ولې تاريخ لولو؟

زاهدخليلي

انسان د کيسو لوستلو سره مينه لري، بيا هغه کيسه چې د انسان د خپل ژوند کيسه وي؛ نو لوستلو سره لېوالتيا نوره هم زياتېږي. دغه کيسه که د يوه شخص وي، يوې کورنۍ وي يا يوې ټولنې، انسان ترې ځان خبرول غواړي. 
د انسان له پيداکېدو سره يې کيسه پېل شوې او تاريخ د انسان دغه کيسه بيانوي. تاريخ موږ ته زموږ د پېدايښت کيسه کوي. تاريخ موږ ته وايي چې څه ډول يو فرد په يوې کورنۍ، کورنۍ په قبيلې، قومونه او ملتونه رامنځته شول.
تاريخ د انسان د پيدايښت په تړاو د اسماني اديانو نظر وړاندې کوي او دغه ډول د ټولنيزې ارتقا (چارلس داروين) د پيدايښت تيوري هم بيانوي. تاريخ انسان ته وايي چې له ده وړاندې څه و او ده د ځمکې پر مخ څه ډول ژوند پېل کړ؟ له کومو پړاوونو تېر شو او پای څه ډول دغه اوسني حالت ته راورسېد. تاریخ موږ ته د لومړنيو انسانانو د ژوند په اړه مالومات راکوي. دا چې هغوی څه ډول ژوند کاوه، د کورونو ډول او د ټولنيز ژوند نور اړخونه یې څه ډول و.
تاريخ موږ ته د نړۍ د پخوانيو ټولنو د ژوند اړوند مالومات راکوي. د هغوی د خپل منځي اړيکو، جګړو، مبارزو، قوانينو، مذهبونو، تړونونو، انقلابونو، د ساينس او ټيکنالوجيکي پرمختګونو او د ژوند د هرې برخې په تړاو موږ خبروي. انسان د خپل ژوند د دغو ټولو اړخونو د مطالعې او ځان خبرولو سره مينه لري او په دغو د پوهېدو له پاره اړ دی چې تاريخ مطالعه کړي.
پخوانيو انسانانو په دغې نړۍ کې لوی تمدنونه او امپراتورۍ رامنځته کړې وې. دغه لرغوني تمدنونه د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې رامنځته شوي. د بېلګې په ډول د روميانو، يونانيانو او اريايانو تمدنونه. دغه ډول د تاريخ په اوږدو کې انسانانو بېلابېلې امپراتورۍ جوړې کړي چې د هغوی د جګړو، ماتو، پياوړتيا او دبدبې کيسې تاريخ په خپله غېږه کې خوندي کړي او تر موږ يې رارسولي دي.
په نړۍ کې ګڼ قومونه اوسي، د دوی دينونه، کلتورونه، اخلاق، د ژوند ډول، د خوراک څښاک طريقې او نږدې د ژوند په ډېرو برخو کې له يوه بل سره توپير لري. دا تاريخ دی چې موږ د دغو توپيرونو له رامنځته کېدو خبروي. تاريخ مو په انساني ټولنه کې د شته رواجونو نه هم خبروي، دغو رواجونو د وخت په تېرېدو سره تغير کړی. زموږ ټولنيز دودونه تاريخ خوندي کړي؛ خو دغه انساني دودونه، عادتونه او خويونه خپله انسان خوندي کوي او د تاريخ حافظې ته يې سپاري. باچا خان په خپل کتاب کې د هغه مهال د پښتني ټولنې د دودونو او رواجونو ډېر ښه تصوير وړاندې کړی دی. له هغو رواجونو چې نږدې ډېر يې اوس هم موجود وي، د پښتني ټولنې د ټولنيز وروسته پاتې والي او له دين نه د لرې والي لامل شوی دی.
نړۍ کې ډېر تغير راوړونکي انقلابونه پېښ شوي. د فرانسې انقلاب، د روسيې کمونېستي انقلاب او دغه ډول په اروپا کې صنعتي انقلاب. د دغو ټولو د پېښېدو لاملونه، بهيرونه او پايلې يې تاريخ ثبت کړي دي. د تاريخ لوستل موږ سره مرسته کوي چې د انقلابونو په څرنګوالي پوه شو.
تاريخ موږ سره زموږ په پېژندنه (هويت) موندلو کې مرسته کوي. تاريخ موږ ته زموږ د کورنۍ، قبيلې او قوم په تړاو خوندي شوي مالومات راکوي. د بېلګې په ډول، افغان ملت څوک دی، څه ډول رامنځته شوی او تېر کې له کومو پړاوونو تېر شوی؟. تاريخ د افغان ملت برياوې، ماتې، شاتګونه او پرمختګونه ثبت کړي. اتلان او کارنامې يې ثبت کړي، چې په لوستلو سره يې په ملت کې د ملتپالنې، ملي غرور او په خپلو اتلانو د وياړلو حس راژوندی کوي. دوی دې ته هڅوي چې د خپلو اتلانو په کارنامو ووياړي او په هغوی راټول شي. تاريخ موږ زموږ د نيکونو په کارنامو خبروي. تاريخ موږ ته وايي چې څه ډول ميرويس نيکه وتوانېده چې د يوې لويې صفوي امپراتورۍ د ماتې سريزه کېږدي او وروسته بيا احمدشاه بابا دومره لويه امپراتوري رامنځته کړي چې پراخوالی يې له هرې افغاني امپراتورۍ لوی و. تاريخ موږ ته د هغو لاملونو په اړه هم مالومات راکوي چې څه ډول دغه لويه افغاني امپراتوري ټوټې ټوټې شوه؟.
هر کال افغان ملت د اګست په ۱۹ مه د خپلواکۍ ورځ نمانځي، تاريخ يې موږ د نمانځلو په لامل پوهوي. تاريخ موږ ته د غازي امان الله خان د اصلاحاتو او متمدنه افکارو په اړه مالومات راکوي. تاريخ موږ په دې هم پوهوي چې د غازي امان الله خان د پرځېدو لاملونه څه و او موږ بايد ترې څه زده کړو؟.
تاريخ يوازې د انسان د کلونو او پېړيو پخوانۍ کيسې نه دي؛ بلکې څه چې ثانيه وړاندې پېښ شول، دا د تاريخ برخه شوه. دا چې تاريخ يې نه شو بللای، لامل يې د مؤرخ کاکړ په وينا دادی چې هغه پوره تاريخي شوي نه وي.
تاريخ د انسان خپله کيسه ده؛ نو ځکه يې د لوستلو سره مينه لري. انسان اړ دی چې د خپل ځان او له ټولنې د خبرولو له پاره تاريخ ولولي او زده کړه ترې وکړي.

د نړۍ تاريخي دایرة المعارف چي ۲۵ ټوکه لري.

انقلابتاريخزاهد خليليملي هويتميرويس نيکه
نظريات (0)
نظر اضافه کول