د اساسي قانون تاریخچه

راټولونکی: سحرګل سحر

د افغانستان لومړنی اساسي قانون دنظام نامي ( نظام نامه اساسي) په نامه د امان الله خان پاچا په همت د ۱۳۰۳ ل کال په لویه جرګه کي چي په پغمان کي دایره او ۱۵۰۴ استازو ګډون پکښي کړی وؤ تدوین او تصویب سو، ددې نظام نامې ځیني حقوق او آزادۍ د ټولو هیوادوالو لپاره دتابیعت دمساوي حق، دشخصي حقوقو آزادي، شخصي خوندیتوب، دمریي توب او دمریي او یرغمل په توګه د افرادو ګمارلو لغوه کول، د ښووني او روزني حق، د ښوونځیو، خصوصي مدرسو آزادي او د لومړنیو زده کړو اجباري کول، د شتمنۍ خوندیتوب، د ځوروني منع کولو څخه عبارت دي .

ددې اساسي قانون د پي ډي ایف فایل د موندلو لپاره دلته کلیک وکړئ

دوهم : د محمد نادر خان دسلطنت په زمانه ( ۱۳۰۹ هـ ل کال) کي د افغانستان د دولت اساسي اصولنامه

دویم اساسي قانون د ۱۳۰۹ ل کال دلویي جرګې له خوا چي ۵۲۵ استازو پکښي ګډون کړی وؤ، د افغانستان د اصولنامې په نامه سره تصویب سو، پدې اصولنامه کي یوازي یوه موضوع نوې ده چي هغې ته دموکراتیک او ولسي رنګ ورکوي او هغه د افغانستان د لومړني پارلمان له تاسیس څخه عبارت دی چي د ( ملي شورا او اعیان ) دوه جرګې (مجلسونه ) یې درلودل، ددې اصولنامې له مخي کابینې د پارلمان په وړاندي مسؤلیت درلود.

ددې اساسي قانون د پي ډي ایف فایل د موندلو لپاره دلته کلیک وکړئ

د محمد ظاهر شاه دزمانې اساسي قانون چي په ۱۳۴۳ ل کال کي تصویب سو.

دریم اساسي قانون دمحمد ظاهر شاه په زمانه کي وروسته له هغي چي ددې نوي اساسي قانون په متن باندي ډېر غور او بحث صورت ونیوی د ۴۵۹ استازو له خوا لاسلیک کړای سواو دپاچا له توشیح وروسته نافذ او داجرا وړوګرځېد، پدې قانون کي د افغانستان خلکو ته د دوئ په سیاسي، اداري، فرهنګي او عدلي ژوندانه کي د زیاتو بدلونونو وعدې ورکړل سوي وې.

ددې اساسي قانون د پي ډي ایف فایل د موندلو لپاره دلته کلیک وکړئ

د محمد داود خان دجمهوریت دوخت د۱۳۵۵ ل کال تصویب سوی اساسي قانون .

څلورم اساسي قانون د سردار محمد داود خان دجمهوریت په زمانه کي تدوین سو، د جمهوریت په پېل کي محمد داود خان دهغه بیانیې په ترڅ کي چي په ۱۳۵۲ ل کال د چنګاښ په ۲۶ مه نېټه یې واوروله د دموکراسي پر بنسټ ولاړ اساسي قانون د تصویبېدو ژمنه کړې وه، دغه ژمنه دکوم دلیل له یادولو پرته څلور کاله وځنډېده، وروسته په ۱۳۵۵ ل کال کي داساسي قانون مسوده په جریدو کي خپره سوه، د افغانستان په تاریخ کی دلومړي ځل لپاره د لویي جرګې له خوا د جمهور رئیس ټاکل، د دولت رئیس دجرم کولو، ملي خیانت، د ولسي جرګې له خوا د تهمتي کېدو او د لویي جرګې له خوا محاکمه کېدل ددې اساسي قانون مثبت ټکي دي .

ددې اساسي قانون د پي ډي ایف فایل د موندلو لپاره دلته کلیک وکړئ

د افغانستان دموکراتیک جمهوریت اساسي اصول د ۱۳۵۹ ل کال د ثور لومړی نېټه .

د افغانستان پنځم اساسي قانون د افغانستان دموکراتیک جمهوریت د اساسي اصولو په نامه په ۱۳۵۹ ل کال کي د افغانستان جمهوري دولت د انقلابي شورا له خوا په ۱۰ فصلونو او ۶۸ مادو کي په موقتي ډول تصویب سو او د اجرا وړ وګرځید.

ددې اساسي قانون د پي ډي ایف فایل د موندلو لپاره دلته کلیک وکړئ

شپږم اساسي قانون د ډاکټر نجیب الله د جمهوري ریاست په زمانه کي وضع سو.

د ۱۳۶۶ ل کال په لویه جرګه کي په ۱۳ فصلونو او ۱۴۹ مادو کي تصویب سو او دجمهور رئیس ډاکټر نجیب الله له خوا توشیح سو.

ددې اساسي قانون د پي ډي ایف فایل د موندلو لپاره دلته کلیک وکړئ

اووم اساسي قانون هیڅکله نه تصویب او نه توشیح سو .

د افغانستان دنوي اساسي اصولو دمتن وړاندیز په ۱۱۴ مادو کي د (۵۰) کسیز کمېسیون په واسطه د استاد برهان الدین رباني په زمانه کي تدوین سو، خو د جهادي تنظیمونو او دملت دمختلفو قشرونو دنیوکو له امله چي دمتن په مسوده باندي یې لرلې، توشیح ته ونه رسېد .

اوسنی اساسي قانون .

د اتم اساسي قانون مسوده د اساسي قانون په لویه جرګه کي چي د ۱۳۸۲ ل کال دلیندۍ د میاشتي په ۲۳ مه او د ۲۰۰۳ م کال د ډسمبر دمیاشتي پر ۱۴ مه نېټه دایره سوې وه، تر بحث لاندي ونیول سوه او د ۱۳۸۲ ل کال د مرغومي په ۱۴ مه نېټه یې تصویب کړه او دجمهور رئیس له توشیح وروسته نافذه سوه .

زموږ اوسنی اساسي قانون د یوې مقدمې، ۱۲ فصلونو او له ۱۶۲ مادو څخه تشکیل سوی دی، لومړی فصل د دولت، دویم فصل دهیواد داتباعو داساسي حقوقو او دندو، دریم فصل دجمهور رئیس، څلورم فصل دحکومت، پنځم فصل دملي شورا، شپږم فصل د لویي جرګې، اووم فصل دقضا، اتم فصل د ادارې، نهم فصل داضطرار دحالت، لسم فصل دتعدیل، یوولسم فصل د متفرقه حکمونو او دوولسم فصل یې د انتقالي حکمونو په باره کي بحث کوي .

ددې اساسي قانون د پي ډي ایف فایل د موندلو لپاره دلته کلیک وکړئ

جمهوریتد افغانستان دموکراتیک جمهوریتډاکټر نجیب اللهلويه جرګهمحمد ظاهر شاهنظام نامه
نظريات (0)
نظر اضافه کول