د سردار رحمدل خان باغ

ما په “احمدشاهي کندهار” (۲ /۸۵مخ) کي د سردار رحمدل خان د دغه باغ یادونه کړې ده. څوورځي مخکي مي افغانستان ته دانگرېزي هیئت دهغه سفرراپور(Journal of A Political Mission To Afghanistan in 1857)کوت چي دجنرال لمسډن په مشرۍ ئې افغانستان ته په ۱۸۵۷ع کال کي کړی وو اوپه دغه هیئت کي هنري والټربیلیو(۱۸۳۴ ــ ۱۸۹۲ع) هم ملگری وو. دې هیئت په کندهارکي یو کال تېرکړ اوپه راپورکي دهغه وخت کندهارپه باب خوراجالب بیانونه لري چي له نن ورځي سره ئې د حوادثومشابهت ماته دلوستلوپه وخت کي داسي ذهني انځورراکړ لکه بیلیوچي همدا نن له کندهاره په تیلیفون کي خبري راسره کولې. دهیئت دراتگ په وخت کي کندهار د کندهاري سردارانوله لاسه وتلی دئ.دامیردوست محمد خان زوی سردارغلام حیدرخان (ولیعهد) دکندهاردواکمنۍ پرتخت ناست دئ اودغازي وزیرمحمداکبرخان دوه زامن (سردار محمدرفیق خان او سردارجلال الدین خان) ئې دمرستندویانو په شکل پرکلات او زینداورباندي واکمني چلوي. هندوستان ته دهیئت دبیرته ستنېدلو پر وخت سردارغلام حیدرخان کابل ته غوښتل سوی وو.
ددې راپور په پای کي دهغي تودیعي مېلمستیابیان راغلی دئ چي هیئت ته دسردارغلام حیدرخان په نمایندگي دکلات حکمران سردار محمدرفیق خان جوړه کړې وه. ددې مېلمستیاځای دسرداررحمدل خان باغ وو،چي دکندهارداوسني نوي ښاراوډنډچوک ترمنځ دکندهارــ هرات دلویي لاري په جنوب کي واقع وو. علامه رشادمرحوم به ویله چي ددغه باغ زړه اونړېدلې دوه پوړیزه ودانۍ ئې لیدلې وه. دغه باغ وروسته دسردارمیرافضل خان دباغ په نامه یادسوی دئ اوداسي ښکاري چي دسرداررحمدل خان دجایدادځیني برخي دامیرشیرعلی خان دخسرسردارمیرافضل خان له خواتصاحب سوی وې. سردار میر افضل خان دسردارپردل خان زوی اودسردار رحمدل خان وراره ووچي دکندهاري سردارانوپه کورنیوجګړوکي ئې د سرداررحمدل خان په طرفداري توري وهلې. دی دامیرشیرعلیخان په پاچهي کي څه موده دکندهاروالي هم وو.
ددغه باغ نسبتامفصله تشریح مابل ځای نه وه لوستلې اوکله چي مي ددغه هیئت په راپورکي دغه برخه ترنظرتېره سوه، په زړه کي مي را وگرزېدله چي که ئې له نورولوستونکوسره شریکه کړم، ښه به وي. موږ افغانان خودخپلوتاریخي آثاروپه ورانولوکي قهرمانان یواو وروسته چي ئې بیانونه دخپلودښمنانوپه لیکنوکي لولونوپه تېرپسي ارمانونه کوو!
هنري والټربیلیوددغي مېلمستیادیادوني په ترڅ کي لیکي :” دډوډۍ دبرابرېدلوپه وخت کي موږ دهغي برنډې پرچوکیو کښېنستلوچي مخامخ ئې دباغ ټول اوږده راته ښکاره کېدله. زموږمخ ته دباغ په پای کي یوه کوچنۍ کوټۍ ( summer-house) وه. پرباغ باندي شاوخوا دېوال راگرځېدلی وو. باغ مستطیل شکله وو او اوږدوالی به ئې ښایي شپږ یااته ایکړه کېدئ ( یوایکړ ۴۰۵۰ مربع متره کیږي چي دجریب په حساب به ټول باغ پنځلس شپاړس جریبه مځکه نیولې وه ــ ژ).دباغ په مابین کي دوې کوټۍ وداني سوي وې. هره یوه ئې ډېره ښه نقشه سوې خوبېخونده رنگمالي سوې ودانۍ وه چي دوه منزله (پوړه) ئې درلودل. په اول پوړکي ئې غوجل (طبیله) وو اونوکران پکښې اوسېدل اوپه لوړمنزل کي ئې مرکزي اساسي خونه (دالان) وو چي مخ ئې دبرنډې خواته وو. په هره خواکي ئې دڅنگ دخونوکړکۍ راخلاصي سوي وې.ددغوخونودیوالونه په گلانواوعربي سبک موزائیک او انځورو سره ښکلی کړه سوی ووچي په هغوکي دنڅاگرونجونواو هلکانو تصویرونه (میناتورونه) هم ول.
