په کابل کې د بابر د واکمنۍ

ليـكوال: صباحت عظيم جانوفنه عظيم جانووا ژباړونکی: څېړنپوه ډاکټر محمد شريف ځدراڼ

ظهیر الدین محمد بابر (۱۴۸۳-۱۵۳۰م/ ۸۸۸-۹۳۷هـ ق)، د هند د ګورکان امپراتورۍ بنسټ ایښودونکی و، چې وروستی ګڼل کېږي. د اسلامي زرین دور امپراتورۍ. بابر د خپل پلار له اړخه د امیر تیمور ګورکاني پنځم اولاد و. هغه د میرزا عمر شیخ زوی، د سلطان ابو سعید زوی، د میرزا محمد زوی، د میرانشاه زوی، د تیمور زوی. هغه د خپل مور په اړخ کې د چنګیز خان سره تړاو لري

سياسي انارشي او فيوډالي خپل منځي جګړې کابو د تيموريانو په ټولو وړو او لويو مقبوضاتو کې ددې لامل شوې، چې د شيباني خان واک په خراسان او ماورأالنهر کې ټينګ شي. يواځې کابل ولايت خپله خپلواکي ساتلي وه، چېرې چې د ۱۵۰۴ ميلادي کال راهيسې بابر واکمن شو (۱)

لکه چې موږ د مخه ويل، په منابعو کې د بابر د راتګ لاره له انديجان څخه کابل ته نه ده کښل شوې. د تاريخي آثارو د ليکوالانو (خواندمير، محمد حيدر، محمد صالح او نور) پاملرنه په خراسان او ماورأالنهر کې څپانده سياسي ژوندانه ته اوښتې ده، په عملي توګه ددې سيمې په شاوخوا برخو کې رامنځ ته شويو پېښوته توجه نه ده شوې.

د شوروي پوهانو په علمي آثارو کې چې د سلطان حسين د دولت تجزيې اوړنګيدلو او د شيبانيانو د سلسلې منځ ته راتلو او ټينګيدلو ته وقف شوي، دغه مساله همدغسې ناڅېړل شوی پاتې ده. سره له دې چې له ماورأالنهر څخه کابل ته د بابر راتګ او هلته دده واکمنيدل په کلکه د سلطان حسين د دولت له عمومي حالت سره تړاو درلود. همدارنګه کابل ته د بابر د راتګ د مسالې او حالت څېړل زيات اهميت لري او ددې اړخ په پام کې نيولو سره، موږ اوسنی فصل تنظيم کړ.

په ۱۵۰۴ ميلادي کې شيباني خان د سير دريا پر غاړه د پراتو سيمونيول پای ته ورسول؛ د هغه په لاس د ماورأالنهر ستر ښارونه، لکه سمرقند، بخارا، اوش، انديجان او تاشکند ورغلل. مغولي خانانو سلطان احمد خان او سلطان محمود يو په بل پسې ماتې وخوړه او د دښمن په لاس اسير شول. د هغوی سره په اتحاد کې بابر په منډه ځان وژغوره. د محمد حيدر د معلومات له مخې، هغه د فرغانې په جنوب کې غرنيو سيمو ته ولاړ (۲). پخپله بابر د خپلې آواره ګۍ په اړه چوپه خوله پاتې دی. د ۱۵۰۲- ۱۵۰۳ م. کلونو د پېښو په اړه دده کيسه اوش او کارنان ښارته په را رسيدو سره پای ته رسيږي، چېرې چې هغه په عجيبه او معجزانه توګه د دښمن له اسارت څخه ځان ژغوري (بابرنامه، ۱۱۷- ۱۱۹پاڼه ب).

بابر وروسته انديجان ته راغی، چېرې چې د مغولو له خانانو سره څلور مياشتې پاتې شو. له هغه ځايه يې مغولستان ته د تللو نيت وکړ. (۳) خو څرګنده شوه چې دغه سفر له خطر سره دی؛ ځکه هغه لاره د شيباني خان تر څارنې لاندې وه. وروسته له هغه بابر په اورا- تيپه کې پټ شو، خو د بابر خپلوان محمد حسين ګورګان چې دغه سيمه يې ترواک لاندې وه د شيباني خان په وړاندې د اطاعت کولو پريکړه وکړه.

بابر د ۱۵۰۳ ميلادي کال د پېښو د بيان په ترڅ کې ليکي: ((زه د محرم (جولای) په مياشت کې له فرغانې څخه خراسان ته روان شوم او د ييلاق کلي ته ورسېدم او دا د حصار د ناحيې له کليو څخه يو کلی و او هماغلته پاتې شوم)) (بابرنامه، ۱۲۰ پاڼه الف).

بابر چې ييلاق ته راغی، داسې ښکاري چې هغه غوښتل په خسرو شاه پورې د اړوندې يوې سيمې اداره په لاس کې واخلي. دا يقني ده، ځکه د همدغه هدف لپاره يې خپل استازی بابا پاشاګيری د خسروشاه پوځي قرارګاه ته ور واستاوه. څرنګه چې خسروشاه پر پراخو سيمو ((ترمز، تخارستان، حصار، ختلان، کندز، بدخشان او په جنوب کې تر هندوکش پورې ټوله سيمه)) باندې واکمن و اودغو سيمو ستر ستراتيژيک اهميت درلود، نو ځکه يې د بابر له استازي سره غير دوستانه کتنه وکړه.

بابر په انتقادي ډول د خسرو شاه بې رحمي او جبر بيانوي، هغه د يوه بې ادبه او بې رحمه واکمن په توګه معرفي کوي. د بابر په شهادت، ((د خسرو شاه خلک- خپل سري او ظالمان وو)) (بابرنامه، ۱۲۶ پاڼه الف) بابر ليکي، چې سمرقند ته د خسروشاه د تللو پر مهال ((د خسروشاه له نوکرانو څخه يوه نوکر په زور د چاښځه بېولي وه؛ د هغې ښځې مېړه خسروشاه ته شکايت وکړ. د خسرو شاه ځواب دا و: ((هغه له تاسره څو کاله وه، پريږده چې يو څو ورځې له هغه سره هم واوسيږي)) (بابرنامه، ۲۳ پاڼه ب، ۲۴ پاڼه الف).

باغ بابر، کابل:
د بابر بڼ د مغلو د اول ديکتاتور بابر په وختونو کي په ۱۵۲۸ع کال کي د هغه په امر جوړ سو چي د هغه د ارام ځای وو.
بابر د مړنې څخه وروسته په همدغه باغ کي خاورو ته وسپارل سو.
Bagh-i-Babur, Kabul, 1916. Photo by Oskar von Niedermayer.

د خسرو شاه له کورني سياست څخه روحانيون هم خوښ نه وو. له ((بابر نامې)) څرګنديږي، چې د هغوی ګټې دا مهال د سلطان محمد سره وې، ځکه هغه ماليه د روحانيونو له لارې راټولو له (بابرنامه، ۲۳ پاڼه ب). خسروشاه په اصل کې د خپل کورني سياست پرنسيپونه بدل نه کړل، کوم چې دده څخه مخکې واکمنو ټينګ کړي وو، د هغوي په موجوديت کې د خلکو ځورول ډېر زيات شول. له امکان څخه لېرې نه ده، چې بابر دې د خسروشاه د خلکو عمومي ناخوښي د خپلو هدفونو دلاسته راوړولو په موخه په کاروړي نه وي.

پوښتنه داده، چې څرنګه بابر وکولای شول چې د لږو او په خرابو وسلو سمبال کسانو په مرسته د حصار اړوند د ييلاق کلی ونيسي، ډېره په زړه پورې ده. جغرافيه پوه خ. خسانوف لومړی شخص و، چې هڅه يې وکړه، څو تر حصاره پورې د بابر پل معلوم کړي. د هغه د پايلو له مخې، دغه پل او د تګ لاره د تاجيکستان د غرنيو سيمو – ماتچو او آب ګرم (د شوروي تاجکستان د ابوردان کلي) له لارې تېرېږي (۴).

خو زموږ په نظر، بابر له انديجان څخه حصار ته، د خ. حسانوف له خوا په ټاکل شوې لاره باندې نه دی ولاړشوئ، ځکه دغه غرنۍ سيمې د شيباني خان ترولکې لاند وې. او بل دا چې د بابر د معلوماتو له مخې، خ. حسانوف کرونولوژيکي او تاريخي تسلسل نه رعايتوي. ماتچو او آب ګرم ته د بابر راتګ يو څه وړاندې په ۱۵۰۰- ۱۵۰۲م. کې شوی دی. شيباني خان په ۱۵۰۱م. کې له سمرقند څخه راووت، له دې امله بابر ونه کولای شول چې فرغانې ته ولاړ شي او اړشو چې په اورا- تيپه کې پاتې شي او هغه وخت ددې ځای واکمن محمد حسين ګورګان و. بابر د دهکت په کلی کې واړول، خو څه موده وروسته يې واوريدل، چې اورا- تيپه ته شيباني خان را روان دی، ځان يې په ماچو کې پټ کړ.

د هغو معلوماتو اناليز (نتيجه) چې بابر، محمد صالح، محمد حيدر او غياث الدين خواند مير وړاندې کړی، د روسي سيلانيانو او سيمه پېژندونکو له موادو سره پرتله شي، نو زموږ په عقيده د بابر تګ لوری به په سمه توګه تر ييلاق پورې وټاکل شي.

د محمد صالح په قول، بابر ييلاق ته له تښتې وړاندې په کوهستان کې د فرغانې په جنوبي غرونو کې پټ شو (۱۳). دغه مهال شيباني خان په بلخ، خوارزم او فرغانه کې په لويوپوځي عملياتو بوخت و، او د بابر په شان د دښمن تعقيبول يې اړين نه ګڼل، بابر هغه وخت ۲۰۰- ۳۰۰ کمزورو وسله والو نوکرانو بدرګه کاوه. په نتيجه کې بابر په پټه وکولای شول چې له فرغانې څخه ييلاق ته راشي.

