومړی د دوهم خلیفه حضرت عمر (رض) د امارت پر مهال راورسېد . د اسلام دغه نوراني څپې له درو خواوو راغلي دي چی هغه شمال ، لویدیځ او جنوب ختیځ دی . د شمال د جبهې مر کز د خلفای راشدینو پر مهال نیشاپور و خو د امویانو پر مهال مرو و . د لویدیځی جبهې مرکز د سیستان د زرنج ښار و . او د جنوب ختیځ محاذ چی بلوچستان او کښتنی سِند وو ، ټاکلی مرکز نه درلود ( افغانستان درمسیر تاریخ ـ ۷۱ او ۷۲ مخونه ) . دا ټولی سیمی څو څو واره لاس پر لاس سوي دي ، خو په هره نیونه کی ګڼ شمیر افغانان مسلمانېدل او په دې ډول تدریجأ د کافرانو شمیر لږېدئ او د مسلمانانو تعداد ډیرېدئ څو چی تر دوو سوو کالو وروسته زموږ نیکه ګان ټوله « تسلیم » یعنی په اسلام مشرف سول . باید ووایو چی په دې دوو پیړیو کی تر پنځوسو زرو زیاتو مسلمانانو خپلی ککرۍ هم بایللي او شهیدان سوي دي . یعنی افغانانو په ډیره ګرانه بیه اسلام قبول کړی دی چی په ټوله سیمه کی بل هیواد دومره مشقت او مصیبت نه خو ګاللی دی او نه یې ترپلی دی .

په هر صورت ، د افغانستان بیلابیلی سیمی به عربو ( یعنی مسلمانانو ) فتح کولې خو ځایی افغانانو به څو میاشتی یا څو کاله وروسته بیرته نیولې . دا مبارزه ، مجادله او جګړه په ځینو برخو کی آن دوې پیړۍ روانه وه .

درېیم خلیفه حضرت عثمان (رض) په ۳۰ هجري ( ۶۵۰ میلادي ) کی ربیع بن زیاد سیستان ته راولیږی او هغه دا ولایت ونیوی چی اوسېدونکي یې زردشتیان وو . واکمن « ایران بن روستم » تسلیم سو . خو دوه کاله وروسته چی ربیع ولاړی نو هغوی بیا ښورښ وکړ او ټول مسلمانان یې وشړل .

دا وار خلیفه مشهور صحابي عبدالرحمن بن سمُره ( رض) راولیږئ چی د هغه سره یو شمیر فقها او علما هم ملګري وو . هغوی په سیستان کی خلکو ته د اسلام دین ورپیژندئ نو ځکه جوپه جوپه زردشتیان مسلمانان کېدل . آن دا چی اکثره دغه علما د تل له پاره په سیستان کی پاته سول او د اسلام انقلابي افکار یې خپرول ( افغانستان در مسیر تاریخ ـ ۶۹ مخ ) .

د سیستان ساتندوی یو ځل بیا اطاعت ومانه او اسلامی علماوو خپل دینی تبلیغ ته زور ورکړ خو هلته ناببره خلیفه شهید سو ( ۳۵ هجري ) . عبدالرحمن ژر بصرې ته ولاړی ، خو د سیستان خلکو بیا د موقع څخه ګټه واخیسته او سیستان یې په خپل کنټرول کی راوست ( د افغانستان لنډ تاریخ ـ ۲۰۲ مخ ) .

د حضرت عثمان (رض) تر شهید کېدو وروسته حضرت علی (رض) خلیفه سو خو معاویه مخالفت ورسره وکړ چی له امله یې مسلمانان په خپل منځي جنګ اخته سول . اسلامي فتوحات ودرېدل ، مفتوحه حاکمان راپورته سول او پر عربو یې حملې پیل کړې او په دې ډول ګټلي سوبی پیکه سوې ( پښتانه د تاریخ په رڼا کی ـ ۲۴۰ مخ ) .

عبدالرحمن بن سمُره (رض) بیا راولیږل سو او هغه د خپلو تجربو او مانورو پر اساس سیستان بیا ونیوئ او د ارغنداب د ناوې له لاري پر مخ ولاړ . زابل او غزني یې ونیول او کابل ته ورسېدئ . هلته کابل شاه پخپله جګړې ته راووت څو چی د خپل لوی پوځ سره مات او تسلیم سو . خو ناببره یو بل غم پیښ سو یعنی دا چی حضرت علی (رض) شهید سو ( ۴۰ هجري ) . ګټلي سوبی او فتحي بیا پیکه او میده سوې . کله چی معاویه په دمشق کی واکمن سو نو د افغانستان د جګړو بڼه هم ورسره بدله سوه ( د افغانستان لنډ تاریخ ـ ۲۰۴ مخ ) .

