يوه مياشت له صادق هدايت سره

د ١٣٢٥ش کال په ژمي کي مي د ادبياتو د فاکولتې د لومړي رئيس په توګه کار کاوه. يوه ورځ د هغه مهال د معارف وزير په بوستان سراى کي (چيري چي امير عبدالرحمن خان ښخ دئ) امر وکړ، چي د افغانستان په نمايندګي دي درې تنه د تاشکند پوهنتون په پنځويشتمه کليزه کي چي په هغه هيواد کي جوړېږي ګډون وکي. له دغو درو تنو څخه يو زه، دوهم ډاکټر محمدانس او دريم هغه ئې ارواښاد سرورګويا وو.

زموږ سفر ډېر ژر پيل سو، ځکه چي د غونډي جوړېدو ته فقط دوې ورځي پاته وې او موږ مجبوره وو چي د ژمي په هغو سړو ورځو کي د هندوکش له واورو او آمو تر رود تېر سو. تر هغه وروسته د ترمذ له تاريخي ښار څخه چي د آمو په شمال کي واقع دئ د شاش (د تاشکند پخوانى نوم) پر لور پرواز وکو.

هغه مهال زموږ په هيواد کي پخې او قير سوي لاري نه وې. له واورو او خټو څخه ډکي کږې وږې لاري مو په دښتونو، غرونو او د غرو په لمنو کي ووهلې. څو واري مو موټر په خټو کي بند سو، آخر د شپې مزار شريفي ته ورسېدو. شپه مو په هغه ښار کي تېره کړه او سهار وختي مو دوباره سفر شرو کړ. ليکن زموږ کوچنى تېزرفتاره موټر نور په خټو کي نه سواى تللاى او له رفتاره ولوېدى.

له ناچارۍ څخه ئې درې ګاډۍ په قوي آسانو پوري وتړلې او موږ هر يو ئې په جلا جلا ګاډيو کي سپاره کړو. ګاډيو د آسانو په ذريعه حرکت شرو کړ او آسانو په خورا تېزي و چابکي په ځغاسته پيل وکړ. د ورځي نيمايي ته د “سياه ګرد” ښارګوټي ته چي د افغانستان سره سرحد لري ورسېدو. له خټو او لى څخه راووتو او رېګستان مو په خوله ورکړ. دا مهال د ګاډيو اربې په رېګو ننوتلې او اسان ئې له کشولو څخه عاجزه سول. له ګاډيو څخه را کښته سولو او پر نوو آسانو سپاره سوو. زموږ و مخ ته قوي او غښتلي آس وانان پرآسانو کښېنستل. موږ چي پر آسانو باندي د ناستي عادت نه لاره، مجبوره سوو چي په خپلو دسملانو په دوى پوري ځانونه بسته کړو. هغوى په خورا تېزي سره د تاشګذر پر خوا چي هغه مهال له آمو رود څخه د تېرېدو لاره وه، بوتلو.

څوک چي پر آس باندي د سپرېدو عادت نه لري، په خاص ډول هغه کسان چي ټول عمر ئې د مېز تر شا په قلم چلولو او ميرزايي تېر کړى وي، که چيري د دغه ډول ازمويني سره مخامخ سي، د دې قيد په لرلو سره چي له سهاره څخه تر ماښامه پوري بايد هدف ته ځان ورسوي، نو حتماً حوصله بايلي او د مبارزې روحيه له لاسه ورکوي.

ستړي ستومانه په وچ يخ کي تاشګذر ته ورسېدو. له نېکه مرغه د آمو رود په څنګ کي يوه تاوده اطاق موږ ته ښه راغلاست ووايه. له ډېري ستړيا څخه په درانه خوب بيده سوو. سهار وختي د ګازي کښتۍ په ذريعه چي زموږ کوربه وو د آمو ساحل ته را استولې وه سپاره سوو. آمو زموږ او د شوروي تر منځ ګډه پوله ده. زموږ په منځ کي د مرحوم ګويا غوندي شعرپېژاند وو، هغه مرحوم پر آمو باندي د سلطان محمود غزنوي د پُل تړلو او پر دې لوى رود باندي د دغه پله په ذريعه د تېرېدونکو کيسه د شعر په ژبه د فرخي سيستاني له خولې کوله:

“بر آب جيحون پل بستن و ګذاره شـدن

بزرګ معـــجزه يى باشــــد و قوى برهـان

سکــــندر آنګه کــــز چين همى فرود آمـد

بماند بر لب جيحـــون سه مــاه تابسـتان

ملک به وقتى کـــز آب رود جيــحون بـود

چو آسمان که مــر اورا پديد نيست کـران

بر آب جيحون به هفته يى يکى پل بست

چنان که ګفتى کز دير باز بود چنان …”

د صابر ترمذي اديب د غرقېدو داستان مو هم يو بل ته سره وکړ، چي په همدغو اوبو کي چي زموږ کښتۍ پر روانه وه غرق سوى وو. په دغه حال کي تر درياب واوښتو او شکر مو ادا کړ چي د صابر په سرنوشت اخته نه سوو.

