د هلمند د بست قاضي او د سلطان مسعود غزنوي صدقه

د هملند په ولايت كي د بست په نامه د هلمند د رود پر چپه غاړه باندي يو ښار واقع دئ چه د افغانستان په لرغوني تاريخ كي د خاص نظامي، اقتصادي، او سياسي اهميت څخه برخورداره دئ. او همدغه علت ؤ چه دا حاصلخېزه منطقه په پېړيو پېړيو ( د ۵٠٠ قبل الميلاد راهيسى) د زورمندانو، متهاجمينو، او فاتح سلاطينو د خاصى توجه وړ وه چه اوس موږ په همدې تاريخى ساحه كي د نوموړو كسانو نښي نښانې په خرابو سوو كنډوالو او نورو تاريخي او لرغونو آبداتو كي وينو چه په هكله يې ډېر زاړه تاريخى متون هم سته. د دغو لرغونو آثارو او آبداتو يوه او تر ډېرو مهمو آبده هم قلعه بست او په هغه كي يو لوړ طاق (شيشك) دئ چه د نېكه مرغه تر اوسه پاته دئ چه د لرغون پېژندونكو له نظره به تر ١١۴٨ م كال وروسته د غوري پاچهانو لخوا د يوه مسجد د دروازې په توگه جوړ سوئ وي. كه څه هم چه اوس د شيشك په شااو خوا كي د مسجد هيڅ آثار نه ليدل كېږي. دا شيشك د بالاحصار يا جنگي قلعه لاندي پر همواره سطح د خپل وخت د معمارۍ، نقاشۍ او مهندسۍ په خاص مهارت او ناز سره جوړ سوئ دئ.
د بست تاريخ د ډېرو خونړيو جنگونو او وژلو تر څنگه د ڂلانده قصو او د برم او شان و شوكت د داستانو څخه هم ډك دئ چه د دې ښار تاريخي او كلتوري ارزښت نور هم زيادوي. خو د بست په اړه تر ډېرو خبرو مهمه دا ده چه دا ښار د غزنوي پاچهانو په وخت كى د هغوئ د ژمى پايتخت ؤ، ڂكه چه په ژمي كي به په غزني كي گزاره سخته وه، نو پاچا به د ژمي سړې مياشتي په هلمند كي د بست په قلعه كي تېرولې. وايئ يو وخت چه په غزني كي ژمئ بيا هم ډېر سخت ؤ او غزنوي سلطان مسعود بست ته راغلئ ؤ، هلته ناروغه سوئ ؤ او وروسته دغه لاندي قصه پېښه سوې وه چه د هلمند د بولان د كلي د هغه وخت د يوه پرهيزگاره او متقي قاضي د رياضت او ديندارۍ نمونه پكښي بيان سوې ده:
خواجه ابوالفضل بيهقي په خپل ډېر مشهوره كتاب كي چه د سلطان محمود او سلطان مسعود غزنوي د پاچهيو مفصل تاريخ دئ نوشته كوي چه د ١٠٣۶ م كال په ژمي كي سلطان مسعود غزنوي وروسته تر هغه چه د يوې اوږدې مريضۍ څخه تازه جوړ سوئ ؤ، غوښتل يې چه په شكرانه كي يو څو مستحقو كسانو ته صدقه وركړي. نو يې خپل د يوه غلام (آغاجی) په لاس د خپلي خزانې څخه دوې کڅوړی راوغوښتلې او وروسته سلطان مسعود دغه كڅوړی و خپل منشي بونصرمشكان ته ورولېږلې او هدایت یې ورته وکړ او ورته وې ويل چه په دغه كڅوړو كى هغه حلال سره زر پراته دي چه زما پلار سلطان محمود د هندوستان په جنگ كى د سومنات د بت تر ماتولو وروسته په لاس راوړي وه او موږ په خپله خزانه كى د نورو سرو زرو څخه جلا ساتلي دي. پاچا خپل منشي ته حال ورکړئ چه ما اورېدلي دي چه د بست پخوانئ قاضي بوالحسن بولاني (دهلمند د بولان د كلي اوسېدونكئ) او د ده زوئ بوبكر بېخي مسكينان دي او د مياشتي لس درهمه تنخوا لري او تر بل هر چا د دغه صدقې مستحق دي، نو دغه سره زر یوه یوه کڅوړه و هر یوه ته د صدقې په توګه وركړه. چه د کښت د پاره یو اندازه مځکه په رانیسی او خپل ژوند په سم کړی.
بيهقي اضافه كوي، چه وروسته د پاچا منشي (بونصرمشكان) د بست قاضي او د هغه زوئ خپل كور ته راوغوښتل او په ډېره خوشحالي يې د پاچا د مرحمت پيغام او د سرو زرو كڅوړه د قاضي و مخ ته كښېښوله او ورته وې ويله چه دا صدقه و تاته پاچا د هغو پاكو زرو څخه دركړې ده چه د هندوستان په جنگ كي يې د پاك جهاد په نتيجه كي لاس ته ورغلي وه .
سپين ږيري قاضي (بوالحسن بولاني) كڅوړه واخيستله او بيرته يئ د پاچا د منشي و مخ ته كښېښوله او وې ويله چه :
ما ته دا ډېر د فخر ڂائ دئ چه سلطان پر ما دومره عنايت او مهرباني كړې ده، مگر زه دا سره زر نسم قبلولائ ولي چه زه په هغه جنگ كي د سلطان محمود سره نه وم ورسره، او ما ته دا خبره سمه نه ده معلومه چه د ده دا غزا او جنگ زموږ د پېشوا محمد مصطفى(ص) د سنت پر طريقه برابر ؤ او كه نه ؤ؟ زما خپل د دې دنيا بار او گناهونه نور هم ډېر دي، مرګ را نژدې دئ ، د دې حساب به د محشر په ورڂ څرنګه پروردگار ته وركوم؟ دغه څه چه خدائ تعالی راکړی دي، قناعت په لرم. دا سره زر بیرته سلطان ته ورکړه.

