هېنري مورټېمر ډيورنډ

هېنري مورټېمر ډيورنډ (۱۴ د فېبروري، ۱۸۵۰ ز. – ۸ د جون، ۱۹۲۴ ز.) يو برتانيوی ديپلومات او د برتانيوي هند په مستعمره کې يو انگرېز مامور ؤ.

هغه د هند د بهوپال په سيهور کې زېږېدلی ؤ. د پلار نوم يې هېنري ماريون ډيورنډ و چې په اصل کې د بارودا اوسېدونکی و. ډيورنډ خپلې زده کړې د بلک هيت پروپرايټېري او ټونبرېډج ښوونځيو کې ترلاسه کړي وې او.[۱]

د ډیورند کرښې تړون د ۱۸۹۳ز کال څخه راوروسته د بریتانوي هند د حکومت او د افغان امیر یانې امیر عبدالرحمن خان لخوا په خپلو سیمو کې د محدودیتونو د اغیز د لرې کولو لپاره تر سره شو. چې بیا وروسته په هماغه وخت کې دا کرښه دهېنري مورټیمر ډیورنډ د بریتانوي هند د بهرنیو چارو وزات د مرستیال په نوم ونومول شوه. دغه په یوه پاڼه کې لیکل شوی تړون چې ۷ لنډې مادې یی درلودې د امیر عبدالرحمن خان او هېنري مورټېمر ډيورنډ لخوا لاسلیک شوه. چې د دې تړونلیک له شرطونو سره سم به د برتانوي هند حکومت هیڅ کله هم په هغو سيمو کې چې له دغي ليکي نه آخوا د افغانستان په لور پرتې دې لاسوهنه ونه کړي، او امير به هيڅ کله هم په هغو سيمو کې چې له ليکې نه آخوا د برتانوي هند په لور پرتي دې لاسوهنه ونه کړي. د 1894 ز کال څخه راوروسته افغان-انګلیس په ګډه د نښې ایښودنې سروې پیل کړه چې کابو ۲۶۴۰ کیلو متره اوږده کرښه یې رانغاښتله، چې په پایله کې د ډیورنډ کرښې د سترې لوبې یو خپلواکه سیمه د انګلستان او روسيه په ګټه رامنځ ته کړه.

د ډيورنډ آثار

له ۱۹۰۶ ز. کال نه وروسته چې کله ډيورنډ بېرته خپل پلرني هېواد انگلستان ته ستون شو نو هلته يې ځان له سرکاري کارونو گوښه کړ او بيا يې يواځې ځان ليکنو ته وقف کړ چې پدې لړ کې يې خپل د پلار جنرال هېنري ماريون ډيورنډ (۱۸۱۲ – ۱۸۷۱) ژوندليک وليکه. ډيورنډ د ناول ليکلو لېوال هم ؤ او د خپلې مېرمنې اېلا آر ډيورنډ (۱۸۵۲ – ۱۹۱۳) سره يې په گډه يو څو کتابونه خپاره کړي، چې د هغو له ډلې:

  • په لوېديځ فارس کې د مني يو سفر, (1902)
  • نادر شاه: يو تاريخي ناول, (1908)
  • د فيلډ مارشال جيورج سټوارټ وايټ ژوند., (1915)
  • مورټېمر ډيورنډ په ۱۹۰۳ ز. کال کې

  • سرچينې

    1.  جان ف. ريډيک, د برتانيوي هند تاريخ, ۲۵۸ مخ

    د متن انګرېزي بڼه

    د متن پښتو بڼه

 

