د پښتنو افسانوي تاریخ او تاریخي افسانې

د پښتون قام، پښتو ژبی، قبایلو او د پښتنو د ټاتوبي او د هغوی د منشأ په باب په بهر او داخل کي پوهانو ډېري زیاتي لیکني کړی دي. چا بنی اسرایيل، چاقبطیان، چا الباني اصله او چا هم د اریایانو اصیل زامن بللي دي. دلته زموږ هدف ددې نظریاتو او عقایدوردول او تایيدول نه دي بلکه دا خبره کوو چي دغو اکثرو مؤرخینو په پای کي د خپلو تحقیقاتو نتیجه بیرته پر هغو فوکلوری افسانو بنا کړې ده چي له لویه سره هیڅ اساس نه لري او زیاتره خو یوازي د یوه لیکوال پر هغو اطلاعاتو تکیه کوي چي یوازي په هغه لیکوال پوري اړه لري او په بل هیڅ کتاب کي راغلي نه دي. ددې فوکلوري تاریخ تر ټولو لوی نکلچي خواجه نعمت الله هروي پخپله د پښتنو او اسلام له تاریخ څخه بی خبره دی او چي هر څه يې زړه غوښتي او یا یې اورېدلي او په نظر یې صحیح ورغلي دي هغه يې لیکلی دي. له بده مرغه چي بهرني او داخلي مؤرخین او څیړونکي، طبیعی خبره ده چي دده په دغو نیمګړتیاوو پوهیدلي دي، د هغه له تاریخي اشتباهاتو څخه په غټو سترګو تیر سوي دي او حتی لا وروسته يې په هغو کتابونو هم استنادونه کړي دي چي نورو له تاریخ څخه بی خبرو مؤرخینو د خواجه نعمت الله پر فوکلوري خوبونو اضافه کړي دي. د دې غلطو اطلاعاتو او څیړنو تاوان په دې کي نه دی چي موږ ته د پښتون قام په باره کي ګمراه کونکي معلومات راکوي بلکه لوی تاوان يې دادی چي دغه غلط اطلاعات په اصطلاح له آدمه تر دې دمه د پښتنو قومونو تر منځ د اختلافاتو عامل ګرځېدلی او تر نن ورځي پوري يې دوام کړی دی. البته د دې خبري معنی دا نه ده چي د نعمت الله هروي د کتاب او اطلاعاتو د خپرېدلو څخه مخکي پښتني قبایل، قبیلوي وېش او قبیلوي اختلافات موجود نه ول، بلکه دا قبیلوي وېشونه تر هغه چي فکر او اټکل یې کېدلای سي ډېر اوږد تاریخ لري. خو کله چي دغه راز افسانوي او فوکلوري اطلاعات کتابي او په اصطلاح تاریخي رنګ واخلي نو تاوان یې تر پخوا په څو چنده زیات سي.

فوکلور، افسانې او فوکلوري تاریخ د یوه قوم د هویت لویه برخه ده. په نړۍ کي چندانی داسي قام نه سته چي د خپلی ریښې او منشأ په باره کي افسانې ونه لری. هر قام ځان ته هم لیکلی او هم شفاهي تاریخ لري. فوکلوري افسانې په حقیقت کي د یوه قام د کلتور او فرهنګ ډول او سینګار دی. خو کله چي یو قام تعلیم یافته او لوستی سي نو افسانې له ریښتوني تاریخ څخه بیلي کړې. البته، په افسانو کي هم د خپل ریښتوني تاریخ څرک لټوي. خو زموږ د تحقیقاتو لویه نیمګړتیا په دې کي ده چي د خپلو افسانو په مقابل کي، چي زیاتره وختونه ريښتونی تاریخي اساس نه لری، او په مقابل کي يې د ردولو له پاره په زرهاوو کره، تاریخي او لیکلي شواهد موجود دي، بیا هم پر خپلی خبری ټیګ ولاړ یو او غواړو په یوه او بل ډول هغو بې اساسو افسانو ته ریښتونی تاریخي رنګ ورکړو. د همدغو بې اساسو تاریخي افسانو پر اساس مو خپل تاریخي تحلیلونه بنا کړي او حتی د قومي جلاوالي او بدیو د دوام سبب مو ګرځولي وي. د پښتون قام د سرچینی او پښتنی قبایلو په باره کي زیاتره اطلاعات د خواجه نعمت الله هروي پر مخزن افغاني و تاریخ خان جهاني باندي، چي په اووه لسمه میلادي پېړۍ کي يې لیکلی دی، ولاړ دي.

خواجه نعمت الله په پوره زړه ورتوب له خپلی زمانې څخه څه باندي دوه زره کاله پخوا پیښو په باره کي داسي بحث کوی لکه لیکلي اسناد او تاریخونه چي يې مخي ته پراته وي. د هغه په تعقیب د نولسمی پیړۍ په پای کي شیر محمد خان ګنډاپور د تواریخ خورشید جهان په نوم یو کتاب تالیف کړ او په همدغو کلونو کي په صوبه سرحد کي د انګریزانو یوه مامور ډیپټی محدحیات خان د حیات افغاني په نوم یو کتاب ولیکی او د قبایلی افسانو په برخه کي يې هماغه د خواجه نعمت الله بی اساسه خبري په یوه او بل شکل تعقیب کړې. ددې دریو واړو تاریخ لیکونکو یوه مشترکه وجه دا ده چي درې واړه د تاریخ او، په تیره بیا د سیمی له تاریخ څخه تر ډېره ځایه بی خبره دي او دریو واړو، د خپلو تاریخونو په لیکلو کي، په ډېرو ځایونو کي، په بشپړی بې مسولیتی ،پر فوکلوري روایاتو باندی تکیه کړې ده. د همدغو کتابونو زیاترو بی اساسو خبرو د پښتنو د تاریخ په باب سل هاوو کتابونو او تحلیلونو ته لاره وکړه او د قبایلو د ویش په برخه کي يې زیاتره خبری تر نن ورځي پوري د پښتنو تر منځ د بې دلیلو ویشونو او حتی قومي دښمنیو سبب ګرځیدلي دي.

خواجه نعمت الله هروي په خپل پورتني یادسوې کتاب کي لیکي چي شمویل علیه السلام له خپل قبر څخه را ووت او د اسرایيلو پاچا طالوت ( په تورات کي ساول دی) ته يې وویل چي د هغو لویو ګناهونو او بې عدالتیو څخه چي تا کړي دي د بخښل کیدلو یوازینۍ لاره داده چي خپله پاچهي داؤد علیه السلام ته پریږدې او د خپلو لسو زامنو سره د کفارو سره په جګړه کي شهید سې. طالوت خپله پاچهي داؤد علیه السلام ته تسلیم کړه او هغه ته يې وویل چي دده د هغو دوو میرمنو، چي دواړي حاملې دي، ښه پاملرنه وکړي. ځکه چي شمویل علیه السلام ده ته ویلي دي چي دا دواړي به يې دوه زامن وزیږوي او هغوی به ډېر لوی خدمتونه وکړي. طالوت د خپلو لسو زامنو سره د کفارو په مقابل کي په جنګ کي شهید سو او د ګناهونو څخه پاک سو. د طالوت له دوو میرمنو څخه، چي داؤد علیه السلام ته يې سپارلي وې، په یوه ورځ دوه زامن پیدا سول چي یو يې برخیا او بل يې ارمیا وو. داؤد علیه السلام د دې دوو هلکانو ښه پالنه وکړه او کله چي هغوی لوی سول نو ډېر لوی لوی خدمتونه يې وکړل او د کفارو په مقابل کي په ټولو جنګونو کي بریالي سول. دوی دواړو ته خدای تعالی ج دوه زامن ورکړل. برخیا د خپل زوی نوم آصف او ار میا د خپل زوی نوم افغانا کښېښود. کله چي د دوی پلرونه مړه سول نو داؤد علیه السلام د هغوی زامنو ته د پلرونو منصبونه ورکړل او بالاخره داؤد علیه السلام هم د ۱۲۰ کالو او څو ورځو پاچهي څخه وروسته وفات سو. په داسي حال کي چي طالوت یوازي ۴۷ کاله پاچهي وکړه([1]).

د داؤد علیه السلام له وفات څخه وروسته د هغه زوی سلیمان علیه السلام پاچا سو او هغه د ملکي چارو تنظیم او وزارت آصف او نظامی چاري يې د افغانا د ډېر زیات پوځی لیاقت له امله هغه ته وسپارلې. د سلیمان علیه السلام له وفات څخه وروسته آصف او افغانا د بیت المقدس ملکي او پوځی چاري پر مخ بیولې. تر څو هغوی هم دواړه وفات سول. څه موده وروسته بخت النصر شام ونیوی او بالاخره يې بیت المقدس ټول خراب کړ او اسرایيل يې غلامان او بندیان کړل. ده اسرایيل له خپله ملکه وشړل او هغوی په غور، غزني، کابل، کندهار، فیروز کوه او پنځم اقلیم کي میشته سول([2]).

دا د هغو کیسو خلاصه ده چي د خواجه نعمت الله په مخزن افغاني کي راغلي دي. مګر په تورات کي، چي باید د دې ټولو معلوماتو اصلي منبع وي، دغه کیسې بالکل په بل ډول راغلي دي. او تقریبا په هیڅ توګه یا د خواجه نعمت الله له لیکني سره سر نه خوري او یا بشپړ اختلاف ورسره لری.تورات وايي چي طالوت  ( ساول ) د خپلو ګناهونو د جبرانولو دپاره د فلسطینیانو په جنګ روان سو او په جنګ کي له خپلو دریو زامنو( لسو سره نه ) سره ووژل سو. داؤد علیه السلام د هغه د وژل کیدلو د خبر د اوریدلو سره ډېر لوی ماتم جوړ کړ او په یوه المیه سندره کي يې د هغه او د هغه د زامنو د میړاني یادونه وکړه. خو په تورات کي دا نه دي راغلي چي طالوت د فلسطینیانو جنګ ته د تللو په وخت کي د داؤد علیه السلام سره خدای په اماني کړې، یا يې کومه توصیه ورته کړې او یا يې د خپلو دوو حاملو ښځو سپارښتنه ورباندي کړې وي.

په تورات کي نه د برخیا او ارمیا کیسه راغلې او نه د آصف او افغانا په باره کي دغه راز مفصل معلومات موجود دي. او نه شمویيل علیه السلام د طالوت له دوو میرمنو څخه د دوو توریالیو او د قام د راتلونکو خدمتګارانو د پیداکیدلو خبر ورکړی دی. د بلي خوا هغه کتابونه چي مخزن افغاني استناد ورباندي کوي، دده ادعاوي نه ثابتوي بلکه هغه کتابونه هم بیخي بل ډول معلومات راکوي او ددې خبري یوه معنی دا کیدلای سي چي خواجه نعمت الله هغه کتابونه نه دي لوستي او د هغوی په باره کي يې هم له نورو خلکو څخه کیسې اورېدلي او یا یې، له خپلي خوښي سره سم، له ځانه جوړي کړي دي. د مثال په توګه، خواجه نعمت الله په تاریخ ګزیده او تاریخ طبري استناد کوي خو د هغوی خبري نه د خواجه نعمت الله او نه له تورات سره اړخ لګوي او بیخي نقاضت ورسره لري. تاریخ ګزیده، چي خواجه نعمت الله د طالوت شجره د هغه کتاب په حواله وايي، اصلا د طالوت د شجرې په باره کي بحث نه کوی او یوازي دونه وايي چي د هغه پلار سقاوي کوله([3]).

په داسي حال کي چي په تورات کي د طالوت کسب ته اشاره نه ده سوې او وايي چي د هغه پلار قیس، چي یو غریب سړی وو، خره ورک کړي وه، او طالوت د خرو په پیداکولو پسی را وتلی وو چي شمویل علیه السلام يې ولیدی او هغه د هغو نښانو په اساس چي وحی ورته سوي وې طالوت د اسرایيلو د پاچا په حیث اعلان کړ. ګواکی د تاریخ ګزیده معلومات نه د خواجه نعمت الله او نه د تورات له متن سره لګیږی.

تاریخ طبري د آصف بن برخیا نوم یادوی او وايي چي هغه د سلیمان علیه السلام دوست وو، او هغه ته يې خبر ورکړ چي میرمن يې دده ( سلیمان علیه السلام جهاني) په خپل کور کي بت پرستي کوي([4]).

په داسي حال کي چي په مخزن افغاني کي برخیا او ارمیا دوه وروڼه معرفی سوي دي او د طالوت د دوو ښځو زامن بلل سوی دي، خو ابن اثیر په تاریخ کامل کي آصف بن برخیا د سلیمان علیه السلام ډېر باوري سړی بولي او وايي چي هغه هر وخت د سلیمان علیه السلام کورته ورتللای سوای([5]).مګر ارمیا د برخیا او آصف له زمانې څخه ډېر وروسته بولي او لا وايي چي ارمیا پیغمبر وو او پر بیت المقدس باندي د بخت نصر د یرغل په زمانه کي وحی ورباندي راغلي وې([6]) .

البته پخپله د ابن اثیر خبري هم ځکه د تأمل وړ دي چي په تورات کي دغه راز کومه اشاره نه لیده کیږی. دغه راز تاریخ طبري، د تورات په خلاف، چي وايي طالوت له دریو زامنو جناتان، ابی نداب او میلچیوسا سره یو ځای ووژل سو، وايي چي طالوت له دیارلسو زامنو سره ووژل سو([7]).

مخزن اسلام کتاب دلته

مخزن افغاني موږته وايي چي داؤد علیه السلام ۱۲۰ کاله او څو ورځي پاچهي وکړه([8]). خو تورات وايي چي داؤد علیه السلام ټول ټال څلویښت کاله پاچهي وکړه. له هغې جملې څخه اووه کاله په هیبرون او ۳۳ کاله په بیت المقدس کي پاچا وو. مخزن افغاني موږ ته وايي چي سلیمان علیه السلام د خپلی پاچهي د ملکي چارو اداره آصف او پوځی چاری يې افغانا ته وسپارلې او هغوی د سلیمان علیه السلام د وفات څخه وروسته هم په دغو مقامونو کي خپلو کارونو او د بیت المقدس د چارو ادارې ته دوام ورکړ([9]).

په داسي حال کي چي په تورات کي د سلیمان علیه السلام د کابینې د ټولو غړو او حکمرانانو نومونه لیکلي دي او په هغوی کي له برخیا څخه نیولې تر افغانا پوری د هیڅ یوه نوم نه سته. دغه راز تورات موږ ته وايي چي د داؤد علیه السلام او د طالوت د کورنیو تر منځ نه د طالوت په ژوند او نه د طالوت له مرګ څخه وروسته روغه جوړه راغلې ده. د طالوت اولادونو او لمسیانو ته د کابینې د مقاماتو د سپارلو خو بیخي خبره نه سي کیدلای. حتی د تورات په یوه برخه کي موږ ګورو چي داؤد علیه السلام د طالوت د کورنۍ اووه تنه نارینه غړي، چي د طالوت د زامنو او لوڼو اولادونه دي، د هغوی یوې دښمني قبیلې ته سپاري او هغوي ټول وژني، او په دې سلسله کي يې یوازي د جناتان زوی، مي في بوسیت، چي په دواړو پښو شل وو، ژوندی پریښود. البته د طالوت یوازینی زوی ایز بوسیت، چي د طالوت او فلسطینیانو په جنګ کي نه وو وژل سوی، او د داؤد علیه السلام څخه يې د بیت المقدس د نیولو دپاره له هغه سره جګړې کولې، پخوا لا خپلو دښمنانو قتل کړی وو او سر يې داؤد علیه السلام ته راوړی وو. خو داؤد علیه السلام د ایزبوسیت د دواړو قاتلانو د وژلو حکم صادر کړ.

اوس نو سره له هغه چي ټول محققین په دې پوهیږی چي د طالوت د اولادونو او نسل په باره کي د مخزن افغاني افسانې هیڅ اساس نه لري، او پر هغو کتابونو يې هم غلطي حوالې ورکړي دي چي د هغوی متنونه پخپله د تورات له متن سره سر نه خوري، بیا هم ددغه کتاب فصلونو او بیځایه ادعاوو ته یا په جدی سترګه نه ګوری او یا يې لږترلږه د ردولو اقدام نه کوي. خو په دی لړ کي تر ټولو په زړه پوري د مرحوم دوست محمد کامل مومند هغه تعلیقات دي چي د افضل خان خټک پر مشهور تالیف تاریخ مرصع يې لیکلي دی او ددې تعلیقاتو له یوې لويي برخي څخه يې هدف ددې ادعا ثابتول دي چي پښتانه په اصل کي بنی اسرایيل دي. مرحوم کامل مومند په دې خبری ښه پوهیږی چي د مخزن افغاني خبری د تورات له متن سره سر نه خوري او له سرڅخه تر پای پوری يې یوه غلطه فرضیه پر بلي بنا کړې ده، خو ددې پر ځای چي مخزن افغاني ته د انتقاد ګوته ونیسی پخپله پر تورات يې انتقادونه پیل کړي دي. یو ځای خو حتی د مخزن افغاني لیکوال نعمت الله ته هم په غوسه دی او وايي چي خواجه نعمت الله او نورو مسلمانو تذکره لیکونکو چي د طالوت په باب څه لیکلي دي نو هغه يې له بایبل څخه اخیستی دي. او په بایبل کي پر طالوت باندي ډېر بیځایه الزامونه لګول سوي او هغه يې یو ظالم سړی او د داؤد علیه السلام دښمن معرفی کړی دی. په داسي حال کي چي طالوت خو د خدای تعالی ج له خوا منتخب سوی شخصیت وو. هغه هیڅکله دومره ظالم او کمزوره شخصیت کیدلای نه سو([10]).