په ((بابرنامه)) کې په دې اړه يادونه کوي، چې ددغو خاطراتو د ليکوال تګ لوری افغانستان ته د شامتو له لارې د قيزيل سو سيند په کښتنۍ برخه کې تېر شوی دی. د ۱۵۰۴- ۱۵۰۵ م. کلونو د پېښو په ياد داښتونو کې راغلي: ((کله چې موږ د شامتو او قيزيل­سوله لارې تېريدو، درې- څلورزره د خسرو شاه تابع مغول چې په کندز کې ديره وو، له خپلو کورنيو سره راغلل او له ما سره يوځای شول)) (بابرنامه، ۱۲۳ پاڼه الف).

د ييلاق وادۍ ته د بابر د راتګ په اړه چې کله شيباني خان ته خبر ورسيد، نو دده وېره يې را وپاروله چې بابر خامخا له خسروشاه سره يوځای نه شي. په غالب ګمان سره دې خبر د خسروشاه پر ضد د شيباني خان پوځي يرغل چټک کړ. د شيباني خان د پوځي سوقياتو په اړه خبر د سيند کيڼې خواته د تيموريانو په مقبوضاتو کې ډېر ژر خپور شو او خلک يې په ډېره وېره کې واچول. بابر پوهېده، چې د شيباني خان سره نوې مخامختيا امکان لری دده لپاره برخليک ټاکونکي وي، ژريې د ييلاق وادۍ پرېښوده او د قباديان په سيمه کې د ايواج پر ګودرباندې تر آمو راپورېوت (بابرنامه، ۱۲۰ پاڼه الف) ده ته څرګنده وه، چې د شيباني خان پر ضد د کوم يوه ايتلاف جوړول په داسې يوه حالت کې چې د تيموريانو ترمنځ خپل منځي مخالفتونه اوج ته رسيدلي دي، ناممکن دی.

د پوځي ډګر د پرېښودلو په اړه پريکړه هغه مهال ډېره هو ښيارانه وه، ځکه بابر او د هغه نا منظم پوځ نه شول کولای چې د شيباني خان د غښتلي پوځ په وړاندې مقابله وکړي. په ۱۵۰۴- ۱۵۰۵ م. کې پرحصار، کندوز او اشکاشم باندې (بابرنامه، ۱۲۲ پاڼه ب) د شيباني خان نوی بريد په بشپړه توګه د بابر د غوره شوې سياسي لارې معقوليت وښود. د محمد صالح په قول، د داسې سترو ښارونو، لکه حصار، کندوز، باکلان او ختلان د نيولو دنده محمد سلطان ته سپارل شوې وه. نوموړی د قرشی څخه د دېربتت کوتل او د تاجيکستان او اوزبيکستان د آبادو سيمو- بايسون، دېناو، سری- اسی، ريګر له لارې حصارته ولاړ (۳۰). د حصار واکمن – خسروشاه په پټه وتښيتد او د بابر له پوځونو سره يو ځای شو.

محمد سلطان چې خبر شو په ده پسې کندوز ته ولاړ. د بابر سره د خسروشاه له يوځای کېدو څخه شيباني خان هم خبر شو، دغه مهال ختلان ته روان و. د کندوز څخه د خسروشاه د منډې او له بابر سره دده د يو ځای کيدو په اړه بشپړ معلومات خواند مير ليکلي دي، چې ددغو پېښو عيني شاهدو، د بديع الزمان د اميرانو په ډله کې شامل و او د کندوز د دفاع په خاطر يې هلته استولی و.

ده د سرپوزې په غر هره ورځ د ” اتياوو” کسانو سره کار کوو چې په کې د تيږې توږوونکي، نقاشان او نور مزدوران شامل وو. نهه کاله وروستو دا دالان تيار شو چې بهر ترې د ډبرې دوه زمري په زنځيرونو تړلي ولاړ و. دا د بابر نوم ته يوه اشاره وه چې په ترکي کې د زمري مانا ورکوي.

د حصار د پوځونو ماتې د بابر لپاره ګټوره تمامه شوه. د خسروشاه ډېر زيات نوکران چې ناهيلي شوي وو له بابر سره يو ځای شول. په دوو ورځو کې د خسروشاه له ۲۵ زرو عسکرو څخه هيڅوک پاتې نه شول. بابرليکي: ((واکمن د ۲۰۰۰۰ يا ۳۰۰۰۰ نوکرانو څښتن و، په سلطان محمود ميرزا پورې ټولې اړوندې ځمکې، د کاخ لوګ (د دربندا هنين په نامه هم ياديږي) څخه نيولی د هندوکش تر غرونو پورې دده ترواک لاندې وې، ددغو ځمکو يو له ماليه ټولوونکو څخه حسن برلاس و، چې ډېر ظالم و او موږ يې قدم په قدم د ييلاق څخه تر ايواج پورې وځغلولو. او دادی اوس په يوه نيمه ورځ کې پرته له جګړې خدای(ج) دغه واکمن زما په شان د غريب او را سره د ۲۵۰ کسانو په وړاندې دومره ټيټ، کمزوری او بې واکه کړ، چې پرخپلو نوکرانو، شتمنيو او حتی پرخپل شخصي ژوند هم واک نه لري)) (بابرنامه، ۱۲۴ پاڼه الف، ۱۲۴ پاڼه ب).

د بابرکتنه له خسرو شاه سره په دوشي کې وشوه. د هغه تړون له مخې چې ددوی ترمنځ شوی و، بابر د خسروشاه ژوند وژغوره، د ميرزا خان ټينګه غوښتنه يې رد کړه، چې دده د وروڼو د غچ اخيستلو په بدل کې ووژل شي.

تر دې مهاله د شيباني خان د پوځ جاسوسې ډلې د جان وفا سلطان په مشرۍ پال­ګرته، د روز سلطان ډله اشکاشم ته او د محمد ترکساني ډله کندوز ته ورسيدله. ټولې دغه سيمې، د څړځايونو، د غلودانو، باغونو او د نفوسو د ګڼ والی په لحاظ آبادې وې. محمد صالح ليکي: ((دلته بې شمېره آسان او اوښان وو، هيڅ يو داسې سړی نه شته چې بډای نه وي)) (۳۲).

د شيباني خان پر له پسې بريو بابر شا تګ ته اړ کړ. هغه د کهمرد ناحيې په اجر کلا کې ځای ونيو. پر حصار، کندوز او د آمو سيند پر ښي خوا سيمو باندې د شيباني خان بريدونو د خراسان د وروستيو تيموريانو واکمن سلطان حسين اندېښمن کړ. يواځې همدغه مهال هغه د دښمن په وړاندې د ګډې دفاع اړتيا احساس کړه. بابر په اجر کې له همدغه مشر سلطان څخه ليک تر لاسه کړ، چې په کې ويل شوی وو: ((کله چې سلطان احمد ميرزا، سلطان محمود ميرزا، الوغ بيک ميرزا او د هغه وروڼو، زما پر ضد کودتا وکړه او ما د مرغاب سيند پرغاړه ځان ټينګ کړ. ميرزايان لنډ راغلل، خو څه يې ترلاسه نه کړل او بېرته وګرځېدل. اوس که اوزبيک پرما بريد وکړي زه به د مرغاب پرغاړه مقاومت وکړم. بديع الزمان پرېږده چې د بلخ کلا وساتي، شاه پور کان او انخود قوي خلک دي، پخپله د فرزووان او د زانګ درې او د ټول غرنی هېواد ساتنه کوي)). بابر ته د کهمرد، اجر او د ((ټولې غرنۍ سيمې)) د ساتنې وړانديز شوی و. ((خسرو شاه دې د خپل ورور، ولی سره ختلان او بدخشان ټينګ کړي. اوزبيک هېڅ نه شي کولای او حتمی بايد په شا شي)) (بابرنامه، ۱۲۲ پاڼه الف).

بابر ددغه ليک په اخيستلو سره ډېر نا اميده شو: ((دومره ستر واکمن، لکه حسين ميرزا، د تيمور بيک ځای ناستی د دښمن پر ضد د بريد په اړه نه، بلکې د هغه په وړاندې د دفاع خبرې کوي، څرنګه کيدای شي چې خلک هيله مند و اوسي؟)) (بابرنامه، ۱۲۲پاڼه الف) بابر ليکي: ما انتظار درلود، چې قاصدان او نوکران به په جدي توګه د يوبل ملاتړ وکړي او داسې پرېکړه به اعلان کړي: ((د ترمز، کليف او کرکی په ګودرونو باندې دومره باروړونکې کشتۍ جوړې کړئ او د پله لپاره دومره شمېر تيرونه تيار کړئ؛ د توقوز- اولامه لوړ ګودرونه ښه وڅارئ)) (بابرنامه، ۱۲۲ پاڼه ب).

که څه هم د بابر شکايتونو د سلطان حسين په اړه، چې د جګړې لپاره تياری نه درلود، ښکاره حقيقي بڼه درلوده، خو سره له دې هغه مهال پخپله بابر هم په بشپړه توګه د شيباني خان له لوی پوځ سره جګړې ته تيار نه و او نه شوای کولای چې په آجر و د کهمرد په غرنۍ سيمو کې د تيموريانو دريځ پياوړی کړي. پخپله د آجر کلا په ښه دفاعي حالت کې نه وه او بابر دلته د موقتي وخت لپاره راغلی و. په بشپړه توګه روښانه وه، مخکې له دې چې د شيباني خان په وړاندې وجنګيږي، بابر ته لازمه وه چې خپل سياسي واک ټينګ او قانوني کړي.

امير باقي چغانياني او نورو نېږدې کسانو يې په کلکه له بابر څخه غوښتل، چې څومره ژر ممکن وي د جګړې ډګر خوشې کړي. د ((تاريخ فرشته)) ليکوال په عادلانه ډول کښلي، چې د حالاتو غوښتنه دا وه چې ((له وژلو نه يو څه ځان ژغورل په کارو)) (۳۳).

د سلطان حسين سره له اتحاد نه د بابر د انکار کولو اساسي لاملونه داوو، چې هغه د شيباني خان پر ضد جګړې ته تيار نه و. د بابر بېلابېل ټولګي لا تر دغه وخته پورې په يوه منظم او با دسپلينه پوځ باندې نه وو تبديل شوي، د فرشته په قول د خسرو شاه نوکران له څلورو زرو څخه زيات وو (۳۴) خو لا د بابر د باور وړ نه وو ګرځېدلي.