د ډيورنډ بدرګه


دا تصوير د ۱۸۹۳ م ستمبرکې په لنډي کوتل کې واخيستل شو. د افغان پوځ سپه سالار غلام حيدرخان څرخي د يوې ډلې عسکرو سره د جلال اباد، خيبر نه د اميرعبد الرحمن دروند ميلمه هرکلي ته ورغلي وو. د افغانستان پوځ هغه وخت دوه برخې پلي او سپاره ځواک لرل.
هغه دروند ميلمه “مورټمرډيورنډ” نوميدو چې د برطانوي هند د استاځي په توګه افغانستان ته روان و. د ده د سفرهدف د امير سره د پلو يو تړون کول وو چې وروسته د ډيورنډ د ليکې په نوم مشهور شو. دی په لومړي ځل په ۱۸۷۹ م کې پوځ کوماندان “فريډريک رابرټ” د سياسي سکتر په توګه افغانستان ته ورغلې و. هغه يو کال د دويم افغان جنګ په پيښو کې د مرګ د خطرسره مخ شو.
اوس پينځه کاله وروستو دی پخپله د استاځي په توګه روان و او په پېښور کې يې څو ورځې وړاندې خپل مله پخپله غوره کړي وو. هغه فيصله کړې وه چې پرته له څو خدمتګارانو، نور پوځي د باډي ګارډانو په توګه به له ځانه سره نه وړي. د هغه په نظر، وړې ډلې په افغانستان کې د ده ساتنه نشوې کولې او د لوي پوځ نه د افغانانو او نه د دوی د امير لپاره د منلو وړ و.
برطانويانوخپل استاځې دوه کاله پخوا وراستولو ته تيار کړې و خو اميرعبدالرحمان د هند د حکومت ليکونو ځواب په ځنډ ورکاو. د هغه دليل دا و چې د ده په خاوره داخلي بغاوتونه روان وو.
انګريزان خوش بينه وو چې ډيورنډ به د روغې تړون کولو کې بريالی شي خو ورسره انديښنه يې هم لرله چې هسې نه دا ډله هم هغسې ووژل شي لکه چې څوارلس کاله پخوا د ګندمک د تړون نه وروسته کاويناري په مشرۍ د انګريز ټول سفارت وژل شوی و. خو هغوی بيا هم دې خطر ته غاړه ايښې وه.
ډيورنډ پخوا هم د غلام حيدر سره په ليدلي وو چې لوړ دنګ او ښکلې سړی و. د دې تصوير د اخيستو په موقع هغه د آبي رنګ اوږد کوټ، نيلا پتلون اغوستي وو او په سر يې د وړۍ جوړ اروپاي ډول خولۍ (ټوپۍ) وه. خو د ده سره د ملو عسکرو جامې ډيورنډ ته سمې نه ښکاريدې او پخپلو يادښتونو کې ليکي، “سپارو لنډ سره کوټونه او ژيړ پتلونونه اغوستي وو، په پښو کې يې لنډکي زيږه بوټان و. پليو عسکرو نيلا پرتوګ، تورکوټ چې سرې غاړې او لاسبند يې لرل اغوستي و، د دوی کلي والې موچڼې په پښو وې چې مخې نه تاو شوي وو. په ليدو کې خړ پړ ښکاريدل.”
وروسته چې ډيورنډ د دوی فعاليت وليدو نو تسلي يې وشوه او ليکي چې د دوی کار د کړو وړو نه يې ښه وو او واي چې د بدرګې کسان ” خبره منونکې اوخوش طبيعته وو” دوی د برطانوي ملازمانو سره ښې اړيکې جوړې کړې او د خپلو ميلمنو سره هر ځای مله وو. د غرونو په ختلو او د سيالۍ لوبو کې ورسره ملګري وو.
دا ډله د مورتمر ډيورنډ سره تر کابل بدرګه لاړه او خپله دنده يې په ښه ډول تر سره کړه.
سرچينه
د ډيورنډ کرښې د مذاکراتو کيسه- د صميم يعقوبي د انټرنيټ مقاله- ۹ جنوري ۲۰۱۴ م

اميرعبدالرحمانهېنري مورټېمر ډيورنډ
نظريات (0)
نظر اضافه کول