اروپا ته د شاه امان الله سفر

د شهزاده امان الله خان ژوند او واک ته رسېدل. 1

دافغان انګليس دريمه(داستقلال جګړه) 4

اعلحضرت امان الله خان کورنى سياسيت.. 8

داعلحضرت امان الله خان بهرنى سياست.. 10

د اعلحضرت امان الله خان بهرني سفرونه. 12

دبهرني سفرونو مرام: 12

دبهرني سفرونو پيل: 13

داعلحضرت امان الله خان د دولت سقوط.. 26

نتيجه. 30

وړاندېزونه. 33

ماخذونه. 34

دشهزاده امان الله خان ژوند او واک ته رسېدل

شهزاده امان الله خان د امير حبيب الله خان زوى، چې په ١٨٩٢م کال دمى په مياشت په پغمان کې زيږېدلى دى او خپلې شريفې مور يې دسالمې روزنې لاندې ونيو، امان الله خان دعمر په ١٢ کلنۍ کې په ١٩٠٤م کال دربار کې دعين الدوله په نوم ونومول شو.(١٢، م م ١١٢-١١٣)

Amanullah Khan (1892 – 1960) Sovereign of the Kingdom of Afghanistan from 1919 to 1929. (Photo by: Photo 12/Universal Images Group via Getty Images)

سياسي زده کړه يې دسراج الاخبار په اډيالوژيک ښوونځي کې بشپړه کړې وه، دامير حبيب الله خان يوازينى زوى و، چې په حربي ښوونځي کې يې زده کړه کړې وه او دپوځ سره يې نږدې اړيکې درلودې، دمقام غوښتنې او پاچاهۍ ذوق يې دخپلې مور څخه په ميراث وړى و او دعمر په ٢٧ کلنۍ کې پرتخت کېناست.(١٢، م٥٩٢)

شهزاده امان الله خان دشيرمحمدخان د لور (پري ګل) سره واده وکړ او دعمر په ٢٣ کلنۍ کې په ١٩١٥م کال دمحمود طرزي لور (ثريا) سره واده وکړ چې دواده پرمهال نوموړې ميرمن (ملکه ثريا) دشهزاده خانم په نوم ونومول شوه.

امير حبيب الله خان د واکمنۍ پر مهال دژمي په موسم کې دربار د ټولو مامورينو سره يو ځاى جلال اباد ته راتلو او دکابل دحکومت اداره يې شهزاده امان الله خان ته سپارله او دحکومت کارونه يې دامير په کفالت سر ته رسول.(٢، م م ١١٣-١١٤)

خو کله چې امير حبيب الله خان دعمر په وروستيو وختونو کې روښان فکرانو او عامو ولسونو نفرت جلب کړى و؛ نو دتفکر خاوندانو فکر کاوه چې حتماً به امير په يو فجيع شکل له منځه ولاړ شي. کله چې امير دخپلې مفصلې عملې او بارخانې سره د جنورۍ په لومړى نيټه ١٩١٩م کال جلال اباد ته ولاړ چې دژمي ورځې هتله تېرې کړي، شهزاده امان الله خان يې کابل کې په کفالت پرېښود.

امير حبيب الله خان د جلال اباد څخه دکبانو دښکار په نيت د لغمان کله ګوش ته ولاړ او هلته د فبرورۍ په ٢٠ نيټه ١٩١٩م کال وويشتل شو، چې چا يې اواز هم وانه وريده او ځاى پر ځاى مړ و.

سردار نصر الله خان په بيړه دامير مړى جلال اباد ته راورساوه او هلته يې خپل امارت اعلان کړ او د بيعت په اخيستلو يې پيل وکړ. سردار نصر الله خان يو مکتوب د امان الله خان په نوم وليکه او شجاع الدوله ته يې ورکړ چې هغه په کابل کې امان الله خان ته ورساوه. پدغه وخت کې امان الله خان د پاچاهۍ اعلان کړى و، چې ټولې اردو او دکابل ښاريانو هغه منلى و.

امان الله خان اردو او خزانه په لاس کې واخيسته نو ځکه نصر الله خان وويريده، سملاسي يې ځان خلع او امان الله خان ته يې دخپل بيعت خبر ورکړ.(٩، م م ١٦٧-١٦٨)

د امير حبيب الله خان دمرګ نه وروسته درې تنه دافغانستان دتخت او تاج مدعيان موجود و او امان الله خان چې دملي وطن پالو مبارزينو په منځ کې محبوبيت او دښه شهرت څخه برخمن و، په خپلو حريفانو بريالى او دافغانستان د تاج او تخت خاوند.(٧، م ٦٧)

 او دوه ګوني حکومت چې دامير حبيب الله خان دمړينې څخه ورسته په ٢١/فبرورۍ/١٩١٩م کال جوړ شوى وه، په ٢٧ دهمدې مياشتې ختم شو اوشهزاده امان الله خان په ٢٨ فبرورۍ د تاج په سرکېدو مراسم پرځاى کړل او د هېواد ټولو خلکو ورته بيعت وکړ.

د تاج اېښودنې دمراسمو په ورځ ديوې اوږدې وينا پرمهال يې يوه اعلاميه خپره کړه چې هېواد او نړيوالو حالاتو ژور علمي تحليل پکې شوى و او دخلکو څخه دخپل وطن پال ارمان چې د ټولو خلکو او ازادي غوښتونکو ارمان يعنې دسياسي خپلواکۍ دتحقق غوښتنه وکړه چې دې اعلاميې دملت د غوښتنو سره بشپړ ورته والى درلود. دافغانستان ټولو خلکو او پرګنو د تائيد او ملاتړ وړ وګرځيد.(١٦، م١٤٠)

امان الله خان هغه څه غوښتل چې انګريزانو اميرحبيب الله خان ته نه ورکول، چې هغه دافغانستان بشپړه خپلواکي وه او واک ته له رسېدو وروسته يې رسماً اعلان کړه او داسې يې وويل: زه دخپل ځان او خپل هيواد بشپړه ازادي او خپلواکي په داخلي او هم په خارجي ډول اعلانوم، زما دولت به دنورو دولتونو په څېر ديو خپلواک دولت حيثيت لري او هيڅ يو هيواد ته به اجازه ورنکړم چې دافغانستان په کورني او بهرني چارو کې لاس وهنه وکړي او که يې وکړي موږ دېته تيار يو چې دهغه ستونى ورپرې کړو.

او په سړه سينه يې بريتانوي نماينده (لارډ چيلمس فورډ) ته مخ واړاوه او ويې ويل: اى سفيره ته پوه شوې! بريتانوي استازي ځواب ورکړ: هو کې پوه شوم.(١، م٨٩)

شاه امان الله خان د ينې ناروغۍ له امله د سويس په يو روغتون کې ١٩٦٠م/اپريل/ ١ کې بستر شو او دهمدې کال د اپريل په ٢٦ مه نېټه چې ٣٦ کاله يې د يو بې وزله کډوال په څېر ژوند کړى وه له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې. www.wikipedia.com/Amanullahkahnsafarona.

سردار نصرالله خان د امير حبيب الله خان ورور

دافغان انګليس دريمه(داستقلال جګړه)

١٩١٩ز مى ٤ څخه تر جون ٣ پورې

دا جګړه چې دافغان او انګليس د دريمې جګړې او استقلال د جګړې په نومونو يادېږي، د افغانستان دسياسي خپلواکۍ د بيرته ګټلو بريالۍ جګړه وه، ستر تاريخي اهميت يې پيدا کړ. دافغانستان خلک چې دازادۍ او خپلواکۍ سخت تږي و، دخپلو ملي او بين المللي وړ شرايطو په پام کې نيولو سره يې خپله خپلواکي اعلان کړه او دخپلواکۍ څخه بريتانوي هند ته خبر ورکړ، مګر د بريتانوي هند ځواب په ډېر ځنډ او هغه هم يوازې د سوداګرۍ اړيکو په هکله وه او د اعلحضرت امان الله خان اساسي غوښتنه يعنې د افغانستان دسياسي خپلواکۍ په اړه پکې هيڅ يادونه نه وه شوې، اعلحضرت امان الله خان پخوا لدې چې دهغو دليک ځواب ته انتظار وکړي دخپلو خلکو او اردو په ملاتړ يې عمومي سفر بري اعلان کړه او درې ګونو جبهو (ننګرهار، کندهار او پکتيا) ته يې پوځونه واستول.

