په افغانستان کې د لاجوردو تجارت

افغانستان ګڼ طبيعي ذخاير او کانونه لري، په دې کې په سروز رو، سپينو زرو، مسواونو رو فلزاتو سر بېره د ارزښتناکو ډبرو لکه ياقوتو، زمردو، فيروزې او نورو معدنونه هم شته له دې ډلې څخه لاجورد داسې قيمتي دبره ده چې افغانستان کې د غرونو په ښه موجوده ده او په تنونو موند له کيږي.

يو وخت دنړۍ په بل هيڅ ځاي کې د لاجوردو ښه نه وه خو په افغانستان کې يې خلکوته معدنونه معلوم وو او استفاده يې ترې کوله. د بدخشان د لاجوردوکان يو لر غوني کان دي چې لا جورد ترې ايستل شوي او د نړۍ ګوټ – ګوټ ته وړل شوي دي.

داڅرګندنه ده چي لاجورد له کوم وخت نه خلکو دقيمتي ډبرې په توګه پېژندلي او له څه وخت نه له دې کان نه استفاده کول پيل شوي دي خو دا معلومه ده چې شپږ زره کاله وړاندې لاجورد د آسيا و افريقې بېلابېلو هيوادونو ته له آريانا څخه وړل شوي او د نړيوالې سوداګرۍ د يوه توکي په توګه رامنځ ته شوي دي.

هرات، د لاجوردو لار پخوانی بازار

د پارس  د کاشان  له سيالک غونډۍ نه په تاريخي کيندنوکې د لاجوردو وړې – وړې ټوټي لاس ته راغلې او داددې غونډۍ له هغو کيندنونه تر لاسه شوې چې ودانۍ او ابزاريې تر ميلاد وړاندې څلور زرم کال  سره اړه لري او په دې توګه ددې لاجوردو د توږلو او استعمال عمر شپږ زر کلونه ته رسيږي او په هغه وخت کې لاجورد د افغانستان له بدخشان نه هلته وړل شوي دي.

همداراز په سومرکې د سومري پاچا يا نوله قبرونه څخه يو زيات شمير دسرو او سپينو زرو زيورات او ابزار تر لاسه شوي چې د لاجوردو غمي پکې ايښودل شوي او دجوړولو عمر يې پنځه نيم زر کلونه ته رسېږي.

په بين النهرين کې د ليک د پيدايښت پر وخت له دري تر دري نيم زره کاله وړاندې د (جمدت نغز)  نومي ځاي څخه په کيندنو کې د لاجوردو غمي تر لاسه شوي دي.

پر آسيا سربيره په افريقا کې د مصر د فرعوني دورې په کيندونو کې د لاجوردو غمي چې په ابزارو او زيوراتوکې کارول شوي لاس ته راغلي چې دري نيم زره کاله وړاندې هلته وړل شوي او له افريقا سره د آريانا پر تجارتي اړيکو ګواهي ورکوي.

د غزني د کلا مخ ته د لاجوردو کاروان

د آسيا او افريقا ګڼوهېوادونو ته د لاجوردو خپرېدل داهم ښيي چې شپږ زره کاله وړاندې موږ د نړۍ له هيوادونو سره ژوري تجارتي اړيکي درلودلي او د هيواد په ډيرو غرنيو سيمو لکه بدخشان کې هم د تجارتي تک راتک لارې  موجودې دې چې دا لارې لومړي د بلخ پر لور راتلې بيا له هلمند او سيستان نه تېرېدې او له هغې ځاي نه پارس، عراق يا پخواني بابل او ايلام ته تلې او دمصر تر نيل پورې غځېدلې.

فکر کيږي چې دا اړيکې تر دي هم پخواني وي او تر تاريخ وړاندې دورو کې تجارتي اړيکې ټينګي شوي او دنورو څيزنو تر څنګ لاجورد يو داسي توکي  دي چې له دې کبله چې د افغانستان  په بدخشان کې پيداکېدل او بل ځاي نه وو نو اوس هم ددې لرغوني تجارت ګواهان دي.

د لاجوردو قيمتي ډبره چې پنځه شپږ درجې لري او لومړۍ درجه لاجورد يي  دير نفيس اوښکلي دي له زرګونو کلونو راهيسي د هېواد په اقتصاد کې  ښه ونډه لري او د افغانستان يوه لرغوني تجارتي متاع ده.

ترکومه ځايه چې معلومات په لاس کې دي د لاجوردو لاجوردي ډبره ددې پر ځاي چې د افغانستان د ملي اقتصاد په تول کې وکاروله شي له همهغواوږ د کلونو را هيسې د غلو او قاچاقبرانو لاسونو ته لويدلې او له افغانستان څخه په غير قانوني ډول ايستل شوې ده.

يو وخت فاسدو مامورانو له  قاچاقبرانو سره لاس لرلو د لاجورد ډبرې له هيواده په غير قانوني ډول ايستلي او د پاکستان او ايران له لارو خارجي هېوادونو ته وړل کيدلې.

د جهاد په دوران کې او بيا د جهاد تر برياليتابه وروسته يوشمېر توپکو اکانو د لاجوردو پر شتمنۍ قبضه وکړه او په خروارونو لاجورد يي په قاچاقي لارو له هېواده وايستل او اوس په پيښور کې د لاجوردو لوي لوي مارکيټونه فعال دي چې له هغه ځايه د نړۍ ګوټ–ګوټ ته رسول کيږي او ګنه يې شخصي جيبونو ته لويږي.

د افغانستان دولت بايد دلاجوردو د ملي ثروت د خوندي کولو او د هېواد په اقتصاد کې دهغه د کارولو له پاره لازم او جدي اقدامات وکړي، د غلو او توپکمارو لاسونه د لاجوردو له چور او چپاول څخه لنډ کړي او دا ګټور ګټي د ملي اقتصاد د ودې په بنسټ کې کښېږ دي.

بدخشانپېښورحبيب الله رفيع
نظريات (0)
نظر اضافه کول