د اصفهان بریمن افغان شاه محمود

 

شاه محمود هوتک (۱۶۹۷ -۱۷۲۵)

د افغان شاه محمود پاڅون او د ایران د صفوی دولت پرځېدنه *

د بنسټېزو سرچېنو پېژندنه:
مخکې له دې چې د شاه محمود او د هغه د لښکر د روحی او فزیکی اکربکریا وضعې د پېژندنې او پراصفهان د افغانانو د یرغل د اړوندولاملونو په تړاو د تنگ الواکو او له تعصبه اغیزمنو ایرانی یا افغانی سرچینو ته مخه کړو، ښه به دا وی چې د افغانی لښکر له پلوه د اصفهان د کلابندۍ په دوره کې د اروپایانو یادښت لیکونه او د سترگو لېدلی حال په پام کې ونیسو چې په هغو شپو ورځو کې په همدغه ښار کې ول او د اصفهان د ښاریانو او د ایران د دولتی چارواکو تدابیر او د هغه ځای د وگړو او د ایران ددولتی چارواکو په وړاندې یې د افغانانو چال چلند په سترگو لیدلی اوخپل ورمنډ یا قضاوت یې پرته له هېوادپالنې او ملی یا مذهبی لیوالتیا په بې پرې توگه لیکلی دی. په دې اړه له تاریخی ارزښته ډک آثاردلته او هلته شته چې زموږ د څیړنې وړ له سکالو سره ډیره مرسته کوی. لومړی د ” مسحیی سیلانی تأریخ” دی چې د کروسینسکی :J. T. Krusinske په نامه د یوه پولندی کشیش لېکنه ده چې د ” لېدن لېک/ بصیرت نامه” او یا “پانیات لېک /عبرت نامه” تر نامه لاندی هم ژباړل شوې ده.کروسینسکی ۲۰ کاله په ایران کې ژوند کړی او د اصفهان د کلابندۍ په کړکیچنوشپو او ورځو او د هغه ښار د نیونې پر مهال هلته وو او د ۱۷۲۵زکال د جون ترمېاشتې پورې یعنې د شاه اشرف افغان د واکمنۍ او د واک پرگدۍ د کښیناستلو په شپوورځو کې تر څو اونیو پورې په اصفهان کې وو اونوموړی د خپل مخـَورتوب له امله د پاچا سلطان حسین په دربار کې منل کېده اوهم یې له افغان محمود سره تگ او راتگ درلود اود هغو شپو ورځو له اکربکر”حالت” څخه ښه خبروو. له دې امله د کروسینسکی لېکنې د هغه د سترگو د لېدلی حال د رښتونولۍ پرستنو ولاړې دی. عبدالرزاق مفتون دنبلی تبریزی د کروسینسکی کتاب له تــُورکی متن څخه چې ” د افغانانو د پاڅون اوڅرگندېدا او د صفوی دولت د نړېدنې په اړه د سیلانی تأریخ” نومیږی د ” لېدن لېک/ بصیرت نامه” تر نامه لاندې ژباړلی دی (۱). دغه کتاب په پاړسی ژبه برسیره په تورکی، فرانسوی، انگریزی او لاتین ژبو هم را ژباړل شوی چې د ایران پیژندنې پوهانو، څیړونکو او پلټونکو ورڅخه گټه اخیستې ده. د مسیحی سیلانی رساله پرکال ۱۳۲۵ لمریزکې په تهران کې د تأریخی څیړنو ” بررسی های تأریخی” د مجلې ” په ۴ او ۵ گڼو” کې خپره شوې او پرکال ۱۳۵۲لمریز کې ښاغلی ډاکټر اسماعیل رضوی په تهران کې دغه رساله ټوله د یوه کتاب گوټی په بڼه کې خپره کړه. په افغانستان کې هم پرکال ۱۳۶۳لمریزکې ددغې لېکنې پاړسی متن یو ځل بیا په ځانگړې پسولنۍ او ښکلا راخپره شوه. پرکال ۱۳۸۲لمریزکې د ” په تهران کې اوسنې کتن بڼه / نگاه معاصردرتهران” څېړندویې مؤوسسې په تهران کې د سید جواد طبا طبایی په هڅې د کروسینسکی رساله له سره لېکلې او په هغې کې د ” دوسرسو” په نامه د یوه فرانسوی کشیش لېدنگ بڼې او نظریات هم ورزیات شوی دی.

دویم دروند اوپیاوړی اثر د ” صفویه د لړۍ نړېدنه او په ایران کې د افاغنه د دور نېواک/ انقراض صفویه و ایام استیلای افاغنه در ایران” تر نامه لاندې د انگریزی لارنس لکهارت دی چې د لومړی لاس له سرچینو څخه په گټه اخیستنې د اصفهان د کلابندۍ په وخت کې په هند کې د ختیزهند د انگریزی کمپنۍ ، هالند او د فرانسې د کونسل په اړه د سیلانیانو د گزارشونو او د نورو اروپایی او ایرانی سرچینو له مخې د عملی شننو په ترڅ کې د تأریخ لېکلو د ډیرې ښې تگلارې په راخپلولو یې لیکلی دی. (۲) دغه کتاب د لومړی ځل لپاره د مصطفی قلی عـِماد له پلوه ژباړل شوی او پرکال ۱۳۴۳لمریزکې په تهران کې خپور شوی او بیا د ډاکټراسماعیل دولت شاهی له پلوه هم وژباړل شو او پرکال ۱۳۴۴لمریزکې په تهران کې چاپخونې ته ولیږل شو. د عماد ژباړه پرکال ۱۳۶۴لمریزکې له سره خپره شوه او ما (لېکوال) هم له همدغې بڼې ډیره گټه را اخیستې ده. په دې اړه دریم گټوراو مهم اثر ” د اصفهان پرپلاز افغان شاه اشرف / اشرف افغان برتختگاه اصفهان” تر نامه لاندې د ډاکټرفلوردی چې هغه یې د اصفهان د پرځېدنې په شپو ورځو کې په ایران کې د هالند د ختیزهند د کمپنۍ د استازیو د ورځنیو یادښت لېکونو له مخې لېکلی دی. په دغه اثر کې د ایران د ښمنانو په وړاندې د شاه اشرف د جگړو په ځانگړې توگه د روسیې او عثمانی په اړه گټورسکالو راغبرگ شوی دی.

دیادَونې وړ ده چې په دغو درو اثارو کې د افغانستان د ولسی او ملی غورځنگونو د تأریخ په ځانگړې توگه د هوتکیانو د غورځنگ په اړه ډیر اړین او د لوستلو وړ سکالو رانغاړل شوی او څرگنده نه ده چې ولې افغان تأریخ لیکونکو هغو ته لږ پاملرنه کړې اوان د (افغانستان په پینځه پیړیوکې/افغانستان در پنج قرن اخیر) پوه لیکوال هم له دغه کتابه په ځغلنده او سرسری توگه را تیر شوی دی. حال دا چې په دغو دوه ووآثارو کې د افغانانو د رمبکوالی یا دسپلین، پوځی سبمالنې او نظم، ساده گۍ او د لښکر د جنگیالو د مـاړو سترگو، جامو، د افغانانو د ښځو د سرو زرو، د هغوی مخونه او سپیڅلتیا او د شاه محمود هوتک د حکومت چال چلند، د شاه اشرف هوتک د خوی اورغښت، له یرغمل نیول شویوکسانو اود ایران له ولس او د ایران د ټولنیزو پاړکو او طبقو په وړاندې د هوتکیانو چال چلند او پرصفوی دولت باندې د هغوی د بریا او بیا له ایرانانیو څخه د هغوی د ماتې خوړلو د لاملونو نښې نښانې په سترگو کیږی.
پر اصفهان د بری ترپولی پورې مخ په وړاندې:
شاه محمود (۱۷۱۶ � ۱۷۲۵ز) د میرویس خان هوتک زوی یو پیاوړی ځوان او زړور جنگیالی وو خو هغه د پلار ژورلید، تجربه او تدبیر نه درلود ځکه چې د واکمنۍ د پلاز د کښینستلو پر مهال ۱۸ کلن وو او د پلار دغو ځانگړتیاوو ته د رسیدنې لپاره یې ډیر وخت ته اړتیا درلودله خو په خواشینې چې د درندې پازوالۍ یا مسوؤلیت پیټی او لږې تجربې د هغه ژوند ورلنډ کړ ان دا چې لا له دیرش کالو یې نورهم ورلنډ کړ.

د کروسینسکی د لېکنې پربنسټ شاه محمود افغان د ایران په اړه خپل لومړنی مالومات او د صفوی د دولت د چارواکو په منځ کې د کورنیو شخړو اود سیالېو د اخ و ډب په اړه خبرې د خپل پلار له خولې ان کله چې پلار یې خپل سر د مړینې پربالښت ایښی وو، اوریدلی او له همدې امله یې په خپل سرکې د ایران تر زړه پورې د پرمختگ هیله را غوړولې وه. (۳) د هرات د ابدالیانو او د کندهار د غلزیو له لاسه د صفوی لښکر د پرله پسې ماتو له لړۍ وروسته هغه په دې پوهېدلی وو چې د ایران اکربکردې چمتو دی چې هر زړور سړی که وغواړی نو پرایران د یوه پرېکنده او له بریا ډک برید له لارې کولای شی ایران ونیسی. له دې امله هغه د ۱۷۱۹ز کال په دوبی کې د یوه لښکر په سر مشرۍ کې چې د لکهارت ۱۱۰۰۰ ښودلی دی له کندهاره په دې پلمې را ووت چې گڼې له ابدالیانو سره د جگړې په موخه راوتلی دی. خو کله چې دلارام ته را ورسید نو د لښکر واگه یې د سیستان پر لور را تاو او دهغه ولایت له نیولو وروسته یې کرمان ته مخه کړه. د کرمان او سیستان ترمنځ د ” کویرلوت” د بې وښو او اوبو له سوځنده دښتې څخه د تیریدا پرمهال د محمود لښکر ډیر تاوان ولېد. کله چې کرمان ته ورسید د هغه ځای واکمن پرته له جگړې ښار ور پرېښود او اصفهان ته وتښتېد. له دې امله کرمان پرته له جگړې او تاوانه د شاه محمود په منگولو کې را پریوت او تر ۹ مېاشتو پورې یې هلته واکمنی وکړه. یو ځل صفوی دولت د محمدقلی بیک تر مشرۍ لاندې ۹۰۰۰ جنگیالی له افغان لښکر سره د جگړې لپاره راولیږل. خو د صفوی دولت دغه لښکر د شاه محمود د ځواک له لاسه کلکه ماته وخوړله. شاه محمود سلطان بیجن لکزی د خپل ځای ناستی په توگه ټاکلی وو خو په کندهار کې د سلطان بیجن لکزی او ملک جعفرسیساتی پاڅون د اصفهان په لور د شاه محمود په پرمختگ کې خنډ رامنځ ته کړ او محمود په بیړه ځان کندهار ته را ورساوه او د پاڅون د مشرانو په اعدامولو یې د کندهار ټیکاو او امنیت یې راټینگ کړ (۴).

لکهارت د هغو کسانو اند توگه یا نظر چې وایی گڼې د قزلباشو سرلښکر لطفعلی خان داغستانی کرمان ته ولاړ او محمود یې له ماتې سره مخامخ کړ او له امله یې محمود له خپلو لښکریانو سره له کرمان څخه په شا شو په پریکنده او څرگنده توگه غندی او هغه د لطف علی خان له ا َوتو بـَوتو ډکې اپلاتې بولې. د مجمع التواریخ کتاب لطف علی خان ” ډارن، بې تدبیره، له پرتمه لیرې او ژرپرغزی ” ژر په قهریدونکی” (۵) بللی دی.

په دې توگه لطف علیخان یو بیوړه “بې کفایته” او بیرن سر لښکر بلل شوی او سره له دې چې د محمد قلی بیک قزوینی تر مشرۍ لاندې یې د محمود پر وړاندې کرمان ته یو ۹۰۰۰ کسیز لښکر راولیږه خو خپله یې هېڅ ډول ونډه نه درلودله او هغه ځواک هم په آسانۍ ور دړې وړې شو.

هرگوره، شاه محمود تر دوه وو کالو پورې په کندهار کې تم شو او خپل ځواک یې پرایران باندې د یوه پرېکنده برېد لپاره راچمتو کړ. هغه په ۱۱۳۴ هجری (۱۷۲۲ � ۱۷۲۱ ز) کال کې پر اصفهان د سوبې په موخه له یوه پیاوړی او سمبال لښکر سره یو ځای له کندهاره را ووت او د ۱۷۲۱ز کال د اکتوبر په ۲۱ نېټې کرمان ته ورسید. د کرمان ښار یې پرته کومې ستونزې او خنډ ونیو، خو کرمانی چارواکو د محمود د لښکرو پرمخ د خپل ارگ دروازې وتړلې او مقاومت یې را پیل کړ. یو ځل افغانانو د ارگ د نېواک په موخه د یوه بېباکه برید په ترڅ کې ډیرتاوانونه ولېدل خو بریالی نه شول نو ارگ یې را کلابند کړ. د کرمان چارواکی رستم محمد سعدلو چې د ارگ دفاعی استحکامات یې ښه راټینگ کړی ول په میړانه مقاومت وکړ او د ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې یې له مقاومته لاس وانه خیست. د ۱۷۲۲ زکال د جنورۍ په مېاشت کې رستم سعدلو مړ شو او د هغه ځای ناستی چې نه د ډگر او نه د جگړې سړی وو محمود ته د ډیرو پیسو د ورکړې له لارې سولې ته غاړه را کښېښودله. محمود پیسې ومنلې او پرېکړه یې وکړه چې د اصفهان پرلور خپل پرمختگ ته دوام ورکړی (۶).

په کرمان کې چې یوه بله پیښه د افغانانو په گټه رامنځته شوه د هغه ولایت د زرتشتیانو هملاری او ملاتړ وو. ځکه په هغه ولایت کې او د ایران په نورو ښارونو کې د ملایانو او د شیعه روحانیت د سپکاوۍ او د سپک گڼلود چال چلند له لاسه د زرتشتیانو اوبه تر ترخځه رااوښتې وې او له همدې امله د هر هغه گام ملاتړ یې کاوه چې د صفوی د رژیم پر رانسکورولو راڅرخېده. له دې امله زرتشتیانو د محمود ملاتړ هم په سر اوهم په درهم ” پیسو” کاوه. محمود هم له دغه اکربکرڅخه په خپله گټه کارواخیست او دزرتشتیانو ملاتړ یې راخپل کړ.

