د اوسني افغانستان سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او کلتوري مدیریت او دا چې څرنگه هویتونو سیاست متاثیره کړئ او یا سیاستونو افغان ټولنې ته کوم ډول هویت ورکړئ، زموږ د ځوان او روښان نسل لپاره چې د جگړهمارانو، ټولنېزي-دیني او اقتصادي مافیا او زوړبنسټه نخبهگانو سره د مډرنیټې تقابل لري د نوي ملت جوړونې، ښاروند محوره هویت او پرمختگپال بهیر لپاره کومې نښې لري؟
په افغانستان کښې د ملت جوړونې تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې د ملت جوړونې څخه یوازې د قومي هویت د اعادې په توگه کار اخستل سوی دی او د ملت جوړونې د نورو مهمو برخو لکه؛ تاریخ، فرهنگ، سیاسي پانگې، فرهنگي پانگې، ټولنېز ثروت او شتمنیو بحثونه منزوي سوي دي چې دا ټول د یوه درېیم او ځپلي سوی ملت نښې څرگندوي. د ملت جوړونې څخه هدف د سرمایې درک دی چې د عام فهمه او د درک وړ شېوې له لارې خلکو او دولت ته لېږدول کېږي. خو موږ د یوه ملت په توگه له خپلې پانگې څخه اساسي درک نه لرو او تر څو چې په واضح، علمي او مشخص ډول له خپلې پانگې او بحث څخه درک ونه لرو برنامه ریزي او د مخ ته تگ نقشه په اساسي ډول نه سو برابرولی. پر دې سربیره هم که موږ وغواړو دا فرصت او پوتنشیل لرو چې د معاصر تاریخ لوی نسل جوړ سو، هغه نسل چې افغانستان له بې ثباتۍ څخه ثبات، له فقر څخه هوساینې، له انزوا څخه ارتباط او له انارشۍ څخه باثباته جمهوري نظام ته ورسولی سي. په راتلونکو پنځوس کالو کې د جیولوجي درک زموږ د هر یو ژوند ته بدلون ورکولی سي ځکه د افغانستان لس محروم ولایتونه د نړۍ ښې طبیعي زېرمې لري که همدا طبیعي منابع په مساوي ډول ووېشل سي د افغانانو برخلیک ورسره په باور نه کیدونکي توگه بدلیدلی سي. له موږ جگړې مادي او معنوي بنسټونه ولټول او دا ددې سبب سوه چې په لرغونپوهنه هیڅ پانگونه ترسره نه سي، څلوېښت کاله کېږي چې دغه برخه هېره سوې ده. لرغون پېژندنه د تغییر په حال کې ده، لرغون پېژندنه موږ ته تېر عام فهمه کوئ او د سیمې د اړیکو او تاریخي لید په توگه راتلونکي راته رسموي.
په ملت جوړونه کې تاریخ ځانگړی نقش لری خو د تاریخ مسله دا نه ده چې پېښې وویني، د تاریخ عمق باید درک سي تر څو راتلونکی او تېر ته تړاو ورکول سي دا ځکه چې د هویت له درک پرته د تاریخ درک ناشونی دی. د ملت جوړونې لپاره جدي اړتیا ده چې موږ عمیق درک ولرو او خپل تمدني رول باید وپیژنو او تاریخ هیر نکړو، ځکه دا د هویت یوه اهمه برخه ده. د معاصر تاریخ د یوې برخې په توگه د افغان ملت جوړنې درې سوه کلن مسیر کولی سو په څلورو موډولونو کې؛ د حاجي میرویس خان نیکه کلتوري ملتجوړونه، د احمدشاه ابدالي دراني گڼقومي «افغان ملتجوړونه»، د امیر عبدالرحمان خان مډرنه یو قومي ملتجوړونه او د شاه امان الله خان مډرنه گڼ قومي ملت جوړنه چې د یوه عصري دولت او مډرنو انساني ارزښتونو پر بنسټ ولاړه وه چې تردې وروسته يې د «ښاروند محوره ملتجوړونه» په نوم یادوو، مطالعه کړو.
د هویت پر بنسټ سیاست بېثباته افغانستان په راتلونکي کې د یوه بل سیاسي بنبست پر لور ټیل وهلی سي. له جگړې، ځانمرگو بریدونو، بېساري تلفاتو، د ملي ځواک د مرگژوبلې او په حکومت او قدرت کې د تندلارو جگړیزو ډلو تر ناندرېز شونې حل وروسته تر ټولو ستر تهدید د یوې فقیرې او پر پخوانیو تارونو د اوبدل سوې ټولنې د نوي هویت سیاست دی.