دلته اصلي خبر ه دا ده چي خواجه نعمت الله، د کامل مرحوم د خبري په خلاف، بایبل له سره لوستی نه وو او که يې لوستی وای نو د ارمیا او برخیا په څیر خیالي قهرمانانو پیداکولو ته به يې اړتیا نه وه پیداکړې. او د طالوت او داؤد علیه السلام تر منځ د اړیکو په باره کي به يې داسي اطلاعات درلودلای چي لږترلږه یو کتابي اساس خو يې لرلای. او تر دې چي راتیر سو، که چیری د طالوت او د هغه د زمانې په باره کي د بایبل معلومات غلط وي، نو نعمت الله او نورو مسلمانو مؤرخینو ددغی زمانې په باره کي اطلاعات له کومه کړي وای. ځکه چي د مصر او بین النهرین د تمدنونو په باره کي هغه عصری تحقیقات چي په بایبل کي ځینی راغلي افسانې ردوي د شلمي پیړی د لرغون پیژندونکو د زیار او زحمت محصول دي. او لا ښايي وروسته د عصري وسایلو په برکت نور اطلاعات هم ترلاسه سي او د هغي سیمی تاریخ نور هم روښانه کړي. د کامل صاحب د ادعا په خلاف د نعمت الله هروي نیمګړتیا په دې کي نه ده چي یوازي يې د بایبل پر اطلاعاتو تکیه کړې ده بلکه خبره په دې کي ده چي هغه یا بایبل له سره لوستی نه وو او یا يې غلطه استفاده ورڅخه کړې وه. که په بایبل کي ارمیا او افغانا ‌‌‌ذکر سوي نه دي او که د طالوت په زامنو کي ارمیا او برخیا موجود نه وي. که په بایبل کي آصف د برخیا زوی بلل سوی او د برخیا د پلار نوم موجود نه وي. که په بایبل کي د سلیمان علیه السلام کابینه په ټول تفصیل راغلې او په هغی کي د آصف او افغانا نومونه پیدا نه کړو نو نعمت الله به دا نومونه له کومه کړي وي. طبیعی خبره ده چي یا به ده او یا به د هغو کتابونو لیکوالانو چي ده به احیاناً د ماخذ په حیث استفاده ورڅخه کړې وي جعل کړي وي.

په بایبل کي موږ ګورو چي داؤد علیه السلام آصف ته له نورو یهودو مشرانو سره یو ځای د میوزیک ددستې ریاست ورکوي او امر ورته کوي چي د خېمې مخي ته، چي مقدس تابوت پکښی ایښودل سوی دی، د خدای تعالی ج ثنا او صفت ووایي. نور نو نه د داؤد علیه السلام او نه د سلیمان علیه السلام په پاچهيو کي د آصف د اجرآتو په باره کي څه لیده کیږی. او طبیعی خبره ده چي په دې برخه کي هغه اضافی معلومات چي په بایبل کي نه سته د مختلفو وختونو د مؤرخینو او لیکوالانو د ذهن او خیال څخه زیږېدلي دي.

داچی د ارمیا او افغانا په باره کي به خواجه نعمت الله خپل معلومات له کومه کړي وي زه څه نه سم ویلای خو زما غالب ګومان دادی چي د آصف بن برخیا په باره کي معلومات به يې د علی بن عثمان هجویری(داتاګنج بخش) له مشهور، کتاب کشف المحجوب، څخه اخیستي وي. علی بن عثمان هجویری وايي موږته د آصف بن برخیا د هغی معجزې په باره کي اطلاع راکوله کیږی چي د بلقیسی تخت يې د سترګو په رپ کي سلیمان علیه السلام ته حاضرکړ([11]).

داتا ګنج بخش د خپلی دې خبري حواله د قرآن شریف د اووه ویشتمي سورې پر څلویښتم ایات ورکوي. سړی نه پوهیږی چي د اسلام دومره لوی عالم او د صوفیانو دومره لوی مخکښ، چي اوس حاضر يې په لاهور کي هر کال کي په لس هاوو رزه مسلمانان زیارت ته ورځي، څرنګه پر قرآن شریف باندي غلطه حواله ورکوی. ځکه چي په قرآن شریف کي دآصف او برخیا نومونه په هیڅ ځای کي راغلي نه دي او په معتبرو تفاسیرو کي هم د چا په سترګه سوي نه دي. تر دې لا په زړه پوري خبره دا ده چي داتا ګنج بخش وايي د آصف دغه عمل معجزه نه ده ځکه چي هغه پیغمبر نه وو چي معجزه یې کړې وای. او که چیری معجزې ته اړتیا وای نو سلیمان علیه السلام به پخپله کړې وای. نو ځکه موږ د برخیا عمل یو کرامت بولو([12]).

په داسي حال کي چي په قرآن شریف کي راغلي دي چي سلیمان علیه السلام ته د بلقیسی تخت یوه زورور دېب یا پېریان راووړ.( ۲) ( په قرآن شریف کي دغه څوک چي د بلقیسي تخت سلیمان علیه السلام ته حاضروي عفریت بلل سوی دی. په عربي قاموس الیاس العصري کي د عفریت له پاره شیطان او دېو او په فرهنګ عمید کي خبیث، منکر، بدرنګ او وېروونکی موجود، دېو او غول لیکل سوی دی ) او د شیطان، دېب او پېریان په باره کي به په کتابونو کي هر څه راغلي وي خو د کرامت په باره کي يې یوازي له داتاګنج بخش څخه معلومات ترلاسه کوو.

موږ په تورات کي د سلیمان علیه السلام په کابینه کي آصف بن برخیا نه وینو مګر د الف لیله ولیله په نکلونو کي د ماهیګیر او دیب په افسانه کي، چي ماهیګیر یوه دیب ته نجات ورکوي او له بوتل څخه يې راباسي، د آصف بن برخیا له نامه سره هم مخامخ کیږو. دیب، چي د ماهیګیر د وژلو فیصله يې کړې ده ماهیګیر ته وايي چي ما د سلیمان علیه السلام څخه بغاوت وکړ او د هغه وزیرآصف بن برخیا ونیولم او کله چي می د اسلام راوړلو په برخه کي د سلیمان علیه السلام غوښتنه ونه منله نو هغه حکم وکړ چي ما په دغه بوتل کي واچوي او دا څه باندي څلور سوه کاله کیږی چي زه په دغه بوتل کي بندي یم.

موږ د الف لیله و لیله پر دې افسانې باندي ځکه زیاته تبصره نه کوو چي په افسانه کي هر څه راتللای سي او هر څه یې د عقل له چوکاټ څخه بهر وي. مګر دا چي زموږ د مؤرخ او یا مؤرخینو لیکني له افسانې څخه سرچینه اخلي نو دا خبره سړي ته د هغوی د متونو او تاریخي منطق په باب شکونه پیدا کوي.

دغه راز د سیف الملوک په نکل کي هم د آصف بن برخیا له نامه سره مخامخ کیږو. کله چي د مصر پاچا خپل وزیر د سلیمان علیه السلام دربارته لیږی نو هغه هم خپل وزیر آصف بن برخیا ته وظیفه ورکوي چي د مصر د پاچا د ایلچي یا وزیر ښه هر کلی وکړي او سوغاتونه يې ورڅخه قبول کړي.

البته د دیب او ماهیګیر نکل په ختیځ کي، یا لږ ترلږه د پښتنو په سیمو کي، ډېر زیات شهرت پیدا نه کړ مګر د سیف الملوک نکل دونه مشهور سو چي د پښتنو په هره سیمه کي جلا جلا، په بېلو شکلونو، منظومي نارې ورته جوړي سوې. زه یقین لرم چي د آصف بن برخیا نوم به د سیف الملوک له نکل څخه، د پښتنو، فوکلوري تاریخونو ته ورغلی او وروسته به د افغنه بن ارمیا نوم هم ورسره یو ځای سوی او برخیا او ارمیا به د ساول یا طالوت هغه زامن بلل سوي وي چي د فلسطینیانو سره په جنګ کي د ده تر شهید کیدلو وروسته يې له دوو میرمنو څخه پیدا سوي دي. خو په تورات کي دې پیښی ته هیڅ ډول اشاره نه ده سوې. ساول یا طالوت، چي د هغه په باره کي زموږ د معلوماتو لومړنۍ سرچینه تورات دی، د ارمیا او برخیا په نوم زامن نه لري او د کتاب په هیڅ ځای کي یې ذکر نه دی سوی.

مخزن افغاني لیکي چي د سلیمان علیه السلام د وفات څخه وروسته آصف او افغانا هم وفات سول. څه موده وروسته بخت النصر پر بیت المقدس باندي حمله وکړه، پر اسرایيلو يې ظلمونه وکړل او هغوی يې د خپل قلمرو څخه مهاجرت کولو ته مجبور کړل. نو دوی هم غور، غزني، کابل، کوه فیروزه او د کندهار غرنیو سیمو ته مهاجر سول([13]).

مخزن افغاني وروسته وايي چي دوی تر هغه وخته پوری د افغانستان په غرو رغونو کي میشته وه چي په سعودی عربستان کي د اسلام لمر را وخوت او خالد بن ولید، چي د مخزن افغاني په قول د بن اسرایيلو څخه وو، قیس ته، چي د غور په غرونو کي میشت وو، لیک واستاوه او هغه ته يې بلنه ورکړه چي مدینې منورې ته ورسي او د اسلام په مقدس دین مشرف سي. قیس له خپل یوه لوی هیات سره مدینې منورې ته ولاړ او هلته خالد بن ولید هغوی سرور کاینات ص ته معرفی کړل او ټول د اسلام په دین مشرف سول. سرورکاینات ص قیس ته وویل چي ستا نوم عبراني دی او موږ عرب یو نو د هغه نوم يې بدل کړ او عبدالرشید نوم يې ورباندی کښېښود. د مکې معظمې د فتح کولو په جنګ کي قیس ډېر په مړانه وجنګېدی نو له دغه امله سرور کاینات ص هغه ته د پتهان لقب ورکړ چي د کښتۍ لاندي برخه ده او کښتۍ له هغه پرته سفر نه سي کولای([14]).

د پښتنو دغه فرضی پلار له دې څخه وروسته خپل هیواد ته ستون سوی دی او په غور کي يې هستوګنه غوره کړې ده. د پښتنو تقریبا ټول لوی قبایل ددغه قیس یا عبدالرشید پتهان د دریو زامنو، بیټ، سړبن او غرغښت اولاد دی. اوس خبره دا ده چي پر بیت المقدس باندي د بخت النصر د حملې او مدینې منورې ته د قیس د سفر کولو، چي د هجرت نهم کال ښودل سوی دی، څه باندي دوولس سوه کاله فاصله ده. که د مخزن افغاني قول ته اعتبار ورکړو نو پر بیت المقدس باندي د بخت النصر د حملې په نتیجه کي، که په میلیونو نه وي، باید په سل هاو زره یهودان د افغانستان غرونو رغونو ته مهاجر سوي وي. ځکه چي هغوی په یوه سیمه کي نه ځایيدل او د غور، غزني، کابل او کندهار شاوخوا علاقو ته ولاړل. خو له بده مرغه چي دې ګڼ شمیر یهودانو، چي د مخزن افغاني په قول يې د کافرانو له قبیلو سره ډېر زیات جنګونه وکړل او په ټولو کي بریالي هم سول([15])د خپل تمدن هیڅ آثار موږ ته نه دي پرې ایښي او بده لا داده چي خالد بن ولید یوازي په غور کي قیس ته بلنلیک واستاوه او هغه هم د لیک د اخیستلو سره سم، د یوه لوی هیات په مشری، مدینې منورې ته روان سو. هغه نور یهودان چي په نورو ښارونو کي میشته سوي وه او شمیر به يې په دغه وخت کي ښايي میلیونو ته رسیدی، پر خپل حال پاته سول. خالد بن ولید د هغوی سره چنداني علاقه نه ده ښودلې او ملا نعمت الله هم د هغوی د سرنوشت سره ځکه چنداني علاقه نه لري چي دی موږ ته یوازي د قیس نکل کوي او له نورو کسانو سره، چي احتمالا به تر قیس ډېر مهم لا هم وه، چنداني غرض نه لري. او دا هم نه راته وايي چي که هغوی د مدینې منورې څخه ژوندي را ګرځېدلي وي، چي باید را ګرځېدلي هم وي، نو چېرته ولاړل او د هغوی اولادونه، چي حتما به یې د قیس او د هغه د اولادونو په څېر په پښتو خبري کولې، څه سول.

قيس عبدالرشيد (يوه بې بنياده افسانه)

د پورتني متن په باب لومړی سوال دا دی چي خالد بن ولید به، چي په ډېرو اسلامی تاریخونو کي يې شجره موجوده ده او د قریشو د بن مخزوم قبیلې ته منسوب دی او خواجه نعمت الله له هغه څخه په زور اسرایيل جوړوي، په کومه ژبه د قیس سره مکاتبه کړې وي. ځکه چي قیس خو په دغه وخت کي پښتون سوی وو او نه په عبري او نه عربي ژبی پوهیدی. او تر کومه ځایه چي موږ اطلاع لرو نو خالد بن ولید هم نه په عبري او نه په پښتو خبری کولای سوای. او دا لا هم چنداني یقینی نه ده چي خالد بن ولید د مکتوب لیکلو په اندازه سواد درلود او کنه. ځکه چي په هغه زمانه کي سواد ډېر عام سوی نه وو. او که چیری خالد بن ولید سواد درلودی نو عربي الفبا د سعودی عربستان څخه دباندي وتلې نه وه. افغانستان او د غور غرونه خو لا ها خوا ته پریږده. په هر صورت نکلچیان چي د خپلو اوریدونکو ددغه راز سوالونو سره مخامخ سي نو معمولا وايي چي دا نو د نکل کار دی. موږ به هم د نعمت الله د کتاب دغه برخه تش د نکل په غوږ وارو.

بله خبره چي خالد بن ولید، چي په اسلام کي د سیف الله ( د الله ج توره) لقب لري، او د عربي نړۍ یو له تر ټولو لویو جنرالانو څخه دی، پخپله تقریبا شل کاله ! د اسلام او د هغه له پیغمبر سره وجنګیدی. هغه پخپله ایله د هجرت په اووم کال دې حقیقت ته متوجه سو چي اسلام او د هغه پیغمبر پر حق دي او دی باید چي د خپل پلار او نیکه د بت پرستی دین پریږدي او اسلام راوړي. مګر موږ ګورو چي د قیس زړه دونه صاف دی چي د خالد بن ولید په یوه لیک خپل یهودی دین پریږدي او سمدستي مدينې منورې ته د تللو او اسلام راوړلو فیصله کوی. په داسي حال کي چي هغه په سل هاو زره یهودان چي د مدینی منورې په ښار او په شاوخوا کي اوسېدل، په عربي ژبه پوهیدل، د اسلام د حقانیت په باره کي يې له نیژدې هرڅه په سترګو لیدل او اوریدل خو هغوی تر پایه اسلام قبول نه کړ او یایي ډېرو لږو کسانو ایمان راووړ او ډېر زیات شمیر يې له خپلو مالونو، سرونو او جایدادونو څخه تیر سول او د سعودی عربستان څخه يې مهاجرتونه وکړل. په هر صورت موږ به يې داسي وګڼو چي دا هم د نکل کار دی.

خواجه نعمت الله وايي کله چي قیس د اسلام د پیغمبر په حضور مشرف سو نو هغه يې د نامه پوښتنه وکړه. کله چي ده خپل نوم ورته وښود نو هغه ورته وویل چي قیس خو عبري نوم دی او موږ عرب یو. ستا نوم دي عبدالرشید وي([16]).

خواجه نعمت الله وايي حضرت رسول ص د قیس سره د ملګری هیات د ټولو نومونه وپوښتل. ګواکي د هغوی ټولو نومونه پر شرع برابر وه، ځکه چي له یوه څخه یې هم د نوم د اړولو او تبدیلولو غوښتنه ونه کړه، په داسي حال کي چي هغوی ټول د قیس په څېر یهودان ول، البته یوازي د قیس نوم عبري وو! په داسي حال کي چي لومړی خو قیس پخپله عربي نوم دی. د عربي ژبی تر ټولو مشهور شاعر امرألقیس د اسلام څخه تقریبا یوه پیړی مخکي ژوند کړی وو. قیس په کعبه کي د یوه لوی رب النوع نوم وو. عبدالقیس د عربو یوه لویه قبیله او د ډېرو کسانو نوم قیس او یا عبدالقیس وو. دا نوم نه په پخوا کي عبري او نه د اسلام څخه وروسته یهودانو د خپلو ځانونو دپاره انتخاب کړی دی. او بل حضرت رسول ص چنداني له چا څخه د نامه د بدلولو غوښتنه کړې نه ده. دا لا هم باید زیاته کړو چي په ټول تورات کي، حتی یو ځل هم، له قیس سره نه مخامخ کيږو. یوازي د ساول یا طالوت د پلار نوم “کیش “ دی چي عربي لیکونکو له هغه څخه قیس جوړ کړی دی.

البته زموږ دغه خیالي نیکه چي د حضرت رسول ص په غوښتنه خپل، په اصطلاح، عبری نوم بدل کړ او د عبدالرشید نوم يې غوره کړ، نو پر خپلو دریو زامنو يې اسلامی او عربي نومونه پیرزو نه کړل او پر هغوی باندي يې بیټ، سړبن او غرغښت نومونه کښېښودل، چي نه اسلامی دي او نه يې په پښتو ژبه کي د معنی درک معلومیږي او دوی هم د خپل پلار په پیروی د خپلو اولادونو نومونه خرښبون او ښرخبون کښيښودل او د اسلامی نومونو ایښودلو ته يې ډېر لږ اهمیت ورکړ.

خواجه نعمت الله موږ ته وايي چي انحضرت ص وفرمایل چي ماته وحی سوي دي چي د اسلام د پاره ددي قوم اهمیت داسي دی لکه د کښتۍ د لاندي هغه لرګی چي د کښتۍ ټول زور او طاقت پر هغه ولاړ دی. څرنګه چي د سمندرونو او د سمندرونو پر غاړو اوسیدونکي خلک دغه لرګي ته پتهان وايي نو زه هم عبدالرشید ته د پتهان لقب ورکوم([17]).

په داسي حال کي چي په عربي ژبه کي د پتهان لغت ځکه نه سی موندل کیدلای چي د “پ” توری په عربي الفبا کي نه سته. او که چیری اوس په عربي ژبه کي دا توری ولیده سي نو هغه به ډېر وروسته له نورو ژبو څخه ورته راغلی لغت وي. (۳) داسي کلمه چي په تلفظ کي پتهان ته ورته وي او د کښتۍ د لاندني لرګي معنی دي ورکړي په عربي ژبه کي له سره نه سته. په هرصورت قیس، چي فوکلوري تاریخ او تاریخي فوکلور يې د پښتنو پلار بولي، د مکې معظمې د فتح کیدلو له جنګ څخه وروسته بیرته د غور غرونو ته ستون سو او تر ۸۷ کلنۍ پوري ژوندی وو او هلته وفات سو([18]).

