ملا نجم الدین (د هډې ملاصاحب) او روحانیت په افغانستان کې

په هغه اندازه چي د ملانجم الدین یا د هډې ملاصاحب، نوم د نولسمي پېړۍ په وروستیو لسیزو کي، د افغانستان او د ډیورنډ د پولي پر پوري غاړه د پښتنو په تاریخ کي له مهمو تاریخي پېښو سره یو ځای یادیږي په هغه اندازه یې د ځوانی او له دغو مهمو پېښو څخه مخکي د ژوند حالات په تیاره کي پراته دي. دونه په یقین سره پوهیږو چي د هډې ملاصاحب د مشهور ملا عبدالغفور یا د سوات د اخوند صاحب تر ټولو مهم خلیفه او مرید وو؛ او ویل کیږي چي لومړنۍ مذهبي زده کړي یې هم د اخوندصاحب څخه کړي دي. پخپله د اخوند صاحب د ژوند او کارنامو په باب زیات تفصیلات موږ له موضوع څخه لیري کوي، خو دونه باید ووایو چي اخوندصاحب پخپله د نولسمي پېړۍ له څلورمي لسیزي څخه د شپېتو د لسیزي تر نیمايي پوري د انګلیسیانو په مقابل کي سخت مقاومتونه کړي او بالاخره یې په سوات کي خپل مذهبي او تبلیغي مرکز جوړ کړ او د ژوند ترپایه هلته پاته سو. د نولسمي پېړۍ له وروستیو کلونو څخه د شلمي پېړۍ تر دېرشمي لسیزي پوري د انګلیسیانو په مقابل کي اکثریت جهادي مشران او پیران د اخوند صاحب مریدان او یا د هغه د خلیفه هډې د ملاصاحب مخلصان او پیروان ول.

د هډې د ملاصاحب جهادي فعالیتونه د امیر عبدالرحمن خان د قدرت له زمانې سره تړلي دي او کله چي یې د برټانوي هند د حکومت پر ضد په عملي جهاد او عملیاتو لاس پوري کړ نو په هغه وخت کي سپین ږیری وو. ځیني مورخین ادعاکوي چي امیر عبدالرحمن خان د هډې ملاصاحب  دوه ځله کابل ته راوغوښت او دواړه ځله یې، د لنډي مودې لپاره، په کابل کي نظر بند کړ. البته ملانجم الدین په مهمندو، شینوارو او نورو پښتني قبایلو کي تر سل زره زیات پیروان درلودل او امیر، په داسي وخت کي چي هم د غلجي قبایلو او هم د هزاره ګانو سره په جګړو لګیا وو، د داسي لوی قوت سره ځان نه مخامخ کاوه ځکه یې نو د هغه درناوی پرځای کړ او خپلي سیمي ته د بیرته تللو اجازه یې ورکړه. د مُلامشک عالم زوی ملاعبدالکریم، چي د خپل پلار په څېر، له امیر عبدالرحمن سره مخالف وو، د هډې ملاصاحب ته، په ۱۸۸۷ کال کي د شینوارو په ښورښ کي د برخي اخیستلو او همکاری بلنه ورکړه. د هډې ملاصاحب په لومړي سر کي ورسره ومنله خو وروسته یې په هغو قبایلي ښورښونو کي برخه اخیستل لازم ونه بلل. آدمک ص ۲۰۷

ځیني انګلیسي منابع وايي چي د هډې ملاصاحب د ۱۸۱۷ کال په شاوخوا کي د جلال آباد د هډې په کلي زېږېدلی دی. په ۱۸۸۳ کي، امیر عبدالرحمن خان له افغانستانه وایست او هغه د پولي پر پوري غاړه د مهمندو د باییزو په سیمه کي د جروبی په کلي کي، چي یوه غرنۍ علاقه وه، دېره سو. د مهمندو په قبایلو، په تېره بیا په باییزو کي یې، چي دی هلته اوسېدی، ډېر زیات نفوذ ترلاسه کړ او د ناوګی خان یې ډېر زیات تر اثر لاندي وو او دغه راز یې د باجوړ په خلکو کي هم ښه نفوذ درلود. د هډې ملاصاحب د سپه سالار غلام حیدرخان ټینګ دوست وو او هغه د پیسو او وسلو مرستي ورسره کولې. ایکسپیډیشن ص ۴۷۱

 د هډې مُلاصاحب د لومړۍ ځوانۍ څخه سوات ته ولاړ او هلته یې د اخوندصاحب څخه د نقشبندیه، قادریه، چشتیه او سهروردیه طریقو کي د مریدانو د روزلو اجازه ترلاسه کړه او د هغه د خلیفه په حیث بیرته وطن ته ستون سو. که څه هم چي اخوندصاحب، د شلمي میلادي پېړۍ د پنځوس په لسیزه او د شپېتو د لسیزي په لومړیو کلونو کي، د انګلیسیانو پر ضد په تاوده سنګر کي برخه درلوده او په هغو جنګونو کي د یوه لوی مذهبي او روحاني لارښود په سترګه ورته کتل کېدل او دا وخت باید د هډې ملاصاحب هم د پاخه عمر څښتن زلمی وو خو په هغو جنګونو کي یې نوم نه یاديږي. البته د دې معنی دا نه ده چي د هډې ملاصاحب به په هغو جنګونو کي برخه نه وي درلودلې بلکه څرنګه چي د اخوندصاحب تر څنګ یوازي د سوات د سید اکبرشاه او هندوستاني مجاهدینو نوم یادیږي او د اخوند صاحب نورو مریدانو ته اشاره نه کیږي نو د هډې د ملاصاحب د نامه نه یادېدل هم د تعجب خبره نه ده.

د هډې ملاصاحب، په سوات کي د مذهبي زده کړو له بشپړولو او له اخندصاحب څخه د خلافت د ترلاسه کولو څخه، ډېر ژر وروسته، د هډې سیمي ته ستون سو. یوه لویه مدرسه یې تاءسیس کړه، مریدان یې پیدا کړل او د انګرېزانو پر ضد یې تبلیغ پیل کړ.

امیر عبدالرحمن خان، په لومړي سر کي، د هډې په ملاصاحب باور نه کاوه خو وروسته یې د هغه د مذهبي او روحاني نفود څخه د کار اخیستلو په منظور کابل ته د ورتللو بلنه ورکړه. امیر د هډې له ملاصاحب څخه وغوښتل چي شینواري او نور غلجي قبابل د هغه پر ضد له ښورښونو څخه منع کړي او هغوی ته قناعت ورکړي چي د خپل امیر امر ته غاړه کښېږدي. خو ملاصاحب امیر ته وویل چي لومړی باید قبایلو ته تضمین ورکړه سي او د هغوی غوښتني ورسره ومنلي سي یا لږترلږه ځیني غوښتني یې ومنلي سي نو دی به هم د هغوی په کرارولو کي له خپل نفوذ څخه کار واخلي. امیر د هغه دا غوښتنه ونه منله او د هډې د ملاصاحب د وژلو فیصله یې وکړه. ملاصاحب د هغه په نیت خبرسو او په خپله سیمه کي یې د امیر عبدالرحمن خان پر ضد په تبلیغ لاس پوري کړ او ډېر ژر د ډیورنډ د پولي پر پوري غاړه، چي د انګرېزانو پر ضد په څو ځایونو کي قبایلي ښورښونه روان ول، له نورو ښورښیانو سره، د جهاد په نوم تبلیغ او عمل کي، یو ځای سو. اولسن ص ۸۹

تاریخی متون او اسناد د هډې د ملاصاحب او امیر عبدالرحمن خان ترمنځ د اړېکو او حتی لیدلو په باب ضد او نقیض معلومات راکوي. د آدمک له متن څخه څرګندیږي چي امیر عبدالرحمن خان یو ځل د هډې ملاصاحب نظر بند او بل ځل بندي کړ. خو کله چي یې دریم ځل هغه ته بیا کابل ته د ورتللو او د علماو په غونډه کي د برخي اخیستلو بلنه ورکړه نو هغه ونه منله او د شینوارو علاقو ته ولاړ او هلته یې د امیر پر ضد په تبلیغ لاس پوري کړ او د ملامشک عالم زوی ملاعبدالکریم ته یې هم وویل چي په غزني کي د امیر پر ضد تبلیغات وکړي. آدمک ص ۲۶۰

بله منبع وايی چي امیر عبدالرحمن خان د هډې ملاصاحب بندي کړ او د وهابي عقایدو   دتبلیغولو په تور یې د علماوو محکمې ته وباله. نوید ص ۳۶

خو یو انګلیس لیکوال، چي وايی په دغو وختونو کي په سیمه کي حاضر وو، د دې دواړو رپوټونو په خلاف« وايي داسي فکر کیږي چي د مې په میاشت کي د وزیرو ملا پوونده په کابل کي وو مګر موږ په یقین سره ویلای سو چي د هډې ملا په هیڅ توګه کابل ته د تللو جرأت نه کاوه. دغه زاړه او عابد سړي د ۱۸۷۹ او اتیا کلونو په ژمي کي د جلال آباد په پنځه میلي کي د هډې په کلي ژوند کاوه. دا وخت زه له جنرال سرآر برایټ په قواوو کي وم او د هډې ملا د برټانیې د حکومت پر ضد هیڅ عمل نه وو کړی. مګر په ۱۸۸۳ کال کي چي امیر د ژمي له تېرولو لپاره جلال آباد ته راغی دغه روحاني، پر خپل ژوند باندي وبېرېدی او د جروبي کلي ته وتښتېدی. ده به حتما د افغانستان د واکمن پر ضد کوم داسي کار کړی وو چي عام خلک په خبر نه وه او واکمن ته به یې رپوټ ورکړه سوی وو. ځکه چي د هډې ملا پنځه لس کاله پرله پسې د امیر د دوستی پېشنهادونه او بلني ونه منلې او د افغانستان خاوري ته داخل نه سو.» واربرټن ص ص ۲۹۴- ۲۹۵

بله منبع هم وايی چي:

« د هډې ملا په ۱۸۸۳ کال کي امیر ځانته په غوسه کړی وو او ځکه یې له هغه سره د لیدلو ټولي غوښتني رد کړې او د پولي پر پوري غاړه باندي د مومندو د باییزو له قبیلې سره، د جروبي په کلي کي، دېره سو. له دغه څخه وروسته هغه، پرته له هیڅ دلیله، د برټانیې د حکومت ډېر سخت دښمن سو. هغه په ۱۸۸۹۵ کال کي په چترال کي د برټانیې د قواوو سره د جنګېدلو لپاره د مومندو یو لښکر جوړ کړ او تر ټولو مهمه خبره دا ده چي هغه د سپه سالار غلام حیدرخان ډېر نیژدې ملګری وو.»ایلیټ ۱۶۶

ملافیض محمدکاتب، چي پخپله د حوادثو دقیق شاهدی دی، هم د هډې د ملاصاحب د بندي کېدلو او د وهابي عقایدو په تور د محاکمه کېدلو خبري ته هیڅ اشاره نه کوي. هغه لیکي چي یوه ورځ ملانجم الدین آخوندزاده، چي سپین ږیرو او ځوانانو یې د پرهېزګار شخصیت درناوی کاوه، د امیر په دربار کي ناست وو او امیر ښه ونازاوه او پر څنګ یې د کښېنستلو اجازه ورکړه. ملانجم الدین له امیر څخه وغوښتل چي د چهلستون په قصر کي د سردارحبیب الله خان او سردارنصرالله خان سره د لیدلو اجازه ورکړي. امیر هم اجازه ورکړه او ملانجم الدین له شهزاده ګانو سره تر لیدلو وروسته  د کوهدامن قره باغ ته د تللو اجازه واخیستله. ځینو حاسدانو ښايي ورته ویلي وه چي امیر د هغه د بندي کولو خیال لري نو ملانجم الدین هم د غرونو له لاري د شینوارو د میدانک سیمي ته ولاړ… کاتب ص ص ۲۸۲-۲۸۳

 دا چي د امیرعبدالرحمن خان او د هډې د ملاصاحب تر منځ د اړېکو او حتی د لیدلو په باره کي ولي دومره اختلاف موجود دی سړی څه نه سي ویلای خو د کاتب لیکنه ځکه د یو څه تأمل وړده چي هغه خپل کتاب د امیر حبیب الله خان په زمانه کي لیکلی او امیر او د هغه ورور سردارنصرالله خان دواړه د هډې د ملاصاحب په مخلصانو او مریدانو کي وه. د هډې له ملاصاحب سره د امیر حبیب الله خان اخلاص له دې څخه معلومیږي چي په ۱۹۰۲ کال کي یې د سراج الملته و الدین د لقب د اختیارولو په مراسمو کي د هډې ملاصاحب ته د برخي اخیستلو بلنه ورکړه؛ هغه ته یې تخت روان او یو فیل ورواستاوه او دغه راز یې  د ډسمبر په وروستیو شپو ورځو کي د هډې د ملا د جنازې د مراسمو لپاره دیرش زره روپۍ ورکړې. همیلټن ص ۴۴۸

په هغه زمانه کي چي د یوه متوسط مامور کلنۍ تنخوا پنځوسوو روپیو ته نه رسېدله نو د جنازې د مراسمو لپاره دېرش زره روپي ډېر لوی رقم دی. دغه علت دی چي کاتب، د امیر عبدالرحمن خان د ټولو مخالفینو په خلاف، د هډې د ملاصحب نوم تر پایه پوري په ډېر احترام او له ښو القابو سره یادوي.

د هډې ملاصاحب د سوات د اخوندصاحب تر لاس لاندي روزل سوی وو او د زده کړو له لومړیو شپو ورځو څخه یې د انګلیسیانو سره د جهاد له تبلیغاتو سره غوږونه اشنا سوي او د اخوندصاحب سره یې په عمل کي برخه ورسره اخیستې وه. د هغه لپاره په داسي یوه امیر باور کول ګران وو چي خلکو د انګرېزیانو استازی او یا لږترلږه د هغوی په مرسته قدرت ته رسېدلی باله. په مقابل کي د امیرعبدالرحمن خان لپاره، چي د خپل اقتدار د ټینګولو او مرکزي دولت د جوړولو په لاره کي یې هر خنډ او خطر له مخه لیري کاوه، د هډې د ملاصاحب په څېر یوه بانفوذه پیر، چي سل زره مریدان یې درلودل، زغمل او په هغه باور کول ګرانه خبره وه. امیر ، لکه مخکي چي مو وویل، د هډې د ملاصاحب د نیولو کوښښ وکړ خو په خپل کوښښ کي یا ناکام سو او یا یې د هغه نیول او وژل پخپله خپل قدرت ته خطرناک بلل، او ملاصاحب هم د انګرېزانو تر کنټرول لاندي قبایلي سیمه کي د جروبي په کلي کي، چي په یوه تنګه دره کي پروت وو، له مهمندو سره واړول او له هغه ځایه څخه یې د جهاد تبلیغ او عملیات پیل کړل.

مرحوم حبیبي په دې عقیده دی چي د آزادو قبایلو سیمو ته د ملانجم الدین د کوچېدلو او په هغه سیمه کي د جهادي فعالیتونو په پیل کولو کي پخپله د امیر عبدالرحمن خان نیت هم شامل دی؛ او امیر غوښتل چي د هډې د مُلاصاحب په څېر مذهبي مشران قبایلي سیمو ته وشړي او هلته د جهاد هنګامه توده کړي او په دې توګه د هند ویسرا ته وښيي چي که د هند په شمال لوېدیځه پوله کي قبایل د کابل له خوا تحریک سي نو د برټانوي هند حکومت ته ستونزي پیدا کولای سي. حبیبي ص ۷۶

که د هډې د ملاصاحب د تحریک په باب د ویسرا او امیر عبدالرحمن خان ترمنځ تبادله سویو لیکونو ته، چي وروسته به وکتل سي، توجه وکړو نو داسي ښکاري چي که امیر د صوبه سرحد په تحریکونو کي مستقیمه برخه نه درلوده نو ډېر بې غرضه هم نه وو.

انګلیسي منابع زیاتره په دې عقیده دي چي د هډې ملاصاحب د امیرعبدالرحمن خان ملګری وو او د هغه له ملاتړ او مرستي څخه برخمن وو. که څه هم چي په وروسته کي امیر د هغه په وسیله، په سرحدي قبایلو کي، د راپورته سویو ښورښونو د کرارولو لپاره خپلي هلي ځلی وکړې، مګر څرنګه چي قبایل په عمومي صورت د برټانیې د حکومت پر ضد را ولاړ سوي وه نو د هغوی کرارول د امیر په وس نه وه. د امیر خپلو خلکو په عمومي صورت او د هغه سپه سالار غلام حیدرخان په خاصه توګه د قبایلو له ښورښونو او مقاومتونو سره خواخوږي درلوده او امیر تر یوې اندازې بې وسه وو. ویلي  ص ۳۱۳

که څه چي په ۱۸۹۷ کال کي په سوات، باجوړ، تیرا، وزیریستان او د مهمندو په په سیمه کي، د برټانوي هند د حکومت پر ضد، پراخ ښورښونه روان وه مګر امیر عبدالرحمن خان له ښورښیانو سره مرستي ونه کړې او د وزیرو او اپرېدیو قومي جرګې یې، چي د پوځي او مالي مرستو لپاره ورته راغلي وې، نا امیده کړې او مُلاپوونده ته یې، چي له خپلو دوو زرو ملګرو سره ورته راغلی وو، نه یوازي د لیدلو اجازه ورنه کړه، بلکه په ډېره تونده لهجه یې جواب کړ.

امیر له یوې خوا نه غوښتل چي په داسي جنګونو کي برخه واخلي چي د رهبری او بریالي کېدلو افتخارات یې ټول پبرانو او روحانیونو ته ورسیږي. او دا هغه روحاینون او مُلایان ول چي پخوا یې هم د امیر د کفر فتواوي صادري کړي او په دغه وخت کي یې هم امیر د انګلیسیانو ملګری او لاس پوڅی باله. امیر په دغه وخت کي، د دې لپاره چي ځان د کفر له فتواوو څخه وژغوري، د جهاد په نوم اعلامیې خپرولې او حتی یو بشپړ کتاب یې خپور کړ. البته دا معلومه نه سوه چي امیر که جهاد کاوه له چا سره به یې کوي.

امیر عبدالرحمن خان د جهاد او د هغه د ښېګڼو په باره کي داسي توندي اعلامیې خپرې کړې چي په ریشتیا یې هم خلک وپارول. هغه پر خلکو باندي ږغ وکړ چي له کفارو سره جهاد ير هر مسلمان باندي فرض دی او څوک چي له کفارو سره جنګ نه کوي او یا په جنګ کي تېښته کوي پر هغه به د خدای غضب اوري او ځای به یې دوږخ وي.