٭             ٭             ٭

د ۱۵۰۴ ميلادي کال په سپټمبر کې بابر پر مقيم ارغون باندې بريالی شو (۳۵). او په تيموريانو پورې اړوند د کابل ولايت واکمنۍ ته ورسيد. ده هغه مهال د عنعنې سره سم د کابل ولايت دخپلو وروڼو او خپلوانو ترمنځ وويشه. ((بابروايي، چې مقيم مې خوشې کړ او د کابل ولايت مې د ميرزايانو او د ټولو مېلمانو او د بيکانو ترمنځ وويشه. غزنی مې د خپلو اړوندو او نېږدو سيمو سره جهانګير ميرزا ته؛ د ننګرهار، منداور، نوردره، کنر، نورګل او چغای سرای سيمې مې نصير ميرزا ته ورکړې؛ هغو بيکانو (مشرانو) او ځوانانوته چې په سختو ورځوکې له ماسره ملګري وو، چاته مې کلي، چاته مې ناحيې، خو بشپړ ولايتونه مې هيچاته هم ورنه کړل)) (بابرنامه، ۱۴۴ پاڼه الف).

بابر د کابل ولايت د واکمن په توګه خپل دغه لومړنی اقدام په مجمل ډول بيانوي او پردې ګواهي ورکوي، چې که څه هم بابر خپلو خپلوانو ته سيمې ورکړې، خو د هغوی اندازه يې ډېره کمه کړه (بابرنامه، ۱۴۴ پاڼه الف، ۱۴۴ پاڼه ب). بابر ټاکلي امتيازات يواځې خپلو وروڼو- جهانګير او نصير ته ورکړل، ځکه د پلار او تخت قانوني وارثان دوی وو، او همدارنګه باقي چغانيان چې د کابل د څارنې دنده يې پر غاړه درلوده. سربېره پردې په کابل کې غوره اميرو او د هغه په اداره کولو کې يې مهم رول تر سره کاوه.

بې شکه، په سختو شرايطو کې، کله چې د بابر دريځ لانه وپياوړی شوای او په سيمه کې د غټو فيوډالانو واک نامحدودو، دوی ته د کمو سيمو ورکړه يو زړه ور اقدام و. احتمال لري، چې بابر دغه ډول اقدام ځکه وکړ چې د هغه ترواک لاندې قلمرو کوچنې و. خو دغې پريکړې يو بل دليل هم درلود او هغه دا چې بابر ((دغه مهال په بريالۍ توګه د ناکاميو او کاميابيو له سختې آزموينې څخه راوتلی و)) (۳۶) واکمنو ډلو ته د سيمو د زياتې پېروزينې له روستاړو (عواقبو) سره ښه آشنا و. بابر هڅه کوله، چې د فيوډالانو د بډايتوب سرچينې او خپل سرۍ محدودې کړي.

خو دغه ډول سياست په طبيعي ډول د فيوډالانو له مقاومت سره مخ شو. په دغه دور کې د بابر اتوريته د فيوډالي اشرافو ترمنځ لاکمزوري وه، بابر پخپله په ۱۵۰۴- ۱۵۰۶ ميلادي کلونو کې د تجزيې د تمايلاتو او دحاکمه طبقې د سرکښۍ شته والی د فساد او فتنې په توګه پېژني او لمسوونکی يې پخپله دده ورور- نصير و. هغه په ټاکلي وخت د بابر دربار ته حاضر نه شو، څو ماليه ورکړي، په کومه اندازه چې د ماليې ادارې د خزانې لپاره پرده باندې حواله شوې وه. علاوه پر دې، د بابر له اجازې پرته هغه د يوسف او بهلول (اميرانو) ملاتړ ترلاسه کړی و او د بدخشان له واکمنو سره يې د شيباني خان پر ضد پوځي اتحاد جوړ کړ. بابر په درانه خپګان سره ليکي: ((… مايوسف ته الينګار او بهلول ته عليشنګ ورکړ. دغو دواړو نيت درلود چې يو څه له خپلو سيمو څخه په لاس راوړي او د نصير ميرزا سره يو ځای شول. د نصير ميرزا په څېر هغوي هم ماته رانه غلل؛ هغوی ټول ژمی د نصير ميرزا سره په مشورو او شراب خورۍ بوخت وو. په ژمی کې يې يوه ورځ په افغان- ترکلاڼيو باندې يرغل وکړ، په سپرلی کې نصيرميرزا د ايماقو او ټولو راغليو قبايلو مالونه او کورنۍ ننګرهار او لغمان ته وکوچول. (بابرنامه، ۱۵۴ پاڼه ب).

د ترکلاڼيو له قبايلو سره د نصير ميرزا د قوماندانانو او اميرانو زور زياتي، د حکومت د مشر په توګه د بابر اتوريته په زياته اندازه زيانمنه کړه. د زياتو افغاني او ترکي قبايلو ترمنځ يې ولولې راوپارولې. د نصير ميرزا بريدونو پښتنو ته د بابر د تره- الوغ بيک ترخې خاطرې ور په ياد کړې، چې په خپل وخت کې يې د يوسفزيو مشران او ځوانان قتل عام او له کابل څخه يې په وتلو مجبور کړي وو.

ترکلاڼي او ګګياڼي قبايل، چې د نصير ميرزا تر بريد لاندې راغلل، دوی د خښي قبايلو د اتحاديې غړي وو او د يوسفزيو په شان د کابل په ولايت کې اوسيدل. ډېر وخت دغو قبايلو په فيوډالي جګړو کې برخه درلوده. د بېلګې په توګه د واک د ترلاسه کولو په خاطر د الوغ بيک د مبارزې پرمهال يوسفزيو له ده سره مرسته وکړه. او همدارنګه داسې ښکاري، چې هغوی ډېر زيات پرخپل ځواک باندې باوري وو او د خوداراديت څرګندونه يې پيل کړه د بابر په قول ((هغوی د مسلمانانو سره په اړيکو کې ځانونه زړه ورښودل)). ددې لپاره چې الوغ بيک هغه اېل کړي، پريکړه يې وکړه چې د يوسفزيو او ګګياڼيو تر منځ نفاق ته لمن ووهي او په دې موخه يې له ګګياڼيو څخه ملاتړ وکړ او پر يوسفزيو يې بريد وکړ. خو هغوی کلک مقاومت له ځانه وښود او ماته يې ورنه کړای شوه. الوغ بيک وروسته له هغې خپل تاکتيک بدل کړ. تردې پلمې لاندې چې له يوسفزيو سره د دوستانه اړيکو ټينګول غواړي، د يوې مېلمستيا په ترڅ کې يې د هغوي ۹۰۰ مشران او ځوانان ووژل. وروسته له دې ژوبلې، يوسفزي مجبور شول، چې د کابل له ولايت څخه د ننګرهار او بيا وروسته پېښور ته هجرت وکړي. (۳۸) (وګورئ: ددو. م. ماسون، و. ا. رومادين اثر ((د افغانستان تاريخ)) لومړی ټوک، ۳۷۴ مخ. او د اخوند درويزه اثر ((تذکرةالابراروالاشرار)) د ۱۲۷- ۱۲۸ مخونو په حواله د يوسفزيو د شهيدانو شمېر نهه سوه تنه وو. شايد د ماسون او رومادين په  کتاب کې د شمېر په اړه طباعتي غلطي شوې وي. (ژباړونکی)

ټولو دغو پېښو ترکلاڼي قبايل چې په لغمان کې اوسيدل نا کراره کړل، چېرې چې پر هغوی باندې په ۱۵۰۴- ۱۵۰۵م. کې، نصير ميرزا يرغل وکړ.

د نصير ميرزا او د هغه د اميرانو يرغل، ترکلاڼي قبايل سخت مقاومت ته اړايستل. د نصير ميرزا يوه امير فضلي د نور درې په غرنيو لړيوکې زيات جنګيالي له لاسه ورکړل. بابر په دې اړه له نصير ميرزا څخه خپه و، ويې ويل، چې ((د فضلی په شان سړی د لښکر په سرکې موجود وي، برخليک به يې همېشه همدغسي وي)) (بابرنامه، ۱۵۴ پاڼه الف).

دغه مهال د بدخشان له واکمنو څخه مبارک شاه وکولای شول، چې په بدخشان کې د شيباني خان ځای ناستی محمود مخدون ووژني او د ظفر کلا يې ونيوه. دغه راز په ختلان کې د خسرو شاه قوماندان محمود کورچی د شيباني خان سر لښکر وواژه. په راغ کې زبير راغی بيک شورش وکړ. نصير ميرزا له دغو ټولو څخه خبر شو، لکه چې بابر ليکي: ((يو شمېر لمسوونکي، تحريک کوونکي او لنډ فکران کسان يې له ځانه سره کړل))، ددوی له مالونو او کورنيو سره د آمو سيند پرغاړه د شربت او ابدرې له لارې بدخشان ته ننوتل (بابرنامه، ۱۵۵ پاڼه الف). خو بدخشان يې په لاس را نه وړئ شو.

په کندز کې د حمزه سلطان په وړاندې د خسروشاه ماتې، د هغه د خپلوانو او دده وژنې په کابل کې د بابر دريځ پياوړی کړ. بابر پخپله ليکي، چې ((له ما سره ډېر خلک وو، چې پخوا د خسرو شاه نوکران وو، کله چې د خسرو شاه د مړينې خبر راورسيد، هغوی سملاسي غلي شول، لکه په اور چې اوبه وشيندې)) (بابرنامه، ۱۵۶ پاڼه ب).

يو کال له دې پېښې وروسته يعنې په ۱۵۰۵- ۱۵۰۶م. کې د خسرو شاه ورور باقي چغانياني لومړی اسير شو او بيا وروسته ووژل شو، کوم چې د بابر په دربار کې يې غوره رول درلود. هغه چې د کابل په ولايت کې دنده پرغاړه درلوده، بابر لازم نه ليدل چې د هغه پر ضد کلک ګامونه واخلي. خو د باقي چغانياني پياوړی نفوذ، خپل سرۍ او هيلې، چې د بابر اتوريتې ته يې درنښت نه کاوه، همېشه يې د هغه وېره راپاروله.

