لومړۍ کلا: ويل کېږي چی احمدجان د انګرېز له لاسه خپل وطن ( عبدالله خان کلا ) پرېښووه، نو د کندهار د ډنډ اولسوالۍ په معروف کارېز کي ئې دا کلا ودانه کړه، ددې کلي اوسېدونکي حميدزی اڅکزی دي. دوهمه کلا: د خپلواکۍ تر جنګ يو کال د مخه د هاشم خان د خوا د خاکرېز اولسوالۍ، د سرخاني په کلي کي جوړه سوه.