شاه محمود هوتک د ستر مبارز الحاج میر ویس خان نیکه زوی دشاه عالم خان هوتک لمسی دکرم خان هوتک کړوسی و- ننئ افغانستان ، پاکستان، ایران او ترکمنستان دنوموړی دپاچاهید حکومت تر کنټرول لاندی ول د محمود د لښکر په منځ کې د نصرالله په نامه چې ” ړوند پاچا /کورسلطان” بلل کېده د سیستان له وگړو څخه یو پیاوړی اوبریالی زرتشتی بولندوی وو. نصرالله تل خپله کېڼه سترگه د رغښت اوعادت له مخې تړله نو له دې امله د ړانده سلطان ” کورسلطان” په نامه پیژندل کېده. د افغانی لښکر په منځ کې د یوه زرتشتی شته والی سره له دې چې مذهبی گروهنیز اختلاف یې درلود په خپله د محمود افغان هوښیارۍ ته نغوته کوی او په بل اړخ کې د لښکر په سر مشرۍ او پوځی چارو کې د ړانده سلطان ” کورسلطان” مېړانه او بې سارې زړورتیا راڅرگندوی. ښایی له شاه محمود خان څخه د کرمان د زرتشتیانو د هملارۍ او ملاتړیو لامل همدا وی. شاه محمود له کرمانه وروسته د یزد پر مخ و خوځېد او کله چې یزد ته ورسید د یزد وگړو د افغان لښکر پروړاندې مقاومت ته ملا را وتړله. محمود د یزد له کلا بندۍ لاس پر سر شو او د اصفهان پر مخ یې ودرومل. د ۱۷۲۲ ز کال د مارچ په لومړیو کې افغان سرتیری د اصفهان ه ۲۰ کیلومترۍ ته نیږدې ، گلناباد ته ورسیدل. تر دغه ځایه د افغان د ځواکونو د مخنیوۍ لپاره د ایران د دولت له لورې هېڅ ډول ټینگ مقاومت نه وو تر سره شوی.
د گلناباد نښته، برخلېک جوړوونکې جگړه:
د شاه محمود د لښکر د سرتیرو په اړه د تأریخ پوهانو ویناوې او روایتونه هم توپیر لری. یو شمیر تأریخ پوهانو د هغه د سرتیرو شمیره ۸ زره، ځینو ۲۸ زره او نورو یې له ۳۰ زرو تر ۴۰ زرو پورې ښودلې ده. کولای شو د محمود د سرتیرو د شمیرې په اړه چې دوه کاله مخکې تر کرمان پورې مخته راغلی وو او لکهارت د هغوی شمیره ۱۱۰۰۰ سپاره سرتیری ښوولې را اټکل کړو اوښایی شاه محمود په کندهار کې د خپلې دوه کلنې تم کېدنې په ترڅ کې د ایران پرپلازمېنه د برېد لپاره د کندهار له وگړوڅخه یوه غټه شمیره او د کندهار له راچاپیره سیمو څخه د بلوڅانو او هزاره گانو یو شمیرجنگیالی راټول کړی وی او هغه انگیرنه چې دا ځل د محمود د جنگیالیو شمیره له لومړی ځل څخه زیاته وه رښتیا ته ډه ډه لگوی. (۷)

خو کروسینسکی وایی چې د اصفهان له کلابندۍ او سوبې وروسته له وژل شویو سرتیرو پرته د افغان سرتیرو شمیره ۲۰ زره وه. نوموړی د شاه محمود د دفاع د وزیر (ایشیک اقاسی) عبدالله له خولې وایی چې د اصفهان د کلابندۍ په وخت کې د افغانی لښکر شمیره څوارلس زره (پښتانه)، اته زره (هزاره) او څلورزره (بلوڅان) ول. خو لکهارت دغو بیلا بیلا شمیرو ته په کتنې وایی چې د محمود د لښکر شمیر دا ځل له ۱۸۰۰۰ سرتیرو څخه ډیر نه وو حال دا چې د اصفهان د ساتنې لپاره د ایران د صفوی دولت ۵۲ زره جگړې ته چمتو جنگیالی درلودل. لکهارت دغه ټکې ته لا پراختیا ورکوی او ټینگار کوی چې ښایی د ایران په زړه کې د دومره سرتیرو شمیره بس نه وه خو باید په یاد ولرو چې د افغانانو زړورتیا او د هغوی مذهبی شور او زوږ دغه تشه را ډَکــَوله. (۹)

فرانسوی څیړونکې او لرغون پیژندونکې میرمن (مادام) ژان دیولافوا چې په منځنیو پیړیو کې د ایران د ودانیو او د ودانۍ جوړلو د کارتوگې او تگلارې د څیړنې په موخه په ۱۸۸۱ز کال کې په اصفهان کې وه او ودانۍ یې له نیږدې لېدلې دی، پراصفهان د افغانانو د یرغل د یادَونې په ترڅ کې د صفوی د لښکرد سرتیرو شمیره چې په ښکلو جامو، ښو اسونو، زینونو او وسلو، واگو، د سپینو او سروزَرو په ځلاندو کرېبونو “رکابونو” سمبال ول ۶۰ زره او د افغان برېد کوونکو شمیره چې د تورې اوشلگرو له ځلا او پړق پرته یې بل څه نه درلودل ۲۰ زره ښودلې ده او زیاتوی چې د افغان لښکرملا په اوښانو بار سل خـُوله زنبورک توپونو را ټینگوله. (۱۰)

د ۱۷۲۲زکال د مارچ د مېاشتې پر اتمې نېټې د گلناباد په سیمه کې د افغانی لښکر پر وړاندې د صفوی د دولت د لښکر لومړنۍ برخلېک جوړونکې جگړه چې د پیاوړو توپونو د اور په ملاتړ سمبال وو پیل شوه. د جگړې له پیلېدا مخکې هوتکی محمود له خپلو ځواکونو لېدنه وکړه او د شور او زوږ د ولولو په انگازو کې د یوې لنډې وینا په ترڅ کې یې هغوی ته وویل:” د ایران د پلازمېنې ناپایه پانگه په تاسې اړه لری او پوه شـی چې که په دغه جگړه کې له ځانه کمزوری را څرگنده کړی نو پرته له دې چې په وچو بیدیاوو کې له لوږې مړه سی بل څه به ستاسو په برخه نه وی او گبرانو (زرتشتیانو) ته یې هم وویل: که ایرانیان سوبمن شی نو یو تن به له تاسو څخه ژوندی پرېنږدی او ستاسو ټولو ستونی به له تورو او چړو راتیر کړی” (۱۱)

د افغانی لښکر په سرمشرۍ کې امان الله خان د یو شمیر جنگیالیوپه سر کې په ښی مورچل کې، نصرالله زرتشتی د یو شمیر افغان جنگیالیو په مشرۍ کې په کیڼ لاس کې او شاه محمود هوتکی د دغو دواړو ځواکونو په په زړه کې ودرېدل. له ایرانی لورې رستم خان او د ” حویزه” والی سید عبدالله د زرتشی نصرالله په وړاندې درېدلې ول. سر وزیر “اعتمادالدوله” محمد قلی خان د شاه محمود او د لرستان والی علیمردان خان د امان الله خان پر وړاندې ودرېدل. د مارچ په اتمې د ۴ بجو په شا او خوا کې د ایرانیانو له پلوه جگړه پیل شوه او د شپې په ۹ بجو پای ته ورسیدله. د جگړې د دواړو سیالولښکرو ټولیزجوړښت او د افغان د لښکر په پرتله د ایران د سرتیرو د زیادښت په پام کې نېولو سره داسې برېښېدله چې سوبه به د ایرانیانو په خوا وی خو وروسته له هغه چې د دواړو خواوو لښکرې له یو بل سره ونښتلې د لنډ وخت په ترڅ کې افغان جنگیالیو پرصفوی لښکرچې له پوځی نظم او سمبالښت څخه بې برخې وو خپله برلاسی راڅرگنده کړه.

د جگړې په ډگرکې د ایرانی لښکر تر ټولو جنگیالی ځواک چې رستم خان یې مشری کوله ډیره میړانه را څرگندوله خو دغه زړور ځواک ټول د افغان جنگیالیو د تورو له خولو را تیر شو او د رستم خان اس د تېښتې په وخت کې پر ځمکه را پریوځی او همدا چې غواړی بیرته پر خپل اس را سپور شی د یوه افغان جنگلیالی د تورې تندر یې پر ککرۍ راپریوځی او ټول ځان یې د افغان جنگلیالو په شلگرو سوری سوری کیږی. علیمردان خان چې بختیاری او د کوه گیلویه د ملیشو مشری یې کوله هم د همدغسې وژونکو شلگرو تر درب لاندې راځی، ورورېې ووژل شو او په خپله ټینگ ټپی شو او پرځمکه راپریوت او که د هغه د ټبر وگړو نوموړی د جگړې له ډگره چې له ځانه یې وینې راڅڅېدلې نه وو لیرې کړی نو کټ مټ د رستم خان برخلېک به یې په برخه وو.

کله چې سروزیر” اعتمادالدوله” محمد قلی خان ولېدل چې د ایران د لښکر دوه څنډې له ماتې سره مخامخ شوې پرته له دې چې د هغوی مرستې ته را ودانگی خپلو سرتیرو ته یې د شا تگ بولنده ورکړه. افغانانو د صفوی ټول لښکر داسې په شا کړچې ان هغوی دخپلې توپخانې د په کار اچولو وسه او شیبه ونه موندله. یو تن اروپایی توپچې مخکې له دې چې د افغانی لښکر د سرتیرو داسونو ترپښو لاندې شی ، وکولای شول چې د درو توپونو ډزې وکړی او بیا وتښتی. قزلباش سرتیرو په را تښتېدلو واښو واڼو او ټپرا د جگړې له ډگره پښې دوه کړې او کله چې اصفهان ته ننوتل ان د ښار دروازې یې د سترگو په رپ کې په ځان پسې وتړلې او که افغان لښکر په هماغه شېبه کې د ایرانی لښکر شا نیولې وای ښایی د اصفهان ښار پرته له مقاومته د افغانانو منگولو ته ورغلای وای او د اصفهان ښاریانو به د کلابندۍ او لوږې سختې شپې ورځې نه واې لېدلې. خو افغانان د خپلو ټپیانو او ولجې په راټولو بوخت شول او پرمخ ولا نه ړل. په دغه جگړه کې د ایران د لښکر د وژل شویو سرتیرو شمیر له ۵ تر ۶ زرو پورې ښودل شوې حال دا چې د ایرانیانیو په پرتله د افغانانو د وژل شویوسر تیرو شمیره یو پر لسمه ویل شوې ده. (۱۲)

یوه هالندی شرکت د ۱۷۲۲زکال د مارچ د لسمې نېټې په گزارش کې د افغان بریدگرو په وړاندې د صفوی دولت د سرتیرو د بې وسۍ له مخې په دې ډول پرده لیرې کړه :” نن موږ ته د ډاډ وړ سرچینو خبر راکړ چې منشی الممالک انگریزانو ته وویل: دا دې اوس هغه شېبه را رسېدلې چې تاسو د ایران د پاچا په وړاندې خپله رښتونې ملگرتیا د افغانانو په پرته له ځنډه ماتولو کې راڅرگنده کړی. د انگریز استازی ورته په ځواب کې وویل: په دغسې شېبې کې نه شی کولای خپله دوستی په زباد ورسوی ځکه چې هغه نه شی کولای له خپل استوگنځی څخه ساتنه وکړی ، دایران دوه څلویښت زره کسیزلښکر چې ونه شو کولای دداسې یوه ځواک په وړاندې ودریږی او ماته وخوری، نو دی به څنگه ودرېدلای شی؟ له مازیگر وروسته کله چې لمرپریوت موږ ته وویل شول چې قورچی باشی او ایشیک اقاسی باشی هم بیرته ښار ته راستانه شوی دی. ټولې هغه گنگوسې چې گڼې قللرآقاسی لا تر اوسه له افغانانو سره په جگړه کې راښکېل دی، درواغ وختلې.” (۱۳)
د اصفهان را پرځېدنه او د ایران د صفوی ټـــَبـر د کمبلې ورټولېدل:
افغان لښکر د مارچ پر ۱۶ نېټې د اصفهان پر لور وخوځېد. جــُـلفا (*) د ارمنی ټبر سیمه پرته له تاوانه د افغانانو گوتو ته راپریوتله. محمود پر ارمنیانو مالېه کېښودله چې په کال کې دوه ځله یې باید ورکړې وای، ویل کیږی چې له ارمنیانو څخه پینځوس نجونې تښتول شوې وې او کله چې محمود له هغوی خبرشو نو لارښوونه یې ورکړه چې هغوی دې د سترگو په رپ کې ورخوشې کړی او خپلې کورنیو ته دې ستنې شی. (۱۴)

د همدغې مېاشتې پر۱۶ او۱۷ د سلطان حسین د خوښې وړ پرتمینه ماڼۍ فرح آباد چې له اصفهانه دباندې او ښارته نیږدې آباته شوې وه د افغانانو گوتو ته ورغله. په ماڼې کې پینځه خــُوله توپونه ایښودل شوی دغه توپونه هم د افغانانو لاسونو ته ورغلل.

شاه محمود د فرح آباد ماڼۍ پراصفهان د خپل راتلونکی یرغل د تم کېدنې او بولندې د ځای ځایگی په توگه غوره کړه او د مارچ د مېاشتې پر شلمې نېټې افغانانو پر ښار برېد وکړ. د کروسینسکی د وینا پر بنسټ ” محمود د نوی کال د ورځی ” نو روز” د اختر په ورځ پر اصفهان برېد وکړ، خو دغه برېد بریالی نه وو د غبرگولې ” فروردین” د مېاشتې په درېمې ددوشنبې په ورځ بیا برېد وشو او افغان سرتیری په شا وتمبول شول او خبر یې ورکړ چې خبرو اترو ته چمتو دی. له مخورو ارمنیانوڅخه یې وغوښتل چې له دولت سره دې د منځگړی په توگه ور وړاندې شی خو هغوی ونه منله او په پای کې افغانان دغې پایلې ته ورسیدل چې اصفهان پرته له کلابندۍ نه شی کولای له پښو را وغورځوی.

