Mundigak
د افغان تاريخ شننه ارزونه او څېړنه
د ليکوال لټون
دکتور محمد حسن کاکړ
د کابل پوهنتون پخوانی استاد او د تاریخ دیپارتمت مشر، پوهاند دکتور کاکړ د افغانستان د معاصر تاریخ یو ستر نوم، چې پېژندنه یې له تاریخ لیکنې، تاریخ څېړنې، تاریخپوهنې، ژباړې، لیکوالۍ او ملي دریځ سره د سرو زرو په تار ګنډل شوې ده. پوهاند ډاکتر کاکړ خپله لومړنۍ رسمي دنده د پښتو ټولنې د غړي په توګه پېل کړه او په ۱۳۳۷ لمریز (۱۹۵۸ زېږدیز) کال کې یې د کابل مجلې د چلولو مسئولیت هم پر غاړه واخیست. په دغه وخت کې د افغانستان ویاړلی، نامتو شاعر او لیکوال ګل پاچا الفت د پښتو ټولنې رئیس و. پوهاند کاکړ په عین وخت کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځي استاد هم و. کاکړ په ۱۳۴۰ لمریز (۱۹۶۱ زېږدیز) کال کې د افغانستان د حکومت په سکالرشپ د تخصصی تحصیلاتو له پاره لندن ته ولاړ، چې هلته یې د برتانوي لیسانس سره د افغاني لیسانس تر معادلولو وروسته د منځني ختیځ، اسلامي پېر او اروپا د تاریخ زده کړې پیل کړې. ده د امیر عبدالرحمان خان د سلطنت په هکله د موجودو ارشیفي اسنادو او لیکنو پر بنسټ د خپلې ماسترۍ له پاره څېړنې وکړې او په ۱۳۴۷ لمریز (۱۹۶۸ زېږدیز) کال یې د فلسفې د ماسترۍ په نوم اکادمیک سند ترلاسه کړ. پوهاند کاکړ د امریکا متحده ایالاتو په هاوایې کې د ایست ویست مرکز د غړي په توګه او په سندیاګو کې یې د کلفرونیا په پوهنتون کې د پروفېسور او د هارورډ او پرنسټن په پوهنتونونو کې د ریسچر په توګه دندې ترسره کړي وې.
د وریښمو لار د تاریخ له نظره
نور ولولئ!
چکنور ملاصاحب
نور ولولئ!
د ازادۍ مبارز؛ ایمل خان مومند
نور ولولئ!
د امیر عبدالرحمن په سلطنت کې لر او بر پښتانه
نور ولولئ!
په پښتونخوا کې د برتانوي هند پرمختګ او د پښتنو مقاومت
نور ولولئ!
فقیر ایپي او پښتونستان
نور ولولئ!
د تاریخ په اړه
نور ولولئ!
افغانستان، پاکستان، پښتونستان
نور ولولئ!
امیر عبدالرحان خان او د ډیورنډ معاهده
نور ولولئ!
د افغانستان مورخین
نور ولولئ!
لیکنې چلونه
پاڼه 1 of 2
پاڼه 2 of 2
بل