د افغاني تاریخلیکنې نیمګړتیاوې

لیکوال: محمد قسیم ځیر



والټر به ویل چې تاریخ د تېرو زمانو د ناپوهیو او تیروتنو پاڼه ده. دا خبره د هغې زمانې تاریخونو ته په کتو بېخي سمه ایسي خو په ننۍ دنیا کې داسې نظر درلودل ناانساني ښکاري.

که له دې یې پیل کړو چې تاریخ څه دی او څه نه دی نو له بحثه ډیر اپلو ځوو. دلته غواړم یوازې په افغاني تاریخلیکنې څو خبرې ولرو.

ما(ځير) ته غلام نبي ټیکدار ارواښاد ویلي و چې هغه د ننګرهار له مشهورعالم میاغفوره اورېدلي و چې تاریخ له زمان، مکان، شخص او پېښې خبرې کوي. زما په اند زمونږ په ټولو علومو کې به یو فورمول هم دومره عملي بڼه ونه لري لکه پورته تعریف یې چې لري.

که خبره راټوله ووایو نو د سرجان سیلي له نظر سره ورته ده چې تاریخ د تیرې زمانې سیاست دی.

افغاني تاریخ کښنه له قدیمونو تر دا حاله په دې ړنده لاره روانه ده.

۱: زمونږ د تاریخلیکنې لومړنۍ خو پر نېټو او سنو بې ځایه او نامهم تاکید دی. د غبار، سیستاني، عطایي، کاکړ، حبیبی، هیوادمل، کاکاخیل او نورو مورخانو په اثارو کې دا ستونزه ترډیره د لیدنې وړ ده. سره له دې چې نېټه د تاریخ ثبوت هم ګڼلی شو خو پر نااړینو موضوعګانو کې لکه د تیمورشاه د پېدایښت کال او داسې نورو ناسمه شله توب ده د وخت بربادي ده. زما په فکر زمونږ تاریخلیکنې ته دا دود له اسلامي تاریخکښنې نه راغلی دی ولې چې هلته موضوع دیني وه نو د دې لپاره باید هر څه ډیر دقیق لیکل شوي ول.

دویمه: نیمګړتیا پر اشخاصو له حده زیات تمرکز دی. اتل پوهنه که څه هم په ننۍ تاریخپوهنه کې یواځې پرکتیکي جنبه لري خو تیوري ېي لا نه ده بشپړه شوې مګر دلته په نفر تمرکز کول له اتل پوهنې سره بېخي لرې ده. نامهم، کم ارزښته او بې روله اشخاصو باندې کتابونه لیکل کېږي چې په څېړلو څه ‏ په لوستلو هم نه ارزي. فرد چې څنګه په ټولنپوهنه کې محراق ګڼليږي په تاریخ کې هم محور دی مګر دومره بنسټیزه توجو ورته مناسبه نه ده.

پر افرادو ډیره قلم تاوونه د درباري تاریخ یادون په زړه کوي. هغه وخت تاریخ او مورخ د همدې لپاره د دربار په اشرفیو قدرېدل چې د بادشاه سلامت داستان وغږوي. هېښنده په دې ده نن چې نه دربارشته او نه بادار هم بیوګرافیک تاریخ کتابتونونه نیولي دي.

دریمه: بل منګي په تاریخ کې پراخه جغرافیوي مداخله ده. دا کېدای شې څو لاملونه ولري: د غوټو او پېړو پنځونو سره د مورخانو علاقه، اضافه تشریح، فضل فروشي (د خپلو معلوماتو ښودنه) او یا یو دودیز فیشن چې په نورو علومو کې هم دا اختلاط ډیر ایسند دی. که د اریایانو په اړه څه لولئ نو لومړی یې د قاشغر نه پیل کړې پاراپامېزوس، لمبکا، ګنداهارا ، اراکوزیا او دا ټولې سیمې په تفصیل سره رااخلي. د شیرشاه سوري د مزار پلټنه که کوي نو اول هند بیا بېهار او بیا به سهسرام لولئ. کله خو د سړي شک پیدا شي چې دا جغرافیه د تاریخ په نامه لیکل شوې که یو نوی ژانر منځته راغلی دی.

