ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
پیل
دا یوه جوته خبره او د لمر په شان روښانه حقیقت دئ، چي افغانستان د افغانو پرگنو هیواد، د اتلانو خاوره او د غازیانو ټاټوبی دئ. خو د نونسمي پیړۍ په لومړنۍ نیمه کښي افغاني مور یو داسي بچی وزېږاوه، چي د توري شرنگ ئې د دښمن د غرور د ماتولو، د هغه د نړیوال پرستیژ د کمولو او په اوسترۍ توګه د هغه د پرزولو پر میدان داسي ازانګه رامنځته کړه؛ چي د هغه د خوږ وطن له پولو څخه په وتلو ئې حتیٰ پر نړیوالو اذهانو انعکاس وموند.
دا سړی د افغان او افغانستان په زړونو کښي دونه “محبوب القلوب” سو چي نه یوازي هري افغاني مور غوښتل، چي خپل د زوی نوم د هغه پر ویاړلي “اکبر” نوم باندي ونوموي، بلکې پلار “امیر کبیر” او ټول “افغان” اولس د هغه خپله مور د هغه د “وزیر” په ویاړلي لقب د (وزیر مور/مادر وزیر) په نوم یادوله. سردار اکبر خان ته د وزیر لقب د هغه پلار (امیر دوست محمد خان) وروسته له هغه ورکړ چي زوی (سردار اکبر خان) هغه پر خپل مټ ګټلي سلطنت باندي بېرته کښیناوه. د وزیر لقب د همدې مقام سربیره؛ هغه تاریخي لقب وو، چي په اعزازي لحاظ یوازي د ده توریالي، ننګیالي او جنګیالي اکا “د افغانستان پاچا جوړوونکي” وزیر فتح خان بارکزي خپل کړی وو.
که څه هم په افغانستان کښي د جمهوریت د مؤسس او پلار، سردار داؤد خان د دورې د نړېدلو څخه وروسته، د افغان او افغانستان سپیڅلي، رښتوني او تاریخي مقامونه، چي د رتبو تر څنګ ئې اعزازي بڼي هم درلودله لکه، مارشال، لویناب، نایب سالار، سپه سالار، اتل، ملی اتل، غازي او داسي نورو القابو خپل تاریخي، رښتونی او حقیقي ارزښت په تدریجي توګه له لاسه ورکړ، ځکه چي دې اعزازي القابو ته د یوه رښتوني او حقیقي ولسي، ملي او تاریخي ارزښت پرځای، د یوه لاس جوړي او وړیا امتیاز په توګه وکتل سوه. نه یوازي دا، بلکه د ټوپکیانو په روکارېدو سره د افغانستان ملي آرشیف چور سو، د افغانستان ځانګړي ملي اسناد په عمدي توګه وسوځول سوه، ملي شتمنۍ تالان سوې او آن دا د همدغو اوه ګونو جنګسالارو ګوندونو د مشرانو پر ژبو او لارښودنو، د افغان او افغانستان د دښمنانو په نومو مدح سرایاني وسوې. خو د هیواد اتلان، ملي اتلان او غازیان د افغان-انګرېز په اوله، دویمه او دریمه جګړه کښي لکه اوڅار ملي اتل وزیر اکبر خان، د میوند فاتح سردار ایوب خان او د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکی غازي امان الله خان لا تر اوسه هم د یوه ملي امانت په توګه د دې اعزازي القابو د ورکړي رښتونې بڼه، تاریخي ارزښت او حقیقي بنسټ څرګندوي.
دا د اوڅار ملي اتل وزیر محمد اکبر خان هغه توپنچه ده، چي منګاټن ئې پر وواژه. علامه عبدالشکور رشاد په خپل (۱۳۸۵ل) کال چاپ کتاب (ملي اتل غازي وزیر محمد اکبر خان) کښي لیکي؛ د وزیر اکبر خان هغه توپنچه چي مګناټن ئې په وژلی وو، د افغانستان د پاچاهانو په کورنیو کښي د تبریک او ویاړ په توګه ساتله کېدله. هغه وخت چي د کابل ملي موزیم چور سو دغه توپنچه په موزیم کښي خوندي وه، په (۱۳۷۱ هـ ش) کال چي برهان الدین رباني د افغانستان رئیس جمهور سو، د پاکستان د استخباراتو رئیس حمید ګل ئې د مبارکۍ لپاره کابل ته راغئ، برهان الدین رباني دغه توپنچه تحفه ورکړه (علامه رشاد، ملي اتل غازي وزیر محمد اکبر خان، ۱۳۸۵کال، ۱۹مخ). کاندید اکاډیمېسن سیستاني په دې اړه لیکي “شاغاسی عزیز! تفنگچه اکبرخان یک اثرتاریخی ونشانهٔ افتخار وپیروزئ افغانها درجنگ اول افغان وانگلیس بود وباید برای فرزندان افغانستان نگهداری میشد. مگر توسط برهان الدین ربانی فقط بخاطر نفرت از شهامت افغانئ وزیراکبرخان به صدراعظم پاکستان بخشیده شد. دورکردن این اثر گرانبهائ تاریخی از موزیم ملی یک خیانت ملی بشمار میرود وباید این عمل ربانی را خوش خدمتی وچاپلوسی به غلامان انگلیس یعنی پاکستان تعبیر کرد و آن را خیانت ملی شمرد و محکوم کرد”.
هېره دي نه وي، دا هم یو روښانه تاریخي حقیقت دئ، چي د غازي وزیر اکبر خان سره په رزمي او حماسي لحاظ د هغه دوه مېړني، جنګیالي او توریالي ملګري، سردار سلطان احمد خان او محمد شاه خان بابکرخېل د افغان- انګرېز د اولي جګړې او د غازي وزیر اکبر خان د لنډ، خو له ویاړه ډګ ژوند تر وروستۍ شېبې پوري مل او مګري ول. دا په داسي حال کښي وه، چي په اداري او درباري لحاظ د هغه وزیر دربار شېر محمد خان شاغاسي هم د غازي وزیر اکبر خان د پرتمین ژوند تر پایه پوري او له څخه وروسته د هغه د زوی سردار جلالدین خان سره مل او مګری وو. سردار سلطان احمد خان د اوڅار ملي اتل د اکا سردار عظیم خان زوی وو، چي پلرنۍ شجره ئې په سردار پاینده خان بارکزي سره یو ځای کېدله، محمد شاه خان بابکرخېل ئې خُسر وو او شاغاسی شېر محمد خان د شاغاسي میرداد خان بارکزي زوی ئې له دنګي ځوانۍ څخه هغه ملګری او عزیز وو چي پلرنۍ شجره ئې د بارکزو په عمر خان نیکه کښي ورسره یوځای کېدله.
د وزیر اکبر خان مور (خدیجه بیګُم) د رحمت الله خان پوپلزي لور وه، چي د افغانستان د صنعت د پلار، نوښتګر او متجدُد پاچا، امیر شېر علي خان مور هم وه، خو په اولس کښي د دې اوڅار ملي اتل (وزیر اکبر خان) تجلا دونه زیاته وه، چي نه یوازي د هغه پلار “امیر کبیر” بلکې ټول افغان اولس هغه د وزیر د مور په نوم پېژندل او یادوله. د وزیر اکبر خان د شهرت همدا پژواک، د هغه له لاسه؛ پر ملا غوټ پرې سوي دښمن ته، حتیٰ په نیرنګ د هغه د وژلو وروسته لا د منلو وړ نه وو. ځکه چي هغه انګرېز استعمار نه یوازي په سیاسي لحاظ پر ملا غوټ پرې کړی وو، بلکه پر نړیوال ستیج ئې د هغه د غرور جوړ کړی لاړ هم دانې وانې کړی او د هغه هاغه نړیوال پرستیژ چي دا لاړ ئې پر پییلي و هم پر ځکه غورځولی وو. له همدې کبله انګرېزانو د خپل لاسپوڅو مؤرخینو پر مټ د بل پلوه تاریخ پر لمن د درواغو داسي تخمونه وکرل چي کلونه وروسته ئې جرړي د ځینو نورو عقده ئي لیکوالانو په وسیله په تکراري توګه سر پورته کوي.
خو له نیکه مرغه، د دښمن په دیکتې او د هغوی د لاسپوڅو او جاسوسانو په لاسونو لیکل سوي تواریخ او د هغو تاریخونو انتقال سوې بڼه د ځینو عقده ئي لیکوالانو په وسیله د یوویشتمي پیړۍ د ویښو، وطندوسته او هیوادپاله افغان لیکوالانو پر مټ د افغان او افغانستان د تاریخ د پاڼو څخه د درواغو او بې بنسټه تورونو د کرلي تخمونو د جرړو په توګه د بیخ او ریښو څخه د راکښلو لړۍ روانه ده؛ چي د اوڅار ملي اتل (وزیر اکبر خان) په اړه د افغانستان د معاصر تاریخ، په ځانګړې توګه د افغانستان د استقلال د استرداد د تاریخ ناب څیړونکي او ملي لیکوال، کاندید اکاډیمېسن اعظم سیستانی د مقالو دا لړۍ ئې تر ټولو ښه او بې ساري بېلګه ده.
د اوڅار ملي اتل وزیر اکبر خان په ننګه د لیکوال، استاد سیستاني د مقالو دا لړۍ د سریزي سربېره په لسو مقالو باندي د سمبال کتاب په توگه د “حماسه اکبر“ تر عنوان لادي په دري ژبه راټول سوی او په (۲۰۲۳ز) کال کښي خپور سو، دا یې د پښتو ژبي ژباړه ده چي “د اکبر حماسه “ تر سرلیک لاندي خپرېږي. د دې اثر اته مقالې د وزیر اکبر خان او د هغه د صادقو او جانبازه یارانو (سلطان احمد خان سرکار او محمدشاه خان غلجي) د سترو کارنامو د ستایني لپاره ځانګړي سوي دي او پکښې د هغو کسانو د پاروونکو ویناوو او تورونو پر وړاندي غبرګون څرګند سوی دئ چي وزیر اکبر خان یې تخریب او تخریش کړی دئ. نهمه مقاله د پردي حاکمیت پر وړاندي په افغانستان کښي د افغانانو د کرکي څرګندولو ته ځانګړې سوې ده. او لسمه مقاله د “غبار” په تاریخ کښي د “پټ درباري گوند” د نکل تاریخي جعل ته ځانگړې سوې ده. د دې کتاب په لسو مقالو کښي لیکوال د هیواد ملي او تاریخي شخصیت، وزیر اکبر خان، او د هغه د ملګرو پر ننګه د دښمنانو تورونو ته تر ډېره جواب وکړی دئ ترڅو د هغو شخصیتونو حق د شخصي ګټو تر پښو لاندي نه سي، او د یوه ملي لیکوال او ناب څېړونکي په توګه یې د انګرېزانو پر وړاندي د افغانانو کړه وړه او د غبار د پاروونکي یادَوني په اړه خپله ملي وجیبه سر ته رسولې ده.
د اکبر خان غازي په توره
وطن آزاد سو دښمنان په تېښته دینه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د لیکوال سریزه:
د اکبر حماسه
د وزیر اکبر خان د ملي شخصیت څخه پر ننگه
د ملي او تاریخي شخصیتو څخه ننګه د ملي عناصرو وجداني دنده ده. د هیواد ملي شخصییتونه او د پوهي او هنر خاوندان، د هغه هیواد تاریخي ستني دي، که دا ستني ونړول سي، د هغه هیواد تاریخ له منځه ځي او هغه هیواد چي تاریخ ونه لري، ویاړ هم نه سي درلودلای. زموږ د تاریخ یو ستر ویاړلی انسان؛ وزیر اکبر خان، د افغان-انګلیس د لومړۍ جګړې ملي اتل، د امیر دوست محمد خان زوی او د سردار پاینده خان بارکزي لمَسی دئ.
وزیر اکبر خان زموږ د هیواد د مباروزو د تاریخ له هغو روښانو او ځلاندو مخونو څخه دئ، چي د انګرېزانو پر وړاندي د کابل د خلکو د پاڅون په مشري او بریالیتوب کښي ئې هیوادپاله او رغنده رول لوبولی وو. وزیر اکبر خان ډېر لنډ، خو له ویاړه ډک ژوند درلود. د وزیر اکبر خان سرګذشت له زړورتیا، مړاني، همت او د وطنپالني له پاک احساس څخه ډک دئ؛ انسان ته د مړاني او زړورتیا روحیه ورکوي. نو د دغه تألیف اصلي انګېزه؛ هاغه ستر ملي شخصیت ته د مؤلف ژور درناوی دئ، چي د دغو کرښو په لیکلو سره به د هغه د مړیني څخه (۱۷۷) کالو وروسته، د هغه یاد ته درنښت سوی وي. د وزیر اکبر خان زړورتیاوي، زورورتیاوي او بریاوي د هغه د اکا د زوی، سردار سلطان احمد خان او د هغه د خُسر، محمد شاه خان بابکرخېل د همدلۍ، همفکرۍ او شجاعانه همکاریو سره تړلي دي. ځکه ویلای سو چي دا درې ملي شخصیتونه په درو تَنو کښي د یو روح په څېر ول.
د دغو درو ملي شخصیتونو آزادۍغوښتنه او د پردیو د سلطې پر وړاندي مبارزې او سیاسي فعالیتونه په هیواد کښي د دغو درو ملي شخصیتونو له شتون سره داسي ګنډل سوي دي، چي نه سو کولای وزیر اکبر خان د هغوی له حضور پرته په سمه توګه څرګند ګړو. که وغواړو چي د وزیر اکبر خان یوه مجسمه جوړه کړو، زما په اند د هغې مجسمې دوې مټي باید سردار سلطان احمدخان او محمدشاه خان وي. ځکه چي هغه دوه صادق او سربازه یاران د وزیر اکبر خان د اندونو او نظریو د پلي کولو لامل ول. سردار اکبر خان د هغوی دواړو له نظر پرته هیڅ کار نه تر سره کاوه، ځکه نو هره بریا چي د سیاست په ډګر کښي د وزیر اکبرخان نصیب سوې ده، د هغوی درو سرو د مشورې، نظر او همکارۍ پایله وه.
ښايي چي ځوانان او د هیواد ویاړلی نسل باید د خپل هیواد تاریخ یوه پلا بیا په غور ولولي، ترڅو سم پوه سي، چي زموږ ګران هیواد خپل پر لمن د تاریخ په اوږدو کښي، په ځانګړې توګه په معاصر تاریخ کښي داسي سترو سړیو ته وده ورکړې ده، چي د وطن مور د هغوی په نوم او کارنامو باندي ویاړ کوي.
خو له بده مرغه زموږ د هیواد د لوستي پوړ په منځ کښي، داسي کسان هم سته، چي د هغه د سرښندنو، او مړانو او لوړ نوم د اروېدو له پاره غوږونه او لیدو له پاره سترګي نه لري او په پلا- پلا د هیواد دا زړور او جانبازه بچی د قلم په نوکه چیچي، ترڅو د هغه په درنښت کښي کمی راولي.
درانه او رښتوني افغانان هيڅکله چا ته اجازه نه ورکوي، چي د هغوی ملي او تاریخي شخصیتونه، چي په جانبازۍ او د خپلو وینو په بهولو ئې دا وطن ساتلی وو او موږ ته ئې ډالۍ کړی دئ؛ څوک دي هغوی ته سپکاوی وکړي او یا دي د هغوی خواته په سپک او ټیټ نظر وګوري.
له هغه وخته چي د پوهنتون د ټولنیزو علومو استاد، ډاکټر جلال الدین صدیقي د کابل پوهنتون له خوا په (۱۳۶۰) کال کښي د “قبیله سالاری” کتاب خپور کړ او په هغه کښي ئې د احمد شاه بابا څخه تر ظاهرشاه پوري بې له کوم تفکیک څخه د “ستمیانو” په سبک او سیاق د افغانستان واکمنان سپک سپاند کړل او ورپسې په (۱۳۶۰) کال کښي د “خراسان” په مجله کښي د ډاکټر اسدالله حبیب پاروونکې مقاله خپره سوه چي د علومو د اکاډمۍ د ځینو غړو د خفګان او غوسې سبب سوې وه، زه د هغو آثارو له لوستلو څخه خورا خواشینی سوم او کله چي مي اکاډیمېسن رشاد او د علومو د اکاډمۍ د نشراتو رئیس، کاندید اکاډیمېسن صدیق روهي هم د هغو آثارو له لوستلو څخه خواشیني ولیدل، له هماغه مهال څخه مي ځان ژمن وګاڼه، چي د رسمي پروژو تر څنګ به خپل یوڅه وخت او انرژي د دښمنانو د بریدونو څخه د خپل ملي او تاریخي ویاړونو پر ننګه کاروم.
د تاریخي او علمي شخصیتونو او ملي ارزښتونو څخه ننګه؛ لکه: ملي استقلال، ملي بیرغ، ملي هویت او د هیواد نوم (افغانستان) د ملي ویاړونو د ساتني له پاره له واجباتو څخه دي. دا کار زما څخه دمخه با صلاحیته اشخاصو او پوهانو؛ لکه: علامه حبیبي د “تاراج تاریخ” په مقاله کښي، میر غلام محمد غبار د ایران د سفیر او د “تاریخ سیاسی افغانستان” د لیکوال سید مهدي فرخ د تورونو په غبرګون کښي او علامه رشاد او داسي ډېرو نورو د تاریخ محققینو او استادانو ترسره کړی دئ او اوس ئې هم داسي پوهان؛ لکه: ډاګټر زیار او پوهاند اسماعیل یون، استاد رفیع الله رفیع او، استاد معصوم هوتک او، استاد خالد رشید، استاد حُسن مبارک شاغاسي او، ډاکټر نور احمد خالدي، ډاکټر سید عبدالله کاظم او، ډاکټر عبدالرحمان زماني، د ملي هویت او، ځمکنۍ بشپړتیا او د هیواد د خپلواکۍ او د هغې د ګټونکي، شاه غازي امان الله په دفاع کښي ترسره کوي. دا ځکه یو معقول کار هم دئ چي د حقایقو په بیانولو سره ځوان نسل له ګمراهۍ څخه وژغوري.
زما د هڅو پایله د کابل پوهنتون د استاد، ډاکټر جلال الدین صدیقي له خوا څخه په (۱۳۶۰) کال کښي د “قبیله سالاری” کتاب له خپرېدلو وروسته او په “خراسان” مجله کښي د ډاکټر اسدالله حبیب د مقالې خپرېدل، چي وزیر اکبر خان ئې پکښي موخه ګرځولی وو، دا سوه چي:
۱: خپل لومړنی کتاب مي “دو نابغۀ سیاسی ونظامئ افغانستان در نیمه قرن ۱۹” تألیف کړ، چي په (۱۹۱۹م) کښي د ایران په مشهد کښي چاپ سو.
۲: خپل دوهم کتاب “رستاخیز قندهار وانقراض سلسلۀ صفویه درایران” مي د میرویس نیکه د ژغورونکو مبارزاتو په اړه تألیف کړ، چي د دانش خپرندویي ټولني له خوا چاپ سو.
۳: خپل دریم کتاب “احمدشاه ابدالی مؤسس افغانستان معاصر” مي د پوهنیار کهګدای په جواب کښي چي د افغانستان د خلکو د بدبختیو پیل په (۱۷۴۷) کښي د افغانستان په نوم د هیواد د رامنځته کېدلو وروسته شمېري، تألیف کړ.
۴: څلرم کتاب “آیا افغانستان یک نام جعلی است” د هغو په جواب کښي دئ، چي د افغانستان د نوم د بدلوَلو په لټه کښي دي، په (۲۰۰۷) کال کښي دانش خپرندویي ټولني خپور کړی دئ.
۵: “دفاع از شاه امان الله و استقلال، وجیبۀ ملئ ماست” د لطیف پدرام د ښکنځلو په جواب کښي، د دانش چاپ، پېښور.
۶: “دفاع از ارزشهای ملی، وظیفۀ عناصر ملی است” د افغانستان پر خپلواکۍ او پاچا امان الله خان باندي د ډاکټر زمان ستانیزي د سپکاوی کوونکو بریدونو په جواب کښي، دانش خپرندویه ټولنه، پېښور.
۷: “حبیب الله کی بود، عیاری از خراسان یا دزدی از کلکان؟” د خلیلي د “عیاری از خراسان” کتاب په جواب کښي، دانش خپرندویه ټولنه، کابل.
۸: “یک نگاه انتقادی برتاریخ غبار” د غبار د تاریخ په دویم ټوک کښي پر علامه حبیبي باندي د حشمت غبار د نیوکو په جواب کښي، دانش خپرندویه ټولنه، کابل.
۹: “نقش تار یخئ وز یر فتح خان وخاندان او در دولت سدوزائئ افغانستان” هم د هغو کسانو پر وړاندي ولیکل سو، چي هغه ئې تخریب کړی وو او دانش خپرندویه ټولني له خوا په کابل کښي خپور سو. دا کتاب د رحمت آریا او حاجی محمد نوزادي له خوا په پښتو وژباړل او خپور سو او وروسته خبر سوم، چي زر ټوکه ئې د یولک افغانیو په بدل کښي د کندهار د معروف د اوسېدونکي، عبدالاحد سرتیپ له خوا یوځای رانیول سوي او د جنوب لوېدیځ او جنوب ختیځ ټولو کتابتونو ته له کندهاره تر ننګرهار او کنړه پوري ویشل سوي دي. د ښاغلي سرتیپ دا کړَنه نه یوازي دا چي زما د خوښۍ سبب سوه، بلکي کولای سم ووایم: چي په اوستریو سلو کلونو کښي افغانان د کوم چا له خوا د یوه کتاب د دونده ښه راغلاست بېلګه نه درلوده.
۱۰: “وزیر اکبرخان قهرمان قیام ملی کابل“ د افغان – اګلیس د لومړنۍ جګړې د مبارزینو یادلیک دئ، چي په (۲۰۱۳) کال کښي د دانش خپرندویه ټولني له خوا خپور سو.
۱۱: “زعمای بزرگ با کارهای سترگ در تار یخ افغانستان معاصر“ د عازم د انشاراتو چاپ، (۲۰۱۷م) کال کابل.
۱۲: “شاه امان الله، اصلاحات وضدیت روحانیت متنفذ با تحولات اجتماعی“ د ټولنیزو بدلونونو پر وړاندي د مجددي حضراتو د کورنۍ د رول د ښکاره کولو له پاره لیکل سوی دئ، په افغان جرمن آنلاین کښي خپور.
۱۳: “تار یخ چیست ومورخ کیست؟” د افغانستان د تاریخي پېښو په اړه د غبار او فرهنگ د ځینو پاروونکو یادوونو په جواب کښي، دانش خپرندویه ټولنه، کابل.
