مومي ګل درانۍ

د لنډو لستوڼو زرغون کميس، په دواړو اوږو سپينه لوپټه، سپين پرتوګ، سپينې دستانې، په سر وړه شنه ټوپۍ او د ټيټو پوندو تور بوټان- دا د مومي ګل تصوير و چې د ۱۹۶۰ م کې په يو کلينډر چاپ شوی و او د پېښور د چایخانو نه واخله تر بانکونو او نورو دفترونو کې به په ديوال ځوړند و. هغه لوړه دنګه او سره سپینه جينۍ زمونږ د سترګو تور وه. ما به سوچ کاو چې کاشکه هغه زما مشره خور وی.
مومي ګل د پاکستان د قامي هوایي ليکې (پي- آي- اې) ميلمه پاله ( اير هوسټس) وه خو د فلمي ستورو نه زياته مشهوره وه. جينکو به د يو بل نه پوښتنې کولې چې د هغې تصوير به څنګه تر لاسه کړي. په ښوونځي کې يوه درانۍ جينۍ وه او چا دا خبره مشهوره کړې وه چې هغه يې د ترور لور وه. زمونږ به د هغې نه بد هم راتلل او پټ پټ به مو ورته کتل هم.
په پنځم صنف کې يوه ورځ زما ملګرې د هغې تصوير راته وښودلو چې د جغرافيې په لوی کاپۍ کې يې پټ ايښی و. دا يې د کلينډر نه پرې کړی و. ما به خپله ملګرې ډېره نازوله چې ممکن يوه ورځ راته هغه تصوير راکړي خو داسې ونشول.

په ۲۰ مې ۱۹۶۵ م زه د ښوونځي نه راغلم نو په کور کې ټول خفه ناست وو. د پي- آي- اې يوه الوتکه د قاهرې سره نږدې لويدلې وه. ما ورته دومره پام ونکړو ځکه زمونږ د اووم ټولګي امتحانونه وو. په بله ورځ جينکو راته وويل چې مومي ګل هم پکې مړه وه. زما باور نه کېدو خو په ټولو اخبارونو کې د هغې پېښې تصويرونه خپاره شوي وو. کله چې به يوه لويه پېښه وشوه نو زما پلار به ټول اخبارونه کور ته راوړل. نورو خلکو د پرواز نمبر ۷۰۵ د غورځېدو، د مساپرو سامانونو او سوځېدلي اوسپنې ته کتل او ما د مومي ګل عکس ته کتل. په اخبار کې ليکلي وو چې هغه د ۲۷ کالو وه او کورنۍ يې غوښتل چې دا واده وکړي. هغې لوظ کړی و چې د دې سفر نه بېرته راشي نو بيا به فيصله کوي. خو دا د اخرت په سفر روانه شوه. په دې پېښه کې۱۱۹ کسان مړه او ۶ ژوندي پاتې شوي وو. ما ارمان کوو چې ولې مومي ګل په هغو شپږو کسانو کې نه وه؟
بيا مې د ټولو اخبارونو نه د هغې هر يو عکس بېل کړو او يوې کاپۍ کې مې ونښلول. د اوړي په چوټيانو کې زما ملګرې راغله نو هغه کاپي مې ورته وښودله. څو ورځې وروستو ملګرې مې د مومي ګل رنګين عکس هم راته راکړو، ښايي د هغې له زړه وتلې وه خو زما لپاره لکه چې مومي بيا راژوندۍ شوې وه. د هغې موسکا مې اوس هم په زړه ده چې په ليدو به يې زه هم خوشاله شوم.
نه پوهيږم چې څه وخت زما ټولې کاپيانې د نورو کاغذونو سره ورک شول، ښايي د تنور يا د انغري خيټه پرې ډکه شوه.
زما يادېږي چې تر ډېرې مودې په بازار کې داسې پلاسټيکې نانزکې خرڅېدې چې د مومي ګل په شان لباس به يې اغوستی و. د قاهرې په پېښه کې نور ډېر کسان هم مړه شوي وو خو مومي ګل درانۍ له خلکو هېره نه ده.
اوس ۵۰ کاله واوړېدل چې په انټرنيټ کې مې د مومي څېره وليده. د هغې د تصوير سره اوس هم سوونو خلکو خپل د مينې پېغامونه ليکلي
دي. نه پوهيږم ولې؟

انځورونه:

نظريات (0)
نظر اضافه کول