له کښتۍ څخه راکښته سوو او د درياب پر راسته ژۍ روان سوو. دا د ترمذ خاوره وه. هغه خاوره چي د فرهنګ، تمدن او د منځنۍ آسيا د لويو عالمانو او اديبانو داستانونه ورسره تړلي دي. د دې خاوري پر هسک باندي د حکيم ترمذي، محدث ترمذي، ابوبکر وراق ترمذي او داسي نورو نومونه ځلېږي.

زموږ کوربه په ډېر تلوار موږ هوايي ډګر ته بوتلو او له هغه ځايه مو د تاشکند پر لور پرواز وکړ.

هوا يخه وه او لږ لږ واوره هم اورېده. د تاشکند پوهنتون مېلمه پالو موږ په ښار کي يوه مېلمستون ته بوتلو چي لاره ئې لکه د مزار شريفي په لى او خټو لړلې وه. هغه وخت دوهم نړۍ وال جنګ جريان لاره،  د شوروي خلکو خپل ټول همت او کوښښ د دې جنګ د کاميابۍ او بريا سره تړلى وو. نارينه او ښځو ئې تور ساده کالي اغوستي ول او په دې چاره کي وه چي متجاوزين له خپلي خاوري وشړي.

په دغه ورځ درې اېراني مېلمانه هم مېلمستون ته راورسېدل. يو له دغو مېلمنو څخه د اېران مشهور ليکوال صادق هدايت وو. بل اېرانى مېلمه دکتور کشاورز نومېدى، چي د اېران د توده حزب غړى وو. که څه هم نوموړي په فرانسه کي د کوچنيانو د ناروغيو په برخه کي تحصيل کړى وو، خو په سياست کي ئې لوى لاس لاره. منتقد، اور ژبى او روک سړى وو. په روسي ژبه ئې رواني خبري کولې او د اېران پر شاهي نظام ئې سخت انتقادونه کول. د شاه په غندنه کي ئې د شاهنامې پر وزن برابر بيتونه د خولې ورد وه.  دريم مېلمه دکتور علي اکبر سياسي وو. نوموړى درباري سياستمدار او دانشمند سړى وو. دوکتور سياسي په فرانسه کي د ارواپوهني په برخه کي تحصيلات کړي ول. هغه مهال د معارف وزير او د تهران پوهنتون رئيس وو. هغه متفکر، آرام او هوښيار سړى وو، چي د اېران له حکومت څخه ئې دفاع کوله او همېشه به ئې د خپلو دوو نورو ملګرو سره لفظي شخړه وه.

صادق هدايت چي يوه مياشت مي په دغه مېلمستون کي ورسره تېره کړه، ډنګر او ميانه ځوان وو. برابر اندامونه، ښکلې، سپېڅلې او مينه ناکه څېره ئې لرله. تور کالي ئې اغوستل. د سر ورېښتان ئې ډېر تور او کوچني برېتونه ئې ول.

هدايت د دوکتور کشاورز سره دوستانه اړېکى او فکري نژدېوالى لاره. دکتور کشاورز فعال او کوښښي وو خو هدايت د نظر سړى وو. يعني لومړى عملي وو دوهم ئې نظري.

په مېلمستون کي هر يوه ځانته اطاق لاره اما سالون او د ډوډۍ خوړلو مېز مو ګډ وو. يوې پخې مېرمني چي موږ به “ام الکواعب” بلله د دوو ښايستو او اخلاقي نجونو سره زموږ خدمت کاوه. دکتور کشاورز چي په روسي پوهېدى غالباً به ئې زموږ ترجماني کوله، کله کله به ئې د دغو دوو ښايستو سره ټوکي او شوخ طبعي هم کوله.

