یاور محمود خان شاغاسی: د افغانستان لومړنی اول معاون

[د دارالامان ماڼۍ د ودانولو د پروژې مشر]

یاور محمود خان شاغاسی

[د افغانستان لومړنی اول معاون]

(د دارالامان ماڼۍ د ودانولو د پروژې مشر)

یاور محمود خان شاغاسی او شاه غازي امان الله خان

یاور محمود خان شاغاسي د خپل سیاسي ژوند په پیل کښي د غازي امان الله خان د ایشیک آقاسی (وزیر دربار) په توگه کار کاوه او ورپسې د امیر د حضور د یاور په توګه د افغانستان لومړنی اول معاون (لومړی مرستیال) مقرر سو. [1] که څه هم سردار محمد داؤد خان په افغانستان کښي د جمهوریت بنسټ اېښودونکی او د افغانستان لومړنی جمهور رئیس (ولسمشر) و، خو د اول مرستیال مقام په لومړي ځل د شاه غازي امان الله خان له خوا هغه مهال رامنځته سو چي نوموړي په (۱۹۲۶م) کال کښی د مشروطه سلطنت اعلان وکړ او د “یاور” وروسته (معاون/مرستیال) مقام یې رامنځته کړ او محمود خان شاغاسی یې د “یاور اول حضور” وروسته (“معان اول مقام”) په توګه پر دې مقام باندي د لومړي ځل لپاره وټاکه؛ ځکه نو د یاور کلمه د محمود خان شاغاسي د نوم سره همیشه مل پاته سوه. [2] کله چي شاه غازي امان الله خان د اوروپا په رسمي سفر روان سو نو شاغاسي‌ محمود خان یاور یې د کابل د کفیل (والي) په توگه ټاکلی و. [3] او کله چي امیر بیرته خپل هیواد ته را ستون سو نو د کابل ښار په جنوب کښي یې د -۱۳۰۲-  لمریز کال د میزان د میاشتي په -۲۴- د چهار شنبې په  ورځ د دارالامان ماڼۍ بنسټ کښېښود؛ چي نقشه یې فرانسويانو اې گُودارد او موسیو گُودارد (A. Godard & M. Godard) کښلې وه، سر انجنیر یې جرمنی والټر هارتِن (Walter Harten) ټاکل سوی و او د قصر د ودانولو د پروژې مشري شاغاسي محمود خان یاور ته ور سپارل سوې وه. [4]

د دارالامان ماڼۍ ډايګرام…

کله چي غازي امان الله خان د دارالامان د قصر بنسټ کښېښوود نو د خپلو خبرو په پای کښي یې د یوه کاغذ څخه یادونه وکړه چي د دې ودانۍ  د جوړښت پر بنیاد باید ځایپرځای او کښېښودل سي، چي له بده مرغه دا کار ونه سو (؟!)، خو د دې ورقي په متن کښي د شاه غازي امان الله خان له قوله، د دارالامان د قصر د پروژې د سر انجینر هارتِن په شمول، د دې پروژې د مشر په توگه د یاور محمود خان شاغاسي یادونه په ښکاره توگه سوې ده. دا متن دروند لیکوال عزیزالدین وکیلي پوپلزي په خپل تاریخي اثر –فرهنگ کابل باستان، ۱۳۸۷کال، کابل چاپ، ۲ جلد- کښي په بشپړه توگه نقل کړی دئ.

د دارالامان د قصر د ودانولو او د ده د مشرۍ په اړه خپله یاور محمود خان شاغاسي هم په خپلو یاداښتونو کښي داسي وایي: ”کله چي امیر امان الله خان د دارالامان د قصر د ودانولو مشري ماته راوسپارله نو مو د جوړولو چاري مو پیل کړې – کارونه به مي هره ورځ له نژدې څخه څارل او د کارگرانو معاش مي هم د ورځي یو غیران (نیمه افغانۍ) ټاکلی و. یوه ورځ د کفالت په کارونو کښي بوخت سوم او له نژدې څخه د کار څارلو ته ورَنه غلم، په سبا  یې د ورتگ سره سم گورم چي‌ کارگران کار نه کوي؛ پوښتنه مي وکړه چي‌ ولي کار نه کوئ، کارگرانو راته وویل چي دا روپۍ چي ته یې راکوې لږ دي، که له دېنه وروسته موږ ته درې غیرانه راکوې کار کوو او که نه یې راکوې کار نه کوو. وروسته له ډېرو توضیحاتو مي کار گران د ورځي په دوه غیرانه راضي کړل – خو سبا بیا گورم چي کارگران کار نه کوي؛ بلآخره مي د ورځي درې غیرانه ورسره ومنل. ډېر وختونه وروسته زه په دې خبر سوم چي د کارگرانو تحریکوونکی خپله امیر امان الله خان و او په دې خبره مي نور هم یقین پوخ سو چي امیر امان الله خان په رښتیا هم لکه څومره چي د خپل وطن د آبادۍ لپاره لیواله دئ، خپلو وطنوالو ته د خدمت او کمک لپاره هم همغومره ژمن دئ.“ [5]