د امیر دې اعلامیو بالاخره د برټانیې حکومت دې ته مجبور کړ چي پر هغه باندي جدي اعتراض وکړي او هغه یې د خپل سلوک نرمولو ته مجبور کړ؛ او نور یې د جهاد په باب د اعلامیو له صادرولو څخه لاس واخیست. امیر په ۱۸۹۷ کال کي د پښتنو پر مختلفو قومونو او بېلو بېلو سیمو باندي د برټانوي قواوو د پراخو عملیاتو په وخت کي خپل ټینګه بېطرفي وساتله او هغه پښتانه یې، چي د مرستي لپاره ورته راغلي ول، جواب کړل او هغوی ته یې وویل چي د دوی په خاطر د برټانیې دښمني نه سي اخیستلای. نیویل ص ۳۱۲

له امیر عبدالرحمن خان سره دومره پیسې او وسلې نه وې چي د انګلیسیانو په مقابل کي یې د هغوی دښمنان تر ډېره وخته تقویه کړي وای او بیا یې د برټانوي هند د حکومت د پوځونو په مقابل کي د ځان او له هیواد څخه دفاع کړې وای.

تور امير يا پولادي امير
Abdur Rahman Khan – Amir of Afghanistan
عبدالرحمن خان ا

که څه هم چي امیر په دغه وخت کي قبایلي او قومي ښورښونه ځپلي وه مګر بیا یې هم په داخل کي دومره ستونزي او دښمنان درلودل چي له برټانوي هند سره یې د مخامخ جنګېدلو فرصت نه درلود.

د ۱۸۹۷ کال د جنوري په میاشت کي د دیر په علاقه کي د انګلیسیانو سیاسي استازي رپوټ ورکړ چي د هډې ملا د مهمندو په پارولو کي ډېر فعال دی او د ناوګی خان ته یې بلنه ورکړې ده چي د برټانوي هند له حکومت سره خپله موافقه لغو کړي او د انګلیسیانو په مقابل کي په جهاد کي برخه واخلي. په همدغو شپو ورځو کي د ملکنډ په علاقه کي ښورښ پیل سو او د هډې ملاصاحب ته د جهاد لپاره ښه فرصت برابر سو. د پولي پر دواړو غاړو باندي یې د شینوارو او هود خېلو قبایلو ته ولیکل چي له هندوستان څخه د کافرانو د ایستلو لپاره یو موټی سي او په جهاد کي برخه واخلي. ده هغوی ته اطمینان ورکړ چي په ملکنډ کي د انګلیسیانو پوځي مرکزونه له منځه تللي او چور سوي دي او مهمند پر شبقدر باندي حملې ته تیاری کوي. ده له پښتني قبایلو څخه وغوښتل چي که ناست یاست ولاړ سی او که ولاړ یاست را روان سی؛ او هر څونه ژر چي کیږي خپل ضروري شیان درسره راواخلی او جنګ ته تیاری وکړی. ایلیټ ص ۱۶۶

د ګندمک د تړون څخه ډېره موده نه وه تېره سوې چي انګرېزي لښکرو پر افغانستان باندي یرغل وکړ. او د هغه تړون له لاسلیک کېدلو څخه څه باندي یو کال وروسته امیرعبدالرحمن خان قدرت ته ورسېدی. د امیرعبدالرحمن خان د پاچهی په دیارلسم کال په ۱۹۹۳ کي د ډیورنډ تړون لاسلیک سو او پښتانه قومونه یې په وچ کلک جبر پر دوو برخو ووېشله. د ۱۸۹۷ کال د جون په میاشت کي، چي د خیبر په سیمه کي د ډیورنډ کرښه په نښه کېدله نو ډیرو زیاتو پښتني قبایلو یې عملا مخالفت وکړ او د انګرېزانو د قواوو پر مرکزونو او کاروانونو باندي یې حملې پیل کړي. د دغه عمومي قبایلي پاڅون مشري د هډې د ملاصاحب، مانکي مُلا او د پالم مُلا، چي دوړاه د اخوندصاحب مریدان او خلیفه ګان  ول، په لاس کي وه. انګرېزانو د دغه عام قبیلوي پاڅون، چي له توریو پرته ټولو پښتنو برخه پکښی درلوده، د ځپلو لپاره څه باندي اویازره پوځیان د جنګونو جبهو ته واستول او ایله دغه عمومي پاڅون یې کرار کړ. کاکړ ص ۱۱۳

لکه څرنګه چي په قبایلي جنګونو کي، زیاتره وختونه، خانان او قومي مشران خیانت کوي او د مقاومت ملا ماتوي دلته هم د هډې د ملاصاحب سره د ترکزیو او حلیمزیو خانانو او ملکانو خیانت وکړ او دېرش تنه استازي یې د پېښور کمیشنر سرریچارډ اوډني ته ورغلل او د وفاداری لوړه یې ورسره وکړه. کمیشنر له هغو څخه وغوښتل چي خپله دغه وفاداري او لوړه پټه وساتي او په لازم وخت کي به کار ورڅخه واخلي. هغه ځای

د مومندو د حلیمزیو خانانو د پېښور ډیپټي کمیشنر ته عریضه وکړه او هغه ته یې وویل چي د هډې ملاصاحب د قواوو په غونډولو لګیا دی. که موږ د هغه ملاتړ ونه کړو نو هغه مو په خلکو کي د کافرانو په نوم محکوموي او که یې ملاتړ کوو نو د برټانیې قواوي حمله راباندي کوي، سړي مو وژني او کلي مو سوځي. موږ تاسي ته خبرداری درکوو چي د هډې د ملا لښکري ګنداب ته را رسېدونکي دي. موږ د برټانیې د حکومت نوکران یو. او دا اطلاعات د دې لپاره درکوو چي که څه پېښه سي نو موږ به ګرم نه یو.  احمد ص ۱۰۹

    د هډې ملا د مهمندو د قبایلو په زور د آګسټ پر نهمه پر شبقدر باندي حمله وکړه خو د جنرال ایلیس د پوځونو سره یې، چي مخکي له مخکي یې تیاری ورته نیولی وو، مقاومت ونه سو کړای او عملیات یې ناکام سول. د هډې ملا صاحب له دې عملیاتو څخه وروسته یو ځل بیا تازه دمه قوه راغونډه کړه او د همدې میاشتي پر دېرشمه یې د دیر پر لور حرکت وکړ څو د هغه ځای نواب ته له انګلیسیانو سره د دوستی له امله سزا ورکړي. مګر د تورن جنرال ووډهاوس قواوو یې مخه بنده کړه او د هډې ملاصاحب مجبور سو چي پر دیر باندي د حملې له پلان څخه لاس واخلي او بیرته غرونو ته پرشاسي. ایکسپیډیشن ص ۵۶۸

د انګلیسیانو پوځونه هم ښه روزل سوي، هم په عصري وسلو سمبال ول، هم یې بشپړ اکمالات درلودل او په مقابل کي د پښتنو قبایلي لښکرو نه یوازي پوځي روزنه او ښې وسلې نه لرلې بلکه لا خانانو او نوابانو له انګلیسیانو سره پټ او ښکاره تماسونه درلودل او د ښورښونو او حملو په ځپلو کي یې له دښمن سره مرستي کولې. تورن ایچ این نیویل ، چي په دغو عملیاتو کي یې برخه درلوده، وايي چي د آګسټ پر دوهمه یې پر چکدره باندي په پوځي عملیاتو کي دوه زره تنه قتل کړل؛ او په مقابل کي د انګرېزي قواوو یوازي پنځه تنه وژل سوي او لس یې ټپیان ول. نیویل وايي چي دا ارقام سړي ته مبالغه ښکاري مګر چي پخپله مو د قبایلي مشرانو څخه پوښتني وکړې هغوی وویل چي د مړو شمېر یې درې زره اووه سوه تنه وو او د ټپیانو شمېر ورته معلوم نه وو. نیویل ص ۲۳۰

انګلیسیانو د هډې د ملاصاحب په مقابل کي د آګسټ د اوومي د عملیاتو څخه وروسته د هغه د مرکز د بشپړ ورانولو لپاره په عملیاتو لاس پوري کړ او د سپټمبر پر دیرویشتمه او څلېرویشتمه یې د جروبي د کلي پر لور حرکت وکړ او تر هغه ځایه پوري له چنداني مقاومت سره مخامخ نه سول. د سپټمبر پر پنځه ویشتمه یې د جروبي کلی ټول وسوځاوه او د درې په خوله کي یې یوه عسکري اډه ورته جوړه کړه. هغه کتاب ص ۲۶۰

    روحانیون او امیر عبدالرحمن خان:

د سوات خودمختار والي، میاګل جهانزېب، چي پلار او نیکه یې د اخوندصاحب د روحاني قوت او نفوذ له برکته قدرت ته رسېدلي ول، مشهورنارویژي مستشرق او بشر پېژندونکي فریدریک بارت ته، د خپل ژوند په باب مرکې په ترڅ کي، وویل چي ماته مي پلار د نصیحت په ډول ویل چي « پیر او واکمن یو ځای ژوند نه سي سره کولای. په دوی کي یوازي یو تن واک درلودلای سي. که ته غواړې چي واکمن و اوسېږې نو باید چي د پیر قدرت کنټرول کړې. او که یې نفوذ او قدرت کنټرولای نه سې نو له منځه یې یوسه» کله چي  میاګل عبدالودود پخپله د سوات د ولایت قدرت په لاس کي واخیست نو ټول هغه پیران یې چي په خلکو کي یې سیاسي نفوذ درلود پسي واخیستل. بارت ص ص ۴۷-۴۸

امیر عبدالرحمن خان، چي د افغانستان د معاصر تاریخ یو له ترټولو هوښیارو واکمنانو څخه وو، په دې حقیقت تر هر چا ښه پوهېدی او په هیواد کي یې یو پیر او مرشد پرې نه ښود چي د ده سیاسي قدرت ته صدمه ورسوي. او له چا څخه چي یې د خطر احساس کاوه یو په یو یې له منځه یووړل. مُلایانو، چي ده یې امتیازات کم کړي او یا بېخي له منځه وړي ول او پیرانو، چي ده یې قدرت ته خطر متوجه کړی وو، په خپل وار د امیر د کُفر فتواوي صادري کړې او امیر یې د انګلیسیانو استازی او د مجاهد ایوب خان دښمن وباله. تاج التواریخ ص ۲۱۴

احسان لمر، د محمدصادق مجددي د خاطرات سیاسي د کتاب په حواله، لیکي چي سیدحسن آغا، چي وروسته په نقیب صاحب مشهور سو، په انګلستان کي د پولیسو په څانګه کي له تحصیل کولو څخه وروسته، د هند د بمبيي د بندر له لاري، هندوستان ته، وچي هلته یې دوو وروڼو پیرعبدالسلام او پیر سید ابراهیم ژوند کاوه، ولاړ اووروسته د کوټي ښار ته روان سوی او هلته دېره سو. په کوټه کي یې ډېر زیات مریدان پیدا کړل. او له هغه ځایه څخه یې امیر عبدالرحمن خان ته ولیکل چي غواړي باقي عمر په افغانستان کي، د اسلام تربیرغ لاندي، تېر کړي. مګر څرنګه چي امیر عبدالرحمن خان د هغه له نفوذ څخه بېرېدی نو هغه ته یې ولیکل چي د افغانستان حالات ناکراره دي. هر وخت چي یو څه کراري سوه تاته به هرکلی ووایو. افغان جرمن د ۲۰۱۷ کال د جون لسمه

امیر په خپل کتاب کي لیکي چي په کابل کي د امیرشېرعلي خان د کورنۍ ملاتړو او بې علمو مُلایانو او هغو غازیانو چي فقط نوم یې غازي وو او خلکو به تازي بلل خلک زما پر ضد وپارول او ویل به یې چي زه د انګلیسیانو دوست یم او څرنګه چي انګلیسیان کافران دي نو زما په مقابل کي هم باید جهاد وسي. تاج التواریخ ص ۲۲۳

 امیر د ټولو سردارانو، خانانو، د قومي نفوذ او ثروت د خاوندانو، چي ده واقعي او یا احتمالي خطر ورڅخه احساساوه، په له منځه وړلو او خنثی کولو کي له هیڅ ډول زغم څخه کار وانه خیست او د خپلو استخباراتو د پراخو شبکو په زور یې، چي له رسمي مامورینو څخه نیولې، د ښار تر عادي خلکو او د کورونو تر مېرمنو او حتی ماشومانو پوري هرڅوک پکښي شامل ول، خپل ټول مخالفین تر کنټرول لاندي راوستل.

د کابل کوټوال میرسلطان، د کندهار سرښته دار ته ولیکل چي څلېرویشت ښځینه مخبراني وګوماري چي د تاجرانو، کسبګرو او دربار د مامورینو له کورونو څخه د هغوی د اعمالو او نیتونو په باره کي کوټوالی ته رپوټونه ورکړي. کندهارنیوز دریم ټوک ص ۵۸

که څه هم چي مُلایانو له لومړي سره د امیرعبدالرحمن خان سره مخالفت کاوه او کله کله به یې د هغه د کُفر فتواوي صادرولې مګر امیر د هغوی پروا نه کوله او پر له پسې یې د هغوی امتیازات کمول او د دولت تر کنټرول لاندي یې راوستل.

په حقیقت کي مُلایان، په یوازي سر، نظام ته چنداني خطر متوجه کولای هم نه سي. ځکه چي یو خو ملایان معمولا ډېر غریب او نېستمن خلک وي او د یوې ورځي لپاره ښورښ تمویلولای نه سي. له بلي خوا ملایان، د یوه منظم او دوامداره حرکت د رهبري کولو لپاره، هیڅ ډول تشکیل او تنظیم نه لري ( البته دا خبره یوازي د سُني ملایانو په برخه کي، چي زموږ له بحث سره اړه لري، صدق کوي. شیعه مُلایان، په تېره بیا په اېران کي، له سوونوکلونو راهیسي منظم تشکیلات او د رهبری سسټم لري او د اېران په وروستي اسلامي انقلاب کي یې وښودله چي د رهبری بشپړ توان او صلاحیت ورسره دی) او تر ټولو مهمه خبره دا ده چي مُلایان چنداني قومي نفوذ نه لري. ځکه چي هغوی له لومړی ځوانی او هلکتوب څخه له کور او کلي څخه جلا ژوند کړی  او له خپل قوم او ټبر څخه لیري، له یوه او بل مُلا سره، اوسېدلی وي.

اکبرسید احمد لیکي چي ټول مذهبي افراد او ډلي مستقیما د قومي جرګو تابع وي او د دوی ژوند او ښېګڼه په همدغو جرګو او په حقیقت کي په خانانو پوري اړه لري. دی وايي دا ډېره مهمه ده چي مُلایانو ته په جرګو کي د وینا کولو او رايي درلودلو حق نه ورکول کیږي. احمد ص ۵۴

مُلایان که د خپل سیاسي او اجتماعي دریځ لپاره هر څونه قوي منطق ولري بیا هم ځکه د مقاومت د دوام قدرت نه لري چي مادي وسایل یې په لاس کي نه وي. هغوی لښکرو ته ډوډۍ او تنخوا نه سي ورکولای بلکه له نورو څخه ډوډۍ غواړي. د مُلا مشک عالم زوی ملاعبدالکریم یو ځل پنځه سوه مُلایان د امیرعبدالرحمن خان پر ضد د کُفر د فتوا صادرولو ته وهڅول. امیر ډېر زیات مُلایان او هغه کسان اعدام کړل چي د انګلیسیانو پر ضد یې جهاد کړی او غازیان بلل کېدل. کاکړ ص ۱۲۸ ښورښ کرار سو؛ ملایان په خپله مخه ولاړل او د امیر د کُفر فتوا هم کراره سوه. که د دې فتوا او ښورښ رهبري د پیرانو په لاس کي وای نو دومره ژر یې کرارېدل چنداني ممکن نه وه.

خانان هم، چي زیاتره د خپلو مادي امتیازاتو د کمېدلو او تهدیدېدلو په مقابل کي حساس وي، مرکزي حکومت او سسټمونو ته ځکه چنداني خطر نه سي پېښولای چي هغوی زیاتره د خپلو وروڼو، تربرونو، نورو قومونو د خانانو د دښمنیو، مخالفتونو او رقابتونو له امله د مهم او تهدیدونکي عکس العمل د ښکاره کولو فرصت او جرأت نه لري. خانان زیاتره د دولتونو د عمومي کمزوری په وخت کي، چي د مُلایانو فتواوي یې ترلاسه کړي او د عمومي انارشی او لوټ او تالان زمینه برابره سوې وي، خطرناک وي. مګر کله چي د یوه او بل جنرال او سردار له لښکرو او یا مرکزي دولت سره مخامخ کیږي نو معمولاً له خپلو ادعاوو څخه تیریږي او له مقاومته څخه لاس اخلي.

د نولسمي پېړۍ له نیمايي څخه بیا د شلمي پېړۍ تر لومړیو لسیزو پوري، چي د ډیورنډ د کرښي پر پوري غاړه باندي د انګرېزي استعمار په مقابل کي په قومي مقاومتونو کي په لس هاوو زره انسانان قتل سول او په زرګونو کورونه وسوځول سول، په لس هاوو او سل هاوو خانان او قومي مشران انګرېزانو ته تسلیم سول، مستمري، مواجب او امتیازات یې واخیستل او د انګرېزانو لپاره یې د قومي او مذهبي مقاومتونو په کرارولو کي مرسته وکړه.

هم د سیاسي قدرت او د پاچاهانو په مقابل کي او هم د استعمار په مقابل کي، تر ټولولوی خطر د پیرانو او روحانیونو له خوا وي چي زیاتره ځانونه قریش او سیدان بولي او یا د داسي کراماتو او خارق العاده کارونو او قوتونو ادعا کوي چي د هیڅ مُلا او پرهېز ګار سړي په وس پوره نه وي. خلک یې له ښرا څخه ویریږي او د دعا د اخیستلو او حاجت د ترلاسه کولو لپاره یې کورونو او لنګرونو ته سوغاتونه او نغدي پیسې وروړي. بېسواده او ناخبره خلک، چي عموماً خُرافاتو ته ډېره زیاته عقیده لري، تر ژوندیو پیرانو د هغوی له قبرونو او زیارتونو څخه زیات ویریږي.