۱۴: “سلطنت پشتونها درهند” د “سنگ شکن” استاد صباح په جواب کښي چي د پښتنو تاریخ ته ئې سپکاوی کړی وو، لیکل سوی دئ، د دانش چاپ ۲۰۱۳.
۱۵: “ملالی جو یا، اسطورۀ شجاعت زن افغان“ د اساسي قانون د تدوین په لویه جرګه کښي د جګړهمارانو د شتون په اړه د هغې د نیوکي په پار (چاپ۲۰۱۰).
۱۶: “سیمای زن افغان درحماسه وتار یخ” په (۲۰۱۵م) کال کښي د دانش خپرندويي ټولني چاپ.
۱۷: “بیست مقاله دربارهٔ شاه امان الله واستقلال“ د پاکستان څخه بېرته راګرځېدلي جهادي لیکوالانو په جواب کښي، د امیري انتشاراتو چاپ، کابل.
۱۸: “جایګاه داودخان در تاریخ نوین افغانستان” د دانش خپرندویي ټولني چاپ، کابل (۲۰۱۵م) کال.
۱۹: “افغانستان یک نام جاویدان“ د افغانستان د نوم د بدلوَلو د هڅو په جواب کښي، په افغان جرمن آنلاین کښي خپور.
۲۰: “حماسۀ “اکبر”” د وزیر اکبر خان په اړه د غبار او ډاکټر حبیب پاروونکو یادوونو ته جواب، په افغان جرمن آنلاین کښي خپور.
علامه رشاد هم دوې رسالې، یوه د “ظفرنامۀ اکبر ومولفش” په دري ژبه، او بله “ملي اتل غازي وزیر محمد اکبر خان” په پښتو ژبه لیکلي دي، چي لومړنۍ ئې په (۱۹۸۶م) کال د علومو په اکاډمۍ کښي چاپ سوه او دوهمه ئې د هغه له مړیني څخه وروسته په (۲۰۰۷م) کال کښي په کندهار کښي چاپ سوې ده.
دا اثر په لسو (۱۰) مقالو کښي وړاندي سوی دئ، اته (۸) مقالې ئې د وزیر اکبر خان او د هغه د صادقو او جانبازو یارانو (سلطان احمد خان سرکار او محمدشاه خان غلجي) د سترو کارنامو د ستایني له پاره ځانګړي سوي دي او په هغو کښي د هغو کسانو د پاروونکو ویناوو او تورونو پر وړاندي غبرګون څرګند سوی دئ، چي وزیر اکبر خان ئې تخریب او تخریش کړی دئ. ما د هیواد د هغه ملي او تاریخي شخصیت د دښمنانو د تورونو جواب تر ډېره وکړی دئ، ترڅو د هغو شخصیتونو حق د شخصي ګټو تر پښو لاندي نه سي. نهمه مقاله د پردي حاکمیت پر وړاندي په افغانستان کښي د افغانانو د کرکي څرګندولو ته ځانګړې سوې ده. او لسمه مقاله د افغانستان د نوم په اړه د “غبار” پاروونکي یادووني ته ځانګړې سوې ده.
دا دئ د هغو درو ملي او تاریخي شخصیتونو په ننګه او هیوادپاله کړه وړه په ستاینه کښي لیکل سوي لیکني د “حماسهٔ “اکبر”” تر عنوان لاندي خپلو هیوادوالو او د هیواد د خلکو د هیوادنۍ او ملي مبارزې د تاریخ ساتونکو ته وړاندي کوم.
کاندید اکاډیمېسن سیستانی
ګوتنبرګ ښار سویډن
۲۶/۰۷/۲۰۲۳
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لومړۍ مقاله:
د وزیر اکبر خان د مېړاني او ستر کړه وړه بېلګي
چا چي هري سنګهـ او مکناټن کولمې شلولي دي
چا چي پیرنګیان او سِکان دواړه شرمولي دي
چا چي په زلزل کړله پنجاب، هند، انګلستان
هغه بریالی غازي پښتون دئ اکبر خان
خانمیر خان هلالي
د وزیر اکبر خان شخصیت او کړه وړه:
وزیر اکبر خان په رښتیا هم زموږ د هیواد د نونسمي میلادي پېړۍ د تاریخ یوه ځلانده او پرتمینه ملي بېلګه ده. هغه له دنګي ځوانۍ څخه د هیواد سیاسي حوادثو ته ورودانګل سو او اتفاقاً خپل په ټولو پوځي فعالیتونو کښي له دې ازمویني څخه په لوړ سر او ویاړ بریالی سوی دئ.
لکه په پیل کښي چي یادَونه وسوه، هغه په شپاڼس یا ولس کلنۍ کښي د شاه شجاع پوځ ته پر کندهار ماته ورکړه او د هغه دغه بریا وروسته له هغه وه، چي د جلالآباد والي، نواب محمد زمان خان، چي ځان ئې په کلا کښي خوندي او له هغه ځایه ئې د امیر دوست محمد خان پر وړاندي جګړې ته دوام ورکاوه، مات کړی وو. په شل کلنۍ کښي ئې د خیبر د درې په پوري غاړه کښي په یوه تن په تن جګړه کښي “هري سنګهـ” ته ماته ورکړه او وئې واژه او په دوویشت کلنۍ کښي کله، چي زموږ پر هیواد د سیکهانو او انګرېزانو د ځواکونو له لوري له دوو خواوو څخه تېری سوی وو، د سیکهانو د لښکرو د مخنیوي له پاره د خیبر تر درې پوري مخته ولاړ، خو د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دښمنانو هغه ته د جګړې د پیلېدلو دمخه زهر ورکړل او د مرګ تر پولي ئې ورساوه، خو له نېکه مرغه مړ نه سو، تر څو یوه پلا بیا د تاریخ په ستره ازموینه کښي بریالی سي.
ورپسې په هماغه کال کښي د بُخارا د پاچا زندان ته ولوېد او په بُخارا کښي له دوو کالو بند وروسته وژغورل سو او بېرته هیواد ته را ستون سو او د کابل د لویانو او مشرانو په غوښتنه، د انګرېزانو پر وړاندي ئې د ملي پاڅون مشري په (۱۹۴۱ز) کښي پرغاړه واخیستله. مکار او چمباز مکناټن ئې د افغاني سیاست په لومو کښي را ښکېل کړ او مخکي له دې چي د دښمن د غشي موخه وګرځي، د هیواد درغلن دښمن ئې وواژه او له هغه څخه راوروسته د افغانستان د ټول حقپال اولس د سترګو تور سو.
ان تر دې چي د انګرېز یرغملو پر وړاندي د وزیر اکبر خان د ښېګڼو او ښې ځوانۍ چلند د دې لامل سو، چي هماغه دښمن لا چي د شپاڼسنیم زره کسیزه پوځ څخه ئې یوازي یو تن، ډاکټر برایډن روغ وتلی وو؛ بیا هم په درنښت د هغه یادَونه وکړي. وزیر اکبر خان د جلالآباد پر لار د (۴۴) نارینو او ښځینو انګرېزانو، چي د هغه څخه یې د ملاټر غوښتنه کړې وه، له هغوی څخه ئې ساتنه وکړه او پرې ئې نه ښودل، چي څوک دي هغوی ته تاوان ورورسوي. څرګنده ده چي یرغمل کسان د وزیر اکبر خان له پاره ارزښتناکه بندیان ول، خو کله چي به د مېلمهپالني خبره رامنځته کېدله، مېلمهپالنه ئې کوله. ان کله چي ئې په جلالآباد کښي د جنرال سېل له خوا ماته خورړلې وه او ټپي سوی وو، په جلالآباد کښي د مجاهدینو د مشرانو له ټول ټینګار سربېره د انګرېز یرغملو ربړولو او وژلو ته د مېرمن سېل په ګډون، چمتو نه سو. مېرمن سېل په خپل لیکلي خاطراتو کښي له سردار اکبر خان څخه په درنښت داسي یادونه کوي: چي “په ځانګړې توګه د نوموړي سردار ده ته پام وو، چي بندیان دي بې موجبه ونه ځوروول سي او د مېرمنو پت دي له هر ډول تېري څخه خوندي وي.”[1]
لوشنګټن، د “کوچني هیواد لویه جګړه” کتاب لیکوال د وزیر اکبر خان د اخلاقو او کړه وړه په اړه داسي لیکلي دي: “هغه سړی چي د لښکر د پرځولو لومه یې اچولې وه، د لومي په درشل کښي د هغو کسانو مېلمهپالنه ئې کول، چي لاس ته ورتلل او تر ډېره ئې ښه ورسره کول. یوه پلا ئې هغه ته “لوټننټ ملویل” ټپي راووست، محمد اکبر خان په خپل لاس د هغه ټپونه وتړل او د لطف او عنایت سربېره یې په زړه سوي د هغه پر ټپونو “لته دود” کښېښود. د هغه چلند تر ډېره او په ټوله کښي همدغه راز وو. سردار اکبر خان له انګرېز بندیانو سره داسي مناسب چلند کړی وو، چي په پرمختللي هیوادونو کښي ئې د جنګي بندیانو سره کوي او که د هغه دا ډَول چلند د نورو لویدیځو واکمنانو، د بېلګي په توګه د “حیدر” یا “ټېپو سلطان” سره پرتله کړئ، نو د افغان مشر ستر اخلاق او کړه وړه به په ښه توګه درته څرګند سي.” [2]
هغه څه چي د همدې لیکوال د حیرانتیا سبب ګرځېدلي، دا وه، چي سردار محمد اکبر خان ولي د ډېرو خلکو کړولو ته راضي وو خو د هغوی پر کوچنۍ پاته سوي ډلي ئې دونه لطف او شفقت کاوه؟ جواب څرګند دئ؛ سردار اکبر خان د افغاني خوی په درلودلو غچ وا نه خیست (څرنګه چي ټول افغانان د هغو خلکو له غچ اخیستني څخه ورتېرېږي او ووبخښي ئې، چي پنا ئې ورته راوړې وي)، خو د ډېرو وګړو په له منځه وړلو ځکه راضي وو، چي خپله ملي او وطني دنده ئې تر سره کوله. سردار اکبر خان د لغمان په بدیعآباد کښي له انګرېز بندیانو سره داسي ښه چلند کاوه، چي د یوه افغان سردار سره ښايي. د ټپیانو خبر به ئې اخیست، مېرمنو ته به ئې ډاډ ورکاوه او له ماشومانو سره به ئې پر مځکه کښېناست او له هغوی سره به ئې لوبي کولې او د انګرېزو ماشومانو او مېرمنو درنښت ته به ئې د هغوی د پت د ساتني په پار، چي په افغانستان کښي یوه ملي وجیبه ده، اړینه پاملرنه کوله.
انډرسن، د نیول سوو بندیانو په ډله کښي یو تن انګرېز افسر وو، چي څلور کلنه لور ئې هم د (۱۸۴۲ز) کال د مارچ د میاشتي په اتمه نېټه د کابل په “درهٔ خورد” کښي د افغان غازیانو لاس ته لوېدلې وه او د سردار اکبر خان په هدایت کابل ته استول سوي هغې نجلۍ د نواب محمد زمان خان په کور کښي ژوند کاوه او د نواب کورنۍ ئې په مینه پالنه کوله. له دې چي مور او پلار ئې ډېر اندېښمن ول، سردار محمد اکبر خان د یوه لیک په استولو سره د نائب امین الله خان څخه په ډاډمنو لاسونو د هغې نجلۍ د وراستولو غوښتنه کړې وه. په دې اړه داسي یو مکتوب هم سته، چي د سردار محمد اکبر خان په لاس لیکل سوی دئ، چي متن به ئې تر سترګو تېر کړو:
“مکشوف ضمیر تخمیرعالیجاه معلی جایگاه حشمت دستگاه امیرالامراء العظام مؤالفت فرجام عموی صاحبی ام، نایب صاحبی حفظ هللا تعالی نیاز می دارد از جمیع عوارضات زمان در امان ملک منان بوده شادکام باشند. بعد ها مشهود می دارد که در باب دختر اندرسن صاحب فرنگی که در درهٔ خورد کابل به دست عالیجاه رفیع جایگاه دوستی آگاه محمد عمرخان، ولی عالیجاه حشمت دستگاه میر احمدخان افتاده واز آن تاریخ تا حال متعلقان او که درتصرف می باشند نهایت نا آرامی میدارند و قبل از این هم قلمی شده بود. حال هم قلمی می گردد که لازم به الزم به هر نحو که می دانند همان دختر اندرسن را به صیانت آدمان معتبر به زودی روانه نمایید که هر آئینه خوش نماست واگر نرسد بسیار نا لایق وبی مناسب است. الحمدالله خود دانا و هوشیار می باشید. در این باب بسیار سعی و اهتمام بلیغ به کار برند واز این طریق خاطر خود را به هر باب جمع داشته احوالات سلامتی خود را با رویداد و کوایف آن طرف قلمی و ارسال دارند و در باب فرستادن دختر اندرسن تغافلی واهمالی نخواهند نمود که از جمله لوازمات است زیاده ایام به کام باد برب العباد.”
په دغه مکتوب کښي سردار محمد اکبر خان په خپل مُهر او د هغه وخت په رسمي الفاظو نائب امین الله خان ته درناوی کړی دئ، هغه ئې اکا ګڼلی او د “کاکا بللي” په توګه ئې یاد کړی دئ، او په ډاډمنه توګه ئې د انډرسن د لور د هرومرو او ژر تر ژره وراستولو غوښتنه ورڅخه کړې ده. د دغه ځانګړي لیک د لهجې څخه د سردار غازي اکبر خان احساسات د دښمن د ژوند د روغتیا او جوړتیا او د هغوی ناموس ته د درنښټ څرنګوالی په سمه توګه څرګندېدلای سي او دا څو کرښي هغه ویاړلی سند دئ، چي د دغه مجاهد سردار مقام ئې د هغه دښمنانو ته په خورا درنښت لوړ کړی دئ. نجلۍ د (۱۸۴۲ز) کال د مې د میاشتي په لسمه نېټه خپلو والدینو ته ورورسېده، او مور او پلار ئې له خوشحالیه په جامو کښي نه ځائيدل. د نواب محمد زمان خان کورنۍ کوچنۍ نجلۍ ته ورزده کړي وه، چي که چا ورڅخه وپوښتل ودي وايي: “مور او پلار مي کافران دي، خو زه مسلمانه یم.” [4]
د جنګي بندیانو پر وړاندي د سردار اکبر خان د اخلاقو او کړه وړه د څرنګوالی او د هیواد دښمنانو ته د هغه د مېلمه پالني په اړه د انګرېزو لیکوالانو له قلم څخه داسي کرښي لیکل سوي دي، چي د هغه رښتیاوو ګواهي ورکوي، چي موږ ئې په اړه څرګندونه کوو. بريدمن اېر (هغه ټپي سوی بندي چي سردار اکبر خان ته ئې پنا وروړې وه او ژوندی پاته سوی وو) وايي چي:
“اکبر خان د هغه اخلاق او انسانیت څخه چي ورڅخه، لوړه کچه ښکاره کېدلای نه سي، د بندیانو پر وړاندي څرګندول. لکه څنګه چي بندیان او د هغوی ساتونکي د کابل له پر جوشه سیند څخه تېرېدل، هغه ډېر اندېښمن وو، چي داسي نه چي کوم بندي ډوب سي، تر څو چي ټول په خوندي توګه له سیند څخه تېر سول.”
اېر د ډیسمبر د (۲۳) د غونډي د یوه بندي، مکینزي له خولې لیکي:
“زه باید د محمد اکبر خان په اړه دا په انصاف ووایم: چي کله غازیانو زما د وژلو لپاره برید وکړ، ما ځان د هغه پښو ته ورورساوه (یعني هغه ته مي پنا وروړه)، هغه په زړورتیا توره له تیکي راوایسته او د خپل سر پر شاوخوا ئې راوڅرخوله او وئې ویل: هیڅوک هغه ته تاوان نه سي رسولای، مګر دا چي لومړی زما چاره وکړي (ما ووژني!). غرور د محمد اکبر خان پر اخلاقو هغه وخت غلبه وکړه، چي ډاډمن سو چي نور، نو کوم خطر ما نه ګواښي او په پسخند ئې ماته وويل: تاسي راغلي واست چي زموږ هیواد ونیسئ!؟. ” [5]
کهزاد د لوشینګټن له خولې لیکي:
“… په داسي حال کښي چي د وژل سوو او نیول سوو خپل او خپلوان د اکبر په نوم په بیره او ترهګرۍ بد وايي او د خپلو خبرو له پاره کوم دلیل هم نه لري، خپله بندیان د مساوي حیثیت په درلودلو سره د مېلمنو په ډَول د خپل کوربه مخته ناست دي او د هغه سره یوځای خوراک او څښاک کوي. د انګرېزي لښکر تباه کوونکی او د انګلیستان د استازي، مکناټن وژونکی، پر مځکه د هغو ماشومانو سره، چي ژوند، مرګ او خلاصون ئې د هغه له یوې خبري سره تړاو درلودئ ناست وو، لوبي ئې کولې او پر هغوی ګران وو.” [6]
سردار اکبر خان ان افغانستان ته د انګرېزانو له راتګ دمخه لا د بهرنیانو پر وړاندي په خورا درنښت چلند کاوه. چارلس مېسن، لرغونپوه او په (۱۸۳۴ز) کال کښي د امیر دوست محمد خان و دربار ته د برنس د پلاوي د راتګ لیکوال وو، چي څه مهال پر کابل پاته سوی وو او د کابل د بالا حصار (لوړه کلا) پر شاوخوا ئې د لرغونپوهني پلټني ترسره کړي وې، چي په پایله کښي ئې د څو ښځینه سرمجسمې، ځیني لوښي او ځیني نور شیان موندلي ول. کله چي سردار اکبر خان د هغه له دې موندنو څخه خبر سو، هغه ئې خپل حضور ته راوغوښت او د مجسمو سرونه چي د سرو زرو په ورقه پوښل سوي ول وکتل او وئې ویل: “کاشکي په حقیقي نړۍ کښي هم داسي ښکلو شیانو شتون درلودلای.” مېسن وايي، چي سردار اکبر خان او د هغه اکا، نواب جبار خان د بهرنیانو په پالنه او د هغوی د ستونزو په هوراولو کښي ئې خورا ډېره هڅه کوله او څېړونکو او پوهانو ته ئې د خپل کار د ترسره کولو له پاره هر ډَول آسانتیاوي رامنځته کولې. مېسن هغه ارزښتناکه شیان له خپل ځانه سره کلکتې او ورپسې لندن ته یووړل. [7]
د “پادشاهان متأخر افغانستان” د کتاب لیکوال د سردار اکبر خان په اړه لیکي:
“وزیر اکبر خان وړ، پوه او هوښیار سړی وو؛ په دنیوي چارو کښي د اولنو په لار روان و او د کلک هوډ او عقل په شان ئې بله مور نه وه زېږېدلې.” [8]
سردار اکبر خان نر او سخي سړی وو. کله چي د هغه خادم او ساتونکي، پیرمحمد کاکړ پر هغه باندي د شا له خوا څخه ټک وکړ او سردار ټپي، خو له مرګه بچ سو. کله چي پیرمحمد ومنله چي هغه انګرېزانو د پیسو په بدل کښي تېر ایستلی دئ، نو هغه ته ئې بخښنه وکړه او له مرګه ئې ورتېر سو. لنډه دا چي وزیر اکبر خان د خپل لنډ دېرش کلن ژوند په اوږدو کښي د خپل عمر د دوهمي برخي پینځلس کاله په ویاړ او سرلوړۍ د هیواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د بریالیتوبونو او سرښندنو څخه په ډکه ننګه، د پردي پالو او يرغلګرو پر وړاندي په نه پخلاکېدونکي ضدیت، په توره سمبال، تل د ملي يووالي او هیواد د دښمنانو پر وړاندي مبارزې ته چمتو ژوند وکړ. د هغه د زړورتیاوو او مېړنیتوبونو خاطرې د هغه د هیوادوالو په زړونو او ذهنونو کښي د یوه غازي، مېړني او انګرېزانو د سرسخته دښمن په توګه هغه دونه دروند او ستر کړ، چي د (۱۸۴۱-۱۸۴۲ز) کلونو د ملي پاڅون د بریا سره سم، د هغه د کړو وړو څخه رزمنامې او حماسې د “اکبرنامه” (د حمید کشمیري لخوا چي په ۱۲۶۰ هجري / ۱۸۴۳ میلادي کال کښي لیکل سوې) او “ظفرنامهٔ اکبری” (په ۱۲۶۳ هجري / ۱۸۴۶ میلادي کال کښي، د وزیر اکبر د مړیني د کال سره سمه، د ډیلۍ د آګرې د اوسېدونکي قاسم علي له خوا ترتیب سوې) په نومونو ولیکل سوې او د هغه نوم ئې د انګرېز پر وړاندي د پاڅون د یوه “اوڅار ملي اتل” په توګه “تلپاتی” کړ.
رشتیا، د سردار اکبر خان په اړه لیکي:
“دا هغه (د عبدالله خان اڅکزي د ټپي کېدلو) وخت وو، چي د افغانستان د اقبال او ویاړ ستوری له شماله را ښکاره سو او د زړورو افغانانو بې روحه تن او بې سروسامانه بدن ته ئې، یوه نوې روح او یو بې جوړې سردار ډالۍ کړ. دا ستوری، یا ښه به دا وي چي ووایو دا ستوري؛ سردار اکبر خان او د هغه د اکا زوی، سردار سلطان احمد خان بن سردار محمد عظیم خان بن ارواښاد پاینده خان زامن ول.”[9]
وزیر محمد اکبر خان د (۱۸۴۱ز) کال له ډسمبر میاشتي څخه د انګرېزانو پر وړاندي د کابل د خلکو د پاڅون په بریالیتوب کښي رغنده رول ولوباوه. هغه یو له هغو تر ټولو ځوانو ملي مشرانو څخه وو، چي په (۲۵) کلنۍ کښي د انګرېزانو پر وړاندي د پاڅون د مشرۍ لپاره غوره سو او خپل رول ئې د دښمن په ماتولو او له افغانستان څخه د انګرېزو پوځیانو په سمدستي ایستلو کښي په لوړ سر او بریالیتوب ولوباوه. هغه د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کښي زموږ د خلکو د مبارزو د تاریخ یو له هغو روښانو او ځلاندو تاریخي څېرو څخه دئ، چي د وطن تاریخ ئې له وزیر فتح خان وروسته په یاد نه لري. البته نورو مېړنیو چي د وزیر اکبر خان سره اوږه په اوږه له هیواده د انګرېزانو په شړلو او د شاه شجاع د لاسپوڅي رژیم په نسکورولو کښي جنګېدلي او مړاني ئې رامنځته کړي دي، په درنښت د یادَولو وړ دي، چي په خپل ځای به د هر یوه په اړه په متن کښي ولولئ.