وروسته بونصرمشكان دغه كڅوړه د قاضي د زوئ (بوبكر)و مخ ته كښېښوله چه هغه هم قاضي ؤ، مگر هغه يئ هم د قبلولو څخه انكار وكړئ او وئ ويل چه زه هم د دين په معاملاتو كي د خپل پلار شاگرد يم، نو هغه څه چه زما و پلار ته د منلو وړ نه وي، زه يې هم نسم قبلولائ.
بونصر مشکان ټوله ورځ په فکر کی تېره کړه. وروسته یې د سرو زرو دواړی کڅوړی و سلطان مسعود ته تسلیم کړې، او هغه هم د دې قصې په اورېدو په تعجب کی ولوېدئ او همېشه به یې دا قصه و بونصرمشکان ته ور په یادوله.
. . . . .

د پورته نقل ټوله کسان مړه دي، خدائ (ح) دي یې وبخښی، او زموږ پسى لار ده!

خدائ تعالي دي د اوس وخت جهاديان د محمد مصطفى (ص) پر لاره او دقاضيانو په زړو كي مو دي د خدائ بېره ولوېږي!

د سیستان څخه د بست پر لاری د فرخی سیستانی شعر (۱۰۲۵ میلا‍‍دي کال)

چون بسیج راه کردم سوی بست از سیستان
شـب هـمـی تـحـویـل کـرد از بــاخـتـر بـر آسـمـان

انـدرین انـدیشـه بـودم کـز کـنـار شـهر بـسـت
بــانــگ آب هـیـرمــنــد آمــد بــگــوشــم نــاگــهـان

مــنـظــر عــالــی شــه بــنـمــود از بــالــای دژ
کــاخ ســلــطــانـی پــدیـدار آمـد از دشــت لـکــان

بــاد مـیونـد آمــد و نــاگــه بــرویـم بــر وزیـد
خال و زلف از بوی او همشکل شد با مشک و بان

چــون مــرا دیــد ایــســتــاده بــر کـنـار رود بـــار
گـفـت ای بــی مـعـنـی سـنـگـیـن دل نـامـهـربــان

خـوجـه آن خـوبـی که در میوند بـا تـو کـرد بـاز
چـون نبـاشـی بـر ثـنـایش این زمـان همـداسـتـان

گفتـم: ای بـاد! اینک آنجا رفت خواهم پـیش او
تــو مـرا از شــاعــران نـا شــاکـر فــضــلـش مـدان

بـاد و مـن هر دو سـوی مـیونـد بـنـهادیم روی
و آفــریــن ویــاد کــرد خــواجــه هــریــک بــر زبــان

(فرخی سیستانی ـ وفات ۱۰۴۰ میلادي کال)

نوټ: په لاندي عکسو کی تور او سپین عکس د ۱۹۵۱ کال په شااوخوا کی امریکایئ لرغون پېزندونکو اخیستئ دئ.

 

نظريات (0)
نظر اضافه کول