ددې پوځونو شمېر چې ٣٨٠٠٠ پلي پوځ  (٨) زره سواره او څلور نفره توپچي وه، بريتانوي هند (٣٤٠) زره لښکرې تيارې کړې، چې دهغه وخت بهترين جنګي وسايل توپخانه، الوتکې، پلي او سواره پوځونه پکې و، دافغانستان سرحدونو ته ځانونه ورسول چې په سويل کې دچترال څخه تر بلوچستان پورې سرحد يې ونيوه او افغانستان او بريتانوي فوځونه د جګړې په ډګر کې سره مخامخ شو.

دا جګړه د ١٩١٩م مى مياشتې په ٤ نېټه په ختيځه جبهه خيبر کې پيل شوه او وروسته بيا کندهار او پکتيا په جبهو کې د جګړې اورونه بل شو، دافغانستان ملي متحد پوځ په ټولو جبهو کې په ميړانه او سرښندنه د دښمن مقابله وکړه، د جګړې په مرکزي جبهه پکتيا کې تر ټولو سخت او عمده عمليات وشول چې افغانانو په خپله خوښه پدې مقدس جهاد کې دهيواد دازادۍ او دفاع په نوم بشپړه پوهه ځيرکي او وړتيا له ځانه وښوده، د بريتانوي هند پوځي ګارنيزونونه يو بل پسې دماتې سره مخامخ شول او افغان فوځونو دماتې او تېښتې پر مهال دتعقيب لاندې نيول تر څو چې دانګريزانو عمده پوځي هډه او قرارګاه ټل او واڼا دافغاني پوځيانو په لاس فتح شوه.(٨، م م ١٨٧-١٩١)

دانګلستان دولت ددې نا انډوله ځواکونو او تيري کوونکې جګړې د شرمه ډکې ماتې خبر واوريد او پښتانه قبايل نه يواځې په هېواد کې بلکې په بريتانوي هند کې هم افغانانو د بري جشن وکړ او پدې وپوهېدل چې که په هند کې هم د ازادۍ بيرغ پورته کړي نو دغه بريتانوي استعماري امپراطوري به دهغوى په مقابل کې دماتې سره مخامخ شي.

🔶#له_آرشيف_څخه:
🔹دولتي بيرغ چي امير عبدالرحمن خان له بخار څخه راوړی وو.
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
نېټه:۱۹۱۹ع | عکاس: | ځای: کابل | سرچينه: امان افغان
#AfghanistanHistory #دافغانستان_تاريخ🇦🇫 #Afghanistan_history

دافغانستان دولت په دې جګړه کې د ټول ازادۍ غوښتونکي بشريت د ملاتړ څخه برخمن و، او انګلستان دېته اړ شو چې په جګړه کې ماتې ومني او دجګړې پر ځاى سولې او خبرو ته غاړه کېږدي او دافغانستان ملي خپلواکي تائيد کړي.

امان الله خان پرته له دې چې دخپلو خلکو سره مشوره وکړي دبريتانيې سره متارکه ومنله او د ١٩١٩م کال د جون دمياشتې په دريمه نيټه په ټولو دري ګونو جبهو کې په يو وخت د دواړو خواوو ترمنځ اوربند په رسمي ډول اعلان شو.(٤، م١١).

پدغه جګړه کې د افغان پوځ ځاني تلفات يعنې (٢٠٠٠) غازيان په کې په شهادت رسيدلي و او انګلستان دپوځ ځاني تلفات (١٣٦٠٠) تنو ته رسيدل.(١٤، م م ٨١-٨٥)

د اوربند د اعلان سره سم د افغانستان دولت يو هيئت چې مشري يې علي احمد والي چې هغه وخت يې د کورنيو چارو وزير په توګه دنده اجراء کوله پر غاړه وه. نوموړي هيئت دهمدې کال د جولاى په ١٤ مه نېټۀ د راولپنډۍ په لور وليږل شو.(٢، م م ١١٩-١٢٠)

 او دڅو غونډو وروسته داګست په ٨ نېټه په ٥ پنځو مادو کې يو سند لاسليک کړ چې دافغانستان د خلکو د ستر او تاريخي برياليتوب بيانوونکى و، چې دا دافغانانو برياليتوب ته د رسيدو لومړى  پړاو و خو په سياسي لحاظ قانع کوونکى نه وه.

دوهم په ١٩٢٠م کال دمحمود طرزي په مشرۍ يو بل هيئت د بريتانيې سره دسولې مذاکرې پيل کړي دهمدې کال په جولاى کې پرته دکوم سند دلاسليک څخه مذاکرې او خبرې بندې شوى دا ځکه چې د افغانستان دخلکو او خپلواکۍ څرک ترې نه څرګندېده.

دريم ځل لپاره د (هنري دابس) په مشرۍ يو لوړ رتبه هيئت کابل ته دخبرو او مذاکراتو لپاره په ١٩٢١/جنورۍ/١٠ نيټه واستوه چې دهمدې کال دنومبر په ٢٢ نېټۀ يو رسمي تړون د دواړو خواو ترمنځ په کابل کې لاسليک شو، ددې تړون په لاسليک سره دافغانستان ملي خپلواکي او حاکميت په رسميت وپېژندل شو او دافغانستان او انګلستان ترمنځ سياسي اړيکې پيدا شوې انګلستان افغانستان ته دمساوي حقوقو په ورکولو قانع شو.(٤، م١١)

د افغانستان خپلواکه دولت په استقلال سره دانګليس استعمار ټولې نقشې او پروګرامونه اسيا کې په اوبو لاهو شو او په سيمه او نړۍ کې د بريتانيا حيثيت دخاورو سره برابر شو، جواهر لعل نهرو پدې برخه کې داسې ليکلي دي (افغانستان او ترکيې په ډېره کمه موده ده کې ډېر پرمختګ کړى دى اصلي علت يې دا دى چې هغوى خپلواک او ازاد دولتونه دي.(١٥، م٢٣٢)

دافغانستان خپلواکۍ ديو مهمې سياسي پيښې په توګه دهيواد په راتلونکي ټولنيز او اقتصادي ژوندانه په پرمختګونو ژوره اغيزه وکړه د ډېرو هيوادونو سره يې سياسي او دوستانه اړيکې پيدا شوې او په نړيوالو هيوادونو کې د درناوي او باور خاوند شو.

حضرت امان الله خان کورنى سياسيت

شاه امان الله دخپل سلطنت له پيل څخه دافغان روڼ اندو سره د زړه له مينې چلند وکړ ټول مشروطه غوښتونکي او سياسي بنديان يې دخپل پلار له زندانو څخه راخوشې او دوى دنورو روڼ اندو سره دهيواد په چارو کې وګمارل.(١٠، م ٩٥٨).

شاه امان الله خان دخپلواکۍ د اعلان وروسته هڅه کوله چې دنړۍ پرمختللو هيوادو د تجربو په نظر کې نيولو سره دهيواد په ابادۍ کې کوټلي ګامونه واخلئ تر څو د بشري ټولنو ټول اصول او مقرراتو په خوندي ساتلو کې د نړۍ د عصرياتو او پرمختګ په رڼا کې خپلو هېوادوالو ته دښه خدمت مصدر وګرځي.(٢، م١٤٥).

دافغانستان د خپلواکه دولت په زمانه کې دپانګوالۍ د پراختيا لپاره چې د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ عامل و کار پيل شو. دافغان ځوانانو حکومت چې په سر کې شاه امان الله خان و ډېر ژر خپل اصلاحاتي پروګرام په ټولنيز، سياسي، اقتصادي، مالي او فرهنګي برخو کې چې دهېواد د ګټو سره مطابقت درلود عملاً د لاس لاندې ونيو چې عمده هدف يې دفيوډالي وروسته پاتې مناسباتو څخه دپانګوالۍ پرمختللى پړاو ته دافغانستان انتقال و د افغان ځوانانو دحکومت هدف دا وه چې خپلواکه، قوي او پرمختللې افغانستان د اسيا په زړه کې په استعماري ځواکونو برى حاصل کړى او نوي اقتصادي اجتماعي نظام ټينګ کړي.٥، م ١٥٤).