د خواجه نعمت الله په زمانه کي به د حضرت رسول اکرم ص د ژوند په باب چنداني کتابونه موجود نه ول؛ خو اوس د ابن اسحق د سیرت رسوالله ص څخه نیولې، چي د آنحضرت ص د ژوند په باب لومړنی کتاب دی، بیا تر اوسه پوري په زرهاوو کتابونه لیکل سوي دي خو موږ په هیڅ کتاب یا سیرت کي د دې کیسې څرک نه وینو؛ او ځکه نو ټولي کیسې ته د یوې جعلي او ساختګي افسانې په سترګه ګورو.

فوکلوري تاریخ موږ ته دا نه وايي چي د قیس عبدالرشید درې زامن بیټ، سړبن او غرغښت ولي په غور کي دونه ژر په تنګ سول چي ان د کسی د غره لمنو ته وکوچیدل خو مرحوم عبدالروف بینوا او مرحوم عبدالحی حبیبی وايي چي بیټ نیکه ښايي د ۳۵۰ هجري په شاوخوا کي ژوند کړی وي ( ۴) یعنی که په تنګ سوي وي نو هم ډېر ژر نه دي په تنګ سوي. په زړه پوري خبره داده چي قیس عبدالرشید پتهان ښايي د هجرت د لومړۍ پېړۍ د پنځمی لسیزي په نیمایي او یا وروستیو کلونو کي وفات سوی وي. خو بیټ نیکه چي د هغه دوهم زوی دی د پلار له وفات څخه درې یا درې نیم سوه کاله وروسته ژوندی دی او د کسي په غره کي مناجاتونه وايي.

بېټ نيکه چې د بېټني او بټن په نومونو هم ياد شوی، د پښتنو يو ستر او نوميالی نيکه تېر شوی چې د پښتانه شعرا‌ء د لومړي ټوک په ۴۵ مخ کې د دغه لوی نيکه په اړه داسې ليکل شوي دي:
«د پښتنو د علم الانساب پوهانو او هغو مورخينو چې اسماالرجال يې ليکلي دي، شېخ بېټنی د پښتو د ډېرو طايفو لوی نيکه بللی دی، او وايي چې دا بېټنی د غرغښت او سړبن ورور وو او پخپله د پښتنو ملي عنعنات هم د دې تصديق کوي.[۱] خو په مورخينو کې لومړی د دې ملي عنني تصديق ابوالفضل د گورگاني پاچا اکبر د عصر مورخ کړې، چې د پښتنو دغه درې پلاره مشهور دي[۲] مگر ددې نيکه نوم مورخينو مختلف راوړي، ځينې يې «بېټ» او ځينې يې «بېټنی» او ځينې يې «بټن» ليکي.
البته که د فوکلوري تاریخ هغه افسانه ومنو چي وايي بیټ نیکه د خپلو بچو او لمسیانو سره د هغو غرونو له لمنو څخه چي سختي واوري پکښی اورېدلي وې د ژمي د تیرولو له پاره نسبتاً ټیټو او تودو سیمو ته کوچ وکړ او کله چي شپږ میاشتي وروسته بیرته خپل اصلی وطن ته ( چي درک یې معلوم نه دی اصلي وطن یې کوم ځای وو ) وکوچیدی نو د ده میرمني د ده په امر له هغه تناره څخه تازه سکروټی را وایستلې چي دوی شپږ میاشتي مخکی اور پکښی بل کړی او له هغه ځایه کوچېدلي وه([19]). بیا نو دا امکا ن سته چي پخپله بیټ نیکه د خپلي بزرګی په زور درې یا درې نیمی پیړی ژوند کړی وي. د بیټ نیکه او د هغه د وروڼو په برخه کي موږ یوازي له دې ستونزي سره مخامخ نه یو چي څرنګه يې د خپل پلار قیس له مرګ څخه څه باندي درې سوه کاله وروسته ژوند کړی دی، بلکه ستونزه دا ده چي موږ ته مرحوم حبیبی صاحب وايي چي د غور شاهان سوري پښتانه ول([20]). خو د دې سلسلې لوی نیکه “سور” د بیټ نیکه پنځم پښت یا کودی کیږي . البته څوک چي درې نیم سوه کاله ژوند وکړي نو دا هیڅ عجیبه نه ده چي هغه خپل پنځم او حتی لسم پښت وویني. او څرنګه چي مخزن افغاني موږ ته وايي چي بیټ نیکه د خدای تعالی ج ډېر لوی ولي وو. او د سلیمان ماکو په تذکره کي راغلي دي چي هغه به تل د کسي په غرو کي ګرځېدی او ویل به يې چي دا وګړي ډېر کړې خدایه لویه خدایه لویه خدایه. نو کیدلای سي چي د هغه دغه دعا قبوله سوې وي او په لږ وخت کي يې حتی د پنځم پښت اولاد دونه زیات سوی وي چي په غور کي يې یوه لویه پاچهي جوړه کړې وي.

خو کشکي له هغه سره زموږ ستونزه دلته ختمېدلای. ځکه چي د بلي خوا پټه خزانه موږ ته وايي چي امیر کروړ جهان پهلوان د امیر پولاد سوري زوی په کال ۱۳۹ هجري کي د غور په مندیش کي امیر سو([21]).

 

 

امیرکروړ دونه لوی امیر وو چي هرات او ګرمسیر يې په قلمرو کي شامل وو، تخار او بامیان يې قدرت ته تسلیم وه او د روم پاچا په رسمیت پیژاند.

زما د توري تر شپول لاندی دی هرات و جوروم

غرج و بامیان و تخار اخلي نوم زما په اودوم

زه پیژندوی یم په روم                  له ما اتل نه سته.

فوکلوري تاریخ موږ ته وايي چي بیټ نیکه د ۳۰۰ هجری قمري څخه تر څلور سوه قمري په شا و خواکی د کسي په غره کي مناجاتونه ویل او خدای ته يې خواستونه کول چي وګړي ورته ډېر کړي مګر اولاد يې تر دې مناجاتونو دوه، دوه نیم سوه کاله پخوا د دوهمي هجری قمري پیړی په سر کي په غور کي ډېره لویه پاچهي درلوده، چي امیر کروړ جهان پهلوان به یې څلورم پنځم غښتلی او د ډېر پراخ قلمرو خاوند سلطان وو.

مرحوم حبیبی د امیر کروړ جهان پهلوان د پلرونو او نیکونو سلسله د څلورم خلیفه، علی بن ابی طالب، زمانې ته رسوي او موږ ته وايي چي د سوري خاندان یو مشهور مشر شنسب بن خرنک د څلورم خلیفه پرلاس مسلمان سو او په غور کي يې پاچهي کوله([22]).

فوکلوري تاریخ موږ ته وايي چي سور د قیس د زوی بیټ نیکه د لور بی بی متو د نسله څخه وو. خو دا نه راته وايي چي په دومره لږه موده کي د سور اولاد کله بیرته کافران سول چي د امیرپولاد او امیر کروړ جهان پهلوان نیکه خرنک بن شنسب بیرته مسلمان کیدلو ته مجبور سو. دا لا نه ده معلومه چي خرنک په څوهم پښت کي خپل نیکه سور ته رسیدی چي دونه قوت او قام يې پیدا کړی وو چي د غور سیمه او شاوخوا غرونه يې تر بیرغ لاندي وه. دلته موږ بیا خپلی هغی پخوانی خبري ته مجبوریږو چي دا نو د نکل کار دی. نو یا خو نه غور او نه هرات د امیرکرړ د توري تر شپول لاندي دي او یا د بیټ نیکه افسانه او مناجات اساس نه لري. نه يې د ساړه تنور څخه سکروټی را ایستلي دي او نه يې د کسي په غره کي د وګړو د ډېریدلو د پاره مناجاتونه ویلی دي. دواړي افسانې نه سي ریشتیا کیدلای. یوه باید دروغ وي.

فوکلوري تاریخ موږ ته دا هم نه وايي چي د بیټ او غرغښت په زامنو کي ولي یوازي د سور او لاد دونه غښتلي سول چي په لومړی هجري پیړۍ کي يې غور او هرات د توري تر شپول لاندي کړي وه. او دا هم طبعا نه راته وايي چي د بیټ نیکه لور بی بی متو ته دغه منسوبه قبیله په کوم وخت کي د کسی د غرو له لمنو څخه بیرته غور ته وکوچیده چي هلته خدای تیاره پاچهي ور په برخه کړه. د بلي خوا، په داسي حال کي چي د بیټ نیکه کړوسیانو د هرات څخه تر کندهار او تخار پوري پاچهي درلوده (۵ ) خو پخپله بیټ غریب په کیږدیو کي سرګردانه ګرځیدی، د اور لګولو له پاره له کرامت څخه کار اخیستلو ته مجبور وو، او د غرونو په منځ کي يې ژوند په کوچ او بار تیراووه. دلته دي د غرو لمني زموږ کیږدی دی پکښی پلني

د ځینو لویو قومونو فوکلوري تاریخچه: د پښتنو فوکلوري تاریخ د ځینو لویو قومونو او قبیلو په باره کي داسي افسانې لري چي حتی د وخت د تېرولو ارزښت هم نه لري. البته موږ مخکی وویل چي تقریبا ټول قبایل او قامونه د خپلو نیکونو او ګاونډیانو د نیکونو په باره کي دغه راز افسانې لري. خو د هغوی تاریخ لیکونکو او څیړونکو خپلي افسانې د ریښتوني تاریخ څخه بېلی کړي دي، او له دواړو څخه پر خپل ځای کار اخلي. له بده مرغه چي زموږ تاریخي افسانو ته د تاریخ په سترګه کتل سوي او زموږ د پښتانه اولس د تربور ګلویو، د ښمنیو او یوه بل ته د اصل او کم اصل په سترګه کتلو بنسټونه جوړوي. دا کیسې که یوه قبیله د بلي قبیلې په مقابل کي په ټوکو یادي کړي نو ځکه چنداني خبره نه ده چي قبایل او قومونه، په تیره بیا په وروسته پاتي کلیوالي ټولنو کي، زیاتره په یوه بل پسی ټوکي جوړوي. خو نه په تاریخي کتابونو کي په راوړلو ارزي او نه په تحلیلونو کي د یادولو ارزښت لري.

فوکلوري تاریخ په دې سلسله کي د مثال په توګه د کرلاڼی قبیلي په باب، چي د ډېر لوی قبایل ورته منسوب دي، وايي چي عبدالله او زکریا اورمړ یوه ورځ په ښکار وتلي وه او په صحرا کي يې ولیدل چي قافله په سهار وختي کي کوچېدلې او د نورو شیانو ترڅنګ یو کړایي هم ورڅخه پاته سوی دی. تر دې کړایي لاندي یو ماشوم پروت وو چي په هغه تیره شپه زېږېدلی وو. څرنګه چي عبدالله زوی نه درلود نو دغه ماشوم يې په خپل کور کي لوی کړ او د هغه نوم يې ځکه کرلاڼی کښېښود چي تر کړایي لاندي يې پیدا کړی وو. نعمت الله ص ۲۶۷-۲۶۸

د کرلاڼی په نوم لویه قبیله کي دلازاک، اورکزي، منګل، وردګ، خټک، ځدران، خوګیاني، ځاځی، و زیر او نور شامل دي([23]).

څوک چي دا افسانه لولي نو دونه فکر خو باید وکړي چي په تیره شپه کي دنیا ته راغلی ماشوم څرنګه له قافلې څخه په دښت کي پاتېدلای سي. تر کړایي لاندي ماشوم څرنګه ځایيږی. او که کړایي دونه غټ وي چي ماشوم تر لاندي ځای سي، یو وخت دا خبره چا اورېدلې ده چي کومي مور یا پلار دي خپل ماشوم تر کړایي لاندي پرې ایستلی وي. کړایي خو هیڅ منفذ او سوری نه لري چي هلک لږترلږه ساه وایستلای سی، او په هغه شپه باید مړ سي. څرنګه مور او پلار کولای سي خپل نوی زېږېدلی زوی د یوه بې اهمیته شي په څیر داسي هیر کړي چي بیا يې په لاره کي هم ور په یاد نه سی. داسي به يې فرض کړو چي دا ټولي ناشوني پېښي شوي دي، ځکه چي په نکل کي هرڅه راځی! اوس نو یو سړی چي پخپله عبدالله نومیږی او زوی هم نه لري او خدای ده ته په سره دښت کي نوی زیږیدلی ماشوم ور په نصیب کړي نو څرنګه د داسي یوه ماشوم نوم کرلاڼی ایږدي او د هغه له پاره هیڅ ډول اسلامی نوم نه لري او هغه هم ځکه چي ده په دښت کي تر کړایي لاندي میندلی دی.

دغه راز فوکلوري تاریخ د خروټي د قبیلې په باره کي وايي چي دا قوم ادعا کوي چي د توخو د قبیلې یو ښاخ دی خو توخي دا خبره نه مني او وايي چي سهاک او ایزل دواړه صحراته وتلي وه چي د لیری يې یو خر ولیدی. ایزل ږغ کړه چي خر زما دی او سهاک وویل چي بار يې په ما اړه لري. د خره پر یوه خوا د باغلیو ډوډی بار وه چي پښتانه يې روټه بولي او بلي خوا ته يې وړوکی ماشوم وو. نو سهاک د دغه ماشوم نوم د خره او روټي څخه جوړ کړ او هغه يې خروټی وباله([24]).

دغه راز د خټکو د قبیلې په باره کي فولکوري تاریخ یوه خندونکې کیسه لري او وايي چي د کرلاڼی د قبیلي څلور وروڼه لقمان، اتمان، عثمان او جدران په ښکار وتلي وه. د لیری يې ولیدل چي څلور ښځی د دوی خوا ته را رواني دي. لقمان وویل چي زه په تاسی کي مشر یم. زه خپله ښځه د لیری انتخابوم، او پر باقي پاته دریو ښځو تاسي پچه واچوی. لقمان د لیری په اټکل هغه یوه انتخاب کړه چي تر نورو په وجود غټه ښکاریدله. او کله چي هغه نجوني دوی ته نیژدې راغلې او دوی يې مخونه ولیدل نو معلومه سوه چي لقمان په ټولو کي بدرنګه انتخاب کړې وه او باقي پاته درې نجوني ښایستې وې. وروڼو يې پروخندل ویل يې لقمانه په خټو ولاړې. او له دغه ځایه څخه د هغه اولاد په خټکو مشهور سو([25]).

البته دا هغه افسانې دي چي یوازي د سات تېري په درد خوری. خو له بده مرغه چي زموږ تحقیقی کتابونو او د څېړونکو جدي لیکنو ته يې هم لاره کړې ده.

 

له تاریخه بې خبره مؤرخین:

د تاریخي تحقیقاتو، څیړنو او قضاوتونو له پاره معمولا له کتیبو، نقاشیو او له تمدنونو څخه پاته سویو اثارو څخه ګټه اخیستله کیږی. فرمانونه، قراردادونه او موافقتنامې کتلي کیږی. د هغو کسانو په لیکنو استنادونه کیږی چي د پیښو په زمانه کي او یا زمانې ته په نیژدې وختونو او کلونو کي يې ژوند کړی وي. د هغو کسانو له لیکنو څخه ګټه اخیستله کیږی چي د پیښو عصر ته په نیژدې وختونو کي لیکل سويو آثارو څخه يې په احتیاط ګټه اخیستې او لیکني يې کړي وي او په وروسته کي نو د هغو کسانو له لیکنو څخه ګټه اخیستله کیږی چي د تاریخ د علم شاګردان او پوهان وي او پوهه او هوښیاری يې ثابته وي، د سالم قضاوت څښتنان وي او د خپلو لیکنو له پاره يې پر معتبرو آثارو تکیه کړي وي.

د مخزن افغاني لیکوال خواجه نعمت الله هروي چي وروسته زیاترو مؤرخینو د هغه په لیکنو استنادونه کړي دي، د هغو پېښو څخه چي دی یې په باره کي لیکني کوي په قرنونو لیری دی. د ده د کتاب هغه برخه چي د پښتنو د منشأ او سرچینې په باب بحث کوی د هغو پیښو په باره کي یوازي پر شفاهي روایتونو ولاړه ده چي دده له عصر څخه قرنونه فاصله لري او په هیڅ توګه اعتبار نه سی ورباندي کېدلای. کومو لیکلو او چاپ سویو آثارو ته چي حوالې ورکوی نو زیاتره يې غلطي وي او داسي ښکاری چي کتابونه يې له سره لوستي نه دي او دا هم ګواکي د نورو له خولو نکل کوي. پخپله لږترلږه د اسلام له تاریخ څخه دونه بیخبره سړی دی چي وايي ملک طالوت پر پنځوسم نسل یعقوب ع او پنځه پنځوسم نسل ابراهیم ع ته رسیږي([26]).

په داسي حال کي چي د یعقوب ع او ابراهیم ع تر منځ یوازي اسحق ع راغلی دی. که د خواجه نعمت الله په حساب ملک طالوت پر پنځوسم نسل یعقوب ع ته ورسیږی نو باید چي پر دوه پنځوسم نسل ابراهیم ع ته رسیدلای وای. ددې څخه ښکاري چي زموږ مؤرخ ملا حتی د قرآنی قصو په باره کي هم سم معلومات نه لری.

دغه راز کله چي د شیخ بختیار بیان کوی نو وايي چي د هغه پلار اسحق د بغداد په شاوخوا کي د اوش په ښارګوټي کي وزیږیدی، چي هلته مثواني قبیله (مطلب يې ښايي مشواڼي وي) اوسیدله. د مولف په قول د اسحق د نسب سلسله یادګارعلي، بن نشان علي، بن امام زین العابدین بن امام حسین شهید کربلا ته سیږی. ۳۰ په داسي حال چي د تاریخ په هیڅ کتاب او په هیڅ بله شجره کي امام زین العابدین نه د نشان علي په نوم زوی او نه د یادګار علي په نوم لمسی لري. او دا شجره یوازي نعمت الله ته معلومه ده. خواجه نعمت الله وايي چي بختیار ته خدای ج پنځه زامن ورکړل. د نورو څلورو زامنوپه باره کي يې اکثر منابع خاموش دي خو د مشرزوی عطاءالله، چي په شیراني قبیله کي په اتو مشهور سو، په کور کي سیدمحمد وزیږیدی. خو یوه پاڼه وروسته د سیدمحمد په شجره کي لیکی چي سیدمحمد بن سید غور بن سید عمر بن سیدقاب … نعمت الله ص ۴۶۹-۴۷۰ ګواکی دا يې هېر دي چي یوه پاڼه مخکی يې ویلي وه چي سید محمد د بختیار د مشرزوی اتو په کوری کي سترګی نړۍ ته پرانیستلې. په شجره کي يې د اتو او بختیار د نومونو راوړلو ته ضرورت نه دی پیدا کړی او یا يې حافظې مرسته نه ده ورسره کړې.

