د عربو یرغلونه، په اسلام د افغانانو مشرف کېدل

پوهاند خیر محمد ماموند

(20 هجرى، ش 641 ميلادى) تر ( 205 هجرى، ش 872 ميلادى) د اسلام پېغمبر حضرت محمد پر 570م كال نړۍ ته سترګې وغړولې او په څلوېښت كلنۍ ( 610 م) كې يې د اسلام د په خپرولو پېل وكړ. تر 632 م كال پورې يې د يو لړ جنګونو (بـدر، احد، خیبر، ذومته الجندل، مصالحات، حدېبيه، تبوك) په ترڅ کې د عربستان يوه برخه فتح كړه او له دې وروسته د شام (ننې سوريې) په لور وخوځېد.
د اسلام پيغمبر د يو شمېر ملكونو (ختيځ روم، ايران، حبشې) باچايان او د يمامې، بحرېن او غسانى اميران د ليك استولو له لارې اسلام ته راوبلل. حضرت محمـد چې په 622 م كال كې مدينې منورې ته هجرت كړى و پر و، 631 م كال يې مكه معظمه فتح كړه او اسلامي دولت ته يې مركزيت وركړ. حضرت محمد (ص) پـر 632 م كال له دې فاني نړۍ څخه رحلت وكړ او له دې وروسته د اسلام د خپرولو لارښوونه د هغه څلورو يارانو (ابوبكر صديق، عمر ابن خطاب، عثمان غني او علي ابن ابي طالب) په غاړه واخسته.
د اسلام د پېغمبر د څلورو يارانو (خلفاى راشدين) لارښوونې لاندې د دېرش كالو ( 632 – 661 م) په موده كې د بېزانس د امپراتورۍ آسيايي برخې (شام، عراق)، په افريقا كې مصر، د افغانستان ځېنې برخې او د ايران خلك د اسلام په مشـرف او د يوې لوې اسلامي امپراتورۍ بنسټ كېښودل شو، د اسلام دراختلو پر مهال افغانستان د سيمۀيزو حكمرانانو تر لاس لاندې اداره كېده;
سيستان او هرات د ساسانيانو د دورې تر سياسي، ادبې او ديني نفوذ لاندې و، چې ژبه يې پهلوي او دين يې زردشتي و.
زابلستان او د كابل د سيند د ناوې په ګندهارا، ارغنداو او د ترنك پـه ناوو، د هندوكش د غرونو په لمنو، دهغه شمال ته او د سند د لمنـو پـورې د كوشانيانو او هپتلېانو د پايڅوړ د داخلي حكمرانو كورنېو او ددې هيواد نورو خلكو حكومت كاوه چې بودايي او برهمني دينونه يې لرل. ددوى كلتور او دين بېخي سيمۀيزه بڼه موندلې وه.
داسې ښكاري چې د ميلادي پېړيو له پېله په دغه هيواد كې د عقيدو او لمانځنې خپلواكي وه. هرې خوا ته د راز راز اديانو مزدكونه ودان و. لنډه دا چې په هيواد كې بودايي، زردشتي، لمر پرستي، شيواني، مسيحي او نسطوري ديانتونو دود درلود. ملوك الطوايفي حاكمه وه او د عقېدې و.
د اسلام د دوېم خليفه – عمر فاروق پر مهال د يووالى نه و؛ عربو لښكرې منځنۍ آسيا ته د اسلام خپرولو لپاره راواستول شوې. لمړى يې د پارس د ساسانيانو زړه شهنشاهي ونړوله او ساساني وروستې باچا يزدګرد د جولایي تر جګړې ( 16 هجري) او د نهاوند د جنګ (20 هجـري) وروسته ماوراءالنهر ته وتښتېد. د فاروقي عهد په پاى (22 -23 هجري) كې كرمان، سستان، كندهار او ارغند او د عربو لاس ته ورغلل.
د حضرت عثمان د خلافت پر مهال ( 35-25 هجري) اسلامي فتوحات د افغانستان په خاوره كې پراخ شول. كابل، هرات او تخار هم د مسلمانانو لاس ته ورغلل. دا وخت په فتح شويو ځايو كې د افغانانو پاڅونونه وشول او د مسلمانانو په پرمختګ كې ځنډ رامنځته شو.
د حضرت علي د خلافت پر مهال ( 40-35 هجري) په مفتوحه ځايونو كې د مسلمانانو حاكميت مضبوط شو.

