د زردشت پېژندنه، ټاټوبی او د ژوند کاوه مهال یې

ژباړه او ټولونه: مجیب الرحمن اېمان

ژباړه او ټولونه: مجیب الرحمن اېمان

د زردښت د نوم له اوریدو سره سم د انسان فکر له نن څخه لږ تر لږ (۳۰۰۰) کاله پخوا وختونو ته ځي، تر (ویدا) را په دېخوا زموږ (آریایانو) ډیر پخوانی کتاب (اوستا) زردښت ته منسوب، چې له ميلاد څخه (۱۲۰۰) کاله وړاندې ليکل شوی دی. زه دلته د زردښت په دیني او مذهبي اړخ باندې خبرې نه کوم، بلکې یوازې د هغه په تاریخي بعُد باندې خبرې کوم او دا راسپړم، چې زردښت څوک و؟ چیرته یې ژوند، څه یې وکړل؟ او زردښت ته منسوب (اوستا) کتاب زموږ (افغانانو) لپاره څومره تاریخې ارزښت لري؛

د زردښت شخصي ژوند:
د زردښت یا رزدشت یا اشو زرتشت یا سَپَنتمان(ځینې په دې ګمان دي، چې د زردښت اصلی نوم سپنتمان، چې د ډير سپین په مانا دی،و.)، د نوم مانا (زاړه اوښ لرونکی) او یا ( زرین ستوری) ده، د خپل وخت خلکو یې نوموړی (زرتوشترا) یانې زردشت باله، او یوناني سرچینو د ده نوم (زوروواسترس) ثبت کړی دی. د پلار نوم یې په اوستا کې (پوروسَسپِه) او په پهلوي کې (پوروشسپ) او د بابا نوم یې (پَیترسپ)، او د مور نوم یې په اوستا کې (دُغدووا) او په پهلوي کې (دوغدو) راغلي دي، د مور د ادې نوم یې (فَرَنو) او د مور د پلار نوم یې (فراهیم روا) دی، پلار یې د (سپیتمه) له کورنۍ او په عالم کس باندې مشهور و او د پلار د نامه مانا یې د (زاړه آس لرونکی) ده ، دوغدو هم د اشرافي او مذهبي کورنۍ څخه وه او د نامه مانا یې (غوا لوشونکې) وه، د پوروشسپ او دوغدو د واده ثمره پینځه زامن چې زردښت یې دریم زوی و، د زردښت د لومړنۍ ښځې په اړه ډیر مالومات په لاس کې نشته دی، ویل کیږي چې د سفرونو له پیل کاولو څخه مخکې مړه شوې ده، دویمه ښځه یې (هوُوي) نومیږي او د بلخ پاچا ګشتاسپ د سلاکار (فرَشوستر) لور ده، د زردشت د ماشومانو په اړه په اوستا او په پهلوي لیکنو کې څو ځایه یادونه شوې ده، چې شپږ ماشوما، درې یې هلکان او درې یې لوڼې دي، د هلکانو نومونه یې په ترتیب سره ( ایسَت واسترَ)، (اوروَتت نَرَ) او ( هوَرچیثرَ) او د درې لوڼې یې (پیورو چیستا)، (فرني) او (تریتي)، د زردښت د نهم نیکه نوم (سپي تامه) و، د کورنی نوم یې هم د همدې نیکه د نوم له مخې دی، زردښت لومړنۍ زده کړې له خپل پلار او د ښار له نور عالمانو څخه تر سره کړې، وایې زردښت ډيره ځیرک او د تیز ذهن لرونکی هلک و، چې تر پینځلس کلنۍ یې د خپله عصر ټول علوم زده کړل، له پینځلس کلنۍ څخه تر ۳۰ کلنۍ دا مهال د زردشت د تفکر او اندښنې وخت دی.

د زردښت اور نخښه

 

د زردښت ټاټوبی:
زردښت د نژاد او اصلیت په اړه ویل شوي دی

« چې زردښت عرفاً او نژاداً د لرغوني بلخ له وګړیو او د هغه ټاټوبي له نجباوو څخه و، په بلخ کې زیږدلی، همدلته لوی شوی او همدله یې د خپل دین بنسټ کیښود، او په تبلیغ باندې یې پیل وکړ او بالاخره په همدې ښار کې د تورانیانو په حمله کې مړ شو».

