د ليکوال لټون

عبدالحی حبيبي

علامه پوهاند عبدالحی حبيبي د هيواد او سيمي ستر عالم او مورځ دی چي له ځوانۍ څخه په څېړنو او ليکنو بوخت وو. نوموړي د خپل د عمر تر پای پوري په فارسي، پښتو او اردو ژبو تاريخ، د ژبو د پوهني تاريخ، د کتابونو پيژندنه، خصوصاً چي په زوړ خراسان او اوسني افغانستان ايران او هند اړه لري او تاريخي جغرافيا مطالعو ته دوام ورکړ . علامه حبيبي خپل د ژوند په ٧٤ کلو کي ١١٧ کتابونه او رسالې کښلي دى او تقريباً ٥٠٠ علمي او ادبي مقالې يې جامعې ته وړاندي کړي دي.