روسانو له افغانستانه د پنجده سیمه په څه ډول ونیوله؟

روسانو له افغانستانه دپنجده سیمه په څه ډول ونیوله؟
دا هغه سیمه ده چې په اصل کې دافغانستان یوه برخه وه او د بادغیس دمرغاب ولسوالۍ ته څیرمه دکشک دسیند په ختیزه څنډه پرته ده چې دمرغاب سیند ورسره یوځای کیږي اواوس دغه سیمه دترکمنستان دهیواد پورې اړه لري.
دپنجده سیمه دافغانستان په تاریخ کې دسلطان غیاث الدین غوري له زمانې نه۱۱۷۷زیږدیز /میلادي نه دهرات له توابعو نه شمیرله کیدله او دافغانستان پورې تړلې سېمه وه.
په نولسمه عیسوي پیړۍ کې کله چې تزاري روسانو دمرکزي ایشیا برخې لاندې کړې نودغو سیمو ته دروسانو پر مختګ انګریزان چې دهند په نیمه وچه یې واکمني کوله په اندیښنه کې واچول . روسانو مرکزي ایشیا دنورو سیمو دنیولو تر څنګ په ۱۸۸۴ زیږیز/ میلادي کال کې دمرو او سرخس سیمې هم ونیولې او هغه یې په خپلو نیول شوو ځمکو کې ور ګډې کړې . په دغه وخت کې چې روسانو مروه او سرخس ونیول نوافغانانو ته داویره پیداشوه چې ګنې روسان پر هرات برید ونکړي او دغه سیمه هم لاندې نکړي. افغانانو په دغه وخت کې دا ادعا وکړه چې مرو او پنجده دافغانانو دخاورې یوه برخه ده او باید روسان له هغو ځایونو نه ووځي.

هماغه و چې دافغانستان واکمن امیر عبدالرحمان خان د جنرال غوث الدین خان په مشرۍ زرتنه سرتیري دپنجده سیمې ته ورولیږل. روسان چې دپنجده سیمې ته د افغاني سرتیرو له ورتلو نه خبر شول نو یې افغاني پوځونو ته ګواښونه وکړل که چیرې تاسو په (۲۴) ساعتونو کې له دې سیمې بهر نه شوئ موږ به درباندې برید وکړو. افغانانو د روسانو د دغه ګواښونو پروا ونه ساتله .له بلې خوا انګریزانو افغانان دې ته هڅول او دافغاني پو ځونو مشر جنرال غوث الدین خان ته یې ډاډ ورکاوه چې روسان ددې جوګه نه دي چې پر دوی برید وکړي . خو بر عکس روسانوله خپلو دریو زرو تنو سرتیرو سره د ۱۸۸۵ زیږدیز/میلادي کال دمارچ دمیاشتې په ۳۰ نېټه پر پنجده برید وکړاو ددوی او دافغاني سرتیرو تر مینځ خونړۍ جګړه وشوه. په دې جګړه کې زر تنه روسي سرتیري ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول او دافغاني لوري نه پکې ډیر سرتیري شهیدان شول . روسانو پنجده ونیوله او افغاني پوځونه مات شول . دانګریزانو یو شمیرسرتیري او پوځي افسران هم چې دغې سیمې کې نږدې ول دروسانو له ویرې هرات ته وتښتیدل . په دې توګه افغانستان دپنجده او ددغې سیمې نورې برخې لکه آق تپه، چمن بیداو دسلیم چینه سیمې له لاسه ورکړې.
ماخذونه:
1- طبقات نا صري، دمنهاج السراج
2- افغانستان درمسیر تاریخ
3- wikifeqh
۴- د پنجده په اړه زما( لطیف یاد) شخصي یادداشتونه.

افغانستان درمسیر تاریخطبقات نا صري
نظريات (0)
نظر اضافه کول