لومړی خو د بغداد په شاوخوا کي د اوش په نوم ښار نه سته. اوش د قیرغیزیستان دوهم لوی ښار دی چي د عراق څخه د شمال ختیځ لوري ته ډېر لیری پروت دی. ورپسې د اوش په ښار کي د مثواني په نوم قبیلې، چي باید پښتانه وي، اوسېدل بیخي له احتمال او امکان څخه لیری خبره ده. ورپسې نو د کشنغر؟؟ د غره په شاوخوا کي په شیراني قبیله کي د ابی سعید، چي وروسته بختاور او بیا بختیار سو، د مور اوسیدل او هلته میړه کول او په هغه قبیله کي د شیخ بختیار اوسیدل او پښتون کیدل داسي معلومات دي چي یوازي د خواجه نعمت الله په مغزو کي وه. البته دا به بل بختیار وي. ځکه چي خواجه نعمت الله د افغانانو د شیخانو او پیرانو په سلسله کي تر ټولو لومړی د شیخ قطب الدین بختیار کاکي ‌یادونه کوي، چي یوازي ده پر پښتنو پیرزو کړی او نور په ټولو کتابونو کي سید بلل سوی دی. خواجه نعمت الله وايي چي د هغه پلار احمدبن موسی نومیدی او د بغداد په شاوخوا کي د اوش په ښار کي وزیږیدی. نعمت الله ص ۱۲۰ بیا هم اوش د بغداد په شاوخوا کي یو ښارګوټی دی چي یوازي خواجه نعمت الله ته معلوم دی. البته دی موږ ته نه وايي چي شیخ قطب الدین بختیار هم د بختاور په څیر په پښتنو کي تر اوسیدلو وروسته له سید څخه پښتون سو او که له لومړي سره پښتون وو([27]).

نعمت الله په دغه توګه شپږشپیته نارینه او پنځه ښځینه او لیاءالله یادوي چي تقریبا ټول دده د خیال او مغزو محصول دي او په بل کتاب کي يې یانومونه نه سته او یا لږترلږه په پښتنو اړه نه لري. نعمت االه هروي، چي د پښتنو د منشأ، تاریخ، قهرمانانو او قومونو په باب زیاتره روایات دده له کتابه راغلي او زموږ خارجی او داخلی محققینو استناد په کړی دی، له بده مرغه، پخپله هم د اسلام او هم د افغانانو له تاریخ څخه بی خبره دی. که يې چیری کومه سمه او پر لار برابره خبره کړې وي نو هغه يې هم له هغو کتابونو څخه نقل کړي دي چي د هند په دربارونو کي تر ده دمخه لیکل سوي دي. او هغه خبري چي یوازی دده په کتاب کي راغلی دي ټولی داسي بې اساسه افسانې دي چي په یو ځل لوستلو او یادولو نه ارزي. د سیند د مشهور او لومړني عرب فاتح محمد بن قاسم په باره کي وايي چي کله هغه د غور شاوخوا ته ورسیدی نو د افغانانود قبیلې یوه دسته يې ورسره واخیستله او هغوی ته يې راز راز انعامونه ورکړل او تر اتو کالو پوری په مکران کي پاته سو. محمد بن قاسم وروسته سیویستان فتح کړ او د هغه ځای راجه يې وواژه. عمادالدین محمد بن قاسم په ۹۳ هجری کي د حجاج بن یوسف په حکم بیرته دارالخلافه ته ستون سو([28]).

لومړی خو محمد بن قاسم د غور خوا ته نیژدې سوی نه دی او ټول وخت يې په سیند کي تیر کړی دی. له هغه سره د افغانانو د همکاری یادونه يوازي دده په تاریخ کي لیده کیږی. د بلي خوا د محمد بن قاسم د سپه سالاری او قهرمانیو ټوله موده پنځه کاله وه. هغه اته کاله یوازي په مکران کي پاته کیدلای نه سوای. محمد بن قاسم خپل کاکا او خسر حجاج بن یوسف په اووه لس کلنۍ کي سپه سالار وټاکی، د سیند پر لور يې حرکت وکړ او په پنځو کالو کي يې داسي ځلانده فتوحات وکړل چي د اسلام په تاریخ کي د لږو سپه سالارانو په برخه سوي دي. دغه راز محمد بن قاسم د حجاج بن یوسف په غوښتنه نه، بلکه د خلیفه سلیمان بن عبدالملک په امر بغداد ته ستون سو او هلته يې د دوه ویشتو کالو په عمر په شکنجو کي وواژه. د هغه کاکا حجاج بن یوسف او د هغه طرفدار خلیفه ولید بن عبدالملک دا وخت دواړه وفات سوي وه.

په دې حساب موږ ګورو چي د محمد بن قاسم په څیر یوه مشهور او مهم جنرال په باره کي د خواجه نعمت الله معلومات یا غلط او یا له ځانه جوړ کړي نکلونه دي. خواجه نعمت الله هروي د سلطان محمود غزنوي په لښکرو کي د شاملو پښتنو ملکانو په باره کي هم داسي معلومات راکوي چي طبعا په بل هیڅ تاریخ کي نه سته او ټول يې له ځانه جوړ کړي دي. خواجه نعمت الله وايي د سلطان محمود په لښکرو کي نهه پښتانه سرداران شامل سول چي نومونه يې د تاریخ په کتابونو کي!! راغلي دي او هغوی ملک خانوي، ملک عامون، ملک داؤد، ملک یحیي، ملک احمد، ملک محمود، ملک عارف او ملک غازي وو. دا کسان د سلطان محمود خدمت ته ورغلل، او څرنګه چي د هغوی په تندي کي لويي او نیکمرغي څرګنده وه، نو ده هم خلعتونه، غله، آسونه، نغدي پیسې او جواهرنشان خنجرونه او توري ورکړې او له ځان سره يې د هندوستان او سومنات د فتح کولو له پاره ورسره روان کړل([29]).

خواجه نعمت الله وايي د دې پښتنو نومونه د تاریخ په کتابونو کي راغلی دي خو دا یوازي دده کتاب دی چي دغه نومونه لري او یوازي ده ته معلوم دي. له بده مرغه چي په دې څه باندي دریو سوو کالو کي د خواجه نعمت الله د تاریخ دغو نیمګړتیاوو او له ځانه جوړو کړو کیسو او افسانو ته ډېره لږه توجه سوې ده او په وروسته کي د ډېرو زیاتو مؤرخینو اکثر معلومات دده پر دغو غلطو اطلاعاتو ولاړ دي. زه یقین لرم چي اروپایي مستشرقین او څیړونکي د خواجه نعمت الله دغو نیمګړتیاوو ته ښه متوجه وه ځکه چي هغوی د خپلو تاریخي څیړنو او تحقیقاتو له پاره علمی میتود او طریقې لري او د خپلو تاریخي څیړنو له پاره که له افسانو څخه کار اخلي نو افسانې او تاریخي حقایق سره بیلوي. هغوی د هري پیښی د څرنګه والي او ماهیت د معلومولو له پاره په کره تاریخي شواهدو او اسنادو پسي ګرځی. مګر اکثرو په دغه برخه کي د خپلو هیوادونو د سیاسی اغراضو او اهدافو له پاره پر حقایقو سترګي پتي کړي او په دغه راز افسانو يې یا استناد کړی او یا يې را نقل کړي دي. پښتنو او غیر پښتنو داخلي محققینو ښايي ځکه لږه توجه ورته کړې وي چي د خپلو لیکنو دپاره يې تر مخزن افغاني بشپړ کتاب نه درلود. وروسته د خواجه نعمت الله له ځانه جوړو کړو کیسو د پښتنو د تاریخ په باره کي نورو کتابونو ته هم لاره وکړه او دې بې اساسو افسانو کرار کرار جدی بڼه غوره کړه.

تواریخ خورشید جهان: د مخزن افغاني څخه څه باندي دوه سوه کاله وروسته د نولسمی پېړۍ په پای کي شیرمحمد خان ګنډاپور د تواریخ خورشید جهان په نوم یو کتاب تالیف کړ. ګنډاپور په خپل کتاب کي د مخزن افغاني افسانې تکرار کړې او دې فوکلوري تاریخ ته يې یو څو نوري افسانې له ځانه هم ورزیاتي کړې. ګنډاپور وايي د قیس عبدالرشید پتهان د بهادرۍ ښودلو څخه وروسته شپو ورځو کي یوه ورځ آنحضرت وویل چي زه عرب یم، قرآن په عربي دی او د جنتیانو ژبه عربي ده. په دوږخ کي به عجمي ویل کیږی. دې خبری پر خالد بن ولید باندي ډېره بده اغیزه وکړه ځکه چي هغه فکر وکړ چي له عربي پرته نوري ټولي ژبي عجمي دي. نو دی چي په پښتو ژبه خبری کوي ځای به يې دوږخ وي، بیا نو دا جهاد او جنګونه د څشی دپاره کوي. خالد مرور سو او له غزا او هرڅه څخه يې لاس واخیست. کله چي انحضرت ص له خپلو اصحابو نه د خالد د غیابت په باره کي پوښتنه وکړه نو هغوی ورته وویل چي هغه ستاسی خبري خوابدی کړی دی. آنحضرت ص د خالد بن ولید د کور دروازې ته ورغی او په پښتو يې ورږغ کړه چي”خالده راووزه غیشی او لینده را واخله” خالد ددې خبری اوریدلو ډېر سخت خوشاله کړ او له کوره راووت([30]).

تواریخ خورشید جهان دلته

ګنډاپور نه یوازي داچی خالد بن ولید زموږد خیالي پلار قیس عبدالرشید پتهان په څیر بن اسرایيل بولي بلکه په مکه معظمه کي داسي پښتون ورڅخه جوړوي چي پخپله ژبه يې ډېره خوا بدیږی، په عربستان کي په پښتو ژبه خبري کوي او تر څو چي پخپله د انحضرت ص له خولې يې پښتو اورېدلې نه وه پخلا نه سو. ګنډاپور لومړنی لیکوال دی چي په موږ د سرورکاینات ص له خولې پښتو اوري. د هغه کتاب له دغه راز حیرانونکو او بې اساسو او خندونکو افسانو څخه ډک دی خو له بده مرغه چي بیا هم د هغه په لیکنو او د قبایلو په ویش او شجرو کي استنادونه ورباندي کیږي.

سید محمد ګیسو دراز ۱۳۲۱-۱۴۲۲چی د ځوانی له څو کلونو پرته يې نور زیاتره او حتی ټول عمر په دکن کي تیر کړی او ښايي د پښتنو سیمی يې په سترګو لیدلي هم نه وي ( ۶) د پښتنو د سوري، مشواڼي، وردګو او هني په څیر لویو قبایلو پلار بولي او وايي چي سیدمحمد ګیسودراز د سلیمان غره ته ولاړ او هلته يې د شیراني په قبیله کي هستوګنه غوره کړه.د شیراني، کاکړ او کرلاڼی قبیلو سردارانو هغه ته خپلي لوڼي ورکړې او ده ته له هغو میرمنو څخه خدای څلور زامن ورکړل. دده په حساب پروردګو او مشواڼیو برسیره دده خپله قبیله ګنداپور هم د ګیسو دراز په اولادونو کي راځی، چي باید سیدان وګڼل سي . خو څرنګه چي په پښتنو کي يې ډېر وخت تیر کړی دی او میندي يې پښتنی قبیلو ته منسوبی دي اوس يې خلګ پښتانه بولي([31]).

کله چي ګنډاپور د داغستان له لزګیو سره، چي په جهانکشای نادري کي لګزي لیکل سوي دي، مخامخ کیږی او د هغوی سره د نادرافشار د لښکرو د جنګونو په باب ږغیږی نو لګزي الکوزي بولي. او وايي چي د هغوی مشر سرخای خان الکوزي ته د عثماني ترکانو پاچا د هغه د جنګی خدماتو په بدل کي داغستان ورکړ او حتی کله چي عثماني امپراطور د نادر افشار سره د سولي هغه موافقتنامه لاسلیک کړه چي د عثمانی امپراطوری په تاوان وه نو سرخای خان الکوزي هغه موافقتنامه ونه منله اوبیا يې هم له نادر افشار سره خپلو جنګونو ته دوام ورکړ([32]).

له ګنډاپور څخه دا پوښتنه هیچا نه ده کړې چي الکوزي چیری، په داغستان کي قدرت چیری او له نادر افشار سره مقاومت چیری. البته دا دومره بې ځایه خبره ده چي یوازی يې د ګنداپور له بې خبری څخه سرچینه اخیستې ده او چندانی د نوري تبصرې ارزښت نه لري.

کوم اطلاعات چي ګنداپور له نورو کتابونو څخه ترلاسه کړي او په خپل کتاب کي يې راوړي هغه یو څه اساس لري خو هغه چي ده پخپله اضافه کړي دي هغه يې تقریبا ټول د مخزن افغاني په څېربی اساسه نکلونه دي او یوازي د فوکلوري کیسو حیثیت لری، چي له بده مرغه د واقعي تاریخي پیښو په سترګه ورته کتل سوي دي او ګټه ورڅخه اخیستل سوې ده.

حیات افغاني: ددې کتاب مولف ډپټي محمد حیات خان که څه هم چي تر ډېره ځایه پوري له احتیاط څخه کار اخلي او د مخزن افغاني افسانې ردوي، خو بیا ګورو چي بیرته په یوه بل شکل هغو افسانو او فوکلوري کیسو ته مراجعه کوي چي په لومړي سر کي يې ده پخپله د ردولو له پاره یو عالم دلایل تراشلي دي. محمدحیات خان د پښتنو د لوی فوکلوري نیکه قیس عبدالرشید پتهان په باره کي د مخزن افغاني بیان ردوي خو وروسته وايي چي تر ټولو د باور خبره دا ده چي قیس د خالدبن ولید، چي یهود نه ووبلکه د قریشو د عبدالشمس په قبیله پوري يې اړه درلوده، لور سارا سره واده وکړ او له هغې څخه يې درې زامن سړبن، غرغښت او بیټ پیدا سول، چي د هغو ټولو قبالیو نیکونه دي چي ریښتوني افغانان بلل کیږی. ټول پردې توافق سره لري چي د قیس اولادونه لومړی په غور کي اوسېدل او بیا له هغه ځایه څخه د سلیمان غرونو ته وکوچیدل. او کله چي په کال ۷۰۵ کي عمادالدین محمد بن قاسم پر سیند باندي یرغل وکړ نو ددغه قوم ځینی کسان ورسره ملګري سول. او په نهمه پیړی کي چي د افغانستان لویدیځ د سامانیانو په لاس کي وو موږ ګورو چي ددغه هیواد د شمال ختیځ غرونه د افغانانو په لاس کي دي([33]).

حیات افغاني دلته

موږ ګورو چي محمدحیات خان د مخزن افغاني ادعاوي افسانې بولي خو پخپله بیرته هغه د قیس کیسه، چي پرته له فوکلوري روایاتو بل هیڅ اساس نه ورته لري، تکراروي. په داسي حال کي چي لومړی خو د قیس او د هغه د اولادونو نومونه، چي د محمدحیات خان تر زمانې پوری زیات و کم دوولس سوه کاله ورباندي اوښتي دي او په منځ کي هیڅ ډول لیکلی سند نه سته، بیخي په یادولو نه ارزي. بیا نو که چیری قیس د اوومي میلادی پیړی په څلورمه لسیزه کي د خالد بن ولید له لور سره په ریشتیا هم واده کړی وي او له هغې څخه يې درې زامن پیدا سوي وي نو څرنګه د اتمي میلادي پیړی تر لومړیو کلونو پوري، چي اویا کاله کیږی، دونه زیاتیږي چي د غور په غرونو کي تنګیږي او د سلیمان د غرونو لمنو ته مهاجرت کوي او لادونه جنګي میړونه لري چي د محمد بن قاسم غوندي یوه لوی سپه سالار له لښکرو سره مرستې کوي او سمدستي په نهمه میلادي پیړی کي یعنی د قیس له واده څخه زیات و کم دوه سوه کاله وروسته يې نفوس دونه زیاتیږی چي د افغانستان شمال ختیځی سیمی اشغالوي.

زه وایم که محمدحیات خان د یوه معقول تاریخ لیکونکي په حیث ویلي وای چي قیس د خپلو په زرګونو پښتنو سره یو ځای مسلمان سو او څه باندي اویاکاله وروسته ددې قوم میړونو د محمد بن قاسم سره مرستي وکړې نو دا به یو څه بهتره وای. خو دلته موږ بیرته له یوې لويي ستونزي سره مخامخ کیږو او هغه دا چي موږ به غلجی او دراني قبایل چاته منسوبولای. ځکه چي د محمدحیات خان قبایل هم په پای کي بیرته هغو خیالي پلرونو ته منسوبیږی چي نورو افسانه لیکونکو ورته تراشلي دي.

محمدحیات خان په یو عالم دلایلو د طالوت او ارمیا او برخیا افسانې ردوي خو پخپله بیرته په افسانو کي ګیریږی او د قبایلو د سرچینو په باره کي هغه زړې کیسی تکراروي. د مثال په توګه د ابدالیانو په باره کي وايي چي زیرک خپل مشر زوی بارک د قبیلې د مشر او خپل جانشین په حیث ټاکلی وو. مګر کله چي زیرک څه باندي سل کلن او زوړ سو او د یوه ځایه بل ځای ته د نقلیدلو په وخت کي له تګ او ولاړیدلو څخه ولویدی او د لاري پرسر پروت وو نو بارک زوی يې پر اس سپور له ده څخه تیر سو او په خپل پلار يې ملنډی ووهلې او ورته وې ویل چي ته لا ولي ژوندی يې ته باید اوس مړ وای. دغه راز دوهم زوی هم ورڅخه تیر سو. نه يې پرخپل پلار زړه وسو او نه يې مرسته ورسره وکړه. دریم زوی موسی ورباندي راغی او خپل پلار ته يې وویل چي د هغه ترشا سپور سي خو کله چي يې پلار ورته وویل چي زه زوړ یم او پر آس نه سم سپریدلای او مرستي ته ضرورت لرم نو موسی هم خپل پلار ته ښکنځل وکړل او حتی په لغته يې وواهه. تر ټولو وروسته دده کشر زوی پوپل را ورسیدی. هغه په ډېر احترام خپل پلار پر آس سپور کړ او د اوسیدلو نوي ځای ته يې ورسره بوت. ځکه نو زیرک خپل وروڼه او خپلوان را وغوښتل. دا کیسه يې ورته وکړه او د مشرتوب بګړی يې د پوپل پر سر کړه. زیرک له دې پېښي څخه وروسته د ۱۲۰ کالو په عمر وفات سو([34]).