د غبرگولی او د چنگاښ ” فروردین تر ادریبهشت” د مېاشتې تر نیماییو پورې د مرکزی حکومت لښکر او افغان سرتیرو په جـُلفا کې د اصفهان د پله په دواړو غاړو کې ډډې ووهلې او جگړه ونه شوه. محمود د ښار دننه خپل څارگر درلودل او د ایران ددربار او د صفوی د سرتیرو د اکربکر په اړه یې مالومات ترلاسه کول او د جگړې تیاریې نیوه. بیا یې وغوښتل چې د پلازمېنې پر لور ځانته لاره را پرانیزی خو د شا له لورې په شا وتمبول شو خو په دویم برېد کې له کوم مقاومت سره مخامخ نه شو ځکه چې د پله ساتونکی گرجی سرتیری په ډوب خوب کې بیده ول. جنگیالی د پله د ساتونکو له سره تیر شول او لاره یې د افغان لښکر سرتیرو ته پرانیستله. بیا یې خپل مورچلونه راټینگ کړل او له ښاره د وتلو ټولې لارې یې بندې کړې. تر دغې شېبې پورې گومان نه کېده چې گڼې افغان سرتیرې دې پر اصفهان برېد وکړی او له همدې امله یې د ښار د ملاتړ لپاره ډیره هڅه نه وه کړې خو کله چې پوه شول افغان لښکر له پله ور واوښت او ښار یې راکلابند کړ، نو هوښ یې په سر ورغی او هڅه یې وکړه چې د ښار د ساتلو لپاره لاره چاره وسنجوی.” (۱۵)

له دې چې کلابندی بشپړه نه وه ولسی وگړو دا وسه نه درلودله چې د ښار له لوېدېزې سېمې څخه خوراکی توکی راورسوی. دغه کلابندی د اپریل په مېاشت کې بشپړه شوه او هېڅ چا له ښاره د وتلو او یا ښار ته د ننوتلو وسه نه درلودله. د اپریل په مېاشت کې او ان مخکې له هغې افغانانو د سولې او کرمان ته د بیرته تگ تکل کړی وو. په هماغو شپوورځو کې د پاچا په لارښوونې د حویزه د سیمې د خان له پلوه افغانانو ته یو لېک راغی چې له ترلاسه کړل شویو ولجو سره دې بیرته کندهار ته ستانه شی اوویلی یې ول له پاچا څخه به نورې پیسې هم واخلم او تاسو ته به درکړل شی. افغانان ددغه لېک په رسیدلو پوه شول چې شاه په بشپړه توگه بې وسې شوی او په ځواب کې یې ولېکل چې پاچا دې د ۵۰۰۰۰ زرو تومانو په ارزښت جهیز او د پاچا د لور لاس دې د شاه محمود په لاس کې کښیږدی، کرمان ، خراسان او سیستان دې هم محمود ته ورپریږدی. که سوله غواړې دا زموږ آړ یا شرط دی پرته له هغې له کلابندۍ څخه نه لاس پر سر کېږو. ایرانی لورې ځواب ورکړ چې سنی ته د شیعه د لور ورکړنگ ناشونی دی پاچا ان خپل شیعه رعیت ته خپله لور نه ورکوی. پاتې آړونه ستاسو منو. (۱۶)

کاشکې پاچا خپله لور په هماغو لومړیو کې محمود ته ورکړې وای ځکه وروسته یې همدغه وړاندیز په ټیټه غاړه په خپله وکړ او د اصفهان وگړو به د لوږې سختې شپې ورځې نه وې لېدلای او نه به مړه کېدل. د همدغه ځواب په اورېدلو افغانانو پریکړه وکړه چې د ښارکلابندی ته به د بری تروروستۍ پولې پورې دوام ورکوی.

کروسینسکی د اصفهان د کلابندۍ پر مهال د وگړو په اړه لیکی: ” له درې مېاشتو کلابندۍ وروسته د اصفهان په ښار کې د اوښ او خره خوښه پلورل کېدله، په لنډ وخت کې د غوښې بیه لوړه شوه او یو خر په پینځوس تومانه پلورل کېده چې وروسته هغه هم نه موندل کېده.نو وگړو د پیشوگانو او سپیو د غوښو خوړل پیل کړل. د څلورمې مېاشتې په راتگ د انسان د خوښې خوړل پیل شول، پینځه تنه قصابان په دغه کار بوخت ول. یو تازه مړی مې ولېد چې ورَنونه یې ور پریکول او خوړل یې. د اصفهان وگړو عادت نه درلود چې په کلنی ډول خوراکی توکی را زیرمه کړی او هر شی یې له بازاره پیرودل او هېڅکله د کلابندۍ په فکر کې نه ول. بیا خبره تر دې کچې راورسیدله چې د ونی پوټکی به د هندی پتیو یا دارچینی په بیه په تول او وزن پلورل کېدل خلکو د ونو پوټکی په اونگ “هاون” کې ټکول او د زړو بوټانو پوستونه به یې راټولول او هغه به یې په اوبو کې خوټول او د هغه اوبه به یې څښلې او وگړې به په کوڅو او سړکونو کې را پریوتل او مړه کېدل. پیغلو نجونو او بې څښتنه میرمنو چې مخونه یې لمر نه وو لېدلې خپل سره زر پرسرنو گرځول ، چیغې او بوغارې به یې وهلې او مړې کېدلې چا د مړو شویو کسانو د ښخېدلو پروا نه کوله او ښار له مړیو ډک شو..” (۱۷) او د میرمن دوسرسو په وینا ” یو شمیر کسانو په پټه د هغو (مړیو) غوښې پریکولې او خوړلې. ځینو کسانو د مړو شویو ماشومانو غوښې هم خوړلې او ان یوشمیر میندو خپل ماشومان خوړلی ول. په اصفهان کې اکربکر دومره ویروونکې وو چۍ چا مړی نه ښخول بلکه هغوی یې په کوڅو کې خوشې کول او خلک اړ ول چې د خوسا مړیو له سرونو واوړی ، راواوړی او په ډیر لږ وخت کې دا یوه ورځنۍ خبره شوه. د مړیو یوه غټه شمیره یې په زاینده رود کې واچوله او شمیر یې دومره ډیروو چې سیند ډک شو او خبره تر دې کچې راورسیدله چې تر یوه کاله د سیند اوبه د گټې اخیستنې وړ نه وې ” (۱۸)

د دغه پولندی کشیش دغه وینا د صفوی دولت له مخه د کمزورۍ او بېوړی ” بې کفایتی” او د ولس په وړاندې د هغه دولت د چارواکو د بې پروایۍ پړونی لیږې کوی. که د اړوندو چارو پازوالان او وزیران د ولس په فکر کې وای نو ښار به یې لږ تر لږه د یوه کال لپاره په خوراکی توکیو سمبال کړای وای او یا به یې خلک د کلابندې د پایلې له ویرو څخه خبرکړی وای چې هر چا د خپلې کورنۍ او اوژوند غم مخکې له مخکې خوړلای وای او لاره چاره یې سنجولې وای. خو په خواشینۍ دولتی وزیران او لوړپوړی چارواکی د ساده بډانگ او خرافاتی پاچا په ستر گو کې د خپلو سیالانو د راپرځولو او د خپلو جیبونو په ډکولو بوخت ول او هېڅکله د ایران د وگړو په فکر کې نه ول.

 

” د اصفهان د کلابندۍ پرمهال سره له دې چې افغان سرتیری د حکومتی سرتیرو تر ستونی لاندې پراته ول او مردکی یې افغانانو ته رارسیدل خو هیڅوک ونه وژل شول. د ایران د سرتیرو د توپونو شمیره له څلور سوه خــُوله توپونو اوښتله سره له دې چې ایرانی سرتیرو له همدغو څلورسوو توپونو د افغانانو په لور ډزې کړې وې او په دې توگه د مردکو شمیر یې ۱۶۰ زره د توپونو ډزو ته رسیدله خو ددغو توپونو اور دومره بې ځایه وو چې دغو څلورسوه توپونو ونه شو کولای لږ تر لږه څلور سوه افغان سرتیری له پښو را وغورځوی. ” (۱۹)

 

د هماغه پولندی کشیش په وینا یوځل د ښار وگړو د پاچا ماڼۍ په کاڼو وویشتله او له پاچاڅخه یې وغوښتل چې له ماڼۍ دې رادباندې شی او د ایران د ژغورنې لپاره دې د ولس د لیکو په سرکې دې ودریږی چې ځانونه له ایرانه ځار کړی. خو د پاچا د ماڼۍ ساتونکو د ماڼۍ د تړلو دروازو له شا د توپکو په ډزو وگړی خواره واره کړل او پاچا خپل مخ وگړو ته ور ونه ښود. د ۱۷۷۲ز کال د مې په مېاشت کې د ایران دوه درې تنه خانان د علیمردان خان تر مشرۍ لاندې چې مخکې په جگړو کې تپی شوی وو د اصفهان د ژغورنې لپاره له پینځوزرو سرتیرو او پریمانه خوراکی توکو سره را وخوځېدل. کله چې محمود له هغو خبرشو نو د نصرالله زرتشی ترمشرۍ لاندې یې ۴۰۰۰ سرتیری د هغوی مخې ته د مخنیوۍ لپاره ور ولیږل. نصرالله اصفهان ته نیږدې د هغوی مخه را ونېوله او د برېد په ترڅ کې یې ۱۵۰۰ تنه ور ووژل او پاتې نوریې وتښتېدل. (۲۰)

د سپتامبر د مېاشتې په ورستیو کې پلازمېنې ته خبر راورسید چې د تون او طبس واکمن ملک محمود سیستانی د اصفهان د ژرغورنې لپاره د لس زرو سرتیرو په مشرۍ کې د اصفهان لور ته رانیږدې کېدونکی دی. د اصفهان وگړی ددغه خبر په اورېدلو خوښ شول خو کله چې شاه محمود افغان دغه خبرواورېد نو په بیړه یې نصرالله زرتشی چې د ملک محمود هېوادوال او له یوې سیمې وو د هغه مخې ته د خبرو لپاره ورولېږه، نصرالله د گلناباد په سیمه کې له ملک محمود سره ولېدل او د ډیرو سوغاتونو له ورکولو وروسته یې هغه ته د خبرو د سپړلو په ترڅ کې څرگنده کړه چې اصفهان د ځان سپارلو او تسلیمۍ او د صفوی د کورنۍ د لړۍ ټبر د ورټولېدلو په درشل کې دی. له دې امله هغه ویاړ چې ده ته له افغان محمود سره د جگړې په ترڅ کې ورپه برخه دې ورڅخه وانخلی.

نصرالله ټینگار کاوه چې د اصفهان له ژغورنې څخه دې لاس په سر شی او له هغه یې وغوښتل چې له افغانانو سره دې یو ځای شی او د هغوی په مرسته دې پرټول خراسان بشپړه واکمنی وچلوی. په پای کې ملک محمود سیستانی دومره د نصرالله زرتشتی د خبرو او نیوکو تر اغیزې لاندې راغی چې په بیړه بیرته خراسان ته ستون شو. (۲۱)

ځېنو ویلی دی چې ځانمننونکو او ډارنو وزیرانو سلطان حسین شاه یې د ملک محمود له ویرې بیرولی وو چې که هغه اصفهان ته له خپلو ځواکونو سره راشی نو ښایی په خپله د ایران د واکمنۍ پر گدۍ کښینی او د صفویه د کورنۍ د لړۍ ټبر ور ټول کړی. له همدې امله پاچا ، ملک محمود ته پیغام ولیږه چې له راغلې لارې دې بیرته ستون شی او د صفوی دولت په خپله ددې وړتیالری چې له اصفهان او د ایران له پاچاهۍ ساتنه وکړی. ملک محمود د پاچا له دغه پیغامه نومېده کیږی او بیرته خراسان ته ستنیږی او د خپلې واکمنۍ د لیکو په پراختیا پیل کوی. لنډه دا چې که هرڅومره د کلابندۍ موده غځېدله د اصفهان د وگړو وضع لا پسې خراپېدله.

د هرات ارګ

د ډاکټرشفأ په وینا ،” د کلابندۍ په ټوله موده کې سلطان حسین شاه او د هغه سلاکارانو هڅه وکړه چې د نذر،زاریو اوڅلویښتیو ” چله نشینی” اود سکاسکو “بلاگانو” د شړلو اود گڼ شمیر ناروغیو د مخنیوۍ لپاره د غټو او کوشنیو دعاگانود ویلو له لارې چې د حدیثونو په کتابونو کې راوړل شوی ول او د صاحب الزمان د روضې د دعا د ویلو له لارې او یا د کوډو او د پیریانود پاچا زعفرد راغوښتلوله لارې دعاکوله چې د پیریانوله لښکرسره دې د جگړې ډگر ته راشی، یا د ملاباشی د کراماتو له لارې یې افغان مشرانو ته د ځوړند او معلقه اجل د ورلیږلو له لارې غوښتل د اصفهان له کلابندۍ څخه رټل شوی کفار لاس پر سر کړی، خو په اصفهان کې ” په اصفهان کې د ورځینو پیښو پېښلېک / روزنامه وقایع اصفهان” تر سرلېک لاندې د هالند د ختیز هند د کمپنۍ د مامورانو گزارش وایی : ” سره له دغو ټولو تدبیرونو ټولې چارې په ټپه ولاړې وې، ښار د غــَلو دانو له داسې یوې سوکړې ” قحطۍ” سره مخامخ شو چې د یوه من غنمو بیه ۲۰ زره درهمو ته ورسېدله او ورسته له هغې چې یوه دانه غنم ، وریجه او وربشه پاتی نه شوه نو وگړو د خرو، سپیو او موږکانو او بیا د انسانانو د غوښو خوړلو ته مخه کړه” (۲۲)

په پای کې له شپږ مېاشتو کلابندۍ ، لوږې، د عفونی نارغیو، مړېنې او سوکړې “قحطۍ” وروسته پاچا سلطان حسین اړ شو چې د واکمنۍ له گدۍ راکوز او په خپله د دښمن لښکر ته ورشی او د خپلې پاچاهۍ او ژوند برخلېک د محمود د ځواک په گامونو کښیږدې.

د همدغسې یوې ترخې او اوږدې کلابندۍ خوند د هرات ښاریانو پرکال ۱۷۳۰ز کې او پرکال ۱۷۳۸ز کې د کندهارښاریانو د نادرافشار تر مشرۍ لاندې د ایرانی لښکر له لاسه او په ۱۸۳۷ او ۱۸۵۷ زیږدیزو کلونو کې د محمد شاه قاجار له لاسه د هرات ښاریانو و څـَکه. خو ددغه ځای وگړو د سپیو او پیشو گانو غوښې ونه خوړلې بلکه مقاومت یې وکړ. حال دا چې ددغو کلابندیو موده هر ځل ۱۱ مېاشتې او د اصفهان کلابندی ۶ مېاشتې او څو ورځې وه.