بابر ليکي: ((له هغه وخته چې باقي چغانياني له موږ سره د آمو سيند پرغاړه ملګری شوی دی، زموږ په منځ کې له ده څخه بل د احترام وړ لوړ شخصيت نه و. څه به چې وشول، دده وينا او پريکړه د درنښت وړوه، د هغه کار عاقلانه و. خو هغه لازم خدمت، وړ سلوک هيڅکله هم له ځانه ونه ښود او برعکس ټولې ممکنې بې نزاکتۍ او خوابدۍ يې منځ ته راوړلې؛ دی يو بخيل، بې ادبه، حسد او رخه کونکی، بدنام، بې رحمه او ټګمار سړی و… که څه هم نوموړی، زه دواکمن په توګه اعلان کړم، خو پر هغه باندې امر کول، پخپله دروازه کې د نغار غږول و، هغه له هيچاه سره صميمي نه و او هيڅوک يې نه خوښېدل.

د کابل ټول عوايد باقي چغانياني را ټولول، د دومره لوړ مقام سره سره بيا هم خوښ نه و، ستونزې به يې را پيدا کولې او بدسلوک به يې کاوه، خو موږ څه نه ورته ويل. دی د فيوډالي حاکمې طبقې ټپيک استازی و. په پای کې يې د بابر پر ضد ناکامه کودتا وکړه او په جزايي توګه هندوستان ته واستول شو، په لار کې د غلو له خوا د پنجاب په کچکوټ کې ووژل شو.

په ۱۵۰۵- ۱۵۰۶ ميلادي کې د شيباني خان پوځونو پر خوارزم بريد وکړ، د دفاع چارې د سلطان حسين د ځای ناستی چين صوفي پرغاړه وې. د دښمن د قوي پوځونو بريدونه يې پر شاو تمبول، چين صوفي هرات ته خپل استازی واستاوه، چې سلطان حسين د خوارزم له حالت څخه خبر کړي، د اورګنچ د اوسيدونکو د بې وزلۍ بيان يې ورته وکړ، چې لا درې مياشتې مخکې د شيباني خان پوځونو پخپله کلابندۍ کې راوستي وو.

خو سلطان حسين په داسې حالت کې و چې له خوارزم سره يې مرسته ونه کولای شوای (۳۹) چين صوفي د اورګنچ له لس مياشتنۍ دفاع وروسته د خپلو ساتونکو له خوا په غدارۍ سره ووژل شو، په نتيجه کې خوارزم د شيباني خان په لاس ورغی. او د خوارزم نايب کيپاک- بای وټاکل شو.

بابر د چين صوفي مېړانه لوړه ارزوله. محمد صالح د شيباني خان د دربار تاريخپوه، هم د خلکو ترمنځ د چين صوفي د ستر شهرت يادونه کوي:

چين صوفي ډېرې جسورانه جګړې تحمل کړې دده د مــېړانې آوازه ټـولــو تــه ورســـــيده (۴۰)

شيباني خان د خوارزم له تسليميدو وروسته، د خواند مير په قول، نيت وکړ، چې ((د هميش لپاره نړۍ لاندې کړي، پرميمنه او فارياب يې بريد وکړ. (۴۱) خلک يې برباد او لوټ کړل. ياد شوي ښارونه يې وران او د هغوی واکمنان يې ووژل… د دغو هېوادونو د خلکو حالت اغېزمن شو. ټولو اوسيدونکو د وطن پرېښودلو هيله درلوده، ځکه د ظلم لوخړو د اسمان لوړ مخ پوښلی و)) (۴۲)

د شيباني خان د پوځ دغه عمليات د هرات له جګړې مخکې يو تاکتيکی تمرين و. دغه مهال سلطان حسين د خپلې غلطۍ په ژورتيا پوه  شو: ((فاتح او سوبمن خاقان (سلطان حسين د ميرزا بديع الزمان سره د مرستې په اړوند د خپلې بې پروايي او ځنډ په اړه افسوس کوي)) (۴۳) د محمد صالح په قول، رښتيا ده، چې دغه مفکوره چين صوفي د استازی سره د ليدو- کتو پرمهال له سلطان حسين سره پيدا شوې وه. (۴۴)

د شيباني خان سره د جګړې په موخه د مجهز پوځ جوړول خورا اړينه مساله وه، خو په دغه لاره کې د تيموريانو ترمنځ مخالفتونه او نفاق خنډ وو. سلطان حسين ته زيات وخت په کارو، چې يواځې خپل زامن په خپلوکې سره پخلا کړي، کوم چې له يو بل سره په جګړه بوخت وو، نور فيوډالان خو لاپرځای پريږده:     

د هغه ټول زامن په دښمنۍ بوخت وو

د هغه ټول سلطانان په دښمنۍ بوخت وو

ټول ياغی شوي وو۴۴ الف

د خواند مير له معلوماتو څرګنديږي، چې بديع الزمان د ۱۵۰۵ م. کال په دسمبر کې د سلطان حسين حضور ته حاضر شو. (۴۵) د ميرخواند په قول، له زمينداور، ګرمسير، غور او تولک څخه ذونون ارغون له خپلو پوځونو سره يواځې د ۱۵۰۶ ميلادي کال په مارچ کې د سلطان حسين حضور ته راورسيد (۴۶). په کابل کې يې بابر ته سيد افضل ورواستاوه او له بابر څخه يې غوښتنه وکړه، چې د شيباني خان پر ضد د ګډ پروګرام جوړولو په خاطر هرات ته سفر وکړي. (۴۷) بابر په ډېره مينه تياری وښود: ((… که چېرې د شيباني خان پر ضد نور پرپښوځي، موږ به په سرولاړشو، که چېرې نور دلرګيو سره ځي، موږ به له ډبرو سره ولاړ شو)) (بابرنامه، ۱۶۳ پاڼه الف). بابر د ۱۵۰۵م. کال په مۍ کې له کابله هرات ته روان شو. خو هغه په لار کې خبر شو، چې سلطان حسين د بابا الهی په سيمه کې د ۱۵۰۶م. کال د مۍ په پنځمه وفات شوی دی (بابرنامه، ۱۶۳ پاڼه ب).

د مؤرخينو د معلوماتو له مخې، بابر د کابل څخه د غوربند او شبر له لارې وخوځېد. د ګومبازاګ په کوتل واوښت او د دندان شکن د کوتل له لارې د کهمرد کلاته ورسيد اټيک همدغلته يې د سلطان حسين د مړينې خبر واورېد). له کهمرد څخه د اجر او توب په لړيو کې د بلخاب سيند ته راووت او بيا پورته د صافه په غره ور روان شو. دلته دده له پوځونو سره ايماق يوځای شول او د پای وادۍ ته ورکښته شول، د ګاروزان، اجر، قيصار او چېچکتو څخه تېر شول او د بادغيس شاوخوا ته ورسيدل. ټوله دغه فاصله ۲۰۰ يګاچه (۱۶۰۰ کيلو متره) وه. د سلطان حسين له زامنو سره د بابر ليدنه د اکتوبر په ۲۷  نېته د مرغاب سيند پرغاړه وشوه. په دې ډول له کابله تر مرغاب پورې د بابر سفر پنځه مياشتې ونيولې. هغه د سفر په اوږدو کې د کابل له کودتا څخه خبر شو او ترتيبونکی يې دده د تره زوی، ميرزا خان و.

بابر چې د بديع الزمان قرارګاه ته ورورسيد، ويې ليدل، چې د تيموريانو د واکمنۍ لوړ چارواکي وارخطا او په وېره کې دي. خوارزم، بلخ او ورڅېرمه سيمې د شيباني خان په لاس کې پرېوتي دي. په کندز، شبرغان، فاراب (فارياب) او اشکاشم کې د هغه پلويان ځای پر ځای شوی وو. خو لکه چې شيباني خان د مرغاب سيند غاړې ته د بابر او د خراسان د سلطانانو له راتګ څخه خبر شو، سملاسي له بلخ څخه د مرغاب او د آمو تر سيند راپوريوت او مارواالنهر ته ولاړ (۴۸) ښکاري چې هغه نه غوښتل، د تيموريانو له متحدو پوځونو سره وجنګېږي.

که څه هم پخپله د تيموريانو ترمنځ د دښمن په وړاندې د دفاع د تنظيمولو په اړه واحد نظر نه و. د بېلګې په توګه، امير ذونون اعلان وکړ، چې د قوتونو د راټولولو لپاره بيا دغسې موقع په لاس نه راځي او نوځکه لازمه ده، چې دغه چانس له لاسه ورنه کړو او پر شيباني خان بريد وکړو. خو يو بل امير – محمد بروندوق، چې د سلطان حسين د زوی مظفر حسين ميرزا په دربار کې د ستر نفوذ خاوندو، هغه په بشپړه توګه بل ډول سياست درلود. په دې پلمه چې که چېرې سلطان حسين لښکرکشي وکړي او پلازمېنهمېنه پريږدي، ممکن پر هرات د خوارزم ځای ناستی کيپاک- بای بريد وکړي، محمد بروندوق متحدينو ته وړانديز وکړ، چې د شيباني خان پر ضد بريد تر پسرلي پورې وځنډوي. سربېره پردې هغه وېرېده چې په دربار کې خپل نفوذ له لاسه ورنه کړي، او په وروستی تحليل کې په دې پورې دده برخليک تړلی و.

هر څه چې وو، خو د ((روضات الصفأ)) د ليکوال په قول، د خراسان د سلطانانو ترمنځ بېلوالی راغی: ابن حسين ميرزا د تون او کيان سيمی ته ولاړ، ابوالحسين ميرزا مروې ته ولاړ، د ذونون ارغون خپلوانو هم له قرارګاه څخه د وتلونيت وکړ، نور پاتې هر يو په خپل لوري ولاړ. بابر او د هغه اميران باوري شول، چې په دغسې حالت کې د شيباني خان پر ضد د يوه قوي ايتلاف جوړول ناممکن دي، له هراته راووتل او په چټکي سره د کابل په لور را روان شول، څو هلته نظم بيا احيا او ياغيان په جزا ورسوي.