څلورمه: کمرنګي پر پېښو سراسري بحث دی: ادبي تاریخ، سیاسي تاریخ او دیني تاریخ ټول له همدې ډک دی. ازاد خان د تیمورشاه په مقابل کې بغاوت وکړ، ګورګین داسې ووژل شو، بابر په دې کال کابل ونیوه، د تاترې جنګ داسې پېښ شو او یوسفزو د مغلو پروړاندې دومره بغاوتونه کړي دي …

پېښه د تاریخ برخه ده مګر نه ټول تاریخ. مګر دلته له  پېښو هراړخیز روایت د تاریخ په شهرت موندلی. دا وې هغه کږۍ چې افغاني تاریخ لیکنې په خپل ډول کې درلودې. د زړه ماتېدو ځای دا دی چې همدا د منځنیو پیړیو څلورو فکتورونو زمان، مکان، شخص او پیښې ټول تاریخ رانغاړلی. ګیله په دې کیږي چې د ویښتیا، اوښتون او بدلون په دریو پړاوونو کې دا نادوده ولې دود پريښودل شوه؟

اوس راځو هغو تشو ته چې باید ځوان تاریخوال او تاریخپال یې ډکولو ته پام وساتي.

۱: په دغو خالیګاه وو کې غټه کنده د کلتوري تاریخ نه شتون دی. کلتور ډیره ارته ساحه ده خو جامع تعریف ېي د ټولنې مادي او معنوي شتمنۍ دي ولې دلته یې په هماغه دودیزه مانا (رسوم وعادات) راوړو.

کلتوري تاریخ هم د څانګپوهنې او هم د څېړنې د سکالو په توګه د شلمۍ پېړۍ په اخره نیماېي کې پیل شوی. پیتر برک انګریز یې لومړنی تیوریسن دی که څه هم په زړو متونو کې یې تطبیقي تومنه موجوده وه. فرهنګي تاریخ لا هغه وخت ښه د شونډو سر ته راغی چې مارکسیستو د لاندیني تاریخ نظریه منځته راوړه او هماغه وه چې د کارګرو او خواریکښو ژوند کتابونو ته لاره پیدا کړه. دا څانګه یواځې یو ځانګړی فرهنګ د خپلې شننې په لپه کې رااخلي. د افغانستان او لرې غاړې ټولو مورخانو یا دا کوړم لیدلی نه وه او یا یې په ډکولو وس نه رسېده ځکه چې فرهنګي تاریخ ساحوي څېړنه غوښتله .  د لرغونو دودنو او رسمونو په اړه زمونږ معلومات ډير کم یا د هیڅ برابر دي. نه پوهېږو چې څلورسوه کاله مخکې

د سنت نیونې مراسم څه رقم ترسره کیدل؟ خلکو کوم رنګه خواړه خوړل ؟ اېشله، لېټۍ، ملاتړلی څنګه او له څه پخېدل؟ د مړي د تدفین او تکفین پروګرام له اوسني دود سره څه توپیر لاره؟ د جامو اغوستلو مود او فیشن څه ډول او له کومو هیوادونو سره ورته وه؟ او دې ته ورته په زرنو پوښتنې شته چې راتلونکی او اوسمهالی نسل یې د پوهیدلو هڅه کوي. سخته خو دا ده چې دم ګړې داسې موضوع څېړل له تیږو غوړي ویستل دي ځکه چې داسې اثار نه لرو ترڅو پورته سوالونه مو ځواب کړای شي.

۲: کمی د هنري تاریخ دی. هنر د ښکلا ‌‌پنځونه یا د عواطفو او احساساتو لېږدونه ده د يوې استوزې(پیغام) په قواره کې. هنر په تجسمي (نقاشي، طراحي، بوتجوړونه،معماري، عکاسي اوچاپ) ښودني(نمایشي)( تیاتراو نڅا) موسیقي، ادبیات(شعر او کیسه) څانګو ویشل شوی.هنري تاریخ د همدغو تجسمي، ښودني ، اورېدني او ویېني(کلامي) هنرونو په پیدایښت ژوند او بدلون سیوری غوړولی دی. چې نړیوالې څانګې یې د زاړه یونان هنرونه، د لرغوني روم هنرونه، اسلامي هنرونه، د مصر باستان هنرونه … دي.

