د افغانستان او امريکا اړيکو لنډه تاريخچه

د افغانستان او امريکا تر منځ اړيکي څلور پړاونه لري
لومړئ پړاو، ۱۹۱۹ – ۱۹۷۸
دويم پړاو، ۱۹۷۸ – ۱۹۹۲
دريم پړاو، ۱۹۹۲ – ۲۰۰۱
څلورم پړاو ، ۲۰۰۱ – ۲۰۰۹

لومړئ پړاو؛-
په لومړي پړاو کښي نه امريکا په نړيوالو په تيره بيا د منځنۍ او جنوبي آسيا په لانجو کښي د يادوني وړ رول درلود ،او که به و هغه هم اقتصادي بڼه درلوده ۔ تر دويمه نړيواله جګړه (۱۹۴۵) راوروسته چي انګلستان تر ستر اقتصادي زيان په پائيله کښي د نړيوالو کشالو څخه پښې را ټولي کړې ، نو امريکا د يوه سوبمن قام په توګه را وړاندي سوه
نړيوال سياست هماغه د تير پير په څير دوه لوريز پاته سو،خو د شوروي اتحاد په مقابل کښي د انګلستان پر ځای امريکا ودريده ۔ د امريکا زر و زور او د انګلستان سره د نړۍ سري معلومات ورسره و ، د مکاري بوډئ په څير يې امريکا په ځان پسې کړه ، دوي غوښتل چي د دې زاړه غليم (روس) په مقابل کښي افغانستان د يوې دفاعي مورچلي په توګه وکاروي ۔
د خپلواکي (۱۸ اګست ۱۹۱۹) اخستلولس کلونه وروسته چي کله د غازي امان الله خان حکومت د انګلستان په لمسون او مرسته و همکاري ړنګ او پر ځای يې نالوستئ حبيب الله کښيناست ، په نهه مياشتي واکمني کښي يې هيواد په کنډواله بدل کړ، جنرال محمد نادر خان د ملي خوځښت په پائيله کښي واک لاس ته کړ، نو د باندنۍ تګلاري په اړه يې رابللي سلاکاره غونډي ته وويل ؛ – زما په اند تر ټولو غوره او ګټوره تګلارہ چي سړئ يې د افغانستان په اړه فکر کوي ، هغه د ناپئيلتوب تګلاره ده ،افغانستان دي تل د ګاونډيو او زبر ځواکونو سره ددوستئ اړيکي په ذهن کي ضرور ونيسي چي د هيواد د ملي ګټو پر ضد نه وي ، خپلو ګاونډيانو ته دي د دوستئ تضمين ورکړي، او ورته تضمين دي د هغوی څخه لاس ته کړي، همدغه د افغانستان د ملي ګټو لپاره غوره خط مش دئ ــــــ ( اصلاح جريده ، د جولائي ۸ نيټه ۱۹۳۱) او هم(Nader Sha ; Foreign Policy,The Emergence of Modern Afghanistan by Vartan Gregorian, Page 320, Stanford University Press California 1969)
د پلار تر وژني (۱۹۳۳)وروسته محمد ظاهرخان نه دا چي د هغه تګلاره ته دوام ورکړ بلکه د ناپيئلو هيوادونو د ټولني د بنسټ ايښوونکو د سر په کتار کښي يې افغانستان ودراوه
امريکا دوه کلونه وروسته (۱۹۳۵) د هغه حکومت په رسميت وپيژانداو په ايران کښي يې د امريکا سفير ته ورته دنده په کابل کښي هم وسپارل ۔ د کابل تر يون وروسته (د جون۲۷نيټه ۱۹۴۱) په تهران کښي د امريکا سفيرډريفس واشنګټن ته دغسي رپوټ واستاوه ؛- افغانان په اخلاص او د زړه له کومي دا هيله لري چي دغسي لاغرضه دريم ځواک ته د دوستئ لاس ورکړي چي د افغانستان سره مرسته او مشاورت وکړي ، او هغوي هيلهمن دي چي افغانان به په دې برخه کښي د امريکا رول ته هرکلئ ووايي د هغوي دغه هيله د مصلحت پر اساس نه ده ، ځکه چي د جګړې حالت د غسي ارزو ته شدت ورکوي ، نو زه په بشپړه ډاډ او جرآت سره دا سپارش کوم چي په کابل کښي دي زموږ يو سفارت د لاندي لاملونو له امله په بيړنۍ توګه پرانستل سي.

د امريکا د اولسمشر ازينهاور راتک کابل ته/۱۹۵۹ع

لومړئ او تر ټولو مهم دا چي امريکا دي د نړۍ د يوه کوچني او خپلواک ملت ددوستئ لاس ومني چي خپل نړيوال مسئوليتونه وساتي،دويم داچي موږ بايد د آسيا په يوه ستراتيژيک موقيعت کښي د يوه مستقل حضور موقع د لاسه ورنکړو، دريم دا چي په افغانستان کښي زموږ ليوالتيا پراخيدلاي سي،تر هغه را وروسته چي د امريکايي ښوونکو او تخنيکي سلاکارانو پر ورليږلو مي ورسره خبري دوام لري، کچيري ټولو ښه پائيله ورکړه ،يو شمير نوري هيله مندئ هم سته
2 – U.S.Department of State,Foreign Relations,Page 256: Murray to Dreyfus,January 28,1941.
په ټوليزه توګه د ۱۹۳۳ را وروسته افغان حکومت امريکا ته د لوړو زده کړو لپاره هر کال د شلو او ديرشو تر منځ زده کونکي ليږل
Kaboul Almanach;1935-36,pp,105-6;Mailart,Page 226;Bacon and Hudson,Page 35;Meta, “Changing Afghanistan”,Page 1109; Emanuel,Page 216; Barton, “NW Frontierand The War”, Page 1103.