دپاملرنې وړ ريفورمونه او اصلاحات چې ټول (٦٤) ډوله و په دوه پړاوونو کې په پام کې و چې عملي شي. د اصلاحاتو لومړى پړاو په ١٩١٩م کال پيل او تر ١٩٢٤م کال پورې دوام وکړ، دافغانستان خلک د ترقي او پرمختګ غوښتونکي و، خو ارتجاعي قواو او بهرنيو دسيسو خنډونه اچول بيا هم دهيواد خلکو په ملاتړ دغه پروګرام په بري سره عملي شو. پدې وخت کې دنوي اساسي قانون تصويب تر ټولو مهم ګام و، چې د شاه امان الله خان دولتي قدرت په ټينګښت کې فوق العاده اغيزه درلوده. د اصلاحاتو دوهم پړاو په ١٩٢٤م کال پيل شو يو لړ کورنيو او بهرنيو عواملو له کبله يوازې د کاغذ پرمخ پاتې شو.(www.wikipedia.com)

د افغانستان دخپلواکۍ دتړون د لاسليک لپاره افغاني هيئت غړي د محمود طرزي په مشری دهندوستان په ميسوري کي
1 Ghulam Muhammad Khan, fils de Ghulam Reza Khan de Wardak, ministre du commerce (nazer-e tejarat).
2 Mahmud Tarzi, fils de Sardar Ghulam Mhd Khan ‘Tarzi’ (16.3), ministère des affaires étrangères et chef de la délégation afghane.
3 Diwan Naranjan Das, hindou afghan, chargé de la douane et des impôts.
Debout, de gauche à droite :
4 Abdul Wahhab Khan, fils de Mahmud Tarzi (16.3.9).
5 Pir Muhammad Khan, fils de Zabardast Khan, colonel, membre militaire de la délégation afghane.
6 Mirza Baz Muhammad Khan, secrétaire (mir munshi) du ministre des affaires étrangères afghan.
7 Abdul Hadi Khan Dawi, fils de Abdul Ahad Khan, de Kandahar, chargé des frontières (ma’mur-e sarhadat), chef en second de la délégation afghane

داعلحضرت امان الله خان بهرنى سياست

دخپلواکۍ لومړنۍ عملي پايله دا وه، چې افغانستان وکولاى شو، د نړۍ له بېلابېلو هېوادو سره په سياسي، کلتوري او سوداګرۍ په برخو کې اړيکې ټينګې کړې. دهېواد دروازې دنويو افکارو، نظرياتو، فرهنګ او تخنيک پر مخ پرانيزي پدې خاطر و، چې د مهندسۍ، زراعت او حربي چارو لپاره الماني، ايټالوي او ترکي کارپوهان کابل ته راغلل او اماني لېسه دالمان په مرسته جوړه شوه.

دروس او انګليس د سفارتخانو سربېره د ترکيې، ايران، فرانسې، المان او ايټاليا دهيوادونو سياسي نماينده ګۍ په کابل کې او دافغانستان سفارتخانې په هغو هيوادو کې پرانيستل شوې. ددې کړنو په برکت د افغانستان هغه پخواني سياسي ګوښه توب مات شو، بهر ته دافغانانو او افغانستان ته دبهرنيانو سفرونه پيل شول پدې لړ کې يو شمېر زده کوونکي د زده کړو د بشپړولو او په بېلابېلو څانګو کې په ځانګړي توګه په عسکري څانګه کې المان، روسيې، ترکيې او ايټاليا ته واستول شو، چې د زده کړې د ترلاسه کولو وروسته بيرته هيواد ته راستانه شول.(١٢، م م ٥٧١-٥٧٢).

محمدولي خان چې دګرځنده سفارت د رياست دنده پر غاړه درلوده د ١٩١٩م کال په اکتوبر کې مسکو ته ورسيد د ١٩٢١م کال د مارچ تر پيل پورې په مسکو کې پاتې شو او يو لړ معاهدې د روسيې سره لاسليک کړي او دهمدې کال دمارچ په لومړۍ نېټه دشاه په لارښوونه د اروپا په لور ولاړ تر څو دهغو هيوادو سره ديپلوماتيکي اړيکې تينګې کړې.(٦، م م ٨٣-٨٥)

او د ١٩٢٢م کال په جون کې محمدولي خان بهرته دخپل دوستانه سفر څخه کابل ته راستون شو. (١٢، م٥٧٢)

دافغانستان خپلواک دولت چې د ١٩٢٨م کال پورې د ګڼ شمېر هيوادو سره چې داروپا لويې وچې هيوادونه پکې و سياسي اړيکې ټينګې کړې وې. اما دشورش او بحران په راپېدا کېدو سره دغه بهير په ځاى ودريد د افغانستان خپلواک دولت ډېر ژر وکولاى شول چې يو شمېر زياتو اروپايي او اسيايي هېوادونو کې خپل سفيران او تجارتي نماينده ګان وټاکي او په يوه پراخه ساحه کې خپل بين المللي ژوند پيل کړي.(١١، م١٦٣)

 

د اعلحضرت امان الله خان بهرني سفرونه

دبهرني سفرونو مرام:

اعلحضرت غازي امان الله خان د ١٩٢٦م کال دنظام نامو دنشر څخه وروسته وليدل چې هيواد کې يې د وړاندې شوي اصلاحاتي پروګرام د وسايلو، سامان الاتو، تخنيکي او فني متخصصانو او نورو د اړتيا وړ موادو په هکله ډيرې زياتې نيمګړتياوې موجودې وې او همدارنګه دبهرنيو اړيکو د لا ډيرې پراختيا او دافغانستان دملي خپلواکۍ ملي حاکميت مثبت او فعال ناپيلتوب د ساتلو او ټينګښت هميشنۍ اړتيا موجوده وه. موضوع د زيات غور او بحث لپاره دولتي شورا او دوزيرانو عالي غونډې ته وړاندې شوه، چې بايد د افغانستان د نن او سبا پرمختګ لپاره بهترين د اړتيا وړ شيان دبهرنيو هيوادونو څخه تهيه کړي او وارد شي، پدې غرض يو واکمن هيئت چې پوه اشخاص پکې وي په يو مناسب وخت کې بهرنيو هېوادونو ته سفر وکړي.(٣، م٤)

دولتي شورا چې دملت استازي پکې و دهيئت د کار وروسته چې دبهرني سفر ضرورت يې تائيد کړ د وزيرانو شورا ته وسپارله او د وزيرانو عالي غونډې تصويب کړه، چې ددې سفر مرام عالي او د زيات اهميت وړ دى؛ نو پخپله شاه غازي امان الله خان ددې هيئت رياست قبول کړ. ځکه چې دافغانستان د ترقۍ او پرمختګ ارمان تر ټولو زيات پخپله د پادشاه امان الله خان و او څرنګه چې ليدل کېدل د ١٩١٩م کال راهيسې څو دولتونو بلنليکونه (دعوت نامې) رالېږلې وي، خپلواکه او مستقل پاچا غازي امان الله خان ته يې سپارلې وې،چې په يو مناسب وخت کې هغوهېوادونوته سفر و کړي تر څو رسمي او دوستانه اړيکې ورسره ټينګې کړې، مخکې له دې شاه امان الله خان د مشرقي، شمالي او کندهار کورني سفرونه کړي و، چې زيات اغيزمن نتايج يې درلودل. دسفر پروګرام دهيئت نورو غړو د ټاکلو او سفر دپيل د نيټې پر موضوع د وزيرانو په عالي غونډه کې غوراو فکر وشو.

او همدارنګه د بېلابېلو وزارتخانو غوښتنې او اړتياوې دکاغذ پرمخ ياداشت او د سفر هيئت ته وسپارل شوې.(١٦، م١٩٩)

ددې سفر لپاره د وسايلو برابروالى او چمتو والى درې مياشتې وخت په بر کې ونيو او د ١٩٢٧م کال په دسمبر کې دا سفر پيل شو.(٣، م٥)

 

دبهرني سفرونو پيل:

دافغانستان د دولت رسمي او دولتي جريدې امان افغان د ١٩٢٧/اکتوبر/١٥ نېټه په خپلو خپرونو کې په څرګنده يادونه وکړه چې اعلحضرت امان الله خان غواړي ديو خپلواک واکمن په توګه د سمندر له لارې يو شمېر اسياسي، افريقايي او اروپايي هېوادونو ته په ١٩٢٧م د دسمبر په مياشت کې خپل سفرونه پيل کړي.

د شاه امان الله خان دا لومړنى بهرنى سفر و، چې محمدولي خان يې دسلطنت وکيل وټاکه او د کابل دښاريانو په يوه پراخه غونډه کې يې دخپل سفر مرام بيان کړ او خلک يې دملي خپلواکۍ او ملي وحدت ساتلو، سرښندنې او داسلام مبارک دين پابندۍ ته وهڅول.(١٦، م١٩٩).