وزیر اکبر خان د هیواد له پراختیا او سمسورتیا سره ډېره مینه درلوده. د “سراج التواریخ” د لیکوال په وینا، د جلالآبا “باغ سراج [سراج بڼ]” د وزیر اکبر خان له عمراني یادګارونو څخه دئ.
وزیر اکبر خان په دنګه ځوانۍ کښي، په (۱۸۴۶ز) کال کښي د دېرشو کالو په عمر په لغمان کښي له نړۍ سترګي پټي کړې او د هغه جنازه ئې مزار شریف ته د فیل پر شا انتقال کړه او د هغه د خپل وصیت سره سم د حضرت علي کرم الله وجه په روضه کښي خاورو ته وسپارل سو. [10]
انګرېزانو دا اوازه خپره کړه، چي وزیر خپل پلار، امیر دوست محمد خان له زوی سره د اختلاف له امله د خپل ډاکټر له خوا مسموم کړی دئ، په داسي حال کښي چي انګرېزانو د خپل (۱۶) نیم زره کسیزه پوځ د له منځه وړلو د غچ اخیستلو په پار د امیر دوست محمد خان د هماغه ځانګړي ډاکټر له خوا، چي د انګرېز جاسوس وو، پر وزیر باندي زهر خوړلي وه.
اروا ئې ښاده او یاد ئې تلپاته!
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دوه یمه مقاله:
د وزیر اکبر خان په اړه د یوه انګریز بندي خاطرات
سردار محمد اکبر خان د سردار سلطان احمد خان او محمد شاه خان بابکرخېل سره یوځای د (۱۸۴۲ز) کال په ژمي کښي د انګرېزانو سره لاروي وه، او لکه څنګه چي پوهېږو د کابل – جلال آباد د لاري په اوږدو کښي د شپاڼسو زرو برتانوي سرتېرو له ډلې څخه يوازې يو پرهرژلی او نیم ژوانده کس د ډاکټر براېډن په نوم د جلال آباد پوځي کمپ ته ورسېد او د برتانوي پوځيانو د تباهۍ خبر یې جنرال سېل ته ورساوه. سردار اکبر خان مخکي له دې چي جلال آباد ته ولاړ سي، لغمان ته ولاړ او انګریز بندیان چي شمېر يې د جنرال سېل او مکناټن د مېرمنو او اوه تنه نارینه او ښځینه انګرېز افسرانو او ماشومانو په شمول (۴۴) تنو ته رسېدئ د لغمان د بدیع آباد په کلا کښي (چي د محمد شاه خان اړوند وه) ځایپرځای کړل. دغه بندیان څلور میاشتې په دې کلا کښي بندیان وه او د محمد شاه خان له خوا اعاشه او اباته کېدل.
هغه معلومات چي پر دې مهال د سردار اکبر خان کمپ ته رسېدل؛ په پېښور کښي د دښمن د مرستندویه ځواکونه نکل یې کاوه چي د جلال آباد پر لور د حرکت لپاره چمتو وه. د بل هر اقدام له کولو څخه دمخه، سردار اکبر خان د خیبر د درې بندلو ته پام سو او پر همدې بنسټ یې د طره باز خان مهمند پر ځای چي د انګرېزانو په چوپړ کښي و، د هغه د غوږونو د تاوولو په پار، سعادت خان مهمند چي له هر لوري د ملي مشرانو د اعتماد وړ و وټاکه. او سعادت خان وکولای سول چي انګریز سرتېرو او د هغو پلویانو ته کلک جواب ورکړي. [11]
لغمان ته د سردار اکبرخان راتګ د ختیځو ولایتونو په خلکو کښي د انګرېزانو پر وړاندي ځانګړی جوش رامنځته کړ او د سپین غر او تورغر له درو څخه د بېلابېلو پښتنو قومونو مشران د خپلو قومونو سره یوځای ډلي ډلي د مجاهد او غازي سردار پر شاوخوا راټول سول. د جنورۍ په اتلسمه نېټه سردار اکبر خان د پنځه زره سپاره او شاوخوا لس زره پیاده ځواکونو سره د لغمان څخه د جلال آباد پر لور رهي سوه ترڅو د جنرال سېل په مشرۍ د دښمن د ځواکونو څخه د جلال آباد د تخلیه کولو چاره ترسره کړي.
کله چي سردار اکبر خان ته خبر ورکول سو چي دښمن په پېښور کښي د پوځ په سمبالولو بوخت دئ، نو سمدلاسه یې سردار سلطان احمد خان او محمد شاه خان غلجی د درو زره مجاهدینو په مشرۍ د خیبر درې د پیاوړي کولو لپاره ولېږل. بیا سردار محمد اکبر خان د یوه انګریزي بندي له لاري جنرال سېل ته پیغام واستاوه چي که ښار تخیله او دښمن تسلیم سي، نو ضمانت به ورکړي چي د خیبر درې بلې غاړې ته به انګریز پوځیان ژوندي وسپاري، خو جنرال سېل چي د کابل د پوځ د تباهۍ صحنه یې د خپلو سترګو پر وړاندي لیدله، د داسې اقدام جرأت یې نه درلود.
د مارچ په میاشت کښي جنرال سېل یوه دسیسه پیل کړه او د سردار اکبرخان ساتونکي، پاینده محمد ته یې د سردار د له منځه وړلو لپاره د سل زره روپیو ژمنه ورکړه. پاینده محمد یوه ورځ پر سردار د شا له خوا هغه مهال ډز وکړ چي سردار پر آس د سپریدلو په حالت کښي و خو مرمۍ د سردار پر بازو ولګېده، خو له نېکه مرغه چي مړ نه سو. بریدګر ونیول سو او وه یې منل چي د انګرېز له خوا غولېدلی دئ. سردار اکبر خان هغه ته له ښې ځوانیه بخښنه وکړه، مګر سردار سلطان احمد خان نورو غدارانو ته د عبرت لپاره، هغه د توري تیغ ته برابر کړ. [12] انګرېزانو تبلیغ وکړ چي دا د شاه شجاع کار و، په داسي حال کښي چي شجاع پر کابل د خپل بې وسه ځان د ژغورلو په لټه کښي و.
د اپریل په پنځمه جنرال پالک له خپلو لسو زرو پوځیانو سره د خیبر د درې ساتونکو ته ماتې ورکړه او د جلال آباد په لور را روان سو. د اپرېل په اوومه د لمر د راختلو څخه مخکي، د انګرېز محصور پوځونه د کابلۍ او پېښورۍ دروازو څخه په چټکۍ ووتل او په داسي حال کښي چي ډېری غازيان په خوب ويده وه د غازيانو کمپ يې د ټوپک او توپ تر اور لاندي کړ. سردار اکبر خان په ټپي ځان مقابلې ته ودرېد، خو د دښمن د تمبولو هڅه يې کوم ځای ته ونه رسېده چي په پايله کښي یې د مجاهدينو په کمپ کښي ماتې رامنځته سوه او کمپ انګرېزانو اشغال کړ. [13]
سردار اکبر خان چي دا مهال یې خپل یو شمیر جنګیالي له لاسه ورکړي وه، موضوع کابل ته ګزارش کړه او د کابل میشتو ملي مشرانو څخه یې مرسته وغوښته خو له بده مرغه چي له کابل څخه سردار اکبر خان ته هیڅکله داسي مرسته ونه رسیده. ځکه چي په کابل کښي د دغې پیښي څخه درې ورځې وړاندې (د اپریل په ۴مه) شاه شجاع وژل سوی و او د هغه وژل کېدل پر دوو ډلو د کابل د مجاهدینو د ویشل کیدلو لامل سوی و. یوې ډلې د نایب امین الله خان لوګري او بلې ډلې د نواب محمد زمان خان بارکزي ملاتړ وکړ او د اختلافاتو شدت دومره زیات سو چي څلویښت ورځې د کابل په لوړه کلا (بالاحصار) او کابل ښار په کوڅو کښي د ښکیلو خواوو ترمنځ د هغوی د پلوي کولو پر سر جنګ او جګړه روانه وه او سردار اکبر خان ته د مرستې مسئله په بشپړه توګه هېره سوه. کله چي سردار اکبر خان له دې حالته خبر سو، نو پرېکړه یې وکړه چي د انګرېز بندیانو او شاوخوا ۳۰۰ جهادي جنګیالیو سره یو ځای کابل ته را ستون سي.
د وزیر اکبر خان په اړه د بریدمن اېر خاطرات:
بریدمن وینسینټ اېر يو له هغو انګرېز افسرانو څخه و چي د (۱۸۴۲ز) کال د جنورۍ په مياشت کښي د کابل – جلال آباد پر لاره ټپي سو او د هغو بندیانو په ډله کښي راغی چي د سردار اکبر خان تر ساتنې لاندي وه. هغه د (۱۸۴۱ز) کال د نومبر له دوهمي څخه د (۱۸۴۲ز) کال د سپټمبر تر ۲۲ پوري د کابل د پاڅون پېښي هره ورځ ثبتولې او دغه یادښتونه هماغه کال په انګلستان کښي خپاره سول. هغه خاطرات په (۲۰۰۷ز) کال کښي د ښاغلي محمد نسیم سلیمي له خوا د “په افغانستان کي د یوه بندي خاطرات” تر سرلیک لاندي پښتو ژبي ته وژباړه سوه او خپاره سول او یوه کاپي یې ماته رالېږلې ده، چي د ښاغلي سلیمي له لیوالتیا څخه د منني په ترڅ کښي، زه د وزیر اکبر خان په اړه د هغو یاداشتونو ځیني مهم ټکي د هیوادوالو د پوهاوي لپاره رابرسیره کوم. اېر وايي چي:
“د اپریل په ۱۱مه سردار اکبر خان او سردار سلطان احمد خان او محمد شاه خان بابکرخېل د انګرېز بندیانو سره یو ځای د نظام د ۳۰۰ سپاره ځواک په مشرۍ له لغمان څخه کابل ته روان سول”. بریدمن اېر لیکي: “موږ د اپریل تر ۱۱مي پوري د بدیع آباد په کلا کښي بندیان پاتي سوو. په همدې ورځ د ماسپښین دوه بجې مو بیا سفر پیل کړ. سردار اکبر خان د شلې د هاغاړي پر یوه لوړه ناست و. موږ د شلې څخه ور واوښتو او تر څنګ یې تېر سوو، هغه ناروغ ښکاریده او کله چي موږ ورته سلام وکړ نو په ورین تندي زموږ د سلام جواب راکړ”. د اېر په وینا “د مارچ په ۱۳مه پر سردار د خپل نوکر له خوا ډزې سوي وې چي د هغه ښی مټ یې ټپي کړی و. هغه ته [بریدګر] ته د شاه شجاع لخوا یو لک روپۍ رشوت ورکړل سوی و (انګریزانو دا افواه ځکه خپره کړه چي داسي نه چي سردار اکبر خان به، د دې دسیسې په جرم، انګریز بندیان اعدام کړي) مګر د افغاني دود سره سم د نوموړی کس سر غوڅ کړل سو.” [14]
بریدمن اېر په بل ځای کښي لیکي:
“سردار محمد اکبر خان او د هغه د اکا زوی سلطان احمد خان چي نږدې ملګري یې سلطان جان بولي، د دې په پار موږ د لغمان د بدیع آباد تر کلا پوري بدرګه کړو چي موږ ته د امکان تر حده اسانتیاوي برابرې کړي. سلطان جان ډیر ښکلی او لوړ کس و او په هماغه کچه ساده سړی دئ. سلطان جان او سردار اکبر خان دواړه تمکینه او مهربانه خلک دي، خو دوهم کس (سردار اکبر خان) په خپل چلند کښي ډېر شریف سړی و او هیڅکله یې له انګرېزانو څخه ناوړه ګټه پورته نه کړه او تل یې د هغوی نومونه په درنښت یادول.” [15]
اېر خپل د اپرېل د ۲۱ نیټې په یاداشت کښي لیکي:
“نن سهار د اپرېل ۲۱مه، سردار اکبر خان یوه جرګه جوړه کړه چي پکښې مېجر پوټینجر هم حضور درلود. سردار په هغې ناسته کښي په دردمنه توګه وویل: زما هیوادوالو زه یوازي پریښی یم او زما سره یې خیانت وکړ. که څه هم ما تر اوسه پوري د مختار وزیر په وژلو او د انګرېزانو د پوځ په ړنګولو کښي د کابل د مشرانو په خوښه عمل کړی دی، خو هغوی بیا هم زما ملاتړ نه کوي. او هوډ یې وکړ چي هر کله واک ته ورسېږي، له هغوی سره به داسي څه ترسره کړي چي نور به پانیات سي.” [16]
بريدمن اېر زياتوي چي “د اپريل په ۲۵مه نېټه له لوديانا څخه يو قاصد وزير اکبر خان ته يو ليک راووړ. کله چي لیک ولوستل سو، پکښې لیکل سوي وه چي: لس ورځي کیږي چي د اکبر خان کورنۍ په هندوستان کښي ډوډۍ نه ده خوړلې. د دې خبر له اورېدو وروسته موږ ټولو وویل چي دا لیک درواغ او جعلي دئ. سردار په دردَمن ږغ وویل: که زما کورنۍ له منځه ولاړه سي او که نه، زه به له خپلې پرېکړې څخه پر شا نه سم. ورپسې داسي لکه هیڅ هم چي نه وي رامنځته سوي، خپلو پخوانیو خبرو ته یې دوام ورکړ او ماته یې وویل: د جنرال سېل د توپونو د ډزو په پایله کښي زموږ مرګ ژوبله له ۳۰ تر۴۰ کسانو رسېده، مګر د هغو مرمیو په پایله کښي چي د لوړي کلا څخه پر موږ توغول کېدلې، زموږ ځواکونو ته یې ځاني او مالي تاوان خورا لږ و. [17] که څه هم هغه (سردار اکبر خان) د خپلي ماتي لامل د قسمت کار باله، خو د یوه زړور نارینه په څېر یې په لوږ غږ چي د داسي مېړنیو خلصت دئ، د جنرال سېل تر مشرۍ لاندې د انګریزي پوځیانو زړورتیا وستایله.“ [18] بريدمن اېر وايي: “اکبر خان د هغه اخلاق او انسانیت څخه چي ورڅخه لوړه کچه ښکاره کیدلای نه سي د بندیانو پر وړاندي څرګندوي. لکه څنګه چي بندیان او د هغوی ساتونکي د کابل له پر جوشه سیند څخه تیریدل، هغه ډېر اندیښمن و چي داسي نه چي کوم بندي ډوب سي تر څو چي ټول په خوندي توګه له سیند څخه تېر سول.“ [19]
اېر د مکینزي (د ډیسمبر د ۲۳ د غونډې یو له بندیانو څخه چي په پایله کښي یې مکناټن ومړ) له خولې لیکي:
“زه باید د محمد اکبر خان په اړه دا په انصاف ووایم چي کله غازیانو زما د وژلو لپاره برید وکړ، ما ځان د هغه پښو ته وروساوه (یعني هغه ته مي پنا وروړه)، هغه په زړورتیا توره له تیکي راوویسته او د خپل سر پر شاوخوا یې راوڅرخوله او ویې ویل: هیڅوک هغه ته زیان نسي رسولای، مګر دا چي لومړی زما چاره وکړي (ما ووژني!). غرور د محمد اکبر خان پر اخلاقو هغه وخت غلبه وکړه چي ډاډمن سو چي نور نو کوم خطر ما نه ګواښي او په پسخند یې ماته وويل: تاسو راغلي واست چي زموږ هیواد ونیسئ!؟. ” [20]
مکینزي پوهیده چي د پښتونولۍ پر بنسټ؛ کله چي څوک یو پښتون ته پنا یوسي، پنا غوښتونکی که د هغه دښمن هم وي، ننګه یې د پښتانه دنده ده.
بريدمن اېر پخپل خاطراتو کښي کښلي دي چي د “خورد کابل” له درې څخه د انګرېزي پوځونو د تېرېدلو پنځه میاشتي وروسته، د انګرېز پوځیانو دومره مړي پراته وه چي له بده بوی او ککړتیا څخه یې له هغه ځایه تېرېدل ډېر سخت او ستونزمن وه. خپله بریدمن اېر په دې اړه دا ډَول لیکي:
“له “سه بابا” څخه تر “تیزين” پوري چي مو د ١٦ کيلومترو لاره مزل کړه، واټ د انګرېزي کوپړو او جسدونو څخه ډک و او فضا یې دومره بوینه او له بده بویه څخه ډګه کړې وه چي انسان په سختۍ سره کولای سوای چي ورڅخه تېر سي.”
د بریدمن اېر د ورځنیو یاداشتونو پر بنسټ؛ وزیر اکبر خان د مې د میاشتي پر پنځمه له تیزین څخه په داسي حال کښي کابل ته دننه سو چي د مرجان د غونډۍ پر شاوخوا د محمد زمان خان او نایب امین الله خان د پلویانو تر منځ جګړه روانه وه. [21]
شهزاده علي قلي، د فتح علي شاه قاجار زوی پخپل کتاب “تاریخ وقایع سوانح افغانستان“ کښي د انګرېز پوځونو او سردار اکبر خان په اړه لیکلي دي:
“د سترو افغان لویانو څخه واورېدل سوه چي په پلا پلا سپاره وو او پیاده وو نه سوای کولای چي د [خوردکابل] پر لاره تېر سي، مګر دا چي د آس کوښه او یا سړي پښه به پر مړي [انګرېز] پر جسد نه وای اېښودل سوې.” [22]
په همدې لحاظ یوه شاعر په یوه قصیده کښي چي د وزیر اکبر خان په ستاینه کښي لیکل سوې ده، دې موضوع ته داسي اشاره کړې ده:
به هما از سرِ سران فرنگ
قرن تا قرن استخوان بخشی
له شکه وتلې خبره ده چي دا قصیده د افغانستان یا هندوستان یوه دري ژبي شاعر چي د وزیر اکبر خان معاصر و لیکلې ده. له ګرانو لوستونکو څخه په درنښت هیله کیږي چي که چا د دې قصیدې پاتې بیتونه په کوم ځای یا په کوم کتاب کښي تر سترګو سوي وي، بشپړ متن دي یې د شاعر سره یوځای ګډ یا خپور کړي، ترڅو د دې بیت یا ټولي قصیدې په ثبتولو سره یې اصلي شاعر ته هم په اذهانو کښي درنښت سوی وي. دا لوړ بیت د وزیر اکبر خان په ستاینه کښي د یوې حماسي قصیدې دئ چي شهزاده علي قلي، د وزیر اکبر خان په ستاینه کښي د هغه د اکا د زوی، سردار سلطان احمد خان له خولې په (۱۸۵۷ز) کال کښي ثبت کړی دئ. [23]
د بریدمن اېر د ورځنیو یاداشتونو پر بنسټ؛ وزیر اکبر خان د مې د میاشتي پر پنځمه له “تیزین” څخه په داسي حال کښي کابل ته دننه سو چي د “مرنجان” د غونډۍ پر شاوخوا د محمد زمان خان او نایب امین الله خان د پلویانو تر منځ جګړه روانه وه. [24]
له دې خاطراتو څخه څو مهم ټکي په اثبات رسېږي:
اول ټکی دادئ چي؛ سردار اکبر خان یو مېړنی سړی و، مېړانه یې د خپل قاتل په بخښلو کښي وه، یعني په داسي حال کښي چي ممکنه ده چي وژونکی بیا هم د هغه د وژلو لامل سي، خو سردار د خپل مردانګۍ او مېړاني له رویه خپل دښمن ته بخښنه کوي. دویم ټکی دادئ چي؛ سردار اکبر خان د بندیانو سره ښه رویه کوي او اجازه ورکوي چي د هغه په مجلس کښي دي حضور ولري، او د هغه په ژبه د جنرال سېل د شبخون څرنګوالی د جلال آباد و مجاهدینو ته واوري.
دریم ټکی دادئ چي؛ سردار د امیر لاسته کړی لیک په مجلس کښي په لوړ ږغ لولي ترڅو بندیان هم پوه سي چي لیک د څه پیغام درلودونکی دئ؟ البته چي پیغام زړه بوږنوونکی و. په پیغام ویل سوي وه:
“لس ورځي کېږي چي د اکبر خان کورنۍ په هندوستان کښي ډوډۍ نه ده خوړلې. د دې خبر له اورېدو وروسته موږ ټولو وویل چي دا لیک درواغ او جعلي دی. سردار په دردَمن ږغ وویل: که زما کورنۍ له منځه ولاړه سي او که نه، زه به له خپلې پرېکړې څخه پر شا نه سم.”
او بېرته خپلو پخوانیو خبرو ته یې دوام ورکوي. څرګنده ده چي د دې پیغام موخه په سرداراکبر خان د فشار راوړل وه چي له مقاومت څخه لاس واخلي. خو له بده مرغه کابل مېشتو ملي مشرانو هغه څلور میاشتي چي سردار له جلال آباد څخه د جنرال سېل د ایستلو او د خیبر له درې څخه د جنرال پالک د ننوتلو د مخنیوي هڅه کوله چي په دې لړ کښي لږ پاته و چي خپل ژوند لا له لاسه ورکړي، له کابل څخه هغه ته هیڅ مرسته ونه رسېده. او دا چاره د دې لامل ګرځېدلې وه چي خپله سردار د خپل دوو همفکره او همنظره ملګرو، محمد شاه خان بابکرخېل او سردار سلطان احمدخان سره بیرته کابل ته را ستانه سي، ترڅو د جهادي مشرانو لکه نواب زمان خان او نائب امین الله خان سره خپل حساب روښانه کړي.