ګويا اعتمادي په هغه لومړۍ ورځ په دې وپوهېدى، چي د صادق هدايت، دوکتور کشاورز او دوکتور سياسي چي د دولت نماينده دئ، تر منځ خورا سخت اختلاف وجود لري. کله چي به په سالون کي سره کښېنستلو يا به د ډوډۍ خوړلو پر مېز سره را يوځاى سوو، مرحوم ګويا اعتمادي به د اېران د اوضاع په باب له دوکتور سياسي څخه يو څه پوښتل. هغه به په خبرو پيل وکړ او د اېران د پرمختګ او پېشرفت په باب به ږغېدى او دې نورو دوو به هغه څه چي دوکتور سياسي ويل ډېر ژر ور ردول، کله کله به ئې د طنز او طعنې په ډول ورغبرګوله، موږ به په ډېره دلچسپي د دې لفظي شخړي تماشا کوله.

هدايت مي يو بدبينه سړى په نظر راغى، چي د ژوند سره ئې چندان زړه نه وو تړلى. سهار وختي مخکي تر سباناري به ئې شراب چښل، تر دې وروسته به هم که موقع ميسره سوې واى بيا بيا ئې چښل. که به چا د پند په ډول ورته ويل، چي:

– ځوانه! داسي نه وي چي روغتيا ته دي تاوان ورسوي.

په جواب کي به ئې ويل:

– آغا! ژوند ارزښت نه لري، په دونه قيد او پرهېز نه ارزي. زما تر کميت کيفيت ډېر خوښ دئ.

تر دې اندازې آزاد وو، چي کله کله به ئې داسي خبري تر خولې راوتلې، که چيري يوه آخوند هغه اورېدلي واى يقيناً به ئې د هغه پر الحاد او عقيدوي فساد فتوا ورکړې واى.

هدايت د خپلو ازادو او انتقادي ليکنو او  ادبي تخليقاتو په وجه ډېر مشهور دئ. کتابونه ئې په اروپايي ژبو هم ترجمه سوي دي. زه چي د داستان ليکلو د هنر سره ډېر آشنا نه يم، نو په دې عرصه کي د ده د هنر لکه څنګه چي ښايي هغه ډول ارزيابي نه سم کولاى، ولي ويلاى سم چي: د خيام پر رباعياتو چي ئې کومه انتقادي مقدمه ليکلې ده (د دغه کتاب يوه نسخه ئې د يادګار په ډول ما ته راکړه)، د ادبي انتقاد او آزاد فکرۍ له نظره ډېر ارزښت لري، او کېداى سي چي د نوموړي (صادق هدايت) د فکر په پېژندلو کي ډېر مؤثر تمام سي. صادق هدايت د دين او مذهب سره کوم خاص اړېکى نه لاره، کله کله به ئې د ټوکو په ډول ډېر هېښوونکي مسائل مطرح کول.

د مېلمستون تشناب مو سره ګډ وو. کله کله به موږ افغاني او اېراني مېلمانه د نوبت تر لاسه کولو له پاره د تشناب دروازې ته په لين درېدلو.  زه دا عادت لرم چي ډېر سهار وختي تر لمر راختلو مخکي له خوبه راويښېږم. يوه ورځ په تشناب کي په غسل کولو مصروف وم او هدايت دباندي د تشناب له دروازې سره نژدې د انتظار پر چوکۍ ناست وو.  داسي فکر کوم چي د سر او بدن د پرېوللو پر مهال مي د کوچنيوالي د عادت سره سم کلمه شهادت ويله. کله چي له تشنابه راووتم، هدايت د ټوکو په ډول راته وويل:

– احسنت، احسنت! په ښه تکبير و تهليل سره دي ځان پرېولى. ستا څخه مي دا هيله نه درلوده. د اخوندانو په ډول دي آذان کاوه.

ما ورته وويل: کله کله د عادت له مخي…

زما خبره ئې راپرې کړه او نور څه ئې راته وويل.

يوه ورځ د دوکتور کشاورز او دوکتور سياسي تر منځ د پوهنتون د استادۍ پر سر جروبحث شروع سو. دوکتور سياسي و کشاورز ته وويل:

– تاسي خو د پوهنتون استاد نه ياست. نو ولي هر ځاى ځان د پوهنتون استاد معرفي کوې؟

هدايت په داسي حال کي چي په برېتو کي ئې خندله، په نرم او آرام ږغ سره وويل:

– څه پروا؟ تاسي هم استاد ياست سياسي!

منظور ئې دا وو، چي دوکتور سياسي هم د سياست له لاري دې مقام ته رسېدلى دئ.

صادق هدايت ډنګر بدن او آرام کړه وړه درلوده. خو د حريف سره ئې د مقابلې په وخت کي هيڅکله ځان نه بايله او په جد و هزل سره ئې مقابل طرف ته جواب ورکاوه. هيڅکله مي عصباني و نه ليدى.