هرگوره، لوټ گریزو لښکرځغلولو تل اوبه د بې وزلو وگړو تر ترخځه را رسولې خو شتمنو او بډایو تل د بې وزلو وگړو په پرتله لږ د لوږې له لاسه سختۍ لېدلې دی. د اکتوبر د مېاشتې په ورستیو ورځو کې اصفهان خپلې وروستۍ سلگۍ ایستلې. د هغو کسانو په وینا چې پیـښه یې په خپلو سترگو لېدلې او لکهارت د هغوی خبرې لېکلې” د کلابندۍ په وروستیو د (اکتوبر ۲۳) کې هغه سرتیری چې د ښار د لوړو دیوالو د ساتنې لپاره گورمال شوی ول دومره کم زوره شوی ول چې د ښار د ساتلو په پرتله هغوی ته به ښه دا وای چې په روغتونونو کې پراته وای. ” (۲۳)

د انگریز د ختیز هند د شرکت د استازی په وینا ” د ایران پرتمین پاچا د اکتوبر (آذر) د مېاشتې په ۲۳ په ۱۲ بجو د پاچاهۍ له هرډول لویـنې ، برم او پرتم پرته د پاچاهۍ له ماڼۍ را ووت او پر اس سپور شو. هغه کټ مټ یوه بې وزلې خوارځواکی سوالگرته ورته جامې په ځان کې درلودلې، د هغه د اَردَلیو “ملازمانو” له تندیو دومره د اندیښنو او غم لړلی ناورین باران را وریده چې گڼې د اعلیحضرت د مړی د ښخولو رسمی لمانځنې ته روان دی ” (۲۴)

رستم التواریخ وایی:

” د کلابندۍ په همدغو شپو ورځوکې د اصفهان په ” عالی قاپی” کې څلویښت ږېره لرونکی شهزادگی او د څوارلسو � پینځلسو یا تر هغه لږ بې ږیرې شهزادگیو ژوند کاوه چې ټول یې د پرتمین پاچا د اړوندو ښځو یاکنیزو له لمنو را زیږېدلی ول.(۲۵) بد مرغه او ستړی پاچا له محمود څخه د راپورول شوی اس پر سر سپور او په مړیو ډکو د پلازمېنې د کوڅو د گودرونو له منځه کرار کرار تیر شو او پریښودل شو چې د هغه د خوښې وړ ماڼۍ فرح آباد ته چې د محمود افغان د قوماندې ځای ځایگی ټاکل شوی وو ورشی او هلته په خپل لاس د ایران د پاچاهۍ تاج د محمود افغان پرسر کښیږدی. د فرانسی د کشیش دوسرسو په وینا ” پاچا په خپله د واکمنۍ پر گدۍ د محمود د کښیناستلو په پرتله د واکمنۍ د گدۍ له سره خپلې راکوزیدنې ته لېواله وو.” (۲۶)

لکهارت له پاچا سلطان حسین سره د شاه محمود د چال چلند په اړه د یو چا له خولې چې پیښه یې په سترگو لېدلې یعنی ژوزف آپی سالیمیان ارمنی د فرانسې د کونسل سفیر چې د صفوی پاچا د تسلیمیدلو په ورځ یې د غلزایی محمود دربار ته لاره موندلې وه لیکی: محمود د تالار په گوټ کې ناست او په زَروبی “زربفت” بالښت یې ډه ډه لگولې وه. پاچا ته لارښوونه وشوه چې د تالاربل گوټ ته ولاړ شی، او ودرېږی. پاچا سلطان حسین له ستاینو اود تحیاتونوله ویلو وروسته وویل: ” زویه! له دې چې دا د لوی پیاوړی څښتن پتیینه ده چې زه دې نوره پاچاهی ونه کړم او دهغه د پریکړې پربنسټ ته به د ایران د واکمنۍ په گدۍ پورته شی نو زه د زړه له کومې خپله پاچاهی تا ته در پریږدم او له څښتنه ستا بریا غوړام.” پاچا له دغو لنډو خبرو وروسته د پاچاهۍ ټـوپل “جیغه” له خپلې لنگۍ راپورته کړ او د سپارلو لپاره یې امان الله ته ورکړ خو د پاچا پام شو چې محمود له دغه کاره خوابدی شو نو ټـوپل یې بیرته له امان الله واخیست او په خپله د محمود څنگ ته ورغی (محمود هماغسې په خپل ځای کې ناست وو) او ټوپل یې د محمود پرسر کښیښود او بیا یې د هغه د بریا غوښتنه وکړه، بې واکه شوی پاچا بیرته خپل ځای ته ولاړ و پرځمکه کښیناست. وروسته چای او قهوه راوړل شوه. په دغه شیبه کې محمود پر سلطان حسین خپل زړه سواندی څرگند کړ او هغه ته یې وویل:

” ته غم مه کوه ، انسانی بخت او لوړستوریتوب بې ثباته وی. کله چې لوی څښتن وپتییی یوه ته پاچاهی وربخښی خو کله چې وغواړی هغه له یوه لاسه بل لاس او له یوه توکم څخه بل توکم ورلیږدوی. خو زه ژمنه کوم چې تاته به د پلار په سترگو وگورم او پرته ستا له سلا اوخوښې به هېڅ کار ته لاس ور نه وړم.” (۲۷).

په دې توگه د پاچا سلطان حسین او د صفویه د لړۍ د اوږدې پاچاهی دور په خوارۍ پای ته ورسید. په هماغو شپو ورځوکې د افغان بولندیانو په منځ کې یو بولندوی امان الله د ۳۰۰۰ افغان اس سپرو جنگیالیو په مشرۍ کې اصفهان ته نتوت. هغه د پاچاهۍ د ماڼۍ دروازې په نښه او مــُــهـر کړې او د ایرانی سرتیرو پر ځای یې افغان ساتونکی وگومارل. په بله ورځ یې امان الله لارښوونه ورکړه چې د ښار هرگوت او گودر دې له مړیو څخه را پاک کړی. او داسې لارې چارې یې وسنجولې چې ښارته پریمانه خوراکی توکی راوړی او په خلکو یې وویشی. په بله ورځ یې امان الله، اصفهان ته د شاه محمود د راتگ لپاره اړینې سمبالتیاوې ونیولې او د احتیاط لپاره یې د شاه محمود د لارې په اوږدو کې د لوړو ودانیو ، منارو او جوماتونو د بامونو پرسر په پیاوړو وسلو سمبال سرتیری ودرول. د اکتوبر پر ۲۶ د شاه محمود بدرگه په ځانگړی پرتم د فرح آباد له ماڼۍ راووتله او اصفهان ته راغله.

د هغو کسانو په وینا چې ددغې پیښې ننداره یې په خپلو سترگو کړې :” ددغې بدرگې سر له لسو تنو سپارو صاحبمنصبانو راپیلېدله او ورپسې ۲۰۰۰ سپاره چې په منځ کې یې د ایران د دربار مخـَور هم لېدل کېدل روان ول. له هغه وروسته افغان میرآخور د پینځلس سپرو په سر مشرۍ کې وو چې جنگیالی یې د مستو او رډ سترگو اسونو پرسرسپاره او داسونوزینونه یې په ډیرو ښکلو زین پوښونو پوښل شوی ول. ورپسې یو شمیر توپکوال او شا ته یې ۱۰۰۰ تنه پلی سرتیری په خوځښت کې ول. دوی پسې د تشریفاتو لوی مشر د ۳۰۰ تورپوستو په منځ کې چې ټولو یې سرې جامې اغوستې وې په خوځښت کې وو. دغه تورپوتکی د اصفهان د یرغمل شویو کسانو له منځه غوره شوی ول چې د سوبمنو افغانانو په منځ کې د ساتونکوپه توگه ورڅخه کارواخیستل شی. له هغو وروسته د څلویښت گامونو په واټن کې غلزایی محمود د هغه آس پرسر سپور وو چې د پاچا د گوښه کېدلو په ورځ ورته د عربستان والی د سوغات په توگه ډالۍ کړی وو. بدمرغه سلطان حسین د هغه کیڼ اړخ ته پرآس سپور وو. ددغو دواړو پاچایانو تر شا ۳۰۰ تنه سپاره تنکی مریی “غلام بچه” روان ول. ورپسې مفتی او امان الله، د محمود سروزیر او ملا زعفران او نصرالله زرتشتی، ملا موسی خزانه وال او محمد اقا د محمود “ناظرالبیوتات ” روان ول. له دوی وروسته سروزیر یا اعتمادالدوله او د پرځول شوی پاچا لوړپوړی صاحب منصبان او یو شمیر افغان سپاره بولندویان روان ول. په پای کې سل اوښان روان ول او د هر اوښ پر سریو یو د ” زنبورک” توپ وو. له اوښانو مخکې ۶۰۰ تنه موزیک چیان او د هغوی ترشا د سپاره پوځ شپږ زره سرتیری په خوځښت کې ول. کله چې دوی د شیراز د پله له سره تیر شول شاه حسین یې د ماڼۍ د بڼ له لارې بندیخانې ته ولیږه. داسې ښکاری چې محمود د سوبې او بریا په لمانځنه کې د را پرځېدلې پاچا شته والی له پوهې او تدبیر سره سم نه گاڼه. محمود پرمخ ولاړ او د ښار دروازو ته ورسید. ولس سره له دې چې ډیرې خوارۍ او سختۍ یې لېدلې وې خو دغه بدلون ته یې د یوه نیک مرغه بدلون په توگه ښه راغلاست وویل او همدغه احساس دوی وهڅول چې نوی واکمن ته ظاهرأ درناوی وکړی. هغوی د محمود د اسونو ترپښو لاندې گران بیه شیان غوړوی ول او د چاپیریال هوایې په خپل ښکلی وږم لا ښکلې کړې وه. له هغو توپونو څخه چې د اوښانو پر سر ول کله نا کله اور کېده او لس تنه افغانان چې د محمود د بدرگې مخ ته یې حرکت کاوه په لوړ غږ یې پر محمد (ص) او د هغه په یارانو صلوات او دعا استوله.” (۲۸)

وروسته له دې چې د پاچاهۍ ماڼې ته د ننوتلو رسمی لړۍ پاې ته ورسېدله افغان سرتیرو په لوړو غږونو د ” الله اکبر” شور او زوږ جوړ کړ او محمود د ماڼۍ د دروازې له تیرېدلو وروسته د پاچاهۍ د میلمنو او عمومی ناستو تالار ته ولاړ او د پاچاهۍ پر گدۍ یې ډه ډه ولگوله. د پرځول شوې پاچا سلطان وزیرانو شاه محمود ته د پالیالۍ او درناوۍ سوگند په ځای کړ. ددغو مراسمو خبر د څو توپونو د ډزو په کولو د ټولو تر غوږونو ورسید. محمود د پاچاهۍ پرگدۍ د کښیناستلو له تشریفاتو وروسته ټولو راغلو کسانو ته مېلمستیا ورکړه. او په دې ډول پرایران د افغانانو د واکمنۍ دور راپیل شو. د کروسیسنکی په گزارش کې راغلی چې : ” د افغانانو د بریا یو پیاوړی لامل د سرتیرو رمبکتیا یا انطباط وو. ښایی په بل هېڅ ځای کې سرداران [دداسې سرتیروپه لرلو]دومره ځواکمن نه وی او هېڅ سردار ته دومره غاړه نه ایښوول کیږی.” (د کروسینسکی په روایت د اصفهان را پرځېدنه/ سقوط اصفهان بروایت کروسینسکی ، تهران، پ ۴۶)

کروسینسکی د افغان جنگالیو د پوځی مورال په اړه وایی :” جگړه او وژنه د افغانانو رغښت او عادت دی. د جگړې په ډگر کې هېڅ افغان نه غواړی دښمن ته شا کړی که څوک له دښمنه په شا شی نو د سترگو په رپ کې یې وژنی. د اصفهان د کلابندۍ پر مهال مې د عباس آباد د پله تر څنگ د جگړې ننداره کوله. یو افغان مې ولېد چې ښـی لاس یې غورځېدلی ښکارېده، هغه د سرتیرو د کتارد وروستی لېکې شا ته ورغی، ساتونکو گومان کاوه چې له جگړې تښتی او هغوی غوښتل چې ویې وژنی. هغه خپل لویدلی لاس ورښکاره کړخو بیا هم ساتونکو ونه منله او ورته ویې ویل: ای ډارنه، که ستا ښی لاس په جگړه کې له کاره لولېدلی باید په کیڼ لاس وجنگیږﺉ او که کیڼ لاس دې هم له کاره ولوید په خوله جنگ وکړه او د خولې لاړې دې د دښمن پر مخ د خولې لاړې دې ور ووله چې لوی څښتن یې اجرونه درکړی….. که د افغانانو توره، ډال، لیندۍ ، توپک او نورې وسلې پرځمکه ولویږی د هغو د بیرته اخیستلو لپاره د اس له سره نه راکوزیږی. دوی د اس په سپرلۍ کې دومره چابک او تیز دی چې د اس له سره پرته له کوزیدلو خپله وسله د ځمکې له سره راپورته کوی. هغوی چې هر ښار او ښارگوټی نیسی که ښاریان له مرغلرو او سرو زرو ډکې ساگنی ” طــَبــَق” پر سرونو وگرځوی نو افغان لښکریان او غیرلښکری افغانان به چاته اجازه نه ورکړی چې هغوی ته څوک تاوان ورسوی. د یرغمل شویو کسانو پلورلو او پیرودلو ته لېواله نه دی. یرغمل نیول شوی وروسته له لنډې مودې خوشې کوی او ډیر کسان یې په جگړو کې ونیول خو هغو ته یې د خپلو اولادونو او زامنوپه سترگو وکتل. په هره چاره کې په لوی څښتن توکل لری، ځانپالی او ځانمنونکی نه دی، یوازې په نینې شویو غنمو خپلې شپې ورځې تیروی. د ډول ډول خوراکود خوړښت عادت نه لری. د پسه کولمې له اوبو ډکوی او تر خپلو ملاگانو یې راتاووی او د اړتیا په وخت کې ورڅخه کار اخلی. په خوړښت کې ساده دی. ډوډۍ او نور خوراکی توکی د ځمکې پر سر ږدی او پرته له اوبو بل څه ور سره نه څښی. د لوړې او ټیټې بیې پټوگان او رنگارنگ خمتاوې لری چې ځانونه له لمر او وسلې له بارانه پرې پټوی. ارتې او لوړې جامې اغوندی او میرمنې یې پرته له مخپټونې په کوڅو کې په غنج ” ناز” کږې وږې روانې دی او ډیرې ښکلې دی، په هغوی کې داسې ښکلې هم شته د ځلانده لمر په شان په لار درومی، په غوږونو کې بلور ین اوپره لرونکی والیگان اچوی” ۲۹)

له دغې پراخې څرگندونې څخه بریښی چې افغانان ساده او کم تمه “طمع” خو سخت زړور، جنگیالی او د انظباط لرونکی ول او د خپلې بریا لپاره د مرگ ترپولې پورې جنگېدل.
د شاه محمود پاچاهی په ایران کې:
څرنگه چې مخکې مو ورته نغوته وکړه، کروسینسکی د اصفهان د کلابندۍ پرمهال په هغه ښار کې وو او د وگړو زړه بوږنوونکی اکربکر یې په خپلو سترگو لیدلی او کله چې محمود اصفهان ونیو نوموړی له محمود غلزایی سره څو ځله لیدلی هم دی او د محمود د چال چلند انځور په لاندې ټکیو کې راکاږی:

” هغه منځقدې ونه درلودله، اوږې یې پلنې وې، ټیټه پزه او پلن مخ یې وو، تیرې سترگې یې وی، توند کاته یې درلودل، لنډه غاړه اوسره کوسه ږیره یې وه. هر سهار به یې د خپلو بولندویانو په منځ کې تر ټولو پیاوړی بولندوی سره غیږې نیولې او پاتې ورځ به یې په نورو ورزشونو چې د هغه ځان ته یې لا پیاوړتیا وربخښله، تیروله. په ورځ کې به یې پنځه له پښو تړلی پسونه ورته راوړل او هغه به پسونه په خپلې تورې دوه نیمه کړل. هغه په شلگر “نیزه” اچونه کې ډیره پخه ورهڼه ” مهارت” درلودله او هېڅکله یې نښه بې ځایه نه مښتله. پراس د سپرېدلو په وخت کې دومره چابک وو چې د سپرېدلو په وخت کې به یې په کېڼ لاس اس له ورږ “یال” ونیو، ښی لاس به یې د اس پر ملاکښیښود او پرته له زین او رکابه به په ټوپ پرې سپور شو. په کور کې په زین سپریده. دیر لږ بېدېده او کله به چې یوې خواته له لښکر سره تللو هېڅکه پر بستر نه بیدیده. د شپې له پلوه په خپله پر ساتونکو گرځېده او د هغوی خبر به یې اخیست او په اصفهان کې پلی گرځېده. په خوراک کې یې اعتدال کاوه هر څه یې چې لاس ته ورتلل نو به هماغه به یې بــَسـنه او قناعت کاوه،شراب یې نه څښل، له خپلې ماندینې د سلطان حیسن له لور پرته چې له هغې یې یو زوی درلود، له بلې ښځې سره پرې نه وت. شاه محمود د ځانخوښی ، عیاش اونری زړی شاه حسین برخلاف ، فعال، پیاوړی او غښتلی وو او په پوروژنه “قصاص” کې هېڅ چا خپل مخ “شفاعت” نه شو وروړای او د چا زارۍ او التماس یې نه منل او د شرعیت حکم یې پلی کاوه او د خپل دښمن په اړه ډیرسخت زړی اوغچ اخیستونکی وو. د جگړو پرمهال د لښکر په لومړۍ لېکه کې درېده. (۳۰) . شاه محمود درې کاله په ایران کې پاچاهی وکړه (۱۷۲۲ � ۱۷۲۵ ز)

په لومړیو کې هغه د ښه چال چلند لرونکی او منځدریځی وو. د ایران د پاچاهۍ پرگدۍ د هغه لومړنی کارد هغه انسانی گام ،د اصفهان سوکړه ” قحطۍ” ځپلو وگړو ته د خوراکی توکو برابرول ول. د خپلې پاچاهۍ لومړۍ مېاشتې یې د منځلاری د دریځ په را غوره کولو چې ایرانیان یې هک پک کړل تیرې کړې. هغه دومره هوښیار وو چې د صفوی پاچاهۍ د پیچلې ادارې ټولې چارې یې په لنډ وخت کې وپیژندلې او پوه شو چې افغانان په دغه لومړنی پړاو کې ددغو پیچلو چارو د راخپلولو کارپوهنه او وړتیا نه لری نو له دې امله یې پخوانی ایرانی لوړپوړی ماموران او وزیران بیرته په خپلو کارونو وگومارل او د هر یوه تر څنگ یې یو افغان و ټاکه. د همدغې پوهې په اډانه کې افغانانو ته د ادارې د چارو د پرمخ بیولو لپاره د زده کړې لاره پرانیستل شوه. افغانان په ځیر د ایرانیانو کار څاره چې په فساد او ککړتیالاس پورې نه کړی او بډې وانخلی او په پای کې د محمود دپاچاهۍ لومړۍ شپې ورځې دومره ښې تیرې شوې چې ساری یې په تیرې نیمې پیړۍ کې نه وو لېدل شوی.

شاه محمود هغه کسان چې پخوانی پاچا او هېواد ته یې خیانت کړی وو او د افغانانو په گټه یې ورته څارگری کړې وه یا اعدام کړل او یا یې زندان ته واچول او د هېواد خاﺋـینانو ته یې تلپاتې درس ورکړ. هغه په برالا ویل له هغو کسانو څخه چې پاچا او یا خپل دولت ته یې خیانت کړی نشی کولای د ښیگڼې هېله ولری او که وخت له دغو څارگرو وغواړی او یا اړتیا پېښه شی نو دده په وړاندې به هم ورته خیانت وکړی (۳۱)

ورسته له هغه یې جارچی ته لارښوونه ورکړه چې ایرانیان په ځانگړې توگه د اصفهان وگړی دې له افغانانو سره د کتنې په وخت باید له خپله ځایه ودریږی او پرخپلونو ټټرونو د لاس ایښوونې له لارې دې د هغوی درناوی وکړی. د درناوی دغه ډول لا تراوسه د افغانستان په افغانانو کې لا تراوسه دود دی او د هغوی د ژوند او فرهنگ یوه برخه ده.

د هغې ترڅنگ محمود ټولنیزې پاړکې ” طبقې” په اوو ډلو وویشلې چې افغانان د سوبمنو په توگه په لومړۍ کچه اوماتې خوړلې مغلوب ایرانیان یې په اوومه کچه کې را و شمیرل. او دا چال چلند د ایران د هغه چال چلند په کړس کې وو چې شل کاله مخکې د سوبمن ایران لښکریانو د کندهار او هرات د وگړو په حق کې کړ ی وو.

په دغو شپو ورځو کې د ایران په دوه گونډو ناست دښمنان د سترپیطر تر مشرۍ لاندې روسیه او بل یې عثمانی ترکېه، ایران ته د پیاوړی گواښ په توگه گڼل کېدل. پیطر تر ټولو سترگواښ گڼل کېده ځکه چې د (دربند) مهم ښار یې په لاس کې وو. په دغسې شپو ورځو کې شهزادگی طهماسب صفوی چې مخکې له اصفهانه تښتېدلی وو د ۱۷۲۳زکال کال = ۱۱۳۵ هجری کال د محرم په دیرشمه نېټه په قزوین کې خپله پاچاهۍ اعلان کړه. که څه هم دغه پېښه په څرگنده جگړې ته د افغانانو د راکاږلو مانا ښندله خو د بېوړه او بې کفایتو وزیرانو په هڅونو ډیر ژر په بنډارونو، لهو ،لعب ،عیش او عشرت کې ډوب او په اصفهان کې د خپل کور له ژغورلوڅخه لیرې او بې خبره پاتې شو. شاه محمود د خپل اکا زو اشرف، اعتمادالدوله او امان الله خان د یوه ۳۰۰۰ کسیز لښکر په سر مشرۍ کې له شهزادگی طهماسب سره د جگړې لپاره قزوین ته ولیږل خو شهزادگی پرته له دې چې له افغانانو سره مقاومت یا جگړه وکړی، له قزوینه کاشان ته او له هغه ځایه آذرباﺋـیجان ته و تښتېد او قزوین پرته له جگړې او مقاومته د افغانانو منگولو ته ورَغی. په لومړیو کې ولس افغانان په وَرین تندی ومـنل خو سوبمنو سرتیرو ونه شو کولای چې د وگړو او دهغوی د شتمنیو او ناموس په وړاندې د ناوړه چال چلند اوتاوتیریخوالی مخه را ونیسی. له دې امله ولس د افغانانو له دغه چلند څخه تر دوه سوږمو را ورسیدل او پاڅون ته یې لاس واچاوه.

ددغه پاڅون په ترڅ کې هر قزوینی خپل افغان مېلمه وواژه او په دې ډول د افغان لښکر یو شمیر سرتیری د بې خبرۍ په منگولو کې راښکېل او ووژل شول. امان الله خان هم ټپی شو خو ډیر ژر یې خپلو پاتې ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې ځانونه د ښار ارگ ته را ورسوی او له هغه ځایه دې په مقاومت لاس پورې کړی. افغانی ځواک د امان الله خان لارښوونه ومنله او ځانونه یې ارگ ته را ورسول او همدغه چاره د هغوی د ژغورنې لامل شوه. له دې چې په ارگ کې خوراکی توکی مخ په خلاصېدلو ول امان الله پریکړه وکړه او لارښوونه یې ورکړه چې د تورې په زور دې د پاڅونوالو لېکې ور ماتې او ځان ته دې د بهر وتنگ لاره پرانیزی. افغانانو همداسې وکړل خو د ډیرو درندو تلفاتو په ورکړنگ (څه ناڅه ۱۲۰۰ تنه ووژل شول) او پاتې سرتیرو وکولای شول چې له ښاره دباندې ووځی. یو شمیرسرتیری د کاشان په لور ولاړل او هلته یې د اشرف تر مشرۍ لاندې ډله جوړه او کندهار ته ولاړل او بله ډله د امان الله خان تر مشرۍ لاندې ستړی او ستومانه اصفهان ته راستنه شوه (۳۲)

ددغې پېښې خبر پر شاه محمود ډېره بده اغېزه وشېندله او لارښوونه یې ورکړه چې د اصفهان ټول وزیران او مخور چې شمیر یې درو سوو تنو رسېده ماڼۍ ته دې راوستل شی او بیا دې له چړو تیر شی. دغه پریکړه د دغو ټولو بې گناهو کسانو په حق کې پلې شوه او له هغې ډلې یوازې اعتمادالدوله محمد قلی د دوه وو تنو غلجیو په مخ ژوندی پاتې شو او پاتې نور ټول له چړو تیر شول او د وژل شویو کسانو مړی د ښار په واټونو کې خلکو ته په ننداره کښیودل شول. محمود لا په دې بــَسـنـه ونه کړه او د هغوی د زامنو او یو شمیر قزلباشو د وژلو لارښوونه یې هم ورکړه او دغې چارې په اصفهان کې داسې ویره خپره کړه چې تر ډیرې مودې چا له ویرې له خپله کوره د راوتـنـگ زړه نه درلود او چا اجازه نه درلودله چې ښارته خوراکی توکی راوړی او په پای کې اصفهان له لوږې او قحطۍ سره مخامخ شو. که نصرالله زرتشی اصفهان ته خوراکی توکی نه ول را رسولی نو هېڅ شک نشته چې د پاچا د پرغزناکۍ او قهر له امله ډیر وگړی مړه کېدل.

نصرالله زرتشتی د ۳۰۰۰ کسیز لښکر په مشرۍ کې د اصفهان په شمال غربی سیمه کې د خوراکی توکو په را ټولونگ لاس پورې کړ او دغه چاره یې په ډیره ښه توگه سر ته ورسوله او ” پینځوس زره په اوښ بار” خوراکی توکی یې پلازمنې ته را ولېږل د همدان په شمالی او شمال ختیزو سیمو کې یې سنی مذهب ته د را اووښتو څلورزره کورنۍ و هڅولې چې اصفهان ته کډه وکړی او هلته په اصفهان کې دیره شی (۳۳). د نصرالله زرتشتی زامن د اصفهان له سوبې وروسته سیستان ته ستانه شول او له ۱۲۰۰ افغانی او زرتشتی کورنیو سره له سیستانه اصفهان ته را کډه شول.

په دغو شپو ورځو کې افغان سرتیرو چې د جگړې د ولجې د راټولو له امله هوسا ژوند موندلی وو خپل مورنی ټاټوبی ته د ستنیدلو په هېله شول او د هغوی یو شمیرې د کندهار پر لور وخوځېدل. شاه محمود د افغانانو بیرته ستنېدنگ د ځان او په اصفهان کې د نورو مېشتو افغانانو په وړاندې د یوه راتلونکی گواښ او خطر په توگه وگاڼه اوددې لپاره چې د سرتیرو د تېښتې مخنیوی وکړی نو لارښوونه یې ورکړه چې د هغوی کورنۍ دې اصفهان ته را ستنې کړای شی. کندهار ته اته زره اوښان ولېږل شول او په کندهار کې نور اوښان یې هم راټول کړل چې د افغان سرتیرو کورنۍ اصفهان ته راستنې کړی. د کروسینسکی په وینا: ” لومړنی کتار له دېرش زرو اوښانو څخه جوړ وو چې وروسته له درو مېاشتو مزل اصفهان ته را ورسید. په راتلونکو دوه وو کلنو کې نور کډوال هم اصفهان ته راغلل خو بیاهم د اصفهان د وگړود لږ والی تشه یې ډکه نه شوای کړه. وروستنی کتار د شاه محمود د ژوند په وروستیو شپووروځو کې راورسید چې له درو زرو اوښانو څخه جوړ وو او د شاه محمود مور هم له همدغه کتار سره اصفهان ته راغله.” (۳۴)

شیراز دویم ښار وو چې باید نیول شوی وای. د ۱۷۲۳زکال د دوبی په وروستیو کې ړوند نصرالله د دغه ښار نیولو ته و گومارل شو. هغه د شیراز تر کرښو پرته له مقاومته پرمخ ولاړ خو کله چې شیراز ته ورسید د هغه ځای واکمن مقاومت ته ملا وتړله. نصرالله د سترگو په رپ کې د لښکر د سرمشرۍ په مخکنۍ لېکه کې ودرید او لښکر ته یې د یرغل بولنده ورکړه. خو دغه زړور سرلښکر لومړنی تن وو چې د شیراز د ښار د ساتونکو غیشی یې پر ټټرومښت او په خارو کې راپریوت. د نصرالله مړینه د لښکریانو د ناورین او ویر لامل شوه او محمود د هغه مړینه نه سکینده “جبران” کېدونکی وبلله. ځکه چې هغه د محمود د لښکر یو تر ټولو بریالی سردار وو.