په مئي ۱۹۳۷ کښي افغان حکومت په لومړي ځل د امريکا شرکت ته په ټول هيواد کښي د اويا کلونو لپاره د تيل موندلو حق ورکړ،شرکت وروسته د معدنياتو د پلټلو اجازت هم وموند ۔ په همدې کال درې امريکايي جيالوجسټان يا مځکپوهان افغانستان ته راغلل او د يوه کال په موده کښي يې افغان حکومت ته خپل پلټنيز رپوټ وسپاره ، وړاندي تر دې چي مځکپوهانو دي خپلي لومړنئ څيړني بشپړه کړي وای ، شرکت له کاره لاس واخيست،جواز يې دا وښود په حقيقت کښي د افغانستان په تيلو ډکو زيرمو ته زموږ لاسرسئ نه سو کيدلای، را سپړلو يې نژدې دريو سوو مليونو ډالرو ته اړتيا درلوده، د هيواد مخابراتي (کميونيکيشن ) نظام کمزورئ دئ ، بل دا چي له دې ځايه د عربو تر سمندرګي پوري پر نل ليکه ډير لګښت راځي،په تيره بيا نړيواله اوضاع په هيڅ توګه ددې اجازه نه راکوي چي امريکا دي په افغانستان کښي دومره ډيره سرمايه ګزاري وکړي ، په ۱۹۳۸ کښي دا خبره سپينه سوه چي اروپايي جګړې لاعلاجه او ناګزيره دي،د جګړي پر مهال دا د تيلو زيرمي د روس او ايران د يرغل په پائيله کښي ويشت کيدلای او يواځي د انګلستان د غبرګون له امله خوندي کيدلای سي انګلستان پدې برخه کښي امريکا ته تضمين ورنکړ او هغوی خپل درې انجينئران ور وغوښتل او پلټنو ته يې سقوط ورکړ (همدغه کتاب او ۳۸۲مخ )
سر ويليم بارټن خپل حکومت ته پلان وړاندي کړ چي د هندوستان د سرکښو سرحدي سيمو د امنيت لپاره د يوه دوست او پياوړي افغانستان ضروري و،پدې لړ کښي اقتصادي پرمختيا تر ټولو مهمه وه ، آيا د افغانستان په اقتصادي برخه کښي انګلستان برخه نسوه اخستلاي ؟،افغانستان په وچه کښي را ګير يو هيواد دئ ، حکومت يې د يوه بندر په ارمان دئ ،ولي انګلستان دا مراعت نه ورکوي؟،
“North West Frontier and The War” By Sir William Barton,Page 1103
تر لومړۍ نړيواله جګړه وروسته (۱۹۳۹) هڅي وسوې چي د افغانستان ناپيئلي حيثيت له منځه يوړل سي ، امکان دا و چي د افغانستان خپلواکي دي د خطر سره مخامخ سي او يا دي هم دا هيواد د اروپايي سفارتکاريزي جګړې په ډګر واوړي، د جګړي پيښيدل ډير يقيني و ۔ د سردار محمد هاشم خان حکومت هيله من وچي د خپل نوښت ( ماډرنائزيشن ) پلانونه وژغوري او د هيواد خپلواکي وساتي ،بر سيره پر يو شمير کورنيو او باندنيو کلکو فشارونو هغه دوديزه لار تعقيب کړه ، په سپتمبر ۱۹۳۹ کښي يې د ناپئيلتوب تګلاره اعلان کړه او ددوو کلونو (۱۹۳۹ – ۱۹۴۱ ) په بهير کښي يې خپل پروګرامونه بشپړه کړل
Hasham Khan’s Foreign Policy; The Emergence of Modern Afghanistan by Vartan Gregorian,PP- 383,384 .
افغانستان ته انګلستان څو ځله لوړ رتبه پلاوي او وروسته د وخت صدراعظم راواستاوه اود اعليحضرت محمد ظاهر شاه سره يې وکتل.
جنرال سردار عبدلولي چي د شاه اخښئ او د آکا مارشل شاه ولي خان زوی دئ په ارګ کښي د ليدني (۲۰۰۳) پر مهال ما راقم ته وويل ؛

پلاوي باچا ته وړانديز وکړ چي د امريکا او پلوي هيوادونو هوډ کړئ دئ چي د شوروي اتحاد په مقابل کښي د سنټو په نامه دفاعي تړون جوړ کاندي، که تاسو پکښي غړيتوب واخلئ ، په بدل کښی به موږ د احمد شاه بابا امپراتوري درته جوړه کړو ، مګر ظاهر شاه ورسره و نه منل وروسته د امريکا ولسمشر ايزنهاور پخپله افغانستان ته راغی او د کابل هوای ډګر په وي ای پی کښی يې له پاچا سره وکتل او پاچاته يې وويل که ته زموږ دا هيله ونه منی نو موږ اړ يو نوئ هيواد جوړ کړو او دا کار راته ستونز مند دی ، که ته راسره يو ځای سې، دا پيسې به ستا په مرسته ولګوو او هم به څلورمليونه مسلمانان په افغانستان ګډ کړو. محمد ظاهر شاه ورسره ونه منل ۔ جنرال سردارعبدلولي زياته کړه چی سردار داود خان، زما پلار مارشال شاه ولی خان ، صدراعظم ډاکترمحمد ظاهر او يو شمير نورو لوړ رتبه منصبدارانو هڅي وکړې چي پاچا دې غوښتنه ته چمتو کړي ، خو بريالي نسول ، پائيله يې داسوه چي د امريکا او انګلستان په همکاري پاکستان جوړ شو (د اګست ۱۴ نيټه ۱۹۴۷ء ).