هغه مهال شيباني خان خبر ترلاسه کړ، چې بابر له هرات څخه ولاړ، د ۱۵۰۷ ميلادي کال په مۍ مياشت کې يې تر کرکي او اندخوی ځان را ورساوه او ورپسې يې بادغيس ونيو. د هماغه کال د مۍ په ۱۷ نېټه د کوچي اوزبيکو لښکرې د هرات تر لمنو پورې راورسيدې، کابو له هيڅ راز مقاومت سره مخامخ نه شوې، شيباني خان ورپسې جام، مشهد، کندهار او استر آباد ونيول، د ۱۵۰۸ ميلادي کال په سپرلی کې يې د سلطان حسين سيمې تر خپل واک لاندې راوستې. د سلطان حسين زوی بديع الزمان آذربايجان ته وتښتيد او له هغه ځايه د ترکيې ستامبول ته ورسېد.

بې له شکه د سلطان حسين په دولت کې داخلي فيوډالي جګړې په زياته اندازه د تيموريانو د امپراتورۍ د پای ته رسيدو سبب شوې، خو زموږ په نظر، د شيباني خان د اسانې کاميابۍ غوره لامل په دفاع او مقاومت کې د خلکو برخه نه اخيستل و. (۴۹)

بابر د ۱۵۰۶- ۱۵۰۷ ميلادي کلونو په اوږدو کې د بادغيس په شاوخوا کې د خپلې لښکرکښۍ د بيان په ترڅ کې په څرګنده وايی: ((… موږ د بادغيس په حدودو کې د بام درې ته ورسيدو. دا يو داسې سيمه وه، چې له لوټمارانو ډکه وه او د لارويانو څخه يې هر څه شکول، موږ هم د ايماقو او ترکو اوسيدونکو ترمنځ ايسار شوو او غوښتل يې چې هر څه را څخه ويسي او د يوې يادوې مياشتې په جريان کې يې درې زره تومانه (پيسې) راغونډ کړي وو (بابرنامه، ۱۸۵ پاڼه الف).

د ميرخواند معلوماتو له مخې موږ ته څرګنديږي، چې په دغه دورکې د بادغيس سيمه د شيباني خان پوځونو تر بريد لاندې راغلی وه. ((د خاقان منصور (سلطان حسين) له مړينې وروسته شيباني خان، چې ډېر پخوايې داسې يوه مساعده موقع غوښته، د آمو سيند له لارې د مرغاب تر غاړې پورې ستر پوځ سوق کړ او دغه سيمه يې هم ونړوله.))(۵۰) د بادغيس پر شاوخوا باندې د شيباني خان پوځونو د ۱۵۰۶م. کال د مۍ په مياشت کې بريدوکړ. په شيباني خان پسې جوخت بادغيس ته د ذونون ارغون پوځونه د بديع الزمان په ملاتړ راوسيدل اود هغه له پوځونو سره يو ځای شول (بابرنامه، ۱۸۵ پاڼه الف).

په دې ډول، په ډېر لنډ وخت کې بادغيس او دهغه شاوخوا سيمې درې ځلي واک ته د فيوډالانو د رسيدو په خاطر تر بريد لاندې راغلې، خلکو سوله ييز ژوند او د کار نورمال شرايط يې غوښتل، هغوی ته بې توپيره وه، څوک له جګړه مارو بري ته رسي. زيارکښې پرګنې يو شان ته د تيموريانو له ظلم او د شيباني خان له يرغل څخه ربرړيدلې. جګړې يواځې وطن او ولس سپېره کاوه، يواځې هغو فيوډالي واکمنو ته يې ګټه رسيده، چې په جګړه کې بريالي کېدل.

اولکه چې ا. ن. بولديريف پخپل اثر کې د واصفي په قول د هماغه دورد هرات ارستو کراسۍ د ژوندانه په اړه د پام وړپېښې رانقلوي، چې د يو شمېر فيوډالانو پرخورا زياتو شتمنيو باندې ګواهي ورکوي. د واصفی په قول، ((په ۹۱۳ هـ. ق. کال د عاشورا په ورځ (د۱۵۰۷ ميلادي کال د مۍ مياشت) د خديجې – بيګم د کوچني ورور امير شاه ولی په کور کې يوه مجلله مېلمستيا جوړ شوې وه. امير شاه ولی د سلطان حسين په دربار کې ډېر نفوذ درلود. ده ته ټولو اميرانو اطاعت کاوه او دده پرمهربانۍ يې حساب کاوه. د مېلمستيا پرمهال يو بد خبر د شيباني خان په اړه، چې هرات ته په چټکۍ سره را روان دي، راورسيد او د مېلمنو لپاره دا يو له خطر نه ډک خبرو. امير ذونون ارغون له لس زره پوځ سره د شيباني خان مقابلې ته وروړاندې شو او له دښمن سره يې په تارناب کې دغه مقابله پيل کړه. تارناب له چهل دختران څخه يو فرسخ لېرې و. (۵۱)

د ذونون ارغون پوځونه په يوه نا برابره جګړه کې مات شول او هغه پخپله هم اسير شو او وروسته ووژل شو. د شيباني خان پوځونو د ذونون ارغون سر پرې کړ او د يوې نېزې پرسريې راوځړ اوه او په چټکۍ سره د هرات په لور روان شول. دغه خبر ژر په هرات او د هغه په شاوخوا سيمو کې خپور شو، د وطن ډېر اشراف زاده ګان… لکه د ډرانو خرو په شان د زمری په وړاندې وتښيتدل)) (۵۲) او شاه ولي هم د تښتې پرېکړه وکړه، خو له ډکو لاسونو سره. واصفي، چې د شاه ولي د تښتې پرمهال حاضرو، ليکي: ((موږ خزانې ته ننوتلو، چېرې چې په لس ګونو صندقونه ايښودل شوې وو. موږ هغه خلاص کړل. پنځه صندقونه د نقرې له سکو څخه، دوه صندقونه له سروزرو څخه، يو صندق قيمتي قبضو، چاړو، پيش قبضو (ستوې) او تورو څخه ډک وو. په نورو دوو صندقوونو کې ياقوت (لعل)، زبرجد، زمرد، ياقوت او مرغلرې وې.)) (۵۳)

د واصفي په قول، د ذونون ارغون له وژلو وروسته هرات د دهشت اچوونکو لاس ته ورغی: شاهزاده ګان هر يو بديع الزمان او مظفر حسين و تښيتدل، ښار يې پرېښود او هيڅ فکر يې هم نه کاوه چې له ښار څخه به څوک دفاع کوي. خديجه- بېګم ټول اشرافيان، روحانيون او د هرات مشران د ښار په باغ کې سره راټول کړل، څو دوی وسله په لاس کا او له ښاره دفاع وکړي. خو داوړانديز ونه منل شو. خديجې- بيګم د مبارزې د پرمخ بيولو خطر احساس کړ. د شيخ – ال- اسماعيل په مشرۍ حاکمې فيوډالې طبقې پريکړه وکړه، چې په داوطلبانه توګه به شيباني خان ته د ښار کلۍ تسليم کړي، هيله مند وو، چې په دې ډول به د ښار اوسېدونکي له چور او تالان څخه وژغورل شي. د هرات نومياليو مشرانو د ښار کلۍ تسليم کړې او هم يې شيباني خان ته قيمتي سوغاتونه ډالۍ کړل. ((خان د شيخ- ال- اسميعل داسې احترام وکړ، چې تصور کول يې سخت دي، هغه د ځان لپاره د مظفر حسين ښځه وغوښتله)) (۵۴) هراتي اشرافيانو تصديق کړه، چې مظفر حسين خپلې ښځې ته طلاق ورکړی دی. واصفي ليکي، چې ((دا ټيک وه، خو له هغه وروسته، نوموړی بيا له سره له هغې سره واده وکړ)) (۵۵) دا حقيقت يې له شيباني خان څخه پټ کړ او هغه د مظفر حسين له ښځې سره واده وکړ. کابو په مجموع کې د حاکمې فيوډالې طبقې له استازو څخه چې د هرات ښار يې شيباني خان ته سپارلی و، هېڅ يو يې زيانمن نه شو. په ځانګړې توګه، امير يادګار قوکلتاش د امير شاه ولي پلار چې مخکې موخبرې ورباندې وکړې، د نوی واکمن په دربار کې د زيات نفوذ څښتن شو.

خو يادګارقوکلتاش او خديجه بيګم د شيباني خان په واکمنۍ کې د خپل دريځ پر ټينګټيا پوره باورنه درلود خو سره له دې يې پريکړه وکړه چې راغونډ کړي قيمتي جواهر او کاڼي پټ کړي، په دې اړه يې له واصفي نه د مرستې غوښتنه وکړه، چې هيڅوک خيمې ته نژدې ورپرې نږدي. هغو يو له صندقونو څخه خلاص کړ. په هغه کې ۴۰ وړې صندقچې پيدا شوې چې له قيمتي کاڼو ډکې وې. ماهغه په جوال او کڅوړه کې واچول. هغې (خديجې بيګم) يو صندق خلاص کړ چې له جامو ډک و، له هغه يې کالي، د سروزرو ګاڼې او قيمتي کاڼي را وايستل. امير يادګار پوه شو، چې ((دغه کالي ديرش زره ټنګې قيمت لري)) (۵۶).

را غونډ شوي فاکتونه په بشپړه توګه د تيموري دولت د فيوډالي قشر د بډاينې کچه را ښيي چې د بې وزلو خلکو د استثمارولو په نتيجه کې دې حالت ته رسيدلي وو.

د کابل ښار حالت

د کابل ښار په اړه د بابر شرحه او معلومات خورا با ارزښته دي او تر ډېره ددې ښار په اړه د لوېديځو سيلانيانو له مشاهدو او کتنو سره چې په نولسمه او شلمه پېرۍ کې يې سرته رسولي، سمون لري. که څه هم د ((بابر نامې)) جغرافيوي او توپوګرافي معلومات پر ارقامو ولاړ نه دي، خو سره له دې، هغوی په بشپړه توګه باوري دي.

د (([کابل ولايت] ډېره پراخه سيمه نه ده؛ د هغه جوړښت مستطيل ته ورته دی، له ختيځ څخه د لوېديځ په لورغزيدلی دی. د هغه په څنډو او سرحدونو کې هر چېرې غرونه ولاړ دي، د کابل بالاحصار له غره سره نښتی دی)) (بابرنامه، ۱۲۸پاڼه الف).