فریدریک بارت، په سوات کي د خپلو تحقیقاتو په لړ کي، د پیرانو او زیارتونو باب ډېر ښه مثالونه ورکوي دی لیکي«… د بیها د کلي لوېدیځ کي، د یوه ولي زیارت د هغه له وفات څخه ډېر کلونه وروسته کشف سو. هغه داسي چي یوه ورځ یوه لنګه وزه پر یوه قبر وختله او تی یې له قبر سره ولګېدی. د هغې تی سمدستي میکروبي سو، و پړسېدی او څو ورځي وروسته وزه مړه سوه. کلیوال پوه سول چي دا د هغه قبر زور وو چي وزه ورباندي ختلې وه  او باید چي د هغه قبر احترام وسي. نن سبا هغه ډېر مهم زیارت دی او خاص و عام ورته راځي او د خپلو څارویو د زیاتېدلو او د ښځو د حامله کېدلو لپاره دعاوي او خواستونه ورته کوي. دغه راز د تهانه په کلي کي یو زیارت دی چي وايی د یوه غوث قبر دی او دا زیارت هم د هغه سړي له وفات څخه، چي هیچا نه پيژاند، ډېر کلونه وروسته کشف سو. یوه مشهور پیر وویل چي له هغه قبر څخه رڼا پورته کېدله او له هغه وخته تر اوسه پوري دا یو مهم زیارت دی»  بارت ص ۵۸

پیران هم پیسې او جایدادونه لري، هم په یوه خاصه سیمه کي د اوسېدلو له امله، چي کله کله یې پلرونه او نیکونه هم هلته اوسېدلي وي، قومي نفوذ لري، د قدرت له څښتنو خانانو او د شته منو خلکو سره یې دوستی کړي وي چي دا نفوذ یې کله کله تر خاصو علاقو پراخ سوی وي ( البته دا د پیر او پیرخانې په خپل خاص کمال پوري اړه لري چي د خپل نفوذ د پراخولو او په ساده خلکو د خپل جلالیت او کراماتو د منلو په کار کي څومره مهارت لري) له بلي خوا پیران، که څه هم چي اکثر وختونه یو دبل رقیبان وي، د خطر په وخت کي سره یو ځای کیږي او د څو پیرانو مریدان او مخلصان کله کله سل هاوو زرو ته رسیږي. پیران لنګر لري او پر لنګر باندي یې په سل ګونو او کله کله په زرګونو کسان ډوډۍ خوري او په یوه ورځ کي یې ږغ تر ډيرو لیري ځایونو پوري رسیږي او دغه علت دی چي مخالفت یې تر عادي مُلایانو ډېر خطرناک دی.

بارت لیکي: «  اکثر پیران خپلي مځکي لري او ځیني یې د ډیرو زیاتو جایدادونو څښتنان وي. د دوی د مځکو د ملکیت طرز د مځکو د نورو عادي مالکانو له ملکیت سره توپیر لري؛ دوی په خپلو مځکو کي د واک چلولو حق لري او په سیاسي لحاظ یو ډول خودمختار حالت لري. پیران د دغه سسټم له برکته د نورو له احتیاجه خلاص وي. هغه د اجاره داری له تکلیف څخه معاف وي او څوک چي د هغوی پر مځکو باندي کار کوي هغه د ده مزدوران او تر واک لاندي کسان شمېرل کیږی. پیران له دغو مځکو څخه دونه ګټي او پیسې ترلاسه کوي چي د سیاسي مقاصدو لپاره کار ورڅخه اخیستلای سي. بالاخره پیرانو ته د خپلو مځکو څخه داسي څه په لاسی ورځي چي د ستراتیژیکو اهدافو لپاره کار ورڅخه اخلي» هغه کتاب ص ۹۲

د سوات د اخوند صاحب په باره کي فوکلوري سندري، چي ځیني یې ښايی تراوسه ژوندۍ وي، د هغه د کراماتو او لنګر په باره کي ښه ساده بیان کوي:

په ښي لای یې مسواک په کیڼ منګز( ږمونځ ) ده لکه ډال

ګولۍ یې دي تسپې غوڅول کاندي په اقبال

امسا یې ده نیزه پیشقوز تڼۍ پوري خلال

کوزه یې تمانچه ده خوله به ماته د تربور که

غزا پسي راغلی دی په ګور یې الله نور که

تر بورشه د انګرېز، د صاحب څومره خزانه ده

خوراک یې شکرانه جامه یې واړه زرغونه ده

قلعه یې چارچوبۍ په جماعت کښي یې ستانه ده

منګل به د انګریز په وینو سور لکه باتور که

غزا پسي راغلی دی په ګور یې الله نورکه

    ډارمسټټر ص ص ۱۴-۱۵

بل ځای په یوه بله چاربیته کي د اخوند صاحب د لنګر په باب لولو:

ټکر له ورله راغی سوات صاحب په ډېر شتاب

دېره په انبېله وو پکښی نه وایم کذاب

لنګر یې جاري کړی ښې نرۍ وریجي کباب

خوراک وو د غازیانو دروغ نه وایم باورکه

له هنده دی راغلی په غزا پسي سفر که   هغه کتاب ص ص ۲۳-۲۴

اخند صاحب ته ډېر کرامات منسوب دي او په یوه ځای کي د اخندصاحب لمسی او د سوات والي میاګل عبدالودود ادعا کوي چي سردارمحمداعظم خان په کابل کي د امیر شېرعلي خان له لاسه تر ماتي خوړلو وروسته د اخندصاحب لنګر ته ورغی او هلته څو شپې دېره سو. د رخصتېدلو په وخت کي یې له اخند صاحب څخه د دعا او خپلو کارونو د سمېدلو غوښتنه وکړه. اخندصاحب دعا ورته وکړه او یو شال یې ورکړ. د اخند صاحب د دعا له برکته په کابل کي پاچا سو. مګر څرنګه چي له اخندصاحب سره پر خپله کړې وعده، چي ویل یې پر حقه لار به روانیږي، ونه درېدی نو بیرته امیرشېرعلي خان ورباندي بریالی سو او دی په اېران کي په ډېر بد حالت کی مړ سو. خان ص ص ۶۰-۶۱

د اخندصاحب زوی او ځای ناستي میاګل عبدالخالق د اخندصاحب لنګر، د پخوا په څېر، جاري وساتی. په لنګر کي به هره ورځ د پنځو سوو تنو لپاره ډوډۍ پخېدله او کله کله به د مېلمنو شمېر تر دوو زرو پوري ورسېدی. د ټولو هغه کسانو لپاره چي له لیري ځایونو څخه راتلل، پرته د هغوی له مقام او اجتماعي دریځ څخه، د شپې د پاته کېدلو ترتیبات نیول سوي وه. میاګل عبدالخالق، د لومړۍ ورځي بیا تر وفات پوري، لنګر په دغه ترتیب وچلاوه. پر مېلمنو برسېره، د سیدوشریف ( د سوات مرکز او د اخوندصاحب لنګر) ټولو غریبانو ته هره ورځ له لنګر څخه ډوډۍ ورکول کېدله. هغه کتاب ص ۶۹

اخوندصاحب د خپلو مریدانو، چي ډېره پراخه سیمه یې نیولې وه، د رهنمايي کولو لپاره په هند ، پنجاب، د تیرا په قبایلي علاقو، پېښور، افغانستان، دیر، وزیریستان او نورو سیمو کي دیارلس خلبفه ګان وټاکل. اخوندصاحب، د خپل روحاني ژوند سره سره، د خپل ملکیت او جایداد په زیاتولو لګیا وو. ډیري زیاتي مځکي یې درلودلې. په سوات، لنډخور او مردان کي یې په سل ګونو غواوي او غوایي درلودل. هغه کتاب ص ۵۹

امیر عبدالرحمن خان د افغانستان لومړنی اووروستنی پاچا وو چي د پیرانو او روحانیونو هیڅ خیال یې ونه ساتی؛ یا یې تابع، یا یې مړه او یا یې فرار کړل. هغه د مُلامشک عالم او د هغه له زوی مُلا عبدالکریم سره تر پایه جوړه ونه کړه. د هډې ملاصاحب یې له وطنه فرار کړ. د کنړ سیدمحمود یې د خپلو نیکونو له هغو امتیازاتو څخه محروم کړ چي د سل ګونو کلونو راهیسي یې خوړل او هندوستان ته یې پسي واخیست او د مشهور حبو اخوندزاده له زوی مُلاعبدالرحیم څخه یې د کندهار د خرقې شریفي په بست کي دننه سر پخپله توره پرې کړ.

د هډې ملاصاحب د امیر عبدالرحمن خان لپاره ډېرخطرناک نه وو، او حتی امیر یې له وجود څخه ګټه هم اخیستلای سوای، ځکه چي هغه د خپل عمر زیاتره برخه د برټانیې تر واک لاندي سیمو کي د جهاد جنډه اوچته ساتلې وه او د امیر پر ضد یې، په افغانستان کي دننه، ښورښونو کي ډېره برخه نه درلوده. کله چي انګلیسیانو مځکه ورباندي تنګه کړه او د جروبي کلی یې ، چي د ده د فعالیتونو مرکز وو، ټول تباه کړ نو دی د هډې کلي ته ستون سو او له دې وروسته یې چنداني د فعالیتونو درک نه معلومیږي.

مګر مُلامشک عالم او د هغه زوی ملاعبدالکریم، د برټانوي استعمار پر ضد د جنګېدلو څخه وروسته، پر امیر عبدالرحمن خان باندي د کُفرفتوا ولګوله او داسي ښکاري چي دواړو د پاچهی دعوه هم درلوده. مُلامشک عالم د انګلیسیانو سیاسي استازي لیپیل ګریفین ته په یوه لیک کي ویلي دي:

« د افغانستان ټولو مسلمانانو زه د امام المجاهدین والمسلمین په حیث انتخب کړی یم او هیڅوک نه سي کولای د هغه څه پر ضد چي زه یې وایم عمل وکړي. د برټانیې د حکومت او د افغانستان د خلکو ترمنځ دوستي باید د افغانستان امنیت ټینګ کړي. ځکه نو باید چي د دې هیواد واکمنان د برټانیې د حکومت د دوستانو دوستان او د دښمنانو دښمنان وي…

زه نه سم کولای چي د یعقوب خان له زوی سردارمحمدموسی خان څخحه پرته بل څوک تضمین کړم ځکه چي دا سردار ډېر ځوان دی او زما له مشورې او سلا پرته هیڅ کار نه کوي. د دولتي امورو د پرمخ بېولو لپاره به صادق او د ښو نیتونو لرونکي وزیران وټاکل سي او زه به هم په دغه برخه کي توجه وکړم» اولسن ص ۹۰

د مُلامشک عالم زوی ملاعبدالکریم، چي د شینوارو او وروسته د غلجیو په ښورښونو کي یې لوی لاس درلود، امیرعبدالرحمن کافر او د اسلام تباه کونکی او د پردیو کفارو د حکومت ملګری باله. یو رپوټ وايي چي عبدالکریم خپل ځان پاچا باله او بل رپوټ وايي چي د خلیفه لقب یې غوره کړی وو او یو رپوټ وايي چي په خپل نامه یې د خطبې ویلو امر کړی او په خپل نامه یې سکه جاري کړې وه. کاکړ ص ۱۲۸

کله چي د کندهار علماوو امیر ته په ګډه یوه عریضه ولیکله او له امیر څخه یې پر کورونو باندي د مالیاتو، چي له دوی څخه هیڅ وخت نه وه اخیستل سوي، د معافېدلو اوښتنه وکړه امیر یې عرض ونه مانه او ورته وې ویل چي تاسي د هغو کسانو له ډلي یاست چي کله زه له ایوب خان سره جنګېدلم زه مو کافر بللم. کندهار نیوز دریم جلد د ۱۸۸۶ کال د ډسمبر د پنځمی رپوټ نمبر ۵۶

د کندهار علماوو، سیدانواو شیخانو ته چي څه پیسې او تنخواوي ورکولي کېدلې امیر عبدالرحمن خان ټولي  ورباندي بندي کړې او یوازي څو محدودو کسانو ته یې لږي پیسې حواله کړې. دغه معاشونه او تنخواوي چي په کال کي تقریبا یو لک او څلوېښت زره روپۍ کېدلې، څلېرویشت زرو روپیو ته را کمي سوې. هغه کتاب د ۱۸۸۷ کال د فبروري یوولسمه  ۱۲ نمبررپوټ

په کابل او ولایاتو کي یې د مُلایانو څخه د سویې د امتحان اخیستلو لپاره کسان او قاضیان مقرر کړل. اعلان یې وکړ چي یوازي هغو مُلایانوته به چي په آزموینه کي بریالي سي تنخوا ورکوله کیږي او په محاکمو کي به مقرریږي او هغه کسان به چي په آزمیینه کي بریالي نه سي تنخوا نه سي اخیستلای. ډېرو مُلایانو چي په یقین سره په آزمیېنه کي بریالي کېدلای سوای کابل ته له تللو څخه ډده کوله ځکه دا وېره ورسره وه چي بیرته به رانه سي. هغه کتاب د فبروري دوه ویشتمه رپوټ نمبر پنځه لس.

د کابل د قزلباشو یو لوی پیر او مرشد مُلا آغابابا یې له کابل څخه کندهار ته تبعید کړ. د کابل قزلباشو په یوه پټه غونډه کي فیصله وکړه چي که امیر د دوی پیر له کابل تبعید کړي نو دوی به ټول له ښاره ورسره ووزي. مُلاآغابابا، چي امیر عبدالرحمن یې ښه پېژندی، خپلو خلکو ته وویل چي دا کار ونه کړي ځکه چي امیر ورته په غوسه سي او د دوی به هر څه له لاسه ووزي. کندهار نیوز دوهم جلد د ۱۸۸۴ کال د آګسټ شپږمه رپوټ نمبر۳۱

د انګلیسیانو خبریال د اګسټ پر شپاړسمه په خپل نمبر ۳۲ رپوټ کي وايی چي مُلاآغابابا یې په کابل کي دونه وهلی وو چي تر اوسه پوري یې ټپونه جوړ سوي نه دي او د مُلایوسف په نوم یو بل مُلا یې، چي په پرهېز، تقوا او علمیت ډېر مشهور وو، په وهلو او شکنجو کي وواژه.

په مقابل کي امیر پخپله د کرامت او ولایت دعوه کوله او ویل یې چي لیک لوست یې په خوب کي د الهام له لاري زده کړی دی. عبدالرحمن ص ۵۶

د خپلي پاچهی له لومړیو ورځو څخه یې تبلیغ کاوه چي له روسیې څخه افغانستان ته له روانېدلو څخه یوه شپه مخکي یې خوب ولیدی چي دوو فرشتو تر اوږو نیولی د حضرت رسول صلعم حضور ته، چي څلور یاران یې راسته او چپه لاس ته ناست ول، حاضر کړ او څرنګه چي د پاچهی او له خلکو سره د سلوک په برخه کي یې سوال ته سم جواب ورکړ نو اصحابو یې په مهرباني ورته وکتل او دی پوه سو چي پاچهي یې ده ته ورکړه. هغه کتاب ص ۲۲۸

دغه راز وايي چي د خواجه احرار زیارت ته ولاړم او د هغه په زیارت کي مي د خپل وطن د حالاتو او د خپلي دربدری له امله دونه وژړل چي په هغه زیارت کي پر مځکه باندي ویده سوم. په خوب کي خواجه احرار را ته وویل چي ځه د افغانستان پاچهي مي درکړه. هغه ځای

ویل کیږي چي داسي آوازه یې ګډه کړې وه چي هر سهار چي له خوبه را پاڅېږم تر بالښت لاندي مي د ټولو هغو کسانو لیستونه پراته وي چي یا په اعدام او یا په سختو سزاوو محکومیږي او یا باید عفو ورته وسي. دا ټولی د قسمت فیصلې دي.

سیدمحمود کنړی:

امیر عبدالرحمن خان د خپلي پاچهی په لومړي کال د کنړ د سیدمحمود له مقاومت سره مخامخ سو او په ډېر لږ وخت کي یې له منځه یووړ او هندوستان ته په فرار کېدلو یې مجبور کړ. که څه هم چي سیدمحمود کنړي د پیری، مرشدی او کراماتو دعوه نه درلوده خو د هغه پلرونو او نیکونو د سیادت او روحانیت د مقام له برکته، له سل ګونو کلونو راهیسي د کنړ واکمني کړې وه او پخپله سیدمحمودکنړی د کنړ پاچا بلل کېدی. هغه د وزیر محمداکبرخان زوم وو او له دې امله د محمدزیو د یوې غښتلي کورنۍ په ملاتړ مغرور وو. کله چي امیر عبدالرحمن خان په کندهار کي د سردارایوب خان مقاومت مات کړ او کابل ته بریالی راستون سو نو سپه سالار غلام حیدرخان ته یې د سید محمودکنړي د له منځه وړلو وظیفه ورکړه او هغه هم په ډېر لږ وخت کي د سید طرفدارانو ته ماته ورکړه او هندوستان ته په تېښته یې مجبور کړ. هغه کتاب ص ص ۲۲۹-۲۳۰

سید محمود د سیدبهاءالدین زوی وو، چي په بابوجان مشهور وو، او د کنړ د سیمي یو روحاني مشر وو. څرنګه چي پلار یې خپل مشر زوی حسام پاچا له حقه محروم کړی وو نو سیدمحمود، په ۱۸۶۸ کال کي، د خپل پلار له وفات څخه وروسته، د پلار پر ټول جایداد غېږ را ورګرځوله. په همدغه کال یې د امیرمحمداعظم خان په مقابل کي ښورښ وکړ او قدرت ته د امیرشېرعلي خان د بیرته رسېدلو سره یې مقاومت او ښورښ پای ته ورسېدی. د امیر په امر یې، زړه نازړه او له وچه مجبوریته، له خپل ورور سره جوړه وکړه او یو څه مځکه یې په جاګیر کي ورکړه. سیدمحمود د امیر شېرعلي خان د درباري شورا غړی وو او شپږ میاشتي به په کنړ او شپږ میاشتي به په کابل کي اوسېدی. د سوات او باجوړ په خلکو کي یې زیات نفوذ درلودی او له همدغه روحاني او مادي نفوذ څخه په استفادې سره یې ، د باجوړ خانان او ملکان امیرشېرعلي خان ته راوستل. امیر هغوی ښه ونازول او هغوی هم ژمنه وکړه چي د باجوړ په علاقه کي به د امیر شېرعلی خان د قدرت او سلطې د ټینګولو لپاره کار کوي.

سیدمحمود، د ۱۸۸۰کال د اکټوبر په میاشت کي، د امیر عبدالرحمن خان د لیدلو لپاره کابل ته راغی. امیر نه یوازي د سید د انتظار په خلاف د هغه د روحاني مقام لازم درناوی ونه کړ بلکه په کنړ کي یې د هغه قدرت دونه کم کړ چي د یوه عادي خان او ملک درجې ته یې ورساوه.