معاویه شل کاله واکمن و او تر ډیره حده یې داخلی مخالفتونه آرام کړل . هغه په ۴۳ هجري ( یا ۶۶۳ میلادي ) کی عبدالرحمن بن سمُره د یو پیاوړي پوځ سره یو ځل بیا افغانستان ته راولیږئ . ابن سمُره په یو کال کی د دې ټولی سیمی ناآرامۍ آرامي کړې . بیا یې بُست ، کش ( کشکی نخود ) ، داور ( زمین داور ) ، رخج ( اراخوزیا ، د ارغنداو ناوه یا کندهار ) ونیول . وروسته زابلستان او کابلستان ته پسی ورغی او په ۴۴ هجري کی یې دا وطنونه هم ټوله ونیول ( د افغانستان لنډ تاریخ ـ ۲۰۸ مخ ) . د کابلشاه او ابن سمره تر منځ سوله وسوه او دئ بیرته سیستان ته راغی او ځوان قوماندان مهلب بن ابی صخره یې د ګندهارا خوا ته سوق کړ چی هغه هم هلته ډیری سوبی وکړې ( پښتانه د تاریخ په رڼا کی ـ ۲۴۵ مخ ) . ابن سمُره تقریبأ درې کاله په افغانستان کی چاری کنټرولولې څو چی په ۵۰ هجری کی په بصره کی وفات سو .

معاویه وروسته ربیع حارثی د سیستان حاکم وټاکیً . هغه ډیره هڅه وکړه چی زردشتیان د اسلام دین ته راواړوی او قرآنکریم ورزده کړی چی تر ډیره حده مؤفق هم سو .

د کابلستان رتبیل په ۴۸ هجري کی د مسلمانانو د خپل منځي اختلافاتو او هم د لوی اسلامي پوځ د ستری برخی د بیرته وتلو څخه استفاده وکړه . نو یو لوی پوځ یې سرښته کړ او کندهار ته راغی . خو ربیع حارثی په رخد ( اوسني کندهار ) کی برید پر وکړ مګر ناکام سو او بیرته پر شا ولاړ . بل عرب قوماندان عبیدالله بن ابی بکره زرنج ته راغی او رتبیل یې مات کړ څو چی هغه سولی او تسلیمۍ ته اړوت . رتبیل بصرې ته ورغی ( یا ولیږل سو ) او هلته یې د « ربیع بن زیاد » سره خبری اتری وکړې چی د خراسان لوی آمر او د دوی پخوانی ماتونکی و ( د افغانستان تاریخ ـ ۶۳ مخ ) .

په هر صورت ، د معاویه تر مړینی وروسته د هغه زوی یزید واکمن سو او هغه سیستان ته یزید بن زیاد راولیږئ . دا مهال د کابل خلکو ښورښ وکړ او سپهه سالار ابو عبیده بن زیاد یې ونیوئ . یزید بن زیاد هم پر هغوی یرغل وکړ خو ووژل سو او مسلمانانو سخته ماته ومیندله . بل قوماندان « طلحة الطلحات » وټاکل سو او هغه ابو عبیده د کابلشاه څخه په پنځه لکه ( ۵۰۰۰۰۰ ) درهمو رانیوئ او سیستان ته یې راوست څو چی له غمه ناجوړه او په ۶۲ هجري کی مړ سو او همدلته یې ښخ کړ . په ۶۳ کی د تازي سردارانو تر منځ اختلاف پیښ سو او هر یوه د سیستان یوه یوه برخه په واک کی لرله . رتبیل له دې اختلافه ګټه واخیسته ، حمله یې وکړه او د سیستان مرکز یعنی زرنج یې بیا ونیوئ ( افغانستان بعد از اسلام ـ ۱۹۸ مخ ) .