د کابل ارګ (بالاحصار) پر غونډۍ جوړشوی دی او شاته يې جګ غر دی. د خاواک او شبرغاښي د بابر د واکمنۍ پرمهال د کابل ولايت او د هغه د ګاونډيانو د مقبوظاتو ترمنځ سرحدي پولې وې. د کابل ښار په دفاعي لحاظ ښه موقعيت درلود، ځکه له يوې خوا د هندوکش لړۍ را چاپېر کړی و، چې د کابل د شاه په نامه نومول کيده، او د بالاحصار په جنوب او ختيځ کې لوی ډنډ او جهيل پروت و.(۱) د جهيل نه په پورته غره کې درې ښکلې درې غزيدلې دي: سياه سنګ، سوناک- کورګان او چلاک. بابر د کابل طبيعت زړه وړونکی ګاڼه او د ملا محمد طالب هغه شعر چې د بديع الزمان په وياړ يې کښلی و، وړاندې کوي:

د کابل په ارګ کې شراب څښه، خير دی ډېر ځله شاوخوا يو په بل پسې

ځکه چې هلته هم غرونه، هم سيندونه، هم ښارونه، هم بيابانونه (بابرنامه، ۱۲۹ پاڼه الف)

بابر د کابل ولايت د جغرافيوي او اقليمی شرايطو د بيان په ترڅ کې ځانګړې پاملرنه طبيعی زېرموته اړوي، ځکه چې د اقتصاد په پرمختيا کې او ددې ولايت د اقتصادي زېرمو په را ايستلو کې رول لري. د بېلګې په توګه دغه لاندې معلومات يې ځانګړي دي: د اندراب، خوست او بدخشان غرونه دارچې په ځنګلونو ډک دي، منابع زياتوي، چې په غرونو، غونډيو او واديو کې يو شانته ډېر ښه واښه شنه کېږي. تر ټولو زيات د کاخ بوټي چې د آسانو د خوارک لپاره مناسب دي… د نجراب، لغمان، باجوړ او سوات غرونو کې د صنوبر، څېړۍ، جلغوزيو، زيتون او نورې ډېرې ونې پيدا کېږي. دلته واښه ډېر او جګه ونه لري، خو ګټورنه دي، هغوی د آسانو او پسونو د خوارک نه دي)) (بابرنامه، ۱۴۰ پاڼه ب).

((څړ ځايونه دلته زياتره په دروکې دي؛ واښه په غرو او غونډيو کې دومره ډېر نه دي، لکه د شمال په غرونو کې؛ دومره ډېر واښه او ارچې هلته هم نشته، خو واښه يې د آسانو او پسونو لپاره ګټور دي؛ د دغو غرو لوړوالی د آسانو د سپرلۍ لپاره برابر دي، ټول څړ ځايونه يې په غروکې دي)) (بابرنامه، ۱۴۱ پاڼه الف).

د بابر د مثال وړ مشاهدې د هندوکش د شمال څانګو پرتلنه له جنوبي سره ده: ((که څه هم دغه غرونه دومره لوړ نه دي، لکه چې پورته د هغوی ذکر راغلی دی، کم اهميته تر سترګو کېږي، خو دا غرونه د تعجب وړ او صعب العبور دي؛ داسې ښکاري چې سرځوړي غونډۍ دي، سره له دې چې هر غر او غونډۍ يې ډېرې پېچلي او ډبرينې دي؛ هلته سړی هيچرې په آس نه شې تللی)) (بابرنامه، ۱۴۰پاڼه ب).

د يادولو وړ ده، چې د افغاني غرونو پېچلتيا د انګرېزي بريدمن او د اوست – هندي کمپنۍ کارکوونکی برنس پاملرنه يې هم ځانته اړولې ده، په ۱۸۳۲م. کې دی د افغانستان په هغو سيمو کې سفر کوي، د کومو په اړه چې بابر ليکنه کړې ده. برنس د خپل سفر په يادداشتونو کې څرګندوی: ((موږ د غرونو له لوړو لړيو څخه د کابل سيند وادۍ ته راکښته شوو، ډېر په زړه پورې و. يو څه وړاندې په باجوړ کې يو جلا کمر دی… او وايي چې لوړ او د خپل موقعيت له مخې پېچلی دی او دومره پراخ دی چې د هغه پر سر باندې يوه ګارنيزون ته ډوډۍ برابريدای شي، سربېره پردې، د اوبو سرشاره چينه لري)) (۲)

د برنس سفر نه يواځې يو ديپلوماتيک سفرو، بلکې اکتشافي هم و. نوموړی د افغانستان طبيعي زيرمې ارزوي او ليکي، چې په دغو غرونو کې کاني مواد او په لوړو کې يې د کوارتز کانونه ښکاريدل، ((غرني کاني مواد چې کابل سيند راوړل، له ګرانيت څخه جوړ شوی وو، لوړ د داکي په کلي کې د ابرک (سپلګې) دوره موجوده وه)) (۳)

د بابر او برنس څو نورې مشاهدې که سره مقايسه کړو. د بېلګې په توګه برنس وايي، چې ((د جلال آباد او د لمغان د غرونو ترمنځ اوسيدونکي د لام (لامېخه) د مقبرې په اړه وايي، چې داد نوح عليه السلام پلار و؛ يو شمېر دغه ځای د کافرانو په زمانې پورې اړوند ګڼي، مسلمانان عقيده لري چې دا د يوه پيغمبر مقبره ده؛ او د نړۍ پرمخ درې نورې همدغسې موجودې دي.)) (۴) خو بابر ليکي: ((د مقدس پېغمبر نوح د پلار، لوی لام مقبره د عليشنګ په تومان (سيمه) کې موقعيت لري. په ځينو منابعو کې لوی لام د لامک (لامق) او لاميکان په نامه هم يادوی. زياتره وخت ښکاري، چې ددې سيمې خلک په ځينو وختو کې د ک توری په غ سره ادا کوي. احتمال لري د همدې لامل له مخې دغه سيمه د لمغان (سم شکل يې لغمان ليکل کېږي، (ژباړونکی) په نامه ياديږي (بابرنامه، ۱۳۳ پاڼه الف).

د برنس د معلومات له مخې څرګنديږي، چې د لغمان ولايت په کابل پورې اړوندو او په اوسنی ننګرهار کې يې موقعيت درلود. هر څوک پوهېږي، چې بابر د کابل د طبيعي شرايطو په باب پراخ معلومات وړاندې کړي دي، خو ددې سيمی داداري جوړښت په اړه دده معلومات خورا ناڅيزه دي. هغه حتی د ۱۴ تومانونو (اداری واحدونه) سرحدي پولې نه په نښه کوي، کوم چې د کابل ولايت د شپارسمې ميلادي پېړۍ په پيل کې ورباندې ويشل شوی و، په مرکزي حکومت پورې د دوی د تړاو په اړه هېڅ شی نه ليکي. له بده مرغه، په هغو فارسي تاريخي آثارو کې چې زموږ په لاس راغلي، ددې موضوع په اړه معلومات نه شته.

په بابر پورې اړوند د کابل ولايت په اړه او د هغه د غوره ښارونو او په شپاړسمه پېړۍ کې د هغه د اقتصادي حالت په اړه جغرافيايي اثر ((هفت اقليم)) ليکوال څرګندونې لري. خو د يادولو وړ ده، چې د ((هفت اقليم)) اثر د ((بابرنامې)) څخه لږ وروسته ليکل شوی دی. لکه چې د مخه مو وويل، چې د ((هفت اقليم)) او د ((بابرنامې)) معلومات زياتره سره مشابه دي، داسې ښکاري چې امين احمد رازی د خپلو معلوماتو يوه برخه د بابر له يادداښتونو اقتباس کړی وي. د کابل ولايت په اړه نوی معلومات د شپاړسمې پېړۍ په دغو جغرافيايي آثارو کې، لکه په ((روضات الجنات)) (۵)، او  ((عجايب الطبقات)) (۶) کې هم نشته.

کندهار او تريوې اندازې غزنی استثنا دي. ددغو پخوانيو ښارونو په اړه په دريو واړو آثارو کې ډېر مفصل معلومات وړاندې شوي دي، که څه هم لږ شانته د بابر له معلوماتو سره ورته والی لري، خو ((عجايب الطبقات)) کې اصلي زياتونې راغلي دي.

د ((بابر نامې)) او د ۱۶- ۱۸ پېړۍ د يو شمېر نورو تاريخي منابعو د معلوماتو اناليز (تحليل) دا نتيجه په لاس راکوي، چې د بابر د واکمنۍ په اوايلو کې د کابل ولايت د ۱۴ تومانونو (اداری واحدونو) له جملې نه زياتره په حقيقت کې دده تابع نه وو. د بابر دربار يواځې په هغو مالياتو باندې بسنه کوله، چې په کابل پورې له نښتو ناحيو څخه يې راټولوله. ددې ولايت نوره ټوله پاتې برخه په ماهيت کې آزاده وه.

د لغمان ولايت د مساحت او اقتصاد له مخې تر ټولو پراخ او ډېر پرمخ تللی و. د کابل په ختيځ کې يې موقعيت درلود، په اداري جوړښت کې يې پنځه تومانونه او دوې ناحيې درلودې. د لغمان ولايت يو له غوره اقتصادي سيمو څخه د ننګرهار تومان ګڼل کيده، چې د کابل په ختيځ کې د ۳۰ ايچګو په واټن پروت و. هغه مهال د ننګرهار مرکز ادينه – پور و. بابر د نوموړی تومان بشپړ تعريف کوي. د کابل او ننګرهار تومانو ترمنځ سرحد د بادام چشمې کوتل و، د اقليمي شرايطو له مخې يې په بشپړه توګه له يو بل سره توپير درلود: د بېلګې په توګه، د کوتل په يوه خواکې که واوره اوريده، خو په بله خوا کې يې واوره نه وه. بابر ليکي، ((د کوتل څخه په تېريدو سره، سړی په بشپړ ډول بل جهان وينی؛ ونې، واښه، حيوانات، د اوسيدونکو خويونه او عنعنې بدلې شي. په ننګرهار کې نهه سيندونه دي؛ وريجې او غنم ښه دي؛ مالټې، ليمو او انار ډېر او هم ښه دي)) (بابرنامه، ۱۳۲ پاڼه الف). بابر د ادينه پورکلا په جنوب کې د سيند پر غاړه د باغ وفا په نامه يو ښکلی باغ جوړ کړ. بابر هند ته د يوې پوځي لښکرکښۍ څخه وروسته له ځانه سره د ګنۍ او کيلې بوټي راوړل او په دغه باغ کې يې وکرل.