افغانان نن د اټن په اړه هیڅ نه پوهېږي. د غور منار څنګه جوړ شوی او د بودایي استوپو نقشونه کوم سبک لري نه یوو خبر. عکاسي او چاپ سره ددې چې نوي دي خو رفیع صیب پرې څه لیک کړی. پینځه پېړۍ مخکې د کورونو ډول څنګه وه هیڅ هم پرې نه دي لیکل شوي. د موسیقۍ د سمونې لپاره د عبدالرحمن خان او امیر امان الله خان هڅې د ستایلو دي چې په دې کې د استاد قاسم افغان نوم ډیر ځلېدونکی دی ولې د تاریخ په اړه یې معلومات د کتاب مخ ته نه دي راوړل شوي. که په اسلامي دوره کې مو بوتجوړونه نه لرله لیکن د اشوکاېي پير مجسمې هم ګونګې پاتې شوي. د ایستیتکي ادبیاتود مخینې ښه غوښنه برخه لرو مګر مسلکي او کرونولوژیکي نه ده.

۳: نیمګړتیا د شیانو د تاریخ نه شتون دی. شیان چې له ډیوې تر وسلې او د زراعت او سینګار تر هرې وسیلې پورې هره اله په خپل تعریف کې رااخلي یو خوندور بحث دی.

ډاکټر مبارک علي لیکي چې شاید د ورځنیو توکو کارونه راته معمولي ویسیږي مګر دا له ځانه شاته د یوې اوږدې تاریخچې ترڅنګ زمونږ پر ژوند نه پټېدونکی اغیز هم لري.

د آرابې اختراع د بشرپه ژوند کې انقلاب راوست . اشیاء د کلتورونو ترمنځ د اړیکې، د تاریخ د باوري سند او د سیمو د هویت او وضیعت په باره کې یو اړین او زر ارزښته عنصردی. د شیانو ارزښت د لوړو او مجللو موزیمونو نه لا ښه په ډاګيږي.

د چاریکارو یو سل کلنه چاړه د لغمان کولالي لوښي د چارسدې څپلۍ د کنړ اشادارې او دروازې د ننګرهار د روداتو ټوکر نه یواځې چې مونږ ته د خپلو نیکونو د ګوتو مهارت راښايي بلکې د افغانستان د ولایتو ترمنځ په اړیکو هم غږیږي. متأسفانه نن دبمبولۍ، خانک، غړکې په اړه لیکلي څه نه لرو. د شیانو بله ګټه د طبقاتو او ټولنیز ژوند په پوهېدلو کې هم ده. مشهدۍ لونګۍ به د خانانو وې او ملکانو به د پيښور له باڼسه ښویه امساوې لرلې په داسې حال کې چې کلیوالو به د ونې د منډه په تراشلو ځانته لکړه جوړه کړې وه یا سرکار به په مسین لوښي ملا په شینکي او عام ولس په کټوري کې کورت خواړه.جمدر د پښتنو یوه مشهوره وسله وه چې نن يې صرف په فارسي سیندونو کې تعریف شته او بس. ټیک، چارګل، ماټوۍ، شینکوڅی، د زرو تاویزونه، نتکۍ او پیزوان هغه څه دي چې زمونږ هویت او تمدن تثبیتوي. دا اثبات د بواديي دورې د زیوارتو په راښکاره کېدنه لا ښه ثابت شو.

۴: کاستي نامستندتوب دی. د تاریخي سرچینو کمی او کمبود به دومره ستونزمنه نه وي لکه نامیعاریوالی. ټول که ونه وایو نو مطلق اکثریت تاریخ مو اټکلونه او درکونه دي. د بیټ نیکه کیسه ددې ادعا ښه لاسوندی دی. قیس د شیخ بیټني، غرغښت او سړبن پلار د رسول الله ص سره لیدلي چې هغه یې نوم هم په عبدالرشید اړولی بیا چې د بیټ نیکه د ژوند زمانه وګورې نو د دریمې او څلورمې پېړۍ ترمنځ اټکل شوې ده .اوس سوال دادی چې نبي ع په څلورمه پیړۍ کې او سېده که د بيټ نیکه پلار درې سوه کاله عمر لاره؟

