د يونان باختري مدنيت ځانګړني

لرغونی افغانستان د زيات شمير مورخينو او څيړونکو له نظره خورا ارزښتمن ټاټوبی ګڼل شويدی. انګليسي نامتو مورخ تاينبې افغانستان د لرغونو مدنيتونو د يوځای کيدلو د ټاټوبي په نوم ياد کړی دی. جاپانې لرغونپوه ماوريز يوتوزي لرغوني افغانستان ته د سوداګری او راکړي ورکړی څلور لارې نوم ورکړی دی. علامه حبيبي افغانستان  په سيمه کي د لرغونو مدنيتونو د زانګو په نوم نومولی دی . او په دې تر تيب نورو القاب او عناوين هم د لرغوني افغانستان د ارزښت او وړتيا په اړه يادشوي دي. د هغو لرغونو مدنيتونو له شميره يو هم د يونان باختري مدنيت دی چي په افغانستان او سيمه کي د يوه نامتو تاريخي مدنيت په توګه پيژندل شويدی.
يو نان باختري مدنيت له اره د دو مدنيتونو ټولګه ده ، دا دوه مدنيتونه چي يو يې د يونانيانو په وسيله د هغوی سر يوځاې افغانستان او سيمي ته را رسيدلی مدنيت،  او بل يې په باختر کي دځایې اوسيدونکو مدنيت وو چي د لرغونو اريايې مدنيتونو پر بنسټ يې وده کړې وه. د دې  دواړو مدنيتونو يوځاې والي په سيمه او لرغوني افغانستان کي  د نوي مدنيت بنسټ کښيښود، چي په تاريخ کي د يونان – باختر مدنيت په نوم پيژندل شويدی.
يونانيانو په خپل هيواد کي د لوړو فکرونو او آندونو نامتو پړاونه يو په بل پسې تير کړي وه ، چي يو پړاو يې د هيراکلت ، افلاطون ، بطليموس او نورو فيلسوفانو پړاو و، دا پړاو د يوناني امپراتوری سره يوځای وغوړېدی. د ودانيزو چارو بيلابيلي تجربې يې ازمويلي او کارولي وې، چي د اريک ، ايونيک او کورنتين بيلګو يې نړيوال نوم وګټی؛ د پژی جوړولو هنر د يونانيانو له لوري په خورا لوړ کبفيت پيل او او هغه ته يې پايښت ورکړ، مايرن ، پولي کليتوس ، پيدياس او يو شمير نور يې د پژی جوړولو هنر په برخه کي د شهرت لوړو پوړيو ته ورسيدل؛ او په دې ډول نوري مدني لاس ته راوړني يې په خپل هيواد کي درلودې ، يونانيانو د خپلو فتو حاتو سره يوځای خپل مدني لاس ته راوړني هم د ځان سره تر واک لاندي سيمو ته  ليږل. چي بيلګي يې په ټولو تر لاس لاندي سيمو او په ځانګړي توګه لرغوني افغانستان کي څرګندي دي.

يونان چې د حېلاس په نامه هم يادېږي او په رسمي چارو کې د هېلېنيک جمهوريت په نامه يادېږي د سوېل-ختيځې اروپا يو هېواد دی چې د بالکان د شعبه جزيرې سوېل کې ځای پر ځای دی. دا هېواد په سهېل کې د البانيا، د مقدونيې جمهوريت او د بلغاريې هېوادونو سره، او په ختيځ کې د ترکيې سره گډې زمکنۍ پولې لري. د اجيان سمندرگی د يونان ختيځ کې، د آيونيا سمندرگی د دغه هېواد لوېديځ کې او د مديترانې سمندرگی د دې هېواد سوېل کې پراته دي.

يونانی معمارانو د عسکر کوټونو لپاره داسي ځايونه غوره کول چي د دو يا درو لورو به د طبيعي موانعو په مرسته ساتل کېدل او يا يې د ساتني شونتيا وي درلودې، او يوه خوا به يې د خپلو ځواکونو په مټ ساتل. د ودانيو دا ډول د افغانستان په بيلا بيلو برخو کي ليدل کيږي ، چي د بيلګي په توګه د ای خانم  لرغونې سيمه چي د کوکچې او آمو سند په تقاطع کي ودانه شوېده . د بګرام لرغونې سيمه يوه بله بيلګه ده چي د شتل او پنجشير سيندونود تقاطعپر ټاټوبي جوړ شويدی. د دې تر څنګ په آی خانم کي  کورنتين ډوله سر ستونيو شتون د يونانی معماري صنعت اغيزه جوته وي.  پژی جوړول د يوناني هنر يوه بله بيلګه ده چي په لرغوني افغانستان کي يې د افغاني هنر مندانو په مټ زياته وده وکړه. دا هنر د باميانو او نورو پژيو په شتون سره  په ورستيو دورو کي د نړيوال فرهنګي ميراث په توګه پيژندل شويدي. د يوناني ليکدود زياتي بيلګي د ډبرليکونو  پر مخ زياتي ليدل کيږي چي هغه مهال د هيواد په بيلا بيلو برخو کي معمول وه. دا ليکدود نه يوازي د لرغوني افغانستان د تاريخي پيښو په اړه ډاډمن اخڅونه دي ، بلکي په افغانستان کي د يوناني علمي بهيرد غوړېدلو استازيتوب هم کوي.
د يوناني تمدن بيلا بيلي بيلګي چي ودانيو جوړولو په متودونو،د پژيو جوړولو په مهارتونو او د ليکدودونو په کارونو کي ليدل کيږي ، د افغانانو په مټ يې په افغانستان او سيمه کي وده او پراختيا وموندل، لومړی اولسونو دا نوښتونه ومنل او بيا يې په خپلو سيمو کي د تعميم او زياتولو لپاره کار او زيار وګالی. د همدې امله په يونان باختري دوره کي ټولي يوناني مدني لاس ته راوړني يوناي پاته نه شوې، په افغاني بڼه يې وده وکړه او د يوه ګډ مدنيت څيره يې پيدا کړل، چي په لرغوني تاريخ کي د يونان – باختر مدنيت په نوم پيژندل کيږي.

 

افلاطونباختربطليموسهيراکلتيونان
نظريات (0)
نظر اضافه کول