عبدالله بن زبیر (رض) په ۶۴ هجري کی عبدالعزیز بن عبدلله بن عامر د سیستان حاکم کړ چی هغه زرنج بیرته د رتبیل څخه ونیوئ او رتبیل په دې شدید جنګ کی د « ابو عفرأ عمیر مازنی » په لاس ووژل سو او پوځ یې شکست وخوړ ( هماغه ـ ۱۹۹ مخ ) . عبدالعزیز تر ۷۲ هجري پوری د سیستان حاکم و چی اسلام یې ډیر خپور کړ . بیا په ۷۳ کی حضرت عبدالله بن زبیر (رض) د عبدالملک بن مروان له خوا شهید سو او هغه حجاج بن یوسف ثقفی ، چی ډیر ظالم او سخت زړئ انسان و ، د عراق او خراسان لوی آمر وټاکیً . حجاج هم امیه بن عبدالله د سیستان حاکم کړ او هغه خپل زوی عبدالله بن امیه سیستان ته راولیږئ . هغه په ۷۴ هجري کی سیستان ته راورسېد او بېله ځنډه یې د رتبیل سره د جنګ اعلان وکړ ( رتبیلان یوه شاهي سلسله وه او همدا یې لقب و خو پاچهان به یې بیل بیل واکمنېدل چی هر یوه ته به یې رتبیل وایه ) . رتبیل هم له مجبوریته سولی ته حاضر سو او یو ملیون درهمه یې ومنل او درې لکه درهمه یې شخصأ عبدالله بن امیه ته ورکړل او روغه وسوه . حجاج په ۷۸ هجري کی عبیدالله بن ابی بکره د سیستان حاکم کړ .

رتبیل د عربو له مخالفتونو څخه ډیره ګټه اخیسته او هر ځل به یې حملې او انتقام ته لاس اچاوه . عبیدالله بن ابی بکره د یو لوی پوځ سره راغی او د حجاج څخه یې امر اخیستی و چی پر رتبیل به شدیده حمله کوی . خو رتبیل هم ښه خبر او چمتو و . سخت جنګ پیل سو چی په ترڅ کی یې دوه غښتلی او مشهور قوماندانان ( شریح الحارثی او عبدالله بن عباس ) شهیدان سول . جګړه اوږده سوه او د مسلمانانو پوځیان ډیر وږي او تږي وو . کله چی ډوډۍ تهیه او هغوی ته ورکړه سوه نو خورا ډیره یې وخوړل چی له کبله یې مړه سول . لږ پوځیان چی پاته سول ، نو هغوی ته یې لومړی غوړي ورکړل او بیا یې په کراره کراره ډوډۍ خوړلو ته وبلل . په دې ډول د دې لوی پوځ ستره برخه له منځه ولاړه ، یا ووژل سول او یا هم مړه سول . نو ځکه عربو دغه پوځ « جیش الفنا » یعنی پوپناه سوی پوځ وباله ( تاریخ سیستان ـ ۱۱۱ مخ ؛ افغانستان بعد از اسلام ـ ۲۰۰ مخ ؛ د افغانستان تاریخ ۶۷ مخ ) .

حجاج نور هم وخښمېد او عبیدالله یې په ۷۸ هجري کی سیستان ته راولیږئ . رتبیل هم مخته راغی او په بُست کی سخته جګړه پیښه سوه . رتبیل کرار کرار شاتګ کاوه او د عبیدالله پوځونو تعقیباوه څو چی کابل ته نږدې سول او د عبیدالله پوځ یې د غرونو درو ته ننه ایست او محاصره یې کړ . عبیدالله مجبور سو چی اووه لکه درهمه رتبیل ته ورکړی . دا لا څه ، د هغه دا شرط یې هم له مجبوریته ومانه چی خپل درې زامن ( نهار ، حجاج او ابی بکره ) به د یرغملو په توګه رتبیل ته ورلیږی تر څو بیا د رتبیل سره جنګ ونکړی . عبیدالله بله چاره نه لرله او همداسی یې وکړه ، او په دې ډول یې خپل پوځیان راخلاص کړل څو چی د بُست په دښت کی د لوږي او تندی څخه مړه سول . پخپله عبیدالله دومره غمجن سو چی د غوږ د درد له امله په ۷۹ هجري کی مړ سو او په همدې بُست کی خاورو ته وسپارل سو ( افغانستان بعد از اسلام ـ ۲۰۱ مخ ) .

ښه ، تر دې ځایه خو مو افغانستان ته د اسلام د مقدس دین راتګ ( هغه هم صرف د یوې جبهې له خوا ) مختصرأ وڅیړی . اوس به د پورتنیو مقابلو او مجادلو ، پرشاتګونو او پرمختګونو ، مشقتونو او مصیبتونو ، لوړتیاوو او ځوړتیاوو ګرده ټکي سره وصل کړو او اصلی موضوع ته به ننوزو .

لومړی مِکر

د عراق او خراسان د زون عمومی آمر حجاج بن یوسف د رتبیل له خوا د عبیدالله د لوی پوځ ناکامۍ او تباهۍ ډیر ودرداوه . هغه خلیفه عبدالملک ته اطلاع ورکړه چی که دې وطن ته غښتلي او زیات شمیر پوځیان را و نه لیږل سی نو رتبیل او ملګري به یې سختی ضربې راکړی . کله چی د حجاج دا لیک اموي دربار ته ورسېد ، عبدالملک یې په ځواب کی داسی ولیکل : « خط دې راورسېدی او د هغه څه څخه خبر سوم چی مسلمانانو ته په سیستان کی ورپیښ سول . هغه کسان چی له منځه ولاړل اجر یې په الله اړه لری . خو هغه ټاتوبي ته د لوی پوځ لیږل چی مسلمانان د دې برخلیک سره پکښی مخامخ سول ، زما رایه دا ده چی څنګه ستا خوښه وی او مؤفق اوسې . » ( افغانستان بعد از اسلام ـ ۵۱ مخ ) .