ايټاليا لومړنى هيواد و چې شاه امان الله خان ته يې په ١٩٢٧م دايټاليې هېواد ته درسمي سفر بلنه ورکړې وه، په همدې خاطر و چې شاه امان الله خان د سفر د پيل په موخه دکندهار په لور وخوځيد او په کندهار کې دلس ورځو پاتې کېدو وروسته دا تاريخي سفر د ١٩٢٧م کال د دسمبر په مياشت کې پداسې حال کې پيل شو، چې دملکه ثريا په شمول ٣١ تنو د شاه امان الله خان د تاريخي سفر ملګرتيا کوله.(٢، م٣٥٨)

شاه امان الله خان دخپلو سفري ملګرو په برخه کې ښه انتخاب کړى و، او ملکه ثريا يې هم د ځينو ښځو سره بيولې وه. البته دا کار يې پدې خاطر کړى و، چې دلته بيا متعصب قشرونه پسې ونه وايي چې دفرنګيانو د ښځو سره يې ميلې کولې؛ خو محيل دښمن چې ورته په کمين کې و، ددغه ملکې د تګ څخه دده پرضد ډېر خطرناک کار واخيست.(٩، م١٥٨).

د ١٩٢٧/دسمبر/١٠ نېټه شاه امان الله خان او ورسره کسان لکه ملکه ثريا، شهزاده ګان او دافغاني حکومت اراکين په چمن کې له افغاني پولې څخه تېر شو، دسرحد پر هندۍ خوا افغان قبايلو امان الله خان ته تود هرکلى ووايه، داورګاډي سټيشن په رارسېدو سره ډګروال سنټ جان او جنرال هرينګټن د شاهي ډلې مخې ته راوتلي و او امان الله خان ته په سرو زرو ليکل شوي هغه تلګرامونه وړاندې کړل چې د پنځم جورج او دهند دمرستيال واکمن لخوا رارسېدلي و او دکويټې له لارې کراچۍ ته روان شو. دلارې په سر چې هر ځاى ته به رسيدل، د توپ (٢١) ډزې به د درناوي په خاطر ورته کېدلې. په کراچۍ کې دموزيک بانډ دغو افغانانو ته ديو ښه هرکلي په ترڅ کې اميري مارش او شاهي سلامي وغږولې. دشاهي ميلمنو د احترام لپاره د کراچۍ په ژوبڼ کې يوه ملمستيا وشوه، چې په هغه کې دهندوستان د بېلابېلو ټولنو غړو دهر کلي ويناوې وکړې. (١، م م ١١٢-١١٣).

دافغانستان پادشاه دکراچۍ په غونډه کې دخپلواکه او مستقلو افغانانو نماينده ګي وکړه د کراچۍ د غونډې په يوه وينا کې شاه امان الله خان خلکو ته وعده ورکړه او په خطاب کې وويل (زه په افغانستان عاشق يم او دپتنګ غوندې غواړم چې ځان ورباندې قربان کړم او خدمت يې وکړم هغه شعيه چې تاسې غواړئ زه نه يم او نه هغسې سوني يم چې تاسې غواړئ زه دټول بشر خدمتګار يم) دبريتانوي هند وايسرا (لاردارون) پدې پلمه چې ناروغه دى دشاه امان الله خان سره هرکلي ته حاضر نشو، پدې عمل پادشاه يو څه خواشينى شو دا خفګان نور هم لا زيات شو چې شاه امان الله خان ته اجازه ورنکړاى شوه، چې د (ګاندي) سره په بندي خانه کې وګوري.(١٦، م٢٠٠)

په هند کې دشاه امان الله خان تاريخي غونډې ته د هند دخپلواکۍ د لارښوونکي (مهاتما ګاندي) ميرمن هم راغلې وه او دواړو په دوستانه فضا کې د روغبړ وروسته د سيمې او نړۍ په سياسي پيښو اوږدې خبرې وکړې.(٢، م٣٦١).

شاه امان الله خان کله چي دبمبۍ ښار ته ورسيد نو لوی استقبال یی وسو…

په دې غونډو کې دهند سياسي، ملي او مشهور رهبران او شخصيتونه لکه مولانا شوکت علي، مولانا ابوالکلام ازاد، ډاکتر ذاکرحسين او مولانا محمدعرفان شتون درلود. شاه امان الله خان په ممبيي کې دانګليسانو د پروګرام په خلاف په هغو غونډو کې ګډون وکړ؛ کوم چې دښار دمسلمانانو، هندوانو او سکانو لخوا جوړې شوې وې.

دجمعې دلمانځه لپاره دممبيي مشهور جامع مسجد ته چې د قصاب مسجد په نوم و ولاړ او دمسلمانانو لخوا ډېر تود هرکلى وشو، دمسجد امام د لمانځه خطبه د افغانستان دشاه امان الله خان په نوم ولوسته.
د شاه امان الله خان سفر په هند کې دسراسري هندوانو لپاره چې دبريتانوي استعمار لاندې و د ازادۍ اغيزمنه او خوځنده انګېزه وه.(١٣، م١٧٠٨)

په ممبيي کې د درې ورځو د تېرولو څخه وروسته افغاني ميلمنو خپل بحري سفر ته دوام ورکړ اود دسمبر په ١٧ نېټۀ دهغوى کښتۍ دممبيي له بندره پداسې حال کې روانه شوه، چې دکښتۍ پر سر افغاني بيرغ نصب،
شاه امان الله خان او ورسره ملګري په کښتۍ کې دننه سپاره وو او له دې سفر څخه يې ډېر خوند او مزه اخيستله.

په عدن او سويس کې له تم کېدو سره ٩ ورځې سمندري سفر  وکړ او د دسمبر په ٢٦ نېټه دمصر پورت سعيد بندر ته ورسيدل. دشاه فواد په نماينده ګۍ شهزاده عمر توسن ددې شاهي ډلې هرکلى وکړ او وروسته بيا قاهرې ته روان شول. هلته شاه فواد، صدراعظم او دکابينې غړي يې مخې ته راوتلي وو. کله چې  دواړه پاچاهان له سړکونو تېرېدل؛ زده کوونکو له ولولو او احساساتو څخه ډکې نارې وهلې (تل دې وي مصر او افغانستان، تل دې وي د افغانستان پادشاه، تل دې وي ختيځ ولس).(١، م م ٢١٥-٢١٦)

دمصر وګړو شاه امان الله خان د اسلامي نړۍ دخپلواکۍ غوښتنې د يو اتل او ولسواک (ديموکراتو) احساساتو درلودونکو يو عصري پاچا په توګه ياد کړ. سربېره پردې د مصر څخه د ده ليدنې بريتانوي ضد انګيزه هم لرله. ده د مصر صدراعظم او دمصري حکومت لويانو سره په ځانګړي ډول وکتل.(١، م ٢١٦) او دمصر ولسي جرګې ته يې هر اړخيزه وينا وکړه. (٢، م ٣٦٢) او دمصر د پارلمان لپاره يې برياليتوب وغوښته او هيله يې وکړه چې  مصر او افغانستان به د همېشنيو غوړېدلو اړيکو په واسطه سره وتړل شي.(١، م ٢١٧)

شاه امان الله په مصر کي

دخبرو پرمهال دافغان واکمن هر اړخيزه وينا دمصر دولسي جرګې د استازيو لخوا پدې شعارونو بدرګه کېدله (تل دې وي افغان ملت او تل دې وي ولسواک پادشاه امان الله خان) شاه امان الله خان د ازادۍ د ګوند د بنسټ ايښودونکي (زغلول بادشاه) او د (سيدجمال الدين) هڅو د درناوي په توګه خپله وينا (تل دي وي ازادي) په شعار پاى ته ورسوله.(٢، م ٣٦٣)

مصري خپرونو د بريتانيې پرضد د شاه امان الله خان له ټينګ دريځ څخه خلکو ته پوره معلومات ورکړل. (١، م١١٧).

همدارنګه مصري جريدو د شاه امان لله خان په هکله ډيرې زياتې ليکنې او خپرونې وکړې او لويديځو هېوادو ته يې دختيځ د قهرمان په توګه معرفي کړ.

