د کابل ټایمز ورځپاڼه

د کجکی د برق د تولیدولو (جنرېټر) خونه
د برق د تولیدولو خونه د کجکی د بند په لاندینۍ برخه کی د هملند د رود د اوبو په مسیر کی واقع ده. په دې خونه کی دوه ټوربینونه سته چه هر یو یې د 16 میګاواټو برق د تولیدولو ظرفیت لری. په لږه موده کی به دریم ټوربین هم پر ذکر سوی ظرفبت باندي ور اضافه سی او دولت تصمیم لری چه په راتلونکی اووه کلن اقتصادي پلانن کی څلور نور ټوربینونه هم نصب کړی چه د کجکی د برق د تولید مجموعی ظرفیت و 149.5 میګاواټه ته ورسوی.
د کجکی د اوبو ذخیره د هملند پر رود باندي د لښکرګاه و شمال-شرق ته په 140 کیلومتری کی جوړه سوې ده چه د جوړولو عمده هدف یې دا ؤ چه په پسرلي کی د ویلی سوو واورو اوبه پکښی ذخیره سی او په دوبی کی د آبیارۍ او کرهنڼی د پاره کار ځیني واخیستل سی. دې ذخیرې تر یو حده پوری د سیلابونو مخه هم راګرځولې ده. د کجکی بند چه د 1952 م کال په نوومبر کی تکمیل سوئ ؤ، د 1953 م کال په جنوری کی یې دروازې و تړل سوې. دا بند چه ټوله په خاور ډک سوئ دئ، د رود د کښتي سطحی څخه 85 متره جګوالۍ لری، د بند اوږدوالۍ یې 280 متره ، او په پورتنۍ برخه کی یې د بند پسور 10 متره دئ [چه عراده جات تګ او راتګ باندي کولائ سی].
د بند په یوه طرف کی یوه پارچاوه لری چه په یوه ثانیه کی حداکثر 9910 مکعب متره اوبه انتقالولائ سی، چه اوس د اوبو د کنټرولو میکانیزم نلری، خو د ډیزاین په وخت کی دا امکانات ورته سنجول سوی دي چه په راتلونکی کی دي پارچاوه د اوبو د کنټرولولو په مقصد په یوه دروازه سمباله سی، چه د نوموړی دروازې په مرسته به په آساني سره په ذخیره کی د اوبو ظرفیت لږېدلائ یا ډېرېدلائ سی او هم به ددغه دروازې څخه د سېلابونو د مخ نیوی او یا د لا زیاتي برق د انرژۍ د تولید د پاره کار واخیستل سی. و بند ته یو ټونل ورکیندل سوئ دئ چه د اړتیا په وخت کی په ډېره آساني سره د برق د تولید د پاره بله خونه ورته جوړه سی.
د بند پارچاوه 114 متره پسور لری، او اوبه یې تر 1450 متره مسافې وهلو وروسته بیرته د هلمند په رود کی د راسته اړخ د خوا توئېږی.
د کجکی ذخیره د بند څخه بیا تر 48 کیلومتره پوری وسعت لری. او د ظرفیت په لحاظ په تنګ ترینه برخه کی فقط 200 متره ده چه عریض ترینه برخه یې 2400 متره پسور لری. په دې ذخیره کی کېدائ سی چه 2.7 ملیونه مکعب متره اوبه ذخیره سی. د کجکی د ذخیرې څخه د هملند و رود ته اوبو د راوستلو لپاره درې مجراوی سته چه په ګډه سره و رود ته په یوه ثانیه کی 217 مکعب متره اوبه ورکوی.
اوسنۍ زراغتي شبکه چه د دې ذخیرې څخه استفاده کوی، 755 کیلومتره مجموعی اوږدوالۍ لری چه حفظ او مرافبت یې د هلمند-ارغنداب د وادیو د ریاست پر غاړه دئ. په دې شبکه کی د بغرا واله او د هغه ښاخونه، د دروېشان واله، او د نهرسراج واله شامل دي. د هلمند-ارغنداب د وادیو ریاست د 3443 کیلومتره عمده او فرعی سړکانو د ساتني او ترمیم مسؤلیت هم پر غاړه لری چه په همدې زراعتي شبکه پوره اړه لری.
په پورته او کښته هلمند کی د اوس دپاره 132000 هکټاره (660000 جریبه) مځکه تر کرهڼی لاندي ده، چه په راتلونکی کی کېدائ سی دا اندازه و 386000 هکټاره (1.93 ملیونه جریبه) ته ورسېږی.