سیدمحمود وروسته، کابل ته د ورتللو په برخه کي، د امیر غوښتنه ونه منله او د برټانیې له حکومت څخه یې د ساتني غوښتنه وکړه. د برټانیې حکومت امیر ته وویل چي له سیدمحمود سره باید د هغوی د دوست په توګه سلوک وسي او په عین حال کي یې سیدمحمود  ته وویل چي د امیر د امر د نه منلو مسوولیت به یې پخپله غاړه وي. دی له دې څخه وېرېدی چي که کابل ته ورسي نو امیر به څلورلکه روپی باقیات ورباندي حواله کړي او ضمنا امیر له هغه څخه د کوز کنړ مځکي واخیستلې او ده به تل ویل چي د انګرېزانو دوستی ډېر تاوان ورته ورساوه. د امیر او سیدمحمود ترمنځ اړېکي کرار کرار نور هم خراب سول او جنرال برایټ د ۱۸۷۹کال په ډسمبر کي، د برټانیې د حکومت په اجازه، سید محمود ته وویل چي که د برټانیې حکومت ته وفادار پاته سي او په افغانستان کي د حالاتو په بهترېدلو کي همکاري وکړي نو د برټانیې حکومت به د ده د مرستو او خدمتونو په بدل کي دا ذمه ووهي چي د ده ملکیتونه به تر ابده د ده د کورنۍ په واک کي پاته وي او موږ به ستا د حفاظت لپاره لازم اقدامات وکړو. مګر د ۱۸۸۲ د ډسمبر په میاشت کي لارډ ریپن ولیکل چي زه فکر کوم موږ د سیدمحمود لپاره هغه څه چي لازم وه هغه وکړل او امیر ته د هغه په باره کي تر دغه زیاته توصیه به بې ضرورته او ترحد تېری وي. ده وویل زه فکر کوم چي په۱۸۷۹ کال کي چي سیدمحمود ته کوم اطمینان ورکړه سوی دی هغه به هغه وخت سم او پرځای وای چي موږ په هند پوري د افغانستان د نښلولو خیال درلودلای. آدمک ص ص ۱۸۳-۱۸۴

 د سیدمحمود نیکونو، چي ځانونه یې سیدان بلل او ویل یې چي له عربستان څخه یې د ترمذ له لاري کنړ ته مهاجرت کړی دی، د مغول همایون له وخته، چي ویل کبږي د کنړ سیمه یې هغوی ته بخښلې وه د پېړیو په اوږدو کي هغه سیمه خوړلې او له خلکو څخه یې د حاصلاتو دریمه برخه د مالیاتو په ډول اخیستله. که څه هم چي امیر دوست محمدخان د هغوی قدرت یو څه کنټرول کړی وو خو د انګرېزانو له خوا د افغانسنتان د دوهم ځل اشغال په وخت کي سیدمحمود، چي له ډېري پخوا له انګرېزانو سره د نیژدې اړېکو په دردلو مشهور وو، د ټول کنړ کنټرول واخیست. سیدمحمود، چي د برټانیې په دوستي مغرور وو، د هغوی په مقابل کي د هر ډول مقاومت د مخنیوي کوښښونه وکړل او له هغوی سره یې دوستانه اړېکي ټینګ کړل. د برټانیې حکومت په عوض کي له ده سره د خپل میراثي جایداد په ساتلو کي د هر ډول مرستي ژمنه وکړه.

کله چي د انګرېزانو سیاسي استازی لیپیل ګریفین کابل ته روان وو، سید محمود له هغه سره په جلا آباد کي وکتل او هغه ته یې مشوره ورکړه چي افغانستان باید پر څو ټوټو، چي یو له بله مستقلي، خو د انګلیسیانو تابع وي، ووېشل سي. ده ګریفین ته مشوره ورکړه چي تر څو پوري محمدجان خان او د هغه طرفداران مات سوي نه وي، او د برټانیې د حکومت واک ټینګ سوی نه وي، هیڅ وروستۍ فیصله باید ونه سي. ګریفین له هغه څخه دونه خوشاله سو چي اطمینان یې ورکړ چي بېغمه اوسه د برټانیې حکومت به خپلي ټولي هغه وعدې چي له ده سره یې کړي وې عملي کړي. ګریفین سیدمحمود ته اطمینان ورکړ چي په هر صورت کي به یې غم وخوري او د برټانیې له حکومت سره د دوستی کولو له امله له هیڅ شي څخه ونه ډاریږي. ګریفین هغه ته شل زره روپۍ نغدي او دوه غرني توپونه ورکړل. کاکړ ص ص ۸۷-۸۸

ګریفین امیر ته په ډیرو ټینګو الفاظو وویل چي د برټانیې حکومت به ډېر زیات خوشاله سي که امیر په کنړ کي د سید محمود له شته منیو او جایدادونو سره غرض ونه کړي او هغه ته خپل پلرنی جایداد ورپریږدي. هغه کتاب ۸۹

البته امیر عبدالرحمن خان پوهېدی چي په وطن کي دوه پاچاهان نه ځاییږي. هغه د مرکزي قدرت د ټینګېدلو په مخ کي هر احتمالي خطر په قهر او زور له منځه ووړ او له بلي خوا یې له انګلیسیانو سره موافقه کړې وه چي له نورو هیوادونو سره به د برټانیې له سلامشورې پرته اړیکي نه ټینګوي خو په داخلي چارو کي به مطلقه آزادي لري او برټانیه به د هغه په داخلي چارو او کارونو کي لاس وهنه نه کوي. امیر د برټانیې د حکومت په توصیو کي ری ونه واهه او په لږ وخت کي یې نه یوازي د سیدمحمود ټولي مځکي ورڅخه واخیستلې بلکه له وطنه یې هم فرار کړ.

له عبدالرحمن خان څخه وروسته:

    امیر عبدالرحمن خان د ۱۹۰۱ کال د اکټوبر پر لومړۍ نېټه وفات سو. د هغه له وفات څخه دوې ورځي وروسته د هغه مشر زوی امیر حبیب الله خان پاچا سو، چي د داخلي پالیسی او ادارې له مخي یې له خپل پلار سره ډېر توپیر درلود. حبیب الله خان د خلکو د خوشاله کولو لپاره ډېر زیات بندیان خوشي کړل؛ په عمومي صورت یې تر پلار نرمه پالیسي غوره کړه او د پیرانو او شیخانو په برخه کي یې د خپل پلار د وخت پالیسي، چي د میاګل عبدالودود پر فورمول ولاړه وه، پرېښودله. د افغانستان د تاریخ یوه استاده وايی حبیب الله خان، د خپل پلار په خلاف، د علماوو او مشایخو درناوی کاوه او یو شمېر روحانیونو ته یې مځکي او مسمتري معاشونه مقرر کړل. روحانیونو کرار کرار خپل پخوانی قدرت ترلاسه کړ او امیر او د سلطنتي کورنۍ غړي د یوه یا څو پیرانو په اخلاصمندانو کي وه. نوید ص ۳۸

دلته باید یوه خبره هېره نه کړو چي دیني عالمان او ملایان، لکه څرنګه چي مخکي مو اشاره ورته وکړه، د نظامونو او د هغوی د اصلاحي پروګرامونو په مقابل کي، که یې هر څومره له نظر سره مخالف هم وي، د عکس العمل ښکاره کولو او نظام ته د خطر متوجه کولو ځکه ډېر زیات توان نه لري چي هدف ته د رسېدلو لپاره مالي وسایل او د هدف د تعقیبولو لپاره منظم تشکیل نه لري. مُلایان او دیني عالمان په جوړ سوي اړودوړ کي خطرناک رول لوبولای سي خو پخپله د مقاومت د منځته راوړلو او رهبري کولو تشکیل او توان نه لري. پیران ځکه خطرناک دي چي هغوی د پردیو له شړلو، او یا حاکم نظام له چپه کولو، څخه وروسته بل پروګرام نه لري او په خپلو ورسره مادي وسایلو او د مریدانو او خلیفه ګانو د پراخو شبکو له لاري بیرته پر مرکزي حکومت، او یا نوي منځته راغلي حکومت، مخ را اړوي. که د قدرت د نیولو پلان ونه لري؛ د قدرت په چپه کولو او مرکزي حکومت ته د ستونزو په جوړولو کي مهم او کله کله قاطع رول لوبولای سي.

پیران، که چیري قدرت ونیولای سي، نو د قدرت او پاچهی کافي اشتها او حرص ورسره وي. د نولسمي پېړۍ په نیمايي کي د سوات سیداکبرشاه، له ۱۸۵۰ څخه تر ۱۸۵۷ پوري او له هغه څخه وروسته اخوندصاحب او د هغه زامن، لمسیان او کړوسیان ټول د سوات د  قدرت پر ګدۍ ناست ول. په ۱۸۹۷ کال کي، په سوات کي د ښورښونو په وخت کي، لېوني ملا، یا سرتور فقیر ( سعدالله) خو د ښورښ له لومړي سره د ډهلي د نیولو اعلان وکړ او یو کمکی هلک یې ورسره روان کړی وو چي ویل یې د مغولو پر تخت به یې کښېنوم. د قفقاز په سیمه کي، د نولسمي پېړي په نیمايي کلونو کي، امام شامل، چي کله کله به یې د لښکرو شمېر تر څلوېښتو زرو پوري ورسېدی، او څه باندي پنځه لس کاله له تزاري روسیې سره وجنګېدی، بشپړه کابینه، پوځ ،مالیاتي سسټم  او اداري تشکیلات درلودل. د نولسمي پېړۍ په نیمايي کي د سوډان امام مهدي، د روحاني قوت او مریدانو په زور قدرت ته ورسېدی. دا ټول په لومړي سر کي ساده او بې آزاره پیران ول او هیچا فکر نه کاوه چي هغوی به د قدرت نیولو خیال هم ولري. په افغانستان کي پیرانو، په تېره بیا د حضراتو کورنۍ، د مرکزي حکومت او قدرت په تهدیدولو، چپه کولو، حمایه کولو او د سیسو په جوړولو کي څرګند رول درلودی. د اعلیحضرت امان الله خان د رژیم له نسکورېدلو څخه وروسته، د شور بازار حضرت خپل ځان د پاچهی لایق باله. او صبغت الله مجددي خو تر مرګه د پاچا کېدلو له خیال پلو څخه لاس وانه خیست.

د سرتور فقير خيالي انځور

د شوروي نظام، د مرکزي اسیا په اسلامي جمهوریتونو کي، د اسلامي مرکزونو، دیني علماوو او روحانیونو په له منځه وړلو کي خپل ټول وس تمام کړ مګر د نقشبندیه او قادریه طریقو پیرانو او پیروانو تر پایه پوري هم له تزاري روسیې او هم له کمونیسټي شوروي سره خپل مقاومت ته دوام ورکړ. د اسلامي روسیې خلک د هغوی د قربانیو قدر کوي خو کله چي سړی، د ټولني او اجتماعي سسټم په برخه کي، د هغوی د مرشدینو خبري اوري او د ټولني د راتلونکي لپاره د هغوی پلانونه ګوري نو په زړه کي وېره ورته پیدا سي. د شمالي قفقاز د نقشبندیانو یو پیر اوزون حاجي په خپله یوه اعلامیه کي پر اسلامي شریعت ولاړ خلافت د جوړولو اعلان کړی دی او وايي چي زه رسۍ ( تناو) تاووم او ټول انجنیران، محصلین او په عمومي ډول ټول هغه کسان به غرغړه کوم چي له چپ څخه ښی خواته لیکل کوي. بینینګسن ص ۲۴

شوروي اتحاد په ټوله اسلامي روسیه کي عربي الفبا له منځه وړې او لیک لوست یې ټول په روسي الفبا اړولی وو. په دې حساب نو په میلیونونو بېګناه انسانان، چي له وچه مجبوریته یې له چپ څخه ښی خواته لیکل کول، د اوزون حاجي غرغړې ته منتظر ول.

امیر حبیب الله خان نه یوازي د پیرانو او روحانیونو درناوی کاوه بلکه هغه پیران او شیخان یې چي د ده پلار فرار کړي او یا یې خپلي خاوري ته د داخلېدلو اجازه نه ورکوله په لوی لاس افغانستان  ته را وبلل، ویې نازول او د خپلو اصلاحاتو او د اعلیحضرت امان الله خان د راتلونکو اصلاحاتو لپاره یې دښمنان تقویه کړل.

امیر عبدالرحمن خان د ټولو هغو مُلایانو او پیرانو سرونه وهل چي د ده قدرت ته یې خطر پېښاوه او یا یې د ده له پروګرامونو سره مخالفت کاوه؛ مګر ټول هغه مُلایان او علما یې نازول چي له ده سره یې همکاري کوله او د هیواد قضایي چاري یې ورسپارلې، په حکومتي دفترونو کي یې په کارونو ګومارل او په حقیقت کي یې د حکومت مامورین او د پاچا نوکران ورڅخه جوړول. همیلټن ص ۴۴۲

 امیر عبدالرحمن خان هیڅ وخت هیڅ پیر او روحاني ته دومره امتیاز نه دی ورکړی چي له امیر څخه بې نیازه سي او دونه جایداد او شته مني دي پیدا کړي چي یو وخت د سرکښي کولو فکر ورته پیدا سي. د هغه د ادارې سسټم داسي وو چي د هیواد ټوله شته مني یې خپله بلله . هر وخت چي به یې هرچاته خوا بده سوه ټوله شته مني به یې ورڅخه غصب کړه او هغه به یې د بندیخانې شومه کړ. امیر عبدالرحمن خان د هیچا مرید نه وو حتي پخپله یې د خوبونو د لیدلو او الهام اخیستلو دعوه درلوده. د امیر عبدالرحمن خان په زمانه کي هیڅ پیر او روحاني لنګر نه درلود او که یې چیري درلود نو د امیر د جاسوسانو له خوا داسي څارل کېدل چي د امیر پر ضد د یوې خبري په ګناه یې سرونه ورڅخه وهل.

خو امیر حبیب الله خان، ښايي له یوې خوا د خپل ورور سردارنصرالله خان او نورو سردارانو په خاطر چي د پیرانو مریدان ول، او دغه راز په خلکو کي د نفوذ او محبوبیت د ترلاسه کولو او ضمنا په سرحدي سیمو کي برټانیې ته د ستونزو د پیدا کولو او په دې وسیله د برټانوي هند له حکومت څخه د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره روحانیون تقویه کول. مګر له ده سره د امیر عبدالرحمن خان په شان قدرت نه وو او یو وخت داسي شرایط راغلل چي ده خپل تقویه کړي او نازولي روحانیون کنټرولولای نه سوای.

د هډې ملا صاحب یې افغانستان ته وباله او تخت روان یې ورپسي واستاوه. د هغه مریدانو ته یې وسلې ورکړې او د ده په رهمنايي یې د کافرستان جهاد ته ولېږل، څو په دې توګه د هغه مذهبي او روحاني اعتبار نور هم زیات سي. د هډې د ملا د قدرت سیمه یې ورته پراخه کړه. هغه ته یې یو نوی لوی جومات ورجوړ کړ چي وروسته یوه لویه دیني مدرسه ورڅخه جوړه سوه. د نوروز د مراسمو لپاره یې کابل ته وباله او یو پیل او کجاوه یې ورولېږله. له ده سره یو ځای یې د برټانیې تر کنټرول لاندي سیمو کي د انګلیسیانو سخت مخالفین ملاپوونده، ملاسید اکبر او د ساپیو ملا را وبلل. هغه کتاب هغه مخ

امیر حبیب الله خان او سردار نصرالله خان دواړو د بغداد نقیب سیدعبدالرحمن ته ارادت درلود او له دغه امله یې د هغه ورور سیدحسن افندي، چي په افغانستان کي په نقیب صاحب مشهورسو، کابل ته راوباله. په چارباغ کي یې مځکي ورکړې، د میاشتي یې زر روپۍ معاش ورته حواله کړ او خپله یوه خور یې ورته په نکاح کړه. اولسن ص ۹۸

احسان لمر د محمدصادق مجددي د کتاب په حواله، د نقیب صاحب په باره کي لیکي: « دغه شیخ، چي په نقیب صاحب مشهور دی، د استقلال د جګړې په وخت کي یو ساعت هم د اسلام د خدمت لپاره وقف نه کړ او د جهاد په لاره کي یې یو ګام هم پورته نه کړ. بلکه له جلال آباد څخه، چي د جنګ میدان وو، کابل ته ولاړ. او د وروستي انقلاب په ترڅ کي یې، چي د امیر امان الله خان د سقوط سبب سو، د افغانستان پر ضد هلي ځلي وکړې. په جلال آباد کي د ده باغ د انګرېزانو د الوتکو میدان وو او د ده خانقاه د جواسیسو د پټېدلو ځای. جناب پیر صاحب له سردار هاشم خان سره، د کجه په کلي کي د سقاوي قواوو په مقابل کي د خلکو یا عسکرو د روحیې د تقویه کولو په منظور یوه کلمه هم ونه ویل. د احسان لمر مضمون.

په همدغه مضمون کي لولو چي نقیب صاحب هم ږیره خریله او هم د جماعت په لمانځه کي نه حاضرېدی. ملایانو د هغه د مریدانو له وېري څه ورته ویلای نه سوای او امیر ته یې شکایت وکړ. امیر له نقیب صاحب څخه وغوښتل چي د ملایانو شکایت په نظر کي ونیسي. نقیب صاحب ږیره پرېښودله مګر د جماعت په لمانځه کي چا تر مرګه ونه لید. او هیڅ مرید یې پر لمانځه باندي د لیدلو شاهدي نه سي ورکولای.

قادریه طریقه، چي مخکي یې هم کافي نفوذ درلود، د نقیب صاحب له راتګ سره ښه په جوش کي سوه او له مزاره تر کندهاره یې په لکونو مریدان پیدا کړل، چي د نقیب صاحب او د هغه د اولادونو لپاره یې د سل ګونو کلونو ژوند او مادیات تضمین کړل.

د پښتو ژبي د مشهور شاعر بهايي جان صاحبزاده ورور عمرجان صاحبزاده، چي په کندهار کي په صاحب اغا مشهور وو او په خپل وخت کي د کندهار تر ټولو مشهور او منلی پیر وو، یوه ورځ خپلو مقتدیانو ته، چي شمېر یې څو سوو تنو ته رسېدی، کیسه کوله:

« پرون مي په زړه کي راتېره سوه چي زه به زورور یم که نقیب صاحب؟ دا خبره مي په زړه کي څو څو ځله را وګرځېدله. کله چي د شپې ویده سوم نو یو وخت مي نقیب صاحب د عرصات پر میدان په خوب کي لیدی چي پر پُل صراط باندي ولاړ دی او سترګي یې له قهره لکه د وینو پیالې داسي سرې دي او خپل مریدان د پُل صراط له یوې غاړي بلي ته اړوي. په دغه وخت کي یې ماته په ډېر قهر وکتل ویل یې که ریشتیا صاحب یې مریدان دي واړوه. له خوبه را پاڅېدم. ټول وجود مي له سره تر نوکه په خولو کي لوند خیشت وو. د تهجد د لمانځه وخت وو او له ځایه را ولاړ سوم. ما ویل بیا به په ټول ژوند کي له نقیب صاحب سره زور نه وهم»  صاحب اغا به حتما دا کیسه په ډېر کمال کړې وي ځکه چي وايي د مقتدیانو تر نیمايي زیاتو کسانو په سرو سترګو ورته ژړل.