خو کله چي سردار اکبر خان کابل ته داخلېږي ګوري چي د “مرنجان” د غونډۍ پر شاوخوا د محمد زمان خان او نایب امین الله خان د پلویانو تر منځ جګړه روانه ده. نو هغه هم د خپلو درې سوه مګرو سپاره وو سره د نواب زمان خان په پلوي جګړې ته ننوځي او د فتح جنګ او نائب امين الله خان پوځونه په مخه کوي او ورپسې یې تر لوړه کلا پوري په منډو کوي، له هغوی څخه ډېره وسله او توکي ترلاسه کوي او د لوړه کلا د نغم کیندني او محاصره کولو چاري پیلوي. په پایله کښي د امين الله خان په وړانديز او د محمد شاه خان بابکرخېل په منځګړيتوب خبره يوې روغي جوړي ته ورسېده، يعني فتح جنګ د پاچا او سردار اکبر خان يې د وزير په توګه ټاکل کیږي او د کدورت د له منځه وړلو او د خپلوۍ د رامنځته کولو په پار؛ نائب امین الله خان خپله لور وزیر اکبر خان ته په نکاح کړه. له دې تاریخ څخه وروسته سردار اکبر خان د “وزیر اکبر خان” په نوم اوڅار سو. [25]
سردار اکبر خان یو زړور سړی او پر خپله هوکړه، ژمنه او ژبه په کلکه ولاړ انسان و. کله چي یې د “مرنجان” په غونډۍ کښي د فتح جنګ او نایب امین الله خان ځواکونو ته ماتې ورکړه او د محمد شاه خان بابکرخېل په منځګړیتوب یې سولي ته غاړه کښېښوده او د فتح جنګ وزارت یې ومانه، نواب محمد زمان خان هغه د وزارت له منلو او د نايب امين الله خان سره د خیښۍ د کولو څخه منع کړ، خو هغه وویل چي هغه اوس د سولي شریط منلي دي او له خپلي ژمني څخه نه سي ګرځېدلای.
حمید کشمیری په دې اړه د سردار اکبر خان له خولې نواب محمد زمان خان ته وايي:
که اکنون چه خیزد ازاین گفتگوی
چوشب بسته پیمان سحر بشکنم
چـه گـوید بــر دوسـتان، دشمــنم؟
درستی گـرازعهد خـود گــم کنم
ازاین پس چه پیمان به مردم کنم [26]
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دریمه مقاله:
د وزیر اکبر خان سره د انګرېزانو دښمني
او د دښمن سره د دوو مؤرخینو همنوائي
د ملي او تاریخي شخصیتونو دفاع د ملي عناصرو وجداني وظیفه ده، د یوه هیواد ملي او تاریخي شخصیتونه او د پوهي او هنر خاوندان د هغه هیواد د تاریخ ستني دي، که دا ستني تخریب کړل سي، د هیواد تاریخ له منځه ځي او هغه هیواد چي تاریخ ونه لري، ویاړني هم نه سي درلودلای. ما تر خپله توانه د دې ملي شخصیت څخه ننګه کړې ده او کوم یې.
سردار اکبر خان د بُخارا له زندانه تر خوشي کېدو وروسته خپل د اکا د زوی سردار سلطان جان سره یو ځای کابل ته راغی، چي د کابل د خلکو پاڅون خپلي (۲۳) مي ورځې ته رسیدلی و او په دې موده کښي انګریزان د افغانانو د بریدونو او کوچنیکوونکو ګزارونو شاهدان او په دې هم توایندلی وه چي د پاڅون دوه مخکښ مشران (عبدالله خان اڅکزی او میر مسجدي خان کوهستانی) د جګړې له صحنې څخه لیري کړي. د وزیر اکبر خان په راتګ سره د کابل د پاڅون په بدن کښي نوې اروا ساه واخیسته او جهادي مشرانو سمدستي سردار اکبر خان د کابل د پاڅون د عمومي قوماندان په توګه وټاکه (د ۱۸۴۱ز کال د نومبر ۲۵).
له دې نیټې څخه وروسته سردار اکبر خان له افغانستان څخه د برتانوي ځواکونو په وتلو کښي مهم او پرېکنده رول ولوباوه. د پاڅون په رهبرۍ کښي د خپل ګډون په لومړیو دوو اونیو کښي د سردار اکبر خان لومړۍ ستره کړنه له افغانستان څخه د انګریزانو د سمدستي ایستلو لپاره د تړون د متن چمتو کول وو چي د ډسمبر د (۱۱) په غونډه کښي د ملي مشرانو او مکناټن ترمنځ لاسلیک سو. د وزیر اکبرخان دوهمه مهمه کړنه د ډیسمبر د (۲۳) مي په غوند کښي د مکناټن محاکمه کول او د مکناټن په لاسلیک د ملي مشرانو د له منځه وړلو د هغو اسنادو ښکاروه کول وه چي د نایب امین الله خان او وزیر اکبر خان د له منځه وړلو لپاره لیکل سوي وه. له دې چي مکناټن جواب نه درلود، سردار اکبرخان هغه په داسي حال کښي چي (۱۶) تنه مسلح عسکر د مکناټن تر شا وړار وه، هغه له لاسه ونیوئ چي يرغمل یې کړي خو مکناټن له ځانه مقاومت ښکاره کړ چي په پایله کښي يې ووژل سو. پر دې مهال د سردار نورو ملګرو درې تنه انګرېز افسران ژوندي نيولي او يرغمل کړي وه.
د مکناټن تر وژلو وروسته د سردار اکبر خان دریمه مهمه کړنه له کابل څخه جلال اباد ته د انګرېز پوځیانو سره وه چي د لاري په اوږدو کښي د افغان غازیانو د چریکي بریدونو په پایله کښي د هغوی ټول پوځ د (ډاکټر ویلیم برایډن) ماسیوه، ګرده مړه سوه. البته هغه کسان چي په لاره کښي ټپیان سوي وه او د سردار اکبر خان ملاتړ ته یې ځانونه سپارلي وه، له حتمي مرګ څخه وژغورل سول. د دغو کسانو شمېر د جنرال سېل په ګډون ۴۴ ټپي افسرانو او جنرالانو ته رسېدی چي د لغمان د بدیع آباد په کلا کښي ځایپرځای سول او د محمد شاه خان بابکرخېل له خوا اعاشه او اباته کیدل.
د سردار اکبر خان څلورمه کړنه دا وه چي د جنرال سېل چي د جلال آباد په پوځي کلا کښي و د محاصره کولو لپاره په ننګرهار کښي لس زره سپاره او پياده مجاهدین چمتو کړي او همدارنګه د جنرال پالک د ننوتو د مخنیوي لپاره درې زره جنګیالي د خیبر درې ته واستوي. جنرال پالک د وزیر اکبر خان څخه د غچ اخیستلو او د انګریزانو د وقار د بیرته راګرځولو لپاره په توپونو سمبال د شلو زره پوځ سره کابل ته را رهي و. ځکه چي د یوې اونۍ په اوږدو کښي د شپاڼس نیم زره انګرېز لښکر تباهي د انګریزانو شهرت او حیثیت ته لوی زیان ګڼل کېده چي د سردار اکبر خان وینو ته تږي وه.
د سردار اکبر خان د له منځه وړلو لپاره د انګریزانو هڅي:
۱: د انګریزانو لومړۍ هڅه دا وه چي نایب امین الله خان ته یې د سل زره روپیو رشوت وړاندیز وکړ ترڅو سردار اکبر خان له منځه یوسي او یا یې انګریزانو ته وسپاري. خو نایب امین الله خان دا کار ونه کړ او د مکناټن سند یې سردار اکبرخان ته ور وښود او سردار اکبر خان هم نایب امین الله خان ته د مکناټن په لاسلیک یو سند وښود چي د نایب امین الله د نیولو په بدل کښي د سردار اکبر خان سره د یو لک روپیو ژمنه سوې وه (ډسمبر ۱۸۴۱ز).
۲: د انګریزانو دویمه هڅه، پر افغانانو او سردار اکبر خان باندي د مکناټن د (۱۶) تنو ساتونکو د ټوپک ټکان وه چي په پایله کښي يې درې تنه افغانان ووژل سول او یوه مرمۍ د اکبر خان په شا ولګېده چي له نېکه مرغه د پوستینچې د پوښښ له امله یې سردار ته کوم زیان ونه رساوه.
۳: دریمه هڅه، په جلال آباد کښي د انګریزانو د محاصرې پر مهال وه چي غوښتل یې د سردار یوه ساتونکي ته د پنځوس زره روپیو د ورکولو په بدل کښي اوڅار سردار نابود کړي. نمک حرامه ساتونکي د مارچ د میاشت یوه ورځ پر وزیر اکبر خان د شا له خوا د خپل توپک دز وکړ خو مرمۍ د سردار پر بازو ولګېده او له نېکه مرغه مړ نه سو خو پر بازو سخت ټپي سو.
۴: د اکبرخان د نابودولو لپاره د انګریزانو څلورمه هڅه هغه خونړي عملیات وو چي د اپریل د اوومې په سپیدو کښي د وزیر اکبرخان پر کمپ په جلال آباد کښي ترسره سول او پر کمپ د توپونو د ډزو له امله لسګونه مجاهدین ووژل سول خو له نېکه مرغه سردار اکبرخان بیا هم له هغې تکلي څخه روغ بچ سو.
۵ :د انګریزانو له خوا د وزیر اکبر خان د نابودولو پنځمه هڅه هغه زهر وو چي د امیر دوست محمد خان د ځانګړي هندو ډاکټر له خوا وزیر اکبر خان ته په دېرش کلنۍ کښي ترزیق سول او هغه یې په (۳۰) کلنۍ کښي وواژه.
۶: کله چي انګرېزان د وزیر اکبر خان له مړینې وروسته متوجه سوه چي د هغه د زړوروتیاوو او میړنیتوبونو خاطره د هغه د هیوادوالو په زړونو او ذهنونو کښي دومره ژوره ده چي د هغه په ستاینه کښي منظومي رزمنامې او حماسې د “اکبرنامه” (د حمید کشمیري لخوا چي په ۱۲۶۰ل / ۱۸۴۳ز کال کښي لیکل سوې) او “ظفرنامهٔ اکبری” (په ۱۲۶۳ل / ۱۸۴۶ز کال کښي، د وزیر اکبر د مړیني د کال سره سمه، د ډیلۍ د آګرې د اوسیدونکي قاسم علي لخوا ترتیب سوې) په نومونو ولیکل سوې او د هغه نوم یې د انګرېز ضد پاڅون د یوه اوڅار ملي اتل په توګه تل پاتي کړ. انګریزان په دې هم پوه سول چي وزیر اکبر خان په افغاني ټولنه کښي د داسي مجبوبیته برخمن دئ چي د خپلو زامنو نومونه محمد اکبر ږدي تر څو په راتلونکي کښي لکه میړنی او هیوادپاله سردار اکبر خان غوندي سي چي د ځان لپاره نیک نوم پریږدي. برسېره پر دې، انګریزانو وموندل چي د اکبر خان نوم د افغانستان له پولو بهر سوی او د هندوستان، ایران، مسکو او لنډن د سیاستوالو د ژبو پر سرو دئ. نو د وزیر اکبر خان د ملي شهرت د بدنامولو لپاره یې هڅه وکړه چي د استعمار پر وړاندي د افغانستان د خلکو د مبارزې په تاریخ کښي یوه ظاهراً ساده جمله وارده کړي. او هغه جمله باید د داسي پیغام درلودونکې وي چي وزیر اکبر خان د انګریزي پوځ پر وړاندې جوړجاړی کوونکی او ډارن وښودل سي.
میرزا عطا محمد خان شکارپوری چي د بریټانوي هند تبعه و په خپل کتاب (نوای معارک) کښي داسې یوه جمله ثبت کړې ده: “په دې اړه چي وایي کابل ته د انګرېزانو د دویم ځل راتګ او د ودانیو او د کابل د څلورو خواوو سوځول او د غرني د کلا نیول، خپل له بنده د خپلو بندیانو آزادول او د غزني د سومنات درګاه د هند لوري ته وړل، یوازي د سردار محمد اکبر خان جوړجاړی و. سردار اکبر خان ته په جلال آباد کښي د انګرېز بندیانو له ورتګ او هم وزیر ته د امیر دوست محمد خان د خط د رسیدلو وروسته، محمد اکبر خان د انګرېز مشرانو سره د جوړجاړي په کولو سره خپله کابل ته رهي او هغه انګرېز مشرانو ته چي پر جلال آباد وه یې وپوهول چي که زه د مشرانو سره د خپل جوړجاړۍ علانیه خپره او د هغوی بندیان خوشي کړم او کابل او غزني د هغوی په لاس ورکړم داسي یو شر او فساد به پیدا سي چي ورڅخه خلاصون او ژغوريدل به کرکېچن او ستونزمن وي.” [27]
د عطا محمد شکارپوري د تورونو څخه د غبار استقبال:
د میرزا عطا محمد شکارپوري دغه بې بنسټه او سراپا درواغ تور له بده مرغه سل کاله وروسته داسي لاسوند سو چي غبار ورته پرته له تاریخي تأمل او تفکر او شک او تردید (چي د یوه تاریخ لیکوال د لومړنیو دندو څخه ده) په خپل تاریخ کښي انعکاس ورکړي. په داسي حال کښي چي میرزا عطا محمد شکارپوري هیڅکله له وزیر اکبر خان او امیردوست محمد خان او د وزیر اکبر خان له ملګرو او خپلوانو لکه محمد شاه خان بابکرخیل او سردار سلطان احمد خان سره نه وو لیدلي، او څرګنده نه ده چي هغه د انګرېز سرانو سره د وزیر اکبر خان خبري د کوم شخص له قوله نقل کړي دي. څرنګه چي میرزا عطا محمد شکارپوري په دې روایت کښي د کابل د پاڅون زړه (وزیر اکبر خان) په نښه کړی دی، ښايي چي د هغه روایت د سند پر بنسټ وای، چي نه دئ. نو په دې پوهېدلای سو چي دغه پټ او زهرجن غشی د انګرېزانو له خوا د میرزا عطا محمد شکارپوري په کمان کښي ځای پر ځای سوی و او د غبار په ګوتو د وزیر اکبر خان په لور ویشتل سوی دئ.
غبار چي کیڼ اړخه فکر یې درلود او خپل تاریخ یې د طبقاتي لیدلوري پر بنسټ لیکلی، په خپل تاریخ کښي یې هڅه کړې چي د افغانستان اشرافي او واکمنه طبقه د هیواد پر وړاندي خاین اشخاص په ګوته کړي. او وزیر اکبر خان چي د امیردوست محمد خان زوی و د هغه له پرهرونو څخه په امان نه دئ پاته سوی. کله چي غبار د میرزا عطا محمد شکارپوري روایت چي د انګرېزانو له پلان سره سم تاریخ ته داخل سوی دی، ویني، ناڅاپه د وزیر اکبر خان پر هغه ټولو سرښندني چي د کابل د پاڅون په بریا کښي یې له ځانه ښکاره کړي وې او څلور ځله یې د انګرېزانو له لاسه د مرګ خوند څکلی خو نه و مړ سوی، سترګي پټوي. او هغه دوراغ روایت یې په نورو جملو داسي پیاوړی کړی دئ:
“که څه هم سردار اکبر خان له انګریزانو سره د امیر د تړون وزن او هغه زیانونه چي د افغانستان نوم او نښان ته متوجه ول احساسول، خو مذهبي عاطفې او د زوی پلارتوب دندي هغه زړه نا زړه د پلار د امر اطاعت ته هڅاوه. له همدې امله يې تصميم ونيو چي د مات سوی دښمن له سره څخه د فاتح ملت فشارونه ليرې کړي او د هغه د نوي لښکر لاره پرانستې پرېږدي.” [28]
په داسي حال کښي چي له دیني میني او پلارزوی توب له دندي پرته رښتیا بل څه وه. په افغانستان کښي د خپل پوځ د تباهۍ له خبر وروسته انګریزانو امیر دوست محمد خان ته چي د انګریز په لاس د یوه اسیر څخه ډېر نه و، امر وکړ چي خپل زوی ته یو لیک واستوي او بیا یو څو خبري ور دیکتې او اکبر خان ته ور واستاوه، خو د اکبر خان له خوا ورته کوم اهمیت ور نه کول سو. بریدمن وینسینټ اېر، د وزیر اکبر خان په لاس کښي د انګریزانو اسیرانو څخه یو تن، په خپل یادداشتونه لیکي چي د (۱۸۴۲ز) کال د اپریل په ۲۵ مه د لودیانې یو قاصد و وزیر اکبر خان ته یو لیک راوړ. کله چي لیک ولوستل سو، پکښې لیکل سوي وه چي:
“لس ورځي کیږي چي د اکبر خان کورنۍ په هندوستان کښي ډوډۍ نه ده خوړلې. د دې خبر له اورېدو وروسته موږ ټولو وویل چي دا لیک درواغ او جعلي دی. سردار په دردَمن ږغ وویل: که زما کورنۍ له منځه ولاړه سي او که نه، زه به له خپلې پرېکړې څخه پر شا نه سم. ورپسې داسي لکه هیڅ هم چي نه وي رامنځته سوي، خپلو پخوانیو خبرو ته یې دوام ورکړ.” [29]
د میرزا عطا محمد شکارپوري دغه بې بنسټه او سراپا درواغ تور له بده مرغه سل کاله وروسته داسي لاسوند سو چي غبار ورته پرته له تاریخي تأمل او تفکر او شک او تردید (چي د یوه تاریخ لیکوال د لومړنیو دندو څخه ده) په خپل تاریخ کښي انعکاس ورکړي. په داسي حال کښي چي میرزا عطا محمد شکارپوري هیڅکله له وزیر اکبر خان او امیردوست محمد خان او د وزیر اکبر خان له ملګرو او خپلوانو لکه محمد شاه خان بابکرخیل او سردار سلطان احمد خان سره نه وو لیدلي، او څرګنده نه ده چي هغه د انګرېز سرانو سره د وزیر اکبر خان خبري د کوم شخص له قوله نقل کړي دي. څرنګه چي میرزا عطا محمد شکارپوري په دې روایت کښي د کابل د پاڅون زړه (وزیر اکبر خان) په نښه کړی دی، ښايي چي د هغه روایت د سند پر بنسټ وای، چي نه دئ. نو په دې پوهېدلای سو چي دغه پټ او زهرجن غشی د انګرېزانو له خوا د میرزا عطا محمد شکارپوري په کمان کښي ځای پر ځای سوی و او د غبار په ګوتو د وزیر اکبر خان په لور ویشتل سوی دئ.
په شپږو ورځو کښي د کابل او جلال آباد تر منځ د انګریزانو د (۱۶) نیم زره کسیز پوځ بدنامه ماتې او نابودۍ د بریټانیا د امپراتورۍ پرستیژ ته هغه ستر زیان و چي انګرېزانو هېڅکله نه سو هیرولی او باید په هر ډَول چي وای د اکبر خان نوم یې بد کړی وای. او سر انجام یې نه یوازي داچي هغه خپله د پلار د ځانګړي ډاکټر په لاس له منځه یووړ بلکې د داسي شایعې په خپرولو سره یې وغوښتل چي د هغه نوم په تاریخ کښي هم بد کړي.
زما په اند د “نوای معارک” په كتاب كښي پر وزير اكبر خان لګول سوي تورونه د انګريزانو يو پلان سوى شایعه ده ترڅو په دې توګه د وزير اكبر خان ټولي زړوري کړني او سرښندني او جانبازۍ د صفر سره ضرب کړي. په داسي حال کښي چي که د وزیر اکبر خان او د هغه د همدله ملګرو لکه محمد شاه خان بابکرخېل او سلطان جان زړور رول نه وای، له افغانستان څخه به د انګرېز ځواکونو په هغه ډَول وتل ناممکن وای.
له بده مرغه زموږ لیکوالان د غبار په شمول چي یو مبارز او سیاستپوه سړی و، هم د انګریزانو د دې افواه ښکار سوی دئ او هغه یې په ځانګړي تود هرکلي په خپل کتاب کښي ځایپرځای او تشریح کړې ده، چي ځوان نسل یې د یوه تر ټولو میړني او تر ټولو سرښندونکي ملي عنصر له ویاړه محروم کړی دئ. په داسي حال کښي چي د دغه ملي او تاریخي شخصیت د جانبازیو د درناوي په پار باید د وزیر اکبر خان مجسمه د جلال آباد او کابل په څلور لارو کښي درول سوې وای.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
څلرمه مقاله:
وزیر اکبر خان د ستایني وړ دئ؛ نه تخریب، خو له بده مرغه غبار هغه تخریب کړی دئ
لکه څنګه چي د دغي لړۍ په پیل کښي یادونه سوې وه؛ له ملي او تاریخي شخصیتونو دفاع د ملي عناصرو وجداني وظیفه ده، د یوه هیواد ملي او تاریخي شخصیتونه او د پوهي او هنر خاوندان د هغه هیواد د تاریخ ستني دي، که دغه ستني تخریب کړل سي، د هیواد تاریخ له منځه ځي او هغه هیواد چي تاریخ ونه لري، ویاړني هم نه سي درلودلای. ما تر خپله وسه له دې ملي شخصیت څخه ننګه کړې ده او کوم ئې. تر کومه ځایه چي ما د افغانستان له معاصر تاریخ څخه موندلي دي، په لومړنۍ، دوهمه او شوروي سره د جګړې پر مهال د ملي مشرانو او جهادي سرانو له ډلي څخه هیڅ یوه د وزیر اکبر په پرتله د انګرېز پر وړاندي د زړورتیا او بې باکۍ بېلګه نه ده ورکړې.
د وزير اکبر خان په شان د زهرو، توري، ټوپک او توطعې په واسطه هيڅ یو نه دئ ژوبل سوی او نه په زهرو له منځه وړل سوی. د دغو پېښو تفصیل د دې وینا له دائرې څخه بهر دئ، یوازي دونه ویل غواړم، چي ښايي د افغانستان د تاریخ له دې بې ساري سړي څخه د کابل د پاخون د ملي اتل په توګه ستاینه او ویاړنه وکړو؛ د هغه او د هغه د یارانو (محمد شاه خان بابکرخېل او سردار سلطان احمد خان) څخه د هغوی د افغاني مړاني او زړورتیا له امله منندوی واؤسو او له هغه څخه د پالني او ستایني په پار باید د هغه انځور په افغاني بانکنوټونو کښي درج سوی وای. د هیواد ستري سيمي او واټونه د هغه په نوم پېژندل سوي وای تر څو ځوانو نسلونو هغه نور هم پېژندلی وای او د هغه له مړاني، زړورتیا او وطندوستۍ څخه ئې د هیواد پالني او مړاني د بېلګي په توګه الهام خپلولای، خو له درد او بدمرغیه، چي د هیواد د تاریخ داسي ستر سړی د غبار له خوا د ستایلو پر ځای تخریب سوی دئ.