د عليشنګ تومان د هندوکش له هغو سيمو سره نښتی و، چېرې چې غرني قبايل اوسيدل. عليشنګ ته نژدې تومان الينګارو او د قوواره (د کنړ غرونه) په غرو کې پروت و. د عليشنګ او الينګار سيندونه د باران په سيند ګډيدل، چې پخپل وارد منداور تومان له سيمې تېريده. ددغه تومان په اډانه کې د درې نور بلوک هم شامل و، د نور دره په اوږدو غزيدلی وه او يوه ګلايي هم لرله، چې پر لوړ غره جوړه شوې وه. د نور درې زياتره باغونه د انګورو او په مېوه لرونکو ونو ښکلی شوی وو، کجورې او خرما مووليدلې)) (بابرنامه، ۱۳۳ پاڼه ب). دلته يې د مالټو، ليمو او انارو زيات محصولات راغونډول. لغمان په شپاړسمه پېړۍ کې د نورې درې د جنګياليو له امله شهرت پيدا کړ.

د ننګرهار د څارويونړۍ ډېره بډايه او رنګارنګ وه. څرنګه چې نوموړی تومان له هند سره نژدې و، نو د هغه نباتات او څاروي ګرمسير ډوله وو. په غرنيو درو په تېره بيا په سرحدي سيمو کې زياتې بيزوګانې پيدا کيدلې. روسي پوهان، واويلون. ن او بوکي نېچ د. د شلمې پيړۍ په پيل کې له افغانستان څخه د خپلو ليدنو او کتنو په ترڅ کې د بابر د معلوماتو سموالی او د مشاهداتو مناسبوالی ثابتوي. ((د ۶۰۰- ۸۰۰ مترو په جګوالی د جلال آباد د ختيځ او لوېديځ په اوږده واټن کې او په ځانګړې توګه د ښار په شاوخوا کې د مالټو، ليمو، کجورو د مېوو ښکلي باغونه رسېدلي وو، همدارنګه دغو باغونو کې خورازيات د ګرمسير نباتات شنه  شوی وو، شنې ويالې، د سرونې، مانيوليا، چنبيلي، ارهنډې، غز او جنوبي ګرمسير بوټي او ګنۍ تر سترګو کيدلې… ګويا د هند څخه يې يو څه خاوره په تصادفي ډول ګاونډي سخت غرنی افغانستان ته راوړی وي)). (۷)

د کنړ د تومان مرکز د کابل ولايت په ختيځ کې پروت دی او په دې نامه ښار موجود و. دغه تومان د اوسنی جلال آباد په شمال ختيځ کې د کنړ سيند ترمنځ واقع و. د کنړ سيند او سوات ترمنځ د نورګل په نامه تومان غزيدلی و. ددغو ټولو مساحت له لغمان سره برابرو. د نورګل وګړي په زياته کچه مالداران وو، کرنه کمزوری وه.

د چغای سرای بلوک (ناحيه) د بابر په قول، د هېواد په اقتصاد کې غوره رول نه درلود. هغه ليکي، په تېره بيا ((يو بل بلوک- چغای سرای. هلته يواځې يو کلی دی، دغه ستره سيمه نه ده … پخپله چغای سرای کې انګور او باغونه نشته….)) (بابرنامه، ۱۳۴پاڼه ب). د هغه شمالي برخې له غرنيو سيمو سره نښتي وې. د چغای سرای په شمال ختيځ کې د پيچ له درې سره لګيږی، چېرې چې کوچي قومونه اوسي، بابر يې د کافرو په نامه يادوی. ښکاري چې د چغای سرای اوسيدونکو له دغو قومونو سره دوستانه اړيکې لرلې او له تيموريانو سره يې دښمني درلوده. ځکه چې بابر ليکي: ((کله چې ما چغای سرای ونيو، کافرو د پيچ له لارې د هغه له اوسيدونکو سره مرسته کوله)) (بابرنامه، ۱۳۴ پاڼه ب).

د چغای سرای او کابل ترمنځ لار د پيچ غاښی له لارې تېريده، د افغانستان معاصر تاريخپوه احمد علی کهزاد پر کابل باندې د بابر د ځوی کامران ميرزا د يرغل پر مهال ددې لارې يادونه کوي. (۸)

د نجراب تومان (اداری واحد) له کابل ولايت څخه لږ لرې پروت دی او په حقيقت کې خپلواک و. د بابر د معلوماتو له مخې هغه د کابل ولايت د مرکز په شمال ختيځ ښارونو کې شامل و. ((د نجراب د غرونو په شاکې کافران اوسيدل. دغه کراره او ګوښي سيمه ده. دلته انګور، مېوې او شراب ډېر دي… په ژمی کې خپل خوراک د مرغانو د ښکار له لارې برابروي. د نجراب اوسيدونکي شراب څښي، بې لمانځه دي، له ګناه څخه نه وېريږي او د بت پرستانو په څېر دي)). (بابرنامه، ۱۳۵ الف پاڼه). ګمان کېږي چې بابرونه کولای شول چې ددې سيمې اوسيدونکي په بشپړه توګه تابع کړي.

د پنجشير تومان، که څه هم د کابل ولايت په اداري واحد کې شامل و، خو په حقيقت کې د ((بابر نامې)) د معلوماتو له مخې په بشپړه توګه د افغاني قبايلو د مشرانو ترکنترول لاندې و. کله نا کله د کابل واکمنان پردې بريالی شوی، چې په نوموړی تومان او اداري واحد کې خپل نفوذ ټينګ کړي. خو معمولاً د هغه سياسي حالت د کوچي قبايلو له سيمو سره د نژدې والی په پام کې نيولو سره ټاکل کېده.

محمد صالح د ((بابر نامې)) په قول ليکي: ((پنجشير د لارې په اوږدو کې پروت دی، چې کافرانو ته ډېره ورنژدې دی. کافر د اړه ماران د پنجشير له لارې راتېريږي، پنجشير ته د نژدې والی په وجه، حتی له هغه باج اخلي)) (بابرنامه، ۱۳۵ ب پاڼه). خو دغه متن، زموږ په فکر، بايد په دې ډول ولوستل شي: ((پنجشير د لارې پر سر موقعيت لري او د کافرانو ټاټوبی ته نژدې دی، ټول کافر داړه ماران د پنجشير له لارې راځي، له دې امله چې پنجشير د کافرانو ټاټوبی ته نژدې دی، همدا رنګه له هغه لږ ماليه اخيستل کېږي)) عبدالرحيم خان ددې متن ژباړه په مشابه ډول کړې ده او په فارسي ژباړه کې د ((بابر نامې)) ددغه متن تعبير داسې راغلی دی، کوم چې افغان پوهاند سرور جويا چاپ کړي:

((بل تومان پنجشير شمېرل کېږي. پنجشير د لارې په اوږدو کې کافرستان ته نږدې پروت دی، د اړه ماران پنجشير ته راځي، په دې وجه چې د کافرانو ټاټوبی ته ورنږدې دی. همدا رنګه له هغه څخه لږ باج اخيستل کېږي)) (۹)

د غوربند تومان د کابل په شمال لوېديځو غرونو کې پروت دی. بابر ليکي: ((په هغو غرنيو سيمو کې کوتل او غاښی د ((بند)) په نامه يادوی. د غور په لوري د کوتل له لارې تېرېږي، احتمال لري له دې امله ((غوربند)) ورته وايي)) (بابرنامه، ۱۳۵ ب پاڼه).

غوربند د پنجشير په څېر لږ عوايد درلودل. دلته هزاره او نور کوچي قبايل په مالدارۍ او باغدارۍ بوخت وو. ددې سيمې له اوسيدونکو څخه د ماليې د راغونډولو کچه کمه وه، ځکه چې ددې ځای ځمکه د کرنې لپاره ګټوره نه وه، کوچي قبايل د خپلواکۍ خوښونې او د خپلواکۍ لپاره د هڅو په لحاظ ممتاز وو، ولې بابر نتيجه ګيری کوي او ليکي: ((څرنګه چې دغه ټول ياد شوي د غوربند د کليو اوسيدونکي په غرو او د غرو په لمنو کې اوسيږي، خو سره له دې باج ورکوي، خو په کمه اندازه)) (بابرنامه، ۱۳۵ ب پاڼه).

د ((روضةالجنات فی او صاف مدينة الهرات)) د اثر ليکوال د بابر معلومات تصديقوي. د هغه په وينا، غوربند د سلطان حسين ميرزا پرمهال د زوال په حالت کې و. په پخوانيو زمانو کې خطر ناکې کلاګانې او ماڼۍ موجودې وې او اوس کنډواله شوې، خو د هغه پخوانی سمسوروالی يواځې په خاطراتو کې پاتې شو.(۱۰)

په غوربند کې د نقرې کانونه او د لاجوردو ذخيرې شته. ۱۲ کليو مېوه لرونکې ونې درلودلې. غوربند د خپلو جنګياليو له امله ستايل کيده. د غرونو او د باران سيند ترمنځ د تازيان او دشت شيخ په واديو کې يې ږدن خوړل. د غرونو په لمنو کې غاټول راشنه کېږي. بابر په خوشحالۍ سره ليکي: ((يو وخت ما هغوی وشمېرل دوه دېرش او يا درې دېرش فوق العاده بيلابيل د غاټولو ډولونه را معلوم شول. هلته يو ډول غاټول و، چې د ګل ګلاب په څېر يې بوی ورکاوه؛ موږ هغه د ((ګل ګلاب بوی لرونکی غاټول)) په نامه ونوماوه)) (بابرنامه، ۱۳۶ الف پاڼه).