حجاج د واکمن په رضایًیت پوه سو . نو هغه و چی په ۸۰ هجري کی یې د بصرې او کوفې د یو لک او شل زره ( ۱۲۰۰۰۰ ) کسیز پوځ څخه لس زره چُڼلی سپور پوځ تیار کړ . په عصري وسلو ، عالی روزنه او زښت زیات مصرف سره یې اکمال او وسلوال کړ چی کېدای سی د نن ورځی « کوماندویی او سپېشل فورس » یې وبولو . له همدې امله دغه پوځ « جیش الطواویس » وبلل سو یعنی د طاوس په رقم چڼلی ، انتخابي ، مجهز او ښایسته پوځ . ویل کیږی چی په دې پوځ دوه ملیونه درهمه مصرف سول چی سارئ نلری ( تاریخ سیستان : ۱۱۲ مخ ) .

د حیرانتیا او تأسف ځای خو دا دی چی حجاج خپل یو ډیر لوی سیال او مخالف د دې پیاوړي پوځ قوماندان کړ چی هغه عبدالرحمن بن محمد بن اشعث و ! حجاج هغه ته په ټول عراق کی په خورا نفرت سره کتل او تل به یې غوښته چی په یو چل او مِکر سره یې ووژنی خو نه یې سو کولای . روایت دی چی عبدالرحمن یوه ورځ د حجاج سره په یوه غونډه کی مخامخ سو چی حجاج یې په باره کی داسی وویل : « د دې سړي کړنه وګورئ ، په خدای قسم که ځواک پیدا کړم نو غاړه به یې غوټه پرې کړم . » ( افغانستان بعد از اسلام : ۲۰۲ مخ ) .

په هر صورت ، حجاج افغانستان ته د عبدالرحمن د رالیږلو څخه څو مهم هدفونه لرل :

لومړی ـ تر څو خپل دغه سیال او رقیب د عراق څخه لیری کړی ؛

دوهم ـ تر څو ځان د واکمن ( عبدالملک ) په سترګو کی مهم وګرځوی او په دې ډول ښه نوم او ډیر صلاحیت وګټی ؛

درېیم ـ تر څو عبدالرحمن په افغانستان کی د رتبیل سره جګړې ته ولیږی چی په کامیابۍ او ناکامۍ دواړو کی یې ګټه حاصلوله : که بریمن سی نو پخپله د هغه او رتبیل د مابعده جنګونو څخه به بېغمه سی ؛ او که مات سی نو د یو دښمن په لاس به د بل دښمن سر پرې سوی وی ( هماغه ) .

هو ، د عبدالرحمن په قومانده د طاوسانو دغه تکړه او مجهز پوځ په ۸۰ هجري کی سیستان ته راورسېد . خو متأسفانه دلته د سیستاني کافرانو څخه علاوه ګڼ شمیر خوارج هم اوسېدل چی د معاویه د سلطنت سخت مخالفان وو او څو څو واره یې وینړۍ جګړې هم ورسره کړي وې ( دوی مسلمانان او د امویانو سخت مخالف وو چی د خراسان د مختلفو برخو څخه دلته راغلي او میشته سوي وو . دوی چی به د امویانو پر ضد راووتل یعنی خارج به سول نو وروسته خارجیان یا خوارج وبلل سول ) . متأسفانه د عبدالرحمن لومړنۍ مقابله د همدې خوارجو سره وسوه چی مشر یې همیان بن عدی سدوسي و . د دواړو خواوو ډیر جنګیالي ووژل سول څو چی عبدالرحمن بریمن سو . ده وروسته په زرنج کی خپل پوځونه له سره منظم کړل او د سیستان په منبرونو کی یې په احساساتي ویناوو سره مسلمانان د رتبیل او کفارو له خطره پوه کول ( هماغه : ۲۰۳ مخ ) . خو د دې هر څه سره سره د ده غښتلی کوماندویی پوځ ډیر وسولېد ، مستهلک او کمزوره سو .

