غزني د تاريخ په اوږدو کي

غزني ولایت له ختیځ څخه په وردګو، لوګر، پکتیا او پکتیکا پورې تړلی دی او لویدیځ ته بیا له بامیان، اروزګان او زابل سره پوله لري. غزني له دې وړاندې یوه لویه سیمه په بر کې نیوله. غزني له تاریخي او لرغونې شهرت څخه برخمن دی چې په اوستا کې د کخره په نامه سره د اوستایي سیمو دیارلسم هغه بلل شوی.
په اوومه میلادي پېړۍ کې چینایي سیاح هیوان تسنګ دغه ښار ته ورغلی او هغه یې د هو سي نا ho si na په نامه نومولی چې اوسني نامه ته یې نږدې بلل کیږي یعنې: هو سي نا = ګو سي نه = ګزینه = غزنه.
غزني له هغه وروسته د خپل عظمت لوړو ته ورسېد چې د سبګتګین په وسیله د ابوبکر لاویک له تصرف څخه و ایستل شو او غزنوي سلطنت هلته مستحکم شو او د عروس الملک او عروس البلاد په نومونو ملقب شو. پاتي دې نه وي چې لاویکیان هغه کورنۍ ده چې له غزنویانو مخکې یې دلته حکومت کړی دی.
د حدود العالم مؤلف غزني د سوداګرو ځای بولي. ابن حوقل یې د هندوستان دروازه او ځیني یې د هندوستان پیل بولي.
غزني د سلطان محمود د واکمنۍ پر مهال لوی او آباد ښار و چې لوړې او دنګې ماڼۍ یې لرلې په ښار کې یې د بېلابېلو اصنافو سیمې معلومي وې.
د غزني عظمت ته هغه مهال د مصیبتونو ورمخه شوه چې دغه لوی او له عظمته ډک ښار د علاءالدین حسین غوري لاس ته ولوېد او د خپل ورور د انتقام اخیستلو په پار چې د بهرامشاه په وسیله وژل شوی و د غزني ښار وسوځاوه او وران یې کړ.

د غزني موزيم يو مهال د هېواد له غني موزيمونو شمېرل کېده، خو په تېرو څو لسيزو جګړو کې لکه د هېواد د نورو موزيمونو په شان دغه موزيم هم زيان وليد او ډېرى تاريخي ارزښتمن اثار يې چور او تالان شول. خو په دې وروستيو کې ځيني هغه اثار چې په ياد مهال د ساتلو په موخه کابل ته لېږدول شوي و او يا له نورو خواوو موندل شوي، بېرته غزني لېږدول شوي دي. خو ډېر هغه اثار يې چې بهرنيو ملکونو ته قاچاق شوي او پلورل شوي لا هم ورک دي.
غزني د تاريخي اثارو له پلوه خورا غني ولايت دى، چې بايد په دې وروستيو کې ډېر کار ورته شوى واى.، خو له بده مرغه مرکزي ادارې او په خپله د غزني چارواکو په دې برخه کې هېڅ کار نه دى کړى.
غزني مخکې يوازې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت پورې اړوند يو موزيم  درلود، چې هلته په کې له اسلام نه وړاندې تاريخې اثار اېښودل شوي وو. دغه موزيم اوس هم شته، خو اثار يې تر اوسه نندارې ته نه دي وړاندې شوي او له تېرو څو کلونو راهيسې يې دروازې تړلې دي.
دغه راز په وروستيو کې په غزني کې دوه نور نوي موزيمونه هم جوړ شول چې يو يې د ولايت په مقام کې په خپله د ولايت له خوا جوړ شوى او بل د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې دى.
کوم موزيم چې په ولايت کې جوړ شوی، په سلګونه تاريخې اثار په کې نندارې ته وړاندې شوي او هغه موزيم چې د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې دی، هلته هم نږدې ۱۳۰ قلمه تاريخې اثار نندارې  ته وړاندې شوي دي.
په دغه موزيم کې ډېر هغه اثار دي، چې له دې وړاندې په کابل کې وو او زيات شمېر يې هغه اثار دي چې په خپله په غزني کې بې برخليکه پراته و.
هغه اثار چې له کابله راوړل شوي هم په  غزني ولايت پورې اړونديږي.
د غزني په عمومې موزيم کې، چې له تېرو لسو کلونو راهيسې يې دروازې تړلې، هغه تاريخې اثار اېښي دي چې مخينه يې له اسلام څخه په مخکې زمانه پورې اړه لري. دغه تاريخې اثار ټول له اسلام نه مخکې راټول شوي، چې اوس هم د غزني په عمومې موزيم کې اېښي دي.
غزني ولايت زياتې داسې لرغونې سيمې لري، چې هلته په کې تاريخې اثار پيدا کېږي. دغه سيمې د غزني ښار په ګډون په يو شمېر ولسواليو لکه ناور، اندړ، جاغوريو کې دي. نورې هغه سيمې چې تاريخي اثار لري او يا د لرغونتوب له پلوه ارزښتمنې دي، د سروې چارې يې روانې دي او وروسته به روښانه شي، چې کومې سيمې څه ډول اثار او لرغونتيا لري.

