کله چي سقاوي اړ و دوړ له موږ هر څه واخيستل، نو ارواښاد محمد نادر خان چي يو لوستي او ګرځېدلی مشر وو، وغوښتل چي هر څه له سره بايد داسي پيل کړي ادارې له پخواني دوديز حالت څخه راوباسي. هغه چاري چي پخوانیو دربارونو کي به یوازي پاچا ترسره کولې، په دربار کي به ئې مجرمینو ته سزاوي ټاکلې، حکومتي مسوولین به ئې ټاکل او د مملکت مهمې فیصلې به ئې په یوه وخت کي کولې، اوس د حکومت د اړوندو مسوولو ارګانونو ترمنځ ووېشل سوې، چي وروسته د ارواښاد ظاهر شاه په وخت کي د صدراعظمۍ په راوړلو سربېر هم ارګ او دربار تشریفاتي نظم یو څه په موډرن شکل وساتل سو.
په ارګ او دربار کي کارکوونکو ته پر نړيوال ممعيار برابره روزنه ورکول سوه چي څنګه د مېلمنو او درباريانو مخ ته د ناسي ولاړي ټول اصول او اداب مراعات کړي، ټولو به مشخصي دریشۍ اغوستلې چي باید ټولي تڼۍ ئې تړلي وای. د پاچا او ملېمنو مخ ته به هر یو په احترام ولاړ وو، خوله ئې باید پټه او سترګي ئې امر ته منتظري وای. مجلس کي په لوړ آواز ږغېدل د درباري ادابو خلاف کار ګڼل کېده.
او هم د خولې خلاصه پاته کېدل یا هم خلاصي تڼۍ ګرځېدل د بې احترامۍ او یا هم ناغېړۍ په مانا وو چي سرغړونکي ته به سزا هم ورکول کېدله.
د ارواښاد ظاهرشاه په وخت کي به چي له دباندي مېلمانه راتلل نو خاص تیاری به ورته نیول کېده، یعني د هر مېلمه نوم به پخپله معلومه چوکۍ لیکل کېدئ. د ډوډۍ مینو به له ډوډۍ خوړلو د مخه ددوي مخ کي ایښوول کېده، چي پوه سي کومه ډوډۍ ورته تیاره سوې؛ اول څه وخوري بیا پسي څه وخوري او په یوه وار په یو یا دوه ډوله غذا ځان موړ نه کړي. دغه راز به کارکوونکو ته هم لازمه روزنه ورکړل سوې وه چي څه وخت کوم لوښی/غوری د مېلمه مخ ته کښیږدي او کوم لوښی، څرنګه پورته کړي.
د بيلګي په ډول پیشقاب به د ښي لاس له خوا مېلمه ته ايږدي او له کیڼ لاس خوا به ئې بیرته ځني ایسته کوي، همدارنګه لومړی میلمنو ته ډوډۍ ایښوول کيږي، بیا کوربنو ته! او وروسته به کارکوونکي د میلمنو شاته ودرېدل دهرو څلورو تنو لپاره یو پېشخدمت موظف سوی وو.
د ډوډۍ خوړلو لپاره ځیني نخښي دا ډول ټاکل سوي وې:
کله به چي مېلمه ډوډۍ بس کړې وه او موړ سوی به وو[نوره ډوډۍ به ئې نه غوښتله] نو کاچوغه او پنجه به ئې دواړه سره جوړه کښېښوول، او که به موړ سوی نه وو نو کاچوغه او پنجه به ئې یو پربل صلیب غوندي ایښوولې.
د هغه وخت د ارګ کارکوونکی حاجي بازمحمد وایي: “د اعلیحضرت مېرمن ملکه صاحبه ډیره مهربانه ښځه وه ټول خدمتګارانو ته د مور غوندي وه. ملکې به د مهمو مېلمنو د راتګ په وخت کي زیاتره تشریفاتي مسایل کنټرولول او په میلمستیاوو کي به دې ته متوجه وه چي د چا خوله خلاصه نه وي پاته یا ئې تڼۍ خلاصه نه وي”.
په وروستیو دورو په تیره د کودتا او جګړو په نتیجه کي راغلو الاپته حکومتونو کي دغه نظم ګډوډ سو، ارګ ته داسي نوي کسان راغلل چي یا خو په دغه ډول نظم نه پوهېدل او یا ئې نه غوښتل چي دا ډول دودونه وپالي، ان داسي هم پېښ سول چي ارګ کي مېلمنو او کوربنو هره شپه له ډوډۍ خوړلو وروسته د هندواڼو په پوستکو سره ويشتل!!!
سرچيني: نادرافغان او ارګ نن او پرون