ارمنیان په ځانگړې توگه زرتشتیان د خپل سترمشر نصرالله په مړېنه کې ډیر وکړېدل. ان د اصفهان وگړو هغه یې د یوه زړه سواندی او سختی گالونکی مشرپه توگه و گاڼه او د هغه د مړینې له امله ډیر خواشینی شول. پولندی کشیش کروسینسکی په خپلو یادښت لېکونو کې لېکی چې زرتشتی نصرالله د پراخ زړه او ورین تندی خاوند وو. یو شمیر گرجیان چې پاچا ته یې خدمت کړی وو دې ته اړ شول چې اسلام ته را واوړی خو نصرالله هغوی ته اجازه ورکړه چې بیرته خپل لومړنی دین ته ور واوړی او ان له اصفهانه یې هغوی ته گرجی کشیش ور ولیږه. کروسینسکی زیاتوی چې هغه دغه کار ” عیسویت ته د لیوالتیا له امله نه کاوه بلکه هغه یې له شیعه مذهب څخه د کرکې په کړس کې کاوه” (۳۵)

د نصرالله خان زرتشتی له مړینې وروسته د شیراز د نیونې لپاره د افغانی ځواکونو مشری افغان زبردست خان په لاس کې واخیستله او وایی چې : زبردست خان ” ډیر زړور او بې ویرې جنگیالی وو” او له همدې امله یې د هغه ښار ټینگی کلابندۍ ته ملا وتړله او کله چې ښار ورتسلیم شو نو د شیراز د وگړو په وړاندې یې له ډیرې زړه سواندۍ کار واخیست. له دې چې سوداگرو او شتمنو کسانو وگړو ته د خوراکی توکو له ورکړنگ څخه ډه ډه کړې وه او یو شمیر بې وزلی وگړی د لوږې له لاسه مړه شوی ول نو زبردست خان لارښوونه ورکړه چې د ښار ټولې هټۍ او خوراک پلورنځی دې پرانیستل شی خو هېڅ چا اجازه نه درلودله چې له ځان سره وسله وگرځوی. په ډیرې لنډې مودې کې د ښار اکربکرعادی شو او شیراز ته له هره گوټه خوراکی توکی راوړل شول او وگړو وکولای شول چې د خپلو ورځنیو اړتیا توکی را ټول کړی. د ناصرالدین شاه د استخباراتو وزیر یو تأریخ لېکلی او تأریخ منظم ناصری نومېږی، په هغه کې راغلی دې چې :” زبردست خان د شیراز وگړو ته سوله راوړله، یو ورځ یې ناڅاپه یرغل وکړ، شیراز یې ونیو او (وگړی ) یې له وژلو منع کړل. کله چې ښار ونیول شو ویې لېدل چې څو تنه له لوږې مړه شوی ول. یوه سوداگر په کور کې دومره غنم درلودل چې د ټول شیراز د ښار د گړو لپاره په میاشتو میاشتو بس ول. زبردست خان له سودا گرڅخه پلټنه وکړه او هغه یې بندی کړ. هغه وویل: ولې دې دغه غنم پر بې وزلو ونه ویشل او پرې دې ښودل چې وگړی له لوږې مړه شی.” �۳۶) یوه ورځ یوه ارمنی سوداگر شاه محمود ته ورغلی وو چې د هغه سره زر او د الماسو دوه غوټی یې د اصفهان او هندوستان په لاره کې ورڅخه غلو لوټ کړی دی. شاه محمود د ارمنی سوداگر پر غوښتن لېک زبردست خان ته ولېکل چې د سوداگر مال دې پیدا او څښتن ته دې ور وسپارل شی. زبردست خان ددې لپاره چې په ایران کې د افغان پاچاهۍ د تورې شرنگ راښکاره کړی وی هڅه وکړه چې غلا شوی مال ومومی او هغه بیرته د هغه څښتن ته ور وسپاری. دا په خپله څرگندوی چې زبردست حان د دسپلین څښتن او یو انظباط لرونکی واکمن وو پرته له هغه د ارمنی سوداگر د مال موندنه ناشونې ښکارېدله.” گوربت، څلورمه گڼه، پینځم کال، پ ۵، د ښاغلی حداد په قلم د زبردست خان په اړه مقاله”

د شیراز د ښارنېونه شاه محمود خوښ او د ایران د نورو ښارونو نیولو ته لا هېله من کړ. له دې امله کله چې زبردست خان د [لار] او بندرعباس د سیمو په پرانیستلو بوخت وو، شاه محمود په خپله د یوه لښکر په مشرۍ کې د اصفهان د لویدېځ په سل مایلی واټن کې پرگلپایگان یرغل وروړ او هغه یې د یوې لنډې جگړې په ترڅ کې ونیو او بیا د زاگروُس د غرونو د لړۍ په لس مایلی واټن کې د خونسار پر لور وخوځېد او هغه ځای یې هم ونیوه وروسته د زبردست خان په مرسته یې کاشان ونیو او بیرته اصفهان ته را ستون شو.

دغو ښارنیونو د شاه محمود د واکمنۍ په پراختیا کې پاچا ته هېڅ ډول ډاډ نه ور په برخه کاوه نو له دې امله د یوه لښکر په مشرۍ کې ودرېد او غوښتل یې د گیلویه د غره په لمنو کې پراته توکمونه د خپلې واکمنۍ تر سیوری لاندې راولی. خو پرته له دې چې کومه سوبه او بریا ور په برخه شی د سیمې له جغرافیې سره نا بلدۍ او د ژمی سړښت د شاه محمود لښکر ته ډیر تاوانونه ور واړول. محمود له دغه بې گټې تاوان څخه ډیر خواشینی وو. په همدغې شیبې کې د شاه محمود ددولت یو پیاوړی او اغیزمن مشر امان الله خان د شاه محمود د خپل سریو او استبدادی کړنو او یا د وَ لجو د ویشنگ له امله خواشینی شو او له خپلو ځواکونو سره له اصفهانه د کندهار په لور ووت. امان الله خان هم د پاچا سلطان حسین له یوې لور سره واده کړی وو او له دې امله د شاه محمود نیږدې خپلوان گڼل کېده. کروسینسکی د امان الله خان د غه گام د شهزادگۍ (د هغه ایرانۍ میرمن) د پارَونو له امله بولی او له دې چې د امان الله میرمن د شاه محمود او د هغه د ماندینې تر منځ له اختلافاتو خبره وه وایی چې :” د ۱۷۲۳زکال د لسیزې په لومړیو کې امان الله د پاچاهۍ تاج را پورته کړ او له خپلو سرتیرو سره له اصفهانه ووت او د کندهار پر لور وخوځېد، خو د لارې په منځ کې پرته له دې چې خپله موخه او هدف چا ته څرگند کړی د طهماسب تر ولکې لاندې سیمو ته یې مخه واړوله.” (۳۷) هرگوره دغه گام شاه محمود دومره عصبی کړ چې په بیړه د ډیر اوږده مزل په وهلو امان الله پسې ورغی او کله چې هغه یې وموند د خپل اس له سره را کوز شو او هغه یې په غیږ کې ونیو او د هغه ټولې غوښتنې (د واکمنۍ او ولجو د ویشنې په گډون) یې ومنلې او د افغانانو د دود پر بنسټ یې د تورکښ ” عسکریت” په تورو سوگندونه وخوړل او لوړه یې وکړه او خپله پخوانۍ دوستی یې راژوندۍ کړه او بیا شاه محمود خپل اس امان الله ته ورکړ چې د هغه پرآس سپور شی او په ټول پرتم دې بیرته اصفهان ته راستون شی.

کروسینسکی لېکی چې :” امان الله خان له کابله کندهار ته راغلی وو او له محمود سره یې ملگرتوب راخپل کړی وو. هغه هوښیار او یو پیاوړی ازمیل شوی جنگیالی وو. نوموړی ډیر مدبر شوی وو او په اصفهان کې د محمود د گام د ټینگښت لامل هم دی وو.” (۳۸) شاه محمود ، امان الله خان سر وزیر (اعتمادالدوله) جوړ کړی وو.

یوځل شاه محمود امان الله خان ته ویلی ول چې زړور او پیاوړی جنگیالی اشرف دې له کندهاره بیرته را وغواړی او د هغه درنښت دې پر ځای کړی. شاه محمود له ناچارۍ اشرف له کندهاره راوغوښت او ظاهرأ د هغه درنښت یې کاوه خو په زړه کې ورڅخه خوښ نه وو ځکه چې لښکریانو اشرف ته ډیر درناوی درلود. له کندهاره د امان الله له راتگ وروسته، شاه محمود د هغه په وړاندې خپل ډاډ له لاسه ورکړی وو او په دې ترڅ کې له دوه تنو لوړ پوړو او د درنښت وړ افغانانو څخه یې کرکه کوله او له هغو بیرېده او دغو داړو دوستانو هم محمود ته په زړه کې په ښه سترگه نه کتل.

په همدغسې شپو ورځو کې شاه محمود ته خبر را ورسېد چې د افغانانو یو کتار کله چې له کندهاره د اصفهان پر لور را روان وو د یزد د گړو تر یرغل لاندې راغلی، کتار یې لوټ کړی اوپه کتار کې د ۲۰۰۰ په شا او خوا کې ټول افغانان وژلی دی. شاه محمود د ۱۷۲۴زکال د نوامبر په مېاشت کې د یزد له وگړو څخه د غچ اخیستلو په موخه د یوه لښکر په مشرۍ کې د یزد پر لور وخوځېد. خو په دغه برېد کې بریا ور په برخه نه شوه او لښکر یې ډیر تاوان ولېد. د لښکر مشرانو ددغه پاتې راتلنگ او ناکامۍ لامل د محمود پرغاړه واچاوه او په پای کې یو شمیر سرتیری او افسران د کندهار پر لور وخوځېدل.

دغو پیښو د شاه محمود پر اعصابو دومره زور راووړ چې خپله په ویره او د اعصابو په ضعف اخته شو، له خوړښت پاتې شو او د ویرې خرخښنه “وسوسه” پرې را خپره شوه. د هغه د مرشد په گډون د دربار نیږدو کسانو د محمود دغه حالت د خدای غضب گاڼه او د خدای د غضب د غلی کولو لپاره هغه ته یې لارښوونه وکړه چې په اعتکاف او عبادت دې لاس پورې کړی او په څلویښتۍ دې کښېنی. دغه گوټ ناسته “اعتکاف” باید په څلویښت ورځو کې تر سره شوې وای او محمود هم همداسې وکړل. محمود د خپل مرشد په لارښوونه په څله ځای کې کښیناست او د څلویښت ورځو لپاره د اسم اعظم په ویلو یې پیل وکړ او له خوړلو، څښلو ، له خلکو سره له لېدنې څخه یې ډه ډه وکړه. دغې څلویښتۍ پر محمود ناوړه اغیزه وکړه او هغه یې د لیونتوب لمنې ته را وکاږه. کله چې له څله ځی راووت رنگ یې الوتلی وو،کمزوری وو، کرار او آرام یې نه درلود او اعصاب یې گډ وډ ول. د خپلو نیږدو کسانو په وړاندې بد گومانه وو او گومان یې کاوه هرڅوک چې ورته نیږدې کیږی هغه وژنی او تاج او پاچاهی ورڅخه اخلی. نو له دې امله خپل د تره زوی اشرف یې له ټولومخکې زندان ته ولیږه. په همدغسې یوه اکربکر کې هغه ته خبر ورکړ شو چې د صفی میرزا په نامه یو شهزادگی له ماڼۍ تښتېدلی او بختیاری ته یې پناه وړې ده. دغه خبره د یوه ســَټک په څېر د محمود پرمغزو راپریوتله او د لیونی په شان یې د پرځېدلی پاچا پر کورنۍ او ماشومانو برېد وکړ او په خپل لاس یې د پاچا ښځې او ماشومان له تورې تیر کړل. وایی چې سلطان حسین د خپلو ماشومانو د چیغو او بغارو په اورېدلو له کوره را ووت او په خپلو سترگو یې هغه ویروونکې پېښه ولېدله. پاچا خواست او زارۍ وکړې او خپل دوه تنه زامن چې لاسونه یې شا ته تړل شوی ول د دُرنه مار “جلاد” له منگولوراخلاص کړل او د پلار غیږې ته ورغلل، محمود پر هغوی برید وکړ خو پاچا سلطان حسین خپل دواړه لاسونه ونیول، توره د هغه پر لاسونو راپریوتله او ټپی شو. محمود د خپلې میرمنې د پلار د وینو په لېدلو په هوښ راغی او د هغه د دوه زامنو له وژلو څخه یې ډه ډه وکړه. خو دغه دواړه هلکان دومره بیرېدلی ول چې په بله ورځ دواړه یې مړه شول. (۳۹)

ددغې ویرونکې پېښې اغیزو محمود ته سمې پایلې نه درلودلې. ځکه چې دغې پېښې له هغه څخه د پوهې او عقل وروستنۍ نښې واخیستلې ان دا چې دخپل ځان په غوښو یې خپل غاښونه لگول او په ځان نه پوهېده او ټپونه یې ورو وروعفونی کېدل. له دې چې نورشاه محمود د واکمنۍ وړ نه وو نو افغان مشران او له هغو څخه امان الله خان د هغه ځای ناستی شول. د ۱۷۲۵زکال د اپریل د مېاشتې د ۲۲ نېټې په ماسپښین امان الله خان د یوه بل افغان مشر په ملگرتیا، اشرف له زندانه راخلاص کړ او د ۷۰۰ یا ۸۰۰ تنو سرتیرو په مشرۍ کې د پاچاهی د ډگر پر لور وخوځېدل. کله چې د پاچاهۍ ډگر ته ورسیدل د پاچاهۍ پر ماڼۍ یې برېد وکړ او د پاچاهۍ ساتونکی ځواک “گارد” له لږ مقاومت وروسته ور تسلیم شو او اشرف د سترگو په رپ کې ماڼۍ په خپله ولکه کې راوستله او شاه محمود یې زندان ته واچاوه. له درې ورځو وروسته محمود یا د ناروغۍ یا د پټې وژنې له امله په زندان کې مړ شو اود محمود له مړینې وروسته د اشرف د پاچاهۍ خبر خپور شو. (۴۰) \
د محمود مـُهـُر سجع داسې وه:

دولت سلطان حسین نابودشد شاه ایران عاقبت محمودشد
ژباړه: د سلطان حسین پاچاهی وپرځېدله محمود د ایران پا چا شو

شننه او جاج اخیستنه:
د هېواد د تأریخ ددغې لړۍ له لوستلو ورسته دغې پایلې ته رسېږو چې :
۱. افغانان جنگیالی او په خپلواکۍ مین وگړی دی، که بهرنیان د هغوی پر ټاټوبی برېد وکړی نو د تیری ویر او ټپ تر یوې لنډې مودې پورې زغمی خو نه شی کولای تر آخره پورې د بهرنیو یرغلگرو پیټی پراوږو یوسی. په پای کې په پښو دریږی اوله یرغلگرو څخه د ټولو لوټماریو، بې احترامیو او سپکاوی غچ اخلی.

۲. د صفوی د پاچاهۍ پروړاندې د محمود له پاڅون څخه بله اخیستنه چې باید واخلو دا ده چې که څه هم شاه محمود د ایران په شان د یوه لوی هېواد د پاچاهۍ لپاره لا ډیر ځوان وو او د (کندهار له دوه کلنې ادارې څخه پرته) یې د واکمنۍ پخه تجربه نه درلوده خو خپل ولس ته یې په زباد ورسوله چې که د افغانستان له غرنیو لمنو څخه ځوانان وغواړی نو کولای شی د خپل سرۍ او استبداد په وړاندې د خپل سرۍ ضد پاڅون راوپاروی او کولای شی پردښمن د بشپړې بریا تر وروستۍ پولې پورې پاڅون تر خپلو وروستیو لېکو ورسوی.