د غزني تاريخي او باستاني ولايت له ډېره پخوا تر اوسه مهم اجتماعي او هر اړخيز عملي او سياسي شخصيتونه په ځان کې روزلي او د علم، هنر او ادب له پلوه د هېواد يو له مهمو ولايتونو شمېرل کېده.
که څه هم د دغه ولايت د ټولو مشاهيرو ذکر دلته ستونزمن کار دى، خو بيا هم مشت نمونۀ خروار، د يو څو مشهورو لکه برګډ عبدالاحمد، ملا مشک عالم، صاحب خان غازې، جنرال ميراحمد مولايي، اميرمحمد اثير، ډاکتر محبي، عبدالاحد مومند، مجيدي خان، محمدهاشم ميوندوال، نورمحمد تره کی، نصرالله خان ملکيار، حميرا ملکيار، قاري بابا، مولوي اميرمحمد چې مشهور د سليمانزو په حاجي صاحب دى، عبدالعزيز اخندزاده، چې مشهور د بالای په اخندزاده دى، مولوي عبدالرزاق چې مشهور د پايلوچ په ملاصاحب دى، عبدالواحد سرابي، حبيبه سرابي، ډاکټر سيماسمر، شيخ وحيدي، شريفي جاغوري نومونه يادولاى شو.

په اتلسمه پېړۍ کي د غزني بالاحصار
آزاد خان
آزاد خان اصلا د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی و او په قوم هم اندړ و. له اندړو ولسوالۍ څخه د غزني مرکز ته را کډه شو او هغه سیمه چې نوموړی پکې استوګن و د قلعۀ آزاد خان په نامه سره تر اوسه هم مشهوره ده. دده زامنو وروسته وروسته د غزني د تاجیکانو خصوصیات خپل کړل تر دې چې اوس ځانونه تاجیکان بولي او په دري ژبه خبرې کوي.
د غزني یو بیخي کم لیدل شوی انځور
د غزني بالاحصار، ۱۹۱۹ع

په اتلسمه پېړۍ کي د غزني بالاحصار
د غزني بالاحصار، ۱۹۱۹ع
د غزني یو بیخي کم لیدل شوی انځور

په اتلسمه پېړۍ کي د غزني بالاحصار
د غزني بالاحصار، ۱۹۱۹ع
د غزني بالاحصار، ۱۹۱۹ع
په اتلسمه پېړۍ کي د غزني بالاحصار
په اتلسمه پېړۍ کي د غزني بالاحصار
د غزني بالاحصار، ۱۹۱۹ع

د غزني یو بیخي کم لیدل شوی انځور
د غزني یو بیخي کم لیدل شوی انځور
په اتلسمه پېړۍ کي د غزني بالاحصار

د غزني بالاحصار، ۱۹۱۹ع
د غزني یو بیخي کم لیدل شوی انځور
د غزني بالاحصار، ۱۹۱۹ع
آزاد خانسلطان محمود غزنويسلطان مسعودملا مشک عالم
نظريات (0)
نظر اضافه کول