امیر حبیب الله خان د حضرتانو کورنۍ ته ، چي د وخته یې لا په هند، مرکزي اسیا او افغانستان کي ډېر زیات نفوذ درلودی، د افغانستان په بېلو بېلو سیمو کي مځکي او امتیازات ورکړل. ده ښايي غوښتل چي د خپل قدرت د ټینګولو لپاره د روحانیونو له قدرت څخه استفاده وکړي مګر په دې خبر نه وو چي د روحانیونو ملګرتوب تر یوه ټاکلي وخته پوري وي. او چي خپل هدف ته ورسیږي پر خپل ولینعمت باندي مخ را اړوي. همدغه حضرتان وه چي د اعلیحضرت امان الله خان د قدرت او اصلاحاتو د سقوط یو عمده عامل سو. حضرتانو د سقاو د زوی په بریالي کولو او د اعلیحضرت نادرشاه په طرفداری د هغه د بیرته پرزولو په فعالیتونو کي ونډه درلوده او که امیر حبیب الله ژوندی پاته سوی او وژل سوی نه وای حتما به یې د حضرتانو د ملاتړ ثمره لیدلې وای.

په کابل کي د برټانوي هند د حکومت استازی فقیر سید افتخارالدین لیکي: حضرت صاحب له ډېره وخته، جلال آباد ته نیژدې، په چارباغ کي اوسیږي. دی دوه کاله مخکي مکې شریفي ته د دې لپاره ولاړی چي دوه نور حجونه وکړي او د خپلو حجونو شمېر یوولسو ته ورسوي. د حضرت صاحب نوم ضیاءالمعصوم دی او د امیر، سردارنصرالله خان او عنایت الله خان پیر دی. دی په افغانستان او پنجاب کي په زرګونو مریدان لري. اعلیحضرت د هغه مشورو ته ډېر زیات اهمیت ورکوي او د هغه په مشوره یې خپلي نوري ښځي طلاقي کړې او اوس یوازي څلور ښځي لري.

سردارنصرالله خان غوښتل چي د حج په پلمه په مکه شریفه کي له حضرت صاحب سره وویني او د امیر پر ضد دسیسه ورسره وکړي او هغه په دې قانع کړي چي د امیر خوراک او پوښاک د فرنګیانو پر ډول دی او باید چي لیري کړه سي. کابل ډایري د ۱۹۰۸ کال د جنوري اتمه

  په ۱۹۰۸ کال کي د برټانیې تر کنټرول لاندي قبایلي سیمو کي ډېر زیات ښورښونه روان ول او د ټولو قبایلي خلکو سترګي امیر ته وې. دوی کابل ته راتلل، دلته یې له سردارنصرالله خان او نورو سردارانو څخه وسلې او پیسې ترلاسه کولې او دا معلومه نه وه چي دوی غزا کوي او کنه. له بلي خوا کابل د وسلو یو لوی بازار وو. له همدغه ځایه د پښتنو قبایلي سیمو او مرکزي آسیا ته وسلې وړلي کېدلې او په څو چنده ګرانه بیه خرڅېدلې.

د وسلو پراخ بازار او د قبایلو لاس ته د عصري وسلو لوېدلو د برټانوي هند له حکومت سره هم سخته اندېښنه پیدا کړې وه. دوی وايي چي د افغان او انګلیس د دوهم جنګ په وخت کي چي یې د وسلو په برخه کي کوم برلاسی درلود هغه په دغه وخت کي تر ډېره ځایه ختم سوی وو او قبایلو، چي پخوا به یې یوازي د برټانیې د حکومت له پوځي پوستو او مرکزونو څخه وسلې تښتولې او بیا به یې په هغو وسلو زموږ سره جنګونه کول، دا وخت یې هم له نورو منابعو څخه وسلې او توپکونه ترلاسه کول او هم یې تر دوی ښې وسلې او عصري وسلې درلودلې او ځیني دغه توپکونه یې د قبایلو تر کنټرول لاندي سیمو کي جوړول او د برټانیې مارکونه یې ورباندي وهل. ویلي ص ۴۷۶

ویلي وايي په دې کي هیڅ شک نسته چي د بوشایر او مسقط په بندرونو کي، په لومړي سر کي، د وسلو تجارت د برټانیې اتباعو کاوه؛ مګر وروسته د اېران په جنوب، افغانستان او شمال لویځه صوبه کي د عصري توپکونو لپاره تقاضا دومره زیاته سوه چي دې تجارت ته نور هیوادونه هم داخل سول او په ۱۹۰۶ کال کي څلورو اروپايي هیوادونو یوازي د مسقط بازارونو ته د ۲۷۸ زرو پوڼدو په ارزښت وسلې صادري کړي وې… دغه وسلې له مسقط څخه تر مکران پوري، په محلي کښتیو کي، وړل کېدلې. هلته به افغاني تاجرانو اخیستلې او بیا یې نو د اېران په جنوب او قبایلي سیمو کي توزېع کولې. دې تجارت بشپړ لس کاله دوام وکړ او چا څه ورته ونه ویل. هغه کتاب ص ۴۷۷

یوازي په ۱۹۱۰ کال کي، دغي سیمي ته، د فارس د خلیج له لاري، څه باندي  شپاړس زره پنځه سوه توپک، ۱۳۷ صندوقه مهمات او څه باندي یو میلیون مرمۍ راوړلي سوي وې. هغه کتاب ص ۴۷۹

 په کابل کي د برټانوي هند د حکوکت استازی په خپل یوه رپوټ کي وايی چي د کابل ښار نن سبا د مختلفو قبایلو له خلکو ډک دی. دې ښار ته له هري خوا خلک را روان دی. په سرایونو کي ځای نسته. مهمند، افرېدي، سلیمان خېل، کاکاخېل،تیراهیان،شینواري،کټوازیان، وزیر، لالپوریان، یوسفزي او نور ټول را روان دي. دوی د خپلو سیاسي کارونو او لیدنو کتنو تر څنګ د وسلو له قاچبرانو څخه د  توپکو او مهماتو په رانیولو سخت لګیا دی. یوسفزي تر توپکو د توپنچو له رانیولو سره علاقه لري. یوه موزیر توپنچه په پنځه سوه کابلی روپیو، چي ۲۸۶ کلداري کیږي، خرڅیږي. کابل ډایري د ۱۹۰۸ کال د سپټمبر د نهمي رپوټ.

د افغانستان سیاسي وضع او فضا، د امیر عبدالرحمن خان تر زمانې، له هره پلوه یوې عمومي بې ثباتی ته تیاره وه. د امیر د قدرت کورنیو رقیبانو او له کور څخه بهر مخالفینو هر یوه له دغه حالت څخه ګټه پورته کوله. امیر حبیب الله خان، چي تر یوه ځایه پوري پخپله د دغي وضع د منځته راوړلو مسوول وو، په دغه وخت کي عجیب حالت درلودی. هغه ته هم د انګرېزیانو زور معلوم وو او په دې پوهېدی چي له هغوی سره یې په هیڅ توګه زور برابر نه دی او په حقیقت کي د هغوی په کلنی مستمري تنخوا ګوزاره کوي؛ خو بلي خواته یې د دربار تر ټولو مهم کسان لکه سردارنصرالله خان، د ده زوی سردارعنایت الله خان، سردارعبدالقدوس خان، مستوفی الممالک محمدحسین خان او نور مهم کسان د بت خاک او چارباغ د حضرتانو مریدان ول او هغوی په خلکو کي داسي تبلیغ کاوه چي له انګرېزانو سره غزا فرض ده او څوک چي د انګرېزانو مزدوري او یا طرفداري کوي مرګ یې روا دی.

 په داسي حال کي چي د امیر عبدالرحمن خان په زمانه کي، حتی د حبیب الله خان په کورکي، چا د امیر بې اجازې غونډه او مجلس نه سو کولای خو د امیر حبیب الله خان په خپل پایتخت کي زیاتره شپې د هغه د ورور سردارنصرالله خان، اعتمادالدوله سردارعبدالقدوس خان، سردارعنایت الله خان او حتی د ده مستوفی الممالک میرزا محمدحسین خان په کور کي پیران کښېنستل. پیسې، توپکونه او مځکي یې ترلاسه کولې او په ښکاره به یې د امیر د پالیسیو سره مخالفتونه کول.

امیر حبیب الله خان یو وخت، یا له زړه او یا له مجبوریته، د جهاد ناره پورته کړه او خلک یې له انګرېزانو سره جهاد ته تشویقول او سرحدي سیمو ته یې له پیسو اووسلو سره لېږل. مګر په وروسته کي یې جهاد، چي ده د سیاسي لوبي په سترګه ورته کتل، داسي له کنټروله ووت چي په مقابل کي درېدلو یې د ده خپل قدرت او سلطنت ته خطر پېښاوه.

د تګاو د قوماندان ورور محمدیار له امیرسره وکتل او د خپلو څلور سوه سړیو سره د جهاد پر لور روان سو. کله چي خلک امیر ته وايي چي پخپله په جهاد کي برخه واخله دی ورته وايی چي نه برخه درسره اخلم او نه تاسي راګرځوم. په ډکه کي یې خپل یوه کنډک مشر ته ویلي دي چي ته باید داسي آوازه واچوې چي امیر امر کړی دی چي د هغه له اجازې پرته به څوک په جهاد کي برخه نه اخلي؛ مګر بیا یې پت ورته ویلي دي چي ته باید خلک له جهاد څخه منع نه کړې. ډایري د ۱۹۰۸ کال د مې اته لسمه

امیر لا یو څه وخت د غزا او جهاد په جوش کي پاته سو. د مې د میاشتي پر شلمه یې، په شپه کي، په ارګ کي، د جهاد په باب، یوه پټه غونډه وکړه او غونډي تر سهاره پوري دوام درلود. په دې غونډه کي پر امیر حبیب الله خان برسېره، سردارنصرالله خان، اعتمادالدوله سردارعبدالقدوس خان، مستوفی الممالک میرزامحمدحسین خان، سردارمحمدآصف خان، سردارمحمدیوسف خان، ایشک آغاسي ملکي، ایشک آغاسي نظامي، د جلال آباد د پیرزاده لمسی او د بت خاک مُلاحاضر وو.

امیر دې پټي غونډی ته ویلي وه چي دی به ځینو غازیانو ته سپکي او درنې سزاوي وټاکي او په بند به یې محکوم کړي. په دې توګه به د هند حکومت خوشاله کړي او احسان به ورباندي بار کړي؛ مګر د غزا په نوم نیول سوي او بندي سوي کسان به، کرار کرار په پټه خوله، بیرته خوشي کړي. ډایري د ۱۹۰۸ کال د مې اووه ویشتمه

د ۱۹۰۸ کال د سپټمر په میاشت کي میرصاحب جان، حضرت صاحب بت خاک، د موسل صاحبزاده او نورو ملایانو تقریبا هره ورځ د سردارنصرالله خان سره کتل او هغه به یې ډېر عزت کاوه. دا خبري او لیدني د امیر له سلا پرته کېدلې. امیر ته به طبعا رپوټونه ورتلل او امیر، د سردارنصرالله خان په خلاف، له انګرېزانو سره د جهاد اعلانولو او د قبایلو وسله وال کولو ته تیار نه وو او له روحانیونو سره یې بشپړ ملاتړ اعلانولای نه سو.

بالاخره خبره دې ځای ته ورسېدله چي سردار نصرالله خان په شورای خاص کي، چي امیر، سردارنصرالله خان، اعتمادالدولته، سردارآصف خان، سردار یوسف خان او میرزامحمدحسین خان برخه پکښي درلوده، وویل چي د اسلام د قانون په اساس، پاچا دا صلاحیت نه لري چي ، د خپلي شخصي عقیدې په اساس، له خلکو څخه په جهاد کي د برخي اخیستلو واک واخلي. که پاچا دا کار وکړي رعیت کولای سي د خپل حق ساتنه وکړي او د پاچا په مقابل کي له زور څخه کار واخلي.

یوه ورځ وروسته امیر د میرصاحب جان، حضرت صاحب بتخاک، د حضرت صاحب تګاو موءذن، د حضرت صاحب چارباغ زوی او د سرحد له څه باندي لسو مشرانو سره غونډه وکړه.

میرصاحب جان د استازو د مشر په حیث وویل چي د برټانیې حکومت د سرحد پر خلکو باندي تېری کوي او دوی حق لري چي د برټانیې د حکومت په مقابل کي غزا اعلان کړي. مګر دوی د جهاد له پیل کولو څخه مخکي له اعلیحضرت څخه غواړي چي یا دي د سرحد د خلکو مشرتوب په خپل کنټرول کي واخلي او یا دي، د یوه مسلمان پاچا په حیث، له غازیانو سره د وسلو او مهماتو په برابرولو کي مرسته وکړي. امیر په جواب کي ورته وویل چي په اوسنیو شرایطو کي په دې دواړو غوښتنو کي یوه هم نه سي منلای. ده ورته وویل چي زه په عین وخت کي دا مسوولیت هم نه سم اخیستلای چي هغوی ته ووایم چي کرار کښېنی بلکه ورته وایم چي له خپلو حقوقو څخه دفاع وکړی مګر له بېځایه او بې احتیاطه اقدام کولو څخه ځانونه وساتی. هسي نه چي بیا پښېمانه نه سی. کابل ډایري د ۱۹۰۸ د سپټمر شپاړسمه

    سردار نصرالله خان، چي په دغه وخت کي یې د روحانیونو رهبري پر غاړه اخیستې وه، د امیر حبیب الله خان پر ضد ښه وسیله پیدا کړه او د روحانیونو او قومي خانانو سره یې تماسونو ته دوام ورکړ. روحانیونو هم سردارنصرالله خان له قدرت څخه استفاده کوله او په خلاصه خوله یې د جهاد لپاره، چي امیر حبیب الله خان دا وخت مخالفت ورسره اعلان کړی وو، تبلیغ کاوه. سید اکبر اخندازاده، ملاعبدالله اخندزاده، ملک بلند خان، ملنګ غازي او نورو غازیانو او د جهاد ملاتړ کوونکو له سردارنصرالله خان او قاضي ملا ګل محمدخان سره، چي هغه هم د سردارنصرالله خان سړی وو، په پرله پسې توګه کتني کولې. یو ځل سردار هغوی ته شپږزره روپۍ ورکړې او رخصت یې کړل. د ۱۹۰۸ کال د ډسمبر د شپاړسمي ډایري

مُلاپوونده، عبدالله اخندزاده، سیداکبر اخندزاده، ملامجید اخندزاده او سیدحبیب اخند زاده له سردارنصرالله خان سره وکتل او هغه ملاپوونده ته شپږزره روپی، دوه توپک او څلور زره کارتوس ورکړل. هغه ډایري پنځه لسم او شپاړسم رپوټ

د هند ویسرا چي د سردارنصرالله خان له دغو فعالیتونو څخه خبر وو، بالاخره امیر حبیب الله خان ته په یوه مکتوب کي ولیکل: « په ډېره خواشیني باید تاسي ته خبر درکړم چي په درو وروستیو میاشتو کي د برټانیې د قلمرو په داخل کي ډېری زیاتي حملې سوي دي. تر هغه ځایه چي زه اطلاع لرم دا حملې د ملاپوونده په نوم یوه سړي د فعالیتونو نتیجه ده. هغه نه یوازي د خوست یاغیان ښورښ ته تحریک کړي دي بلکه د وزیریستان قبایل یې هم زموږ پر ضد حرکت کولو ته هڅولي دي. ویل کیږي چي ملاپوونده په دې وروستیو کي په کابل کي ملاقاتونه کړي دي او د قبایلو په تحریکولو کي ستاسي اعلیحضرت له نامه څخه استفاده کوي او له خلکو څخه یې غوښتي دي چي ښورښونه وکړي»  نوید ص ۴۲

امیر حبیب الله خان ښايي فکر کړی وو چي د اخوندانو، میاګانو او پیرانو په تقویه کولو او عزت کولو سره به په ټولنه کي محبوبیت او قوت ترلاسه کړي او پر دې حقیقت یې حساب نه وو کړی چي د هغوی ملګرتوب او انډیوالي هم د بل هر سیاسي ملګري په څېر تر ټاکلي ځایه او تر ټاکلي مقصده پوري وي. کله چي هغوی پوه سول چي امیر د هغوی له ملاتړ څخه لاس اخیستی دی نو یې د سردارنصرالله خان څخه یې، چي له لویه سره یې د قدرت نیولو پلانونه جوړول، مرستي واخیستلې او د هغه په کور کي به یې غونډي کولې. د حبیب الله خان لپاره د پیرانو د تقویه کولونتیجه دا سوه چي بالاخره په لغمان کي ملایانو پر هغه باندي د دین د بدلولو تور ولګاوه او ځینو یې حکم وکړ چي هغه نور د اسلامي هیواد د پاچهی لایق نه دی او باید چي نور نو ددوي پاچا نه وي. هغه کتاب ص ۴۳

  هغه پیران او روحانیون چي د امیر حبیب الله خان د پاچهی په ټوله دوره کي یې د سردارنصرالله خان په کورکي پټي غونډي کولې او له هغه څخه یې پیسې، وسلې او انعامونه ترلاسه کول او زیاتره یې د امیر حبیب الله د وژل کېدلو په وخت کي په جلال آباد کي حاضر ول، کله چي په کابل کي اعلیحضرت امان الله خان پاچهي اعلان کړه، او دوی ولیدل چي د ترازو پله د امان الله خان خواته کږه سوه، یو په یو کابل ته راغلل او د اعلیحضرت امان الله خان سره یې بیعت وکړ.

پاچاصاحب اسلامپور، چي د سردارنصرالله خان ټینګ طرفدار وو، سمدستي له امان الله خان سره یو ځای سو. دغه راز د چکهنور ملاصاحب، ملاپوونده او استاد هډه، چي ټول د نصرالله خان طرفداران ول له خپلو ټولو طرفدارانو او مریدانو سره په ډکه کي له نظامي قواوو سره یو ځای سول. مولوي عبدالرزاق، ملالالاپیر، د ترنګزیو حاجي صاحب او د بتخاک حضرت صاحب د نصرالله خان له یو شمېر نورو طرفدارو او ملاتړو سره ، د انګرېزانو پر ضد، د امان الله خان شاته ودرېدل.نوید ص ۶۷

امیر حبیب الله خان د خپل پلار هوښیاري نه درلوده، ځکه یې ځانته په لوی لاس داسي ستونزي جوړي کړې چي تر مرګه یې کرارول په وس پوره نه وه. امیر عبدالرحمن خان په ټوله کورنۍ کي یو داسي قوي سړی پرې نه ښود چي د ده قدرت ته دي خطر متوجه کړي. هغه شورا درلوده مګر په شورا کي هیچا د ده د رايي او خوښي مخالف عمل څه چي مخالفه رایه یې نه سوای ورکولای. خو د امیر حبیب الله خان سره خپل ورور سردارنصرالله خان، خپل زامن، اعتمادالدوله سردارعبدالقدوس خان او نور غښتلي سرداران، چي له ده سره یې په شورای عام او شورای خاص کي برخه درلوده مخالف ول او هر کله به یې د امیر پر ضد دسیسې کولې.