د ناکره توب بل ډول له یوې ناسمې منبع په ټولیزه توګه د این وان سره اقتباس دی. تاریخوالو ځانونه نه دي زهیر کړي له آیین اکبري، تاریخ خانجهان لودي او مخزن افغاني په ګډه ګټه اخیستل شوې چې عین شی یې بیا په خپلو تورو لیکلی دی. دې کار سترې سهوې ساري کړلې چې یوه یې د پښتنو بني اسرايلتوب دی. افضل خان خټک، حافظ رحمت خان او قاضي عطاء الله خان يې د بیلګې په توګه یادولی شو. زما يه اند ددې نا موثقتوب بل لامل د دوښمنو ګاونډیو له نښیرونو اخیستنه ده. ددې تشې د ډکون په پار د نړې د تاریخونو او ژبو له هغو اثارو ګټنه وشي چې د افغانستان په اړه لیکنې لري. د ایټالیا، سویس، سويډن، جرمني او تورکیې سترکتابتونونه یې ښې مرجعې دي.

۵: بل منګي د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي اکر(حالت) نه لیکنه ده. د روښانیانو پر وخت ښځو ته په کومه سترګه کتل کیدل؟ ټولنیزه وضعه څنګه وه؟ په ۱۷ پيړۍ کې د اافغانستان د سیمو ترمنځ تګ راتګ څومره او څنګه وه؟ د خوشال خان په دولت کې د عاید سرچینې کومې وې؟ د سیاسي نه مو موخه د دولت په چارو کې د ولسونو ونډه ده. د درانیو په حکومت کې غلجیو څه ګذران درلود؟ د امیر دوست محمد خان محبوبیت تر کومې کچې وه؟ داسې هیڅ کتاب نشته ترڅوداسې معلومات ترې راپیداکړو.

د ټولنیزو پوړونو(اجتماعي طبقاتو) ملایانو، بزګرانو، فیوډالانو، نظامیانو، هنرمندانو په ژوند او ددوئ ترمنځ په روابطو باید چې کاروشي او دا کار تر وسه نه ده شوی. د ښځو، ماشومانو، ځوانانواو عمر خوړلو د ژوند په اړه بیخي قلم نه دی ستړی شوی. د لږکیو(اقلیتونو) د طرز معاشرت  او ټولیز وجدان انعکاس هم په موجوده تواریخو کې تقریبأ د نشت برابر دی.

۶: نیمګړتیا ورته ووایو که ګناه د تاریخ نشنلیستي کیدنه ده. د ملتپانې روحې د مورخانو د فکرونو په تناسب بیلا بیلې مرحلې درلودې. ځیني له نشنلیزم نه پیلیږي کمیونالیزم، رارسیزم او ان فاشیزم ته رسیږي چې دې ته د تاریخ سیاسي کول او قومي کول هم وايي. دا بهیر صرف په افغاني تاریخلیکنه کې نه بلکې کله چې په ۱۹ پيړۍ کې نشنلیزم د یوې فکري لارې په توګه رامخته شو په هغو ټولو هیوداونو لکه جرمني، ایران او هند چیرته چې ناسیونالیستي افکارو خرڅون درلود جوت دی. ښه مثال يې د افغاني اتلانو په اړه د یوې منفي خبرې نه شتون دی. زمونږ په تواریخو کې له هر هغه چا کرکه شوې چې زمونږ د فکر او مذهب سره موافق نه دی. زیاته برخه د تاریخونو احساساتي رنګ لري. د ځینو جګړو او پیښو کیفیت دوه چنده شوی چې د تیمور شاه بدنامېدنه او د سلیمان شاه مخ مینځنه ، په اخوند درویزه او سید علي ترمذي باندې د مغلي جاسوس ټاپې یې ښې بیلګې دي.

ځینو افغان ورانو او ایران ګرانو کړیوو لخوا د افغاني میړونو سپکونه هم ددې لړۍ یوه کړۍ ده.

۷: کمرنګي د مورخانو پریکړې کوونې دي که څه هم چې فتوا ورکول مو په ټولیز عادت غوندې بدل شوی او دا خوي مو تاریخلیکنې ته هم راکوچولی. د تاریخپوه دنده دا نه ده چې ووایي د مغلو پر وړاندې د کجوخان بغاوت د خپلو حقه حقوقو د احقاق هڅه وه یا دا چې نصیر بلوچ باید شورش نه وای کړی. د تاریخلیکونکي دنده یواځې رسونه او سبتونه ده. البته کولی شي چې موضوع لږه وشاربي خو د قضاوت حق ورته نه دی حاصل.