خیر ، کله چی رتبیل خبر سو ژر یې خپل استاځی د عبدالرحمن حضور ته واستاوه ، ورته ویې ویل چی تېر هېر کړه . په بدل کی به د ټولی مالیې درکولو ته تیار یم . خو عبدالرحمن دا وړاندیز رد کړ او مخ پر بُست راوخوځېد ( د افغانستان تاریخ : ۶۷ مخ ) .

رتبیل هماغه پخوانی تاکتیک چی د عبیدالله په مقابل کی کارولی و ، بیا پلی کړ یعنی کرار کرار پرشاتګ او په ځان پسی تنګو درو ته ننه ایستل او هلته محاصره کول او تسلیمول . خو عبدالرحمن دا تخنیکونه درک کړي وو نو ځکه یې د پرمختګ پر مهال شا ته امنیتی پوستې اچولې تر څو د اصلی پوځ سره نېغ ارتباط موجود وی . خو هغه د دې سره سره دا لویه اشتباه وکړه چی د ژمي تر رارسېدو مخکی یې رتبیل مات او کابل فتح نکړای سو . ده تر کابل پوری د ټولو سیمو د نیولو خبر حجاج ته ولیږئ او ضمنأ یې هغه متوجه کړ چی له یوې خوا سوړ ژمی را روان دی او له بلی خوا په دې غرونو او کوتلونو کی پرمختګ ستونزمن دی ، نو موږ به د راتلونکي کال په پسرلي کی پر کابلشاه برید کوو . دا ځکه چی د عربو آسونه په هوارو دښتو کی پیاوړي ول ، خو په غرونو کی د ګرځېدو راګرځېدو وړ نه وو .

حجاج د عبدالرحمن دغه عسکري پلان غلط او ناوړه وباله او د برید ځنډول یې د عبدالرحمن لټي او هوسا طلبي وبلله او هغه یې د یو ړوند انسان سره تشبیه کړ .

د حجاج دغه توندي او بدکلامي د عبدالرحمن ، چی یو دروند او مجاهد شخص و ، قهر راوپاروه . خو حجاج دوهم لیک ورته راولیږئ او د چټک یرغل امر یې کړی و . دا لا څه ، د هغه درېیم خط پسی راورسېد او اخطار یې ورکړی و چی که خپله درسپارلې دنده اجرا نکړې نو ژر به معزول او له دندي وشړل سې .

عبدالرحمن د حجاج دغه ټول لیکونه د خپلی اردو مخی ته کښېښوول او داسی یې ورته وویل : « حجاج امر راته کوی چی د دښمن پر خوا ور ودانګم . لاکن دا یو داسی وطن دی چی پرون ستاسو وروڼه پکښی تباه او برباد سوي دي . نو ځکه نه غواړم چی د حجاج دا امر پر ځای کړم . »

عبدالرحمن د ټولو افسرانو او عسکرو څخه مشوره وغوښته . د عسکرو په منځ کی ډیر شور او زوَږ جوړ سو او یو سردار ، چی ابو طفیل عامر بن واثله نومېدئ ، پاڅېد او ډیره احساساتي وینا یې وکړه . ورپسې بل قوماندان عبدالمومن ربعی تونده وینا وکړه او د لښکر څخه یې وغوښته چی عبدالرحمن ته بیعت وکړی او حجاج پسی واخلی . ټول لښکر همداسی وکړل څو چی عبدالرحمن وروسته د کابلشاه ( رتبیل ) سره وږغېد . ده د هغه سره په دې شرط سوله وکړه چی که پر حجاج بریمن سم نو هیڅکله به ستا څخه باج ( ججه ) او مالیه و نه غواړم ، خو که مات سم نو ته به پناه راکوې . رتبیل ورسره ومنل او تړون لاسلیک سو . نو هغه و چی عبدالرحمن مخ پر عراق ورغی .

په ۸۲ هجري کی په بصره کی د حجاج سره وجنګېد خو د واکمن عبدالملک له خوا د حجاج سره د پوځي مرستي په زور عبدالرحمن مات سو څو چی د تړون له مخی یې رتبیل ته پناه یووړه ( د افغانستان تاریخ : ۶۹ ـ ۷۱ مخونه ؛ پښتانه د تاریخ په رڼا کی : ۲۵۷ مخ ؛ افغانستان بعد از اسلام : ۲۰۵ ـ ۲۰۶ مخونه ) .