امیرعبدالرحمن خان د خپل وطن د خلکو په احساساتو ښه پوهېدی او په دې خبر وو چي د ده هیواد وال له انګرېزانو څخه، چي په څلوېښت کاله کي دوه ځله ورسره جنګېدلي او دواړه ځله یې په زور له افغانستان څځه ایستلو ته مجبور کړي دي، څومره کرکه لري. هغه  پیرانو او میاګانو ته د خپل وطن د خلکو په عقیده او اخلاص ښه خبر وو ؛ خو په دې هم پوهېدی چي هغوی د ده قدرت ته څومره خطرناک دي. امیر هغه پیران چي مقاومت یې کاوه مړه کړل او نور یې د انګرېزانو خاوري ته وشړل او هلته یې په جهاد لګیا کړل. د برټانوي هند مقاماتو څو څو ځله هغه ته شکایت وکړ چي له قبایلي یاغیانو سره د امیر وسلې لیدل سوي او د امیر عسکر په بدلو ملکي جامو کي جنګیږي. امیر پر له پسې د جهاد تبلیغ کاوه خو څوک نه پوهېدل چي د ده مطلب څوک دی او که یې مطلب انګرېزان یا کوم بل څوک وي نو ولي جهاد نه ورسره کوي. خو امیر د پیرانو او مُلایانو ستونزه تر ډېره ځایه له خپلي خاوري ایستلې او سرحدي قبایلو ته یې وړې وه. د سرحدي قبایلو مذهبي مشرانو او پیرانو د کابل د حکومت مرستو ته کتل او د هډې مُلا د جنرال غلام حیدرخان په مرسته په شبقدر کي د انګرېزانو پر مرکزونو باندي یرغلونه کول. په دې حملو کي د زرهاوو مومندو ترڅنګ د کنړ، د خوګیاڼیو، د لغمان، جلال آباد او باسول خلکو برخه درلوده او د کابل د پوځي قشلې عسکرو په ملکي لباس کي برخه پکښي اخیستې وه. د پاڅون سره د افغانانو همکاري دونه څرګنده وه چي د پټېدلو نه وه او امیرعبدالرحمن خان سپه سالار ته ولیکل چي دې کار له ده سره اندېښنه پیدا کړې ده.

خبري نوري تر دې تیري وې او امیر نه سو کولای چي یوازي په مکتوبونو وضع عادي حالت ته وګرځوي. د ۱۸۹۷ کال د آګسټ پر دیارلسمه سرریچارډ اوډني د افغانستان امیر ته ولیکل چي هغه جلالتمآب ته دي معلومه وي چي د برټانیې حکومت ته رپوټونه رسېدلي دي او امیر باید سمدستي خپل خلک ور وغواړي او په آینده کي د دغه راز څرګندو تېریو مخه ونیسي. ښاغلي اوډني امیر ته د وایسرا د ۱۸۹۶ کال د مې د میاشتي هغه لیک ور په زړه کړی وو چي په هغه کي یې د سپه سالار غلام حیدرخان غیردوستانه سلوک ته اشاره کړې وه. ښاغلي اوډني خپل لیک په ډېرو جدي کلماتو پای ته رسولی وو او امیر ته یې د وایسرا له قوله لیکلي وه چي موږ مجبور یو تاسي د هډې د مُلا د اعمالو مسوول وبولو.

امیر عبدالرحمن خان د وایسرا دا ټولي ادعاوي رد کړې، هغه ته یې جوابیه لیک واستاوه او د وایسرا مکتوب او خپل جوابیه لیک یې په کابل کي په هغه عام دربار کي ولووست چي د ضیاءالملته والدین د لقب د غوره کولو لپاره یې را بللی وو. همیلټن ص ص ۴۱۷-۱۸

امیر حبیب الله خان نه د خپل پلار د شخصیت قوت، نه د هغه هوښیاري او نه یې له رقیبانو خالي او بېغمه کورنې درلوده او د ۱۹۱۹ کال د فبروري پر پنځه ویشتمه د لغمان په کله ګوش کي د وژل کېدلو سره یې ټولي داخلي ستونزي خپل زوی اعلیحضرت امان الله خان ته په میراث پرېښودلې.

اعلیحضرت امان الله خان قدرت ته د رسېدلو په لومړیو شپو کي د برټانوي هند د حکومت پر ضد جهاد اعلان کړ او مشرقي، جنوبي او د کندهار محاذونو ته یې قواوي واستولې. هغه د جهاد د اعلان د ملاتړ لپاره د روحانیونو ملاتړ ته ضرورت درلود. روحانیونو، چي مخکی یې لا د انګرېزانو سره د جهاد ږغ پورته کړی وو، له خدایه غوښتل چي د جهاد دپیل کولو ورځ را ورسیږي. فضل عمرمجددي (شیرآغا) او محمدصادق مجددي ( ګل آغا) له سپه سالار محمدنادرخان سره د پکتیا محاذ ته واستول سول. اعلیحضرت امان الله خان، د استقلال د جنګ له ختمېدلو څخه وروسته، د ۱۲۹۹ کال د حمل د میاشتي پر دوولسمه د ۲۲۲۶۱ لمبر فرمان په وسیله، دواړه مجددي وروڼه دونه ونازول او دونه انعامونه یې ورکړل چي تر دغه وخته پوري یې ښايی هیڅ سابقه نه وي درلودلې. اعلیحضرت امان الله خان دواړو وروڼو ته د لمر عالي نښانونه، د شمس المشایخ او نورالمشایخ لقبونه ورکړل او د دې ترڅنګ یې د کوهدامن په سیمه کي دواړو وروڼو ته پنځه زره درې سوه جریبه، درې فصله، مځکه او د انګورو باغونه، چي د فرمان په اساس یې د کوهدامن په حکومت اړه درلوده، وبخښل.

د فرمان دري متن:

           فرمان پادشاهي  ۱۲ حمل ۱۲۹۹

۲۲۲۶۱

فضیلت پناهان حقایق آګاهان المرعالي نشان حضرت شمس المشایخ و حضرت نورالمشایخ صاحب. حضور ما چون جنابان تان را از راد مردان بزرګ محاربه استقلال افغانستان عزیز میداند و این سربازی و جان فشانی که حضرات کرام شما در راه حصول استقلال فرموده اید حضور ما شمایان را به اعطای نشان های المرعالي و القاب فوق الذکر تقدیر و تمجید مینماییم و هم املاک خالصه که از املاک قدیم دولت بوده و مشتمل بر پنجهزار و سه صد جریب زمین سه فصل می باشد با باغات انګوری آن که مربوط حکومت کوهدامن است بطور بخشش و مکافات منظور فرمودم. چنانچه به فرمان جداګانه بنام نظارت مالیه امر فرمودم تا املاک خالصه و باغات را به شما تسلیم نماید. خدمات قابل قدر شمایان در حصول استقلال را فراموش ننموده از خدای متعال سعادت و بقای افغانستان را در تحت لوای اسلام طالبم و برای حضرتین شما که ازمجاهدین بزرګ وطن میباشید رهمنایی تان را برای ملت نجیب افغان از قادر توانا در ساحه های ارتقای معنوی و مادی وطن عزیز خواهانم.

سړی نه پوهیږي چي حضرتانو به د پکتیا په محاذ کي، د جهاد له تبلیغ څخه پرته نوره، څه توره کړې وه چي د دومره لوی انعام مستحق وګڼل سول. ځکه چي د پکتیا د محاذ عمومي قومانداني خو د سپه سلارمحمدنادرخان په لاس کي وه، چي د تل او وانه د فتح کولو افتخار لري. خو کله چي سړی ګوري چي امیر د پکتیا د ښورښ په وخت کي  د تګاب اخندزاده صاحب، ملاحمیدالله، ته د حج د سفر لپاره لس زره روپۍ او یو موټر ورکړ مجددي ص ۳۹۳ نو معلومیږي چي اعلیحضرت امان الله خان هم، د خپل پلار په څېر، د روحانیونو د نازولو پالیسي تعقیبول. البته امان الله خان له روحانیونو سره نابلده نه وو. هغه تقریبا ټول هغه پیران او روحانیون لیدلي ول چي د امیرحبیب الله خان په زمانه کي یې له سردارنصرالله خان او عنایت الله خان سره د جهاد په باب لیدني کتني کولې او وخت په وخت به یې نغدي پیسې، انعامونه او وسلې ترلاسه کولې.

لکه مخکي چي مو اشاره ورته وکړه، د روحانیونو او پیرانو ملګرتوب تر مقصده پوري وي او چي مقصد یې ترلاسه کړ بیا نو ډېر ژر پر خپل ولینعمت باندي مخ را اړوي. حضرتانو ته د انعام ورکولو او دومره لوی احسان څخه لا څلور میاشتي نه وې تیري سوي چي هغوی له صدراعظم عبدالقدوس خان سره، چي له انګرېزانو سره د جنګ له طرفدارانو څخه وو، او د امیر حبیب الله خان له زمانې څخه یې ملګری وو او په داخلي پالیسیو کي ډېر تاریک فکره سړی وو، لاس یو کړ. عبدالقدوس خان له محمودطرزي سره، چي په افغانستان کي د ژورنالیزم، د قلم او بیان د آزادی او عصریت او منوریت د بنسټ ایښودونکو څخه وو، له لومړي سره ډېر سخت مخالفت درلود او په حکومت کي د بې اتفاقی یو عامل د لویو مقاماتو ترمنځ همدغه اختلاف وو. عبدالقدوس خان د خپلي هغي عریضې متن، چي امیر امان الله خان ته یې وړاندي کوله، حضرتانو ته ولېږی او په عریضه کي یې په یوه ځای کي لیکلي وه چي« زه پوهېږم چي د انګلیس د دولت لپاره پر افغانستان باندي د حملې کول ګران دي او هغوی ته پخوانی زور ورپاته نه دی نو اوس د چم او فریب له لاري را مخته سوي دي چي هغه د مشروطیت رواجول دي. د دې علاج دا دی چي مشروطه طلبان باید د شرع انور په حکم واجب القتل وبولو او وروسته نو د عصري علومو تعلیم ته ملا وتړو. هغه کتاب ص ۳۸۶

( د کتاب لیکوال ادعا کوي چي د دې عریضې او په دغه باب د کندهار له ملایانو څخه د استفتاء متن چي دوولس مخه معمول کاغذ دی د صبغت الله مجددي د پلار معصوم مجددي په کور کي دی)

لکه څرنګه چي انتظار یې ایستل کېدی، مجددیان او د تګاب اخندزاده صاحب لومړني کسان ول چي د امیرامان الله خان او د هغه د اصلاحاتو په مقابل کي یې د ښورښونو ملاتړ وکړ. د هغه ټول احسانونه او انعامونه یې هېر کړل. په ښورښونو کي یې مستقیمه برخه واخیسته او دا د امیر امان الله خان د سلطنت او اصلاحاتو د سقوط یو له عمده عواملو څخه سو.

د برټانوي هند په قلمرو کي د هډې د ملاصاحب د حملو په اړه د برټانوي مقاماتو او امیر عبدالرحمن خان ترمنځ د تبادله سویو لیکونو ترجمه:

د برټانوي هند په قلمرو کي د هډې د ملاصاحب په اړه د برټانیې د حکومت له اندېښنې او د امیر سره د پرله پسې لیکونو له تبادلې څخه ښکاري چي د هډې ملاصاحب د سرحد په قبایلي سیمو کي د برټانیې حکومت ته ډېری لويي ستونزي پیدا کړي وې.

امیر عبدالرحمن خان ته د پېښور د کمیشنر سرریچارډ اوډني لیک: د ۱۸۹۷ د اګسټ اوومه

له القابو وروسته.

ماته جلالتمآب ویسرا په ټلګرام کي هدایت کړی دی چي تاسي جلالتمآب ته ووایم چي د هند حکومت له څو منابعو څخه معلومات ترلاسه کړي دي چي ډېر زیات شمېر افغانان د هډې له ملاسره په هغو عملیاتو کي ملګري سوي دي چي د برټانیې په قلمرو کي یې د شبقدر پرسرحدي پوسته باندي حمله کړې او د شنکرګړهه په نوم کلی یې سوځولی دی. رپوټونه وايي چي سره له هغه چي د شیقدر پر پوسته باندي د حملې په وخت کي د هډې د ملا طرفدارانو ته درانه عملیات اوښتي مګر اوس هم له هغه سره د جلال آباد له ټولو برخو څخه راغلي کسان ملګري دي.او چارده، امبارخانه، باسول، ګیردي، سرکاني او لالپوري کلیوالو د هډې د ملا د طرفدارانو د را اړولو لپاره جالې تیاري درولي دي. رپوټونه دا هم وايي چي افغاني عسکر په ملکي جامو کي او د لغمان د هودخېلو څخه سړي له ملا سره ملګري سوي دي. د ویسرا لپاره دا لازمه نه ده چي د دغو اطلاعاتو د جدیت په باب وږغېږي. وایسرا غواړي چي تاسي سمدستي خپل خلک در وغواړی، نور کسان پرې نه ږدی چي تر سرحد راواوړي او ورانکاری وکړي او د دوی لپاره دا نا ممکنه کړی چي بیا هم دغه راز اعمال وکړي او په لوی لاس د برټانوي هند په خاوره کي عملیات وکړي. وایسرا د ۱۸۹۶ کال د مي د میاشتي پر دوهمه تاسي جلالتمآب ته د سپه سالار غلام حیدرخان د غیر دوستانه اعمالو په باره کي لیکلي وه. دا غیر مکنه ده چي د افغانستان عسکر دي په دې حملو کي برخه واخلي او سپاه سالار دي په خبر نه وي. او وایسرا مجبور دی چي تاسي ته خبرداری درکړي چي که تاسي سپه سالار کنټرولولای نه سی او د سرحدي سیمو له قومندانی څخه یې لیري کولای نه سی نو تاسي جلالتمآب به، د هغه د عمل، مسوول وګڼل سی. نور نو زه څه نه لرم او ستاسي د روغتیا هیله لرم.

د آګسټ دیارلسمه ۱۸۹۷ کال

د افغانستان د امیر له خوا د پېښور کمیشنر او د هغه ښار د پوځي قوې مشر ته. د ۱۸۹۷ کال د آګسټ اته لسمه.

له القابو وروسته.

ما ستاسي د آګسټ د میاشتي د دیارلسمي لیک، چي د سپه سالار غلام حیدرخان او د جلال آباد د شاوخوا اوسېدونکو په باره کي مو لیکلی وو، واخیست او ومي لووست. د سپه سلار غلام حیدرخان او د افغاني عسکرو په باره کي باید درته ولیکم چي یو سړی هم نه در اوښتی او نه به په آینده کي د ملانجم الدین له پیروانو سره په عملیاتو کي برخه واخلي او له دې وروسته به هم هیڅوک له هغه سره ملګرتوب ونه کړي. پاته سوه د قبیلوي خلکو خبره، زه باید دا درته ووایم چي یو سړی به هم زما له وېري دا زړه ونه کړي چي ستاسي قلمرو ته در واوړي او که چیري در اوښتي وي نو هغه به په پټه اوپه غلا دراوښتي وي. تاسي پوهېږی چي ملانجم الدین څو کاله مخکي له کابل څخه وتښتېدی او پېښور ته نیژدې د جروبي په کلي اوسیږي او د برټانیې افسرانو هغه څو ځله ورغوښتی دی. که څه هم دی ورغلی نه دی مګر له هغوی سره یې مکاتبې کړي دي. څرنګه چي په افغانستان کي یې ډېر بد کارونه کړي دي او خلکو ته یې ډېر تاوانونه رسولي دي له دغه امله یې د پېښور سره نیژدې پناه اخیستې ده.د مهمندو او جلال اباد او د جلال آباد د غرنیو سیمو خلک هغه ته د خپل پیغمبر په سترګه ګوري او په زرګونو خلک د ده او د مانکي  ملا مریدان دي. لکه پخوا چي به په اروپا کي پاپانو خلکو ته ویل چي جنتونه او دوږخونه د هغوی په اختیار کي دي او خلکو به هم د هغو بې ارزښته ملایانو خبري منلې دغه راز دغه ملایان هم ادعا کوي چي د هر څه واک یې په لاس کي دی او په دې وروستیو کلونو کي یې زما خپل خلک ماته پارولي دي نو په هره قضیه کي چي ورته وګورې که د کندهار د ملایانو خبره سي که ملامشک عالم خبره سي که د اوزبکو د ملایانو قضیه راواخلې چي په بلخ کي د محمداسحق خان سره ودرېدل ټول دغه ملایان دي چي هر وخت یې ستونزي پیدا کړي دي. یو کلی دی چي په هغه کي چمیاران یا د څرمنو کارکوونکي اوسیږي او هغه کلی هډه نومیږي. دغه ورانکاری ملا د هغه کلي دی او اوس خلک هغه کلی هډه شریف بولي او د ده مریدان او پیروان هغه ته د خپل پیغمبر په سترګه ګوري. د هغي سیمي پر خلکو یې څه خواری راوستلي دي او د هغي سیمي خلکو د ده له لاسه څونه مړي ورکړي دي. اوس یې په داسي یوه سیمه کي ځای نیولی دی چي د کابل تر واک بهر ده؛ د پېښور په ګاونډ کي اوسیږي او هلته یې ځان د خلکو رهبر کړی دی. نو زه وایم د برټانیې مامورین دي په بې طرفانه توګه دا مسله سمه وڅېړي او ماته دي ووايي چي زه اوس څه کولای سم. زه به خلک څرنګه له داسي چا څخه را وګرځوم چي د خپل پیغمبر په سترګه ورته ګوري او په پټه تر هغه پوري ځانونه ور رسوي. هر ملا په هر وخت کي پر ما باندي د کُفر راز راز حکمونه کړي دي او د دوی په حکم یې مریدان زما سره جنګېدلي دي. د هغوی کورونه تباه سوي او دوی پخپله وژل سوي دي. څوارلس کاله یې د افغانستان د هري برخي خلک زما په مقابل کي را پارولي دي. هم په هوارو سیمو او هم په غرنیو علاقو کي را سره جنګېدلي دي او له دواړو خواوو په زرهاوو کسان وژل سوي دي. او له دغو ښورښي ملایانو په بغاوتونو کي دوی او د دوی په زرګونو مریدان قتل سوي دي. د هر ملا چي تر هره ځایه وس رسېدلی دی زما په مقابل کي یې خلک پارولي دي او چي ناکام سوی دی نو د برټانیې تر کنټرول لاندي سیمو ته اوښتی دی او د برټانیې حکومت دونه لويي لري چي دوی ته یوه ګوله ډوډۍ هم ورکوي، او ملایان په هغه خپله ګوزاره کوي. دا هماغه ملایان دي چي زما څخه تښدېدلي او پېښور ته نیژدې یې په داسي علاقه کي ځای نیولی دی چي زما زور نه په رسیږي. نو زه به هغوی څرنګه کنټرول کړم؟ تر کومه ځایه چي د سپه سالار او د منظمو پوځیانو خبره ده زه تاسي ته اطمینان درکوم چي یو به هم ستاسي په مقابل کي خصمانه عمل ونه کړي. که تاسي ته چا رپوټ درکړی وي چي یا زما عسکرو او یا سپه سالار ستاسي پر ضد په عملیاتو کي برخه اخیستې ده نو دا ټولی خبري یې له ځانه جوړي کړي دي. او زه سوګند یادوم چي نه عسکر او نه د افغانستان صاحب منصبان داسي کار کولای سي. تاسي ته چي په دې برخه کي هر ډول معلومات درکړه سوي دي هغه بې اساسه دي. نو څرنګه چي ستاسي د خپلو رپوټونو په اساس دا کسان د وروستیو تقسیماتو له مخي  ستاسي په خپل قلمرو کي اوسیږي نو زه به د هغوی په باره کي نور څه ووایم؟ نور نو د خدای په فضل خیر خیرت دی. تاسي ته ښې شپې او ورځي غواړم.