د امویانو د امارت دوره ( – ۴۱ ۱۳۴هجري، ۶۶۱- ۷۵۰ م):
دمشق د اموي دولت مركز او امير معاويه د امويانو لمـړى امير (باچا) و. په افغانستان كې د اموي دولت د واكمنۍ چارې د عراق د كوفې د ښار څخه اداره كېدې. د امويانو په دوره كې بلخ، بادغيس، تالقان، فارياب او مرو هم د مسلمانانو لاس ته ورغلل او عربي لښكرې د آمو د سيند څخه منځنۍ آسيا ته پورې وتې. همدارنګه ملتان، پېښور او د افغانستان په سهېل كې ځينې ځايونه مسلمانانو ونيول. اموي امپراتوري د ختځ نه د لوېديز په لور د سند د سيند څخه د اتلس تر سمندره پورې پراخه شوه. چې دغه وخت دا د ځمكې پر مخ تر ټولو لويه امپراتوري وه.

د امویانو د امارت دوره ( – ۴۱ ۱۳۴هجري، ۶۶۱- ۷۵۰ م)

په افغانستان كې د مختلفو دينونو پېروانو او ملي خپلواكۍ غوښتونكو د عربو لخوا په نيول شويو ځايو كې پرلپسې پاڅونونه كول. د راشده خلافت او اموي امارت 130 كلنه دوره ټوله په جګړو كې تېره شوه.

عباسیانو د خلافت دوره ( – ۱۳۴ – ۲۰۵ هجری.۸۳۱-۷۵۴ م):
د امویانو د امارت د دورې وروسته بېرته د خلافت دوره د عباسيانو په كورنۍ كې ( 134 هجري) پېل شوه. په افغانستان كې د امويانو څخه عباسيانو ته د قدرت په لېږدولو كې عبدالرحمان چې په ابو مسلم خراساني پېژندوې و، د مخكښ رول ولوباوه.

عباسیانو د خلافت دوره ( – ۱۳۴ – ۲۰۵ هجری.۸۳۱-۷۵۴ م):