امريکا ته د پخواني پاچا سفر، ۱۹۶۳ع

روسې يرغل
په افغانې ټولنه كې دا دود تر اوسه مروج دې چې ددوو وروڼو په جنګ كې دريم ځواك نه ځائيږې چې د يوه او بل په پلوې وجنګيږې .البته د ستونزي د خلاسون حق يې هرڅوك لري ،پدې شرط چې اړونده لورې يې په منځګړيتوب ومني.كچيرې دريم ځواك د يوه ورور په پلوې دبل ورور پر ضد وجنګيږې ،دا جرم دې .
د اړونده لورو ترمنځ د خلاسون درې لاري دي –
۱- چې يولوری مركه يا جرګه ته رجوع وكړي .
۲- دواړه لوري مركه ته رجوع وكړي .
۳- او يا هم مركه پخپله ورسي.
د حقوقي لاسوهني په اړه ملګروملتوپخپل منشور كې دې ته ورته اصول غوره كړې دې .د نړيوالو حقوقوله مخې لاسوهنه په دوه دليله حقوقې بڼه پيداكوې .
الف – چې لاسوهنه د بلونكي دولت د واكمنې په چوكاټ كې وې او لاسوهونكې دولت د بلونكي دولت د واكنې حق ته زيان ونه رسوې .
ب _ كچيرې لاسوهنه دډلئيزې مشروع دفاع دحق په معنا وې چې ددوه اړخيز تړون له مخې يووبل ته ژمن وګڼل سې … . داصولې لاسوهنې دپاره د ملګروملتوديوپنځوسمې مادې شرائط په نظركې نيول ضرورې دې (روستار تره كې ،۴۸مخ) .
رابه سودافغانستان پرلور-
لاسوهونكې هيوادشوروې اتحاد دې خو بلونكې څوك يې نسته .چې بلونكې يې نه و نولاسوهنه بيا څرنګه منځ ته راغله ؟.
پدې اړه دشوروې اتحاد د اليكسې پيټروف په لاسليك سوې رسمې اعلاميه كې راغلې دې :- افغانستان په شلمه پېړۍ كې لا هم د منځنۍاسيا ډېر شاته پاته هيواد دې .دغسې ښكارې چې تر منځنيو پېړيو وروسته د ژوند پرمختګ دلته درېدلې دې . وګړې د ډېر زړه سوې په حالت كې ژوند تېروې . لدې امله شوروې اتحاد د پنځم دسمبر۱۹۷۸ء د تړون پر اساس، د افغانستان د حكومت په غوښتنه، د افغانانو د ګټو او د شوروې اتحاد د پولو د پياوړې كولودپاره محدود شمېر عسكر هلته لېږلي دي _ (۳۰دسمبر۱۹۷۹ء) .
۱- په رسمې اعلاميه كي د لاسوهني جواز د افغانستان شاته پاته والی ښوو سوی دی .
۲- لاسوهنه د پنځم دسمبر د تړون پر اساس بولې .
۳- نظامې لاسوهنه دافغانستان د حكومت په بلنه بولې .
۴- اعلاميه پدې لاسوهنه كې د افغانانوګټه بولې .
۵- د لاسوهنې بله ګټه د شوروې اتحاد د جنوبې پولو پياوړې كول ښوو سوې ده .
۶- د عسكرو شمېرته محدود قطعات ويل سوې دې .
اوس به دې جوازونو ته لنډ كاته وكړو-
۱- نېستي يا شاته پاته والې د افغانستان خپله كورنۍ ستونزه ده .د نړۍ ډېر شمېر نور هيوادونه د ورته ستونزې سره مخامخ دې . د نظامې يرغل پر ځاى يې د خواخوږې ښه صورت اقتصادي مرسته و همكاري وه . نېستي د نظامې تېري د ليل ګرسره نه سې ګرځېدلاى، كنه نو پر مختللو هيوادونو به د نړۍ شاته پاته هيوادونه پدې پلمه و دليل چې نېستمن دې، تر پښو لاندې كولاى .
۲- تر څو پورې چې د تړون اړه ده نو په يوه مركه كې ببرك كارمل هم ددې تړون يادونه كړې ده چې شوروي عسكر د پنځم دسمبر(۱۹۷۸ء) د تړون پر اساس راغلي دې چې يو قانوني سند يې د ملګرو ملتو په دفتر كې پروت دې او پرته لدې دا لاسوهنه ددې موسسې د منشور د يوپنځوسمي مادې سره سمون خورې __ (د افغانستان كالنۍ،۴۵-۴۶ ګڼې ،۱۹۸۰ء كابل،۳۲۱مخ ) .
رابه سو د تړون څلورمې او نهمې مادې ته چې په ماسكو كې نورمحمد تره كې د خپل شوروي همسنګ ليونيډ بريژنيف سره لاسليك كړې دې .
څلورمه ماده :- د ملي امنيت او مځكنۍ بشپړتيا په ساتلو كې به دواړه لورې يو د بل سره سلا كوې او مناسب تدبيرونه به نيول كيږې .
نهمه ماده:- دواړه لورې به ددښمنانو د هر ډول دسيسو پر ضد چې د يرغلګرو ځواكونواو د هغوى د ملاتړكوونكو،استعمارګرانواو نژاد پرستانو د خوا په هره بڼه پېښيږې، مخنيوې په ګډه كوې __ (د افغانستان كالنۍ، ۴۴ګڼه۱۹۷۹ء، ۴۹۶مخ ) .