د هند د وایسرا جلالتمآب لارډ ډوفرین ته د امیر عبدالرحمن خان د هغه لیک متن چي د ۱۸۹۷ کال د آګسټ پر نولسمه یې لېږلی دی.

له القابو وروسته.

زه په ډېر درناوي تاسي جلالتمآب ته اطلاع درکوم چي ستاسي هغه دوستانه لیک مي ولووست چي، د پېښور د کمیشنر ښاغلي اوډني له لاري مي ترلاسه کړ.

کله چي ماته د ښاغلي اوډني لیک را ورسېدی نو ما هغه ته ټول واقعیتونه په ډېر دوستانه شکل ولیکل.

که د خودغرضو کسانو له ځانه جوړ کړي او جعلي رپوټونه په دوستانه شکل وڅېړل سي نو که خدای کول د دواړو هیوادونو ترمنځ دوستانه اړیکي به د تل لپاره همداسي غښتلي پاته سي.

تر دې چي را تېر سو، ما د ملانجم الدین یو لیک ترلاسه کړی دی چي د ننګرهار د خلکو په عنوان یې لیکلی دی او دا هغو نورو لیکونو ته ورته دی چي د نورو ځایونو خلکو ته لیکلي او استولي دي.ما د دغه لیک اصلي نسخه په یوه جلا پاکټ کي درلېږلې ده. زما مهربانه دوسته په دې کي شک نسته چي هغه دغه ډول په سل ګونو لیکونه خپلو هغو مریدانو ته لېږلي دي چي ده ته د پیغمبر په سترګه ګوري.

د هند د وایسرا او ګورنرجنرال له خوا د افغانستان جلالتمآب امیر ته. د ۱۸۹۷ کال د آګسټ دېرشمه سیمله.

له القابو وروسته.

خوښ یم چي ستاسي د آګسټ د اته لسمي هغه لیک مي ولووست چي د پېښور د کمیشنر په عنوان مو لیکلی وو. په هغه لیک کي مو د هډې د ملا په ورانکاریو کي د خپل ځان او خپلو افسرانو هر ډول لای لرل رد کړي وه او بیا مو همدغه خبري په عام دربار کي هم په لا زیات قوت تکرار کړي وې. تاسي جلالتمآب ته اطمینان درکوم چي زه به هیڅ وخت ستاسي په شان یوه دوست باندي د ونه لوی تور ونه لګوم. خو ماته داسي رپوټونه را رسېدلي دي چي هغه هر څه ثابتوي او تشي آوازې نه دي. دا چي تاسي په عام دربار کي په دونه ټینګار ویلي دي چي تاسي، ستاسي افسران او ستا رعیت د ملایانو په هغو ورانکاریو کي چي زموږ په فلمرو کي کیږي لاس نه لري دا ستاسي د ښه نیت او دوستی ثبوت دی.

دا چي ما درته لیکلي وه چي ستاسي په قلمرو پوري مربوطو قبایلو د برټانیې د حکومت پر تاسیساتو او قلمرو باندي په حملو کي برخه درلوده، په دې باب موږ کره شواهد لرو. د جلال آباد د سیمي په ډلو ډلو خلک د کابل تر سیند را اوښتي او بیرغونه ورسره وه او ډولونه یې وهل. د شبقدر له جنګ څخه وروسته  دوی خپل مړي او ټپیان ورسره اخیستي وه او په عین شکل بیرته د کابل تر سیند واوښتل. د خوست په برخه کي درته ویلای سم چي زموږ له پوځیانو څخه غلا کړي اوښان تر سرحد اړول سوي او زموږ اطلاعات وايی چي سردارشیریندل خان د دغو اوښانو د غلا کولو امر کړی دی. زه شک نه لرم چي تاسي جلالتمآب په دې حقیقت پوهیږی چي زموږ حکومت حق لري چي د خپلي هغي غلا سوي شته منی د بیرته ترلاسه کولو دعوه وکړي چي د افغانستان خاوري ته انتقال سوې وي.

تاسي جلالتمآب لیکلي دي چي ستاسي د قلمرو قبایلي خلک ستاسي له ویري په دغه راز ښورښونو کي برخه نه سي اخیستلای او که کوم څوک زموږ قلمرو ته را اوښتي وي نو هغه به په پټه او غلا را تېر سوی وي. زه ستاسي جلالتمآب څخه غواړم چي تاسي د خپلو افسرانو له خوا دغه راز یو اعلان خپور کړی چي که تر دې وروسته هر څوک ترسرحد واوښتل او په ښورښونو کي يې برخه واخیستله نو ستاسي له غضب سره به مخامخ سي. اوس خلک په دې عقیده دي چي که د برټانیې د قلمرو په ناکراریو کي څوک برخه اخلي نو هغوی ته تاسي څه نه وایاست. که تاسي خپلو افسرانو ته وظیفه ورکړی چي چاته له سرحد څخه د اوښتلو او په ناکراریو کي د برخي اخیستلو اجازه ورنه کړي نو خلک به دا ومني چي تاسي په ریشتیا هم نه غواړی چي ستاسي د قلمرو خلک زموږ د خاوري په ناکراریو کي په پټه او یا په ښکاره ګډون وکړي. زه ستاسي جلالتمآب څخه غوښتنه کوم چي په دغه اړه فرمانونه صادرکړی.

زه ستاسي جلالمتآب د معلوماتو لپاره هغه حقایق درته وړاندي کوم چي موږ د دغو ناکرایو په اړه ترلاسه کړي دي. دغه ناکراری پرته له هیڅ سببه څخه منځته راغلي دي او په هیڅ توګه د زغملو نه دي. ما پوځیانو ته وظیفه ورکړې ده چي هغو کسانو ته سزا ورکړي چي پر چکدره او ملکنډ باندي په حملو کي یې برخه اخیستې ده. دغه قواوي د برسوات درې ته تللي او هلته یې قبایل تسلیمېدلو ته مجبور کړي دي.

د اپرېدیو وضع داسي ده چي د کلونو راهیسي د برټانیې له حکومت سره مخالفت ته دوام ورکوي. د دې ښورښونو اصلي محرکین ملاسید اکبر اکاخېل او میربشیر ملک دین خېل دی. د اپرېدیو د قبایلو ځیني کسان خپل حکومت ته وفادار پاته سوي دي مګر بیا د خپلو قبایلو د نورو کسانو د حملو تاب نه لري. پوستې سوځول سوي دي، سړکونه خراب دي او قافلې تګ راتګ نه سي ورباندي کولای. د سرحد دغه حالت، چي د تجارتي مالونو، په تېره پوځي وسایلو، د تېرېدلو لپاره ستونزي منځته راړوي باید چي ختم سي.

زه باید له اپرېدیو او نورو قبایلو سره داسي سلوک وکړم چي هغوی ته د برټانیې د حکومت زور وښیم. زه په دې خوشاله یم چي تاسي په خپل عام دربار کي ویلي دي چي دا آوازې دروغ دي چي په پېښور کي تیارسی سوي پوځیان پر کابل باندي د حملې خیال لري. تاسي جلالتمآب ته ښه معلومه ده چي تر څو پوري تاسي د دوستی پر هغو وعدو باندي ودرېږی چي د برټانیې له حکومت سره موکړي دي د برټانیې حکومت به په خپل ټول عزت ستاسي له حکومت څخه د ملاتړ کولو پر وعدو باندي ټینګ ولاړ وي.

د امیر عبدالرحمن خان د هغه لیک متن چي د برټانیې دوایسرا د آګسټ د دېرشمي د لیک په جواب کي یې لیکلی دی.

له القابو وروسته.

ماته ستاسي جلالتمآپ د آګسټ د دېرشمي لیک را ورسېدی او په متن یې يوه سوم.

تاسي لیکلي وه چي زماد خاوري قبایلي خلک له ډولونو او بیرغونو سره د کابل تر سیند در اوړي او ستاسي په قلمرو کي د هډې له ملا سره په ورانکاریو کي برخه اخلي او د جنګ له ختمېدلو څخه وروسته بیرته په همدغه شکل خپل مړي او ټپیان د کابل تر سیند اړوي او… تاسي جلالتمآب ته دي معلومه وي چي ستاسي له هغه لیک څخه وروسته بیا دغه راز پېښه نه ده سوې… د لغمان خلک، چي شمېر یې دېرشوزرو ته رسېدی، له ډولونو او بیرغونو سره را غونډ سوي ول او غوښتل یې چي د هډې له ملا سره یو ځای سي مګر زما افسرانو یې مخه ونیوله او هغوی بیرته خپلو کورونو ته ستانه سول. زه یقین لرم چي ستاسي د سرحد خبرنګارانو به تاسي ته دغه معلومات درکړي وي. زما د قلمرو هیڅ قبایلي خلکو د هدې د ملا سره په ناکراریو کي برخه نه ده اخیستې. ځیني کسان چي هغه ته ډېره ټینګه عقیده لري هغوی لکه غله د شپې په تیاره کي پر داسي لارو باندي چي چنداني تګ راتګ نه ورباندي کیږي هغه ته ځانونه وررسوي. دا نو څرنګه ممکنه ده چي پر دغه راز لارو باندي په شپه کي د غلو د تګ راتګ مخه ونیوله سي؟

تاسي جلالتمآب لیکلي وه چي زه باید د سرحد په اوږدو کي او د کابل د سیند په اږدو کي پیره داران او محافظین ودروم چي له سرحد څخه د قبایلو د تېرېدلو مخه ونیسي. زما مهربانه دوسته دا کار یوازي هغه وخت ممکن دی چي تقریبا لس زره عسکر د ټولو غرونو پر سرونو او د سیند پر ګودرونو باندي ودرول سي؛ بیا به نو د دوی لپاره ممکنه سي چي د قبایلي خلکو د دغه راز تګ راتګ مخه ونیسي. څوک چي د سرحدي سیمو سره بلد دي هغه پوهیږي چي د قبایلي سرحدونو بندول ممکن کار نه دی. که سرحدونه ورته بند سي هغوی نوري لاري پیدا کوي. البته محلي مامورین لاري ګودرونه څاري او د قبایلو د هر ښکاره حرکت په باره کي رپوټ ورکوي.

که یې مړي راوړي وي نو هغه به یې ښخ کړي وي او که د ټپیانو پوښتنه ورڅخه وسي نو دوی وايي چي په خپل منځي جنګونو کي ویشتل سوي او ټپیان سوي دي. او که د پیښو د شاهدانو خبره سي نو قبایلي خلک به خپل شاهدان راولي، بیا به څوک قضاوت کوي؟

….تاسي جلالتمآب لیکلي وه چي قبایلو پرته له هیڅ دلیله په ښورښونو لاس پوري کړی دی. ما چي له هغو کسانو څخه چي ستاسي پر ضد یې په ښورښونو کي برخه اخیستې وه پوښتنه وکړه نو هغوی راته وویل چي د برټانیې حکومت زموږ سره ژمنه کړې وه چي دوی به د برټانیې د حکومت د قوانینو له محدودیتونو څخه معاف وي او په خپلو سیمو کي به خپلواک وي. نو کله چي دوی د برټانیې له حکومت څخه دا تضمینونه واورېدل نو دوی په بېغمه زړه خپل ژوند ته دوام ورکړ او د مالیاتو او نورو مکلفیتونو څخه یې خپل ځانونه آزاد وګڼل. مګر وروسته د برټانیې د حکومت سرحدي مقاماتو، د خپل حکومت د ژمنو په خلاف، د دوی په سیمو کي د سړکونو د جوړولو کارونه پیل کړل او بیا یې نو له دوی څخه د مالیاتو او باقیاتو غوښتني پیل کړې او دغه راز نور. سرحدي مقاماتو د قبایلو له خلکو سره د هند د زړو اوسېدونکو په څېر سلوک کړی دی.

د غرنیو سیمو قبایلي خلک ډېر نېستمن دي او ملکیتونه نه لري؛ ځکه یې نو ځانونه تباهی ته ورکړي دي او وايي چي د برټانیې حکومت باید پر خپلو کړو ژمنو ودریږي.

ما له هغوی څخه پوښتنه وکړه چي د خپلو ادعاوو د ثبوت لپاره اسناد راکړي او هغوی څو چاپې اعلامیې را وښودلې چي د برټانیې حکومت ورته لیکلي وه چي قبایل به په خپلو چارو کي خپلواک وي.

کله چي ما له قبایلو څخه دا اسناد ولیدل نو ماتاسي جلالتمآب ته د هغوی د دغو شکایتونو په باره کي اطلاع درکړه. د دې خلکو شکایتونه ظاهراً د سرحدي مقاماتو څخه دي. ممکن تاسي جلالتمآب ته هم دغه ته ورته اطلاعات رسېدلي وي.

تاسي د خیبر د لاري د بندېدلو او امنیت د خرابېدلو په باره کي ماته لیکلي وه. زه په دې خبر یم چي دغه آزاد قبایل لوټ او تالان کوي. څه موده مخکي جنرال محمدحسین خان د کشمشو او د اوزګړو د پوستکو له قافلې سره ملګری وو مګر غلو په لاره کي شکولی او مالونه یې ورڅخه وړي وه. دغه راز یوه بله قافله هم چي شپږلکه روپۍ ورسره وې په ډکه کي غلو وشکوله او د ډکې پر خلکو مي پیسې حواله کړې.

زه وایم تر څو چي د خیبر لاره بیرته امن کیږي نو دغه راز مالونه دي د کراچي او کندهار له لاري ولېږل سي.

زما دوسته تاسي لیکلي وه چي په پېښور کي د پوځیانو په باره کي موږ ته داسي رپوټونه راغلي دي هغوی پر کابل باندي د حملې خیال لري. زه باید درته ووایم چي ډېر خلک به هر ډول آوازې خپرې کړي خو موږ به د هر چا په خبرو کي ری نه وهو.

پېښور د برټانوي هند په قلمرو کي دی او حکومت چي هر څه غواړي هغه کولای سي. زموږ دواړو حکومتونه په خپلو خاورو کي د هر ډول عمل کولو واک او اختیار لري. تر اوسه پوري داسي څه نه دي پېښ سوي چي دغه راز بې ضرورته اندېښنو او فکرونو ته اساس پیدا کړي. که فرضا داسي څه پېښیږي نو په دې باره کي خو د یوې او بلي خوا مقامات له یوه بل څخه پوښتنه کوي.

تاسي لیکلي وه چي تر څو پوري د افغانستان حکومت له برټانیې سره خصمانه عمل نه وي کړی د برټانیې حکومت به پر خپلو ژمنو باندي ټینګ ولاړ وي. زه د خدای په فضل ویلای سم چي زه به پر خپلو وعدو باندي ټینګ ولاړ یم او په دې باوري یم چي د برټانیې حکومت به هم پر خپلو ژمنو ټینګ ودریږي.

او د اوښانو په باره کي مو لیکلي وه چي د وزیري قبيلې غلو د داوړ له سیمي څخه خوست ته اړولي دي. زه باید درته ووایم چي دا اوښان د خوست خلکو په پیسو اخیستي دي او غله په خپله مخه تللي دي. که چیري د خوست له خلکو څخه دا اوښان بیرته اخیستل کیږي نو هغوی ته باید خپلي پیسې ورکړه سي او باید چي تاوان ورته ونه رسیږي.

د امیرعبدالرحمن خان په جواب کي د وایسرا د لیک متن: د ۱۸۹۷ کال د سپټمبر شپږمه.

له القابو وروسته.

ما ستاسي جلالتمآب هغه لیک چي د آګسټ پر اته لسمه مو د پېښور کمیشنر ته لېږلی او په هغه کي مو د هند په سرحد ي ناکراریو کي هر ډول لاس درلودل رد کړي وه لوستی دی. د آګسټ پر نولسمه مي ستاسي جلالتمآب بل لیک هم اخیستی دی، چي د کویټې له لاري دي رالېږلی وو. په دغه لیک کي دي د هډې د ملا هغه اعلامیه را لېږلې وه چي د ننګرهار خلکو ته یې لیکلې وه. ما دغه اعلامیه د وخته لیدلې وه. او ماته ویل سوي دي چي هغه سړي چي دغه اعلامیه یې موږ ته را ورسوله په ډکه کي یې ستاسي جلالتمآب له سرتیپ څخه اخیستې وه.

زه په درناوي سره ستاسي له دې خبري سره موافق یم چي له ځانه جوړو سویو او د خودغرضو خلکو د رپوټونو باید تحقیق او پلټنه وسي او د دغه راز رپوټونو د خپرېدلو د مخنیوي په خاطر زه تاسي جلالتمآب ته اطلاع درکوم چي زما پوځیان د مومندو علاقې ته د دې لپاره ننوزي چي د هډې ملا او د هغه لښکر پیدا کړي او هغه تیت و پرک او تباه کړي. په هغه لیک چي تاسي د آګسټ پر اته لسمه د پېښور کمیشنر ته لېږلی دی راغلي دي چي د هډې ملا ستاسي له قلمرو څخه دباندي د پېښور په ګاونډ کي اوسیږي.

تاسي په خپل هغه لیک کي ویلي دي نور به نو د دې بحث په دوام څشي زیات کړی. ځکه چي د هډې ملا د برټانیې په قلمرو کي د برټانیې د حکومت تر واک لاندي حدودو کي پروت دی.