دا وروستۍ سیاسي خاموشي، که هم تاریخي اصل لري خو «افغان» ملي هویت چې د نامتجانس قبیلوي هویت پر وړاندې د یو دولتي پېژاند په توگه کارول کېږي یو ملتدولت معرفي کوي که دولتملت؟ آیا قبیلوي هویت پوښتنه ځواب سوې ده؟
په تیرو څو لسېزو کې سیاستپوهانو د «دولت-ملت» مفهوم د ملت-دولت لپاره د ویسټپالین فورمول (Westphalian notion of “Nation-State”) پر وړاندې رامنځته کړ. بېویلو دې پاته نسي چې ددې مفاهیمو نهایي غایه د ناسیونالیزم او د یوه دولتي حاکمیت په درون کې د یوه هویت د ځانگړي جوهر نصبول دي. “دولت-ملت” پر ملي هویت هغه نه شلیدونکې باورمنتیا ده چې د اساسي قانون او منلي سیاسي سیستم له مساواتو منعکس کېږي او تر ټولو مهم د ښاروندانو دا حس چې “موږ احساس کوو د همدې یوه تمدن او کلتور برخه یو” رامنځته کيږي. دا ځانگړنه د شاه امان الله د ښاروند-محوره ملت جوړنې لور ته ورگرځي چې په عمومي توگه دلته موخه پر ټول شموله او ټول منلي گډو سیمبولونو او ارزښتونو راټولیدنه ده. له بله اړخه “ملت-دولت” له یوه څخه ډېرو تمدنونو او کلتورونو سره تړاو ته پاته کېږي چې د دولت لخوا ورته د (متعارفو هویتونو) چوکاټ ترتیبیږي او اړ دي چې د دولت او د هغه د انسټیټوټي پیژند څخه پیروي وکړي دا یو واحد هویت نه دی بلکې ځانگړی شناخت دی چې پر بیلابیلو خودي هویتونو مسلط او تحمیل کېږي دا ځانگړتیاوې تر یوه بریده د امیر عبدالرحمان خان مډرنه یو قومي ملتجوړونه کې لیدلی سو. د ملت-دولت دا ډول مفهوم غیرمتجانس یا تر متجانس کیدو وړاندې میلیتونه د یوه سستم پر چاپيریال را غونډوي چې له دې سره معمولا یو غیرمتمرکز سیاسیي نظام شتون لري او د گڼکلتوري ښکارندې ساتنه کوي او هغوئ ته درناوی ورکوي خو د امیر عبدالرحمان خان په موډل کې ممترکز جوړښت ته بلل سوي دي. دا موډل ټولو قومي ډلو ته سیاسي او فرهنگي استقلال ورکوي تر څو همزیستي « موږ احساسوو چې د سستم برخه یو» د هېواد د ښاروندانو په حیث په دواطلبانه توگه وغځوي او دولت غواړي دې موخې ته ورسیږي چې “یووالي په تنوع کې دی”.
افغانستان چیري لویږي؟
افغانستان د ډېرو قومونو او میلیتونو استوگنځای دی اما ولې یوازې څلور قبیلې پښتانه، تاجيکان، هزارهگان او ازبیکان محوري قومونه بلل کېږي او سیاست و قدرت د همدوئ پر محور څرخي؟. هېڅکله د همدې هرې څلورمې قبیلې خپلواکه سر شمېرنه نه ده سوې، پر دې سربیره احمد شاه ابدالي دراني یو پښتون و او په ۱۷۴۷م کې د افغانستان د دولت د بنسټگر په نوم پیژندل کيږي، که څه هم دا د یوې وروستۍ مناظري په توگه همداسې پرانیستې پاته ده چې په حقیقت کې هغه دا نومونه کړې که نه. له ۱۷۴۷ څخه تر ۱۹۹۲ پورې دوې نیمې پیړۍ کېږي چې پښتانه افغانستان اداره کوي، یوازې د یوې لنډې دورې لپاره په ۱۹۲۹ حبیب الله کلکانی «بچه سقاو» چې د تاجیک ټبر ته منسوبیږي لنډه حکمراني کړې ده چې وروسته د خیانت په تور پانسۍ سو، بنآ د افغانستان د درې سوه کلن نوي سیاسي هویت په بهیر کې د پښتنو سره دولتي قدرت او سلطنت پاته سوی دی او پر افغانستان باندې د نورو قومونو د حکمرانۍ پیښې بیخي لږ او نادرې دي. پښتنو افغان دولت په ۱۷۴۷ کې رامنخته کړ او د قومي نابرابریو