د سدوزو تاریخ

پو هیالی زرولي ( صدیقي)

( سدوزیان ۱۷۴۷- ۱۸۴۲ میلادي )

ملک سدو د صالح ورور او د معروف زوی ؤ، معروف په اتم نیکه کي ابدال ته رسېږي، ابدال د ترین زوی د ښرخبون لمسی او د سړبن کړوسی ؤ، په دې اساس دا کورنۍ د پښتنو د قبیلوي وېش له مخي د فیس عبدالرشید زوی سړبن ته رسېږي او ابدال په ۱۰۴۸ م کي ژوند کړی دی چي په تاریخو کي د ابدالي، هپتلي، یپتلي او ابدال په نومو هم ذکر سوی دی.

ملک سدو  په کال ۱۵۵۷ م په کندهار کي د مشرتابه پر ځای کښېناست او ارغستان یې  خپل مرکز وټاکه.  محمد د بارکزو مشر ( د محمد زیو لومړی پلار) د همدې سدو همهالی ؤ، د سید جمال الدین افغان او نورو مؤرخینو په حواله د صفوي شاه عباس دربار هم په رسمیت و پېژانده.

نوموړي پنځه زامن درلودل حضر، مغدود خان، زعفران خان، کامران خان، بهادر خان او د دوی څخه یې حضر خان خپل ځای ناستی مقرر کړ.

د ګریفن په وینا حضر خان په کال ۱۶۲۶ م کال کی مړ سو، له ده څخه وروسته یې دوه زامن خدایداد او بل شیرخان د کندهار مشران او ولسوالان سول، خدایداد د خپلو ګاونډیو  غلجیو سره دوستانه اړیکي درلودې په قومي جرګو کي یې د سلطان ملخي سره مفاهمه وکړه او د دوستۍ تړون یې ورسره وتړه او د دواړو خواو ترمنځ د ولسوالیو وېش د کندهار پنځوس میله ختیزي خواته د جلدک، ګرماو او ډبرین پل وټاکل سوه.په کال ۱۶۹۳ م د ده ورور شیرخان د کندهار د صفوي حکمران سره ونښت او د کوږک په بند کي یې صفوي لښکر پوپنا کړ. د سدو زویو وروڼو مرکز په ټولیزه توګه د کندهار څخه ۳۰ میله لري ختیزي خواته شهري صفا  ؤ، د صفوي دربار څخه هم د میرزا په لقب و پېژندل سو او د ډهلي دربار هم شیرخان ته د (( شهزاده) لقب ورکړی ؤ او د فراه څخه تر کندهاره پوري ابدالي قبیلو د دوی مشرتوب منلی ؤ، د شیرخانه څخه وروسته یې زوی سرمست خان او له ده څخه یې زوی دولت خان د دې قبیلو مشران پاتي سول او د خدیداد زوی حیات سلطان هم د داخلي او کورنیو اختلافاتو له مخي احتجاجاً دغه مشرتوب دوی ته پرېښود او خپله د شپږ زره ابدالي کورنیو سره ملتان ته کډه سو، خو د دولت خان سره هم ژوند وفا ونه کړه او د ګورګین په لاس په ۱۷۰۳ م کال کي د مشر زوي نظرمحمد خان په شمول په شهري صفا کي ووژل سو، د ده د مرګ وروسته ابدالیانو د دولت خان بل زوی رستم خان خپل مشر وټاکه تر دې چي د یو سیاست له مخي ګورګین هم د ده مشري په رسمیت وپېژندله او څلور کاله وروسته یې دی هم د خپل پلار  او ورور په څیر ووژل.

د ده د مرګ وروسته دا کورنۍ بې مشره پاته سوه او د کندهار څخه هرات ته ولاړه او هلته ابدالیانو د حیات سلطان ابدالي زوی عبدالله خان د ملتان څخه را غوښتي ؤ او خپل مشر یې ټاکلي ؤ، چي  دې کورنۍ هم ورسره مشري قبوله کړه، نوموړي د صفویانو او هم د شاه محمود هوتک سره ډېر جنګونه وکړل تر دې چي د عبدالله خان زوی اسدالله خان هم پکښي ووژل سو.  په دې پېښه کي عبدالله خان دونه غمجن سو، چي له مشرۍ څخه یې لاس واخیست  او د دولت خان زوی زمان خان چي یو تکړه او پوه شخصیت ؤ د مشري وړ وګاڼه او د ټولو ابدالیانو له خوا د ده مشري ومنل سوه، نوموړي د خپل خاص درایت څخه کار واخیست او ټول ابدالي وګړي یې سره متحد کړل. د هرات څخه یې په کلکه دفاع وکړه چي بالاخره د دوه کاله او پنځه میاشتي مشرۍ وروسته په کال ۱۷۲۳ م کي مړ سو. دا لړۍ تر دې دمه وروسته د یو څه وخت له پاره خاموشیږي او بیا د احمدشاه بابا په غوړیدنه په کال ۱۷۴۷ م کي نوې ساه اخلي چي نور تفصیل به یې وروسته راسي.