تړون د شوروي اتحاد سره پر افغانستان د هر باندنې يرغلګر هيواد د مخنيوې د پاره سوې دې، نه د كورني جنګ په مقابل كې او نه هم روسيانو ته دا حق وركول سوې دې چې كه دوى مناسب وبلل،هغه مهال نظامې لاسوهنه كولاى سې .كچيرې لاسوهنه د ډلئيزې مشروع دفاع د حق په معنا وې او ددوه اړخيز تړون له مخې يووبل ته ژمن وګڼل سې، نو د اصولې لاسوهنې د پاره د ملګرو ملتو د (۵۱) مادې په نظر كې نيول اړين يا ضروري ول . __ (تره كې،۴۸مخ) .ددې مادې له مخې د مشروع دفاع د هڅو څخه د امنيت شورا ژرترژره خبره سوې واى .د نړيوالې سولې د ټينګښت د پاره چې دې شورا په كومه بڼه اړين ګڼلاى ، د لازمو تدبيرونو امكان يا شونتيا به يې څېړلاى او پر هغوبه يې لاس پورې كړې واى __ ( تره كې۴۹ مخ ) . دواړو هيوادونو په افغانستان كې د سولې بېرته را وستلو موضوع د امنيت شورا ته نه ده وړاندې كړې .كله چې دې شورا پخپل نوښت لاس پورې كړ، دې دوو هيوادونو نه وخت وركړ نه ارزښت __ ( تره كې ،۵۲مخ) (Deputy pierre marie,Droitint public,Paris,1993) ۳- كچيرې بلنه د افغانستان حكومت كړې وې نو حقوقې بڼه يې هغه مهال غوره كولاى سوه چې د امنيت د شورا د (۵۱) مادې تر پړاو تېره سوې واى . كچيرې د شوروي اتحاد درسمي اعلاميې له مخې د افغانستان د حكومت څخه موخه او هدف د ببرك كارمل رژيم وې ،نو هغه رژيم په څرګند ډول دا اعتراف نه دې كړې چې د شوروي اتحاد څخه يې د عسكرو د رالېږلو غوښتنه كړې وې . دا رژيم د شوروې عسكرو سره يو ځاى را منځ ته سو، تر يرغل وړاندې موجود نه و چې د مرستې غوښتنه دې يې كړې واى ___ ( تره كې ،۵۰-۵۱مخونه) .كه د شوروي د رسمې اعلاميې موخه د افغانستان د حكومت څخه د حفيظ الله امين حكومت وې چې دوى په رسميت پېژندلې او هم يې د هر ډول همكارې ډاډ وركړې و، نو د غسې ثبوت و سند نسته چې هغه دې شوروې اتحاد ته د عسكرو د راّلېږلو بلنه وركړې وې . دې بلنې هم د ملګرو ملتو د (۵۱) مادې پړاو ته اړتيا درلوده .
۴- ددې يرغل د ګټې او تاوان په اړه دې شورويان پخپلو ګرېوانو كې وګورې .
۵- د غوايه تر كودتاه وروسته د نوې نظام او د نوې حكومت د ظالمانه تګلارې پر ضد ملت په خوځښت لاس پورې كړې و. هيڅ باندنې هيواد لاسوهنه نه وه كړې چې شوروې اتحاد ته دې خطر واى او نه هم هيڅكله وړوكې،نېستمن افغانستان ستر او شتمن شوروې ته خطر جوړ سوې دې .پر لاندې اوبو ولاړې ميږې ته پر پاڼ لوړ اوبو ته ولاړ ليوه په خښم وويل چې اوبه مه راخړه وه .
په افغانستان كې د شوروي عسكرووروستې قومندان جنرال بوريس ګروموف دخپل حكومت دا جواز بې ځايه بولې او ليكې :- زما په نظر د افغان _ شوروي ګډې پولې ته د خطر په اړه اندېښنې بې اساسه وې،هن په شاهې پېر كې لا دغه تر ټولو ارامه او د امنيت سيمه وه .كله چې واك خلق ګوند لاس ته كړ،نو بيا خو زموږ د اندېښنې د پاره هيڅ ځاى نه و. يواځې هغه مهال چې زموږ عسكر افغانستان ته ننوتل ،زموږ په وړاندې ددښمنانو څخه د خپلو پولو د ساتنې ستونزه راپورته سوه چې غالباً د مجاهدينو د غچ او بدل اخستونكو عملياتو په لړ كې منځ ته راغلې وه ___ (سرې لښكرې په افغانستان كې،۲۷۵مخ) .
۶– د محدود شمېر قطعاتو اصطلاح ببرك كارمل هم تر ډيرې مودې پورې كارولې ده .تر نهو كلونو پورې د سلو زرو په شاوخوا كې عسكرو ته محدود قطعات ويل د انصافه ډېره ليرې خبره ده .
پخپله د ببرك كارمل ضدونقيصې ويناوې هم خبره نوره مشكوكوې .
يو ځاى يې ويلې دې :-

كله چې افغانانود تاريخ ډيرې حساسې شيبې تېرولې او هيواد مو دهستۍ او نېستۍ پرپا ڼ ولاړ و.زموږ پخواني او وفادار دوست شوروې اتحاد د افغانستان د قانوني حكومت غوښتنې ته مثبت جواب وركړ او خپل محدود فوجي قطعات يې ددښمن د تيرې د له منځه وړلو او زموږ د هيواد د ملي خپلواكې،ملي حاكميت او د خاوري د تماميت ددفاع د پاره راولېږل چې د افغاني اردو او ولس سره وږه پر وږه امپريالسټې او ارتجاعې كرغېړنې نقشې په اوبو لاهو كړې … زه حاضر يم چې په ډېر ستر ټرېبون كې دغه حقائق ثابت كړم چې كه روسي عسكرو پر وخت مرسته نه واى كړې، نن به خپلواك افغانستان وجود نه درلود ___ (د سلامخانۍ په تالار كې د كابل روڼهاندو ته وينا، ۷ستمبر۱۹۸۰ء) .

