نړيوال ډېر بچي زېږونکی پاچا

سردارولي پښتون زوی

نړيوال تاريخ راته وايي چي د مراکش پاچا [مولا اسماعیل ابن شریف(علوي)] چي د ميرويس نيکه هم عصره او تر ۱۷۲۷ع کال پوري د مراکش يو ديکتاتور ټولواک وو؛ دومره د جنسي اړيکو مينه وال وو چي د شاوخوا [۱۰۱۴]يو زر و څوارلس ماشومانو پلار سو، د نړيوال ريکارډ د کتاب له خولې چي ده څلور ماينې او [۵۰۰] مينځي لرلې چي له هغوى سره ئې له ۵۷کالو تېرولو وروسته تر شا [۸۸۸] لوڼي او زامن پاته سول.
په مينځو کي چي اکثره ئې دده په خوښه سره يو ځای سوي وې، د هسپانيې، ترکيې، انګلستان او عربو ښځو ډېري وې، هغه د اولادونو د پاره يو دفتر لاره او د هر ماشوم په پيدا کېدو بايد يو دولتي کور ورته جوړ سوی وای چي په دفتري ژبه کي ئې ورته [سجلماسه] ويله.
ويل کېږي چي په دې وخت کي اروپايانو ډېر مشهوري غلاوي کولې او ده ئې په وړاندي د هغوی ښځي د مينځو په ډول راوړلې، همدا لامل وو چي ده د خپل قصر تر څنګ بل لوی قصر يوازي ددې د پاره جوړ کړ چي له هري اروپايي مينځي سره تر مرګ د مخه جنسي اړيکه ټينګي کړي.
د [مکناس قصر] اوس هم په مراکشي ادبياتو کي نوم لري او په اړه ئې يو ټوکه وشمه خبره عامه ده چي که يوه ښځه د مکناس ماڼۍ سره په يو کيلومټيرۍ کي تېره سي ښايي برالبه سي.
نوموړی تر اوسه د انسانيت په تاريخ کي لومړی انسان دئ چي دومره لوی شمېر ماشومان ځني پيدا سوي دي.

د مکناس ماڼۍ پرونی حالت
سجلماسه
د مکناس ماڼۍ اوسنی حالت

 

ادبياتاروپاانګلستانجنسي اړيکهمراکشمکناس ماڼۍهسپانيه
نظريات (0)
نظر اضافه کول