کله چي موږ ګورو چي بریټانوي بندیان د ټولو کړاوونو او او سپکاویو سربېره، چي د افغانانو له خوا څخه ئې لیدلي وې، د سردار له مرګ څخه کلونه وروسته په خپلو خاطرو کښي د وزیر اکبر خان د مړاني، زړورتیا او ښې ځوانۍ ستاینه کوي او په درنښت ئې یادوَنه کوي، خو یو افغان تاریخ لیکونکی د هغه پر یادو ټولو کارنامو سترګي پټوي او د ستایني پر ځای ئې تخریبوي؛ زما له پاره د تأسف ځای دئ. دستګیر پنجشیری په خپل کتاب (د خلق ډیموکراټیک ګوند عروج او زوال) کښي وايي: چي غبار د خلق ډیموکراټیک ګوند بنسټ ایښودونکي کنګرې، د (۱۹۶۴ز) کال د جنوري په میاشت کښي د ګوند د کنګرې تر ټولو پخوانی غړی وو او که له کارمل سره د هغه اختلاف د ګوند د مشرتابه پر سر نه وای رامنځته سوی، شاید چي هیڅکله ئې د خلق ګوند نه وای پرېښی.
له همدې امله په هغو کلونو کښي چي غبار د (افغانستان در مسیر تاریخ) کتاب لیکئ د مسکو د کرښي کیڼ اړخه نظریه ئې درلوده. په دې نظریه کښي چي د ټولنې له اشرافو او فیوډالي حاکمي طبقې سره مخالفت، د ټولو شوروي پلوه هیوادونو د کیڼ اړخو ګوندونو کړنه وه، غبار هم په خپل تاریخ کښي هڅه کړې چي، د افغاني ټولني اشرافي او حاکم پوړ د خلګو او هیواد پر وړاندي د خاینو عناصرو په توګه معرفي کړي.
له هغه وخته چي غبار د محمدزو واکمنانو، په ځانګړي توګه د محمد نادرشاه او سردار محمد هاشم خان له خوا په زندان او جلاوطنۍ محکوم سو، د افغانستان د معاصر تاریخ له ټولو امیرانو او پاچاهانو څخه ئې کرکه پیدا کړه. د غبار د تاریخ د مطالعې پر مهال ما احساس کړی، چي غبار د پښتنو واکمنانو او د افغانستان له نوم سره تعصب درلود. د هغه د تعصب يو لامل دا هم دئ چي د احمدشاه دُراني، سردار اکبر خان او شاه امان الله خان غازي په ګډون د پښتنو هيڅ وزير، سردار او یا پاچا د غبار له قلمه بریالی او نومیالی نه دئ راوتلی.
غبار په دې چي سردار اکبرخان د انګرېزانو سیاسي استازی مکناټن د هغه د (۱۶) تنو ساتونکو د سترګو پر وړاندي وژني او درې انګرېز افسران یرغمل کوي او بیا د کابل- جلالآباد د لاري په اوږدو کښي (۱۶) نیمو زرو انګرېزو پوځیان نابودوي؛ د هغه ستاینه کوي چي د تاریخ په آزموینه کښي په (۲۴) کلنۍ کښي بریالی سوی دئ.
خو وروسته له هغه چي محصور انګرېزان په جلالآباد کښي د اکبر خان ساتونکي ته رشوت ورکوي او هغه اکبر خان د شا له خوا د خپل ټوپک د مرمۍ موخه ګرځوي او د هغه مټ سوری کوي، خو اکبر خان نه مري، خو سخت ټپي کېږي. اکبر خان له کابل څخه مرسته غواړي او انتظار باسي، خو له کابل څخه هغه ته کومه مرسته نه وررسېږي. دښمن د هغه د له منځه وړلو له پاره د هغه پر کمپ یوه شبخونه عملیات ترسره کوي، چي په پایله کښي ئې له (۳۰) څخه تر (۴۰) پورې مجاهدین په خوب کښي وژل کیږي، خو سردار اکبر خان چي د دغه شبخون اصلي موخه وو ژغورل کېږي او له نورو غازیانو سره د خپل کمپ پرېښودو ته اړ کېږي او تیزین ته پر شا کېږي او له انګرېزانو د غچ اخیستو له پاره له کابله مرسته غواړي، خو له کابله هیڅ مرسته نه ورسره کیږي او په اوسترۍ توګه اړ کېږي، چي له خپلو ملګرو او برتانوي بندیانو سره کابل ته ستون سي.
دلته د دې پر ځای چي غبار د کابل ملي مشران له سردار اکبر خان سره د مرستي په نه کولو تورن کړي، په پوره بې انصافۍ ئې د وطن د دفاع ټول مسوولیت د وزیر اکبر خان دنده ګڼلې او هغه چي تر هغه وخته څلور واري له دښمن سره د مقابلې په لړ کښي د مرګ کومي ته تللی او ژوندی راګرځېدلی، د نیوکي او ملامتۍ لاندي کوي او د هغه په ټولو قربانیو او سرښندنو سترګي پټوي او د امیر د کورنۍ د راستنېدلو په اړه د میرزا عطا محمد شکارپوري او سراج التواریخ (جلد ۱/۱۹۸) د روایت په رانقلوي او په هغه کښي له خپله ځانه ځیني جملې زیاتوي، چي د وزیر اکبر خان حیثیت او شهرت ته ئې ستر زیان اړولی دئ.
ستاسي پاملرنه د غبار د تاریخ مخکښي نقل سوي پاراګراف ته بیا رااړوم:
“که څه هم سردار اکبر خان له انګرېزانو سره د امیر د تړون وزن او هغه زیانونه چي د افغانستان نوم او نښان ته متوجه ول احساسول، خو مذهبي عاطفې او د زوی پلارتوب دندي هغه زړه نا زړه د پلار د امر اطاعت ته هڅاوه. له همدې امله ئې تصميم ونيو، چي د مات سوي دښمن له سره څخه د فاتح ملت فشارونه ليري کړي او د هغه د نوي لښکر لار پرانستې پرېږدي (غبار، ج۱، مخ۵۶۷).”
بې له شکه په زرګونو ځوانانو، چي د وزیر اکبر خان له لاسته راوړنو سره مینه لرله د غبار د دغه پاراګراف په لوستلو سره له وزیر اکبر خان څخه خواتوري او له هغه څخه ئې مخ اړولی. غبار په دغه پاراګراف کښي د لوستونکي پام دوو ټکو ته رااړوي: یو له انګرېزانو سره د امیر تړون او بل د مذهبي او پلارنۍ عاطفې لاندي د وزیر اکبر خان کېدل. په داسې حال کښي، چي دیني عقایدو ته غاړه ایښودل، له خپل ناموس څخه ننګه او د مور او پلار عزت کول د نونسمي پیړۍ د فیوډالي ټولنې د ژوند اصلي موضوع وه، او وزیر اکبر خان د دې جهاني لیدلوري خلاف حرکت نسو کولای. د انګرېز پوځونو له نسکورېدو وروسته د وزير اکبر خان اصلي اندېښنه د هغه د ناموس او کورنۍ د ژغورلو وه، پر څه چي ملي مشران هم له اکبر خان سره پر یو ږغ سوي ول او د ناموس او کورنۍ د ژغورلو خوښه ئې خپله وزير اکبر خان ته پرېښوده، خو غبار د مسئلې دې اړخ ته پام نه دئ کړی.
فرهنګ د امير په ليک او له انګرېزانو سره د سوي ژمني په اړه شک او ترديد څرګندوي او وايي: “ګواکي په هند کښي د امير او انګرېزانو د مامورینو تر منځ تړون سوى وي، خو ظاهراً هغه شفاهي او شخصي وي، ځکه تر دې دمه په دولتي اسنادو کښي داسي کوم څه نه دي موندل سوي او ښکاري، ځکه چي انګرېزان نه ول چمتو چي په هغه وخت کښي له امیر سره تړون وکړي او له هغه سره کومه هوکړه ومني (فرهنګ، ج۱، مخ۲۸۹)”.
کله چي سړی د موهن لال (برتانوي جاسوس) خوا لیکل سوی کتاب “د امیر دوست محمد خان ژوند” چي په (۱۸۴۶ز) کال په لندن کښي خپور سوی او د افغان-انګلیس د لومړۍ جګړې پېښې بیانوي، ولولي، وبه ویني، چي په هغه کتاب کښي د امیر دوست محمد خان ډېر پټ او ښکاره لیکونه او مکتوبونه ثبت سوي دي، مګر د دې ليک یادوَنه نه ده سوې خو برعکس وايي: امير توانېدلی وو، چي په کابل کښي له خپل زوی اکبر خان سره مکاتبه وکړي او هغه ته ئې سپارښتنه کړې وه؛ هر څه چي په واک کښي لري د انګرېز د تخریب او نابودۍ له پاره دي ئې په کار واچوي (موهن لال، د امیر دوست محمد خان ژوند، ج۲، مخ۴۰۰).
د دوهم ټکي په اړه چي غبار وايي: “د پلار او زوی میني اکبر خان له انګرېزانو څخه شاتګ ته اړ کړی دئ“، بریدمن وینسینټ اېر، د وزیر اکبر خان په لاس کښي له انګرېزو اسیرانو څخه یو تن، چي خپل یادداشتونه ئې لیکلي او هغه مهال په لندن کښي چاپ او هغه خاطرې په (۲۰۰۷ز) کال کښي د محمد نسیم سلیمي له خوا پښتو ته ژباړل سوي، لیکي چي:
“د اپریل په (۲۵مه) د لودیانې یو قاصد ( امیر دوست محمد د اوړي په وخت کښي په لودیانه کښي ژوند کاوه) وزیر اکبر خان ته یو لیک راوړ. کله چي لیک ولوستل سو، پکښي لیکل سوي ول چي: “لس ورځي کیږي چي د اکبر خان کورنۍ په هندوستان کښي ډوډۍ نه ده خوړلې. د دغه خبر له اروېدو وروسته موږ ټولو وویل، چي دا لیک درواغ او جعلي دئ. سردار په دردَمن ږغ وویل: که زما کورنۍ له منځه ولاړه سي او که نه، زه به له خپلي پرېکړي څخه پر شا نه سم. ورپسې داسي لکه هیڅ هم چي نه رامنځته سوي، خپلو پخوانیو خبرو ته ئې دوام ورکړ (بریدمن وینسینټ اېر، په افغانستان کي د یوه بندي خاطرات، د سلیمي ژباړه، مخ۲۰۷)”.
د خپل پلار پیغام ته د اکبر خان دغه جواب، چي ښايي د انګرېزانو تر لارښووني لاندي لیکل سوی وي، ښيي، چي د پلار او زوی د میني مسئلې د سردار اکبر خان له پاره لومړیتوب نه درلود، بلکي هغه څه چي د هغه له پاره ئې لومړیتوب درلود، د هغه د ناموس د ژغورني مسئله وه. ځکه چي د خپل ناموس ساتنه د افغانانو له پاره خورا ډېره مهمه ده او په دې لار کښي افغانان خپل سر واري کوي او وياړ پر کوي. د یوه باشرفه افغان بچي په توګه د اکبر خان اصلي اندېښنه د خپل ناموس خوندي کول وو. خو غبار د مسئلې دې اړخ ته اصلاً پاملرنه نه ده کړې او اهمیت ئې نه دئ ورکړی.
غبار د دې له پاره، چي وزیر اکبر خان د لوستونکي په ذهن کښي محکوم کړي، لیکي: د انګرېزانو د بندیانو د کاروان په تعقیب خپله وزیر اکبر خان هم له جلالآباد څخه کابل ته رهي سو او په دې توګه د جلالآباد ښار څخه (۳۵) زره مجاهدین او (۴۰) زره غلجي د کابل او جلالآباد پر لار یو خوا سول او د کابل لار د انګرېزانو د بیا ننوتلو له پاره پرانستې پرېښودل سوه (غبار/۵۶۸).
پر بل ځای وايي: سردار سلطان احمد خان او سردار شمس الدین خان له غزني څخه کابل ته راستانه سول او تر دې مهاله کابل له (۳۵) زرو ملي پوځونو څخه تخلیه سوی وو (مخ۵۷۰).
معلومه نه ده، چي غبار په خپل تاریخ کښي د کومي معتبري سرچینې له مخي په کابل کښي د (۳۵) زره مجاهدینو او (۳۵) زره په جلالآباد کښي او (۴۰) زره غلجي مجاهدینو ذکر کوي، په داسي حال کښي چي افغانستان لا تر اوسه پوري د خپلو ولایاتو سمه احصائیه نه لري. له بلي خوا کله چي سردار محمد اکبر خان غوښتل په جلالآباد کښي له محاصره سویو انګرېزانو څخه، چي پر مجاهدینو ئې برید کړی وو، غچ اخیستنه تنظیم کړي، د مجاهدینو شمېر دونده کم وو، چي مجبور سو له کابله د مرستي غوښتنه وکړي. خو هر څونده چي ئې انتظار وکړ هغه ته له کابل څخه هيڅ مرسته ونه رسېده، تر څو چي د بنديانو سره يوځاى د کابل پر لور رهي سو. د دې مبالغو او بې اسنادو ارقامو او شمېرو څخه د غبار د تذکر موخه دا ده، چي لوستونکي ته ووايي، چي سردار اکبر خان د خپل پلار امیر دوست محمد خان په امر (۷۵) زره مجاهدین د انګرېزانو له لاري څخه کږلي او خیانت ئې ترسره کړی دئ. په داسي حال کښي چي له سرچینې او سند پرته د ارقامو او احصایو ثبت کول تاریخي ارزښت نه لري او د لیکوال د ارزښت د کموالي لامل ګرځي.
پوهاند حبيبي د غبار په اړه په سمه توګه ليکلي دي:
“غبار يو ښكلى، په تنه لوړ، ظریف، ویونکی او غوښتونکی ګربُزی سړی وو، چي د خپلو خبرو او قوي استدلال په زور ئې کولای سول، چي ځوانان پر ځان راوګرځوي. او دا چي روان او پياوړى قلم ئې درلود، نو په تاریخ، ادبیاتو، سیاست او اجتماعیاتو کښي ئې د په زړه پوریو مباحثو د لیکلو وړتیا درلوده، چي د کار، فکر، تحليل او اند يوه ښه بیلګه ئې په ښکاره توګه د (مسیر تاریخ) په کتاب کښي څرګنده ده، چي سربیره پر ځینو تاریخي او عددي او بعضاً ارادي تېروتنو ئې، د بیان پر وړتیا او ادبي ښکلا باندي په زړه پوری او د لوستلو او مطالعې وړ ګرځولی. هغه په تاریخ لیکنه کښي یو ځانګړی طرز درلود، چي تل ئې تاریخي پېښي د خپل ځانګړي فکري چوکاټ او تصور په ګټه کارولې او له همدې امله په خپل تاریخ لیکنه کښي د یوه بې طرفه ناظر په توګه نه ښکاري… (جنبش مشروطیت، اول چاپ، مخ۱۳۸، دویم چاپ، مخ۱۴۹).”
په هر صورت، وزیر اکبر خان زموږ د اولس د مبارزو د تاریخ هغه ځلانده څېره ده، چي د خپل لنډ دېرش کلن ژوند په اوږدو کښي ئې د خپل عمر د دوهمي برخي پینځلس کاله په ویاړ او سرلوړۍ د هیواد له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه له بریالیتوبونو او سرښندنو څخه ډکه ننګه، د پردي پالو او يرغلګرو پر وړاندي په نه پخلاکېدونکي ضدیت، په توره سمبال، تل د ملي يووالي او هیواد د دښمنانو پر وړاندي مبارزې ته چمتو وژوند. او د هغه د زړورتیاوو او مېړنیتوبونو خاطرې د هغه د هیوادوالو په زړونو او ذهنونو کښي د یوه غازي، مېړني او انګرېزانو د سرسخته دښمن په توګه هغه دونده دروند او ستر کړ، چي د (۱۸۴۱-۱۸۴۲) زېږدیزو کلونو د ملي پاڅون له بریا سره سم، د هغه له کړو وړو څخه رزمنامې او حماسې د اکبرنامه (د حمید کشمیري له خوا چي په ۱۲۶۰ هجري / ۱۸۴۳ میلادي کال کښي لیکل سوې) او ظفرنامهٔ اکبری (په ۱۲۶۳ هجري / ۱۸۴۶ میلادي کال کښي، د وزیر اکبر د مړیني له کال سره سمه، د ډیلي د آګرې د اوسیدونکي قاسم علي له خوا ترتیب سوې) په نومونو ولیکل سوې او د هغه نوم ئې د انګرېز ضد پاڅون د یوه اوڅار ملي اتل په توګه تل پاتي کړ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
پینځمه مقاله:
زر تر سر جار او سر تر ناموس
د دغه متل معنیٰ دا ده، چي افغانان د “پښتونولي” د دود د پوره کولو په پاره؛ خپل سرونه د خپل ناموس له پاره قربانوي. عزت او غرور هیڅ غیرتي افغان ته اجازه نه ورکوي او زموږ د هیواد تاریخ هم دا نه څرګندوي، چي څوک دي د خپل ناموس پروا ونه لري، خو ادعا دي وکړي، چي د نورو د ناموس خیال ساتي او ساتنه ئې کوي او خلگ دي ئې هم د خپل مشر او رهبر په توګه وپېژني. نو ځکه اکبر خان هم اړ وو، چي ځان له خپل ناموس، شرف، عزت او خپل افغاني نوم او ننګ څخه قربان کړي، تر څو خپله کورنۍ د غچ اخیستونکي دښمن له منګولو څخه وژغوري.
وزیر اکبر خان د شلمي پېړۍ په لومړۍ نیمايي کښي زموږ د خلگو د مبارزو د تاریخ یو له هغو روښانو او ځلاندو تاریخي څېرو څخه دئ، چي د وطن تاریخ ئې له وزیر فتح خان وروسته په یاد نه لري. په شپاڼس کلنۍ کښي ئې د یوه لښکر په مشرۍ، شاه شجاع سدوزی، پر کندهار په یوه مخامخ جګړه کښي کلک مات او انګرېز جنرال کېمبل ئې ټپي او زنداني کړ. په شل کلنۍ کښي پېښور ته څېرمه د جمرود په جګړه کښي د سيکانو پر ضد وجنګېد او په يوه تن په تن جګړې کښي ئې هري سنګهـ د سيکانو سپه سالار له ځینه پر مځکه کړ او وئې واژه او د هغه لښکر مات سو.
په دوهویشت کلنۍ کښي ئې د شاه شجاع او رنجیت سنګهـ د ګډو ځواکونو د مخنیوي له پاره د خیبر تر درې پوري پرمختګ وکړ، خو مخکي له دې چي د یرغلګرو ځواکونو سره مخامخ سي، د وطن د دښمنانو له خوا مسموم سو او نیمژوانده تن ئې پر چپرکټ تر امیر دوست محمد خان پوري له خیبر څخه د ارغندې سنګر ته راوړل سو، چي په سختۍ له حتمي مرګه وژغورل سو او ورپسې بُخارا ته ولاړ او د بُخارا د پاچا زندان ته ولوېد.
وزیر اکبر خان مړانه او افغانیت یو ګڼل او هیڅ کله ئې نه غوښتل چي له دښمن څخه شا کړي. تر دې چي کله د بُخارا د پاچا له زندان څخه د تېښتي لار هم ورته هواره سوه، خو تېښته ئې وه نه کړه. هغه تېښته بزدلي او نامردي ګڼله، پلار ته ئې په غبرګون کښي وویل، چي د مړاني مرګ مني، خو د نامردۍ له ژوند څخه کرکه لري.
د بُخارا د پاچا د زندان د دوو کلونو سختیو له تېرولو وروسته افغانستان ته راستون سو، په څلرویشت کلنۍ په کابل کښي د انګرېزانو پر وړاندي د پاڅون د مشر په توګه وټاکل سو او په سمدستي توګه له افغانستان څخه د بریټانوي ځواکونو په ایستلو او د دښمن په ماتولو کښي ئې د رهبرۍ دنده په بریا او وياړ ترسره کړه. وزیر اکبر خان د (دېرش کلن) لنډ خو له ویاړه ډک ژوند درلود. د وزیر اکبر خان سرګذشت چي له زړورتیا، مړاني، همت او د وطنپالني له پاک احساس څخه ډکه دئ؛ انسان ته د مړاني او زړورتیا روحیه ورکوي. نو د دې کرښو د لیکلو اصلي انګېزه؛ دغه ستر ملي شخصیت ته د لیکوال ژور درناوی دئ. دا مقاله د تېري مقالې په دوام کښي د وزیر اکبر خان د وطنپالني د کارنامو په ننګه او د انګرېزي استعمار پر وړاندي د هغه د دایمي ضدیت په پار او د هغو خلګو د تعصبي او تخریبي خبرو پر وړاندي لیکل سوې ده، چي هغه د خپل ټولي مړاني، وطن دوستۍ او فداکارۍ سربېره له انګرېز سره په بیره په جوړجاړي او بیري تورنوي، په داسي حال کښي، چي هغه هيڅکله له انګرېزانو سره جوړجاړی نه دئ کړی او که ئې کړی وای، نو د انګرېزانو شپاڼسنیم زره (۱۶۵۰۰) کسیز پياوړی پوځ به د جلالآباد په لار کښي له منځه نه وای تللی.
له انګرېزانو سره د وزیر اکبر خان د نه جوړجاړي له امله، چي کله د هند وایسرای ولیدل، چي اکبرخان د خپل پلار په لیک عمل نه دئ کړی، نو هغه ته ئې یو تکان ورکونکی پیغام واستاوه، چي که وزیر اکبر خان جنرال پالک ته اجازه ورنه کړي چي کابل ته ورسېږي، تر څو د انګرېز له لاسه وتلی حیثیت بیرته اعاده سي، د بریټانوي هند حکومت به د امیر دوست محمد خان (۱۵۰) کسیزه کورنۍ، چي پکښي د وزیر اکبر خان مېرمن هم شامله ده، له هندوستان څخه انګلیستان ته تبعید کړي او بیا به نو د انګرېزانو د دولت په غاړه د هغوی د اسلامي ارشاداتو او دیني رسوماتو په اړه هیڅ ډول مسوولیت نه وي. د انګرېزانو دغه ګواښ، چي د وزیر اکبر خان عزت او ناموس ئې په نښه کړی ول؛ د سردار عقل او پام ته تکان ورکړ او دا افغاني متل ئې ورپه یاد کړ: زر تر سر جار او سر تر ناموس!
د ثور د اوومي کودتاچیاونو ته د داود خان د نه تسلیمېدو اصلي لامل هم داغه وو، چي فکر ئې کاوه چي هغوی به د هغه د کورنۍ ناموس ته سپکاوی وکړي، نو مرګ ئې له داسي ژوندانه څخه غوره وګاڼه چي د سترګو پر وړاندي ئې څوک پر آل او عیال تېری وکړي. سردار اکبر خان چي یو غیرتي افغان سردار وو، باید ئې د خپل ناموس، د خپل شرف او عزت او افغاني نوم او ننګ پر سر ځان واري کړی وای او د داسي دښمن پر وړاندي قربانۍ ته تیار سوی وای، چي د هغه هیواد ئې اشغال او د هغه کورنۍ [پلار، مور، مېرمن او خپلوان چي په ټوله کښي (۱۵۰) تنو ته رسېدل] یرغمل کړي او هندوستان ته ئې تبعید کړي ول.