او نامتجانس جوړښت سره سره تر ننه خپله سلطه ساتي. د ملت جوړونې په برخه کې افغانستان بریالي تجربې نه لري امیرعبدالرحمن خان هڅه وکړه چې په ټول هيواد او په ځانگړي توگه په شمالي او مرکزي افغانستان کې د قومونو د ترکیبي استوگنې او میشته کيدنې پلان پلی کړي چې متاسفانه دې کار د ملت جوړونې د ډیموکراتیکې او طبیعي پروسې ځای خشنې او ځیږې وینې بهونکې سناریو ته پریښود او د قومي گروپونو تر منځ د بې باوري سبب وگرځیده، امیر د جبر او تشدد له لارې دا کار کاوه. د محمد نادرشاه او محمد ظاهرشاه په حکمرانیو کې همدا کار کیده خو د جبر او زور څخه پکې گټه وا نخستل سوه. په افغانستان کښې د ملت جوړونې تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې د ملت جوړونې څخه یوازې د قومي هویت د اعادې په توگه کار اخستل سوی دی او د ملت جوړونې د نورو مهمو برخو لکه؛ تاریخ، فرهنگ، سیاسي پانگې، فرهنگي پانگې، ټولنېز ثروت او شتمنیو بحثونه منزوي سوي دي چې دا ټول د یوه درېیم او ځپلي سوی ملت نښې څرگندوي.
آیا افغانستان ملت-دولت دی؟
پښتانه مشران انگیري چې افغانستان ملت-دولت دی. پښتانه فکر کوي چې افغانستان د ټولو قومونو یو ترکیب دی خو د شمېر په لحاظ پښتانه تر نورو قومونو ډېر دي نو ځکه د واک، قدرت او منابعو په څرنگوالي کې د کورنۍ د مشر صلاحیت تر نورو غړیو ډېر گڼي. پښتانه فکر کوي چې افغانستان د گاونډیو او سیمه ایزو ملتدولتونو په منځ کې واقع دی چې د تاجیکستان، ازبیکستان او ترکمنستان هېوادونه باید د «افغان کرکټر» ته په درناوي قایل سي او د افغان ملتډولت جوړښت او باف په خلل کې وا نه چوي. په دې وروستیو کې چې ولسمشر محمد اشرف غني په نویو الکترونیکي تذکرو کې د افغان کلمه د یوه ملي هویت او سند په توگه د لیکلو فرمان ورکړ، د قومي رهبرانو تر منځ د افغان ملت د بیا تعریف ږغونه اوچت سول، په ځانگړي توگه د هزاره گانو او تاجیکانو یو شمیر مشرانو د افغان کلمه یوازې تر پښتنو محدود وگڼله. دا چې دا غبرگون په څومره کچه رښتینی او زړور دی، جلا بحث دی اما له دې سترگې نه سي پټیدلی چې دا د نوي ملي ډیالوگ تر ټولو تود فصل جوړیږي. افغانستان نوی اساسي قانون د ۲۰۰۴ د جنوري پر ۴مه رامنځته کړ چې پر بنسټ یې ملي هویت تعریف سوی دی او ټولو قومي گروپونو، لږه کیو او وگړو ته پکې په مساویانه توگه خطاب سوی دی او «افغان» د ټولو اوسیدونکو ملي هویت ثبت سوی دی او په ټولو رسمي ملي او نړیوالو اسنادو کې د پلي کیدو وړ گرځیدلی دی. اوس سوال دادی چې د افغانستان اساسي قانون خو د لویې جرگې لخوا چې د ټولو قومونو استازو پکې گډون درلود تایید سوی دی، اما ولې مخالفتونه سته؟، د نویو تذکرو ویش ولې د افغان د کلمې په سر له ځنډ سره مخ سوی دی؟ ایا د لویې جرگې په بهیر کې خو به د افغان ملت جوړنې پاراډکس نه و واقع سوی؟ د اساسي قانون نړیوال کارپوه او متخصص Alexander Thier چې د افغانستان د اساسي قانون او ملي هویت بهیر یې له نېږدي څارلی په دې نظر دی چې د ۲۰۰۴ میلادي کال د اساسي قانون د تصویب لویه جرگه کې د غیر پښتنو قومونو او استازو غږ نه و اوریدلی سوی او یا خو د هغوئ سره یو ډول سیاسي لوبه سوې وه.