خو بل ځاى يې بيا د عسكرو د رابللو مسئوليت د حفيظ الله امين حكومت ته راجع كړې دې او وايې :-

ددسمبر په دويمه اوونۍ كې حفيظ الله امين د سياسي بېورو د څلورو غړو او د پاڅونيزې شورا په غوښتنه د شوروي اتحاد څخه د مرستې غوښتنه وكړه ځكه چې پر شپږم جنوري ۱۹۸۰ء د امريكا استخباراتې شبكې سيا( ) د پاكستان و چين په مرسته پر افغانستان باندې يرغل كاوه ___ (په كابل كې مطبوعاتې غونډه،۲۱جنوري ۱۹۸۰ء، او هم د كلديپ نئير د انګليسي كتاب اتم مخ ) .

تر اوسه پورې چې څومره شننې ،پلټنې او څېړنې سوې دې ، ددغسې غونډې د جوړېدو او پريكړې هيڅ ثبوت وسند نسته چې د شوروي عسكرو د راتلو سبب سوې دې وې .كه د لږ ګړي د پاره د كارمل دا ادعاء ومنو چې د امين د مهال سياسي بېورو او پاڅونيزې شورا شوروي عسكرو ته د راتلو بلنه وركړې وه نو كتل دا په كار دې چې د پاڅونيزې شورا صلاحيت خو د مهمو حكومتي پريكړو توثيق وونه د پريكړو كول .
رابه سو سياسې بېورو ته . د امين په حكومت كې د سياسې بېورو د غړو شمېر اووه تنه وو . په دوى كې يې يو صالح محمد زيرې پر خپل ځاى پرېښوووپاته غړې لكه ډاكټر شاه ولي، ډاكټر محمودسوما،عبدالرشيدجليلي،عبدالحكيم شرعي جوزجاني،پوهاند محمد منصورهاشمي ودايې په اعدام (پهانسۍ) محكوم كړل . د سياسي بېورو پر غړيتوب برسېره دوى دامين په كابينه كې د وزيرانو په توګه وظيفې سرته رسولې . دوى ته څه ورپېښه وه چې خپلو وژونكو ته يې د خپلو مرګونو د پاره بلنه وركول ؟ . د ببرك كارمل د وينا له مخې دوى د شوروي لښكرو په را بللو سره د باندنې تيرې مخنيوې وكړ او د افغانستان وجود يې وژغورې .بيا د كومې ناكرده ګناه په تور په اعدام محكوم سول . تر څو پورې چې پر افغانستان د امريكا،چين و پاكستان د تېري خبره ده . په حقيقت كې دا دشوروې اتحاد د استخباراتې شبكې (كې . جې . بي) هغه پلان و چې په كابل كې يې د خپل نوې سفير تابيف فكرت احمدجانوويچ په وسيله تر سره كړ . دا پلان د شوروي د مځكنيو ځواكونو ستر قومندان او ددفاع د وزير مرستيال جنرال ائيوان پاولووسكي د افغانستان د اوږده يون (اګست __ اكتوبر ۱۹۷۹ء) په موده كې لا جوړ كړې و .ددې يون موخه د مجاهدينو د فعاليتونو د امله پر هيواد د نورمحمد تره كې د كمزوري واكمنې څخه چې كومه اوضاع پيدا سوې وه، جائزه يې واخلې او د مخنيوې په اړه يې وړانديزونه وليكې .جنرال ائيوان پخپل راپوركې د افغانستان اوضاع ډيره زړه ماتوونكې وبلل او خپل حكومت ته يې د نظامي تېرې وړانديز وكړ ___ (الميه افغانستان ،۱۵۷مخ) . ددې وړانديز په رڼا كې د شوروې اتحاد د ولسمشر لېونيډ بريژنيف په دفتر كې غونډه وسوه (۸ دسمبر۱۹۷۹ء)،چې پكې يورې اندروپوف (د كې.جې .بي مشر)،اندراګروميكو(د باندنيو چارو وزير)،اوستينوف (ددفاع وزير) او سوسلوف برخه درلوده . د يوري اندروپوف د خوا دا څرګندونې چې د امريكا استخباراتي شبكه (سي . آى . اې) په منځنۍ اسيا كې د نظامې نفوذ هڅې كوې، د افغانستان د يورينيمو د زېرمو څخه د ګټې اخستلو امكانات چې په عراق و پاكستان كې به دايټم بم په جوړولو كې كار ورڅخه واخستل سې او هم د پاكستان و افغانستان تر منځ د يو ځاى كېدلو يا الحاق وېره سته . غونډې د حفيظ الله امين د راپرزولو او د ببرك كارمل د پر تخت كښېنولو د پاره افغانستان ته د پنځه اويا او اتيا زرو تر منځ د عسكرو استولو پرېكړه وكړه ___ (توفان در افغانستان،جنرال لياخوفسكې، د عزيز اريانفور دري ژباړه،۳۸ او ۳۹ مخونه) .
پلان دغسې جوړ سوې و چې لومړې دې د امين په زړه كې د هغه د غليمانو وېره او ډارواچول سې،په دومره غټه اندازه چې مخنيوې يې دده تر وس وتلې وې او هغه په رسمي توګه د شوروي اتحاد څخه د نظامي مرستې غوښتنه وكړې . د نظامي شتون په درلودلو سره روسيانو ته بيا دا ډېره اسانه وه چې په افغانستان كې د خپل ځان په ګټه سياسې بدلون راولې . دې موخې ته د رسېدلو د پاره په كابل كې شوروې سفارت اساسي رول درلود.