سردار اکبر خان له هیواده د بهرنیانو د ایستلو او د خپلي کورنۍ د عزت او شرف د ساتلو په موخه د (۱۸۴۱ز) کال د کابل د خلګو په ملي پاڅون کښي برخه واخیستله، تر څو د افغان توریالي ملت په مرسته دښمن له هیواد څخه وتلو ته اړ کړي او له یرغلګر دښمن څخه ځیني یرغمل او خپله کورنۍ هم وژغوري. دغه راز هغه له کابل څخه د انګرېز پوځونو له وتلو وروسته نه يوازې دا چي د دښمن د نيمايي پوځ په له منځه وړلو کښي بريالی سوی وو، بلکي په لاس کښي د (۳۰۰) انګرېزو بندیانو په درلودلو سره ئې کولای سوه، چي خپله کورنۍ د دښمن له منګولو وژغوري.
وزیر اکبر خان ته د جنرال سېل تکان ورکوونکی پیغام:
غبار لیکي، چي جنرال سېل د هند د واکمن ایلنرو په وینا، وزیر اکبر خان ته ګواښوونکی پیغام ورواستاوه، چي پکښي ئې لیکلي وه:
“که سردار له سوله ییزي روغي جوړي څخه، چي موخه ئې د نورو وینو د تویېدلو مخنیوی، له افغانستان څخه وتل او تخت او تاج ته د امیر دوست محمد خان رسېدل دي، لاس پر سر سي، نو د پُخلایني لار به په بشپړه توګه بنده او امیر دوست محمد خان به د خپلي کورنۍ له ټولو ښځمنو سره یو ځای، چي د سردار اکبر خان مېرمن هم پکښي شامله ده، لندن ته تبعید سي او هغه مهال د بریټانیې دولت د دوی له پاره د هیڅ ډول اسلامي تعلیماتو د مقرراتو تضمین نه کوي او نه په لنډن کښي د دا ډول تعلیماتو آسانتیاوي سته (غبار، مخ ۵۶۶)”.
دا پیغام په رښتیا هم تکان ورکوونکی وو، ځکه چي د دې ګوزار تېره څوکه د سردار اکبر خان او د هغه د کورنۍ عزت او شرف ته متوجه وه. او له دې چي پایله له اسلامي تعلیماتو څخه د امیر د کورنۍ منعه کول وه، نو د دې معنیٰ ئې ورکوله، چي د امیر کورنۍ باید اسلام ته الوداع ویلې وای او دا هغه څه ول چي وزیر اکبر خان ئې تصور هم نه سو کولای. که تر دې ورتېر سو، چي هغه مهال د یوې کورنۍ تبعید له خپل ګران وطن څخه د یوه وګړي د حیثیت، عزت او ژوند تر پښو لاندي کول ګڼل کېده. که داسي یو ګواښ (هغه هم له یوه ټپي کړل سوي دښمن څخه) چي د سردار اکبر خان شرف او ناموس ئې ګواښه، د وزیر اکبر خان منتقدینو ته د مرحوم غبار په شمول متوجه وای، نو هغه به د خپل ناموس د ژغورلو له پاره نه وای راغلی؟ که ئې ځان باناموسه افغان ګڼلای، نو له شکه پرته راغلی به وای او شاید چي د تر شا کېدلو څو ګرایه سخت شرایط ئې منلي وای، که ئې داسي نه وای کړي، نو ساده معنیٰ ئې دا وه، چي هغه د خپل ناموس پروا نه کوله. ځکه نو سردار اکبر ته هم باید دا حق ورکول سي، چي د خپلي کورنۍ د ژغورلو له پاره معقوله لار ولټوي.
وزیر اکبر خان دا پیغام لومړی له خپل سرتېرو ملګرو، محمد شاه خان بابکرخېل او سردار احمد خان سره په بامیانو کښي شریک کړ. هغوی مشوره ورکړه، چي دا موضوع دي له ملي مشرانو سره په یوه جرګه کښي مطرح کړي او د اولس د مشرانو له نظر او مشورې سره سم دي عمل وکړي او داسي کوم کار دي نه کوي چي د کورنۍ ژوند ئې له جدي ګواښ سره مخ کړي.
له ملي مشرانو سره د وزیر اکبر خان مشوره:
لکه څنګه چي وزیر اکبر خان پوهېده، چي جنرال پالک به ډېر ژر له خپلو شلو زرو (۲۰۰۰۰) وسله والو سره پر کابل برید وکړي، نو له ملي مشرانو سره ئې خبري اتري پیل کړې. هغه ملي مشران چي نومونه ئې د انګرېزانو د وتلو د تړون په پای کښي ثبت سوي دي، عبارت ول له: ۱- محمد زمان خان، ۲- میر حاجی، ۳- سکندر خان، ۴- درویش خان، ۵-محمد اکبر خان، ۶- محمد عثمان خان، ۷- غلام احمد خان، ۸- غلام محمد خان، ۹- خان محمد خان، ۱۰- عبدالخالق خان، ۱۱- امین الله خان، ۱۲- میر اصلان خان، ۱۳- میراسلم خان، ۱۴- محمد خان، ۱۵- محمد نصیر خان،۱۶- عبدالله خان ، ۱۷- عبدالغفور خان، ۱۸- میر آفتاب خان (فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخیر، ج۱، مخ۲۷۸. کهزاد، بالاحصار کابل، ج۲، مخ۳۱۲-۳۱۵).
وزیر اکبر خان په لنډو کښي پر کابل باندي د جنرال پالک د احتمالي برید په یادولو سره د مشرانو پام دې ته راواړوه، چي اکثره مجاهدینو له دښمن څخه د کابل له نیولو وروسته د انګرېزانو پاته تجهیزات ئې د غنیمت په توګه ترلاسه کړي او کابل ئې پرېښي، هغه کسان چي پر کابل پاته دي د انګرېزانو پر وړاندي د جهاد د لومړیو ورځو جوش نه لري او د داسي کسانو شمېر چي حساب ورباندي کېدلای سي خورا لږ دئ. وزیر اکبر خان پوهېده، چي افغانان په چریکي جګړو کښي دښمن په ګونډو کولای سي، خو په دودیزو جګړو کښي ئې د بریا چانس کم دئ. پر دې بنسټ به مشران پوه سي چي د جنرال پالک له شل زره (۲۰۰۰۰) کسیزه پوځ سره مقابله کول به آسانه کار نه وي.
ورپسې وزیر اکبر خان له قومي مشرانو سره د جنرال سېل هغه پیغام شریک کړ، چي د وزیر کورنۍ او ناموس ئې موخه ګرځولي ول. کله چي ملي مشران د هیواد د حالاتو له حقیقت او هغو شرایطو څخه خبر سول، چي وزير اکبر خان ورسره مخ وو، ټولو خپله خواخوږي څرګنده کړه او د وزير د کورنۍ د ژغورلو له پاره ئې ځانونه مسؤل او مکلف وګڼل او وزير اکبر خان ته ئې دا حق ورکړ، چي هغه د هري ممکنه لاري څخه د خپل شرف، حیثیت او کورنۍ د ژغورلو له پاره کار واخلي، دوی به ئې ملاتړ وکړي. په پایله کښي ټولو د غبار په وینا:
“د وزیر له پلان سره، چي د ټولو د باور وړ وو، موافقت وکړ او قرار ئې پر دې سو، چي د انګرېزانو د ننوتلو پر مهال دي د کابل او غزني ښارونه تخلیه سي او د کندهار او جلالآباد د لارو ټولو جنګیاليو ته دي خبر ورکړل سي، چي د هغوی په وینو دي خپل لاسونه نه لړي، خو که دښمن له خپلي کړي ژمني څخه سرغړونه وکړي، نو په ټولیز یرغل دي هغوی تر اوسترۍ ساه پوري له منځه یووړل سي… د (۱۸۴۲ز) کال د جولای په میاشت کښي وزیر اکبر خان د بختیار له لاري په جلالآباد کښي له جنرال پالک سره د خبرو اترو لار پرانیستله او د دواړو خواوو د بندیانو د تبادلې او له افغانستان څخه د وتلو په اړه ئې خبري وکړې او په دې اړه ئې لیکلی سند وغوښت، خو جنرال پالک چي یو نظامي او له زوره ناخبره سړی وو، ونه منله. سردار اکبر خان هم د هند وايسراى ايلنرو ته وليکل، چي له داسي یوه جاهل او لېوني سړي سره معامله نه سي کولاى، ښه به وي چي خپله له هغه سره خبرو ته کښېني (غبار، مخ۵۶۹. سراج التواریخ، ج۱، مخ ۱۸۳-۱۸۵)”.
خو د علي قلي میرزا د (وقایع و سوانح افغانستان) کتاب چي د غبار او او سراج التواریخ سرچینه ده، جنرال پالک ته د وزیر اکبر خان له تندو خبرو څخه یادوَنه نه کوي او لیکي:
“کله چي انګرېزانو وليدل، چي له افغان پوځ سره جګړه په ژرګه باندي ګوتي وهل او ګاره باندي سوک کوټل دي، د روغي او جوړي لار ئې خپله او د وزير محمد اکبر خان ستروالی او ځواني ئې چي له [تیزین] څخه جلالآباد ته د “ایلفینسټن”[1] د تابوت راوړل ئې په سند کولو سره مینه ناک پیغام ورکړی وو، نو وزیر اکبر خان هم د پُخلایني له لاري رامخته سو، لارنس او برګټ مېجر ټورپ [انګرېز بندیان] د بارکزي حاجي بختیار، چي د هغه له خېښانو څخه وو، د جلالآباد پر لار سو، تر څو د پُخلایني تړون لاسلیک کړي. د دوی له لیدني وروسته ئې د انګرېزانو د لښکر قوماندانان د نواب محمد زمان خان له هماغه لومړي تړون سره موافق کړل او د سولي تړون لاسلیک سو. انګرېزانو وویل مشروط پر دې چي زموږ بندیان ایله کړل سي او زموږ لښکر چي پر کندهار دئ په خوندي توګه جلالآباد ته ولېږئ، چي هندوستان ته رهي سو؛ په همدې توګه تړون د اړخونو له خوا ولیکل او مُهر سو (علي قلي مرزا، مخ۱۲۳-۱۲۴)”.
د غبار په وینا، د اګسټ په پیل کښي وزیر اکبر خان، سردار سلطان احمد خان غزني ته واستاوه، چي د غزني له واکمن سردار شمس الدین خان او د غزني د مجاهدینو له مشرانو سره له افغانستان څخه د وتلو په اړه د انګرېزانو د نویو ژمنو په اړه خبري وکړي، هغوی قانع کړي، چي ښار تخلیه او انګرېز بندیان کابل ته انتقال کړي. دا قرار عملي سو او سردار سلطان احمد خان او سردار شمس الدین خان هم کابل ته راستانه سول. وزیر اکبر خان د لغمان، غزني او کابل بندیان چي شمېر ئې (۳۰۰) ته رسېدی په پټه لارښودنه بامیان ته ولېږدول او صالح محمد خان هغوی د سپټمبر په دوهمه په بامیانو کښي ځای پر ځای کړل (غبار، مخ۵۷۰).
کابل ته د جنرال پالک راتګ او د هغه بیرته ستنېدل:
د فرهنګ له لیکني څخه څرګندېږي، چي د کندهار– کابل او کابل– جلالآباد د لارو دواړو غاړو ته خلګو د انګرېزانو له حملې څخه ډډه نه ده کړې او هر څونده چي ئې کولای سول پر انګرېزانو ئې بریدونه کول او حتیٰ سردار شمس الدین خان او سردار سلطان احمد خان هم پر انګرېزانو د خلګو د حملې مخنیوی نه دئ کړی. خو غبار ادعا کوي؛ چي:
“له کندهار څخه تر قلات، مُقر او غزني پوري جنرال نات په پرله پسې ډول اعلان کاوه، چي د انګرېز حکومت له امیر دوست محمد خان سره د دوستۍ تړون لاسلیک کړی او اوس موږ له افغانستان څخه د کابل پر لار له جګړې پرته هند ته ځو. هغه په دې توګه د اګسټ په (۲۸مه) له جګړې پرته غزني ته ورسېد او ښار ئې په بشپړه توګه له مدافعینو خالي وموند. نو انګرېز مستشرق (راولینسن) او جنرال نات له انګلیسي ذوق سره سم د سلطان محمود غزنوي له مقبرې څخه د لرګیو یوه پخوانۍ دروازه وکښل او پر اوښ ئې وتړل او په بېړه رهي سول او د اګسټ په (۳۰مه) میدان ته ورسېدل (غبار، ج۱، مخ ۵۷۰)”.
فرهنګ د غبار د نظر خلاف لیکي؛ چي:
“جنرال پالک د اګسټ د میاشتي په پای کښي د کابل په لور حرکت وکړ او هغه غلجي چي د ده د لاري په اوږدو کښي ول او په جګدلک کښي ئې سنګر نیولی وو. خو انګرېز ځواکونو د هغوی سنګرونه د توپونو په ویشتلو ونړول او پیاده ځواکونه ئې له ټولو خواوو څخه پر سنګر ورپورته او سنګر ئې فتحه کړ. له هغه څخه دوه ورځي وروسته اکبر خان د مجاهدینو د اصلي ځواکونو له پوځ سره چي د کابل د شاوخوا سیمو له خلګو جوړ وو، له هغوی سره په تیزین کښي مقابله وکړه. دواړو خواوو ډېره هڅه وکړه، خو د کار پایله د انګرېزانو د پوځي نظم او انضباط او د وسلو برتري اغېزمنه ثابته او د هفت کوتل لوړه څوکه د دښمن لاس ته ولوېده او د اکبر خان پوځونه هري خوا ته خواره سول او خپله اکبر خان پروان ته پر شا سو. له بلي خوا په کندهار کښي د بریټانوي ځواکونو قوماندان جنرال نات د اګسټ په نهمه د خپلو ځواکونو يوه برخه د کوټي له لارې هند ته ستنه کړه او ځان ئې پرته له کوم جدي مخالفت څخه تر مُقره پوري ورساوه، د مُقر او غزني په منځ کښي د هغه ځواک د قبایلي او د سردار شمس الدین خان د ځواکونو له خوا تر برید لاندي سو او تاوانونه ورواوښتل، خو په جګړه ئې ځان غزني ته ورساوه او ښار ئې فتح کړ. سردار سلطان احمد خان چي له جنرال نات سره د مقابلې له پاره ګمارل سوی وو، د کوتل میدان ئې کلابند کړی وو، که څه هم افغانانو په لومړي سر کښي د انګرېز ځواک مخه ونیوله، خو خبر سول چي خان شیرین خان جوانشیر په افشارو کښي د انګرېزانو په ګټه راپورته سوی دئ او پر ښار د برید اراده لري. دا خبر په تیزین کښي د اکبر خان د ماتي له خبر سره یو ځای د دې لامل سو، چي د سلطان احمد خان ځواکونه وپاشل سي او د خپلو کورونو خواته وګرځي. په دې توګه پالک او نات د (۱۸۴۲ز) کال د سپټمبر په نیمایي کښي له یو بل څخه د یوې ورځي په واټن کابل ته ننوتل (فرهنګ، هماغه اثر، مخ۲۷۸)”.
د فرهنګ په وینا، د سپټمبر په (۱۶مه) جنرال پالک د کابل لوړه کلا ته ننوت او فتح جنګ د شاه شجاع زوی ئې بیرته د افغانستان پر پاچاهۍ باندي ونښلاوه. ورپسې، له دې چي اکبر خان ته ئې لاس نه وو رسېدلی، نو خپلو لښکرو ته ئې امر وکړ چي د ښار مرکزي بازار چي د “چارچته” په نوم مشهور وو، په باروتو ویجاړ کړي. ځکه چي د کوهدامن او کوهستان خلګو د انګرېزانو په محاربې کښي فعاله ونډه درلوده او اوس هم وزیر اکبر خان [د نائب امین الله خان او ملي مشرانو په شمول] هورې پنا اخیستې وه، د غچ اخیستلو له پاره ئې د خپلو ځواکونو یوه ډله هورې ورولېږله. يادو ځواکونو د ستالف او چاريکارو کلي وسوځول او له خاورو سره ئې خاوري کړل (فرهنګ، ج۱، مخ۲۸۸).
ځکه کابل ته د انګرېزانو د بيا راتګ يوه موخه هم د ښځو، ماشومانو او ټپي انګرېزو افسرانو په ګډون د بریټانوي بنديانو ژغورل ول او دغه بنديان د وزير اکبر خان په امر د سلطان محمد خان له خوا باميانو ته لېږدول سوي ول. په پای کښي د پالک پوځ د اکټوبر په (۱۲مه) د جلالآباد له لاري هند ته ستون سو. انګرېزانو هم امير له کورنۍ او ملګرو سره شکارپور ته بوت او خوشي ئې کړل. امیر له هغه ځایه لاهور ته راغی او د رنجیت سنګهـ ځای ناستي شېر سنګهـ ئې په درناوي ښه راغلاست وکړ. په لاهور کښي له څو ورځو پاته کېدو وروسته امير پېښور ته راغی او له هغه ځايه د خيبر د درې له لاري افغانستان ته دننه سو (فرهنګ، ج۱، مخ۲۸۸-۳۸۹).
په پېښور کښي د وزير اکبر خان، نواب محمد زمان خان او سردار سلطان احمد خان له خوا د امير هرکلى وسو. بيا ئې د خيبر د درې له لاري جلالآباد او له هغه ځايه د ګندمک او جګدلک او تیزين له لاري کابل ته ننوت او وزير اکبر خان د سلطنت مقام، چي تر هغه وخته پوري ئې د هغه په نوم ساتلی وو، پلار ته وروسپاره. او امیر هم چي خپل بیرته راستنېدل ئې د اکبر خان او د هغه د یارانو د توري او تدبیر پر مټ ګاڼه، هغه د خپل وزیر په توګه وټاکه او د اکبر خان نوم ئې خپل په مُهر کښي داسي اضافه کړ:
“بزد زفضل و عنایات خالق اکبر
امیر دوست محمد دوباره سکه بزر“
له هغو کرښو څخه چي تر اوسه مو ولوستې دې نتیجې ته رسېږو، چي وزیر اکبر خان د انګرېزانو پر ضد چي څه کړي دي، د ملي مشرانو له مشورې او مصلحت سره سم ئې ترسره کړي دي او هېڅکله ئې هم داسي کار چي د ځان د افغاني حیثیت او شرف او د افغانستان د ملت به ګټه نه وي، په خودسرۍ او پټه توګه نه دئ ترسره کړی. او په پایله کښي په دې وتوانېد چي خپل او خپل د کورنۍ ناموس خوندي او سالم بیرته وطن ته راستانه کړي او یرغلګر دښمن هم له هیواده وشړي. له هغه ځایه چي د وزیر اکبر خان او د هغه همفکره او همدله یارانو په تېره بیا د محمد شاه خان بابکرخېل او سردار سلطان جان د کار پایله له سرښندنو، فداکاریو او بریاوو سره مل وه، نو په زغرده ویل کېدلای سي چي وزیر اکبر خان، محمد شاه خان بابکرخېل او سلطان احمد خان درې واړه زموږ د هیواد د تاریخ د ویاړمنو ننګیالیو او د افغان- انګلیس د لومړۍ جګړې ملي اتلان دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شپږمه مقاله:
د کاږه قلم پر کرښو؛ اوښکي موږ وبهولې!
د وزیر اکبر خان په اړه د ډاکټر اسدالله حبیب لیکني ته یوه کتنه
په هغو شپو ورځو کښي، چي سرو لښکرو زموږ پر هیواد شبخون جوړ کړی وو، په ډېره بې پروائۍ د نفاق تُخم کرل او د افغاني ټولني د ملي او تاریخي ارزښتو تر پښو لاندي کول په چټکۍ سره روان ول. په کابل پوهنتون او د هیواد په رسنیو کښي زموږ د هیواد ملي او تاریخي شخصیتو؛ لکه: احمدشاه دُرانی، میرویس نیکه، وزیر اکبر خان، سردار ایوب خان او داسي نورو سپکاوی د خلق ډیموکراټیک ګوند د عناصرو له خوا پیل سوی وو. د کابل پوهنتون رئيس او د خلق ديموکراټيک ګوند د مرکزي کميټې غړي ډاکټر اسد الله حبيب د “جنبش جنگنامه سرائی در شعر دری قرن ۱۹ افغانستان” تر سرلیک لاندي د مقالې په لیکلو او د “خراسان” مجلې په [۱۳۶۰ل (۱۹۸۱م)] کال ګڼو کښي ئې خپرول د افغانستان د علومو په اکاډمۍ کښي د ځینو پښتنو فرهنګیانو د حیرانتیا او غوسې سبب ګرځېدلې وه.
په دغي مقالې کښي لیکوال هڅه کړې وه، چي د “اکبرنامې” د ارزوني په بانه (چي د انګرېزانو پر وړاندي د وزیر اکبر خان د مړاني په اړه یوه حماسي منظومه ده) د سردار اکبرخان له پاره د داسي سختو، ترخو او سپکو الفاظو؛ لکه: “ګټه اخیستونکی، جوړجاړی کوونکی، دوکه کوونکی، پاس نه ساتونکی، بېرېدونکی، غرور کوونکی او مینهوال نه درلودونکی” په کارولو سره برید وکړي (خراسان مجله، لومړۍ ګڼه، ۱۳۶۰ل کال، ۶۰مخ) او په دې توګه هغه څوک تخریب کړي، چي زموږ د هیواد یو تاریخي ویاړ دئ. د داسي سپکو الفاظو د کاروَني موخه د دې پښتانه بچي ټولي سرښندني، چي د وطن د مور د ناموس د ژغورني له پاره څو ځله د مرګ تر پولي رسېدلی وو، خو د هغه څښتن هغه نه وو وژغلی، په هیڅ شمېرل وې؛ تر څو د هیواد د تاریخ د دې ستر انسان محبوبیت ته تاوان او د هیواد د ملي افتخاراتو د دښمانو کړنو ته ګټه ورسوي.
لیکوال په هغې مقالې کښي هغه ټولي بدي کلمې چي په دري ادبیاتو کښي وې، وزیر اکبر خان ته منسوبي کړي دي، خو له افغانانو سره ئې د هغه د ګټي اخیستني، جوړجاړي او دوکه کولو هیڅ ډَول بېلګه نه ده وړاندي کړې. ليکوال له سيکهانو سره په جګړې کښي د هغه د بیري په اړه وایي: اکبر خان په دې جګړې کښي يوازينی مشر وو، چي له بیري د تېښتي په لټه کښي سو او که د جان ګل په نوم یوه بل افغان جنګيالي پر هغه ږغ نه وای کړی، ښاید له دښمن سره نه وای جنګېدلای او د خپلي ادعا د اثبات له پاره ئې د حمید کشمیري له خولې ځیني ابیات رانقل کړي دي.