حجاج د خپل استاځي ( عماره بن تمیم ) په واسطه د رتبیل سره رابطه وکړه او ورته ویې ویل چی که عبدالرحمن راوسپارې نو عرب به په زابلستان او کابلستان کی مداخله نه کوی . عماره بن تمیم په ژبه ډیر تکړه او هم ځیرک انسان و او په رتبیل یې د عبدالرحمن د ورتسلیمولو خبره ومنل . خو عجیبه تصادف پیښ سو او هغه دا چی عبدالرحمن دا وخت د سِل ( نري رنځ ) په ناروغۍ مبتلا و چی له امله یې وفات سو ( ۸۵ هجري ) . خو د یو بل روایت له مخی هغه ځان د غره څخه راوغورځاوه او د پیره دار سره یو ځای ووژل سو . ځکه ، په کوم ځنځیر چی عبدالرحمن تړلی و ، د هغه سړي په ملا پوری تړلی و . رتبیل د عبدالرحمن څخه په مړینی سر پرې کړ او حجاج ته یې ولیږئ ( پښتانه د تاریخ په رڼا کی : ۲۵۸ مخ ) .

رتبیل خو د اوو ( په بل روایت د نهو ) کالو له پاره د خلافت د مالیې او ججې څخه معاف سو او تر دې مهمه لا دا چی د همدومره کلونو له پاره د مسلمانانو د حملو څخه وژغورل سو . خو هغه بیا هم یو افغان و ، غیرتي و ، زړه ور او د کلک عزم څښتن و نو ښایی پر خپله دغه بې وفایی او شرمناکه مِکر به وجدانأ خپه و . خو خپل مقام ، خپل هیواد او خپل ملت ډیر پر ګران وو او د دې ګټو له پاره یې هر ډول عمل کاوه !

هو ، دا هغه ظالمانه جفا او بې لوظي وه چی رتبیل ( کابلشاه ) د هغسی یو غیرتي او مدبر سپهه سالار سره وکړه چی ټینګه ژمنه ، قول او قسم یې ورسره کړی و .

 

دوهم مِکر :

د خدای شپې ورځی دي . څو لسیزی آن څو سلیزی تیری سوې . هماغه رتبیلان او کابلشاهان د هماغه عربو او مسلمانانو تر حملو او بریدونو لاندی ول . دوی به مدافعه کول خو هغوی به نیول . د دې نیولو او ځپلو په بهیر کی ۱۸۰ کاله وروسته نوبت صفاریانو ته ورسېد . یعنی د امویانو تر ( ۹۰ ) کلونو ضربو وروسته د عباسیانو واکمنی د څه باندی ۵۰۰ کالو له پاره مسلطه وه ، خو د هغې په بطن کی دلته محلی سلطنتونه هم رامنځته سول چی د عباسیانو څخه مستقل وو لکه طاهریان ، سامانیان ، صفاریان او غزنویان .

د صفاریانو د کورنۍ مؤسس یعقوب اللیث په ۲۴۷ هجري ( یا ۸۶۱ میلادي ) کی واک ته ورسېدی چی پر ټول افغانستان او ورپورو سیمو باندی واکمن و . د ده د واکمنۍ مرکز سیستان و . یعقوب په رخد ( یعنی کندهار ) کی د رتبیل سره په سخت جنګ کی رتبیل د شپږو زرو جنګیالیو سره ووژئ ، دیرش زره یې اسیر ونیول د څلورو زرو آسونو په شمول . د هغه ورور ( احرسي ـ کذا ) هم د خورا زیاتو وسلو او ولجو سره سیستان ته ولیږل سو ( تاریخ سیستان : ۲۰۶ مخ ؛ افغانستان بعد از اسلام : ۵۴ مخ ) . د همدې رتبیل د اکا زوی مسلمان سو چی صالح بن حجر ونومول سو او یعقوب د کندهار والي کړ ، خو په ۲۵۲ هجري کی بیرته یاغي او باغي سو څو چی د والشتان په کلا کی محاصره سو او ځان یې وواژه ( تاریخ سیستان : ۲۰۷ مخ ) .

په هر صورت ، یعقوب په ۲۵۷ هجري ( یا ۸۷۰ میلادي ) کی کابل فتح کړ ( پښتانه : ۱۷۱ مخ ) . خو دا فتح یې په چل او مِکر حاصله کړه . محمد عوفی په خپل اثر « جوامع الحکایات » کی د یعقوب دغه مکرجن برید او یلغار داسی بیانوي :

« کله چی صالح نصر د ده له لاسه رتبیل ته پناه یووړه ، نو امیرانو دئ پر رتبیل باندی حملې او جهاد ته وپاراوه او ورته ویې ویل چی که څه هم د رتبیل په مقابل کی ستا پوځي طاقت کم دی ، ولی پر خدای توکل وکړه او د مِکر او هنر څخه کار واخله . امید دی چی پر دښمن به بریالی سې . نو یعقوب هم خپل ټول لښکر راغونډ کړ چی تر زرو کسو زیات نه وو او د رتبیل جنګ ته روان سو . کله چی بُست ته ورسېد نو د بست خلکو په یعقوب پوری ملنډی ووهلې او ویل به یې چی وګورئ د دومره معمولي پوځ سره د رتبیل مقابلې ته روان دی .