ابو مسلم پر 132 هجري كال كى د كوفې په لوى جومات كې د عباسي عبداالله سفاح په نامه خطبه وويله او ځان يې هم باچا اعلان كړ. لږه موده وروسته د سفاح ورور خليفه منصور د ابو مسلم د شخصيت نه وډار شو او هغه يې وواژه.
د منصور د دې عمل د غچ اخستلو لپاره د هرات د يوه كلې څخه زردشتي فېروز سنباد سل زريز لښكر جوړ كړ او د عباسيانو پر ضد پورته شو. نوموړي د خليفه منصور د لښكر په مقابل كې ماتې وخـوړه او د خپل شپېته زره لښكر سره ووژل شو.
د خراسانيانو بله هڅه پـه 141 هجري كال كى د “براز بنده” په مشرۍ د سپين بېرغ لاندې وه چې هغه هم ناكامه شوه او “براز بنده” د جګړې په ډګر كې د منصور د زوى لخوا ووژل شو.
پر 144 هجرى كال د بست او كندهار خلك هم د منصور پر خلاف وښورېدل او بيا پر (150هجرى، م 766 كال) استاد سيس هــروي د حريش سيستاني په ملګرتيا د عباسيانو پر ضد پاڅېد. په دې جګړه
كې د اويا زرو په شاو خوا كې د سيس پېروان ووژل شول. استاد سيس يې بندى بغداد ته بووت او هلته ووژل شو. هارون الرشيد د استاد سيس لور «مرجيله» په نكاح كړه او له هغې څخه مامون الرشيد وزېږېد.
پر 151 هجرى كال کى د زرنج ښاريانو هم بلوا وكړه. پر (161هجـرى، 777م) كال د سپين كالېو (سـفېد جامه ها) په نامه د خپلواكۍ غوښتونكو دېرش زره كسيزه بله ډله هم د عباسيانو پر ضد راپاڅېده چې د عباسي لښكرو لخوا له منځه يووړل شوه.
پر 160 هجري او بيا د 163 هجري په شاوخوا كې يوسف البرم په مېمنه، مرغاب او پوشنج كې د بلوا بېرغ پورته كړ. نوموړى د خراسان د حكمران يزيد بن مزيد لخوا بندي او په بغداد كې ووژل شو.
پر ( 775 م) كال عباسيانو په بست كې د رتبيل بغاوت وټكاوه.
د هارون الرشيد د خلافت پر مهال (171هجري، 787 م) فضل د يحى برمكي بلخي زوى د بغداد د دربار لخوا د خراسان امير وټاكل شو، نوموړي د خراسان په نوم ډېر غښتلى لښكر چې شمېر يې نيم ميلون تنو ته رسېده جوړ كړ او په عباسي دربار كې يې ډېر نفوذ پېدا كړ. د هارون الرشيد په وختو كې يې دوه زامن وزيران هم شول. خو په پاى كې د خلافت دربار ددې كورنۍ د ډېر نفوذ څخه وډار شو، نو ځكه هارون الرشيد دا ستره كورنۍ قتل عام كړه.
په دې ترتيب عباسيانو د امويانو په څېر په هر ځاى كې هر څوك او هر ملي غورځنګ چې د خپلې خاورې د خپلواكۍ لپاره د دوى پر ضد راپورته شول له منځه يووړل. د افغانستان له هغـو واكمنو كورنېو څخه چې د عباسي كورنۍ د خلافت په رامنځته كېدو كې يې د ابو مسلم خراسانى سره ملګرتيا وكړه يوه هم د غور د سوريانو كورنۍ وه چې د غور په غرونو كې يې امارت كاوه. امير پولاد د شنسب زوى او د خرنګ لمسي دغه مهال (130 هجــري، 747 م) د غور پر ټولو غرونو او شاوخوا خپلواكه حكمراني كوله او د حكمرانۍ مركز يې مندېش و، امير پولاد د عباسيانو د خلافت په جوړولو كې خپلې ټولې لښكرې د ابو مسلم خراساني په ملاتړ كې ودرولې. د غور د سوريانو د كورنې پلار ماهوي سوري پر 35 هجري كال كى د حضرت علي هـم مهـالى و.
شنسب د خرنګ زوی (36هجـري) د حضرت على په حضور كې په اسلام ايمان راوړ. امير پولاد (140هجـري) او امير كروړ جهان پهلوان (139 – 154هجري) د امير پولاد زوى، د ( 160 هجـري) كال په شاوخوا كې امير ناصر د امير كروړ زوى، د ( 253 هجري) په شاوخوا كې امير سورى د محمد زوى ددغه كورنۍ د لمړېو پلرونو څخه دي چې د غوريانو باچايې كورنۍ له هغوې څخه پېل شوې ده. د پښتنو دغې باچايې كورنۍ په افغانستان كې د اسلام په خپرولو كې لويه ونډه درلوده.
په لمړېو دوه سوو هجري كلونو كې په افغانستان كې د اسلام ديانت د زردشتي، بودايي، او برهمني اديـانو ځاى ونيو. عربي ژبه او ليكدود په ټول هيواد كې خپور شو. په خراسان، هرات او سيستان كې
پهلوي ژبې خپل ځاى پاړسي ژبې ته پرېښـود. اسلامي علومـو تفسير، حديث، رجال او سير هم په افغانستان كې دود شول.
په زرنج، بلخ، هرات، مرو او نورو ځايو كې لوى اسلامي مدرسې جوړې شوې او هـم لوى اسلامي پوهـان او نامتو زاهدان لكه د سني مذهب موسس امـام اعظم ابو حنيفه د ثابت زوى او د زوطى لمسى (د كابل په شمال كې)، د كرامي مذهب موسس ابن المبـارك مـروزي، محمـد د كرام سيستاني زوى او ګڼ شمېر نور اسلامي پوهان منځته راغلل او د اسلامي ملكونو ترمنځ تجارت هم وغوړېد.

سرچینه: «افغانستان د یرغلونو په لار کې»

ابوبكر صديقحديثحضرت عليحضرت محمدعباسيانعثمان غني
نظريات (0)
نظر اضافه کول