د محمدحیات خان په نزد دا کیسه ریشتیا پېښه سوې ده او حتی وايي چي دا کیسه د پښتنو له ماهیت او مزاج سره سر خوري. خو دا خبره به څوک ومني چي درې پښتانه زامن دی خپل بوډا او کمزوری پلار د لاري پر سر پریږدي، له هغه څخه دی تیر سي، ملنډی دي په ووهي او حتی لغته دي ورکړي. په زړه پوري خبره دا ده چي زیرک په دې وخت کي لا زوی ته د بګړی د تړلو او مشرتابه د سپارلو واک هم لري.

محمد حیات خان د تاریخي پیښو په لیکلو کي یا له ډېري بې خبرۍ څخه کار اخیستی او یا داسي ښکاری چي له تاریخي پیښو سره لکه څرنګه چي یوه مؤرخ ته ښايي هغسی خبر نه دی. د مثال په توګه دی ښايي یوازینی مؤرخ وي چي وايي هلاکوخان د مغولو د کورنی لومړنی شخص وو چي د اسلام په سپیڅلي دین مشرف سو([35]).

په داسي حال کي چي هلاکوخان ترمرګه مسلمان نه سو او د اسلام له دین سره يې خپله دښمني تر مرګه وساتله. محمد حیات خان بل ځای د مغولو د تاریخ په اړه لیکی چي په هرات کي د شاه رخ میرزا د وفات نه وروسته د هغه زوی میرزا بایقرا او ورپسې شاه حسین بایقرا حکمران سو. په کندهار کي امیر ذوالنون حاکم وو او په کابل او غزني کي لومړی میرزا عمر شیخ او ورپسې میرزا الغ بیګ قدرت په لاس کي درلود([36]).

لومړی خو په هرات کي د مغولو له کورنۍ څخه دوه بایقرا نومي پاچاهان قدرت ته نه دي رسېدلي او سلطان حسین بایقرا ۱۴۶۵-۱۵۰۵د شاه رخ میرزا ۱۳۹۷-۱۴۴۷زوی نه بلکه د تیمور د کورنۍ یو بل شهزاده وو چي د شاه رخ میرزا سره يې لیری کورنۍ اړیکی درلودې. سلطان حسین بایقرا له شاهرخ میرزا څخه اته لس کاله وروسته قدرت ته ورسیدی او د شاهرخ میرزا په څیر يې د علم او ادب سره مینه درلوده. دغه راز په کابل کي د عمرشیخ میرزا او میرزا الغ بیګ قدرت ته رسیدل د شاهرخ له وفات سره څه باندي پنځوس کاله فاصله لري.خو د محمد حیات خان له لیکني څخه په څرګنده ښکاری چي هغه دغه ټولي تاریخي پېښی پرله پسې ګڼي.

محمدحیات خان د کندهار د تاریخ په باره کي یو ځای لیکی چي د میرویس له وفات څخه وروسته دهغه ورور عبدالعزیز قدرت ته ورسیدی او شپږ کاله يې کندهار په لاس کي وو. وروسته د میرویس زوی شاه محمود پاچا سو او د ایران د دربار له کمزوری څخه يې ګټه واخیستله او د هغه هیواد پایتخت اصفهان يې ونیوی. په ده پسې د میرویس ورور اشرف پاچا سو. نادر شاه د ایران د صفوي شاه حسین د جنرال په حیث غلجیان له ایرانه وایستل خو کندهار بیاهم د هغوی په لاس کي پاته سو([37]).

لومړی خو عبدالعزیز څه کم یو کال د کندهار حکمران وو. او د هغه د قدرت د شپږ کلني دورې یادونه یوازي محمدحیات خان کړې ده. شاه اشرف د میرویس ورور نه بلکه وراره او د عبدالعزیز زوی وو. او نادرشاه هم د صفوي شاه حسین جنرال نه وو ځکه چي شاه حسین ډېر مخکی وژل سوی وو او نادرافشار د شاه حسین د زوی شاه طهماسپ جنرال وو، چي بالاخره يې طهماسپ لیري کړ او قدرت يې پخپله ونیوی.

داسي ښکاری چي محمدحیات خان د سیمی له تاریخ او تاریخي پیښو سره ډېر بلد نه دی ځکه چي د سلطان محمود غزنوي په زمانه کي، چي د یوولسمي میلادي پېړۍ لومړی لسیزي دي د توپونو او توپکو یادونه کوی او وايي چي د سلطان سره بخت یاري وکړه چي د هندوانو د پاچا پیل د توپونو او توپکو او غشیو ګوزارونووارخطا کړ او وتښتیدی([38]).

په داسي حال کي چي د توپونو له ډېر لومړني او ابتدایي شکل څخه د لومړي ځل له پاره د مصر مملوک سلطانانو د مغول هلاکو د لښکرو په مقابل کي په کال ۱۲۶۰ کي( یعنی زیات و کم دوه نیمی پیړی وروسته) د عین جالوت په جګړه کي کار واخیست. او هلاکو په خپل پوځی ژوند کي د لومړي ځل له پاره دداسي سختي ماتي سره مخامخ سو چي بیایي د مصر د خاوري د لاندي کولو او یا د مصر د مملوک سلطانانو د ایلولو تکل ونه کړ.

محمد حیات خان دغه راز غلطی خورا زیاتي لري او سړی په دې یقینی کوي چي هغه په دغو لږو او زیاترو بی اساسو معلوماتو او اطلاعاتو ددغه راز یوه مهم تاریخ د لیکلو صلاحیت نه درلود. خو له بده مرغه چي د هغه کتاب ته هم د یوه کلاسیک اثر په سترګه کتل کیږی او عوام او د تاریخ هغه شاګردان غولوي چي د خپل هیواد، قوم او سیمی له تاریخ سره ښه بلد نه دي. سره له هغه باید دا خبره زیاته کړو چي فوکلوري شجرې او روایتونه بیا هم د تاریخي پلټنو له پاره خپل اهمیت لري او د ځینو تاریخي پېښو څرک ورڅخه لګېدلای سي. مګر کله چي موږ وینو چي تاریخ لیکونکي پخپله په هغو تاریخي اطلاعاتو کي چي ددوی د څیړني له موضوعاتو سره مستقیم اړیکی لري، څرګندي غلطی کوی نو بیا د تاریخ شاګردان مجبور دي چي د هغوی د تحقیقاتو نتیجو ته د سوالیو نښي کښیږدي.

محمد حیات خان د پښتنو د پخواني تاریخ او پخپله د تاریخي پېښو په باب ژوره مطالعه نه لري او اشتباهات یې د دغي نیمګړتیا څخه سرچینه اخلي. البته د پښتنو قبایلو د عاداتو، عقایدو، رواجونو او اجتماعي حالاتو، په تېره بیا وزیرو، اپرېدیو، یوسفزیو او د پېښور په شاوخوا کي د نورو اوسېدونکو پښتني قبایلو په باب ډېر ګټور معلومات لري. دغه راز یې د هغو پېښو په باب، چي د ده د ژوند او ماموریت زمانې ته نیژدې منځ ته راغلي دي، اطلاعات او لیکني په مطالعه ارزي.

 

 تذکرة الابرار و الاشرار:

د دې کتاب لیکوال اخوند درویزه ننګرهاری دی، چي سره له هغه چي د عمر ډېره زیاته برخه يې په پښتنو کي تیره کړې او په پښتنو کي يې واده یا ودونه هم کړي دي، او زوی يې اخوند کریمداد د پښتو ژبي شاعر هم دی، په خپلو لیکنو کي يې له پښتنو سره سخته دښمني ښودلې اود هغوی په باب د قضاوت کولو په وخت کي يې له ډېر زیات تعصب څخه کار اخیستی دی اوټول پښتانه يې جاهلان بللي دي.

اخوند درویزه ننګرهاري خپل دغه کتاب د مخزن افغاني د لیکل کیدلو سره تقریبا په یوه وخت کي لیکلی دی. خو د ده نکلچیان له هغو کسانو څخه توپیر لري چي د هغوی له قوله مخزن افغاني لیکل سوی دی. اخوند درویزه هم پښتانه بن اسرایيل او د هغوی د پاچا ساول یا ملک طالوت اولاده بولي. اخوند درویزه موږ ته نه وايي چي پښتانه ولي او کله له خپل اصلی وطن څخه بیځایه سول خو د مخزن افغاني په خلاف موږ ته وايي چي پښتانه په غور کي نه بلکه په کوه سلیمان کي ځای پر ځای سول نو ځکه يې عربان سلیماني بولي. د اخوند درویزه په افسانه کي قیس او عبدالرشید نه لیدل کیږی بلکه وايي چي پر عربستان باندی د اسلام د لمر د راختلو سره د دې قوم اویا تنه مشران د آنحضرت ص حضور ته ورغلل او ټول مسلمانان سول او د اسلام په لاره کي يې توري ووهلې([39]).

تذكره الابرار والاشرار

د اخوند درویزه په کتاب کي بیټ او سړبن نه سته او له ده څخه هم د پښتنو د نورو مشرانو، چي مدینې منورې ته یو ځای سره تللي وه، کیسه ورکه ده او وروسته وايي چي د پخوانیو څخه اوریدل سوي او د دې قام خلک وايي چي د قندهار په شاوخوا کي د شیربون په نامه یو افغان وو چي هغه د کند او زمند په نومونو دوه زامن درلودل. کند دوه زامن درلودل یو شیخی وو بل يې غوري نومیدی. غوري څلور زامن درلودل یو يې دولتیار نومیدی چي مهمند او داؤد زي د هغه له نسله دي دوهم يې خلیل نومیدی او دریم يې زیران بلل کیدی. د دوی له نیکونو می اوریدلي دي چي دغو څلورو وروڼو غوښي پخې کړي وې او د ویشلو په وخت کي يې چمکني ته ښورا نه وه ورکړې . نو هغه ځکه په غوسه سو او سفید کوه ته ولاړ([40]).

د پښتنو د اصل او نسب، تاریخ او شجرو په باره کي د اخوند درویزه ټولي کیسې پر دغه راز بې اساسو افسانو ولاړي دي، چي یوازي د سات تیري په درد خوري. که څه هم چي د مخزن افغاني او خورشید جهان کیسې او افسانې هم د خندا وړ دي خو له بده مرغه چي د هغو افسانو جدي تاریخي کتابونو ته لاره پیدا کړې ده او زموږ محققین لا حتی اوس هم شخوندونه ورباندي وهي. خو د تذکرة الابراروالاشرار افسانو ښايي ځکه تاریخي کتابونو ته ډېره لاره نه وي پیدا کړې چي اخوند درویزه ته خلکو د یوه مؤرخ په سترګه نه بلکه د یوه لوی مذهبی عالم په سترګه کتلي دي ځکه يې نو د هغه تاریخي افسانې له نظره غورځولي دي.

په زړه پوري خبره دا ده چي اخوند درویزه د پوپلزیو، بارکزیو، توخو، هوتکو، احمد زیو، اندړو او نورو په څیر هغه لوی قبایل، چي په مخزن افغاني کي يې نومونه راغلي دي، له سره نه یادوي او یوازي د ساول د اولادونو په باره کي يې نکلونه سره شریک دي. د دې معنی دا ده چي د خواجه نعمت الله هروي او اخوند درویزه نکلچیان دونه سره بیل او سره لیري دي چي د یوه بل له کیسو او شجرو څخه خبر نه دي. زه یقین لرم چي که یوه بل اخوند او یوه بل خواجه د پښتنو د شجرو د لیکلو تکل کړی وای د هغوی نکلونه به له دوی دواړو څخه په بشپړه توګه بیل وای. خو له بده مرغه چي زموږ مؤرخینو دغو ټکو ته ډېره کمه توجه کړې ده او بیا يې هم مخزن افغاني ته د یوه جدي کتاب په سترګه کتلي او د پښتني قبایلو په باره کي يې پر دغو غلطو او بې اساسو شجرو او روایتونو باندي تکیه کړې اولا يې دغو خیالي نیکونو ته تاریخي کارنامې او د کلام نمونې هم تراشلي دي.

 

غربیان او مستشرقین :

لوېدیځو لیکوالانو او مستشرقینو، که څه هم ځینو یې د پښتنو د تاریخ او کلتور له پاره د قدر وړ خدمتونه کړي دي او د مېجر راورټی او ډاکټر بیلیو په څېر ډيکشنری او ګرامرونه یې ورته لیکلي دي خو ځیني يې سره له هغه چي د پښتنو د بنی اسرایيلیت کیسه په لومړي سر کي افسانه بولي خو بیا په خپلو تحلیلونو کي هماغه د بیټ او سړبن کیسو او قبیلوي جوړښتونو ته علمي او تاریخي بڼه ورکوي.

سر جي ایچ روز خو، سره له هغه چي نه یې پښتو او نه یې فارسي زده وه او نه یې په ژوند کي افغانستان ته سفر کړی وو، پر دې خبره، تر مرګه پوري، ټینګ ولاړ وو چي پښتانه د اسرایيلو هغه لس ورکي قبیلې دي چي پر بیت المقدس باندي د نبو خدنضر یا بخت النصر د تاړاک او یر غل په وخت کي له ځایه بېځایه سوې او د غور په غرونو کي یې ځای نیولی دی.

دی دا خبره مني چي پښتانه په داسي حال کي چي ځانونه بنی اسرایيل بولي خو چاته د یهودي خطاب کول د ښکنځلو او سپکاوي معنی لري. دی وايي هیڅوک به ځانونه داسي قام ته منسوب نه کړي چي هغه نه د هغوی په خپل چاپېریال او نه په شاوخوا کي ښه نوم ولري. دی وايي دا حقیقت دی چي یهود په ګاونډیانو کي ښه نوم نه لري خو دا هم د پښتنو شهامت دی چي خپل ځانونه داسي قام ته منسوب ګڼي([41]).

روز دا خبره مني چي په پښتو ژبه کي یکی یو عبري لغت نه سته مګر دی وايي له دې څخه دا حقیقت نه ثابتېږي چي پښتانه ګوندي بنی اسرایيل نه دي؛ ځکه چي هغوی د بل په غلامي او استبداد او د دښمنانو په منځ کي د ژوند کولو په حالت کي خپله ژبه څرنګه ساتلې وای([42]).

ښاغلی روز دا نه وايي چي پښتنو خو ځان ته بله داسي ژبه جوړه کړه چي هغه په بل هیچا پوري اړه نه درلوده نو بیا خو یې باید په طبیعي ډول د خپلي مورنۍ ژبي یو څو لغات ورسره اخیستي او یا لږترلږه ګرامر یې ورسره ورته وای.

سر جي ایچ روز لا دا خبره هم کوي چي هیڅ هغه ملت ځانونه د بني اسرایيلو د ورکوسویو لسو قبیلو څخه نه سي بللای چي د یهودو په څېر سُنت سوي نه وي. څرنګه چي افغانان ټول سُنت سوي دي نو سړی دا حکم کولای سي چي دوی به هغه ورک سوي لس قبایل وي([43]).

ښاغلی روز، که څه هم چي دا مني چي عربان هم د خپل نیکه اسماعیل له وخته سُنت سوي دي، دې خبري ته توجه نه کوي چي افغانانو ته د سُنت کېدلو رسم له اسلام سره راغلی دی او دا د مسلمانی یو اساسي شرط دی. د ښاغلي روز او د هغه په څېر نورو پوهانو لیکني د دغه ډول دلایلو او پر افسانو باندي ولاړو متنونو څخه ډکي دي.

ملیسن د پښتنو د اصل نسب او د هغوی د بني اسرایيلیت د نظریې او فرضیې د ردولو په برخه کي د پروفیسر ډاوسن یوه لیک ته اشاره کوي چي په هغه وخت کي یې د ټایمز ورځپاڼي ته لېږلی دی. هغه لیکي”که دا خبره په توجه او په څېړنه و ارزي بیا هم د حقیقت سره هیڅ اړخ نه لګوي چي پښتانه د لسو ورکو سویو قبایلو څخه وبولو. ځکه چي ساول ( طالوت) د بنجامین ( بنیامین ) له قبیلې څخه وو او هغه قبیله په لسو ورکو سویو قبیلو کي شامله نه وه. وروسته نو د قیافې سوال پاتېږي. په دې کي شک نه سته چي دا به یو څه وزن لري مګر تر دې مسئلې د ژبي سوال ډېر مهم دی. پروفیسر ډاوسن وروسته وايي چي پښتو ژبه له عبري ژبي سره هیڅ ورته والی نه لري او که دا خبره کوو چي ټولو پښتنو به د وخت په تېرېدلو سره خپله ژبه په بشپړه توګه تبدیله کړې وي دا نو په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده.” ([44])

جنرال مکمن په هند کي د مقدوني سکندر پر فتوحاتو باندي د تبصرې په ترڅ کي لیکي “هغه قبایل چي سکندر ورسره مخامخ سو کټ مټ هغه خلک ول چي د برټانوي هند پوځ یې نن ډېر ښه پېژني او جنګي تاکتیکونه یې هماغه تاکتیکونه ول چي نن ورځ هم هغوی کار ورڅخه اخلي… موږ په پوره باور ویلای سو چي د هغه وخت په متونو کي چي اپرویتي ته اشاره سوې ده مطلب یې همدغه د نني ورځي اپریتي دي چي ځانونه افریدي بولي او په دې کي شک نه سته چي پکتیا همدغه اولسونه ول چي نن ورځ د هند په هغه ژبه خبري کوي چي پختو یا پښتو بلله کيږي “([45])

جورج سکاټ یو له هغو اروپايي پوهانو څخه دی چي د پښتنو د تاریخ په باب یې پراخي څېړني کړی دي. هغه د پښتنو د بني اسرایيلیت د نظریې مخالف دی او پښتانه یو مستقل قوم او نسل بولي دی وايي “مګر دا په پوره اطمینان ویلای سو چي افغان قبایل نه د فارس، نه د تاتار او نه له هندي نسله دي. دوی له کومه ځایه راغلي دي دا بېل سوال دی. حاکمه او باسواده طبقه یې په فارسي ژبه خبري کوي خو د ښارونو اوسېدونکي او دهقانان یې اکثر پښتو وايي… د ژب پوهانو په عقیده، د پښتو ریښه سانسیکریټ ده، مګر ډېر عربي، فارسي او تاتاري کلمات لري، مګر هیڅ عبري لغت پکښي نه سته. دا وروستۍ خبره هغه ادعا ردوي چي وايي پښتانه د اسرایيلو له نسله دي. خو فارسي تاریخ لیکونکي بیا هم پر دې خبري ټینګ ولاړ دي “([46])

هینري جورج راورټي، چي د پښتو ژبي او د پښتنو د تاریخ یو له تر ټولو مهمو او د صلاحیت لرونکو پوهانو څخه دی، وايي چي د پښتو ژبي د فعلونو او خاصو اسمونو او نورو خصوصیاتو څخه په څرګنده معلومېږي چي پښتو یوه پخوانۍ او اصلي ژبه ده چي له نورو معلومو ژبو سره ښکاره توپیر لري. دی تعجب کوي چي د صنعت او پرمختګ په دې زمانه کي هم اروپايي هیوادونه د ډېرو هیوادونو، مرکزي اسیا او د هندوکش د لمنو د ژبو په باب بې خبره دي.