خو ځینې بیا په دې اند دی چې زردښت د ایران په آذربایجان کې نړۍ ته راغلی دی، خوې ځینې نور بیا د زردښت په نوم د داسې یو تاریخې موجود له شتون څخه بیخي منکر دی. د لرغونو روایاتو له مخې لکه څنګه مې چې پاس یادونه وکړه، په ۱۵ کلنی کې یې د خپله وخت ټوله علوم زده او چې کله ۲۰ کلنۍ ته ورسید، خپل پلار، مور او ماشوم پریښودل او د مذهبي اسرارو د پیدا کولو لپاره په نړۍ کې یې سرګردانه سفرونه پیل کړل، د یوناني سرچینو له مخې ده ۷ کاله د غره په یو غار کې تیر کړل او ډيری وخت به یې په پنیر (یګدګ)باندې خپله خیټه مړوله.
چې ۳۰ کلن شو، په زردښت باندې د (هومنه یا بهمن) فرښته را نازله شوه او له هغه وروسته د ۸ کلونو لپاره زردښت د شپږو مقربو (امشاسپندان) سره د عالم په کشف او شهود کې په خبرو اتر بخوت و.

او له هغه وروسته د ۱۰ کلونو لپاره د (اهورا مزدا) (یانې هغه ذات، چې زردښت ورته عبادت کاوه، د اهورا مزدا په نوم یې یاد کړی دی او د اهورا مزدا مانا ده حکیم خدای او زردښت یوه خدای ته عبادت کاوه یانې واحد پرسته و) په عبادت او لمونځ باندې لګیاو، ددغو لسو کلونو په وروستیو کې چې چا په د باندې ایمان راوړ، (میدیتنیما یونها) د کاکا زوی یې و. او له هغه وروسته زردښت د بلخ د شاه ګشتاسپ دربار ته لاړ او خپل دین یې ورته وړاندې کړ، چې د بلخ شاه د زردښت دین ومنلو او د بلخ د دربار ټول اشراف او درباریان د زردښت په دین شول. او بالاخره زردښت په بلخ کې د ۷۷ کالو په عمر، چې (اهورا مزدا) ته په عبادت لګیاو، د تورانیانو د توربراتور (تورِبرَآدرویس) په لاس ووژل شو.
د زردښت د ژوند کاوه مهال

خيالي انځور چي زردښت کره په لاس کي ښکاري، دغه انځور د اتن ښار نامتو انځورګر رافايل په ۱۵۱۰ ع کال کي انځور کړ.

د زردښت د زیږون د کال په اړه اخلافات شته، (بروسوس بابلي) د زردښت د تولد کال د (۲۰۰۰ م ز) ګڼي. د زردښتي او د ډیری مورخینو د سرچینو له قوله، نوموړی په (۶۶۰م ز) کاله کې نړۍ ته راغلی دی. او دده د زیږون په اړه افسانوي معلومات شوتون لري. (اودُخوس کلداني) چې له میلاد څخه مخکې په څلورمه پيړۍ کې یې ژوند کاوه، له زردښت او د هغه له فلسفې سره یې په پوره بڼه اشنایي درلوده او خپله دې د افلاطون له نیږدې ملګرو څخه و، د زردښت مهال له افلاطون خخه ۶۰۰۰ کاله وړاندې ګڼي. (خانتوس لیدلیایي) چې له میلاد څخه مخکې په پینځمه پيړۍ کې یې ژوند کاوه او د زردښت په اړه یې رساله لیکې ده، د زردښت د ژوند مهال پر یونان باندې د خشایارشاه له حملې څخه ۶۰۰۰ کاله مخکې ګڼي، دې ته په کتو د خشایارشاه حمله په یونان باندې له میلاده مخکې په ۴۸۰ کال کې تر سره شوې ده، نو د خانتوس راکړل شوې نېټه ۶۴۸۰ کال مخکې له میلاده راځې. (پلینوس) د ارسطو له قوله د زردښت تاریخ ۶۰۰۰ کاله مخکې له افلاطون څخه ګڼي، دې ته په کتو افلاطون ۳۴۷ کاله مخکې له میلاده ومړ، د زردښت تاریخ ۶۴۱۰ ته کم او زیاد مخکې له میلاد څخه رسیږي.

 

(هري پوس) چې له میلاد مخکې په درېمه پيړۍ کې یې ژوند کاوه، د زردښت تاریخ له میلاد څخه ۷۰۰۰ کاله وړاندې ګڼي. یونانی مورخ (آګاتیاس) چې په شپږمه میلادې پیړۍ کې یې ژوند کاوه، لیکې یې دي؛ د زردښت د زوکړې او د دین د تبلیغ مهال په سمه توګه معلوم نه دی، ایرانیان وایې؛ چې هغه د (داریوش) د پلار ګشتاسپ په وخت کې یې ژوند کاوه. (مری بویس) دا چې د (ګاتونو) ژبه (ریګویدا) ته نیږدې ده د زردښت تاریخ ۱۷۵۰ کاله مخکې له میلاد څخه ګڼي.

 

 

افلاطوناهو امزدااوستاايرانريګويدازردښتمجیب الرحمن اېمان
نظريات (0)
نظر اضافه کول