پدې برخه کې دمصر دمشهورې ورځپاڼې الاهرام ديوې خپرې شوې مقالې لنډيز پدې ډول دى: (اى هغه کسانو چې استقلال غواړئ! اى هغه کسانو چې ازادۍ سره ډېره مينه لرئ! سبا ستاسې سره يو مستقل او خپلواک پاچا ملاقات کوي دهغه درناوى او عزت وکړئ، ولې بريتانيا چې دسمندرونو يا د ارواو دښارونو خاوند دى په سمندر کې په درناوي لکه مطيع غلام چې دخپل زورور بادار خدمت کوي، ژوندى دې وي خپلواک او مستقل بادشاه).(١٦، م٢٠١).

شاه امان الله خان د مصر دمسجدونو، اهرامونو، موزيمونو، محاکمو، کتابخانو او دمصر د دولتي بانک څخه ليدنه وکړه.(٣، م٥٤)

په مصر کې د لسو ورځو د تېرولو وروسته افغاني ډله په ايټاليا نومي کښتۍ کې سپره شوه او د ١٩٢٨/جنورۍ/٣ نېټه د ايټاليا نيپلز بندر ته وخوځېده.

افغاني ميلمانه دجنورۍ په ٨ نېټۀ روم ته ورسېدل، په روم کې سټيشن ته په رسېدو سره دافغانانو مخې ته دهرکلي لپاره د ايټاليې پاچا، ملکه او دشاهي کهول نور غړي صدارعظم موسوليني او دده دکابينې غړي او هم د ايټاليې مشران او لوړ رتبه مامورين راوتلي و او لاس په نامه ولاړ و.

ټولې جادې په بيرغونو ښکلې شوې وې، شهزاده پوتين دښه راغلي وينا واوروله، دلارې په اوږدو کې ګڼ شمېر لښکر يو ليکه ولاړ و، دوه الوتکې او يوه هوايي بيړۍ د دوى پر سر تللې، شاه امان الله خان پاتې ورځې دايټاليې دپوځي او صنعتي فابريکو څخه ليدنه وکړه.(١، م م ٢١٧-٢١٨

او دجنورۍ په ١٢ نېټۀ دکاتوليک مذهب مرکز واتيکان ته ولاړ، هلته د پاپ لخوا په شاهانه درنښت تود هرکلى وشو دکليسا دنندارې وروسته د پاپ په هيله او وړانديز د افغان واکمن سره په ځانګړي توګه وکتل. پاپ هيله من و چې شاه امان الله خان به دنړيوال ښه سلوک او تهذيب له مخې په افغانستان کې دعيسويت دين تبليغ او رواجولو ته زمينه برابره کړي چې افغان واکمن د پاپ دخبرو په اورېدو سخت ټکان وخوړ. د افغان واکمن لخوا پاپ، دکابينې غړو او نورو لوړ رتبه مامورينو ته لوړ القاب ورکړل شول، چې په مقابل کې دايټاليا واکمن لخوا شاه امان الله خان ته د (لوکرانوزيانا) دروند لقب ورکړل شو، يعنې دا يې دايټاليا دشاهي کورنۍ غړى وباله.

شاه امان الله خان د ١٩٢٨ز کال د جنورۍ په ١٣ نېټه دايټاليا مشرانو جرګې ته د افغانستان او سيمې دهېوادو په اړه هر اړخيزه او بشپړ معلومات ورکړل او دايټاليې د صدراعظم سره يې په ځانګړي توګه افغاني سفارت کې وکتل د ايټاليې پوهنتون او نظامي پوهنځي وکاته او دايټاليا ښاروالۍ ته يې (١٠٠٠) پونډه دمسکينانو دپالنې لپاره ورکړل.(٢، م م ٢٦٢-٢٦٤)

په ايټاليا کې دا هيله هم څرګنده کړاى شوه چې ايټاليا به دشاه امان الله خان لپاره دصنعتي توليداتو ستر برابروونکى او په اينده کې به په اقتصادي او سياسي چارو کې ګډه مرسته کوي.

شاه امان الله خان ته يو ټانګ د سوغات په توګه ورکړل شو او دافغانستان دحکومت مشر سره د توپونو، اطفايې موټرو او سپرلۍ موټرو د چمتو کولو پرېکړه وشوه.(٢، م ٣٦٥)

دښوونې او روزنې وزارت ومنله چې په ايټاليا کې په ٦٠ محصلانو ته وړيا زده کړه برابره کړي.(١، م٢٢٠)

افغاني ډلې د روم، ونيس، ميلان، تورين او جينيوا ښارونه هم وکتل او د جنورۍ په ٢٢ نېټه نائسيس ته وخوځېدل او دجنورۍ په ٢٣ نېټه نائسيس کې پلي شو او دوه ورځې وروسته پاريس ته ورسيدل.

دفرانسې جمهور رئيس (کاستن دوميرژ) او صدارعظم (ريموند پونکاري) او دحکومت د نور مامورينو لخوا يې تود هرکلى وشو.(١، م٢٢١)

په افغانستان کې دفرانسې پخوانيو مرستو او سوله ييزو پرمختګونو ته اشاره وکړه. افغاني هيئت ته دشاه امان الله خان په ګډون دفرانسې د بهرنيو چارو وزير لخوا ميلمستيا برابره شوې وه، چې د افغان واکمن دپالنې لپاره دفرانسې جمهور رئيس دهغه هيواد صدراعظم، دکابينې غړو او په پاريس کې د کور ديپلوماتيکو غړو برخه اخيستې وه.

له دې وروسته په (پانيتون) کې دفرانسې دسترو پوهانو او ناپليون بناپارت زيارت وليد او دفرانسې دموزيم دنندارې په نيت وخوځېدل چې په موزيم کې دپوهنې وزير لخوا يې تود هرکلى وشو. دکرنې د ماشينونو او (مشلي) دليسې څخه يې هم ليدنه وکړه، چې افغان زده کوونکو په همدې ليسه کې زده کړې کولې. په موزيم کې دهغو شيانو ننداره وکړه چې په افغانستان کې موندل شوي و.

دبهرنيو چارو، پوهنې، ماليې او معادن له وزيرانو سره يو بل پسې وکتل بيا يې کتابتون او علمي نړيواله موسسه او الوتکې له نږدې وکتل او دپاريس له پوهنتون څخه يې ليدنه وکړه. دفرانسې حکومتي مشرانو دافغانستان لپاره د هرډول سامان الاتو، توپونو، ټانګونو، ټوپک، کوچو او شيدو ماشينونو، دتازه مېوو د ساتلو ماشينونو او نور د اړتيا وړ شيانو برابرولو ته چمتووالى څرګند کړ. افغان واکمن زياتوي چې دپوهنې وزير له موږ سره علمي او تخنيکي مرستې وکړې.

شاه امان الله خان په پاريس کې د استوګنې پر مهال (١٠٠٠) پونډه ښاروالۍ ته دمسکينانو د پالنې لپاره وسپارل. دافغان واکمن د لورينې په لړ کې د پاريس ښاروال وويل چې: ستاسې دشان او شوکت سره سم سوغات نشم برابرولى، مګر دپاريس له موزيم څخه د ناپليون چپرکټ راوړ او دشاه امان الله خان د استراحت لپاره يې چمتو کړ.(٢، م م ٣٦٧-٣٦٩)


د شاه امان الله خان شاهي استقبال د بريتانيا په پايتخت لندن کي دپ نځم جورج او د انګلستان د ملکې لخوا. شاهي ميلمانه دبوکينګم په ماڼی کي اوسيده.

شاه امان الله خان او ورسره حکومتي چارواکي د بلژيک په لور وخوځېدل، دسړې هوا او سختې يخنۍ له امله افغان واکمن ناروغه شو، او دنوموړي هېواد له چارواکو سره دپوهنې دپياوړتيا په موخه يو تړون لاسليک کړ. افغاني هيئت په بلجيم کې د ٢٥ الوتکو د الوتنې ننداره وکړه او دالوتکو دترميم او جوړولو د فابريکې او عسکري ښوونځي څخه يې هم ليدنه وکړه. هلته دښوونځي د موزيک د ډلې خوا دموزيک په غږولو د احترام مراسم وړاندې شول.