۳. په دغې شننې کې د یادولو وړ بل ټکی دا دی چې گڼې تأریخ په خپله د افغان شاه محمود پر اوږو درنده دنده ایښې وه چې د صفوی د خونړی ، خپل سری او ځانخوښی رژیم د واکمنۍ لېکه وردړې وړې کړی چې د شیعه د مذهب په رسمی کولو یې د نورو مذهبونو له لارویانو او گروهنوالو سره کلکه دښمنی را پارولې وه او داسې یوه واکمنی د تأریخ کندې ته دتل لپاره واچوی چې زموږ د هېواد د سلگونو زرو بې گناه هېوادوالو وینه یې یوازې د غیر شیعه مذهب په پلمې توی کړې وه. شاه محمود ددغه کارپه کولو د صفوی د لړۍ د وینی بهوونکو ، بېوړو ” بې کفایتو” پاچایانو خونړۍ منگولې د میلونو زیارگالو افغان او ایرانی وگړو له گریوانونو څخه د تل لپاره را غوڅې کړې . د پاچاهې داسې خونړۍ لړۍ چې ۲۲۰ کلنه واکمنی یې له سره تر پایه په وینو تویولو، بیرحمیو، ورور وژنو، پایلات “فساد” ، ځان ښوونې، ټگۍ او برگۍ او ځانخوښۍ تیره شوه. داسې یو رژیم چې ژوندی وریتول ، کبابول، د سرو او خوټېدولو اوبو په لوښو کې د انسانانو اچول، د نسونو سوری کول، په تبرگی دوه نیمول، د ژوندی سړی پوستول او د دښمن د خامو غوښو خوړل، ټوټې ټوټې کول او انسانانو عیبی کول یې له سترنوښتونو څخه ول. داسې یو رژیم چې پاچاهانو یې د مرشدۍ او مذهبی خدایپالنې د ټټر په وهلو او د وینې تویولود تـــُندې په لمبو کې ان پر خپلو ورورونو، مېرمنو، کوشنیانو او ان خپلو میندو زړه نه سوَځاوه. د صفویه د لړۍ په راپرځولو کې د ایران ولس په ځانگړې توگه په ایران کې مېشت لږکی ددغو ټولو بیرحمیو، ځان مننو، ټگیو او برگیو او د مذهبی ، سیاسی او فرهنگی بنسټپالنې د وینی بهوونکی ناورین په پام کې لرو سره باید د افغان محمود پاڅون یې نیکمرغه گڼلای وی ځکه چې د صفوی ددولت له مذهبی زبیښاک څخه خلاصون د ایران د ولس له وسه وتلی کار وو.

۴. موږ نه وایو چې د اصفهان سوبمنو افغانانو په کندهار، هرات او طبسین کې د صفوی چارواکو او واکمنو د کړنوپه پرتله ښه کارونه کړی دی خو کروسینسکی دداسې یوه سړی په توگه چې اکربکر یې د سر په سترگو لېدلی وایی :” د ایران د پاچاهۍ پر گډۍ له کښینستلو وروسته د محمود لومړنی انسانی کار د اصفهان قحطۍ وهلو او ځپلو وگړو ته د خوراکی توکو رسول ول. د خپلې پاچاهۍ په لومړیو مېاشتو کې یې د ښه چال چلند په راخپلولو واکمنی وکړه او ایرانیان یې هک پک کړ ل. محمود دومره پوه او هوښیار وو چې د ایران د پیچلې پاچاهۍ د ادارې په پرمخ بیولو کې د افغانانو په بې تجربه گۍ پوه شو. له دې امله یې پخوانی وزیران او لوړ پوړی چارواکی بیرته په خپلو دندو وگومارل او د هر یوه تر څنگ یې یو افغان وټاکه. افغانانو د ایرانیانو کارونه په هر گام کې څارل چې د بډې اخیستلو او پایلات “فساد” مخه ونیسی اوپایله دا شوه چې په تیره نېمه پیړۍ کې دغسې حکومتی چارو ساری نه درلود. شاه محمود هغه کسان چې د پخوانی راپرځول شوی پاچا په وړاندې یې له درغلنې ، دوه مخۍ او خیانت څخه کار اخیستای وو او د افغانانو په گټه یې جاسوسی کړې وه یا اعدام او یا زندانی کړل. هغه په برالا ویل هغو کسانو چې خپل دولت او پاچا ته خیانت کړی وی له هغو نه شو کولای د ښېگڼو هېله ولرو او که وخت ورڅخه وغواړی همدې ورته ده ته به هم خېانت وکړی. (۴۱)

څرگنده ده چې سوبمنو افغان لښکریانو د صفوی چارواکو ناتار او نا روایی چې د شیعه د روحانیت په لارښوونې د کندهار د نیواک پر وخت د کندهار پر وگړ وشوې نه وې هیرې کړې او د همدغسې یوې خونړۍ پخوانې په تیرولو ښکار خبره ده چې د غچ د اور لمبې د سوبمنو او بریالیو لښکریانو په زړونو کې ژوندۍ وې او دا په خپله ددې لامل شوې چې د اصفهان د سوبې په اړه د هېلو غوتۍ مړاوې شی او د سوبمنو د کړنو په غبرگون کې د افغانانو په وړاندې د ایرانیانو کرکه لا زیاته کړې او هغوی یې اړکړل چې مقاومت ته لاس واچوی او پایله یې د سوبمنو افغانانو ماته وه. نه باید هیره کړو چې د ایران پر وگړو د افغانانو په را پارولو کې د ایران د سنیانو تبلیغات بې اغیزې نه ول ځکه چې د حجاز سنیانو د شاه محمود پلار حاجی میرویس خان (نېکه) ته فتوا ورکړې وه چې که که ” یو مسلمان یو جنگیالی مسحیی ووژنی، یو ثواب یې گټلی دی خو که څوک یو ایرانی (شیعه) ووژنې نو داسې ثواب یې گټلی چې اجر یې اویا ځله تر هغه ډیر دی” (۴۲)

د همدغې شرعی فتوا پربنسټ سوبمنو لښکرو که څوک وژلې، لوټ کړې او د وگړو شتمنی ېی ولجه کړې ددې مانا ښندی چې له مذهبی لارښوونو سره سم یې چلند کړی او همدې ته کټ مټ قزلباشو سرتیرو هم د شاه اسماعیل مرشد او د شیعه د روحانیت د فتوا پربنست: ” د یوه سنی وژنه د پینځو کافرو جنگیالیو له اجر څخه پینځه ځله زیاته ده. له سنی سره نکاح روا نه ده. وېنه تویونه یې روا او د شتمنی لوټونه یې حلاله ده او دا ددوی دینی دنده ده چې د امیندوارو میندو نسونه ور سوری کړی او نارینه کوشنیان یې په نیزې یا شلگرې ور سوری سوری کړی.د سنیانو اخیستنه او پلورنه روا ده ځکه چې سنیان له اسلامی حریت څخه وتلی دی …” (۴۳)
د سنیانو نسونه یې ور سوری کړل یا یې په تبر دوه نیمایی کړل، په خوټېدلو سرو اوبو کې یې واچول او یا یې ژوندی له پوسته کړل …او …… اوس نو اجازه راکړﺉ چې د ددغو فتواگانو په کوم ځای کې اسلامی عدالت او نیاو او د خدایی انصاف او ورمنډ لېدل کیږی؟ کوم سالم عقل او سپیڅلې وجدان به دا ومنی چې د یوه مسلمان وژنه د بل مسلمان په لاس، په شلگرې د ماشوم وژنه او یا د مور له نسه د ماشوم را ایستنه یو اسلامی او شرعی امر دی او ددغو کارونو کوونکی به د ثواب گټونکی او جنت ته تلونکی وی؟

د اسلامی مذهبونو تأریخونو ته یوه ځغلنده کتنه څرگندوی چې د مذهبونو او ډلو له پیدایښت سره جوخت د هرې ډلې او مذهب مذهبی مشرانو یوازې او یوازې خپل لاررویان رښتونی مسلمانان بللی او بله ډله یې زندیق او کافره بللې. او کله چې پر بله ډله برلاسې شوې د لاندې شوې مخالفې ډلې په حق کې یې هېڅ ډول ناتار، شډلتیا او ظلم نه دې سپمولی چې د داسې غیرانسانی کړنو په کولوسره سره یې بیا هم د شرعیت پگړۍ پر سر تړلې او بل لوری یې د سختې سزا وړ بللی دی. له دې امله ددغسې بیلتونپالنو، ونیو بهونو پوخ لامل په خپله د اسلامی ډلو مشران دی چې خپلو لارویانو ته د ورورۍ، انسان پالنې او د دوه اړخیزه درناوی د ورښوونې پرځای او یا لږ تر لږه ورته ووایی چې : د هغو کسانو په منځ کې چې پیغمبر یې یو ، کتاب یې یودی هېڅ توپیر نسته او باید یو بل ته د زړه له کومې درناوی ولری، هغوی دې ته را پاروی چې د بلې ډلې گروهنه ور و غندی شک پرې وکړی او له دې لارې یې ددښمنۍ اور ته لمنه ووهله او د خپلو موخو په لوموکې یې ساده او سپیڅلی کسان راښکېل او خپلې گټې او چړچې یې ترلاسه کړی دی. ان تر نن پورې هغه څه چې د گروهنیزې بیلوالې او ددښمنۍ د اور پر مخ لار غوړی تویوی په اسلامی هېوادونو کې مخــَوَراغیزمن روحانیت دی چې د خپلو گټو لپاره یې له دین څخه له پیرودونکوډک بازار جوړ کړی او له همدې لارې ورته په درغلنې د ثواب د گټې د وړیا جنت د لاسوندی د ورکړې له لارې پیرودونکی د غیرانسانی او ترهگریزو کړنو کولو ته هڅول کیږی او په گڼ شمیر اسلامی ډلو کې د کرکې د زړیو د شیندلو له لارې نه پریږدی چې وگړی د انسانانو په څیر دعقل او پوهې تر رڼا لاندې د یو بل ترڅنگ ژوند وکړی. او خپله ټوله وسه د خپلو هم نوعو د بسیاینې او هوساینې په لاره کې په کار واچوی او د هغو له گټوڅخه برخمن شی. په لویدیځه نړۍ کې هرڅوک چې په هرې گروهنې ، دین او یا مذهب وی، د یو بل تر څنگ ژوند کوی او هېڅ چا ته دا اجازه نه ورکوی چې دد ینی اختلاف، گروهنې، جنسیت، د ټبر او ملیت لپاره دې ورته په سپکه سترگه وکتل شی او یا دې سپکاوی وشی.

این همه جنگ وجدل حاصل کوته نظری است
چون نظر باز کنی، کعبه وبت خان یکی است!

ژباړه: دغه جگړه او شخړه دناپوهۍ او لنډپارۍ یبره’حاصل’ ده
چې ښې سترگې وغړوﺉ، نو کبعه او بتکده دواړه یو دی

ایرانی پوه ډاکټرشـِفا د دین او مذهب په اړه پراخه پلټنه کړې او هغه پرته له توپیرپالنې او لنډگروهنې وایی چې : شیعه گروهنه د خپل د بنسټ له پیدایښته له سنی گروهنې سره چې د اسلامی خلافت او ادارې حکومتی گروهنه وه دښمنی درلودله، خو دغه دښمنی لومړیو درو خلیفه گانو ته دډیرو سپک ویلو تر کچې راټېټه شوې وه. سنیانو هېڅکله خپل څلورم خلیفه (علی بن ابی طالب) ته سپکاوی نه دی کړی او ان د علی د کورنۍ نورو غړو ته سره له دې چې د هغوی امامت ته یې غاړه نه کښېښودله، سپکاوی نه دی کړی خوپه ایران کې د صفویه د لړۍ په رامنځ ته کېدلو ځانته یې د عمروژونکو او عمر سوځوونکو نومونه راخپل کړل او د ډیرو نورو سپکو او سپرو په ویلو یې چې ” عمر اجازه ورنکړه هغه کسان چې دین او پیغمبر یې یو دی د وروڼو په شان د یو بل تر څنگ ژوند وکړی” دغه اور ته لمن ووهله. صفوی پاچایانو د خپلو سیاسی موخو د پرمخ بیولو لپاره ددین یوې دغسې بیلتونپالې هټۍ ته اړتیا درلودله [ او له همدې امله یې شیعه گروهنه یوه رسمی او حکومتی گروهنه اعلان کړه او بیا یې په سنیانو کې په تورو او غاړو پریکونو، د نسونو د څیرلو او غیر انسانی ځورونو له لارې پلې کړه. شاه اسماعیل په دوه شپو او ورځو کې په تبریز کې شل زره سنیان یوازې په دې گناه چې د اسلام درو خلفاوو ته سپک نه ول ویلی په تبر دوه نیمه کړل]. د هغه په کړس کې په عثمانی ترکېه کې نقیبانو او د هغوی “قاضی القضات” د شیعه گانو په اړه له ساده گی او لیونتوبه ډکه فتوا ورکړه چې دسنیانو په اړه د اصفهان د معظمعو مجتهدانو له فتوا څخه یې کمی نه درلودله او دهمدغې فتوا له امله په ترکېه کې څلویښت زره شیعه گان د شیعه توب په جرم ووژل شول. نوموړی پوه زیاتوی : د ” اصول کافی” له لېکنې او خپریدا را په دېخوا تر نن د شیعه د احادیثو او روایاتو په کتابونو کې د سنیانیواو د هغوی د گروهنی او مقدساتو پرضد په زرگونو لوی او کوشنی سپکاوی راوړل شوی دی. د سلطان حسین صفوی د پاچاهۍ په دور کې شیخ الاسلام ملا محمد باقرمجلسی د سنیانو پرضد د جگړو پارونو اتل چې خپلې ټولې هڅې یې د ایران د سنیانوپه ځورونونیغې کړې وې د سنیانو د سپکولو او غندلو په موخه یې یوازې په خپل سره له ځانه له زرو زیات حدیثونه را وایستل. څرگنده ده چې دغو دښمنیو غبرگون را پاراوه او د عثمانی ترکیې سنی روحانیت د شیعه ملایانو او شیخانو په حق کې د لا کرغیړنو فتواگانو په ورکړې کې له شیعه روحانیت څخه کمی نه درلودله. (۴۴)

د اسرارنامې لېکوال نومیالی پوه فریدالدین عطار په اسرارنامه کې وایی:

ز نـادانى دلى پرزرق و پـرمکر گـرفتار على ماندى و بوبکر
همه عمر اندرین محنت نشستى ندانم تا خدا را کى پرستى ؟

ژباړه:
له ډیرې ناپوهۍ له پرتم او درغلنی ډک زړه د علی او بوبکر په ډالونو کې راښکیل شول
ټول ژوند یې په همدې خوارې کې تیر کړ نه پوهیږم چې ته به کله خدای پالنه کوی