د دارالامان ماڼۍ د اعمار چاري

لکه مخکي چي یادونه وسوه، غازي امان الله خان اوروپا ته د روانېدو مخکي، یاور محمود خان یې د کابل والي وټاکه، او کله چي پاچا د د سفر څخه بېرته خپل وطن ته را ستون سو نو یاورو محمود خان خپل د ښه راغلاست د خطابې په پای کښي داسي کاږي:

بنام ولایت کابل مراتب تبریک و احترام عقیدت مندانه را بحضور مبارک عرض و احساسات عموم را ترجمانی نموده میگویم:

همی آید مرا پی در پی از دل بر زبان تبریک

نمی دانم ز تشریف چسان سازم بیان تبریک

ورود مقدمت را از زمین تا آسمان تبریک

بذات عالیت ای پادشاه نو جوان تبریک

صفا آرودی ای شاهنشه افغانیان تبریک. [6]

دا شعر او د یاور محمود خان د خاندان (شاغاسیانو) د تاریخي او فولکلوریکو ادبیاتو په اړه د منډیګک پر دې مقاله کلک وکړئ:  شاغاسیان څوک دي؟ – منډيګک (mundigak.com)

یاور محمود خان شاغاسی د شعر د لوستلو او لیکلو سره جوړه وه او شاعرانه طبع یې هم درلودله؛ د یاور پورتنی شعر او ځیني نور شعرونه هم د هغه په یاداښتونو کښي چي د (1929 –  1934 میلادي) کلونو په جریان کښي  چي د سقاء د زوی او نادر خان له خوا بندي‌ و، او بیا د ظاهر شاه په دوران کښي نظر بند و، لیکل سوي دي، خوندي دي. نوموړی د استقلال د استردار د یوه ځوان سیاستوال په توګه د ښه سیاسي نطق څښن هم و، مرحوم عزیزالدین وکیلي هم په خپل تألیفاتو کښي د یاور څخه ډېره یادونه کړې ده. یاور محمود خان په معقته توګه د ریاست امنیه رئیس تېر سوی دئ، او د  (1299 میلادي) کال په ترڅ کښي یې د وزیر محمد ابراهیم خان په غیاب کښي د عدلیې وزارت څخه هم وارثي او مشري کړې ده. [7]

محمود خان شاغاسی د مالیې د ناظر (وزیر) په توګه.

یاور محمود خان د غازي امان الله نږدې ملګری و، د هغه پلار شاغاسي محمد شاه خان د امان الله خان د پلار امیر حبیب الله خان د شهزاده ګۍ پر مهال د هغه وزیر دربار و، او مور یې، تاجور سلطانه شاغاسۍ، د امیر امان الله خان د مور، علیاحضرتي سرورسلطانه شاغاسۍ خور او د لویناب شېردل خان شاغاسي لور وه. د محمود خان نیکه سردار امیرمحمد خان شاغاسي د امان الله خان د مور اکا و، او د یاور محمود خان شاغاسي غور نیکه سردار شاغاسي میرداد خان بارکزی د غازي امان الله خان مورنی غور نیکه هم و. د یاور محمود د وروڼو له ډلي څخه، شاغاسي عبدالحبیب خان د امیر امان الله خان په عصر کښي د سلطنت د دربار د مهمو رجالو څخه و او په همدې عصر کښي د معاروف ناظر (د پوهني وزیر) هم تېر سوی دئ. [8]

د یاور محمود خان نوم، د هغه د وروڼو، په شمول د شاغاسي عبدالحبیب خان، د اکاګانو او اکازامنو نومونه د (1309 کال د انیس جریدې) په هغه اعلامیې کښي هم شامل دئ چي د محمد نادرشاه په امر “نفی البلد” یا په بل عبارت برټانوي هند ته تبعید اعلان سوي ول. یادي جریدې د خپل نهم څخه تر یوولسم مخونو پوري یاد متن د یوې اعلامیې په بڼه خپور کړ، او د متن په پای کښي د نادرشاه له خوا داسي حکم سوی و :

