درة الزمان ليکي چي قاجاريان هغه وخت واک ته ورسېدل چي په كال ۱۲۱۰ هـ ق كي شاه زمان په هند او پنجاب كي لگيا وو ، آغا محمد خان قاجار د زيارت په پلمه مشهد ته ننوت. د افغانستان له پلوه شاه رخ هلته واكمن وو، هغه يې مړ كړ، د هغه زوى نادر ميرزا كابل ته راغى. آقا محمد شاه چي له شاه زمان څخه په وېره كي وو، خپل استازى چي محمد حسين خان قراكوزلو نومېده، له ډېر مال او ډاليو سره د شاه زمان دربار ته راولېږه. په دې كي دوه كيفيته وو: يو دا چي د مشهد د دريو كلو د خراج په اندازه يې سوغات ورولېږه او بله دا چي ده وويل غواړم بخارا ونيسم!
وروسته چي كله شاه محمود په ۱۸۰۹ع كال كي پاچا سو قاجاريانو بې غمه د خراسان افغان ولايت ونيو. هغه ولايت چي صفاريانو، غزنويانو، غوريانو، ابداليانو تر ۱۸۰۹ع كاله پوري ساتلى وو. د شخصي او كورنيو جگړو له كبله له لاسه ووت او قاجاريان په دې هم قانع نه سول، دوى څو-څو ځله فتح علي شاه قاجار، محمد شاه قاجار، ناصرالدين شاه قاجار بيا پر هرات حملې وكړي او هراتيانو يې پر وړاندي كلك مقاومت وكړ او قاجاريان له همدې ورځي پر ايران واکمن سول، دې کورنۍ کي ناصر الدين شاه قاجار د ايران د قاجاري واکمنۍ څلورم او عياش باچا وو…
يادونه:
يوه روسي انځوګر چي د قاجاريانو دربار ئې ليدلی ليکي چي دربار کي پر حيواناتو، مينځو، نرو او ښځو جنسي تيری کېده، هغه په دې اړه لاندي انځورونو او عکسونه د همدې روسي دي:
آغا محمد خان قاجار په ايران کې د قاجاري واکمنۍ بنسټ ايښودونکی وو.فتح علي شاه قاجار د آغا محمد خان قاجار وروسته د ايران د قاجاري واکمنۍ دويم واکمن پاچا و.محمد شاه قاجار د فتح علي شاه قاجار وروسته د ايران د قاجاري واکمنۍ پاچا شو.مظفر الدين شاه قاجار د ايران د قاجاري واکمنۍ پينځم پاچا و.ناصر الدين شاه قاجار د ايران د قاجاري واکمنۍ څلورم پاچا وو.