نوې سفير تابيف د( كې . جي . بي) ډېر خطرناك دسيسه كارو . د امين سره د ليدلو پر مهال چې يې هغه ته د خپل ولسمشر بريژنيف د مباركې پيغام ورساوه نو يې پر پخوانې سفير پوزانوف كلكې نيوكې وكړې چې په كابل كې يې په زيانمنو كړنو لاس پورې كړې و. ده امين ته ډاډ وركړ چې حكومت يې اوس د كړنو مخنيوې كړې دې .ده وويل چې پوزانوف اوس ددې توان نلرې چې ددې دوو هيوادونو و دوستې ته تاوان ورسوې . لدې امله ستاسې د نوې حكومت ددفاع د پاره لار په بشپړه توګه اواره سوې ده ،موږ به دې حكومت نور پياوړې كړو___ (د پرديو فتنې او تېري: دنهضت ليكنه،۱۱۰مخ).
دا هغه مهال و چې امين د پاكستان او امريكا په ګډون د يو شمېر غليمو هيوادونو او د مجاهدينو د ځينو ګوندونو سره په تماس لاس پورې كړې وچې د هيواد غميزې ته د خلاسون كومه لار پيدا كړې . امريكايې ليكوال ټيلې سټيوارټ ( ) ته د مركې (۲۰نومبر۱۹۷۹ء) په ترڅ كې امين وويل چې افغانستان د امريكا مرستو ته اړتيا لرې، موږ غواړو چې پر خپل ټيلېوېژن امريكايې فلمونه وړاندې كړو.
شوروي چارواكو وړاندې لا هغه ته د شك او كركې په سترګه كتل او پرچميانو د امريكا په جاسوس نومولې و،لدې امله( كې .جي . بي) د هغه د راپرزولو د پاره په افغاني اردو كې په ستر استخباراتې فعاليت لاس پورې كړې و . په اردو كې يې دغسې حالت منځ ته راووړ چې د شوروې يرغل پر مهال دې مهم منصبداران كوم ځاى ته په مېلمستيا ولاړسې،يا دې د شوروي سلاكارانو امر و منې او يا دې هم په بې طرفه حالت كې پاته سې . خو په سياسي توګه شوروي حكومت يوه مهمه رسمې ا طلاعيه خپره كړه چې پكې ليكلې و :- د امريكا د چټك غبرګون ځواكونه د ډيګوګارسيا د ټاپوګانو څخه پر افغانستان باندې يرغل كوې . تر پياده ځواكونو وړاندې به يې دوه سوه جنګې الوتكې كابل بمبار كړې او وروسته به يې پلې ځواكونه د تورخم او كوټي د لارې افغانستان ته د ننه سې .شوروي دولت پدې اړه د افغانستان له پلوه د جدي دفاعي تدابيرو غوښتونكې دې .
دا اطلاعيه د افغانستان د باندنيو چارو د وزارت د لارې د افغانستان بيلو بيلو سفارتونو ته ددې توصيې سره ولېږله سوه چې د امريكا تيرې دې بربنډاو د افغانستان د ملي واكمنۍ د دفاع د پاره دې د ټولو مترقي ځواكونو ملاتړ لاس ته راوړل سې .
پر دې اطلاعيه برسېره په كابل كې شوروې سفير د ځانګړې ليدنې پر مهال
د امريكايې يرغل په اړه امين ته دغسې معلومات وركړ:- په پاكستان كې د شوروي سفارت استخباراتې سرچينې موږ ته دغسي خبر راكړې دې چې د پاكستان او امريكا كومندويې ځواكونه د افغاني مجاهدينوسره يو ځاى پر( ۲جنوري۱۹۸۰ء) پر افغانستان تېرې كوې،مخنيوې يې يواځې شوروې ځواكونه كولاى سې،خو موږ يې په افغانستان كې نلرو. زه د يوه دوست هيواد د سفير په توګه تاسې ته سلا دركوم چې د شوروې اتحاد څخه ددې تېرې د مخنيوې د پاره په رسمې توګه د ځواكونو د رالېږلو غوښتنه وكړې .
حفيظ الله امين :- زه د خپل هيواد په ځواكونو باور لرم،يواځې نظامې تسليحاتو او نوو ټانكونو ته اړتيا لرو.
سفير:- ستاسې غوښتنه به خپلو مشرانو ته ورسوم ___ (د امين د كابينې د وزيرمحمودسوماڅرګندونې،دپرديوفتنې او تېرې،نهضت،۱۱۲-۱۱۳مخونه،۲۰۰۶ء) .
دې او دې ته ورته ګنګوسو حكومت اړايست چې د كابل ښاريان د نظامې كړنو د پاره د شپې د خوا د امريكايې الوتكو د شونيزو(احتمالي) بريدونو د پاره چمتو كړې، ځكه نو د شپې په مواقتې توګه د ټولو كورونو برېښنا غوڅوې او د هوايې بريدونو د مقابلې د پاره كابليان د پټو شرايطو سره اشنا كيږې .
د امين د تشريفاتو رئيس ولي مندوزي ته د نيمې شپې پر درې نيمو بجو(تر يرغل يوه اوونۍ وړاندې) د شوروي سفارت مهم او اغېزمن غړې دوه ځله ټيليفون ور وكړ او د بېړنۍ ليدنې غوښتنه يې وكړه .بيګدانوف د ماسكو د بېړنې پيغام سره د ګهيځ پرڅلور نيمو بجو د امين سره وليدل او زېرې يې پر وكړ :- ماسكو دې غوښتنو ته د هو سر ښورولې دې ،نوې پرمختللې وسلې،ټانكونه او زرهپوښونه به در وسپارې،خو د مځكې دلارې رارسول يې ډېر مهال نيسې . د هوا د لارې اجازه راكړې، پدې ټانكونو كې به زموږ تخنيكاران هم وې چې ستاسو تخنيكارانو ته د نوو وسلو زده كړه وركړې، په لنډه موده كې به بېرته خپل هيواد ته ستانه سې . امين د تخنيكارانو ګاى (خبره) ونه مانه __
___ (رازونه افشا كيږې ، د ولي مندوزې مضمون،دعوت جريده، ناروې،۱۶۲ – ۱۶۳ ګڼه،غبرګولىاو چنګاښ۱۳۸۳ه ش) .
هغه پدې خوشحاله و چې روسيان وسلې د حكومت د پياوړتيا او د غليمانود تېري د مخنيوې د پاره ورلېږي خو روسيانو بيا د وسلو د ورلېږلو سره يو ځاى پر خپل سر عسكر او تخنيكاران ورلېږل اود نظامې تېري پلان يې عملې كاوه .