لاندي اشخاص [د اشخاصو نومونه، په شمول د محمود خان یاور، ذکر سوي ول. شاغاسی] په نفی البلد محکوم سول، باید فوراً د افغانستان ځخه  ووځي او جایدادونه یې ضبط دي. [9]

شاغاسی محمود خان یاور د سقاء د زوی او نادر خان له خوا بندي‌ و، او بیا د ظاهر شاه په دوران کښي د ژوند تر پایه پوري نظر بند پاته سو، تر څو چي په (1971 میلادي) کال په کابل کښي وفات سو.

د یاور محمود خان د وراره، د عبدالغفور خان زوی، غلام جیلاني خان شاغاسي په یوه مرکه کښي چي د امریکا چاپ امید انیزي په پرله پسې (437) ګڼه کښي یې کړې ده د یاور د مړیني او د شاغاسیانو په اړه ډېر معلومات وړاندي کړي دي.

هغه په خپله مرکه کښي زیاتوي، چي یاور محمود خان وفات سره سم، اعلیحضرت محمد ظاهر شاه خپل نظامي یاور ته دستور ورکړ چي د یاور محمود خان او د شاغاسیانو د خاندان څو تنه غړي یې حضور ته ور وغواړي؛ هماغه و چي د یاور محمود زامن، وروڼه، د کاکا زامن او د دې خاندان ځیني نور غړي د همایوني اعلیحضرت حضور ته ور وغوښتل سول. کله چي پاچا د ماڼۍ تالار ته ور ننوت د شاغاسیخیلو ټوله ورثه په پښو ودرېدل او پاچا ته یې د سلام او احترام مراتب وړاندي کړل، ظاهر شاه هم علیکم سلام وویل او په خپله چوکۍ باندي د څو شیبو لپاره خاموش وناست، او ورپسې یې د شاغاسي محمد شاه خان د زوی، یاور، او نائب سالار ناظم الامورالعدلیه دوست محمد خان شاغاسی د زامنو، محمد صدیق خان او نائب محمد عثمان خان چي په هرات کښي د وزیر محمد ابراهیم خان شاغاسی سره یوځای د سقاوي اړدوړ پر مهال په شهادت رسېدلي ول، د هغوی ټولو په نوم فاتحه ورکړه او شاغاسیخیلو ته یې د تلسیت مراتب وړاندي کړل.

د نائب سالار د جنوبي، لوی کندهار او مرکزي افغانستان لپاره د هغه د سرنوشت سازه خدماتو څخه یې یادونه وکړه، او د هغه پاته او مجلس کښي ناست بل زوی، محمد صادق خان شاغاسی یې په خپل حُکم د مشرانو جرګې سناتور وټاکه، او د یاور محمود خان شاغاسي د خدماتو په اړه یې خپل یاور (شمس الدین خان) ته په جرائدو کښي د هغو د نشر امر وکړ، چي په سبا یې د یاور محمود خان خدمات د عکسونو سره (په متن کښي د نشر سوي عکس په شمول) د کابل په ورځپاڼو او جرائدو کښي نشر سول.

ظاهر شاه، شاغاسیانو ته، په ځانګړې توګه د نائب سالار ورثې ته مخ ور واړاوه او یې وویل:

زه ستاسو یم او تاسو زما [پاچا دا خبره پر دې بنیاد کړې ده چي ظاهر شاه هم د شاغاسیانو زوم و، او ملکه حمیرا د بارکزو د شاغاسیخیلو په خاندان پوري هم تړلې وه. شاغاسی]. د ناظم صاحب د تاریخي خدماتو او د هغه د شخصیت په اړه یوازي دا یادونه بسنه کوي چي کله هغه د جنوبي [هغه مهال یې پکتیا، پکتیکا، د خوست او کټواز په شمول جنوبي باله. شاغاسی] حاکم اعلی و، او کله چي ګوډ مُلا (ملای لنگ) په اوله پلا د مالیې د ورکولو څخه ډډه وکړه، نو ناظم صاحب پرته له دې چي دا ستونزه ډېره سي، د خپل لښکر سره د هغه ځای ته ورغی او د هغه مېلمه سو، مُلا د حاکم د یوې، دوو ورځو مهماندارۍ وروسته نوره مالي توکمنه نه درلودله چي د هغه او د هغه لښکر ته ډوډۍ ورکړي؛ نو ګوډ مُلا، ناظم صاحب ته راغئ او ورته ویې ویل چي د خدای پار دئ نور مي د وس او توان څخه وتلې خبره ده. هغه و چي ناظم صاحب ورته وویل چي ګوره ته یوازي زما د لښکر یوې وړې برخي ته تر یوې یا دوو ورځو ډېره ډوډۍ نسې ورکولای، نو آیا دا اټکل کولای سې چي پاچا [دوست محمد خان شاغاسی د امیر عبدالرحمن خان په وخت کښي د مرکزي افغانستان (هزاره جات) ناظم او نائب سالار و، د هغه د زوی، امیر حبیب الله خان په وخت کښي دارالعدالت (عدلیه وزیر) او ورپسې د جنوبي حاکم اعلی و. شاغاسی] به د ټول افغانستان د سپاهیانو لښکرو ته بې ماليې څنګه اعاشه تیاره کړي؟ هماغه و چي ګوډ مُلا بښنه وغوښته او د دولت ماليې ته یې بېرته غاړه کښېښوده.

اعلیحضرت محمد ظاهر شاه بېرته د نائب سالار د ورور، محمد شاه خان ورثې ته مخ کړ او اضافه یې کړه:

کله چي ما په ایټالیا کښي د غازي امان الله خان څخه وپوښتل چي د افغانستان څخه د ځان سره څه خاطره لرې؟

ویې ویل؛ د افغانستان څخه درې خاطرې لرم:

اول؛ د افغانستان د استقلال استرداد، دویم، د خلکو ناپوهي او جهالت، او دریم مي د ورور، یاور محمود خان سترګي له یاده نه وځي!. [10]

محمد ظاهر شاه، که څه هم په ظاهري لحاظ شاغاسیان د یوې پخلایني په توګه خپل حضور ته ور وغوښتل، خو د کابل، کندهار، هرات، لوګر، روزګان او میدان وردګ په ولایاتو کښي د شاغاسیخیلو پاته ضبط سوي جایدادونه یې، په شمول د یارو محمو خان شاغاسي د کابل د پغمان ولایت ضبط سوي مځکي بېرته و هغوی ته مسترد [نه] کړې، او نوموړي، محمد صادق خان شاغاسي ته هم وروسته ستونزي پیدا کړل سوې. شاید چي خپله ظاهر شاه په دې اړه ملامت هم نه و؛ ځکه هاغه څه چي پلار، محمدنادر شاه، تر سره کړي وه، او هغه څه چي د هغه اکاګانو تر سرل کول، ځوان او د کاکاګانو له خوا محاط ظاهر شاه ځنګه بدلولای سوای؟ او یا یې بدل کړي وای!.

لمنلیکونه:

[1]: عزیزالدین وکیلي پوپلزی، دارالقضاء در افغانستان، ک1369، مخ541.

[2]: پوپلزی، هماغه اثر.

[3]: محمد معصوم هوتک، کندهاري وروڼه، ک1387، مخ235.

[4]: عزیزالدین وکیلي پوپلزی، فرهنگ کابل باستان، ک1387، ج2.

[5]: د یاور محمود خان شاغاسي یاداشتونه چي د (1929 –  1934 میلادي) کلونو په جریان کښي  چي د سقاء د زوی او نادر خان له خوا بندي‌ و، او بیا د ظاهر شاه په دوران کښي نظر بند و، لیکل سوي دي.

[6]: عزیزالدین وکیلي پوپلزی، فرهای غازی امان الله شاه در دوازده کشور اسیاواروپا 1306-1307، ک1364، مخ272.

[7]: عزیزالدین وکیلي پوپلزی، دارالقضاء در افغانستان، ک1369، مخ541.

[8]: کاندید اکاډمیسین اعظم سیستانی، سه مقاله تحقیقی درباره سه خاندان تاریخی قندهار،  ک2020، مخ269.

[9]: انیس جریده، ک1309مخ9-11.

[10]: د امید اونیزه، د امریکا چاپ، 2000 کال، ګڼه 437.

حُسن مبارک شاغاسی

۱۴۰۰/۰۵/۲۸ ه ش (19/08/2021م)

امان الله خان
نظريات (0)
نظر اضافه کول