د ټولو قومي ډلو دولت-ملت
دې ته په پام سره چې افغانستان د څو توکمیزو ډلو کور دی چې هیڅ یو یې هم بشپړ اکثریت نه لري، بې له شکه له توکمیز پلوه اختصاصي هیواد دی چې په بشپړ ډول د “دولت – ملت” په تعریف کې راتلی سي. د حیرانتیا خبره دا ده چې ولسمشر د یو فرمان له لارې خپل وروستی نوم پریښود ترڅو په افغانستان کې ټولې توکمیزې ډلې پرې را ټولې سي او د قومي هویت څخه د یوه ملي هویت پر لور تیریدنه وسي؟ او ځان د هر چا د مشر په توگه وښيي، نه د یو پښتون مشر په توگه. ولې پر دې سربیره هم د هغه پښتون ملاتړ کونکي هغه ته “بابا” وایی، په دې مانا چې هغه د پښتنې هویت په لرلو سره د ټولو پښتنو قبیلو پلار دی. د هغه دا هڅه او کړنه که هر څه وړاندې کوي، مگر افغانستان د یوه دولت په توگه کورنۍ نوم ته نه بلکې ملي نوم او هویت ته اړتیا لري چې د هغه په گډون د ټولو قومونو هویت په یوه لوی چوکاټ کې شامل کړای سي او هر څوک په رښتیني توگه دې پایلې ته ورسږي “چې موږ احساس کوو” د یوه ملت برخه یو اما په ښکاره هغه په دې ماموریت کې پاته بریښي، الکترونیکي تذکرې او په هغه کې د قوم لیکل لا هم په ډاګه کوي چې د یوه واحد هویت پر سر اختلاف د یوه بحث په توګه وجود لري. د افغانستان په شمال کې د خراساني داعيې یوه موخه داده چې غواړي وښيي ؛ افغانستان ملت-دولت نه بلکې دولت-ملت دی. لوستي پښتانه مشران پوهيږي چې پښتانه په یوازي سر اکثریت نه سي جوړولی چې ملت-دولت تشکیل کړي ځکه نو د هغوئ په اند افغانستان یو دولت-ملت دی او پښتنو و نه سوای کولی چې لوی پښتنونستان یا پښتون ملت تشکیل کړي. د طالبانو د رژیم تر نسکوریدو وروسته نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د دیموکراسۍ د نهادینه کولو لپاره هڅې وکړلې تر څو د ولسواکۍ په چوکاټ کې یوه دولت-ملت رامنځته کولو او رغولو کې مرسته وسي او ټول قومونه په گډه د اساسي قانون او ټوله شموله دولت له لارې گډ او امن ژوند ولري ځکه د طالبانو په وخت کې قومي او سمتي تبیعض په اوج کې و. خو وروسته ځینو رهبرانو او قومي مشرانو دا بهیر له ستونزو سره مخ کړ او د قومي ستونزو او مخالفتونو له لارې یې د تیر تیاره تاریخ پاڼې بیا واړولې.
زموږ نسل باور لري چې یووالی په تنوع کې نغښتی دی او همدا تنوع د یوه ملت د بقا راز او د جمهوریت ثمره گڼل کیږي. د طالبانو تر نسکوریدو وروسته شل کلن مزل کې زموږ ټولنې تغير کړئ. ډيموکراسي، گفتمان او بحثونه د يو اصل په توگه رامنځته سوي او نهادینه سوي دي او یو اړخيز روايت او تور و سپین قرأت نور له منځه تللی او ټولنيز زغم مخ پر خپريدو او پراخيدو دئ. له سلو کالو زيات موږ سياسي قرباني ورکړې چې د جمهوري نظام او ولسواکۍ څښتنان واوسو په ځانگړې توگه په تيرو شلو کلونو کې زموږ ډېره ستره لاسته راوړنه د جمهوريت د تحقق د لومړنيو قدمونه اوچتول و ځکه د جمهوري نظام لیدلوری د انساني ژوند د تنوع، تحمل پذيري، ارزښتونو، لاسته راوړنو، د ښځو پر حقونو، د رسنيو پر ازادۍ، يو بل منلو، زغم، ډيموکراسۍ او کثرتگرايي ته په درناوي ور ټول دی، چې همدا د یوه دولت ملت حیثیت دی او زموږ د روښان نسل سرې کرښې هم جوړوي