نو هغه و چی یعقوب هم د مکر او هنر څخه کار واخیست . خپل دوه اعتباري امیران یې د استاځو په توګه د رتبیل دربار ته ولیږل . ده رتبیل ته پیغام ولیږئ چی زه ستا په خدمت کی حاضرېدل غواړم ، او دا می اراده ده چی ستا له پاره لوی لوی خدمتونه وکړم . دا ما ته معلومه ده چی زه ستا د مقابلې وړ نه یم . خو که خپلو پوځیانو ته دا ووایم چی زه ستا خدمت ته در روان یم نو دوی به ښورښ او بغاوت وکړی او ما او زما ملګري به ووژنی . نو ځکه زه دوی ته داسی وایم چی زه ستا ( یعنی رتبیل ) سره جنګ ته در روان یم . ولی کله چی زه هلته در ورسیږم نو دوی به بیا هرومرو زما ملګرتیا کوی .

د یعقوب استاځي چی رتبیل ته ورغلل او دا پیغام یې ورتسلیم کړ نو هغه ډیر خوشحاله سو . ځکه چی هغه د یعقوب له لاسه ډیر تنګ او په عذاب و . رتبیل د یعقوب استاځي ښه ونمانځل او یعقوب ته یې د ډیرو انعامونو او ښېګڼو د وعدو سره ولیږل .

بلخوا ، یعقوب خپلو پوځیانو ته وویل چی دا استاځي می د جاسوسۍ په غرض ورلیږلي دي . کله چی یعقوب د خپل لښکر سره رتبیل ته نږدې راورسېد نو رتبیل صالح نصر راوغوښت او ورته ویې ویل چی دښمن اوس دلته د سولی په غرض راغلی دی نو موږ ته هم جنګ پکار نه دی . او د یعقوب د ملاقات تیارئ یې شروع کړ .

د رتبیل به دا قاعده وه چی پر آس به سپور سو نو د ده تخت به فراشانو پر اوږو سپور وړئ . دلته هم همداسی وه او کله چی هغوی د ده تخت پر اوږو اخیستی و او صفونه جوړ سول نو رتبیل پر تخت کښېناست او د تخت دواړو خواوو ته د ده پوځونه په قطار ودرېدل . دا مهال ناببره یعقوب د خپلو درو زرو آس سپرو سره هجوم راووړ ، توري یې راوکښلې او د وینو ویالې یې وبهولې . کافرانو چی د رتبیل سر ولیدئ نو وتښتېدل . په دې ورځ ډیر ستر قتل وسو او فتح د یعقوب په نصیب سوه . د یعقوب لاس ته دومره خزانې ورغلې چی د فکر له حده وتلي وې .

صالح نصر هم په تیښته د زابلستان څخه ولاړی خو پوځ یې د یعقوب سره یو ځای سو . یعقوب هغه د زابلستان د ملک څخه وغوښت او هغه ورکړ څو چی صالح د ده په قید کی مړ سو .

یعقوب د بُست پر خلکو هم لویه جریمه تحمیل کړه ، ځکه چی دې خلکو په یعقوب باندی ملنډی وهلی وې . د یعقوب دا فتح د ده د مِکر او هنر نتیجه وه » ( جوامع الحکایات : ۱۶۰ او ۱۶۱ مخونه . په حواله د : پښتانه د تاریخ په رڼا کی ۲۶۹ او ۲۷۰ مخونه ) .

پورتنۍ قصه یو څه ملاحظات او تأملات لری . مثلأ د یعقوب د پوځ تعداد یو ځل زر کسان او بیا درې زره کسان بولی . خو ښایی دومره به نه بلکی ډیر به وو .

په هر صورت ، ځینی تاریخ پوهان وایی چی دا کابلشاه ( سامند ، یا سامنته دیوا ) نومېدی او د سِکو څخه یې معلومیږی چی د هغه سلطنت به د افغانستان پر اکثرو جنوب ختیځو سیمو او د شمالي هند پر یو څه برخه باندی خپور و . د ځینو محققینو په خیال د « سامند یا سامنته دیوا » معنی « ښه شهسوار یا سپهه سالار » دی . سامنته دیوا ځکه د یعقوب اللیث همعصره او په ۸۷۰ میلادي کی د کابل واکمن بلل کیږی چی فرانسوئ څیړونکی ( فوشه ) وایی چی یعقوب اللیث صفاری په کابل کی سپهه سالار قید او بیا یې مسلمان کړ ؛ نو دلته د سپهه سالار ذکر کوی چی کافر او د یعقوب اللیث همعصره و ( پښتانه د تاریخ په رڼا کی : ۲۶۸ او ۲۶۹ مخونه ) .