د تازيان کلي او دشت شيخ وادۍ يوه واړه غره سره بيلې کړي دي او ددغه غره لمنې شنې دي. په دغو ښکليو درو کې د استالف او استراتاچه پرېمانه مېوې غوره دي. الوغ بيک کابلي د ښکلا له امله لومړی کلی د خراسان او دوهم کلی د سمرقند په نامه ونومول (بابرنامه، ۱۳۶ ب پاڼه). د پغمان سيمې زړه وړونکې هوا درلوده. د پغمان څخه يو سيند را بهېده او پر دواړه غاړويې باغونه شنه ولاړ وو. او به يې ډېرې سړې وې. په پغمان کې د ستالف په څېر زيات باغونه وو؛ بابر په ځانګړي ډول د هغه باغ يادونه کوي، کوم چې د ((باغ کلان)) په نام ياديده. ((دباغ په مخکې ډېر چنارونه ولاړ دي؛ د چنارونو ترمنځ په زړه پورې شين سيوری غوړيدلی دی. د باغ په منځ کې همېشه د اوبو لښتي بهېږي، ددغو لښتيو او ويالو پرغاړو چنارونه او ونې ولاړې دي. پخوا ددغو لښتيو جريان کوږ وېږو. ما امر وکړ، چې برابر او سيخ کړي؛ ښه ځای ترې برابر شو (بابرنامه، ۱۳۶ الف پاڼه). کله چې سه ياران چينې ته ورغلو، ترڅنګ يې چنارونه ولاړوو، ما د څېړۍ او ارغوان ونې کېښنولې، دغه ځای ځکه د سه  ياران په نامه يادوی چې دغه ((درې ملګري)) وو.

يو بل تومان د لاخوتر (سم ډول يې لوګردی- ژباړونکی) و. هغه هم کم عوايد درلودل. بابر يواځې د چارخ (چرخ) د کلي نوم اخلي، چېرې چې د مېوو باغونه وو (بابرنامه، ۱۳۷ ب پاڼه).

د غزنی تومان د ولاړو اوبو او د غزنی د سيند د ګډيدلو په سيمه کې پروت دی. په فارسی منابعو کې يې د زابلستان په نامه شهرت درلود. د بارتولد و. و. په خيال دغه نوماونه د کوم يوه ورک شوی ولس له اتنو ګرافۍ سره تړاو لري. (۱۱)

غزنی يووخت د غزنويانو او غوريانو پلازمېنهمېنه و، خو د بابر پرمهال هغه د کابل ولايت يواځې يو معمولي تومان او اداري واحد و. بابر په حيرانتيا سره ليکي: ((غزنی ډېره ستره سيمه نه ده. ما همېشه تعجب کاوه، چې ولې واکمنو، چې پر هندوستان او خراسان يې واک درلود او همدغسې ځمکې يې په واک وې، دومره جزوی ځای يې خپله پلازمېنهمېنه ټاکلې وه)) (بابرنامه، ۳۶ ب پاڼه).

د غزنويانو دواکمنۍ په دوره کې دلته درې بندونه جوړ شوی وو. په دې اړه بابر داسې ليکي: ((د غزنی پرسيند باندې، له ښار څخه شمال ته درې ايګاچه وړاندې، سلطان محمود غزنوي پر درياب باندې ستر بند جوړ کړی و. ددې بند لوړوالی ۴۰ يا ۵۰ کاري  و. اوږدوالی يې کابو ۳۰۰ کاري و. ( هره کاری تقريباً ۷۰ سانتي متره کېږي، د همدې روسي اثر ۱۶۰ مخ.) هلته اوبه ډنډيږي او په لازمه اندازه يې د مځکې د اوبو کولو لپاره خوشي کوي. علاوالدين جهانسوز غوري کله چې دغه سيمه په لاس راوړه، بنديې وران کړ، د غزنوي واکمنو زياتره مقبرې يې وسوځولې، اوسيدونکی يې لوټ او ووژل)) (بابرنامه، ۱۳۸ ب پاڼه).

د ساخان په نامه يو بل بند د غزنی په ختيځ کې واقع و. هغه له غزنی څخه دوه- درې ايګاچه لرې او هماغه شان وران و. درېيم، د سردې بند و، چې روغ پاتې و. په دې ډول، له دريو بندونو څخه چې د غزنی په اقتصاد کې يې غوره رول لوباوه، د شپاړسمې پېړۍ په پيل کې د هغوی دوه په بشپړه توګه له کاره لويدلي وو. خو ددې سيمې ځمکې د کابل ولايت نورو سيمو پرتله ډېرې حاصل خېزې وې.

د ((بابرنامې)) معلومات د غزنی د ځمکو د حاصل خېزۍ په اړه محمد اسفزاري هم تاييدوی: ((د غزنی له غرونو يې، کوم چې د کابل او کندهار ترمنځ د سليمان د غرونو په زړه کې پراته دي، ډېر زيات ((جلغوزي)) نورو سيمو ته لېږدول.)) (۱۳)

خو د غلته د بزګرانو کار ډېر ستړی کوونکی و. بابر خبر ورکوي: ((په غزنی کې کرل ډېر سخت دي؛ ټوله ځمکه چې کرل کېږي، هر کال بايد له سره وپوښل شي)) (بابرنامه، ۱۳۸ الف پاڼه). خو هر څه چې وي، دغې سيمې ته دغلې دروزلو د سيمې په توګه کتل کيدل. دلته يې روناس (منجيت) کرل، چې د مڼو او انګورو ترڅنګ د صادراتو غوره توکی شمېرل کيده.

د زرمت د تومان مرکز د ګرديز ښارو. زرمت د کابل په جنوب کې د ۱۲- ۱۳ ايګاچه په واټن پروت و. او د غزنی په جنوب ختيځ کې د ۸-۷ ايګاچه په واټن موقعيت درلود. هغه نسبتاً ستر نه و او اته کلي د هغه په اداري واحد کې شامل وو. اوسيدونکي يې په بشپړه توګه په کرنه بوخت وو. د نور تومانونو پرتله په زرمت کې د مېوې باغونه کم وو.

د بنګښ د تومان په اړه بابر يواځې دومره وايي، چې (( د هغه په شا وخوا کې يواځې افغاني د اړه ماران د ګګياڼيو، خير يلچو، توريو او لنډرو له قبايلو څخه اوسيږي. هغوی يو څنګ ته اوسيږي او نو ځکه پخپله خوښه باج نه ورکوي… کله چې موقع په لاس راشي، نو بنګښ او د هغه د اړه ماران به هرومرو تابع کړم)) (بابرنامه، ۱۳۹ ب پاڼه) ددې وينا له مخې، د بنګښ تومان په حقيقت کې له تيموريانو څخه خپلواک و.

پرته له دې چې په تيموريانو پورې اړوند د کابل په ولايت کې ۱۴ تومانه او اداري واحدونه وو، د هغه په اداري واحدونو کې دوه بلو که (د تومان څخه کوچنی اداري واحدونه (ژباړونکی) هم شامل وو. لومړی – السای (اله سای) و، چې د نجراب تومان په ختېځ کې د ۲- ۳ شيری ( د شپږو کيلومترو)  په واټن واقع و. هلته د انارو او انګورو باغونه وو، چې د سرو شرابو ترڅنګ هندوستان ته صادريدل (بابرنامه، ۳۶ الف پاڼه).

دا له­­ سای ترڅنګ يو بل بلوک د بدراو واقع و، چې اوسيدونکي يې په کرنه بوخت وو. هغوي د غنمو ترڅنګ نور شيان هم کرل، خو بابر يې يادونه نه کوي. ښکاري چې په بدراوکې د کرنې ځمکې نه وې.

بابر ددې بلوک اوسېدونکي ((بې عقيدې)) او (کافران)) معرفي کوي، دوی زياتره مېشت شوي بزګران وو. پرته له دوی څخه، دلته کوچي مالداران هم اوسيدل چې بابر يې د منځنۍ آسيا له ترکو او ايماقو سره مقايسه کوي: ((لکه په خراسان او سمرقند کې چې ترکي او ايماق کوچ کوي، همدغسې په دغه سيمه کې هزاره او افغانان کوچ کوي. ((دهزاره ګانو ډېر قبايل چې هلته اوسيدل، د سلطان مسعود له ښاخ څخه وو. له افغاني قبايلو څخه مومند زيات وو)) (بابرنامه، ۱۴۰ الف پاڼه).

له پورته څرګندونو ښکاري، چې د افغانستان اوسيدونکي د شپاړسمې ميلادي پېړۍ د څلورمې ربع په اوايلو کې په کرنه، مالدارۍ، باغدارۍ او پالېزکارۍ باندې بوخت وو. هغوی په زياته اندازې د غنمو ډوډۍ  او وريجې خوړلې. ګنۍ او نور تخمونه يې کرل. په کابل کې د غزنی او نورګاونډيو سيمو پرتله د فصل کچه ټيټه وه. د کابل، غزنی، ننګرهار او اله سای اوسېدونکو بېلابېلې مېوې او ترکارۍ کرلې او پاللې، بابر ليکي، چې د کابل په ګاونډيو تومانو کې ما وڅارل په دوو طريقو سره شراب جوړوي: د تخمير او سوړوالي له  لارې او بل د اېشونې (خوټونې) له لارې.

بابر د خپلو عوايدو اندازه نه څرګندوي، کوم چې دده دولتي خزانې ته رسېږي، يواځې دومره وايي، چې د راغونډې شوې ماليې اندازه دومره زياته نه وه. دا د دې معنا ورکوي، چې د کابل ولايت يو شمېر اداري واحدونه چې په غرنيو سيمو کې واقع وو، د هغه مامورينو کم لاس رسئ ورته کولای شو، آزاد پاتې شوی وو. کابو هيڅ يوه تومان د مالياتو يوه کلکه ثابته اندازه نه درلوده، چې له هغه څخه يې اخيستی وای. يواځې له کابله او په هغه پورې له اړوندو سيمو څخه د ماليې اندازه ثابته وه او د بابر پرمهال اته لکه شاهرخۍ حساب شوې ده(بابرنامه، ۱۳۸ ب پاڼه)، چې د کښت ځمکو ماليه او له کوچيانو څخه راټول شوي محصول او راټولو نه په کې شامل وو.

 

 

بابرظهیر الدین محمد بابمفل
نظريات (0)
نظر اضافه کول