دباغ په اوږدوکي له یوې کوټۍ څخه تربلي پوري داوبوډک حوضونه چي ډېرژورنه دي، جوړسوي دي. داحوضونه په داسي ډول تنظیم سوي دي چي پرهروڅلورویاپنڅوفوټوباندي یوه زینه قدرشیوه کیږي اوپه هره زینه کي ئې اوبویوکوچنی ابشارجوړکړی دئ. دحوضوپرڅنډو باندي یولړفوارې سته چي سوري سوري نلونه لري چی له هغوڅخه راز رازظریف اشکال اوډیزاینونه جوړي سوي دي. دفواروترشاد حوضو پر دواړوڅنډو باندي دگلانویوپه بل پسې اوږده کوردونه (پټی)پراته دي چی په دغه وخت کي ئې ګلان په ښه موج کي ول اورنگارنگ گلانویوه ډېره ښکلې اوجذابه منظره جوړه کړې وه. دفوارې نلونه له بده مرغه د زیاتي مودې بې پروایۍ له امله ترمیم سوي نه ول اولکه فتح محمد خان چي وویل،ده بایددانلونه فعاله کړي وای ځکه ددې فوارونه فعال کېدل یوازنی ټکی دئ چي گویادغه باغ ئې له جنت سره دورته والي له حالته رابېل کړی دئ. دگلانودپټیو پر دواړوخواووباندي سیده سړکونه جوړسوي اومیده شگي پراچول سوي دي. دهرسړک پراخوالی تقریباڅلورفوټه دئ. هرسړک له یوې کوټۍ څخه تربلي پوري دباغ په اوږدوغزېدلی وو اودحوضوپه شان ئې پرهروپنځوسویاشپیتویارډو د گل گلابوتنگاچې (تراسونه) درلودل. له دباندنۍ خواڅخه بیادهرسړك پرڅنډه باندي په یوستوي کتار د سبر(سروه) اوسپین سپیدارسیده وني ولاړي وې چي دباغ له پاره ئې یوتزئیني دیوال جوړکړی وو. نوره برخه ئې دتاکانومناوي، دمېوودرختي اودجواروشنې کروندې وې. د میووپه درختوکي زیاتره دزردالودرختی خودغه رازئې دالوچه وو، گیلاس، بهي، توتو، اینځرو او نورومیوودرختي هم وې. ددغه باغ خوښي اوفرحت خودپسرلي دنوي اوتازه موسم له اسیته بیخي زیات وو، خودهغه دتزئیني برخي دبشپړتیاله پاره لانورکارهم لازم وو. په دغه برخه کي ئې په رشتیاسره دارټیسټ کار نیمگړی وو ځکه دبیلا بیلوتنگاچوپه تنظیمولواود گلانوپه اوډلوکي ئې دتنوع خواډېره کمبوته وه.دغټي کوټۍ له برنډې څخه چي چا دباغ پای ته کتلای،په منځنۍ برخه کي ئې یولړکلک مستقیم خطونه لیدل کېدل دهغوپه مرکزکي داوبو یوه اوږده تراډه واقع وه چي دباغ دهغي بلي څنډي تر تنگاچې پوري غزېدلې وه اوپای ئې دمخامخ کوټۍ بېخ ته درېدلی وو. ددغي تراډي پردواړوخواووباندي دبېلابېلوگلانوپټي،ورپسې ئې خالي لار اوبیاد جگواونریوسپېدارانواودسبردونویویوستوی کتار ولاړ وو. دسپېدار اوسبروني ئې په ترتیب سره یوپه بل پسې ایښي وې. تردې په ها خوا گډي وډي ښاخلې اوڅانگي ښکارېدلې. دباغ په منځ کي کوچنوټي ابشارونه چي له یوې تنگاچې څخه بلي ته داوبود ورتویېدلو له امله جوړسوي ول، یوازني استثناآ ت ول چي دباغ یکنواخته بڼه ئې ور اړولې وه.
دباغ دارټیسټیک انتظام په برخه کي زموږخواشیني پخواله دې چي موږدهغه داصلاح له پاره دفکرکولووخت ومومو،ډېرژرد هغو خوندورو ښووښادیواونعمتوله اسیته لیري سوه ،چي د مېلمستیا پر مېزباندي اوډل سوي اوموږپکښې دبرخي اخیستلوله پاره دفتح محمدخان دمېلمنوله یوه غټ جمعیت سره یوځای رابلل سوي وو. موږ لادبرنډې له دغي نندارې اودگلانوله عطرآمیزووږموڅخه پوره خوند نه وواخیستی،چي دډوډۍ دتیارېدلوږغ وسو.”
تردې بیان وروسته نوهنري والټربیلیودهغي مېلمستیاپه باب ږغیږي چي په همدې باغ کي ددوی په ویاړجوړه سوې وه.
له ( Journal of A Political Mission To Afghanistan in 1857) ۴۱۸ ــ ۴۲۰ مخونه څخه ژباړه

احمدشاهي کندهار
نظريات (0)
نظر اضافه کول