د نظامې مرستو په نامه د شوروي د پلو ځواكونو لومړۍ جوپه (۲۵۰۰عسكر) د بګرام پر هوايې ډګر كوزه سوه(د ۸ او ۹ دسمبر نيمه شپه ۱۹۷۹ء) .يوه ډله يې د سالنګ لوى لارې ته ولېږله .
كله چې په باندنيومطبوعاتو كې د شوروي عسكرو د راتګ خبرونه څرګند سول نو د عربي ورځپاڼې شرق الاوسط د خبريال عادي سعيد پشتاوي سره امين په ځانګړې مركه كې څرګنده كړه :- موږ دا په كلكه ردوو چې د مادي مرستو په بدل كې حكومت شورويانو ته په افغانستان كې د نظامي قرارګاه جوړولو اجازه وركوې،دا كار به ځكه ونه سې چې موږ ورته اړتيا نلرو ___ ( دمركې نېټه ۱۲دسمبر۱۹۷۹ء او هم دكابل ټائمز انګريزي ورځپاڼه،۱۷ دسمبر۱۹۷۹ء) .
ورته نظر امين بل ځاى دغسې څرګند كړې دې :- امپرياليزم چيغې او كوكارې پورته كړې دې او وايې چې د كابل په شاوخوا كې شوروې ځواكونه ځاى پر ځاى سوې دې . پدغسې حال كې چې دا د افغانستان زړه وربچيان دې چې د امپرياليزم د ايجنټانو هيڅ وګړې او زموږ پر دښمنانو پورې تړلي عناصر نه پرېږدې چې زموږ پر خاوره باندې تېرې وكړې . دا ږغ زموږ د دښمنانو د راډيوګانو څخه پورته كيږې او ستاسو دغه وياړ بيا هم شوروي ځواكونو ته منسوبوې ،… موږ په ډاګه ويلې دې چې ورور هيواد شوروي اتحاد مو هر ډول مرستو ته چمتو دې، خو پدې باندې وياړو چې د خپلو زياركښانو بچيان مو جنګېدلې او جنګيږې . لكه څرنګه چې د شوروي فوځ پر فاشيزم بريالې سو،په هماغه مېړانه او زړه ورتيا سره به زموږ اردو د امپرياليزم پر ايجنټانو باندې بريالې كيږې او هغه به د فاشسټانو په څېر له منځه وړې . موږ پر فاشسټانو په زړه ورتيا ورځو،د امپرياليزم پر ګوډاګيانو باندې په منډه ورځو، هر چيرې چې وې،له منځه يې وړو ___ (د مستعجل كورس فارغو سياسي كاركوونكو ته وينا،۱۴دسمبر۱۹۷۹ء) .
كله چې د حفيظ الله امين وراره او د استخباراتې شبكې (اګسا) رئيس اسدالله امين د جمهورې رياست په ماڼۍ كې په مرګنې يرغل (۱۹دسمبر۱۹۷۹ء) كې ژوبل او د تداوې د پاره ماسكو ته يوړل سو، نو دې پيښې امين ته دروند تكان وركړ . هغه د ځينو ګوندي او دولتي ملګرو تر دې سلا وروسته چې د كابل د هره بامه څخه څوك ارګ په راكټ ويشتلاى سې،هغه د پاڅونيزې شورا او لومړې وزارت مركز د خلګو د كور څخه چې اوس په ميوزيم نومول سوې و، دخلګو ماڼۍ(د تاج بيګ ماڼۍ) او دارالامان ماڼۍته ولېږداوه (۲۱دسمبر ۱۹۷۹ء) . ددې وړانديز تر شا هم د روسيانو پټ لاس وو. هغه يې دښار د ګڼې ګوڼې څخه سارا ته وايست ،ترڅو عمليات په اسانې سره پر در سره كړې . هغه د پښتو متل چې وويشت نه سې ،خبر به نه سې . وروسته هغه په ځان پوه سو چې پر ضد دې څه كېدونكې دې . د پاكستان او امريكا سره يې د اړيكو د ښه والې و هڅو ته توندوالې وركړ.
په يوه وينا كې هغه څرګنده كړه :- زموږ حكومت هلې ځلې كوې چې د افغانستان و پاكستان تر منځ ددوستې اړيكې نورې ښې،ټينګې او وده وكړې ،… هيله من يو چې تر آغاشاهې(د پاكستان د باندنيو چارو وزير) وروسته به جنرال محمد ضياءالحق هم افغانستان ته راسې او زموږ د زياركښانو تودې ولولې به پخپله ووينې .د شوروي اتحاد د ورورولې مرستې د امريكا د خپګان سبب كيږې . موږ د امريكا مرستې نه دې رد كړې او نه يې ردوو. همدا اوس كه امريكا موږ ته زموږ د هيواد د ابادې د پاره دوه زره مليونه ډالر راكړې، موږ يې په خوښې او مينه سره منو،خو امريكا پر موږ پخوانې مرستې لا لږ كړې دې،… او زموږ د وروڼو(شورويان) مرستي چې افغانستان ته يې وركوې،په درواغو او ناروا سره غلط تعبيروې او په افغانانو كې غلط ذهنيت پيدا كوې ___ (د روغتيا رئيسانو او د ولايتونو د روغتيا اميرانو ته په صدارتي ماڼۍ كې وينا، ۱۹دسمبر۱۹۷۹ء) .
