د افغانستان راډيو د اسيا په لومړنيو راډيوګانو کي راځي چي په ۱۹۲۵ع کال امير امان الله خان په لومړي ځل مهندس عطاالله خان د راډيو تخنيک د زده کړي د پاره المان ته ولاړ او کال وروسته له يوې وړې راډيويي دستګاه سره بيرته افغانستان ته راغلی، په چټکۍ سره د راډيو وداني، سټوډيو او سيګنل چاري بشپړي سوې او په لومړي ځل راډيو د يوې لايحې له مخي په خپرونو پيل وکړ چي دوه ساعته وخت ئې وو چي دستګاه ئې۲۰۰ واټه او په۳۶۰ موج به اورېدل کېده.
د راډيو سټېشن په لندنۍ کوټۍ کي جوړ سو چي ددې ودانۍ نقشه په ۱۸۹۵ع کال نصرالله خان له لندنه راوړې وه. ويل کېږي چي پر دغه ځای پخوا د امير شېرعلي خان د توپ/باروتو جوړولو کارخانه وه چي د امير حبيب الله له لوري د کورني اختلاف له امله له منځه يوړه سوه او پر ځای ئې لندنۍ کوټۍ جوړه سوه.
جالبه دا ده چي د ټلګراف او پوسټ وزارت يوه ۲۷ماديزه تګلاره خپره کړه چي پکښي ليکل سوي دي: “هر کس چي له هيواد دباندي راډيو راوړي، جواز به ورته جوړوي او هره مياشت به يوه افغانۍ [راډيو کابل] ته ورکوي. هيڅ کس نه سي کولای چي بې له اجازې خرابه راډيو جوړه کړي او هيڅ بهرنی خرابه راډيو نه سي جوړولای! که داسي وسوه مناسبه سزا به وويني”. ويل کېږي چي تر سقاوي د مخه په افغانستان کي زر راډيو ګاني وې او ټولو دولت ته خپله ماليه ورکوله.
د کابل راډيو لومړی مدير محمدحسن او وياند ئې سرورګويا نومېده چي د پښتو برخي لومړي ويندويان عبدالجبار او مستوره او د دري ژبي ګويا اعتمادي او رقيه حبيب وه. لومړي سندرغاړي چي سندري ئې ثبت کړې استاد غلام حسین، استاد قاسم افغان، استاد نتو او استاد قربان علي وه.
لومړي ليکونکي ئې رشید لطیفي، خلیل الله خلیلي، گل پاچا الفت، عبدالرحمن پژواک، علي احمد کهزاد وه چي د صلاح الدين سلجوقي تر رياست لاندي ئې له راډيو سره کار کاوه.
دا نو په سيمه کي لومړۍ راډيو وه چي يوه خپلواک ملت ئې د خپرونو واک لاره، خو د بده مرغه چي په سقاوي اړ و دوړ کي راډيو هم کافره سوه او لندنۍ کوټۍ ته اور واچول سو او هر څه پکښي وسوځول، د سقاوي ناتار وروسته نادرخان روسي تخنيکګران بيا وګومارل خو د هغوۍ له خولې چي هر څه له جوړېدو وتلي دي او يوازي د راډيو لوړ ټاور له دې امله زيان نه دئ ليدلی چي د اور لمبې سمي نه ور رسېدې.
اټکل دیارلس کاله وروسته په ۱۹۴۲ع کال کي ظاهرشاهي دولت راډيو ته نوې ودانۍ جوړه کړه چي ګڼي سټوډيوګاني ئې لرلې، او هم ئې نوم له [کابل راډيو] څخه [د افغانستان راډيو] ته واړول سو، چي د لومړي وزير سردارمحمد نعيم خان په ږغ سره دوهم ځل راډيو په خپرونو پيل وکړ چي دا ځل د پښتو او دري تر څنګ په اردو، انګرېزي، عربي، فرانسوي، الماني او روسي ژبو هم خپروني پيل کړې.
د افغانستان راډيو په نړۍ کي يوه له هغو راډيو ګانو څخه ده چي د عيش پرستۍ او عبث خپرونو پر ځای ئې تل د افکار په وده کي ځانګړی رول لاره او د سيمي په کچه ئې اوس هم د خلګو خوند په خوله کي دئ.
هغه سر کا زمانې د سپو د لوبو
چي یې نه واهه مزري پل په ورشو
حمید ماشوخیل