همدارنګه افغاني هيئت په سويس کې ديوې اونۍ پاتې کېدو پر مهال دپستې نړيوال تړون په لاسليک کولو دپستې نړيوالې اتحاديې په غړيتوب ومنل شو.(٢، م٣٧٠)

افغان واکمن امان الله خان او ورسره ملګري د ١٩٢٨/فبرورۍ/٢٠ نېټۀ المان ته ولاړل. شاه امان الله خان دخپل ١٥ ورځني سفر پرته ١٨ ورځې نور هم په المان کې پاتې شو يعنې ٣٣ ورځې په المان کې تيرې کړې چې دا په بهر کې تر ټولو ډېرو ورځو تېرول و. دلهتر په ستيشن کې شاه امان الله خان ته د المان جمهور رئيس (هنډن برګ) او داحترام ګارد لخوا هر کلى وويل شو.(١، م٢٢٢)

دپادشاه د هرکلي په درناوي د ښوونځيو زده کوونکي رخصت شول او دبرلين پوهنتون د انجينرۍ افتخاري دوکتورا افغان پادشاه ته وړاندې کړه. افغان واکمن پوځي او صنعتي مرکزونه، د ښوونې اوروزنې موسسې له نږدې څخه وکتلې.(١٦، م٢٠١)

پادشاه ته يوه لس کسيزه الوتکه د ډالۍ په توګه ورکړل شوه او المان هيواد څخه ٦ ميلونه مارکه بانکي اعتبارنامه تر لاسه کړه. او ديو شمېر فابريکو د جوړولو تړونونه لاسليک کړه. شاه امان الله خان د المان جمهور رئيس سره په لومړنۍ ناسته کې دنورو سياسي او اقتصادي پلانونو سره سم هيله درلوده، چې دهېواد لرې پرتې سيمې د اورګاډي دپټلۍ په غزولو يو له بل سره ونښلوي.(٢، م٣٧٣)

خو له دې ټولو اقتصادي موضوع ډېر اهميت لره، افغانان هيله من و، چې د ښو شرايطو لاندې له المان نه پور واخلي. تر څو د دواړو هېوادونو تر منځ تجارتي اړيکې پراخه او ټينګې شي.

دالمان هېواد په ځانګړي ډول دافغانستان د مشرتابه هيئت له سفر نه خوښي څرګنده کړله.

افغان مشرتابه سره ملګري هيئت د ١٩٢٨/مارچ/١٣ نېټۀ دانګلستان هېواد ته ورسيدله د (ډاور) څنډې ته په رسېدو سره توپونو سلامي وکړه.

(وال) شهزاده دپنځم جورج پر وکالت افغان مشرتابه ته ښه راغلى ووايه لندن ته په رسيدو پاچا جورج، ملکه مارى، دشاهي کورنۍ غړى، صدراعظم، دکابينې غړي او نور د افغانانو مخې ته ورغلي و، افغان مشرتابه هيئت دلندن، مانچستر، برمنګهم، اکسفورډ او ليورپول دښارونو څخه ليدنه وکړه. داکسفورډ پوهنتون افغان پادشاه ته  (دمدني حقوقو) افتخاري دوکتورا ورکړه او د انګلستان پاچا په (شاهي ويکټوري ځنځير) سره ووياړه. دانګلستان حکومت مامورين له دې کتنې ډېر خوشحاله شول او دايې يو فرصت وباله چې شاه امان الله خان پداسې يو ډول تر اغيز لاندې راولي چې نور نو افغانانو ته د انګلستان حکومت او منابع هيڅ مړ  ژواندى معلومې نشي.(١، م ٩٧٨)

بريتانوي مقاماتو د خبرو پرمهال له امان الله خان څخه غوښتنه وکړه چې شوروي ته خپل سفر لغوه کړي.(٩، م ١٨٥)

پادشاه نه يواځې چې دهغوى غوښتنه يې و نه منله بلکې د خبرو پر مهال يې په هند کې سرحد باندې دهغوى مخکښه پاليسي وغندله.(١، م٢٣٠)

په انګلستان کې له ٢٣ ورځو تېرولو وروسته شاه امان الله خان او ورسره ملګري پولنډ ته ولاړل.٦، م ١١٩)

 او په پولنډ کې درې ورځنى سفر يواځې په وارساى کې تېرشو.(١، م ٢٣٠).

شوروي اتحاد ته د افغان ټولواک د ورتلو وړاندې شوروي رسنيو له خلکو وغوښتل چې په هغه ننداره کې برخه واخلي، چې ديو مطلق واکمن په وياړ ترتيب شوې. دې رسنيو خلکو ته شاه امان الله خان په ختيځ کې تر ټولو مترقي ټولواک وروپېژنده.

شاه او ملګري هيئت يې د ١٩٢٨/مى/٣ نېټه د شوروي پر سرحد تير مسکو ته ورسيدل او د شاهي هرکلي سره مخ شول او دمى د لومړۍ نېټې بيرغونه دامان الله خان د هرکلي په خاطر تر دې وخت لا هماغسې ځوړند پاتې شوي و. په ويناو کې په ملګرتوب او سولې ډېر ټينګار کېده.(١، م م ٢٣٣-٢٣٤).

شاه امان الله خان دشوروي شتون دافغانستان لپاره يو ضرورت وګڼه او ويې ويل چې شوروي دافغانستان دوست دى.(٦، م ١١٩).

شاه امان الله خان دوه اونۍ په شوروي اتحاد کې پاتې شو او دمسکو، ليننګراد، يوکراين، کريميا، اوکرفشتاد دبندري ښار ليدنه يې وکړه.(٣، م٢٦٨).

د سفر پر مهال داقتصادي، فرهنګي تړونونه د لاسليک تر څنګ په سوداګريزو چارو کې هم هڅې پيل شوې.(٢، م ٣٨٥).

دشوروي دولت لخوا د هرډول پوځي مرستو تر څنګ شاه امان الله خان ته يو شمېر الوتکې هم ورکړل شوې. دافغان ټولواک لخوا (١٠٠٠) پونډه دمسکو بېوزلانو لپاره وبخښل شو.

شاه امان الله خان په شوروي کې پنځلس ورځې تيرې کړې او په ١٩٢٨/مى/١٨ مه نېټه په ترکي بيړۍ کې له کريميا څخه دترکې په لور خپل سفر پيل کړ.د مصطفى کمال اتاترک ځانګړي نماينده جنرال فخرالدين پادشاه د درې جنګي جهازونو سره دخپلو درنو ميلمنو هرکلى وکړ. په ترکيه کې شاه امان الله خان دوه اونۍ تيرې کړې او مصطفى کمال اتاترک ورته دهېواد د ابادۍ لپاره لازمې لارښوونې وکړې او دواړو مشرانو ترمنځ د دوستۍ تړون لاسليک شو.(٢، م٣٨٨).

افغان ټولواک دخپلو ملګرو سره يو ځاى دايران په لور وخوځيد. په ايران کې درضا شاه پهلوي او عامو خلکو لخوا د شاه امان الله خان تود هرکلى وشو.(٢، م٣٩٢).  

شاه امان الله خان دايران ديوشمېر ښارونو څخه ليدنه وکړه او له هغې وروسته د هرات له لارې خپل هېواد ته راوګرځېد او دافغانستان مشرتابه او ورسره ملګري پلاوي خپل اوه مياشتني سفرونو ته دپاى ټکى کېښود.(١، م ٢٤٠).

پټه دې پاتې نه وي چې شاه امان الله خان لومړنى واکمن و چې ملت ته يې دخپل سفر د مصرف راپور ورکړ پدې سفر کې مصرف او لاسته راوړنې په لاندې ډول وې:

١-دسفر ټول لګښت نولس لکه او يو پنځوس زره (١٩٥١٠٠٠) افغانى وې.

٢-لاسته راوړنې دولس ميلونه اته سوه اته اتيا زره (١٢٨٨٨٠٠٠) افغانۍ وې.(٩، م١٨٦)

 

داعلحضرت امان الله خان د دولت سقوط

د مرکز اداره چې د بې کفايتو او فاسدو اشخاصو په لاس کې لوېدلې وه، نو په ولايتونو کې اداري فساد دمرکز په نسبت څو چنده او خطرناک و. دننګرهار له شينوارو څخه دشورش لومړنۍ شغله راپورته شوه څو يې ټول ولايت په خپله لمن کې راونغاړه.(٩، م١٨٩)

شاه امان الله خان په المان کي دلفت هانزا شرکت الوتکي ته پورته کيږي.