شوروي چارواكو د هغه د شك رفع كولو د پاره د دوستې، ښه ګاونډيتوب او يو د بل په كورنيو چارو كې د لاس نه وهلو ډاډ وركاوه ___ (د كابل پښتو _ هيواد_ ورځپاڼي د ماسكو د پراودا د ورځپاڼي په حواله دا خبر خپور كړ،۲۴دسمبر۱۹۷۹ء) .
ددې ډاډ سره سم په همدې ورځ د شوروې اتحاددمخابراتو د وزير نيكولاى ولادمېرويچ ټاليزن په مشرې لوى پلاوې كابل ته راورسېد.
امين ته د يوه پلوه روسيانو د نه لاسوهنې ډاډونه وركول او د بلې خوا دغسې راپورونه ورته راتلل چې د شوروي عسكرو شمېر تر عادې شمېر ډېر سوې دې . پر دې او بله موضوع باندې د سياسې بېورو غونډه جوړه سوه (۲۵دسمبر۷۹ء) . ددې غونډې برخوال او د بېورو غړې عبدالرشيدجليلي وايې چې په لومړې پړاو كې زموږ د غوښتنې په جواب كې روسيانو د وسلو د رالېږلو څخه ډډه وكړه،بنديز يې پر لګولې و،وروسته يې راولېږلې _ د مځكې او هوا د لاري . پدې اړه موږ ته راپورونه راغلل چې په دغو ټانكونو او زرهپوښونو كې وګړې تر عادې شمېر ډېر دې .موږ پرېكړه وكړه او حفيظ الله امين به په راډيو ټيليوېژن كې وينا كول چې شورويانو موږ ته وسلې راوړې وې، راورسېدلې،دوى به سبا د كابل څخه د حيرتان د لارې بېرته خپل هيواد ته ستنيږې،رسمې مقامات دې خبر اوسې ___ (د امريكا ږغ د ماښامنۍ پښتو خپروني سره ټيليفونې غونډه،۲۵دسمبر۱۹۹۸ء) .
د شوروي اتحاد د كورنيو چارو د وزارت لومړې معين تورن جنرال ويكټور سيمونوويچ پاپوټين چې د تيرې مياشتې (۲۸نومبر) څخه په كابل كې ګوډې ماتې كړې وې،د حفيظ الله امين سره وليدل (۲۷دسمبر) . امين د خپل كار په دفتر كې بند پاته و، د تېر ماښام( ۲۶دسمبر) څخه يې فون له كاره لوېدلې و . شوروي اشپز طاليبوف په خواړو (آش) كې زهر وركړې و ، هغه تر تداوې لاندې و چې تورن جنرال پاپوټين ځان ور ورساوه او غوښتنه يې وكړه چې شوروي عسكرو ته رسمي بلنه وركړه ،خو ده ونه منل ___(منبع الجهاد،دويم كال،اوومه ګڼه، ۱۸ او۱۹ مخونه) .وروسته يې خپلو دوو نژدو ملګرو ته د څرخي پله او قرغې د فرقې پر قومندانانو د تيارسي او د روسيانو پر ضد د جنګ فرمان وركړ___ ( همدغه اثر او ۱۱۹ و ۵۳ مخونه) .
دكودتاه د پيل شفر دروند بريد او د بريد ځاى د مخابراتووزارت و . د شوروي وزير ټاليزن په مشري لوى پلاوي كابل ته ځان رارسولې و،ماښام (۲۷دسمبر) دې پلاوې د خپلو كمانډو ځواكونو په وسيله د مخابراتو مركز چې دافغانستان د هوايې ځواك په لاس كې و، تر خپله ولكه لاندې راوست،د سر سر مامورين يې ووژل او د غټ بريد په كولو سره يې په خونړۍ كودتاه لاس پورې كړ .
په ټوليزه توګه موږ دې پائيلې ته رسيږو چې مرسته كوونكې هيواد اشغالګر او منځ ته راغلې رژيم لاسپوڅې دې ځكه چې مرسته كوونكې(شوروي) پر ځاى ولاړ مشروع حكومت (امين) په زور ړنګ كړ، پر ځاي يې د ببرك كارمل لاسپوڅې رژيم را منځ ته كړ، نو ځكه دا يو بشپړه يرغل ګڼل كيږې __-روستار تره كې ،۵۱مخ) .
كچيرې افغانستان د كورنۍ جګړې سره مخامخ كېداى، د شوروي اتحاد پر ځاى به يې د ملګرو ملتو څخه د مرستې غوښتنه كړې واى ځكه چې ملګرو ملتو د خپل منشور ددويمې مادې په اوومه فقره كې د بل هيواد په كورنيو چارو كې لاسوهنه منع كړې ده،خو كچيرې سوله د خطر سره مخامخ سې نو بيا د ملګرو ملتو د لاسوهنې اجازه سته ___ ( ر.تره كې،۵۳مخ) .
پ . م .ډيوپيوې (قانونپوه) ليكې چې په عملې ډګر كې ستر ځواكونه زياتره د لاسوهنې د غوښتنې د فارمول څخه د خپلې واكمنی د تثبيت د پاره كار اخلي . پر افغانستان شوروي تېری(۱۹۷۹ء) او په ګرېناډا كي امريكايي لاسوهنه (۱۹۸۳ء) يې ښې بېلګي دي __ همدغه اثر، ۴۷مخ) او انګلش كتاب

احمدشاه باباامريکاحفيظ الله امينكې . جې . بيمحمد داودخانمحمدظاهر شاهولسمشر ايزنهاور
نظريات (0)
نظر اضافه کول