۸: د فکري او فلسفي تاریخ عدم شتون د افغاني تاریخکښنې بله ستونزه ده. فکري تاریخ هم د شلمې پيړۍ زوی دی چې نن په اروپا کې د تاریخ له ټولو څانګو زیات تر ځیرنې لاندې نیول شوی. دا څانګپوه د پخوانیو د فکرونو او فلسفو د جوړښت، پایښت، بدلون او اغیز راڅرخي. له بده مرغه چې په دې نامه مونږ څه نه لرو.د ناسیونالیستي اسلامي فکر تاریخ چې پیر روښان، خوشال خان او باچا خان يې لاروي دي، د فیوډالیزم ضد اسلامي اشتراکي فکر تاریخ چې شیخ ملې یې مشهوده نښه ده، د غني خان لا محدود تصوفي او عرفاني فکر تاریخ او داسې نورې برخې شته چې باید کار پرې وشي. په اروپا کې داسې نه وه چې د علمي نظریاتو تولید په یو دم یا یوه سدۍ کې پیل شوی وي. په لومړي سر کې د روم او یونان فکرونه وځوښل شول او د هماغو سټو د توږنو، رنګه ونو او تحلیلونو په برکت نوي نظرونه لومړی د لید بیا د فرضیې او په اخر کې د تیورۍ په شکل رامخې ته شول. که زمونږ په مشرانو او اسلافو کار له دې نقطې نظره کار شوای وای نو دا هیواد به اوس د ډيرو نوو تیوریو کور وه.

۹: د پرتلیز تاریخ نه لرل دي. سره ددې چې مقایسوي تاریخ په افغاني تاریخ پوهنه کې نوی نوم دی. دا د تاریخ پوهنې یوه څنګه ده چې که څه هم په تیوري یې لا بشپړه شوې نه ده خو عملي ساحه یې ډیره پراخه ده. دا څانګه یو شخص، کلتور، سیمه، فکر او زمان د بل شخص، کلتور، سیمې او زمان سره هم په نړیواله او هم په هیوادنۍ کچه پرتله کوي.

لیکن زمونږ په تاریخلیکنه کې دا اغیزمنه لار په لوی لاس له یاده غورځول شوې که څه هم چې په دري ژبه تاریخ مقایسوي افغانستان از احمد شاه تا حامد کرزی د قاسم بختیاري صیب اثر شته خو په پښتو کې داسې څه نه لرو. خال خال د خوشال و رحمان او نورو شاعرانو په پرتلنه کې د هغه وخت حالاتو ته یوه نغوتې قدرې شوې او بس.

۱۰: د تاریخلیکنې د سبک او ډول دواړو ګډوډي ده.

تاریخ د طرز له مخې په رویاتي، ترکیبي او تحلیلي روشونو کښلیږي ولې زمونږ او ګاونډیو تاریخونه په یو مختلط شکل ویستل شوي چې یو خو نامعیاري دي اوله بلې خوا هم لوستونکي او هم ددې علم پرمختګ ته خنډ ګرځي.

د موضوع له مخې تاریخلیکنه په قومي، جغرافیوی، مذهبي ، زماني، موضوعي او فکري برخو  تقسمیږی. افغاني تاریخکښنه د عنوان ترحده بیله شوې خو که متن ته کوز شې نو بیا ستونزمنیږي چې د موضوع له مخې يې بیله کړو.

۱۱: کمبودي د تاریخلیکنې د پیدایښت او بهیر په اړه ده. مونږ څه وخت تاریخلیکنه پیل کړه. له چا مو زده او څنګه یې بدلون وکړ یو مقاله قدرې هم نشته که څه هم چې حبیبي صیب  په نومورکومورخینو کې یو موټی ډکي راټول کړي خو د  تاریخلیکنې د پیدایښت، ژوند او بدلون په اړه په کې کرښه هم نشته. که په دې اړه څه ولیکل شي نو بيخي نوي او جالب به وي.

 

اراکوزیابیټ نیکهحبيبيډاکټر مبارک عليغلام نبي ټیکدارفارسيکاکاخیلګنداهاراګورګینلغمانمحمد قسیم ځیر
نظريات (0)
نظر اضافه کول