د ١٩٢٨م کال په اکتوبر مياشت کې دشينوارو د سنګوخېلو او يو شمېر تيريدونکو کوچيانو ترمنځ شخړه وشوه چې څو تنه سنګوخېل پکې ووژل شول. دوى قاتلين ونيول او سيمه ييز حکومت ته يې وسپارل؛ خو حکومت قاتلين پرېښودل چا د سنګوخېلو عرض ته غوږ ونه نيوه. په دې پسې
د جلال اباد  اعلى حکومت ته عارض شول. دلته هم چا ورته غوږ ونه نيوه. پدې توګه دحکومت سره د شينوارو ضديت پيل  او يو شمېر نامتو کسانو د دولت د بې عدالتۍ او کفر په هکله په شينوارو کې تبليغ پيل کړ او منظم پټ لاسونه په کار ولويدل.(١٠، م٩٨٦)

 چې په سرحد کې داماني دولت دسقوط لپاره فعال و. لنډو ورځو کې داچين دمرکزي حکومت عسکر له دريدلو خلکو سره پټ همکار شول. دياغيانو په يوه حمله قشله ورته خوشې شوه. ډېره وسله يې ترلاسه کړه. دياغيانو مشر محمدافضل خان نوميده، چې دنورو خواو څخه هم لمسېده.(٩، م١٨٩).

 دا خبر دننګرهار د پوځ قوماندان محمدګل خان ته راورسيد هغه پدې نوم چې ديو شمېر کارونو په اړه هدايت اخلم کابل ته روان شو. ياغيانو محمدافضل خان په مشرۍ شينوارو دحکومت پر مرکز اچين بريد وکړ، هلته دفتر، محکمه او ښوونځى لوټ کړل او ويې سوزول. ورپسې په غني خيلو کې يوه جرګه جوړه کړه او د دولت پر ضد يې په يوه پراخه اندازه
اقدامات پيل کړل. کله چې دننګرهار دپوځ قوماندان محمدګل خان مومند له کابل څخه راستون شو. دنده ورته ورسپارل شوې وه، چې درې غونډه نور هم جوړ کړي؛ خو ده لا هيڅ نه و کړي. کله چې شيراحمدخان دننګرهار دتنظيمه رئيس په توګه جلال اباد ته راورسيد دې يوشمېر دسره رود، لغمان، خوګياڼيو او چپرهار خلک يې جلال اباد ته راوغوښتل او د دولت په ملاتړ يې وسلې ورکړې، چې دې خلکو کې د دولت مخالف غلام جيلاني چپرهارى هم و، چې دخپلو درې سوه کسانو په ملتيا د ياغيانو سره يو ځاى شو، خوګياڼيو هم همدغه ډول عمل وکړ.(١٠، م٩٨٧)

دشينوارو يو بل مشر محمدعالم خان سر راپورته کړ او خپلې غوښتنې يې ډيرې لوړې کړې د نومبر په ٢٤ مه نېټۀ انګريز سفير (همفريز) د شاه امان الله خان سره وکتل چې ژر د شينوارو پيښه حل کړي، کنه نو د ټولو قبايلو د راپورته کېدو خطر دى. پاچا هرې خواته دخاينو او بې حيثيته خلکو په لاس کې پروت و، يوسالم تصميم يې هم نشواى نيولى. همدا وخت يو لښکر دعبدالوکيل خان نورستاني او بل د محمود خان باور په قوماندانۍ له کابله سوق شو او دنوامبر په اخر کې مملې ته ورسيدل. دوى هلته د جبارخېلو او خوګياڼيو سره اوږدې خبرې پيل کړي چې هغوى ښه ترتيبات پر دوى د تعرض لپاره ونيول او په يوه حمله دا لښکر خلع سلاح کړ او ډېره وسله په لاس ورغله. خبره تر ګنډلو ووته او له هرې خوا پر جلال اباد بريدونه پيل شول او هغه ښکلى ښار يې لوټي لوټي کړ.

امان الله خان والي علي احمدخان ورواستاوه، دا هغه وخت و چې علي احمدخان ته په خپله د پاچاهۍ سودا ور پسر شوې وه. خو کله چې امارت اعلان کړ خلکو قبول نکړ او ويې شاړه. په همدغه وخت کې چې شينوارو بغاوت وکړ او ختيځه خوا بحراني شوه. په شمال کې يوه بې نومه کليوال د څو بانفوذه ملکانو سره د کابل او شمال لاره بنده کړه، دغه سړى حبيب الله نوميده چې دکلکان و او په بچه سقاو مشهور و.

امان الله شاه دکابل ښاروال احمدعلي خان ورواستاوه چې په سراى خواجه او جبل السراج کې دياغيانو سره وکتل او دهغوى سره توافق ته ورسيدل او تعهدنامه يې لاسليک کړه.

هغه امتيازات چې حبيب الله غوښتل ټول ورته پاچا منظور کړل. پدغه وخت کې بچه سقاو پاچا ته ټيلفون وکړ، داسې يې وښودله چې احمدعلي خان دى ورته وويل چې بچه سقاو زموږ په لاس کې دى اوس څه ورسره وکړم. امان الله ورته وويل چې ويې وژنه. ددې خوا ورته وويل شول چې موږ په قرانکريم لاسليک کړى. امان الله خان په ځواب کې ورته وويل چې دا قران خو ما نه دى لاسليک کړى او دا زما امر دى چې دا ياغي ووژنه.

دا وخت حبيب الله غږ پورته کړ چې زه حبيب الله يم. پوه شه چې په کابل کې به درسره معلومه کړم. ددسمبر په اخره حبيب الله پر کلا مراد بيک او باغ بالا حمله وکړه او پغمان هم دسقاويانو دحملې لاندې شو. په کابل کې اوضاع خرابه وه، دانګريزانو سفير (همفريز) په لمسون د ١٩٢٨م کال د دسمبر په وروستۍ هفته (١٢) الوتکو انګريزي اتباع پېښور ته بوتلل، ټول سفارتونه وتړل شول، يواځې د ترکې، ايران او شوروي سفارتونه خلاص و.

د ١٩٢٩م /جنورۍ/١ نېټۀ شاه امان الله خان له پاچاهۍ استعفا وکړه او خپل ورور عنايت الله خان يې په پاچاهۍ وټاکه؛ خو بچه سقاو ارګ محاصره کړ. درې ورځې وروسته ديو پروتوکول له مخې عنايت الله خان دخپلې کورنۍ سره يو ځاى په يوه انګريزۍ الوتکه کې پيښور ته ولاړ او له هغه ځايه په اوارګاډي کې چمن ته او له هغه ځايه په موټر کې کندهار ته ورسيدل. شاه امان الله خان بيا هم د برياليتوب چانس درلود؛ خو زړه دغه حوادثو ورتور کړى و. تصميم يې ونيو چې نور له هيواده ووځي. په کندهار کې دخپلې کورنۍ سره يوځاى شو. چمن ته لاړل او له هغه ځايه ايټاليا ته ولاړ او هلته يې ژوند غوره کړ. او پر کابل دحبيب الله کلکاني دحکومت دور شروع شو چې هېواد ته يې ستر مادي او معنوي ټکان ورکړ.(٩، م م ١٩٠-١٩٢)

نتيجه

دافغانستان خلکو د ١٩١٩م کال بريالى پاڅون او دملي خپلواکۍ ګټل داماني دولت د تشکيل په نتيجه کې منځته راغلل.

شاه امان الله خان د خپلو ازادي غوښتونکو او وطن پالو ارمانونو ته چې دهېواد د ازادۍ، ملي حاکميت، پرمختګ او ترقۍ لپاره يې لرل د خپل حکومت د پيل څخه يو لړ ټولنيز، سياسي، اقتصادي او فرهنګي ريفورمونه او اصلاحات د لاس لاندې ونيول چې په مختلفو ساحو کې په مرکز او ولاياتو کې يو شمېر بريالي پړاوونه ووهل. د افغان ازادي غوښتونکو ځوانانو حکومت چې رهبري دشاه امان الله خان په لاس کې وه داميرحبيب الله خان له مړينې وروسته په ښکاره او سملاسي ډول د سياسي استقلال غوښتنه وکړه او دهند بريتانوي يرغلګر استعمار په وړاندې ملي جهاد اعلان کړ، چې په ډېره ميړانه سره يې دغه انساني ارمان ته درسيدو لاره لنډه کړه او د ١٩١٩م کال دمى او جون په مياشتو کې د بريتانوي هند استعماري لښکرو ته د جګړې په ډګر کې سخته ماتې ورکړه او هغوى يې دېته اړکړل، چې دافغانانو عادلانه غوښتنو ته غاړه کېږدي. پدې ډول افغانستان دخپلواک او ملي دولت په توګه د شاه امان الله خان په رهبرۍ نوى سياسي ژوند پيل کړ.

