[لومړۍ يادونه: په ١٣٠٤ش کال اعليحضرت کندهار ته سفر درلود، دلکشاه ماڼۍ ته ئې دولتي مسئولين راغوښتي ول، د خپل تګ په اړه ئې معلومات ورکول، لاندي لنډه وينا ئې د هغوى سره د خداى پامانۍ په موخه کړې ده. حاضره وينا د ١٣٠٤ش کال د امان افغان اخبار د شپږم کال په ٢٦ – ٢٧ ګڼو کي خپره سوېده، له فارسي څخه ما [روهيال] پښتو ته اړولې ده.
دوهمه يادونه: ما د اعليحضرت زياتي ويناوي پښتو کړي، کېداى سي د دغو ويناوو ځيني برخي تر پورتني عنوان لاندي درسره شريکي کړم، د ټولو ويناوو تر ژباړي وروسته ئې په کتابي بڼه چاپولو ته نيت لرم، دخيره].
کندهار ته ځکه ځم چي د هغه ځاى جريانات په خپلو سترګو ووينم، دغسي ليدني يوازي د کندهار له پاره ځانګړي نه دي، بلکي د افغانستان ټولي خواوي په بر کي نيسي، چي هره خوا به په خپل روڼ سره وينم. په يوه وار د ټول مملکت دوره کول او د ټولو ځايونو ليدل څه ګټه نه لري. ياد تګ د سير او سياحت له پاره نه دئ، بلکي د مملکت په چارو کي د فکر او په هغو کي د اصلاح په نيامت دئ. څه چي د دغه سفر په دوران کي انسان ته معلوم سي هغه بايد يادښت کړي او وروسته عملي بڼه ورکړي. په يوه وار د ټول مملکت ليدل او د هغوى د اصلاح او پرمختګ په اړه يادښتونه ليکل لوى کار دئ، چي يوازي يادښتونه ئې کتابونه ډکوي. وروسته دغه يادښتونه په عملي بڼه اړول سخت کار دئ، سړى له اساسي کارونو راګرځوي او په يو ځاىي ډول ئې عملي کول هم خورا زيات وخت غواړي.
ما د خپلي تجربې له مخي دا ښه وبلله چي د مملکت يوه برخه ووينم، وروسته مرکز ته راستون سم د هغه ځاى د اصلاحاتو او لازمو کړنو له پاره په مرکز کي اساسي کار وکړم او په لږ وخت کي ئې تر سره کړم، وروسته د وطن يوې بلي خوا ته سر ورښکاره کړم او بالعکس اجراآت وکړم.
څنګه چي مخکي جلال آباد ته ولاړم او د هغه ځاى کارونه مي اصلاح کړل، اوس په هماغه نيت کندهار ته ځم، ځکه نو ستاسي سره نن خداى پاماني کوم او پر خداى مو سپارم.
کندهار ته زما تګ ستاسي د کار له پاره دئ.
که دلته يم هم به ستاسي په کارونو مصروفه يم که بل ځاى يم هم ستاسي فکر راسره دئ.
خداى شاهد دئ چي شپه و ورځ ستاسي له فکر او پرمختګه بل خيال نه لرم. خپله سوکالي مي تر تاسي قربان کړېده. خپله نېکمرغي مي ستاسي نېکمرغي بللې ده. نو تاسي هم بايد په پوره جديت خپلو کارونو ته متوجه ياست، څنګه چي زما په موجوديت کي کارونه کوى، په هماغه شکل زما په غياب کي خپلو کارونو ته متوجه اوسئ. (د دفاع وزير ته ئې اشاره وکړه) د دفاع ښاغلى وزير مي خپل وکيل ټاکلى دئ، خپل کارونه ده ته راوړئ، د دوى پرېکړه زما پرېکړه ده. که څه هم خپل مهم کارونه مي خلاص کړي دي، چي زما په نه موجوديت کي وکيل صاحب و نه وايي چي پر ما کارونه ډېر دي، خو بيا هم که مو څه کار وو او زما حضور ته مو اړتيا درلوده وکيل صاحب ته ئې وروړى (د دفاع وزير تر لنډ بيان وروسته اعليحضرت وفرمايل:)
داسي فکر مه کوئ چي يوازي بهرني دښمنان لرى، بلکي کوردننه هم خورا زيات مخالفين سته، د ځوانو علاقه دارانو په مقابل کي د پخوانيو ملکانو او دغسي نورو کسانو مخالفت ئې يو مثال دئ، هغوى (ملکان او داسي نور کسان) غواړي چي دغه ځوان علاقه داران په خپلو کارونو کي ناکامه سي او خپله وينا چي، دا ځوانان تجربه کاره او ازمويل سوي نه دي، ثابته کړي او خپل ځانونه حق په جانب وبولي. که څه هم دغه ځوان علاقه داران د ځوانۍ په سبب د عملي کار تجربه نه لري، ليکن دوى په کار پوه دي، عالمان دي او بايد د علم په زور مخته ولاړ سي او خپلو مخالفينو ته د ايراد او انتقاد موقع ور نه کړي.