۵. د گروهنیزو مذهبی جگړو یوه ځانگړتیا چې پکې گروهنیز او دینی مشران ټاکونکې ونډه لری په خواشینۍ دا ده چې د ولجې “غنیمت” تر نامه لاندې خپل جنگیالی د ماتې خوړلو وگړو د شتمنې لوټولو او وژلو ته هڅوی. او په پرتله ییز توگه ویلای شو چې : هغه ناتار او شډلتیا چې د ایران وگړو د افغان پاڅونوالو له لاسه ولېد ښایی د صفوی قزلباشو له هغه ناتاراو شډلتیا څخه په کمه نه وی کله چې د افغانستان د یو شمیر برخو د نیولو په وخت کې تر نیواک لاندې افغانانو د هغوی له لاسه ولېدل. شک نسته چې د افغان پاڅونوالو د پوهې کچه یوازې د ایران د ټبرنیزو او گروهنیزو مذهبی لږکیو په کچه وه چې د ټولو پوهه یوازې له دینی تنگ الواکۍ یا تعصب څخه د غچ اخیستنې د اور د کړۍ گرد چاپیره راتاوېدله او د هغوی د کړنو لارښود لېکه هم دوی ته ورکړل شوې دینې فتوا گانې وې. دویم دا چې د مذهبی گروهنو تر اغیزو لاندې هره هغه کړنه چې دوی د شیعه وگړو په حق کې تر سره کوله هغه یې یوه روا او مشروعه کړنه بلله ځکه چې په هغه وخت کې نه ملگری ملتونه ول او نه د بشری حقونو د ټولنو څرک لگېده او نه د نن ورځې په شان د رسنیو لکه بی بی سی او نورو پرمختگ نه لېدل کېده خو د شلمې پیړۍ په پای کې چې بشری پرمختگ او تمدن د ودې لوړو څوکو ته ورسید او د تکنالوژۍ په نړۍ کې یې بې ساری پرمختگونه ترلاسه کړل او په ټولنیزو رسنیو کې، اړیکو، د انځوریزو، خپرنیزو او غږیزو رسنیو بې ساری پرمختگ لکه ( مجلې ، کتابونه، ورځپاڼې، راډیو، ټلویزیون ، تیفلون، گرځند ټیلفونونه، سپوږمکیو (سټلایت)، کپمیوټر، فکس او بشپړې مېډیا او نورو) ټولو نړۍ یوه کوشنی کلی ته ورته کوشنۍ کړې بیا هم جهادی مشرانو چې هر یو یې ځان پوهاند، د الهیاتو پوه، شیخ ، پیر او مرشد د دین عالم گڼی ولې د خپل هېواد او هېوادوالو په ځانگړې توگه د کابل د ښاریانو په وړاندې یې په ناتار لاس پورې کړ؟ دومره او داسې جنایاتونه وشول چې بېلگه یې په هېڅ تأریخی کتاب او د جنایی داستان په هېڅ یوه کتاب کې نه موندل کیږی او له اوریدلو یې لا تراوسه د سړی پرځان ویښته رانیغ شی. همدغه افغان جهادیان نه ول چې په ۱۹۹۲زکال کې یې د کابل له نیولو وروسته د خپلو تنظیمی مشرانو په لارښوونو د ښځو تی پریک کړل او په بیرلونو کې یې را انبار کړل؟ آیا هغو کسانو چې د کابل د بې وزلو او بې دفاعو وگړو په تندیو کې یې شپږ انچه میخونه ټک وهل ځانونه جهادیان نه بلل؟

آیا هغو کسانو چې انسانان د خښتوپخولو په اور بټیو کې ژوندی وسځول او ښځې یې پرصلیبونو میخ کړې او سړی یې ژوندی د قصابانو له چنگکونو راځوړند کړل، همدغه مجاهدین نه ول؟ مگر همدغه مجاهدین نه ول چې د خلکو پر لوڼو او ناموس یې تیری وکړ. د ولس شتمنې یې لوټ کړه اوپر ولسی شتمنۍ یې زړه ونه سوځاوه، کارخانې او تولیدې فابریکې یې وسوځولې او له بنسټه یې را ونړولې او د کابل ښار یې د تورو خاورو د ورانیو په نندارتون بدل کړ وان درندې وسلې لکه شوبلې او زغره وال ټانکونه یې د ښاری سرویسونو په گډون د سړې اوسپنې په بیه پاکستان ته یو وړې او هلته یې خرڅې کړې. جهادی مشران چې هر یو یې د ولس د وژنو له وینو او د هیواد د لوټ او ورانۍ په بدل کې د بهر په بانکونو کې په سل هاوو میلیونه ډالره را زیرمه کړی او د ولس او هیواد په حق کې له ټول دغه ناتار او شډلتیا سره سره ولې نه شرمیږی او د ویناوو په وخت کې ځانونه د هېواد د ژغورنې اتلان بولې؟ !

د شلمې پیړۍ په پای کې هغه ناتار او کړېدنې او سرې میچنې چې دغو گڼ شمیر مشرانو په خپل ولس را تاو کړې شک نسته چې افغان پاڅونوالو د اصفهان په وگړو ونه کړې ځکه اروپایی څارونکو به هرو مرو ضبط او ثبت کړې وې. یو ځل بیا دغې پایلې ته رسیږو چې مذهبی مخکښان د ورانونکو مذهبی جگړوپه راپارولو کې مرکزی ونډه لری او د ټولو هغو وینو تویولو پازوالی په غاړه لری چې د شرعی فتوا گانو د خپرولو له لارې یې سپیڅلی لارویان د مذهبی ډلو په وړاندې را پاروالې او وینې یې بهولی دی.

۶. وروستنۍ خبره دا چې: افغان زوزات (نسل) باید پام وساتی چې د میرویس خان ځای ناستی ددې پرځای چې خپله ولسی او ملی خپلواکی په خپله خاوره کې پیاوړې او را ټینگه کړې وای یوازې د ځوانۍ د شور او زوږ او مذهبی احساساتو او دپښتونولۍ د ننگ تر سیوری لاندې پرته له دې چې یوه په ځیر ټاکل شوې محاسبه یې کړې وی اوپرته له دې چې د یوه تأریخی هېواد لکه ایران د اداره کولو لپاره یې افغانی وړتیا او ظرفیت ښه اشنلی اوڅیړلې وی ویې غوښتل د افغانی واکمنۍ لمنه د صفوی ایران په خاوره کې وغځوی حال دا چې د یوه هېواد د پلازمینې او څو ولایتونو نیول یوه خبره او د ایران په شان د یوه لوی هېواد اداره کول بله خبره ده او په داسې اکر بکر کې چې کارپوهه او کارازمویل شوی کارپوهان په نست ول ددغسې یوه هېواد اداره کول د یو شمیر افغانی توریالیواو بې باکو جنگیالیو لپاره ډیر دروند کار وو. له همدې امله ټولو هغو افغانانو چې د ایران د نېواک لپاره یې ملا تړلې وه له هغې ورځې چې له کندهار راووتل د ژوند تر پایه یې یوه ورځ آرامه ونه لېدله او په پای کې (شل زره بریدگرځواک چې څه ناڅه دیرش زره د کورنیو غړی یې چې د شاه محمود په امر له کندهاره اصفهان ته کډه شوی ول) د ایران د ولس له لاسه په ځانگړې توگه د نادر افشار له پلوه ټول ووژل شول. او په پای کې د ۱۷۳۸زکال نادر افشا د کندهار د هوتکی دولت لېکې را دړې وړې کړې او د غلزیو هوتکو د کورنۍ مشران یې له کندهاره مازندران، بخارا، بلخ او د هېواد نورو لیریو سیمو ته وشړل. د میرویس خان له وخته نیولې بیا د افغانستان د یوه خپلواک دولت ترجوړېدلو (۱۷۴۷زکال) پورې دیرش کاله ونیول چې د ستراحمدشاه ابدالی په شان پیاوړی سیاسی او پوځی شخصیت رامنځ ته شی او هغه وکولای شول د افغانی کارپوهو مشرانو په سلا او مشوره د افغان د واکمنۍ لمنه دیوې پیاوړې اډانې په غیږ کې راجوړه او دا دی تر نن پورې یې دوام موندلی دی.

اخځ اولمنلېکونه:
* له دې چې زموږ د خبرو موخه د افغانانو په لاس په صفوی پیریا دورکې د ایران د پلازمېنې راپرځونه او د صفوی د رژیم د کمبلې ورټولونگ ده او له دې چې دغه سکالو په اوسنیو افغانی او ایرانی کړیو کې چې ځانونو ” افغانستانی” بولې له ځانگړی حساسیته برخمنه ده ددغو کرښولیکوال د خپلې لېکنې خټه او تومنه د هغو لاسوندو، کتابونو او د منښتوالو یا شاهدانو د سترگو د لېدلې حال پربنسټ درَرَولې چې د اصفهان د پرځېدلوپه پیښه کې ، پیښې یې په خپلو سترگو لېدلې او خپل یادښت لېکونه یې د رسالو او کتابونو په بڼه خپاره کړی دی.
۱. د مسیحی سیلانی پیښلېک/تأریخ سیاح مسیحی، تحشیه او پایڅوړ فقیرمحمد خیرخواه ، کابل ۱۳۶۳ ل پ. ۱۰ � ۱۲
۲. لکهارت، د صفوی دولت پرځېدنه/ انقراض دولت صفوی، د عماد ژباړه، تهران، ۱۳۶۴ ل پ ۵۵۵
۳. د مسیحی سیلانی پیښلېک/تأریخ سیاح مسیحی پ ۲۸
۴. لکهارت، هماغه اثر، پ. ۱۵۱
۵. محمد خلیل مرعشی، مجمع التواریخ/ د تاریخونه ټولگه پ ۴۴ (د لکهارت له خولې، د ۱۳۱ پانی لمنلېک)
٦- لکهارت، هماغلته، پ ١٥١
٧- لکهارت، هماغه، پ ١٥٠-١٥٢
٨- کروسینسکى، هماغه اثر، پ ٦٣
٩- لکهارت ، هماغه اثر، پ ١٥١، ١٥٧
١٠- ایران ،کلده اوشوش، لېکنه، مادام ژان دیولافوا، شوالیه لژیون دونورد پاریس د اکاډیمۍ افسر ١٨٨٧، د ارواښاد علمی محمدفره وشی ژباړه ، دډاکټر بهرام فره وشی په هڅه، چاپ ١٣٧٧ د تهران پوهنتون، پ ٢٥٦-٢٥٧
١١- هماغه اثر، پ ٢٥٧
١٢- لکهارت،هماغه اثر، پ ١٦٣-١٦٤
١٣ -قدرت اﷲ حداد- کیوان (ولس)، ٨١ گڼه پ ٣، د تاریخ منظم ناصرى له مخې
١٤- لکهارت، هماغه اثر، پ ١٥٦د مسیحی سیلانی له تاریخ سره دې پرتله شی، پ ٤٠
١٥- د کروسینسکی په وینا د اصفهان پرځېدنه/ سقوط اصفهان به روایت کروسنیسکی ، پ ٥١
١٦- د مسیحی سیلانی پیښلېک/ تاریخ سیاح مسیحی، پ ٣٩، لکهارت، هماغه اثر، پ ١٨١
١٧- د مسیحی سیلانی پیښلېک/ تاریخ سیاح مسیحی، پ ٤٢،لکهارت، پ ١٩٣
١٨- د کروسینسکی په وینا د اصفهان پرځېدنه/ سقوط اصفهان به روایت کروسنیسکی ، پ ٥٩
١٩ – هماغه اثر، پ ٦٠
٢٠- جى، پى، تیت، سیستان، ټوک ١، د ډاکټرسیداحمد موسوى ژباړه ، د تهران چاپ ١٣٧٤، له پ ١٥٤وروسته، د مسیحی سیلانی پیښلېک/ تاریخ سیاح مسیحی، پ ٤٢
٢١ – لکهارت،هماغه اثر، پ ١٨٧، ١٩٥
٢٢- ډاکټر شفا،له یوزرو څلور سوه کالو وروسته/ پس از هزار وچهارصد سال، ټوک ٢، پ ، ٧٦٠
٢٣- لکهارت،هماغه اثر، پ ١٨٧، ١٩٥
٢٤- لکهارت، پاڼې ١٩٨-١٩٩
٢٥- شفا، هماغه اثر، رستم التواریخ ، د محمدهاشم آصف لېکنه، د تهران چاپ ، ١٣٤٨
٢٦- د کروسینسکی په وینا د اصفهان پرځېدنه/ سقوط اصفهان به روایت کروسنیسکی ، پ ٦١
٢٧- لکهارت، پاڼې٢٠٠-٢٠١، د مسیحی سیلانی پیښلېک/ تاریخ سیاح مسیحی، پاڼې ٤٩- ٥٠
٢٨-فرهنگ، افغانستان په وروستیو پینځو پیړیو کې / افغانستان درپنج قرن اخیر،ټوک١، پ٩٤، لکهارت، مخکې ویل شوی اثر، پ ٢١٩، د مسیحی سیلانی پیښلېک/ تاریخ سیاح مسیحى پ٦٣، د اصفهان پرځېدنه /سقوط اصفهان ، د کروسینسکی په وینا، پ ٧٦-٧٧
٢٩- تاریخ سیاح مسیحى، کابل، ص ١٢-١٣، سقوط اصفهان بروایت کروسینسکی، ص ٤٦
٣٠- لکهارت، هماغه اثر، ٢٢١، د مسیحی سیلانی پیښلېک/ تاریخ سیاح مسیحى پ ٦٣، د اصفهان پرځېدنه /سقوط اصفهان ، د کروسینسکی په وینا پ ٦٣
٣١- د مسیحی سیلانی پیښلېک/ تاریخ سیاح مسیحى، پ ٥١، لکهارت، پ ٢٣٢
٣٢- لکهارت، پ٢٣٣، د مسیحی سیلانی پیښلېک/ تاریخ سیاح مسیحى، پ٥١، د اصفهان پرځېدنه /سقوط اصفهان ، د کروسینسکى په وینا ، پ ٦٧، کروسینسکی نوی مذهب ته د را اووښتو کسانو شمیره سل زره لېکلې ده.
٣٣ – د اصفهان پرځېدنه /سقوط اصفهان ، د کروسینسکى په وینا ، پ ٦٨
٣٤- لکهارت، پ ٢٣٤، کروسینسکى، پ ٥٣
٣٥- د مسیحی سیلانی پیښلېک/ تاریخ سیاح مسیحى، پ ٥٧
٣٦- د گوربت مجله ، څلورمه گڼه،پینځم کال، پ ٥، د ښاغلی حداد په قلم د زبردست خان مقاله
٣٧ – د اصفهان پرځېدنه /سقوط اصفهان ، د کروسینسکی په وینا، پ ٧٢
٣٨- لکهارت، هماغلته، صفحات پاڼې ٢٣٩-٢٤٠، د مسیحی سیلانی پیښلېک/ تاریخ سیاح مسیحى، پاڼې ٦٠-٦١
٣٩- لکهارت، پ ٣١٧، د مسیحی سیلانی پیښلېک/ تاریخ سیاح مسیحی، پ ٦٤، د اصفهان پرځېدنه /سقوط اصفهان د کروسینسکی په وینا ، پ ٧٥
٤٠- هماغه سرچینه ، هماغلته
٤١- د اصفهان پرځېدنه /سقوط اصفهان ، د کروسینسکى په وینا، پ ٨٠،فرهنگ، هماغه اثر، پ ٩٥
۴۱- د مسیحی سیلانی پیښلېک/ تاریخ سیاح مسیحى، پ٦٣، لکهارت، پ٢٢١
۴۲- د اصفهان پرځېدنه /سقوط اصفهان د کروسینسکی په وینا، چاپ ١٣٨٢، پ ٣٢
۴۳- له یو زور څلور سوه کالووروسته/پس از هزار و چهارصدسال، پ ٧٢٦
۴۴-توضیح المسایل ، پ ( ٢٥٩-٢٦٠)

اصفهانشاه محمودهوتک
نظريات (0)
نظر اضافه کول