کاش د مقالې لیکوال دونه انصاف درلودلای، چي لکه څنګه چي ئې د حمید کشمیري له خولې له سکهانو سره په جګړې کښي د اکبرخان د ګډون او تېښتي د ورځي په اړه یادَونه کړې، په همدغه جګړه کښي د اکبرخان د زړورتیا، غښتلتیا، ځواکمنتیا او مړاني د یوې بلي ورځي یادَونه ئې هم کړې وای. کاش چي د جګړې د ډګر په کیڼه (چپه) غاړه کښي د افغان پوځ د جنرال حاجي خان کاکړ د خیانت په اړه چي هره ورځ به ئې د سیکهانو د بریدونو پر وړاندي خانه خالي کوله او د افغان پوځ د تباهۍ او ګډوډۍ لامل وو، هم یادَونه کړې وای. او بیاهم کاش چي لیکوال روښانه کړې وای، چي هغه کس چي په دې جګړې کښي د افغانانو د بریالیتوب سبب سو، څوک وو؟ جان ګل که اکبر خان؟ جوَته خبره ده، چي اکبر خان وو. نو له دې څخه دا جوَتیږي، چي قومي او پښتون ضد تعصباتو د لیکوال مخه دونده ډب کړې او لیدلوری دونده اغېزمن کړی وو، چي د اکبر خان په اړه ئې د سکې بل مخ نه سو لوستلای، تر څو په خپلي مقاله کښي ئې ذکر کړي.
د حمید کشمیري د وینا پر بنسټ، د جګړې په دوولسمه ورځ سردار محمد افضل خان او سردار محمد اکبر خان له خپله ځانه داسي مړانه او زړورتیا وښوده، چي دښمن له ماتي سره مخ سو. دا هغه ورځ وه، چي سردار اکبر خان په دنګه ځوانۍ کښي د دریم وار له پاره پر دښمن د بریا ستر ویاړ ترلاسه کړ. هغه د جګرې پر دوولسمه ورځ له جنرال هري سينګهـ سره مخامخ سو او د توري داسي ګزار ئې ورکړ، چي له ځین څخه پر مځکه او نور پورته نه سو. د دښمن د پوځونو ملا ئې ورماته کړه، د افغان لښکرو څخه په ځغاسته او تر پېښوره پوري په ټوپو سول؛ په دې جګړې کښي دېرش زره سیکهان ووژل سول. [۶۵] حمید کشمیری د جمرود په جګړې کښي د وزیر اکبر خان رول داسي انځوروي:
در آمـد به فوج عـدو چون پلنگ نه پــروای ژوبیــن نه بیم تفنگ
دو دستی روان تیغ راندن گرفت چپ وراست دشمن فگندن گرفت
چو اکــبر بــر آورد تیغ از مــیان کـــشاده بـه الله اکـــــــبــر زبـان
بلـــــند آنچنان بانــگ تکبیر شد کــه در گوش مـن ز کشمیر شد
سپس خان جبارخان و جباریان نمودند حمــله چـــو شیــر ژیان
یلی کابلی اکــــــبر شــــــــیرزاد زمـــردی به جنـگ آوری داد داد
دلــیران و شـــیران کابل زمین زهـر سو بـرآورده شمشیرکـین
نمـودند رزمی کــه افـراسیاب
زگـردان تــوران نـدیده به خواب
حمید کشمیری په یوه بل ځای کښي د امیر دوست محمد خان د درو زامنو له مړاني او زړورتیا څخه داسي یادَونه کوي:
سه فرزندبودش بغایت دلیر تناور چــوپیل ودلاور چو شیر
یکی نام افـضل که در کارزار بچشمش نمی آمــد اســفندیار
دوم نام اکبر که کردی خراب بیک تیغ صـد ملک افراسیاب
نمـودی برش رســتـم نامدار سررخش چون طفلک نی سوار
سوم شیردل بـود حیدر بنام
بُگردی چو نیرم بمردی چو سام
آیا اکبر خان د مجاهدینو په منځ کښي مینه وال نه درلودل؟
د دوو بریټانوي بندیانو په خاطراتو کښي؛ د لېډي سېل په یاداشتونو کښي، چي د (شبخون افغان) په نوم د عبدالرشید بیغم له خوا دري ته ژباړل سوي دي، او بل د بریدمن اېر په یاداشتونو کښي، چي د (په افغانستان کي د یوه بندي خاطرات) په نوم د ښاغلي محمد نسیم سلیمي له خوا پښتو ژباړل سوي دي: د افغانانو له لاسه د سپکو او سختو له ګاللو سربېره د وزیر اکبر خان د مړاني، زړورتیا، زورورتیا، هوښیارۍ او ښې ځوانۍ او متمدن کړه وړه په زړه پوري او له ویاړه ډک روایات سته. سره له دې چي د هغوی شپاڼسنیم زره کسیزه پوځ نست او نابود سوی وو، د اکبر خان د “مغروره خوی” یا “دوکې” په هغه ډَول چي ډاکټر حبیب ئې په خپلي مقالې کښي ذکر کوي، هغه راز هیڅ یادَونه نه تر سترګو کیږي. ځکه نو؛ د لیکوال دریځ د هیواد د ملي او تاریخي ویاړونو د تخریبولو له هڅې پرته بله معنیٰ نه لري.
د لیکوال د دې ادعا بلعکس، سردار اکبر خان د یوه پاک خصلت مسلمان او افغاني خوی درلودونکی وو، چي د لښکرو او ملي مشرانو له بې ساري ملاتړ څخه برخمن وو. که اکبرخان د مجاهدینو په منځ کښي شهرت نه درلودلای، نو هغه به ئې په زاریو او ننواتو د خپل مشر په توګه نه وای ټاکلی او هغه ته به ئې له انګرېزانو سره له خپلي خوښي سره سم د معاملې کولو واک نه وای ورکړی. حمید کشمیری کابل ته د سردار اکبر خان د راتګ او له سردار اکبر خان سره د کابل د مشرانو د ژمني په اړه داسي وايي:
چـو انــدر حــد کابلـستـان رسـید تـوگفـتی بهـاری به بستان رسید
هــمه پـیــشوایـان فــرمـانــروا شـدنـدش بـفـرسنگ هـا پــیـشوا
به هـرکوی وبرزن که گشته روان زمرد و زن وطفـل و پـیر وجوان
چنان خاست شور دعـا برزمــین که پرسیدعیسی چه غوغاست این
چـو پیش محمدزمان خان رسـید چو جان تنگ انـدر کنارش کـشید
نشسـت و نـشسـتـند نــام آوران بگردش چو برگرد مه، اخــتران
حقـیقت زنــو تا کهـن گفــته شـد مسلـسل سخـن درسخـن گفته شد
سـرانجــام کــارش محـمـد زمان بگفـت ایفرح بخش روح و روان
درایـن رزم دردسـت مـن آنچه بود نمــودم دگــر نـیـز خـواهــم نمود
به بازوی تـدبـیر وشمشیر جنگ شکسـتم طـلسمـات اهـل فرنگ
زســرمـایـه آبـاد کــردم ســپـاه فکـندم ز پـا دشمـن کــیــنه خـواه
ولی تا مخـالـف نگــردد هــلاک نخواهد شد این کشورازفتنه پاک
دلیـر افگــــنانــنـد بســـیـار کـس ولــیکــن نــدارنـد، ســالار کــس
مــرا قــوت شیــرگــیـری نـمانـد تـوانائی از ضـعــف پــیری نماند
ســزد بــر سر کار سر لشکـری جــوانی کــه مانـنـد شــیــرنــری
بـود در صف رزم خون ریــزتـر زشـمــشیر اوهــوش او تــیـز تر
کسی جزتـو درخـیل مردان مـرد نبـیـنم که بـتوانــد ایــن کار کـرد
همه شهر و لشکربه فـرمان تست
بکن آنچـه خواهیکه ملک آن تست. [۶۶]
سردار اکبرخان په پیل کښي دا وړاندیز ونه مانه او د کابل له مشرانو ئې پوښتني او ګیلې وکړې چي څنګه ئې د هغه پلار د دښمن پر وړاندي یوازې پرېښود، تر څو چي له هیواده وتلو ته اړ سو، نو اوس چي څه ویني او لیدلي ئې دي د هغوی له خپله لاسه ور پېښ دي. د کابل خانانو د سردار ګرده ګیلې پر ځای او د هغه ټولي نیوکي ئې معقولي وګڼلې، پر هغه څه ئې پښېماني څرګنده کړه، چي ترسره کړي ئې ول او لوَړه ئې وکړه، چي له دې وروسته به د هغه له فرمانو څخه سرغړونه نه کوي، په دې شرط چي سردار د هغوی د مشري وړاندیز ومني. وروسته له هغه سردار اکبر خان د مجاهدینو د لښکر مشري ومنله او په مړانه د هیواد د دښمن د ماتوونکو مبارزینو په سرکښۍ کښي ودرېد.
حمید کشمیري له سردار اکبر خان سره د کابل د مشرانو ژمنه داسي بیانوي:
چو اکبربگفـت آن سخنهای خویش زخجـلـت هـمه ســرفـکـنـدند پیش
بگــفـتـندش: ای تکــیه گـاه هــمه نگهـبـان و پـشـت و پـنـاه هـمـه
بــه عــز و جـالل خــدای عــظیـم بــه تعـظـیـم نــام رســول کـریـم
کـزیـن پـس زشـرط وفـا نگـذریم بــه جـز راه فــرمانـبری نسـپریم
زانــدیــشــه هــای دغــــا درگــذر کــه مـعـلوم شـد مـیـوه این شـجـر
به دســت فـرنگی فـتـاد ایـن دیــار ز روی شـجاع دو روئــی شــعـار
بـیـفـگـنـد درملـک و مـلـت فـسـاد کنون فرض برمرد وزن شد جهاد
تو و اسـتـقـامـت بـه مـیـدان جنگ دگـرمـا وشـمـشـیر وفـوج فـرنگ
چــو این مـاجــرا، خان اکبر شنید جــز آمـیـزگـاری صـالحــی نـدیـد
شد ازشکوه خاموش گفت اینسخن کــه ای شــیرمـردان شمـشـیرزن
بـرآرم زدل بـیم و امـیـد و یـاس ز دشـمن فـکـندن نـدارم هــراس
تـبـارم گــرفـتـار دشـمـن شـدست شـما زانچه ترسید بـرمن شد ست
بکــوشـم در ایـن راه بهـر خدای بـد انـدیش سـرکش در آرم زپـای
چــو اکـبـرزسـریافـت فـرمانـدهی بـه ســر بــرنـــهــاد، کـاله مـهـی
سـران جملـه گشتند فـرمان برش
ســپه بـنـده، گردن کشان چاکرش. [۶۷]
د دې ترڅنګ، دا پوښتنه هم کولای سو، چي که اکبر خان د مجاهدينو او د هغو د مشرانو په منځ کښي محبوبيت نه درلود، نو د کابل ټولو جهادي مشرانو د (۱۸۴۲ز) کال د جنوري د میاشتي د لومړۍ نېټې پر تړون چي د اکبرخان په قلم تسوید سوی وو، ولي خپل لاسلیکونه وکړل؟ په داسي حال کښي چي پکښې داسي مجاهدینو، مشرانو او سرانو؛ لکه: نواب محمد زمان خان، نایب امین الله خان، محمد شاه خان بابکرخېل، سلطان احمد خان، محمد عثمان خان، غلام احمد خان، محمد نصیر خان، غلام محمد خان، عبدالخالق خان، خان محمد خان، سکندر خان، میر درویش خان، ميراصلان خان، ميراسلم خان، مير آفتاب خان او داسي نور ول شتون درلود. نو له دې څخه دا څرګندېږي، چي د لیکوال د ادعا خلاف؛ سردار اکبر خان د لوړ انساني او مردم دوسته خوی څښتن، ملي غرور درلودونکی او له فریب او دوکې څخه خالي سردار وو، چي له همدې امله د افغانو مجاهدینو او مشرانو په منځ کښي د ځانګړي اعتبار او محبوبیت درلودونکی وو. او د افغانستان حق پېژانده خلګو د هغه د څرګندونو او کړنو پر صداقت پوره باور درلود؛ نو د اکبر خان د خوی او کړه وړه په اړه د لیکوال دا ادعا په بشپړ ډَول بې بنسټه ده او د افغانانو له ملي ویاړونو څخه د نوموړي له تعصب او ضدیت مخالفت پایله، په ځانګړې توګه د هغه له پښتون ضد ذهنیت څخه سرچینه اخیستې وه.
آيا وزير اکبر خان یو دوکه باز سړی وو؟
ډاکټر حبيب د خپلي مقالې په یوه بل ځای کښي په ډېره دردَمنه او غوسناکه توګه پر اکبر خان باندي برید کوي او لیکي: سردار اکبر خان د خپل مغرور او دوکه کوونکي خوی په درلودلو سره د مجاهدینو په منځ کښي هيڅ مینهوال نه درلودل. [۶۸] په دې اړه به وروسته وغږېږم، چي سردار اکبرخان د مجاهدینو د لښکرو په منځ کښي پلويان درلودل که نه، خو دلته غواړم د (دوکه کوونکي) صفت پر تړاو چي د اکبرخان له پاره کارول سوی دئ لږ تم سم. وزیر اکبر خان هیڅکله د خپلو هیوادوالو پر وړاندي دوکه نه ده کړې او نه څوک کولای سي، چي په دې اړه کوم سند وړاندي کړي، ځکه چي د هغه کړه وړه ورته د دغه کړَني اجازه نه ورکول. خو د يوه متجاوز دښمن پر وړاندي؛ یو وار له هماغه دروازې څخه راوتلی وو چي دښمن ورغلی وو او دا یو وار هم د انګرېزانو د لوی وزیر، مکناټن د دوکې او دوهمخۍ د اثباتولو په پار د محمد شاه خان بابکرخیل، سردار سلطان احمد خان او نایب امین الله خان لوګري په سلا وو.
د مکناټن په رسوا کولو او ښکېلولو کښي د سردار سلطان احمد خان رول خورا ګټور او پرېکنده وو. د غبار په وینا:
“مکناټن چي تازه خوراک او څښاک تر لاسه کړ، د لوړيکلا پینځه زره سرتېري ئې په کمپ کښي ورګډ سوي ول او لا ئې هم د کندهار او جلالآباد مرستو ته سترګي ګنډلي وې؛ په شرمناکه توګه ئې له تړون کولو څخه سرغړونه وکړه او په نویو دسیسو سر سو. مکناټن دا پلا وغوښتل، چي له وزیر اکبر خان سره د مکر او خیایت له لاري رامخته سي او د شخصي ګټو د خوندي کولو په نامه ئې په افغانستان کښي د انګرېزانو د واکمنۍ او استعمار د ساتلو وسیله وګرځوي. مکناټن پوهېده، چي نواب محمد زمان خان او د هغه زوی شجاع الدوله دوکه کولای نه سي او د نورو با نفوذه ملي مشرانو په منځ کښي، په ځانګړې توګه نایب امین الله خان لوګری د یوه تجربه لرونکي سړي په توګه هم په چټکۍ تر ولکې نه سي لاندي کولای؛ نو څلرویشت کلن ځوان، سردار اکبر خان چي تر هغه مهاله د سیاست په ډګر کښي آزموینه نه وه ورکړې غوره کړ. مکناټن د سرورخان لوهاني له لاري له وزیر اکبر خان سره د لیدني غوښتنه وکړه او هغه خپل په استازيتوب سردار سلطان احمد ورواستاوه. ” [۶۹]
مکناټن و سردار اکبر خان ته د یوه نوي تړون مسوده وړاندیز کړه، چي لاندي مواد پکښي شامل ول:
۱: په ختیځ کښي د بولان له درې څخه تر خیبر درې پوري او په لویدیځ کښي تر هغه ځایه پوري، چي د شاه شجاع قلمرو ګڼل کیږي، وزارت به ئې سردار محمد اکبر خان ته وسپارل سي.
۲: موږ به امیردوست محمد خان په درناوي کابل ته واستوو؛ وزیر محمد اکبر خان واک لري، چي هغه ته په چارو کښي د مداخلې اجازه ورکوي که نه.
۳: موږ به سمدستي سردار اکبر خان ته دوولس لکه روپۍ وسپارو او په راتلونکي کښي به هم دوه لکه روپۍ په کالنۍ توګه ورته سپارو.
۴: سردار اکبر خان دي سمدلاسه نائب امین الله خان بندي کړي او انګرېزانو ته دي ئې وسپاري او نور ټول قومي مشران دي له کابله وباسي. [۷۰]
سردار اکبر خان د مکناټن د وړاندیز په اروېدو سره د خپل فطرتي هوښیارۍ په درلودلو سره په ډېره خوندي او مهارتي توګه ئې ملي مشران له دې حالته خبر کړل. کله چي د مکناټن بد نیتي او دوهمخي ملي مشرانو ته څرګنده سوه او هغوی پوه سول چي دښمن غواړي چي دوی په خپله د یو بل د له منځه وړلو سبب سي، پرېکړه ئې وکړه چي دښمن په هماغه لومه کښي ښکېل کړي، چي د دوی له پاره ئې اچولې وه؛ نو ئې سردار اکبرخان ته واک ورکړ، چي له مکناټن سره په هماغه ډَول چي خپله ئې مناسبه ګڼي، چلند وکړي. له همدې امله سردار اکبر خان سردار سلطان احمد خان او د هغه ورور محمد صادق خان ته دنده وسپارله چي شل اوښان له اوړو او غنمو بار کړي او دشپې ئې چاوڼۍ ته یوسي او په بدل کښي ئې پیسې بار کړي او رائې وړي. سردار اکبر خان په همدغه وخت کښي وزیر مختار ته داسي پیغام ورواستاوه:
“د شاه شجاع وزارت مني، خو هغه پيسې چي انګرېزان به ئې ورکوي بايد درې ميليونه اوس او په کلنۍ توګه څلور سوه زره روپۍ وي.” په داسي حال کښي چي مکناټن د یو میلیون او دوو سوو زرو روپو سمدلاسه او دوو سوو زرو روپیو کلني پرداخت لیکلې ژمنه ورکړې وه، د سردار محمد اکبر خان د پیسو پر غوښتنه او پر لوړ مبلغ ټینګار مکناټن وغولاوه او د سردار سلطان احمد خان غوښتنه ئې له سردار اکبر خان سره د لیدني له پاره په چټکۍ ومنله. [۷۱]
خو مکناټن سردار سلطان احمد خان ته وویل: “له محمد اکبر خان او ستا سره زموږ لیدنه د نواب محمد زمان خان او نورو افغانو مشرانو له خبرتیا پرته، چي په لومړي تړون (د ډسمبر ۱۱مه) کښي شامل ول، د حزم او احتیاط څخه لیري ده، نو ښه به دا وي چي تاسي له هغوی څخه زما له پاره په لیکلي بڼه داسي څه واخلئ چي ماته ئې پکښي لیکلي وي؛ چي که تاسي له محمد اکبر خان سره تازه لیدنه وکړئ، ښه به وي. ځکه چي دا راز د سردارانو له پاره ډېر نامناسب وو[درې سرو مشرانو دا مناسبه وګڼل] چي دا خبره په کلک هوډ او ټينګه عقيده افغانو سردارانو او نائب امين الله خان ته بیان کړي او له نائب څخه د وزیر مختار له پاره یوه لیک تر لاسه کړي. په همدې خاطر ئې له نايب امين الله خان سره وکتل او ټول جریان ئې هغه ته بیان کړ او د مکناټن منافقت ئې په ځانګړې توګه افغانو مشرانو ته څرګند کړ.” [۷۲]
له دې چي مکناټن پخوا له نائب امين الله خان او نواب محمد زمان خان سره هم جلا-جلا خبري او مفاهمه کړې وه، نائب امين الله خان هم د مکناټن پټي ليکني او غوښتني له اکبرخان سره شريکي کړې، چي هغه د اکبرخان پر سر لس زره کلدار انعام ټاکلی وو. [۷۳] بیا نائب امین الله خان مکناټن ته یو لیک وکېښ او له هغه څخه ئې د سردار اکبر خان سره د ملاقات د رامنځته کولو غوښتنه وکړه. دا مکتوب د سردار اکبر خان له پټ پیغام سره یو ځای د ډسمبر د (۲۲مي) نېټې د شپې په تیاره کښي د سردار سلطان احمد خان او یو بل افغان له خوا د کیپټن سکینر (له سردار اکبر خان سره زنداني انګرېز بندي) په ملګرتیا د انګرېزانو ټولۍ ته ولېږدول سو. مکناټن د سردار اکبر خان د پیغام او د امین الله خان د لیک په تر لاسه کولو سره دونه خوشحاله سو، چي سردار اکبر خان ته ئې د شاهانه سوغات په توګه د دوو ښایستو آسانو یوه ښکلې ډولۍ او یوه دوه میله توپنچه د ډالۍ په توګه ورواستوله. [۷۴]
مکناټن و جنرال ایلفینسټن ته هم امر وکړ چي سبا دي له دوو پوځي غونډونو سره دوه توپونه چمتو کړي، ترڅو په “قلعه محمود خان” کښي د نائب امین الله خان پر استوګنه برید وکړي؛ نائب دي یا مړ یا ژوندی تر لاسه کړي. خو جنرال ایلفینسټن دا دستور عملي نه کړ، ځکه هغه بیره درلوده چي دا اقدام به د بریټانوي پوځ وضعیت د پخوا په پرتله لا بدتره کړي.
د وزير اکبر خان د زړورتیا بېلګه:
د مقالې لیکوال (اسدالله حبیب) د نورو سپکو الفاظو تر څنګ اکبر خان ته ئې د (ډارن) کلمه هم کارولې ده، په داسي حال کښي چي د هیواد تاریخ دا شاهدي ورکوي، چي د وطن مور تر اوسه پوري د اکبر خان په شان مېړنی او زړور بچی نه دئ زېږولی. یوازي دوه نور کسان په زړورتیا او مړانه کښي له وزیر اکبر خان څخه کم نه ول؛ او هغوی: یو محمد شاه خان بابکرخېل د هغه خُسر وو او بل ئې د اکا زوی سردار سلطان احمد خان وو. د اکبرخان د زړورتیا یوه ژوندۍ بېلګه؛ د مکناټن وژنه د هغه د درې افسرانو او (۲۲) تنو وسلهوالو عسکرو په شتون کښي وه، چي په دغه دروند او خطر ناک عمل کښي د هغه دوه سر په لاس یاران محمد شاه خان بابکرخېل او سردار سلطان احمد خان هم حضور درلود. د اکبر خان همدغه حیرانوونکي اقدام د یرغلګرو او استعمارګرو برخلیک بدل کړ.