( احمد شاه بابا)

احمدشاه بابا د زمان خان زوی، د دولت خان لمسی، د سرمست خان کړوسی او د شیرخان کوسی دی، شیرخان د حضرخان او حضرخان د ملک سدو زوی ؤ او په دې اړه مخکي بحث وسو.

د احمد شاه بابا مور د اکثرو مؤرخینو په حواله ( زرغونه انا) نومیږي، چي ډېره زاهده، بهادره او پتمنه بي بي وه، دا چی په قدیم کي تاریخ پوهان د سیمه ایزو دودونو څخه په تاثیر د ښځو په اړه لږ ږغېدلي، ځکه نو په دې  اړه هم د تاریخ په پاڼو کي ډېر معلومات نه وینو، دونه ویلای سو  چی په قوم الکوزۍ او په ۱۷۶۲ کي وفات سوې ده. احمد شاه بابا په کال ۱۷۲۳ م په هرات کي پیدا سوی دی په دې اړه د محمد حسن هندي او د تاریخ احمدي څرګندوني چي وايي: « احمدشاه حطه ملتان مین پیدا هوا... »

احمدشاه بابا، د شېر سرخ جرګه

ډېره بې اساسه او پرته د کوم لاسونده شائع سوې ده، دوی په دې برخه کي د یوې اشتباه سره مخ سوي دي او هغه دا چي دوی زمان خان د احمدشاه بابا پلار د حیات سلطان ابدالي لمسی او د عبدالله زوی ګڼي، په داسي حال کي چي دا دواړه کورنۍ د حضر خان څخه وروسته په دوه پلرنیو وېشل کېږي، چي یو یې خدایداد او بل یې شیرخان نومیدی، چي د احمد شاه بابا لړۍ هم دې شېرخان ته رسېږي او د خدایداد زوی حیات سلطان او د هغه زوی عبدالله خان یوه بله کورنۍ تشکیلوي چی د دولت خان په وخت کي حیات سلطان ملتان ته کډه سوی ؤ، نه د زمان خان کورنۍ. بل دا چي د احمد شاه بابا پلار تر ۱۷۲۳ پوري په هرات کی د ابدالیانو مشر ؤ او بابا هم په دغه کال پیدا سوی دی، نو د پورتنیو لاسوندو په استناد په ډاګیزه توګه ویلای سو چي احمدشاه بابا په هرات کي زېږیدلی، نه په ملتان کي.

احمد شاه بابا د ژوند له پېله تر پایه د داسي کورنۍ چاپیریال او محال سره اړیکي درلودې چي د تورو خرپهار، د توپ او توپک د غرمبار پرته بل څه پکښي نه اورېدل کېدل، هر طرف او هر وخت جنګونه او ناخوالي سره لاس په لاس لیدل کېدې، په دې اړه د بابا لنډ مهالي تاریخ ته یوه ځغلنده کتنه کوو.

احمد شاه بابا لا کوچنی ؤ چي خپل ورور یې د عبدالله ابدالي د سیالي کورنۍ او پارسیانو سره په جګړو لګیاه لیده، د نوی زلمیتوب سره سم په کندهار کي د شاه حسین هوتک په زندان ور ننوت د زندان وروسته یې شپږ کاله د نادر افشار سره په ملتیا په جګړه ایزه یونونو ترسره کړل او بیا د ژوندانه تر پایه د هیواد د چارو په سمون کي بوخت ؤ.نوموړي د وخت د مروجه زده کړو څښتن ؤ، په دواړو ملي ژبو ښه پوهېدی او په پښتو ژبه یې شعرونه هم ویل، یو زړور شخصیت ؤ. د ځواکمنو او ظالمانو کلک دښمن، د بخښونکي او لورونکي شخصیت خاوند او  ډېر ساده ژوند یې درلود، تګلاره یې  ټینګه او هوډمنه وه ، له دې وجهي ټولو افغاني تاریخ پوهانو د بابا ښه او غوره اخلاق ستایلي دي.احمدشاه بابا د نادر افشار د واکمنۍ په وروستیو کي د هغو نومیالیو او ډاډمنو افسرانو څخه شمیرل کېدی چی نادرشاه یې متاثیره کړی ؤ او نادرشاه افشار به تل دا ویل چي ما په خوارزم ، ایران، افغانستان او هند کي د احمدخان په څېر ځوان نه دی لیدلی او له ما وروسته به همدا شخصیت واکمن ګرځي.

خورشيد جهان نومي کتاب کي د سدوزو شجره

کله چي نادرشاه د خبوشان په فتح اباد کي ووژل سو نو احمدشاه بابا د نورو افغاني ډلو سره خپل ګران هیواد افغانستان ته راستون سو او دلته د یوې لويي تاریخي جرګي په ترڅ کي د ټولو قومونو په خوښه مشر وټاکل سو.

نور بیا…

حضرخانزرغونه اناسدوزیسدوزی شاه محمودشاه عباسملک سدو
نظريات (0)
نظر اضافه کول