يوه شپه چي سپوږمۍ په آسمان کي ځلېدله، موږ ئې د تاشکند رصدګاه ته بوتلو. هورې ئې په مځکه کي يو ژور څاه کېندلى وو. د اوسپني زينه ئې ورکښته کړې وه او د برېښنا په واسطه ئې روښانه کړى وو.

زموږ مېلمه پال وويل:

– د دغه څاه په تل کي چي سل متره ژورواله لري، يو ډېر دقيق ساعت ځاى پر ځاى سوى دئ. دغه ساعت د ثانيو اعشار او ډېري کوچنۍ زماني شېبې راښوولاى سي. ليکن د دغه ساعت د ليدلو له پاره بايد يو سړى لاندي ورکښته سي. ځکه چي د ډېرو کسانو تنفس د هغه ځاى پر هوا باندي اغېز کوي. د هغه ځاى هوا بايد ثابته وساتله سي. اوس چي هر څوک غواړي، کولاى سي د زينې په واسطه ورکښته سي.

مېلمنو په ډېر حيرت سره د څاه ژوروالي ته وکتل. هلته کښته کېده او راپورته کېده ډېر تکليفي په نظر ورغله.

دوکتور کشاورز وويل:

– په تهران کي ما ته ډېر ضرورت سته. هم په ګوند کي او هم د کوچنيانو په روغتون کي ما ته ډېره اړتيا ده. زه فکر نه کوم چي له دې کندي څخه دي ژوندى راووزم.

دوکتور سياسي وويل:

– دې څاه ته ورکښته کېده کېداى سي د ارواپوهني له نظره زما پر اروا باندي بده اغېزه ولري.

ګويا وويل:

– دې څاه ته ورکښته کېده او راپورته کېده دواړه ډېر سخت دي. “چرا عاقل کند کارى که بار آرد پشيمانى؟”

صادق هدايت د يوې نرمي خندا سره وويل:

– ما ته چي ټول عمر د دوو اوربشو په اندازه ارزښت نه لري نو د هغه د ثانيو او لحظو شمېرل څه فايده؟

يوه ورځ ئې موږ د تاشکند لوى مفتي ايشان باباخان ته وروستلو. هغه په خپله مدرسه کي زموږ په خاطر ډېره ښه مېلمستيا کړې وه. زموږ مېلمه پال چي په روسي او اوزبکي ئې خبري کولې، د ترجمان دنده اجراء کوله. په خپله مفتي هم په دري پوهېدى، خو د دې له پاره چي مترجم ئې په خبرو ښه ترا پوه سي، نو به ئې کله په روسي او کله هم په اوزبکي خبري کولې. مفتي صاحب ډېر جالب او برجسته سړى وو. په ديني اموراتو کي ئې پراخه پوه لرله. د اطاق پر دېوالونو ئې د ستالين فرمانونه ليدل کېده.

ژباړن وويل:

– لوى مفتي د خپلي فتوا په زور په زرونو کسان د خپل وطن څخه د دفاع په مقصد د جنګ ميدان ته استولي دي. د دوى مادي او معنوي مرستي د دې سبب سوي دي چي د شوروي رهبري هيئت د رسمي مننليکونو په ذريعه دوى وستايي.

مفتي چي روښانفکره او هوښيار سړى وو، د ځوانانو د ذوق مطابق خبري ئې کولې. ليکن صادق هدايت چي د هغه له آخوندي خبرو څخه ډېر په عذاب سوى وو، مخ ئې تروش نيولى وو. (د استاد حبيبي د عکسونو په منځ کي، د دغه ملاقات عکس موجود دئ او ما ليدلى دئ، ر. ز).

په صادق هدايت کي مي هيڅکله تعجب او ځان ستاينه و نه ليده. خاکساره او بدبينه وو. له خپل او پردي سره ئې په ورين تندي خبري کولې. له درباري او مداح شاعرانو څخه ئې بد راتله. خيام ئې د هغه د روک والي او اور پراندي ژبي له اسيته خوښ وو.

ما ته د دغسي زړو داستانو د نوشته کولو ذوق اوس راپاته نه دئ، خو د شپږدېرشو کلونو دغه زاړه خاطرات مي د ګران ليکوال ښاغلي رهنورد زرياب د ټينګار په وجه وليکل. هغه څه چي زما په ذهن کي وه هغه مي د قلم په ذريعه قيد کړل.

کابل، جمال مېنه

اول قوس ١٣٦١

سلطان محمود غزنويصادق هدايت
نظريات (0)
نظر اضافه کول