هینري جیورج راورټي(۱۸۲۵-۱۹۰۶زیږدیز)جګړن هینري جیورج راورټي د۱۸۲۵ کال دمی دمیاشتې په ۳۱ نیټه د انګلستان دکارنوال او په بل روایت په فلموت نومي سیمه کې زیږیدلی دی.دده مور او پلار په اصل کې آیرلینډیان وو، نیکه یې اورا ورټي نومید او پلار یې پیټر راورټي په سمندري ځواکونوکې ډاکټر و.
میجر(جګړن) راورټي خپلې لومړنۍ زده کړې دخپلې زیږیدنې په سیمه کې سرته رسولي دي او بیا په ۱۸۴۳ زیږدیز کال کې بمبئي ته ولیږل شو او دانګریزانو په دریم نمبر پوځ کې یې دافسر په توګه دنده سرته رسوله.ده دهند په نیمه وچه کې په جګړه ایزو فعالیتونوکې ونډه واخیستله او په ملتان ،ګوجرات او دهندد شمالي سرحد ( اوسنۍ پښتونخوا) په سوات اوباجوړ کې یې هم دانګریزانو په پلوۍ جګړې کړي دي .نوموړی د۱۸۵۲ زیږدیز کال نه تر ۱۸۵۹ زیږدیز کاله پورې دپنجاب دسیمې دکمیشنر مرستیال په توګه دنده سرته رسولې ده.نوموړی په ۱۸۶۳ زیږدیز کال تقاعد ( ریتایرډ ) شوی دی.
په هغه وخت کې چې دهند پر نیمه وچه باندې انګریزانو راج چلاوه نو پنجاب او صوبه سرحد ( اوسنۍ پښتونخوا ) په ګډه سره یوځای دانګریزانو له خوا اداره کیده.
میجر راورټي که څه هم اکاډميکې زده کړې نه وې کړی، خو علمي استعداد او پوهه يې خورا زياته وه. هندوستان ته له ورتګ سره سم يې هندي، پاړسي ،ګوجراتي او مرهټي ژبي زده کړې. راورټي د انګلستان له هغوپوځي افسرانو نه و،چي له استعماري چارو نه يې خپله پاملرنه د ختيځ فرهنګ مطالعې ته واړوله او په پایله کي د پښتو ژبي او ادبياتو د يو ستر اروپايي عالم په توګه و پېژندل شو.
میجر راورټی دپښتونخوا داشنغر دسیمې داوسیدونکي مولوي عبدالرحمن محمدزي اومیرزا محمد اسماعیل کندهاري نه پښتوژبه زده کړه.مولوي عبدالرحمن محمدزي زوړ انجیل ( اولډ ټیسټمینټ) چې په عبراني ژبه لیکل شوی و په پښتو وژباړه.
میجر جنرال راورټي دبینګال د ایشیا ټیک سوسائیټۍ سره هم خپله قلمی همکاري جاري وساتله او هلته یې ددغې سو سائیټۍپه ایشیا ټیک جرنال(ژورنال) کې یې ډیرې مقالې خپرې کړې .

راورټي وايي چي پښتو اوس یوازي د افغانستان د بې سوادو او عوامو خلکو ژبه نه ده بلکه ټول افغانان په پښتو ژبه، چي د هغوی مورنۍ ژبه ده، خبري کوي او حتی د سدوزي پاچاهانو په کورنیو او د امیر دوست محمدخان په کور کي هم په پښتو خبري کيږي. دی وايي فارسي یوازي د هیواد رسمي او مکتوبي ژبه ده([47]).

البته راورټي، سره له هغه چي په اساس کي د پښتنو د بني اسرایيلیت د نظریې مخالف دی او هغه تشه افسانه بولي، خو بیا چي د پښتو ژبي د ګرامر له پاره مقدمه لیکي هلته بیرته هغه افسانې تکراروي چي په ډېر لږ توپیر په مخزن افغاني کي راغلي او دی په ډېر افتخار وايي چي دا معلومات یې د تذکرةه الملوک له، نادر، کتاب څخه، چي پرته له ده څخه به یې بل څوک ونه لري، ترلاسه کړي دي. راورټي بیرته هغه د ملک طالوت، قیس عبدالرشید پټان او د غور افسانو ته، چي هیڅ ډول تاریخي اساس نه لري، ځي او بیرته هغه بې اساسه اطلاعات او کیسې تکراروي([48]).

راورټي که څه هم چي د ده د ادعا سره سم یې دیارلس کاله د پښتو او فارسي ژبي او د پښتنو د تاریخ په مطالعه او د پښتنو په باب لیکنو تېر کړي دي. تقریبا یو نیم سل کاله مخکي یې د پښتو ژبي د کلاسیک ادب شهکارونه په انګلیسي ژبه نړۍ ته معرفي کړي دي او د طبقات ناصري ترجمه یې یو نه هېرېدونکی شهکار بللای سو، بیا هم اروپايي دی او کله کله ډېر غلط او یا سطحې معلومات راکوي چي سړی دې حقیقت ته متوجه کوي چي د اروپايي مستشرقینو د لیکنو په لوستلو کي باید هر وخت له احتیاطه کار واخلي.

سره له هغه چي د پښتنو په شاعرانو کي، له خوشحال خان خټک څخه وروسته د حمید ماشوخېل له شعرونو سره ډېره زیاته علاقه لري او سره له هغه چي د حمید ماشوخېل دېوان یې لوستی او انګلیسي ته د ترجمې له پاره یې شعرونه ورڅخه انتخاب کړي دي خو حمید ماشوخېل د تېمورشاه معاصر بولي او وايي چي د هغه په زمانه کي یې شهرت پیدا کړ([49]). په داسي حال کي چي ماشوخېل د احمدشاه بابا له پاچا کېدلو څخه مخکي وفات سوی دی.

د دستار نامې په باب وايي چي خوشحال خان دا کتاب د بګړۍ او پر سر باندي د هغې د راز راز تړل کېدلو او د بګړۍ د تړل کېدلو په وخت کي د دعا ګانو په باب لیکلی دی([50]).

د راورټي له دې خبرو څخه ښکاري چي هغه د دغه کتاب د لوستلو زحمت پر ځان نه دی منلی او یوازي د هغه د نامه د لیدلو څخه یې دا اندازه لګولې ده چي ګوندي هغه کتاب به یوازي د بګړۍ په باره کي لیکل سوي وي، چي راورټي ته ډېره د علاقې وړ موضوع نه وه. په داسي حال کي چي دستارنامه یو سیاسي او علمي کتاب دی چي له هغه څخه د خوشحال خان د علمیت او ژوري مطالعې اندازه لګول کېدلای سي او د بګړۍ له تړل کېدلو او دعا ګانو سره تقریبا هیڅ اړه نه لري.

چي دستار تړي هزار دي  د دستار سړي په شمار دي

خوشحال خان د دستار په باب وايي چي د دستار په سر کول چي تعلق په قابلیت لري شرایط یې ډېر دي تر حساب تر شماره تېر دي. واړه موقوف په قابلیت دي. د قابلیت اسبابونه هم بلا احصا او بلا انتها دي…. خبر شه چي دستار په سر کول د ښېوې او د نمای د پاره نه دی. دستار د مرد شرم او عزت دی. تمامي شرم د مرد په دستار کښی دی… ([51])

په دستارنامه کي وروسته د انسابو، کورني ژوند، سیاست، قدرت د علم د زده کړي او ډېرو زیاتو اجتماعي موضوعاتو په باب بحثونه راغلي دي او سړی ګوري چي خوشحال خان په ډېره لومړۍ ځوانۍ کي ډېر زیات کتابونه په ښه غور لوستلي او د خپلي مطالعې په اساس ډېر ښه قضاوت کوي.

راورټي د ګلشن روه په نوم د پښتو د پخوانیو ښو او پخو شاعرانو یوه ښکلې ګلدسته ترتیب کړه او دغه راز یې د پخوانیو پښتنو شاعرانو شعرونه او د کلام نمونې او د ژوند حالات په انګرېزي ژبه ولیکل، چي دا خدمت یې د هېرولو نه دی؛ خو کله چي د میرزا خان انصاري د ژوند د حالاتو په باره کي د هغه څرګندوني ګورو نو په دې عقیده کيږو چي سړی باید حتی د راورټي غوندي یوه سترګه ور او هوښیار مستشرق لیکني هم په احتیاط ولولي. راورټي د میرزا خان په باره کي لیکي چي میرزا خان د مغول اورنګ زېب په وخت کي وده وکړه او هغه میرزا خان ته مستمري تنخوا مقرره کړې وه. خو څرنګه چي اورنګ زېب پخپله یو تنګ نظره سړی وو او د متعصبو ملایانو په لاسونو کي لوبېدی او هغوی میرزا خان ته د یوه مرتد په سترګه کتل نو اورنګ زېب یې دې ته هڅاووه چي میرزا خان په سزا ورسوي. البته اورنګ زېب دا کار ونه کړ او میرزا خان ته یې د ملایانو په مقابل کي د خپلو عقایدو څخه د دفاع کولو فرصت ورکړ. میرزا خان د دغو ملایانو او د پاچا د احتمالي غضب له وېري دربار او د اورنګ زېب پایتخت پرېښود او د یوه هندو پاچا قلمرو ته یې پناه یووړه او هغه یې ډېر قدر وکړ([52]).

مستشرقین او پښتو ادب

لومړی خو میرزا خان انصاري د شاه جهان د پاچهي په دریم کال په ۱۶۳۰ میلادي کي د دکن په جنګونو کي وژل سوی دی. اورنګزېب له دې نېټې څخه اووه ویشت کاله وروسته په۱۶۵۷ میلادي کي پاچا سو. د میرزا خان انصاري او د اورنګ زېب د درباري ملایانو تر منځ د مخالفت او د کوم بل هندو پاچا دربار ته د هغه د پناه وړلو او د عزت کېدلو خو بېخي سوال نه پیدا کيږي. کله چي د راورټي په څېر یو عالم او محتاط لیکوال دغه ډول اشتباهات او غلطی کوي نو سړی باید د ټولو لوېدیځو لیکوالانو د لیکنو د لوستلو په وخت کي له احتیاط څخه کار واخلي.

په داسي حال کي چي په ټولو پښتنو شاعرانو کي یې، له خوشحال خان څخه وروسته، حمید ماشوخېل خوښ دی او ډېر زیات شعرونه یې د ترجمې له پاره انتخاب کړي دي خو د هغه د آثارو په باب لیکي چي هغه درې منظوم اثرونه ولیکل چي یو یې نیرنګ عشق، بل یې شاه و ګدا او دریم یې د غزلونو یوه مجوعه ده چي دُر اومرجان نومېږي([53]).

البته نیرنګ عشق د مولنا غنیمت یا غلام محمد د کنجا او شاه و ګدا د هلالي لیکنه ده چي دواړه کتابونه حمید ماشوخېل پښتو ته په نظم ترجمه کړي دي. دا دونه خوږې او عالي ترجمې دي چي د پښتو په ژبه کي یې تر دغه ګړیه بیا ساری نه دی لیده سوی او راتلونکې چاته معلومه نه ده.

 

 غور، افسانې او تاریخي متون:

څرنګه چي د قیس افسانه له غور څخه را ولاړه سوې ده نو باید چي د غور او غوریانو په باب د افسانو د سپینولو له پاره تاریخي متونو ته مراجعه وکړو. د غوریانو په باب تر ټولو پخوانی لیکل سوی متن طبقات ناصري دی چي لیکوال یې، قاضي منهاج سراج جوزجاني، خپل د وړوکوالي او لومړي زلمیتوب شپې ورځي د وروستیوغوري پاچاهانو په کور یا دربار کي تېري کړي دي. د غور او غوریانو په باب چي زموږ مؤرخینو او مستشرقینو هر څه تحقیقات کړي دي نو د اطلاعاتو او معلوماتو اصلي منبع یې همدغه تاریخ دی.

قاضي منهاج سراج د غوري سلطانانو سلسله له ضحاک تازي سره تړي او وايي چي کله افریدون، ضحاک له تخته وپرزاووه نو د هغه زامن او خپلوان، له معمولو سرګردانیو څخه وروسته په غور کي میشته سول او د دې سلسلې یوه لوی پاچا امیر فولاد غوري شنسبې له خراساني ابومسلم سره د امویانو په پرزولو او د عباسیانو د قدرت په ټینګولو کي لویه مرسته وکړه.

طبقات ناصري له هغه څخه وروسته د امیر بنجي نهاران شنسبي یادونه کوي چي، د یوه یهود سوداګر په مرسته او لارښودنه، د هارون الرشید خلیفه دربارته تللی او د امیرالمومنین څخه یې د غور امارت تر لاسه کړی دی. په دې متن کي یوه په زړه پوري خبره دا ده چي موږ ته څه باندي دوولس سوه کاله مخکي په غور کي د یهودانو د سوداګری او تجارت په باب اطلاع راکوي او که دا خبره جدي ونیسو، چي د ردولو له پاره یې خاص دلیل هم نه لرو، نو د غور سیمه باید په هغه زمانه کي ډېره پرمخ تللې وي چي یهودان د سوداګری له پاره ورتلل او یا پکښي اوسېدل.

قاضي منهاج سراج وروسته د محمدسوري نوم یادوي چي وايي د غور شاوخوا سیمي یې لاندي کړي وې او سلطان محمود ته به یې کله د اسلام خراج ورکاوه او کله کله به یاغي سو او سرکښي به یې کوله. محمدسوري په خپلو ټینګو قلاګانو مغرور او ډاډه وو او له دغه امله یې له سلطان سره مخالفت کاوه. تر څو چي سلطان محمود له ډېرو لښکرو سره حمله ورباندي وکړه او د هغه سیمي او قلاوي یې لاندي کړې. سلطان، محمد سوري ژوندی ونیوی او هغه غزني ته په لاره کي وفات سو او ځیني وايي چي په انګشتره کي یې زهر ورسره درلودل، هغه یې وخوړل او وفات سو([54]).

له قاضي منهاج سراج څخه پرته نور تقریبا ټول هغه تاریخونه چي د سلطان محمود په زمانه کي او یا حتی له هغه څخه مخکي لیکل سوي دي د غور اوسېدونکي او سوریان کافران، یا زیاتره کافران، بولي. هغه کتابونه چي د شپاړسمي او اووه لسمي میلادي پېړۍ په شاوخوا کي لیکل سوي دي هم د پخوانیو لیکني تایيدوي او په یوه خوله سوریانو، په تېره بیا سوري ته، چي یوازي طبقات ناصري محمد ورسره لیکي، کافر وايي.

اصطخري، چي خپل کتاب مسالک و ممالک یې د غوریانو او سلطان محمود له جنګونو څخه تقریبا اویا کاله مخکي په ۹۵۰ میلادي کي لیکلی دی، د غور په باب لیکي”او غورډېري برخي لري، ځکه مود مسلمانانو د سیمو په کتار کي یاد کړ چي په غور کي مسلمانان زیات دي. او آباده غرنۍ سیمه ده او رودونه او چینې او باغونه لري”([55])

بل ځای لیکي”غور یوه غرنۍ سیمه ده او پر شاوخوا یې ټول ولایتونه د مسلمانانو دي. مګر دوی کافران دي او په غوریانو کي یو څه مسلمانان سته. ډېر لوی او ټینګ غرونه لري او نعمتونه پکښي ډېر دي… او له غور څخه ډېر زیات غلامان هرات او سیستان ته وړل کيږي. “([56])

تاریخ بیهقي، چي د یوولسمي میلادي پېړۍ په لومړۍ نیمايي کي لیکل سوی، او یو له تر ټولو معتبرو تاریخونو څخه شمېرل کيږي، پر غور باندي د سلطان محمود او سلطان مسعود د لښکرکښیو په باب بحث لري او غوریان کافران او لعینان بولي. “په څلور سوه پنځه کال کي ( ۱۰۱۴ میلادي ) امیرمحمود له بُست څخه پر خوابین باندي، چي د غور یوه ناحیه ده، حمله وکړه. دا ناحیه له غور او زمین داور سره ګډه پوله لري او د هغه ځای کافران هم زیات پلید او هم ډېر غښتلي دي. دوی ډېري قوي قلاګاني او استحکامات لري. امیر خپل زوی مسعود له ځان سره بېولی وو او هغه ډېر لوی او مهم کارونه وکړل … “ ([57])

د غوریانو سره د بل جنګ په باره کي، چي سلطان محمود په څلورسوه یوولس هجري قمري یا ۱۰۱۹ میلادي کي کړی دی لیکي چي د غوریانو ډېر کسان قتل سول او هغو لعینانو ماته وکړه، برجونه او مورچې له غوریانو څخه پاک سول او ډېر زیات بندیان او ډېر غنیمتونه تر لاسه سول … ([58])

تاریخ یمیني، چي لیکوال یې د سلطان محمود معاصر دی، د سلطان محمود او د غوریانو جګړې ته غزا وايي او وايي چي سلطان د غوریانو د فساد او کفر د ختمولو له پاره خپل پوځونه منظم کړل او پر هغوی باندي یې حمله وکړه د هغوی لښکرو ته یې سخته ماته ورکړه او د هغوی مالونه او وسلې یې چي له کفارو څخه کفارو ته نسل پر نسل پاته سوي وې غنیمت کړې او په هغه سیمه کي یې اسلام جاري کړ. د غوریانو مشر ابن سوري یې ونیوی اوکله چي هغه پر خپله خاوره او سیمه باندي د اسلام غلبه ولیده نو په انګشترۍ کي د ایښودل سویو زهرو په وسیله یې ځان وواژه او روح یې د دوږخ مالک ته وسپاره … ([59])

تاریخ ګُزیده د غور پاچا سوري، کافر بولي او وايي چي پر غور باندي د سلطان محمود د حملې او د هغه د وژل کېدلو څخه وروسته یې لمسی هندوستان ته وتښتېدی او په یوه بتخانه کي اوسېدی. د هغه زوی، چي سام نومېدی، مسلمان سو او د سام زوی حسین په غزني کي د غزنوي سلطان ابراهیم دربار ته ورغی او هغه په خپل دربار کي ځای ورکړ. تر څو چي د سلطان ابراهیم زوی دریم مسعود هغه ته د غور حکمراني ور وسپارله([60]).