هغه برق چه د کجکی بند یې تولیدوی، د لښکرګاه او کندهار د ښارونو ضرورت یې په کافی اندازه لږ کړئ دئ او ځیني نور اصلاحات به دا اړتیا نوره هم راکمه کړی. د کجکی برق اوس 12000مشتریان لری چه 2000 یې په هلمند او 10000 یې په کندهار کی دي. دکندهار د نخی نساجی فابریکه به هم دکجی د برق څخه کار اخلی چه په راتلونکی دوه نیم کاله کی به تکمیله سی او په کال کی به څلوېښت ملینونه مربع متره ټوکران تولیدوی. او د پشمی نساجی فابریکه به هم دغه برق کاروی چه څلوېښت فیصده کار یې سر ته رسېدلئ دئ او تر تکمیلېدو وروسته به په هر کال کی شپږلکه مربع متره پشمی ټوکران او درۍ سوه ټنه د غالیو اوبدلو د پاره تار تولیدوی. نوری فابریکې لکه د صوفی (ولي محمد) د یخی جوړولو فابریکه، د شرکت پښتون د یخی جوړلو فابریکه، د کندهار د مېوې د شرکت فابریکه، د کشمش پاکئ فابریکه، او د څرمونو جوړولو (دباغی) دستګاه به هم د کجکی د برق څخه استفاده کوی.

ما دغه تور او سپین شخصی عکسونه دلته اضافه کړه چه و دوستانو ته هغه لوحه ښکاره کړم چه د تولید (جنرېټر) د خوني ومخ ته نصب وه. دا عکسونه موږ په دؤلسم صنف کی د ثور پر اوومه (۱۳۵۷ کال) کی اخیستی دي چه تصادفآ د ثور د انقلاب ورځ وه.
– په عکس کی، د چپې خوا څخه: زه (فرید)، محمدنبی (ملا)، سردار، عبدالاحد بړېڅ، محمدکریم (هوتک)، او محمدعیسی (مومند).

د کندهار ښار اوس پنځه میګاواټه برق کاروی، په داسی حال کی چه په هلمند کی د نباتي غوړو ایستلو، د سنګ مرمر د جوړلو، د څرمن تهیه کولو (دباغی) ، او د افغان ساختمانی د ستګاه په شمول دوه نیم میګاواټه برق څخه استفاده کوی. دولت به نظر کی لری چه د کندهار د برق د تولیدولو ظرفیت هم و 30 میګاواټه ته پورته کړی چه په دې اړه د یو هندي شرکت سره دقرارداد خبری ترسره سوی دي او د عملی کولو کار به یې ژر شروع سی.
د کجکی د برق د تولیدولو (جنرېټر) د خوني کار په 1351 کال کی شروع سو چه د 1354 کال په جریان کی ختم سو. او دلین د غځولو کار یې هم د روان کال په تېره میاشت کی تر وخت د مخه پائ ته ورسېدئ چه اوس یې د برق څخه کار اخیستل کېږی.
د کجکی د برق د نقلولو د پاره ترکندهار او لښکرګاه پوری 219 کیلومتره اوږد لین غځول سوئ دئ چه د انتقال قدرت یې پنځه میګاواټه دئ. په دې پروژه کی یو جنکشن (د اتصال دستګاه) او دوه سب سټېشنونه شامل دي چه جنکشن د کجکی څخه 75 کیلومتره لېری واقع دئ او سب سټېشنونه یې یو د لښکرګاه څخه 49 کیلومتره او بل یې د کندهار څخه 97 کیلومتره لېری فاصله لری.
علاوه پر دې به دا پروژه 1068 داني کانکرېټی خادې او 52 دانې د اوسپني لویئ پایې ولری چه کانکرېټی خادې یې د کندهار په محلي دستګاوو کی جوړېږی او سیمینټ یې هم په کندهار کی تولیدېږی.
دکجکی د برق د خوني مجموعی لګښت 24.5 ملیونه ډالره او 410 ملیونه افغانۍ ؤ چه د امریکا او افغانستان د جمهوری دولت کډه سرمایه پکښی مصرف سوې ده. د پروژې په شروع کی اداری، مسلکی، او نیمه مسلکی کارونه د افغاني مؤسسو، د امریکا د فیشباخ اومن، فیشباخ اینډ موور ، او د امریکا د بین المللی انجنیرۍ د شرکت د خوا څخه په ګډه تر سره کېدله. خو د پروژې په جریان کی زیات شمېر افغانان د دغو شرکتو لخوا تربیه سوه چه اوس ټوله کارونه زموږ افغانی کارګران او پرسونل پر مخ بیایئ.

نوټ:
په کابل ټایمز اخبار کی د مضمون په اړه هیڅ عکسونه نسته.

 

نظريات (0)
نظر اضافه کول