دا حقیثقت دی چي د هډې ملا په هغه سیمه کي زموږ پر ضد خصمانه عملیات کوي چي د سیمو د وېش له امله زموږ په قلمرو کي راغلې ده او که یې زما پوځونه په هغه سیمه کي پیدا کړي نو هغه به سمدستي په خپله سزا ورسوي. مګر هغه د جروبي په کلي کي اوسیږي او داسي ښکاري چي هغه سیمه زموږ په قلمرو کي ده مګر څرنګه چي په هغه سیمه کي سرحدونه په نښه سوي نه دي او په هغه لیک کي چي ماتاسي ته د ۱۸۹۶ کال د نومبر پر دوولسمه در استولی دی دا کلی د افغانستان په خاوره کي دی. تاسي جلالتمآب به زما سره دا ومنی چي دغه سړی چي هم یې ستاسي حکومت او هم یې موږ ته ډېري زیاتي ستونزي پیدا کړي دي، د خپلو اعمالو له کبله به، له سزا څخه خلاص نه سي او که چیري د هډې ملا زما د پوځونو له وررسېدلو څخه مخکي د جروبي کلي او یا دغه ته ورته کوم کلي ته تښتي زما پوځونو ته واک ورکړه سوی دی چي هغه تعقیب کړي او له منځه یې یوسي. زه هیله لرم چي تاسي جلالتمآب به زما د پوځو دغه راز عمل د هغو موافقو څخه سرغړونه ونه بولی چي موږ د مومندو د سیمو په برخه کي کړي دي. زه دا په خیال کي نه لرم چي زما پوځونه دي په هغه علاقه کي پاته سي او په هغه علاقه کي به تر لازمي اندازې زیات مخته ولاړ نه سي. دغه راز که د هډې ملا د غرونو له لاري د کنړ سیمي ته داخلیږي نو زما پوځونو ته امر سوی دی چي هغه تعقیب نه کړي. مګر اوس نو زما ستاسي جلالتمآب څخه هیله دا ده چي په خپله خاوره کي له هغه سره داسي کار وکړي چي له هغه سره ښايي او نور یې پرې نه ږدي چي د قبایلو بې عقل خلک حملو ته وهڅوي.

ما هر وخت کوښښ کړی دی چي تاسي جلالتمآب ته په څرګندو او سپینو الفاظو لیک ولیکم څو د غلط فهمی مخه ونیسم. زه هیله لرم چي تاسي جلالتمآب به په دغه وخت کي زما په هدف ښه پوهېږی.

د ویسرا د لیک په جواب کي د امیرعبدالرحمن خان د سپټمبر د دوولسمي د لیک متن:

له القابو وروسته.

زه غواړم تاسي جلالتمآب ته اطلاع درکړم چي ستاسي د رواني میاشتي د شپږمي لیک مي ترلاسه کړ. د هډې ملا به دې هیواد ته رانه سي ځکه چي دلته یې ډېر بد کارونه کړي دي؛ او که چیري راسي نو زه به یې له ملکه وشړم چي عربستان ته ولاړ سي. ځکه چي هغه ډېر شریر سړی دی. ضمنا باید ستاسي جلالتمآب پوځونه ډېر زیات مخته ولاړ نه سي څو د کنړ په حدودو کي او یا په کنړ کي د پرتو پوځونو په منځ کي غلط فهمي پیدا نه سي. د هډې ملا ډېر چالاک سړی دی؛ هغه ته باید دا مجال ورنه کړه سي چي د ننګرهار په خلکو کي ناکراري جوړه کړي. ستاسي د پوځیانو د عملیاتو په برخه کي باید له ډېر احتیاط څخه کار واخیستل سي څو د کونړ په شاوخوا کي په خلکو کي ستاسي د پوځونو د حضور له امله ناکراری را پیدا نه سي او د هډې ملا خلک ونه پاروي او نوري ناکراری جوړي نه کړي.

د جروبي په برخه کي مو لیکلي وه چي په هغه سیمه کي سرحدونه سم په نښه سوي نه دي او تاسي جلالتمآب وایاست چي هغه کلی د افغانستان په قلمرو کي دی. نو څرنګه چي په دې باره کي سمه فیصله نه ده سوې نو بیا ستاسي جلالتمآب خبره بالکل پر ځای ده.

د جلالتمآب ویسرا او د هند د ګورنرجنرال له خوا د هغه لیک متن چي  امیر عبدالرحمن خان ته یې د ۱۸۹۷ کال د اکټوبر پر اوومه لېږلی دی.

له القابو وروسته.

تاسي جلالتمآب به د وخته ، د هډې د ملا په مقابل کي، زما د پوځونو د هغو عملیاتو ، چي تاسي ته مي اطلاع درکړې وه، په نتیجه خبریاست. د ملا سره ملګري کسان سره پاشل سوي دي؛زما پوځیانو هغه تر جروبي پوري تعقیب کړمګر هغه له وخته ستاسي جلالتمآب قلمرو ته تښتېدلی وو او لکه څرنګه چي ما ستاسي سره ژمنه کړې وه زما پوځیانو هغه نور تعقیب نه کړ. اوس نو ستاسي وار دی چي پر خپله هغه ژمنه ودرېږی چي د سپټمبر د دوولسمي په لیک کي مو کړې وه او ویلي مو وه چي افغانستان ته به د هډې د ملا د داخلېدلو په صورت کي اقدام کوی. زه ستاسي جلالتمآب څخه هیله کوم چي هغه ته اجازه ورنه کړی چي د افغانستان له خاوري څخه عملیات وکړي.

د هډې د ملا مضرو کارونو یو مثال به درکړم او هغه دا چي د ۱۸۹۷ کال د سپټمبر پر دوهمه یې د سوات میاګل ته یو لیک لېږلی وو او لیکلي یې دي: ما ضیاءالملته والدین ته د جهاد د مضمون په باب لیک استولی دی. هغه جلالتمآب په جواب کي راته لیکلي دي چي موږ باید انتظار وباسو څو دی په افغانستان کي له خپلو ټولو عالي رتبه صاحب منصبانو، خانانو او ملکانو سره سلامشوره وکړي او وروسته به د جهاد د ترتیب او هغه ته د تیاري په باره کي وږغیږو. وروسته لیکي: خدای دي وکړي چي امیر د جهاد په برخه کي ترتیبات ونیسي او په دغه برخه کي خپله فیصله راته اعلان کړي.

نجم الدین په دې توګه غوښتي دي چي ستاسي جلالتمآب او زموږ د حکومت ترمنځ بد بیني پیدا کړي. ما د ۱۸۹۷ کال د اګسټ پر دېرشمه تاسي ته د اپریدیو د حملو په باره کي لیکلي وه او خپل نیت مي درته څرګند کړی وو چي زه به له هغوی سره داسي کار وکړم چي هغوی ته د برټانیې د حکومت زور وښیم.

زه اوس تاسي ته اطلاع درکوم چي د جنرال سر ویلیم لاکهارټ تر قوماندانی لاندي پوځ به ډېر ژر د اورکزیو او اپرېدیو سیمي ته روان سي او هغوی ته به سزا ورکړي او زه غواړم هغوی د هغو شرایطو منلو ته مجبور کړم چي ما ورته طرح کړي دي.

ما په کابل کي د خپل استازي څخه یو لیک ترلاسه کړ چي له هغه سره هغه لیک هم ملګری وو چي تاسي جلالتمآب هغه ته د سپټمبر پر دیرویشتمه سپارلی وو. له هغه لیک څخه زه پوه سوم چي تاسي جلالتمآب هغه اپرېدي خپل حضور ته نه دي منلي چي کابل ته د دغه هدف لپاره درغلي ول. زه ستاسي څخه د دې دوستانه عمل له امله مننه کوم او دا هغه کار دی چي ما به یې ستاسي جلالتمآب څخه غوښتنه کولای.

احتمال لري چي کله د برټانیې پوځیان پر اپرېدیو باندي حملې پیل کړي نو هغوی به هم د هډې د ملا په څېر ستاسي قلمرو ته ننوزي. ماته اطلاع رسېدلې ده چي دوی خپل ماشومان او ښځي د وخته لا ننګرهار ته لېږلي دي.

تاسي جلالتمآب ته معلومه ده چي ما د ۱۸۹۵ کال د ډسمبر په میاشت کي او دغه راز د تېري مې په میاشت کي د کافرستان له  مهاجرینو څخه وسلې واخیستلې او داسي اقدامات مي وکړل چي هغوی تاسي جلالتمآب ته ستونزي پیدا نه کړي.

زه اوس له تاسي جلالتمآب څخه غوښتنه لرم چي د اورکزیو او اپرېدیو سره همدغه راز عمل وکړی او خپلو محلي صاحب منصبانو ته امر وکړی چي له هغوی څخه وسلې واخلي او پرې نه ږدې چي د افغانستان له خاوري څخه پر موږ باندي حملې وکړي.

د امیر عبدالرحمن خان د هغه لیک متن چي  وایسرا ته یې د ۱۸۹۷ کال د اکتوبر پر شلمه لېږلی دی.

له القابو وروسته.

ماته ستاسي جلالتمآب د اکټوبر د اوومي هغه لیک را ورسېدی چي د سوات میاګل ته د هډې د فقیر نجم الدین لیک ورسره ملګری وو. زه دغه راز ستاسي جلالتمآب د مضمون په متن پوه سوم.

داچي د هډې ملا مخکي له هغه چي د برټانیې پوځیان  د ده ځای ورسیږي، هغه تښتېدلی دی او دا چي ماستاسي سره ژمنه کړې وه چي که هغه چیري زما قلمرو ته داخل سو نو له خپلي خاوري به یې باسم؛ زه اوس تاسي جلالتمآب ته اطلاع درکوم چي ما خپلو افسرانو ته خبر ورکړی دی چي د شپې او د ورځي د هډې په ملا پسي وګرځی او هغه ونیسی. خبرنګاران رپوټ راکوي چي د هډې ملا ځان پټ کړی دی او پټ ګرځي. ما دغه راز امر کړی دی چي دا معلومه کړی چي هغه چیري پټ دی. که چیري هغه زما په قلمرو کي وو نو خدای مهربانه دی چي د ورانکاریو مخه به یې ونیوله سي. خو که دغه شریر سړی اوس هم په هغو سرحدي سیمو کي وي چي لا یې، د افغانستان د حکومت او برټانیې ترمنځ، وېش سم معلوم نه دی او په نښه سوي نه دي نو د برټانیې مقامات باید د هغو سیمو ملکانو ته هدایت ورکړي چي د دغه شریر سړي د پیدا کولو او نیولو ترتیب ونیسي. دغه سړی په یوه ځای کي دوې شپې نه تېروي. هغه لکه سیماب په حرکت کي وي. د شپې په یوه ځای کي وي او د ورځي بل ځای ته ځي. دغه هغه څه دي چي زموږ مخبران د هغه په باره کي رپوټ راکوي. زه سره له هغه هم د هغه د نیولو په تلاښ کي یم. تاسي جلالتمآب له دې ناحیې څخه بېغمه اوسی که زه چیري د هغه په نیولو بریالی سم نو له خپلي خاوري به یې پسي واخلم.

ما هغه لیک ولووست چي ملانجم الدین د سوات میاګل ته لیکلی دی او  تاسي جلالتمآب ماته رالېږلی وو. زه وایم څه چي ملانجم الدین لیکلي دي مطلب یې د ساده قبایلي خلکو غولول دي. د ده مطلب دا دی چي خلک ښورښ ته وهڅوي. څو کاله مخکي ده زما سره دښمني را واخیسته او خپل مریدان یې زما په مقابل کي تحریک کړل او هغوی ته یې وویل چي له عسکرو سره وجنګیږي. اوس په دې وسیله غواړي چي د لیري پرتو علاقو خلک د برټانیې له عسکرو سره جنګېدلو ته تشویق کړي. دی غولوونکی دی او هغه څه وايی چي د ده په خپله ګټه وي. که ما ده ته دغه وعده ورکړې وای نو دی خو زما له قلمرو څخه لیري نه وو او په جلال آباد کي زما د پوځیانو مرکز د ده د اوسېدلو له ځای څخه یوازي دوه منزله لیري وو. تاسي جلالتمآب د ده له لیک څخه اټکل کولای سی چي ده څومره لوی دروغ ویلي دي. دروغجن دي دروغ وايي او عاقل دي قیاس کوي. زه دا ملایان له کلونو راهیسي پیژنم. دوی لکه د پطرکبیر د وخت پادریان، چي په روسیه کي یې ډیري لويی ناکراری منځته راوړې. ملایان خلکو ته داسي ښيي چي جنت او دوږخ د دوی په اختیار کي دی.

زه پوه سوم چي تاسي جلالتمآب مهرباني کړې وه او ماته مو اطلاع راکړې وه چي تاسي غواړی د اورکزیو او اپرېدیو د تعقیبولو او پسي اخیستلو لپاره د برټانیې د حکومت پوځیان ولېږی. زه دغه راز خبر سوم چي د برتانیې د حکومت عالي رتبه مقامات دې نتیجې ته رسېدلي دي چي قبایلي خلکو ته سزا ورکړي او اطاعت کولو ته یې مجبور کړي.

زه په دې هم پوه سوی یم چي تاسي جلالتمآب د هغه رپوټ په باره کي راته لیکلي وه چي په هغه کي مولوي غفور خان تاسي جلالتمآب ته ویلي وه چي د اپرېدیو یوه جرګه جلا اباد ته راتلونکې ده او ما له هغه ځایه دوی بیرته خپل وطن ته ستانه کړي دي. او تاسي جلالتمآب په دغه سبب له ما څخه مننه هم کړې وه. څرنګه چي هر څوک په خپلو ګټو پسي ګرځي نو د هرچا په رپوټونو باید ډېر باور هم ونه سي.

تاسي جلالتمآب لیکلي دي چي که پر اورکزیو او اپرېدیو باندي د برټانیې د پوځیانو د حملو په وخت کي دغه خلک زما قلمرو ته را  واوړي نوزه باید له هغوی څخه وسلې واخلم او هغوی د برټانیې پر قلمرو باندي له حملو څخه را وګرځوم. زما ګرانه دوسته که خدای کول زه به هیڅکله خپلو  خلکو ته اجازه ورنه کړم چي د قبایلي خلکو سره لاس یو کړي او د برټانیې پر قلمرو باندي حملې وکړي او د یاغیانو سره په جنګ کي برخه واخلي. مګر که دوی خپل ماشومان او کورنۍ د خپلو خپلوانو کورونو ته راولي نو زه به په هغه صورت کي وضع ته ګورم؛ ځکه چي دا خلک ټول سره خپلوان دی. دوی په زرهاوو ښځي یوه بل ته سره واده کړي دي. که زه د دوستانو ترمنځ خنډ کېږم او خلک له دې څخه منع کوم چي خپل ماشومان په جلال اباد کي د خپلوانو کورونو ته راولي نو قبایلیان به زما دښمنان سي او بیا به لکه ستاسي سره چي دښمني کوي زما سره به هم دښمني پیل کړي. د برتانیې حکومت به د دوی په دښمني کي ډېر ری نه وهي ځکه چي د برټانیې حکومت خو ډېر زورور دی. دوی د قبایلو خلکو ته د سزاورکولو لپاره پوځونه روان کړي دي چي انګلیسي عسکر، سیکهان او هندوان برخه پکښي لري. مګر زما ټول پوځیان پخپله د همدغو قبایلو خلک دي. دوی به هیڅ وخت د خپلو خپلوانو او قومیانو تباه کولو ته زړونه ښه نه کړي؛ او دوی به بیا د شریرو ملایانو په لمسون زما پر ضد نامناسب تبلیغ پیل کړي.

دا به بهتره وي چي که د تیرا د خلکو، اپرېدیو، اورکزیو او د برټانیې د حکومت ترمنځ سوله وسي. مګر که جنګ کیږي او دا خلک د ننګرهار ولایت ته راځي نو تاسي جلالتمآب ته اطمینان درکوم چي زما له خاوري څخه به په هیڅ توګه ستاسي پر قلمرو باندي د حملې کولو فرصت پیدا نه کړي. او چي تر څو پوري ټولو د برتانیې د حکومت اطاعت منلی نه وي زه به هغوی ته اجازه ورنه کړم چي د برټانیې قلمرو ته ننوزي. مګر که دوی په خپلو غرونو کي ژوند ته دوام ورکوي بیا نو د هغوی اېلول زما تر توان او طاقت وتلی کار دی. که دوی لکه عمرا خان زما خاوري ته راسي دوی به هیڅ نامناسب کار ونه کړي او زه به هیڅکله د نامناسب عمل کولو اجازه ورنه کړم.  همیلټن ص ص ۴۷۹-۴۹۲

                 ماءخذونه

۱: کاتب، ملافیض محمد. سراج التواریخ، جلد سوم قسمت اول. چاپخانه نمونه. نوبت چاپ اول زمستان ۱۳۷۰

۲: عبدالرحمن، امیر. تاج التواریخ. مرکز نشراتي میوند. ۱۳۷۵

۳: اولسن، اوستا. اسلام وسیاست در افغانستان. ترجمه خلیل الله زمر. ۱۹۹۹

۴: نوید، سنزل. واکنش های مذهبي و تحولات اجتماعي در افغانستان. ترجمه محمدنعیم مجددی. انتشارات احراري، هرات. ۱۳۸۸

۵: مجددي، علامه عبدالحق. افغانستان از امیر کبیر تا رهبر کبیر. مرکز نشراتي میوند. چاپ اول ۱۳۷۸

 ۶: ډامسټټر، جیمز. د پښتنخوا د شعر هاروبهار. کابل پښتو ټولنه. ۱۳۵۶

7: Nevill, Captain H.L. Campaigns on the North West Frontier. Reprint Pakistan 1977.

8: Khan, Mohammad Asif. The Story of Swat. As told by the founder Miangul Abdul Wadud Badshah Sahib. Translated to English by Altaf Husain. Pakistan 1963

9: Barth, Fredrik. The Last Wali of Swat. An autobiography as told to Fredrik Barth. Columbia University Press New York. 1985.

10: Barth, Fredrik. Political Leadership among Swat . London Second edition 2004.

11: Ahmad, Akbar S. Millennium and Charisma among Phathans. London 1976.

12: Frontier and Overseas Expeditions from India Vol 2. Reprinted in Pakistan 1982.

13: Frontier and Overseas Expeditions from India Vol 1 Reprinted in Pakistan 1982.

14: Hamilton, Angus. Afghanistan. London 1906.

15: Kandahar Newletters. Vol 3 for the year 1886- 1887. Quetta Baluchistan 1989.

16: Kandahar Newletters. Vol 2 For the year 1184-1885. Quetta Baluchistan 1989.

17: Kabul Diary. Quetta Archive.

18: Kakar, Hasan. Afghanistan 1180-1896. Kabul 1971.

19: Ademec, Ludwig. W. Who’s Who of Afghanistan. Australia 1975.

20: Bennigsen, Aexandre and S. Enders Wimbush. Mystics and Commissars. Sufiam in the Soviet Union. California U.S.A 1985.

21: Warburton, Sir Robert. Eighteen years in the Khyber, 1879-1898. Reprint India 2013.

22: Elliott, Major General J. G. The Frontier 1839-1948.

23: Welly ,H.C. The Borderland. The Country of the Pathans. Karachi, Pakistan reprint 1998.

امیر عبدالرحمن خانملافیض محمدکاتب
نظريات (0)
نظر اضافه کول