د دې ټولو تاریخي حوالو او متونو څخه دا خبره ثابتېږي چي اسلام، د یادو سویو تاریخي افسانو په خلاف، غور ته ډېر ناوخته ورغلی دی او د غور اوسېدونکي او د هغوی حکمرانان نه له اسرایيلو سره اړه لري او نه له افسانوي ضحاک سره، چي یوازي د فردوسي په شاهنامه کي موجود دی او له اوږو څخه دوه راوتلي ماران یې د انسانانو په ماغزو پايي.

مخکي مو وویل چي قاضي منهاج سراج د غور سلطانان یا سوري پاچاهان د ضحاک اولاده بولي او د هغوی د اسرایيلیت ریښې ته بېخي اشاره قدر نه کوي. مېجر راورټي د غزني په باب خپل یوه کتاب کي د غور پاچاهان شنسباني تاجک بولي او وايي چي هغوی په لومړي سر کي په غزني کي د سبکتګین د کورنۍ د سلطانانو تابع ول او کله چي د غزنوي پاچاهانو کورنۍ د سلجوقیانو په مقابل کي کمزوري سول نو دوی هم زړه ور سول او ټولي لوېدیځي سیمي یې ونیولې([61]).

الفینسټون د ضحاک افسانې ته، چي روضت الصفا او تاریخ فرشته هم تایيد کړې ده، د شک په نظر ګوري او وايي دا خبره یقیني ده چي د غور پاچاهان د افغانانو په سوري قبیلې پوري اړه لري([62]).

قاضي منهاج سراج د ملک تاج الدین حبشي عبدالملک له قوله، چي د غور خسرو بلل کېدی او د مغول چنګیز خان په اجازه غور ته ولاړ، وايي چي د مغولو په لښکر کي دوه تنه عسکر پر خپله ګناه باندي اقرار سول او دواړه اعدام سول. ما د مغولو پوځي قوماندان اقلان چربي ته وویل چي که دې دوو تنو عسکرو پر خپله ګناه باندي اقرار نه وای کړی نو د مرګ څخه به خلاص سوي وای. هغه راته وویل چي دروغ ویل ستاسي تازیکانو کار دی. تاسي تازیکان همداسي کوی خو مغول که زر نفسه ولري او زر ځلی مړه سي دروغ نه وايي([63]).

تاریخ نامه هرات، چي د غوریانو له سقوط څخه لږ وروسته لیکل سوی دی، د غوریانو ډېره مغشوشه یادونه کوي او وايي چي د ملک تاج الدین کُرد او د مستونګ د حاکم سبهلار غوري تر منځ، چي د هرات د ملک شمس الدین کُرت له خوا یې حکومت کاوه، په جګړه کي دوه سوه پنځوس زړه ور غوري او اوغاني مېړونه د تاج الدین کُرد مقابلې ته و درېدل او تقریبا سل تنه اوغانان او کردان قتل سول… ([64])

په دې جنګ کي د ملک تاج الدین کُرد سره هم زر تنه اوغانان ملګري دي او د سبهلار غوري سره هم اوغاني زړه ورمېړونه ورسره دي او په جنګ کي له دواړو خواوو څخه جنګیالي وژل کيږي([65]).

عبدالحی حبیبي مرحوم خو د غور د سوري پاچاهانو سلسله د ايران د ساسانیانو د وروستي پاچا یزد ګرد د قاتل ماهوی سوري سره، چي د سوري نوم یوازي د فردوسي د شاهنامې په افسانو کي موجود دی او د تاریخ طبري په څېرنورو تاریخي متونو کي یوازي ماهوی لیکلی دی، تړي. په دې حساب نو باید سوریانو له اسلام څخه ډېر پخوا په غور کي ژوند او پاچهي کړي وي. که دا ومنو نو بیا به د پښتنو له هغو شجرو سره څه کوو چي سوریان د لودي قبیلې یو ښاخ بولي او د لودي قبیلې پلار ابراهیم لودي ایله په څلورمه هجري پېړۍ کي دنیا ته راغلی دی.

دلته نو یوازي یوه لاره پاتېږي او هغه دا چي موږ به غوري سوریان، چي د هند پاچاهان، شېرشاه سوري او اسلام شاه سوري یې ادامه ده، پښتانه بولو او پر افسانوي شجرو باندي به، چي له تاریخي پېښو سره اړخ نه لګوي، خط را کاږو.

د تاریخ طبري له متن څخه داسي څرګندېږي چي د هجرت د دوهمي پېړۍ په سر کي لا غوریان مسلمانان سوي نه دي او عرب هغوی ته د مشرکانو په سترګه ګوري او د هغوی د اېلولو له پاره غزا ورسره کوي. د هجرت په یو سل اووم کال د خراسان والي اسد بن عبدالله د غور په غزا، چي د هرات کوهستان دی، ووت. په ۱۰۸ هجري کي سلم بن احوز او نصر بن سیار د اسد بن عبدالله تر رهبری لاندي د غور پر کافرانو حملې وکړې، ډېر مشرکان یې ووژل، کافرانو ماته وکړه. مسلمانانو د هغوی مورچلونه ونیول د غور ولایت یې لاس ته ورغی او بندیان او غنیمت یې تر لاسه کړ([66]).

په دې توګه موږ ګورو چي د غور په باره کي د مخزن افغاني، خورشید جهان، حیات افغاني او نورو کتابونو افسانې له معتبرو تاریخي متونو سره سر نه خوري او تقریبا ټول موږ ته وايي چي د غور په غرونو کي د اموي خلیفه ګانو له زمانې څخه وروسته د عباسیانو او غزنویانو تر وخته پوري لا اسلام په بشپړه توګه خپور سوی نه وو.

نتیجه: د دې مضمون د لیکلو څخه مطلب یوازي د پښتنو د اسرایيلیت او نه اسرایيلیت ثابتول نه دي. ځکه چي په دې باب کتابونه لیکل سوي او تحقیقات ورباندي سوي دي او دا موضوع لا هم نورو تحقیقاتو ته اړتیا لري. خو دې حقیقت ته باید توجه وسي چي د دونه یوه لوی قام تاریخ، چي د اسیا په جنوب کي یې د کراچی له بندر څخه د سوات ترغرونو او له اباسیند څخه د هندوکش تر لمنو او هرات، غور او کندهار پوري یوه پراخه سيمه نیولې او، لږترلږه، د څه باندي زرو کالو راهیسي یې د غزنوي سلطان محمود څخه نیولې، د مغولو تر امپراطوری، صفویانو، برټانوي استعمار، شوروي اتحاد او لویو طاقتونو ته د سرونو په کاسو کي اوبه ورکړي دي، له دوولسو سوو کلونو څخه پیلول له واقعیت څخه لیري کار دی او دغه راز لنډ پاری تاریخ باید چي یوازي د نه منلو پر افسانو ولاړ وي.

دا یو حقیقت باید ومنو چي پښتنو ایله په شلمه پېړۍ کي د خپل تاریخ لیکلو ته توجه وکړه او تر دې وخته چي څه تاریخونه لیکل سوي دي نو هغه پردیو لیکلي دي. په دې کي شک نه سته چي پرديو یا د غرض او دښمنۍ په اساس لیکني کړي دي او یا یې هغسي لازمه توجه چي پخپله پښتانه یې خپل تاریخ او د خپل قام په باب لیکنو او پلټنو ته کولای سي نه ده کړې.

پښتنو، د یوه مستعد او تکړه قام په حیث، د سواد او زده کړي سره علاقه نه ده ښودلې چي خپل تاریخ او شجرې یې پخپله ترتیب کړي وای. د دې خبري یو لوی علت دایمي سیاسي، اقتصادې او ټولنیزه بې ثباتي او له لویو قدرتونو سره پرله پسې جنګونه او خپل منځي عداوتونه او دښمنۍ کېدلای سي. که د ډپټي محمدحیات خان لیکنه، چي د نولسمي پېړۍ په وروستیو لسیزو کي یې په پېښور کي لویه دولتي وظیفه درلوده، ومنو، چي د ردولو له پاره یې دلیل هم نه لرو، نو د پښتنو د لیري پرتو سیمو او کلیو او بانډو د سواد او پوهي په باب اټکل کولای سو. پېښور په هغه وخت کي د انګرېز سرکار تر مستقیمي او غیر مستقیمي ادارې لاندي وو او خلک یې لږترلږه د رسمي تعلیم او تربیې او ښونځیو له نامه سره اشنا ول. ډپټي محمدحیات خان لیکي”د ملایانو نه پرته پښتانه او نور ځمکه وال خلک د علم له زده کړي سره هیڅ ډول مینه نه ښکاره کوي. او دا د خواشینی ځای دی چي د دې ارزښتناک او بې بها نعمت څخه محروم دي. د بنو څیو د ملکانو له جملې نه دوه تنه ابوسمند دهرمه خېل او ظفر خان اسمعیل خېل په فارسي ژبه لیک او لوست کولای سي.خو په پاتې مروتو کي داسي څوک نه لیده کيږي. په عیسی خېلو کي سرافراز خان او عبدالله خان باسواده دي او په میانوالي کي همدا حال دی. اوس په سرکاري ښوونځیو کي زیاتر هلکان لیک لوست کوي، خو د بېسواده پلرونو له کبله ورسره ډېره مینه نه لري او له پیل نه د دوی د تربیې او زده کړي له پاره غوره تدابیر نه نیول کيږي او دا عمل د دغه ځای رعیت ته د ضرر نه ډک عمل دی. ځیني کم علمه ملایان چي لږه فارسيلوستلای شي هغوی هم د سمي تربیې د نشته والي له امله له خپلي پوهي نه ناوړه ګټه اخلي او جعلي کاغذونه جوړوي. د خلکو د کړو وړو د سمولو له پاره د علم زده کړه ډېره ضروري ده.

اوس د سرکار د پاملرني له مخي په دې ضلعه کي د هلکانو ۳۲ ښوونځي او د نجونو څلور ښوونځي د علم او پوهي د زده کړي له پاره رامنځ ته شوي دي چي کلنی خرڅ یې تقریبا شپږ زره روپۍ دی او په دغه ښوونځیو کي د ۱۸۶۵ ع کال د اپریل د میاشتي په لومړۍ نېټه د زده کونکو شمېر اته سوو تنو ته رسېده. چي د هغې جملې نه ۵۵۹ تنه مسلمانان او ۲۹۱ تنه هندوان وو. د دې نه پرته ۵۲ نجوني هم په ښوونځیو کي په زده کړه بوختي دي چي د هغوی له جملې نه ۱۳ مسلماناني او ۳۹ هندواني دي”([67])

که د نولسمي پېړۍ د شپېتو او اویاوو په لسیزو کي د پېښور د سیمي، چي د انګرېزانو رسمي ښوونه او روزونه هم پکښي پیل سوې وه، دغه حال وو نو بیا د اوروزګان، کندهار، کونړ او نورو پښتني علاقو د سواد او زده کړي په باب اټکل کول ډېر ګران کار نه دی. دا وخت زموږ ګاونډیو قامونو د خپلو تاریخونو په باب کتابخانې درلودلې او موږ لا یوه پاڼه هم نه وه لیکلې. طبیعي خبره ده چي ځوانانو او سپین ږیرو مو باید د خپل تاریخ په باب له نیکونو څخه په ورپاتو افسانو ګوزاره کړې وای او چي څه یې اورېدلي ول هغه یې په پتو سترګو منلي ول. البته نوی نسل چي تاریخ لیکي نو دې ټکي ته یې باید پام وي چي افسانې، تاریخي کیسې، فوکلور او تاریخ سره بېل کړي. خپل تېر تاریخ یوازي او یوازي د تاریخي حقایقو د روښانولواو د ځوانانو د پوهولو دپاره ولیکي، څو هغوی د خپلو تېرو پېښو په رڼا کي د خپلي راتلونکي پېش بیني وکړای سي.

تورات

توضیحات:

(۱) په تورات کي د پاچاهانو د کتاب په څلورم فصل کي راغلي دي چي سلیمان علیه السلام پر ټولو اسرایيلو باندي پاچهي وکړه. او دا هغه کسان دي چي دهغه په اداره کي شامل وه. د سادوک زوی آذریاس د مذهبی مراسمو مشر. د سیسا زامن ایلی هوریف او آهیا د پاچا د سکرټرانو په حیث. د جوزافات زوی آهیلود د اسنادو د ثبتونکي په حیث. د جویادا زوی بانایاس د پوځ مشر. او سادوک او ابی یاتار د مذهبی مراسمو مسولین. د ناتان زوی ازریاس د دربار د چارو مسول. د مذهبی مشر ناتان زوی زبود د پاچا سلاکار.د حرم د چارو مسول آهی سار او د آبدا زوی ادوني رام د تشریفاتو مسول. دغه راز د همدغه فصل په اووم لمبر ایت کي د دوولسو والیانونومونه راغلي دي چي په هغو کي له ارمیا څخه نیولې تر برخیا، آصف او افغانا پوری د هیڅ یوه نوم نه سته.

(۲)  اووه ویشتمه سوره نهه دېرشم او څلوېښتم آیتونه د پېریانانو یا دېوانو له جملې څخه یوه زورور دېب وویل زه به هغه( د بلقیس تخت جهانی) مخکی له هغه چي ته له مجلسه ولاړ سې درته حاضرکړم. زه ددې کارد کولو له پاره بشپړ توان لرم او ته په ما باور کولای سې. یوه بل دېب وویل چي زه به د بلقیسی تخت د سترګو په رپ کي درته حاضر کړم. او سلیمان ولیدل چي هغسی وسوه.

(۳) په عربي ژبه کي پر دغه وزن یوازي د بطان لغت سته چي مطلب يې کمربند دی او هغه له کښتۍ سره هیڅ اړه نه لري. په دې برخه کي د هینري جورج راورټی تبصره ډېره په زړه پوری ده چي د پښتو ګرامر دپاره د مقدمې په نهم مخ کي يې راوړې ده او وايي چي د پطان څخه مطلب په عربي ژبه کي ښايي د کښتۍ لاندنی لرګی Keel نه بلکه Keelson وي چي مطلب يې د هغو لرګیو او یا فلزي ټوټو مجموعه ده چي د کښتۍ ټوله لاندنی برخه سره تړي او ټینګوي. البته راورټی هم نه وايي چي دا يې په کوم قاموس کي لیدلي دي چي پطان ته د کښتۍ د لاندنی برخي د فلزي ټوټو او یا لرګیو مجموعه وايي.

(۴) مرحوم بینوا د افغانستان نومیالي په نوم کتاب په ۳۹۲ مخ کي لیکی چي په دې حساب نو د ده( بیټ نیکه جهاني) د ژوند وخت موږ له درې سوه څخه تر څلور سوه هجري پوری تخمین کولای سو. سلیمان ماکو په خپله تذکرة الاولیا کي د بیټ نیکه له خولې یو شعر هم رانقل کړی دی چي د پښتو ادب په تاریخ کي خورا مهم ګڼل سوی دی. دغه راز مرحوم عبدالحی حبیبی په خپل کتاب پښتانه شعرا لومړي ټوک په لومړي مخ کي لیکی چي د بیټ نیکه پوره حالات هم تراوسه نه دي معلوم سوي. او تاریخ په کلکه دا نه سی ویلای چي بیټ نیکه په کومو کلونوکی ژوندی وو. البته ځینی تاریخ لیکونکي وايي چي دا ملی شاعر د غوري پاچاهانو په زمانه کي تیر سوی دی او ددې ډول تاریخي معلوماتو څخه موږ دا اټکل کولای سو چي بیټ نیکه د ۳۰۰ – ۴۰۰ هجري په منځنیو وختونو کي ژوند کړی دی.

(۵) راورټی دپښتو ګرامر د مقدمې په لسم مخ کي د تذکرة الملوک په حواله د قیس په زامنو کي د بیټ پر ځای تبرین لیکی او ده ته منسوب قبایل چي دده په اولاد کي شمیرل کیږی تبرینان بولي( البته زه یقین ته په نیژدې ګومان ویلای سم چي دا به تبرین او تبرینان نه بلکه ترین او ترینان وي، او د ب توری به د کاتبانو غلطي وي). دهمدغه کتاب په حواله، د هغه سړي نوم مست علی غوري لیکی چي فوکلوری تاریخ وايي د بیټ نیکه له لور سره يې تر واده کولو مخکی غیر مشروع اړیکی درلودل.

(۶) تاریخ مختصر افغانستان ۱۵۵ مخ مرحوم حبیبی صاحب لیکی چي قاضی منهاج سراج( د طبقات ناصری مولف جهانی) وروسته ددی خاندان د یوه بل امیر بنجی بن نهاران شنسبي نوم اخلي چي د غور د لویو پاچاهانو څخه وو او وايي چي هغه د یوه بل غوري امیر شیش بن بهرام سره د هارون الرشید دربارته ورغلل او هغه امیر بنجی د غور امیر او امیر شیش د غور د لښکر د پهلوان په حیث و پیژاند. ( د ۱۷۰هجري ۷۸۶ میلادی شاوخوا)۰۰۰ د ۲۵۳ هجري په شاوخوا کي یعقوب بن لیث صفاري د نیمروز، بست، داور تر تګین آباد او رخج پوری لاندي کړل. په دغه وخت کي امیر سوري د غور د غرونو امیر وو او تر دغه وخته پوري د غور نیمایي خلک مسلمانان سوي نه ول. په زړه پوری خبره دا ده چي فکلوری تاریخ موږ ته وايي چي اسلام په افغانستان کي تر ټولو دمخه د غور څخه پیل سو او قیس او د هغه ورسره هیات د هجرت په نهم کال مسلمانان سول او د اسلام د ترویج په لاره کي يې توري ووهلې او په ټولو جنګونو کي بریالي سول. د هغه په اولاد کي د شنسب بن خرنک، امیر پولاد، امیر کروړ او بنجي بن نهاران په څیر توریالي پاچاهان او جنرالان پیدا سول. په دوهمه هجري پېړۍ کي يې د سیند په فتوحاتو کي د محمد بن قاسم په څیریوه لوی فاتح ملاتړ کاوه. خو د قیس له مسلمان کیدلو څخه دوه نیمی پیړۍ وروسته يې ایله دغورد خلکونیمایي برخه د اسلام په دین مشرف کړي ول.