کله چی یعقوب کابل ونیوئ نو کابلشاهان مجبورأ له کابله ووتل او خپل پایتخت یې د اباسین پر غاړه د ویهند د سیمی « لاهور » ته ولیږی ، خو د یعقوب تر مړینی وروسته د ده د ورور عمرو بن لیث تر واکمنېدو وروسته کابلشاهانو د یو څه مودې له پاره کابل بیرته ونیوئ او ننګرهار او لوګر یې هم ونیول خو بې ګټی او بې نتیجې وو .

یعقوب لومړنی مسلمان واکمن دی چی پښتانه یې په خپل پوځ کی ودرول . ده په کابل او غزنی کی ګڼ شمیر افغانان د اسلام په دین مشرف کړل او ویل کیږی چی د غزنی ښار هم ده جوړ کړ ( پښتانه : ۱۷۱ ـ  ۱۷۴ مخونه ) . په دې توګه یعقوب د یوې داسی ستراتیژۍ د بنسټ ډبره کښېښودله چی وروسته محمود غزنوي پسی بشپړ کړه ، یعنی :

لومړی ـ هغه د کافرو واکمنانو ( یعنی کابلشاهانو او رتبیلانو ) تسلیمولو ، مسلمانولو او یا هم ځپلو او شړلو ته اړم و چی سلطان محمود دا کار بشپړ کړ ؛

دوهم ـ هغه په خپل پوځ کی د پښتنو ګومارل پیل کړل چی سلطان محمود دا پلان پسی بشپړ کړ ؛

درېیم ـ هغه د غزنی د ښار بنسټ کښېښود چی سلطان محمود پسی بشپړ کړ ؛

څلورم ـ هغه د بت پرستو افغانانو په مسلمانولو کی ډیر کوښښ وکړ چی محمود غزنوي پسی بشپړ کړ .

په هر صورت ، یو کابلشاه د عبدالرحمن سره په ۸۵ هجری کی مِکر او چل کړی و او هغه یې حجاج بن یوسف ته د خپل قول پرخلاف ورسپارلی و ، خو ۱۸۰ کاله وروسته د همدې سلسلې یو بل کابلشاه په کټ مټ مکر او چل سره د هماغو مسلمانانو څخه د یوه ښکار سو ، خو دا ځل یې ځپونکي په اصطلاح بهرني عربان نه بلکی خپل هیوادوال وو چی نیکونه یې مسلمانان سوي وو .

هو ، د دې دوو مکرونو اساسی فرق دا دی چی لومړني د کابلشاهانو او رتبیلانو د اوږده واک پایې ولړزولې خو دوهم یې کمبله ورټوله کړه ! والسلام ( ن . صمد ).

 

اړونده مأخذونه :

۱ ـ پښتانه د تاریخ په رڼا کښی ؛ سید بهادر شاه ظفر کاکاخیل ، یونیورسټی بُک ایجنسي ، ( شپږم چاپ ) ، پیښور ، ۲۰۰۶ .

۲ ـ د افغانستان تاریخ ؛ احمد علی کهزاد ، ژباړن : اورنګ زیب ارشاد ، دانش خپرندویه ټولنه ، کابل ، ۲۰۱۰ .

۳ ـ تاریخ افغانستان بعد از اسلام ؛ عبدالحی حبیبی ، بنګاه انتشارات میوند ، کابل ، ۱۳۸۶ شمسی .

۴ ـ افغانستان در مسیر تاریخ ؛ میر غلام محمد غبار ، مطبعه دولتی ، کابل ، ۱۳۴۶ ( ۱۹۶۷ ) .

۵ ـ د افغانستان لنډ تاریخ ؛ عبدالحی حبیبی ، مترجم : عبدالرؤف بېنوا ، ( اووم چاپ ) ، صدیقی خپرندویه ټولنه ، کوټه ، ۱۳۹۲ لمریز .

۶ ـ تاریخ سیستان ، نویسنده : نامعلوم ؛ مصحح : ملک الشعرأ بهار ، مطبعه دولتی ، کابل ، ۱۳۶۶ شمسی .

۷ ـ پښتانه ( پټانز ) ؛ سر اولف کېرو ، ژباړن : الحاج شېر محمد کریمی ، دانش خپرندویه مؤسسه ، پیښور ، ۱۳۷۸ لمریز .

 

سیستان
نظريات (0)
نظر اضافه کول