ازاد افغانستان خپل کورنى او بهرنى سياست تنظيم کړ او دافغانستان د ترقۍ او پرمختګ لپاره يې کوټلي ګامونه پورته کړل. دافغان ځوانانو حکومت چې په دولتي اداري تشکيلاتو کې نوښتونه منځته راوړل او دهېواد د ورځنيو اړتياو سره سم يې نوي ادارې په خپلو حکومتي تشکيلاتو کې زياتې کړې او په نورو برخو کې لکه دکرنې، کسبګرۍ، مواصلات، مخابرات، ترانسپورت او نورو اصلاحاتو او ريفورمونو په عملي کولو سره پکې دترقۍ او پرمختګ لار خلاصه شوه چې دا د امان الله خان د کورنۍ تګلارې اساسي موخې وې.

دافغانستان دولت په خپله بهرنۍ تګلاره کې دخپلواکۍ او استقلال کار ته ځانګړې پاملرنه درلوده او هڅه يې کوله چې د بې طرفه تګلارې په پيروۍ دبهرنيو ازادو پرمختللو هېوادونو سره د دوستۍ او همکارۍ پراخه سياسي اړيکې ټينګې کړي تر څو وکولاى شي، خپل پروګرامونه په ښه شان تطبيق کړي او په نړيوال سياسي ډګر کې په فعاله توګه برخه اخيستلو سره نړيوال حيثيت او باور تر لاسه کړي.

په همدې اساس د دولتي شورا او وزيرانو شورا غونډې بهرنيو هيوادونو ته ديو عالي واکمن پلاوي دسفرونو سپارښتنه وکړه، خپله شاه امان الله خان ته ددې پلاوي رياست وسپارل شو او دافغانستان خپلواکه دولت چې د زيات شمېر بهرنيو هېوادونو لخوا په رسميت پېژندل شوى و او د شاه امان الله خان په عنوان يو شمېر بلنليکونه رارسيدلي و، او هغه ته درسمي او دوستانه سفر بلنې وړاندې کړي وي؛ نو ددغه مرام له مخې د ١٩٢٧م کال د دسمبر په مياشت کې شاه امان الله خان د ملکې ثريا په ملتيا ديوعالي دولتي پلاوي په مشرۍ ١٢ اسيايي، اروپايي او افريقايي هيوادونو ته خپل رسمي سفر پيل کړ، چې اوه مياشتې يې په برکې ونيولې.

دسفرونو نتيجې په زړه پوري وې، او ټاکل شوو موخو ته په رسيدو کې يې ډېره مرسته وکړه. خو کله چې په لندن کې دبريتانوي مقاماتو سره د شوروي دسفر په هکله د نظر اختلاف پېښ شو، انګليس مقاماتو دشاه امان الله خان څخه غوښتنه وکړه چې که غواړي انګليسانو سره سياسي دوستانه اړيکې وساتي؛ شوروي اتحاد ته دې خپل سفر ونکړي. امان الله خان دغه غوښتنه رد کړه او دشوروي په لور يې خپل سفر پيل کړ. انګليس له همدې ځايه خپل پلان د اماني دولت د سقوط لپاره د تطبيق لاندې ونيوه او دهېواد څخه دهغه غيابت دخپل شوم پلان دعملي کولو لپاره مناسب وليد. پدې ډول لويه توطيه چې د شاه امان الله خان دمنځه وړلو لپاره برابره شوې وه، د سقاو د زوى حبيب الله کلکاني په مشرۍ په افغانستان کې تطبيق او عملي شوه، چې ددې لويې انګريزي توطيې په تطبيق سره د افغانستان ملي او خپلواکه دولت چې په سر کې يې شاه امان الله خان و، زوال وموند او دسقوط سره مخ شو.

دهيواد ملي حاکميت، ملي استقلال او ځمکنۍ بشپړتيا د سخت ګواښ سره مخ شوه او په ګران هېواد د حبيب الله کلکاني دفساد او شورش دوره او تياره راخپره شوه.

پاى

په هېوادنۍ مينه او دهېواد دنېکمرغه راتلونکي په هيله

وړاندېزونه

  1. مونږ او تاسې هم بايد دهېواد دپرمختګ لپاره په خپل ځان کې داسې احساس پيدا کړو، تر څو هېواد مو دنورو هيوادو سره سيال شي.
  2. موږ او تاسو بايد شپه او ورځ د جاپان دخلکو په څېر دهيواد ابادولو ته ملا وتړو.
  3. په خپلو ځانونو کې داسې احساس پيدا او مبارزه وکړو، تر څو هيواد او ملت مو د نورو د احتياج او اسارت څخه خلاص شي.
  4. په هيواد کې دپرديو هيوادو دلاسوهنو په وړاندې د مبارزې حس په خپلو ځانونو کې راژوندى کړو.
  5. ديو باثباته او پرمختللي افغانستان درامنځته کېدو په منظور بايد ټول يوموټى شو، تر څو هيواد او ملت مو په راتلونکي کې ارام او سوکاله ژوند ولري.

ماخذونه

  1. اډاميک، لوډويک. ژباړن: نثار احمد (صمد). ١٣٨٣ل کال، دافغانستان د بهرنيو اړيکو تاريخ، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور.
  2. پيغام، جان محمد. ١٣٩٠ل کال. دشلمې پېړۍ په لومړيو دريو لسيزو کې دافغانستان دسياسي او فرهنګي بهير څېړنه، مومند خپرندويه ټولنه جلال اباد.
  3. پوپلزى، عزيزالدين وکيلي. ١٣٩١ل کال. سفرهاى شاه امان الله خان. بنګاه انتشارات ميوند، کا بل.
  4. پوويد، کنګوفسکي. ژباړن: ډاکتر قربان. ١٣٦١ل کال. تاريخ نوين افغانستان. دولتي مطبعه، کابل.
  5. حبيبي، عبدالحى. ١٣٦٣ل کال. جنبش مشروطيت در افغانستان. مطبعه دولتى کابل.
  6. حق شناس، ډاکتر ش.ن. ١٣٦٨ل کال. دسايس وجنايات روس در افغانستان. پېښور.
  7. حق نظروف. ژباړن: ډاکتر قربان. ١٣٦٢ل کال. نهضت هاى مردمى و روشن ګرايى افغانستان. کابل دولتي مطبعه.
  8. خالقي، نفتولا. ژباړن: شاه محمود نيل. ١٩٨٠م کال. انګلستان د افغانستان پر ضد. مسکو.
  9. عطايي، محمدابراهيم. ١٣٨٩ل کال. دافغانستان معاصر تاريخ، ميوند خپرندويه ټولنه، جلال اباد.
  10. غبار، ميرغلام محمد. ژباړن: پوهاند محمدبشير دوديال، ١٣٩٣ ل کال. افغانستان دتاريخ په تګلوري کې. ميوندخپرندويه ټولنې مطبعه، کابل.
  11. فرياد، فضل الربي. ١٣٤٣ل کال. دافغانستان ديپلوماسۍ تاريخ. مطبعه دولتي کابل.
  12. فرهنګ، ميرمحمدصديق. ژباړن: سيدعبدالله پاچا. ١٣٨٩ل کال، افغانستان په وروستيو پنځو پېړيو کې، ميوند خپرندويه ټولنه.
  13. کاکاخيل، ظفر. ١٣٦٥ل کال. پښتانه دتاريخ په رڼا کې. يونيورسټي بک ايجنسي، پېښور.
  14. نومير، فدامحمد. ١٣٨٦ل کال. د جرنيل يارمحمدخان خاطرات. دافغانستان دخپلواکۍ او نجات تاريخ، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور.
  15. نهرو، جواهر لعل. ژباړن: محمودتفضلي. ١٣٢٨ل کال. نګاهى به تاريخ جهان جلد سوم، داميرکبير دخپرونو موسسه، تهران.
  16. هاشمي، سيدسعيدالدين. ١٣٥٩ل کال. دافغانستان معاصر تاريخ. پوهنځى علوم اجتماعى، پوهنتون کابل.
  17. wikipedai.com/AmanullahkhanSafarona

 

اروپاامان الله خانشاه امان الله خانمصر
نظريات (0)
نظر اضافه کول