آریایان لومړی ځل د کوچیانو په بڼه د افغانستان شمال ته راغلل، د ورشوگانو او څړځایونو ډېرښت وهڅول چې همدلته کېږدۍ ووهي اغېلونه جوړ کړي و او ورو ورو کلیوال ژوند ته مخه کړي او بیا ښاري ژوند غوره کړي، د سلطنت مؤسسه جوړه کړي او سیاسي ځواکمنۍ ته ورسېږي.
آریایانو له کوچیاني ژوند نه ښاري ژوند ته اوږده لاره وهلې او د زرونو کلونو په اږدو کې دا بهیر بشپړ شوی دی.
ویدونه او اوستا شاهدي ورکوي چې د افغانستان ځواکمن آریایي واکمن یما یا جمشېد لومړی د لویو رمو خاوند ؤ، ډېر څاروي، مېږې او وزې یې درلودې، ده ته الهام وشو چې د خپلو خلکو روحاني مشري پر غاړه واخلي؛ خو ده ته دا کار دروند برېښېده او انکار یې وکړ، بیا ورته وویل شول چې د خلکو سیاسي مشري پر غاړه واخلي دا یې ومنله د لومړني ځواکمن آريايي مشر په توگه يې د خلکو مشري پر غاړه واخیسته، په بلخ کې یې د دولت د مؤسسې بنسټ کښېښود، لومړنی پایتخت یې جوړ کړ، د بلخ پر لوړو دېوالونو یې لوړ بیرغونه ورپول او د یوه نوي آریایي تمدن خښته یې کښېښوده.
یما د خپلې واکمنۍ په دوره کې د مالدارۍ پرځای کرنې او زراعت ته زیاته پاملرنه وکړه، د غلواو دانو نوي نوي تخمونه یې وازمویل او د مېوو راز راز ونې یې کښېښودې، د کروند او باغونو د خړوبولو لپاره یې له سیندونو ویالې راپورته کړې، پیاوړي غوايي يې وروزل، په نجارانو یې درنې یووې او په اهنگرانو یې تېره او ځمکه څیروونکي سسپارونه جوړ کړل.
ده یوه امسا چې بزگرانو ته به یې د لارښوونې په وخت کې په لاس کې وه، درلوده او یوه د سروزرو سسپار یې د ځان لپاره جوړ کړی ؤ چې د کرنې د سمبول په توگه به تل ورسره ؤ او په دې توگه یې بزگران هڅول چې کښت او کر وکړي، کار وکړي او خپله سیمه ودانه کړي.
موږ تر اوسه یو متل لرو چې “ځمکه د غوایه په ښکر ولاړه ده” دا متل غالباً له همهغه وخت نه چې په افغانستان کې د یما له خوا زراعتي انقلاب پیل شوی، راپیدا شوی دی؛ ځکه شاړې او ویجاړې ځمکې د غوایه په همت ودانې شوې، وکرل شوې او د غلو، دانو او مېوو پرېماني شوه او د استعارې په توگه وويل شول چې دنیا د غوایه په ښکر ولاړه ده، څو ساده گانو دا د ودانۍ استعاره رښتیا وگڼله او مشهوره یې کړه چې دنیا د غوایه په ښکر ولاړه ده او زلزله ځکه پیدا کېږي چې دا غویی دنیا له یوه ښکر نه بل ښکر ته واچوي، تر دې چې د دې متل استعاري مانا هېره شوه او ډېرو رښتیا هم دنیا د غوایه په ښکر ولاړه وبلله.
په اوستایي یا زردشتي دوره کې چې کرنې زیاته وده کړې وه، آریانا ودانه شوې وه او بزگرانو په کرنه کې ښې تجربې ترلاسه کړې وې، کښت مذهبي بڼه غوره کړه، زردشت او بیا د وخت پاچا گرشاسپ چې د زردشت په دین گروهېدلی ؤ خلکو ته د کښت او کر توصیه کوله او دا یې د ثواب کار باله.
له دې سره د هېواد شاړې ابادېدلې، ځمکې کرل کېدلې، غلې ډېرېدلې او د افغانستان خلک هوسا کېدل.
داسې وختونه هم راغلل چې په افغانستان کې غلې دانې او مېوې ډېرې زیاتې شوې، هرات او د افغانستان ځینې نور ښارونه د ټولې آسیا گودامونه وبلل شول.
په ۱۳۵۷ کال کې د داؤد خان تر سقوط وړاندې افغانستان توانېدلی ؤ چې د غلې او غنمو له پلوه په خپل کور پوره شي.
تېرو دوو نیمو لسیزو او ورپسې وروستیو وچکالیو ځمکې شاړې او ويالې ویجاړې کړې، د افغانستان خلک له لوږې او ستونزو سره مخامخ شول او ډېر کړاوونه یې وگالل.
اوس چې په هېواد کې بیارغونه پیل شوې د ویالو او ځمکو د ودانولو لپاره بايد تر هر څه زیاته توجه وشي، د پرمختللې او ماشینیزې کرنې بنسټونه کېښودل شي او یو ځل بیا داسې ورځ ووینو چې د افغانستان خلک په خپل کور هوسا او بسیا شي او افغانستان یو ځل بیا د آسیا د گودام بڼه غوره کړي.