(۷) شیخ ابوالفضل په خپل کتاب آیين اکبري کي د سید محمد ګیسودراز په باب یوه لنډه یادونه کوي او لیکي چي هغه د نصیرالدین چراغ ډهلي مرید وو. ( شیخ نصیرالدین چراغ ډهلي د نظام الدین اولیاء خلیفه وو جهاني ) هغه په الهیاتو کي ښه علم وکړ او د خپل پیرله هدایت سره سم له ډهلي څخه دکن ته وکوچېد، او هلته یې د هري طبقې خلکو ډېر عزت او درناوی وکړ. شیخ په ۱۴۲۱ میلادي کي په دکن کي وفات سو او په ګلبرګه کي خاورو ته وسپارل سو([68]).

ضمیمه:

دا چي د مېجر راورټي په سطح لویو پوهانو دا ثابته کړې ده چي په پښتو ژبه کي عبري کلمات نه سته دا ډېره ښه خبره ده او هغه افسانې ردوي چي پښتانه د ساول یا طالوت اولاده بولي. خو که د طبقات ناصري دا خبره چي وايي د اسلام په لومړیو پېړۍو، یا لږ ترلږه د غزنویانو څخه مخکي، په غور کي یهودو تجارت کاوه نو د دې معنی خو به دا وي چي یهودانو د غور او نورو ښارونو تر منځ تګ راتګ درلود، دا چي په کوم شمېر به وه تاریخي متنونو یې یادونه نه ده کړې. په دې صورت کي به دا هیڅ عجیبه نه وای چي په پښتو ژبه کي د عبري کلمات او اصطلاحات موجود وای. له بلي خوا عبراني تمدن، عبري ژبه او ابراهیمي دین دومره اوږد تاریخ لري چي په لیري او نیژدې ژبو کي یې د لغاتو او کلماتو وجود حتما دا نه ثابتوي چي دا یا هغه ژبه به ګوندي عبري ریښه لري. خو دا چي دا کلمات او لغات په پښتو کي وجود نه لري دا هنوز ښه خبره ده.

پښتو ژبه د فارسي او عربي کلماتو څخه ډکه ده او زموږ لیک لوست د عربي څخه راغلی دی خو موږ ته نه څوک فارسیان او نه عربان ویلای سي او نه زموږ ژبه له فارسي او عربي ریښې څخه بولي. زموږ پښتو ژبه ځانګړی ګرامري جوړښت لري او موږ ځان ته جلا کلتور، عنعنات، فوکلوری او د ژوند اولسي قوانین لرو چي موږ له ګاونډیو او لیري قامونو څخه بېلوي.

ما یو وخت د مصر د متلونو یو کتاب ترلاسه کړ او په سرسري توګه مي وکوت. مصر او افغانستان د شلمي ميلادي پېړۍ تر نیمايي کلونو پوري چنداني اړېکي نه سره درلودل. نه افغانانو مصر لیدلی وو او نه مصریان د افغانستان او افغانانو له نامه سره آشنا ول. خو کله چي ما د دې دوو قامونو د متلونو دونه ورته والی وکوت هک پک سوم. متل په اصل کي د یوه قوم د کلتور او عمومي عقل او پوهي تر ټولو ښه ښکارندوی او ترجمان دی. متل په ټولنه کي د انسانانو تر منځ د اړېکو افاده ده. متل د یوه قام د سل ګونو او لا ښايي د زرګونو کلونو تجربو محصول وي. هغه قومونه چي د یوه بل په ګاونډ کي اوسېږي، کله کله یوه بل ته دومره نیژدې متلونه لري چي سړی فکر کوي د یوه بل ترجمه به وي او سړی اصلا نه پوهنېږي چي دا متل به د چا مال وي. کله چي سړی د مصر او افغانستان په لیري والي کي د متلونو ورته والی او حتی یو شان والی ویني نو په دې عقیده کيږي چي اولسونه که هر څومره لیري سره پراته وي بیا هم د پېړۍو په جریان کي یوه بل ته هغه کلتوري ارزښتونه او په خاصه توګه متلونه انتقالوي چي دواړو خواوو ته د منلو وړ وي. ځیني متلونه خپل ځانګړی محیط افاده کوي او سړی قضاوت کولای سي چي دا یا هغه متل په چا پوري اړه لري خو کله کله د متلونو مفاهیم دونه عام وي چي کلتوري حوزې یې د ملکیت دعوه په یوه اسانه ثابتولای نه سي.

 

 

اِذا کانَ زوجي راضي ایش فُضول القاضي

چي زما مېړه راضي وي قاضي ته څه حاجت دی

پښتو: زه او ته سره راضي رنګ دي ورک سي د قاضي.

 

اِذا ارادَ ربّنا هلاک نملته اَنْبتْ لها اجنحته.

چي خدای د مېږي د تباه کولو اراده وکړي نو وزرونه ورکړي.

پښتو: مېږي ته چي خدای په قار سي نو وزر ورکړي.

 

اِذا راَیتَ حیط مایل هَرَول مِن تحتِها.

چي کوږ دېوال دي ولیدی په ځغستا ورڅخه تېرېږه.

پښتو: چي کوږ دېوال وینې ورڅخه تښته.

 

اِذا کثَرْتَ النواتیه غَرَقَتْ الرکب.

چي کښتۍ وانان ډېر سي کښتۍ ډوبېږي.

پښتو : په ډېرو قصابانو کي غوا مردارېږي.

 

اِذا جاالماءَ طوفان اَجعَل اِبنَکَ تحت رُجلیکَ.

که د اوبو توپان راسي زوی دي تر پښو لاندي کړه.

فارسي: او تا ګلو بچه زیر پای.

پښتو: وايي زوی او لور تر پښو اوبه تر حلقه.

 

الَلّص العیار ما یُسرِقُ مِن جارتهُ شیٌ.

هوښیار غل د ګاونډي څخه شی نه غلا کوي.

پښتو: د همسایه والی چي غلا کړې چیري به یې په غوږ کړې.

 

الرءیس یُحبُّک امسح یدُک فی القلع.

د کښتۍ پر کپتان ګران یې لاس دي په بادبان پاکوه.

)چي حکومت دي پر خوا وي هره ناروا کولای سې(

پښتو: مربي چي لرې خود به مربا خورې.

 

اللیلته النیره من العصر بیّنته.

له ماپښین څخه معلومېږي چي د شپې به اسمان صاف وي.

فارسي: سالې که نیکوست از بهارش پیدا ست.

پښتو: میاشت له لومړۍ ورځي معلومه وي.

 

العاقل مِن غمزته والمجنون مِن لَکْزته.

هوښیار ته اشاره او احمق ته لغته.

پښتو: خره ته سوټی انسان ته رموز.

 

السلطان ینتشم فی غیبته.

خلک په غیاب کي پاچا ته هم بد وايي.

پښتو: پشلا ( پس شا) خلک د پاچا عورته ښکنځي.

 

الحیطانُ لها اوذان.

دېوالونه غوږونه لري.

 

السلَفَ تَلَفَ.

پور تباه کونکی دی.

پښتو: پوره ورک دي کړه دوه کوره.

 

القُمحُ یَدُورُ و یَجِیَ الطاحون.

جوار لاس پر لاس کيږي مګر آخر ژرندي ته ځي.

پښتو: د غنمو لار د ژرندي تر خولې ده.

 

الاَ عُورُ في بِلادِ العُمیان طُرفه.

د ړندو په ښار کي یو سترګی ښکلی وي.

پښتو: د ړندو په ښار کي یو سترګی پاچا وي.

 

بَلَدَ ما تَعْرَفَ فیها اعمل ما تشتهي فیها.

په هغه ښار کي چي هیڅوک نه پېژنې چي زړه دي غواړي هغه کوه.

پښتو : په پردي وطن کي ګوز واچوه ځیني ځه.

 

جوابُ الاحمق السُکاتُ عنهُ.

د احمق جواب خاموشي ده.

 

جاءُوا لَیَنْعَلُو خیل الباشا فَمدّت الخُنفسته رجُلَها.

دوی راغلل چي د پاشا آسونه نعل کړي خزدکي هم پښې پورته کړې.

پښتو: اسان ( آسونه) یې نعلول چونګښو هم پښې پورته کړې.

 

جَهَدَ المُقِلّ دَموعهُ.

د غریب سړي هاند د هغه اوښکي دي.

پښتو: د خوار یا ژړا ده یا ښرا ده.

 

خُزْ مِن الغریمِ و لو حجر.

د بد پوروړي څخه که یوه ډبره وي هم یې واخله.

پښتو: له ناداره پوروړي څخه غوړي په لمن کي وړه.

 

خیرُ ما تعملُ شرُّ ما تلقي.

ښه مه کوه بد به نه در رسېږي.

 

فرَّ من المَطَرِ قعد تحت المِزرآب.

له بارانه ولاړ تر ناوې لاندي کښېنستی.

 

 

 

کُل ما تشتهِیَ نفسُکَ و اَلبِس ما تلبس الناس.

څه چي دي خوښ وي خوره یې مګر لباس د نورو په څېر اغونده.

پښتو: خواړه د ځان له پاره لباس د نورو له پاره.

فارسي. اګر خواهي که رسوا نه شوي همرنګ جماعت باش.

 

کلبُ ینجِی ما یَعُّضُ.

سپی چي غاپي داړل نه کوي.

 

کِلابُ الصیدُ وُجوهُهُم مخربشته.

د ښکار د سپیو مخونه زخمي وي ( شوکاري وي)

پښتو: چي هوسۍ نیسي د هغو تازیانو خولې توري وي.

 

کِشکار دایم و لا علامته مقطوعته.

زیږه ډوډۍ دي تل وي نه پسته ډوډۍ څو ورځي.

پښتو: لږ وخوره تل یې وخوره.   لږ به خورم هوسا به اوسم.

 

کُلُّ شات معلقته من عرقوبها.

هر پسه پخپله پښه ځړېږي.

پښتو: مېږه پخپله پښه وزه پخپله پښه ځړېږي.

 

کُونُوا اِخوتٌ و اَتَحاسَبُوا حساب التجارته.

وروڼه اوسی او د مالونو حساب په خپلو منځونو کي وساتی.

پښتو: دوه وروڼه حساب تر منځ. دوه وروڼه دریم حساب.

 

کُن ذکُوراً اِذا کُنتُ کذوباً.

که غواړې دروغ ووایې نو ښه حافظه ولره.

پښتو: دروغجن حافظه نه لري.

 

 

مأخذونه

۱: هروي، نعمت الله. تاریخ خان جهاني و مخزن افغاني( اُردو). ۲۰۰۴ لاهور.

۲ : ګنډاپور، شیرمحمد خان. تواریخ خورشید جهان. ۱۸۹۴ مطبعه اسلامیه لاهور.

۳: حیات محمدخان. حیات افغاني ( پښتو) ژباړونکي، محقق فرهاد ظریفي، محقق عبداللطیف یاد طالبي. ۲۰۰۷. دانش خپرندویه ټولنه.

۴حبیبي، عبدالحی. تاریخ مختصر افغانستان. ۱۹۸۹ سازمان مهاجرین افغانستان.

۵: هروي،سیف بن محمد بن یعقوب. آفسټ سال ۱۹۴۳ طبع کلکته.

۶: بناکتي، فخرالدین ابو سلیمان. تاریخ بناکتي. ۱۳۴۸ تهران.

۷: نامعلوم. حدودالعالم. با مقدمه بارتولد. ۱۳۴۲ کابل پوهنتون.

۸: اخوند دروېزه. تذکرةه الابرار و الاشرار. ۱۳۰۹ مکتبته الاسلامیه پشاور.

۹ : مستوفي، حمدالله. تاریخ ګُزیده. ۱۳۶۲ هجري شمسي تهران.

۱۰: بیهقي، ابوالفضل. تاریخ بیهقي. از انتشارات کتابخانه سنایي.

۱۱: جوزجاني، منهاج الدین عثمان بن سراج. ۱۳۴۳ ش کابل، انجمن تاریخ افغانستان.

۱۲: اصطخري، ابواسحق ابراهیم. مسالک و ممالک. ۱۳۶۸ تهران.

۱۳: جرفادقاني، ابوالشرف ناصح بن ظفر. ترجمه تاریح یمیني. ۱۳۷۴ تهران.

۱۴: طبري، محمدبن جریر. تاریخ الرُّسُل والملوک. ۱۳۶۹ تهران.

۱۵: حبیبي، عبدالحی. افغانستان بعد از اسلام. ۱۳۵۷ کابل.

۱۶: ابن الاثیر، عزیزالدین علي. تاریخ کامل، تهران.

۱۷: خټک، خوشحال خان. دستارنامه. ۱۳۴۵ پښتو ټولنه.

۱۸: قرآن مجید.

۱۹: بایبل.

20: Allami, Abul- Fazl. The A-in-I Akbari. 1994 India.Translated by H. Blochmann.

21: Mohammad Hayat Khan. Hayat-i- Afghani. Translated by Henry Priestley. 1981 Lahore.

23: Elphinstone, Mounstart. An Account of the Kingdom of Caubul.1974 Karachi Pakistan.

24: Malleson, G.B. History of Afghanistan. 1984 Peshawar, Pakistan.

25: MacMunn, Sir George. Martial Races of India. 1982 Quetta, Pakistan.

26: Raverty, H.G. Notes on Afghanistan and Baluchistan. 1982 Quetta, Pakistan.

27: Raverty, H.G. Ghaznin. 1995 Lahore, Pakistan.

28: Raverty, H.G . Tabakat-i-Nasiri. 1995 Calcutta, India.

29: Raverty, H.G. Selections from the Poetry of the Afghans. 1981 Peshawar, Pakistan.

30: Raverty, H.G. A Dictionary of the Pukhto, Pushto, or Language of the Afghans. 1995 New Delhi, India.

31: Raverty, H.G. A Grammar of the Pukhto, Pustho, or Language of the Afghans. 2001 New Delhi, India.

32: Scott, George B. Afghan and Pathan. 1929 London.

33: Rose, Sir G.H. The Afghans, the Ten Tribes and the Kings of the East. 1852 London.

 

 ([1])نعمت الله ص ۸۱-۸۶

 ([2])هغه کتاب ص ۸۷- ۹۱

 ([3])مستوفي  ص ۴۶

 ([4])طبري ص ۴۱۴

 ([5])تاریخ کامل ص ۲۷۲

 ([6])هغه کتاب،ص ۳۰۴

 ([7])طبري ص ۳۹۰

 ([8])نعمت الله ص ۲۳

 ([9])هغه کتاب ص ۲۵

 ([10])کامل ص ۷۳۸

 ([11])هجویري ص ۲۳۰

 ([12])هغه کتاب هغه مخ

 ([13])نعمت الله ص ۹۰-۹۱

 ([14])نعمت الله ص ۱۱۷-۱۱۸

 ([15])هغه کتاب ص ۹۱

 ([16])هغه کتاب ۱۱۷

 ([17])هغه کتاب ص ۱۱۸

 ([18])هغه کتاب ص ۱۱۹

 ([19])نعمت الله ص ۴۴۰-۴۴۱

 ([20])حبیبي تاریخ مختصر ص ۱۵۴-۱۵۵

 ([21]) حبيبي خزانه ص ۳۰

 ([22])حبیبي تاریخ مختصر ص ۱۵۴

 ([23])طالبي ص ۲۱۲

 ([24])محمدحیات خان ص ۱۷۹

 ([25])محمدحیات خان ص ۲۰۵

 ([26])نعمت الله ص ۴۱۵

 ([27])هغه کتاب هغه مخ

 ([28])نعمت الله ص ۱۲۱

 ([29])نعمت الله ص ۱۲۱

 ([30])ګنډاپور ص ۶۰

 ([31])ګنډاپور ص ۲۷۶

 ([32])ګنډاپور ص ۱۳۸

 ([33])محمدحیات خان ص ۵۵

 ([34])هغه کتاب ص ۵۸

 ([35])حیات افغاني ص ۲۸

 ([36])حیات افغاني پښتو ص ۷۷

 ([37])محمدحیات خان انګرېزي  ص ۳۰-۳۱

 ([38])محمد حیات خان پښتو ص ۶۵

 ([39])دروېزه ص ۸۳

 ([40])هغه کتاب ص ۸۷

 ([41])روز ص ۳۲-۳۳

 ([42])هغه کتاب ص ۳۸

 ([43])هغه کتاب ص ۴۵

 ([44])ملیسن ص ۳۹

 ([45])مکمن ص ۲۵

 ([46])جورج سکاټ ص ۲۳

 ([47])راورټي ډیکشنري ص ۱۸-۱۹

 ([48])راورټي ګرامر ص ۴-۱۳

 ([49])هغه کتاب ص ۳۰.

 ([50])هغه کتاب ص ۲۸

 ([51])دستارنامه ص ۱-۲

 ([52])راورټي سیلیکشن ص ۵۳

 ([53])هغه کتاب ص ۸۵

 ([54])منهاج سراج ص ۳۲۰-۳۲۹

 ([55])مسالک و ممالک ص ۲۱۴

 ([56])هغه کتاب ص ۲۲۰

 ([57])بیهقي لومړی ټوک ص ۱۲۱

 ([58])هغه کتاب ص ۱۲۴

 ([59])یمیني ص ۳۱۲- ۳۱۴

 ([60])مستوفي ص ۴۰۲ -۴۰۳

 ([61])راورټي غزنین ص ۷۱

 ([62])الفینسټون لومړی ټوک ص ۲۰۲

 ([63])منهاج سراج دوهم جلد ص ۱۴۵ – ۱۴۶

 ([64])سیف هروي ص ۲۶۹

 ([65])هغه کتاب هغه مخ

 ([66])طبري ص ۴۰۸۰-۴۰۸۱

 ([67]) محمد حیات خان ص ۷۱۲

 ([68])آیين اکبري دریم ټوک ص ۴۱۴

بیټ نیکهخواجه نعمت الله هيرويقیس عبدالرشید
نظريات (0)
نظر اضافه کول