شهزاده علي قلي د فتح علي شاه قاجار زوی په (۱۸۵۷ز) کښي د یوه عیني شاهد په توګه د سردار سلطان احمد خان له خولې د مکناټن وژنه په خپل کتاب (تاریخ وقایع و سوانح افغانستان) کښي ثبت کړې ده، چي غبار او نورو ئې له مخي د دې پېښي په اړه تشریحات ورکړي دي. علي قلي میرزا لیکي:
“د ډسمبر د (۲۳مي) تر غونډي دمخه سردار اکبر خان، سردار سلطان احمد خان او محمد شاه خان بابکرخېل په خپل منځ کښي یوه ناسته درلوده. محمد شاه خان له اکبرخان څخه وپوښتل چي ستا پلان څه دئ؟ اکبرخان وویل: غواړم چي مکناټن د ضد او نقیض تړونو په ښکاره کولو د هغه له ملامتولو وروسته د هغه له ملګرو سره یو ځای اسیر کړم او له ځانه سره ئې وساتم، ترڅو یو ځل بیا د قومي مشرانو او نورو غازیانو ترمنځ د نفاق د رامنځته کولو لامل نه سي او انګرېزان هم اړ سي چي زموږ غوښتنې ومني او امیر دوست محمد خان بیرته راواستوي. محمد شاه خان وویل: بېره لرم، چي دا کار به لکه څنګه چي باید پرمخ ولاړ سي، نه سي او ستاسي شاوخوا سل کسان چي د انګرېزانو په لاس کښي اسیر دي؛ ګرده ووژل سي او دا کار به بیا د خلګو پر وړاندي زموږ د ملامتیا او خامکارۍ سرچینه سي. اکبرخان جواب ورکړ: که چیري داسي هم وسي چي ته ئې وايې، زما د سلو تنو اسیرو کسانو وژل کېدل او د خلګو پر وړاندي ملامتېدل له هغه څخه غوره دي، چي زموږ په هیواد کښي یو بهرنی واکمن وي، اسلام تر پښو لاندي سي او زموږ په هیواد کښي کفري قانون پلی وي.” [۷۵]
پورتنۍ خبري د سردار اکبر خان د خودکذرۍ، اسلامپالني او پردیو سره د ضدیت د اوج ښکارندويي کوي، چي ښايي په ښکاره کرښو د هیواد په تاریخ کښي ثبت سي. میرزا علي قلي دوام ورکوي او وايي:
“درې سره سلا سوي ملګري له خپله ځایه پورته سول، د همت ملاوي ئې وټړلې او له دوو سوو زرو سپرو سره د چاوڼۍ پر لور روان سول. وزير مختار هم دباندي راووت. لومړی سلطان احمد خان پر خپل آس ورمخته سو او وزیر مختار ته ئې ډاډ ورکړ، چي کار په پاخه ډَول ترسره سوی دئ. کله چي وزیر مختار و وزیر محمد اکبر خان ته نږدې سو [ ستړې مسې او روغبړ ئې سره وکړ] وزیر مختار داسي یو آس چي قمچینه ئې درې زره روپۍ وه، و وزیر اکبر خان ته د ډالۍ په توګه راوستلی وو، هغه ئې مخاطب کړ، چي دا د رو آس مي د سردار له پاره د سوغات په توګه راوستلی دئ. محمد اکبر خان ورڅخه [مننه] وکړه او هغه ئې د خبرو له پاره د چاوڼۍ څخه لیري کاوه. که څه هم وزیر مختار ویل، چي د ناستي او خبرو له پاره همدا ځای مناسب دئ، خو محمد اکبر خان د واوري او د مځکي لوندوالی د عذر په توګه یاداوه، تر څو چي یو وچ ځای چي شاوخوا دوه سوه قدمه له چاوڼۍ څخه لیري وو غوره ئې کړ، پټو ئې پر هوار کړ او کښېناستل. د انګرېزانو له خوا وزير مختار، ټرېور او مکينجي (مکنزي) ناست، لارنس له توپنچې سره د وزیر مختار پر سر ولاړ، څلور تنه سرتېري له چقماق ټوپکانو سره تیارسئ ولاړ د هغوی آسانو ته ئې کتل، دوه کسه نور یو څه لیري ولاړ او شپاڼس تنه نور سپاره تر هغوی یو څه ورها خوا ولاړ ول. د افغانانو له خوا وزير محمد اکبر خان، سردار سلطان احمد خان او محمد شاه خان ناست، دوست محمد خان او خدابخش خان (د محمد شاه خان وروڼه) او غلام محي الدين خان غلجى ولاړ او څو تنه نورو په ټوپکو سمبال پيادو د سردارانو آسان تر نظر لاندي نیولي ول. وزیر مختار او وزیر محمد اکبر خان په سوال او جواب پیل وکړ؛ هر یوه له بل څخه د خپلو ژمنو د صداقت په اړه پوښتني کولې. [خبرو] کابو یو نیم ساعت دوام وکړ. ناڅاپه محمد شاه خان په “افغاني (پښتو)” ژبه محمد اکبر خان ته وویل: “وخت لږ دئ، باید ځنډ ونه کړو او لاس په کار سو.” یاده جمله په دري ژبه داسي لیکل سوې وه: “وقت تنګ است، زمان درنګ نیست باید دست بکار شد.” سمدلاسه محمد شاه خان له خپله ځایه راپورته سو، د وزير مختار زني ته ئې لاس ورووړ او په افغاني ژبه ئې وويل: “دا د خبرواترو ځای نه دئ، خبري به په ښار کښي پای ته ورسوو.”
محمد شاه خان له دې بیري، چي داسي نه وي چي لارنس وزیر محمد اکبر خان ته په توپنچې تاوان ورسوي، ودرېد او هغه ئې ونیو او یوه افغاني مشکوله ئې د هغه پر بغل کښېښوه. لارنس چیغه کړه چي بس دئ. محمد شاه خان وویل: نو روان سه! هغه ئې د مشکولې سره یوځای په مخه کړ. دوست محمد خان له ټرېور او غلام محی الدین خان له مکنجي (مکینزي) سره ومښتل او دواړو خپل حریفان په مخه کړل. پیادو افغانانو څلور کسه انګرېزي سرتېري د خپلو مرمیو موخه وګرځول، د هغوی آسان ئې ځني ترلاسه او بیرته راستانه سول. وزیر محمد اکبر خان او سردار سلطان احمد خان دواړه له وزیر مختار سره ومښتل، ځکه چي[مکناټن] ډېر غټ او قوي وو، جګړه ډېره اوږده سوه. ناڅاپه هغو شپاڼسو انګرېزانو یوځای پر پیادو افغانانو او هغو دوو سردارانو ټکان وکړل؛ دوه کسه پیاده سرتېري ئې ووژل او یوه مرمۍ د وزیر محمد اکبر خان په شا ولګېده، خو تاوان ئې ونه رساوه.
سردار سلطان احمد خان د هغوی دفع کول اړین وګڼل، د یوه زورور زمري په څېر ئې هغوی ته مخ ورواړاوه؛ د وزیر مختار یو پیش خدمت ئې د خپلي توپنچې موخه وګرځاوه او په خپله توره ئې له هغوی سره مقابله پیل کړه، تر هغو چي ګرده په ځغاسته او تېښته سول. کله چي وزیر مختار او محمد اکبر خان له یو بل سره په پوري وهلو او راپوري وهلو اخته سول؛ وزیر مختار له موقعې څخه په ګټي اخیستني هغه نېزه چي د لاس په وسپنیزه لکړه کښي ئې درلوده راوایستله او غوښتل ئې، چي محمد اکبر خان په څنګ کښي پر ووهي، خو هغه په زور ورڅخه واخسته او [لیري] ئې وغورځوله. سلطان احمد خان له خپل تېکي څخه له راایستلي توري سره راورسېد، وزیر مختار په بېره خپل مخ د هغه وخواته ورواړاوه او محمد اکبر خان ته ئې شا کړه. سلطان احمد خان په افغاني (پښتو) ژبه وویل:
“ژوندی وړل ئې ګران کار دئ، باید کار ئې ورتمام کړو.”
بیا وزیر اکبرخان په هماغه دوه لولهيي توپنچې، چي یوه شپه دمخه له یوې آس ډولۍ سره چي خپله وزیر مختار ورته سوغات کړې وه، د هغه د ملا پر تیر ورخالي کړه، چي د مرمۍ له زوره ئې سلطان احمد خان ته شا او بغاره کړه… له شا څخه سلطان احمد خان په خپله توره دونه په زوره وواهه، چي پړمخی غوځار سو؛ د هغه سر ئې ورڅخه پرې او د خپلو سپرو خواته ولاړل. د لاري په اوږدو کښي له ترېور سره مخ سول، چي دوست محمد خان له ځانه سره بېوئ، سلطان احمد خان هغه په توره وواژه او یو څوک ئې واستاوه، چي د وژل سویو په پښو کښي رسۍ وتړي؛ ښار ته ئې راکښته کړي او د ښار په څلورو کنجو کښي وځړوي. [۷6] سراج التواریخ هم دا روایت په (اول جلد، ۱۷۲- ۱۷۳مخونو) کښي ثبت کړی دئ.
غبار سره له دې چي د ډسمبر د (۲۳مي) پېښه د قاجاري میرزا علي قلي کتاب ته په کتو، خو په خپلو روانو ادبیاتو بیان کړې ده، خو د وزیر اکبر خان پر شا د انګرېزو ساتونکو د مرمۍ لګېدل او د دوو افغانو پیادو عسکرو د وژل کېدو یادوَنه ئې نه ده کړې. بل دا چي غبار له دې څخه هم یادوَنه نه ده کړې، چي مکناټن غوښتل سردار اکبر خان د خپل لاس د لکړي پر پټي نېزې باندي ووژني، خو وايي: “له همدې ورځي [۲۳ ډسمبر ۱۸۴۱] وروسته (۲۴) کلن سردار اکبر خان د افغانستان د سیاسي او پوځي مشر په توګه د ټولو ملي مشرانو او خلګو له خوا وپېژندل سو.” [۷۷]
د شهزاده علي قلي قاجار، غبار، سراج التواریخ او علامه رشاد راپورنه نه یوازي د سردار اکبر خان د زړورتیا او مړاني څرګندونه کوي، بلکي د انګرېزانو پر وړاندي د سردار اکبر خان د ضدیت په اړه یو پرېکنده سند هم دئ. سردار اکبر خان د خپل دغه کار په ترسره کولو سره د هیوادپالني له آزمويني څخه سرلوړی وتلی دئ؛ نور نو د هغه پر پاک تن او نېک نوم له انګرېزانو سره د جوړجاړي او د هغوی څخه د بیري ټاپې هغي وچي سوي خټي ته ورته دي، چي په بدنه نه مښلي.
علامه رشاد د ډسمبر د (۲۳مي) په غونډي کښي د اکبر خان، سردار سلطان احمد خان، محمد شاه خان بابکرخېل او د هغه د وروڼو د زړورتیاوو د بیانولو په ترڅ کښي وايي؛ چي:هغه توپنچه چي مکناټن پر وژل سوی وو، د افغانستان د پاچاهانو په کورنۍ کښي د یوه “مبارک” میراث په توګه ساتل کېدله. د ملي موزیم له جوړېدو وروسته دغه توپنچه په موزیم کښي کښېښودل او خوندي سوه، ترهغو چي په (۱۳۷۱ل) کال کښي د افغانستان د اسلامي دولت مشر برهان الدین رباني هغه توپنچه د پاکستان د پوځي استخباراتو مشر حمید ګل ته، چي کابل ته د رباني د مبارکۍ له پاره راغلی وو، د ډالۍ په توګه هغه ته وبخښله. [۷۸] د برهان الدین رباني دا کار له شکه وتلی ملي خیانت ګڼل کیږي، ځکه چي د وزیر اکبر خان توپنچه د افغانو بچیانو د ویاړ سند او د انګرېزي یرغل پر وړاندي د افغانستان د خلګو د تاریخي مبارزو یادګار وه؛ نه د برهان الدین رباني شخصي مال چي چاته ئې ډالۍ کړې وای.
غبار وايي، چي د مکناټن له وژني وروسته د ډسمبر د (٢٤مي) په جرګې کښي قومي مشرانو د ډسمبر د يوولسمي په تړون کښي چي هغه هم د سردار اکبر خان له خوا ليکل سوی او مکناټن ته سپارل سوی وو، څلور نوري مادې هم ورډېري کړې، هغه څلور مادې دغه دي:
۱. انګرېزان باید خپلي ټولي زیرمي افغانانو ته وسپاري.
۲. د شش توپونو پرته د انګرېزانو ګرده وسلې باید افغانانو ته ورکړل سي.
۳. جره انګرېز یرغمل سوي دي، په واده سويو یرغملو باندي بدل سي.
۴. د مکناټن د ضمانت په پار دي انګرېزان یو میلیون او څلور سوه زره روپۍ افغانانو ته ورکړي. دا تصویب سمدستي د انګرېزانو پوځي مشرانو ته واستول سو، چي له منلو ماسیوه ئې بله چاره نه درلود. [۷۹]
فرهنګ وايي؛ چي افغان مشرانو خپل نوي شرطونه په شپاڼسو مادو کښي د مکناڼن ځای ناستي یعني “پټینجر” ته ورواستول او پټینجر له هري مادې سره خپله موافقه ښودلې، چي سردار اکبر خان له سره په خپل قلم هغه ملاحظه کړي او تبصرې ئې پر لیکلي دي. انګرېزانو چي د افغان لوري د غوښتنو له منلو پرته بله چاره نه درلوده، مجبوره ول چي له سپکاوي ډک شرایط چي د استعمار په تاریخ کښي ئې ساری نه درلود ومني.
د مکناڼن له وژني وروسته د افغان مشرانو له خوا وړاندیز سوې ترحه:
لومړۍ ماده (د افغان لوري وړاندیز): باید د بریټانوي پوځیانو په حرکت کښي هیڅ ځنډ ونه سي.
د انګرېز لوري جواب: موافقت دئ. هغوی به څلرویشت ساعته وروسته له هغه چي زر دانې بارګیره مواشي؛ چي اوښان یا یابوګان وي پیدا کړي، حرکت کوي.
دوهمه ماده (د افغان لوري وړاندیز): افغان سرداران به د پوځیانو ملتیا وکړي، ترڅو څوک مخالفت ته پرې نږدي او د هغوی په خوراک او څښاک کښي دي مرسته وسي.
د انګرېز لوري جواب: ډېره ښه خبره ده.
تبصره: سردار عثمان خان او شاه دوله خان.
دریمه ماده (د افغان لوري وړاندیز): د جلالآباد پوځیان دي د کابل د پوځونو د حرکت دمخه د پېښور په لور حرکت وکړي.
د انګرېز لوري جواب: موږ موافق یو، د هغوی د ملتیا له پاره کوم څوک ټاکئ؟
تبصره: عبدالغفور خان.
څلرمه ماده (د افغان لوري وړاندیز): د غزني ځواکونه له تیارېدو وروسته باید په چټکۍ سره د کابل له لاري د پېښور په لور حرکت وکړي.
د انګرېز لوري جواب: موږ موافق یو، د هغوی د ملتیا له پاره کوم څوک ټاکئ؟
تبصره: د نائب یا مهتر موسیٰ خان له څپلوانو څخه یو کس.
پینځمه ماده (د افغان لوري وړاندیز): د کندهار ځواکونه او په افغانستان کښي نور ټول برټانوي ځواکونه باید ژر تر ژره هند ته ولاړ سي.
د انګرېز لوري جواب: موږ موافق یو، یو څوک باید ورسره مل وي.
تبصره: نواب جبار خان.
شپږمه ماده (د افغان لوري وړاندیز): د امیردوست محمد خان ټوله شتمنۍ، چي د انګرېزانو د حکومت او یا شخصي افسرانو په لاس کښي ده، باید پرېښودل سي.
د انګرېز لوري جواب: موږ موافق یو؛ هغه څه چي د رسمي مامورینو په اختیار کښي دي، معلوم دي، هغه څه چي له شخصي افسرانو سره دي، معلوم ئې کړئ او وائې خلئ.
اوومه ماده (د افغان لوري وړاندیز): د انګرېزانو د شتمنۍ هغه برخه چي وړل کېدلای نه سي، ساتنه به ئې کېږي او په لومړني فرصت کښي به ولېږول سي.
د انګرېز لوري جواب: موږ موافق یو، خو موږ خپل پاته ټول شیان نواب (زمان خان) ته ورکوو.
تبصره: باید توپونه، زغره وال او ټوپکان ما ته راکول سي.
اتمه ماده (د افغان لوري وړاندیز): که شاه شجاع وغواړي، چي په کابل کښي پاته سي، موږ به ورته په کلنۍ توګه یو لک روپۍ تنخواه ورکوو.
د انګرېز لوري جواب: موږ موافق یو، څه چي غواړئ وئې کړئ او هیله لرو، چي موږ ته خپله ملګرتیا ثابته کړئ.
نهمه ماده (د افغان لوري وړاندیز): که چیري د شاه شجاع کورنۍ د څارویو د کمښت له امله له بارګیرۍ پاته سي، هندوستان ته تر رهي کېدو پوري به ئې د استوګني له پاره د لوړيکلا هغه ځای چي اوس پکښې مېشت دئ وټاکو.
د انګرېز لوري جواب: موږ موافق یو، د پاچا عزت د دُرانیانو [ابداليانو] عزت دئ او ستاسي درنښت ښکاره کوي.
لسمه ماده (د افغان لوري وړاندیز): کله چي انګرېز پوځ پېښور ته ورسېد، نو د اميردوست محمد خان او نورو ټولو افغانانو د حرکت ترتیبات باید د هغوی د اموالو، کورنيو او اولادونو سره ونیول سي.
د انګرېز لوري جواب: موږ موافق یو؛ هغوی ټول به په درناوي او روغ درواستول سي.
یوولسمه ماده (د افغان لوري وړاندیز): کله چي اميردوست محمد خان په خوندي توګه پېښور ته ورسېد، هغه وخت به د شاه شجاع کورنۍ ته د تللو اجازه ورکول سي، تر څو له وتلو وروسته هغه ځای ته چي ورته ټاکل سوی دئ ورسېږي.
د انګرېز لوري جواب: موافقت لرو.
دوولسمه ماده (د افغان لوري وړاندیز): څلور کسه انګرېز سړي به تر هغه وخته پوري په کابل کښي یرغمل پاته وي، ترڅو چي امیردوست محمد خان او نور ټول افغانان پیښور ته ورسېږي او هغه وخت به انګرېزو سړیو ته د حرکت اجازه ورکړل سي.
دیارلسمه ماده (د افغان لوري وړاندیز): سردار اکبر خان او سردار عثمان خان به له انګرېزانو سره تر پېښوره پوري مله وي او هغوی به په خوندي توګه تر هغه ځایه پوري ورسوي.
د انګرېز لوري جواب: موافق یو.
تبصره: سردار اکبر خان.
څوارلسمه ماده (د افغان لوري وړاندیز): د انګرېزانو له وتلو وروسته به دوستانه اړیکي دوام ولري، یعني دا چي افغان حکومت به د بریټانوي حکومت له اجازې او مشورې پرته له کوم بهرني حکومت سره هېڅ ډول تړون یا اړیکه نه جوړوي او که چیري هغوی د کوم بهرني برید په پار مرسته وغواړي، نو بریټانوي حکومت به د مرستي له استولو څخه ډډه ونه کړي. [۸۰]
د انګرېز لوري جواب: تر هغه ځایه چي په موږ پوري اړه لري موافق یو، خو په دې اړه یوازي د هند وزیر مختار واک لري. موږ به د دواړو دولتونو ترمنځ د دوستۍ د ټينګښت له پاره خپلي ټولي هڅي وکړو او د لوی څښتن په مرسته به دا ارمان پوره سي او په راتلونکي کښي به ملګرتیا وي.
پینځلسمه ماده (د افغان لوري وړاندیز): هر هغه چا چي له شاه شجاع او انګرېزانو سره ئې مرسته کړې او له هغوی سره د تللو غوښتنه ولري، ورته اجازه ورکول کیږي؛ موږ به مزاحمت ورته ونه کړو او که هغوی دلې پاته کیږي، نو هيڅوک به د هغه څه په پار چي دوی ترسره کړي دي ګروېږنه ورڅخه ونه کړي او په هیڅ بانه به هغوی ته تاوان ونه رسوي. هغوی کولای سي د دې هیواد د نورو اوسېدونکو غوندي دلې واوسي.
د انګرېز لوري جواب: موږ یو څو ټکي ځای پر ځای کړي دي او د ملګرتیا نخښه به وي که تاسي موافقت ورسره وکړئ.
شپاڼسمه ماده (د افغان لوري وړاندیز): که له انګرېزو ښاغلیو څخه کوم یو د اړتیا له مخي ودرول سي؛ له هغه سره به د حرکت تر وخت پوري په درنښت چلند کیږي. [۸۱]
د وړانديز سوي طرحي له موادو او د اکبرخان له تبصرو څخه چي د هري مادې په څنډه کښي ډېري سوي دي، په کابل کښي د انګرېزانو پر کمزورۍ او ناتوانۍ په آسانۍ سره پوهېدلای سو. که څه هم د دې طرحي مواد او تبصرې په پرېکنده توګه د افغانانو ځواک او بری د هغوی په مخامخ لوري (انګريزانو) باندي ښيي، خو څرګنده نه ده، چي افغانو مشرانو ولي د څوارلسمي مادې د قید په لړ کښي خپلي بهرنۍ اړيکي د بریټانوي دولت له خوښي سره تړلي څرګندي کړي دي؟
بریټانوي تاریخپوه سر پرسي سایکس ادعا کوي، چي د دې تړون په پای کښي (د ۱۸۴۲ز کال د جنوري د میاشتي د اولي تړون، چي د سردار اکبر خان په قلم لیکل سوی) اتلسو تنو افغانو مشرانو مُهر کړی دئ او نومونه ئې دا دي: ۱- محمد زمان خان، ۲- میر حاجی، ۳- سکندر خان، ۴- درویش خان، ۵-محمد اکبر خان، ۶- محمد عثمان خان، ۷- غلام احمد خان، ۸- غلام محمد خان، ۹- خان محمد خان، ۱۰- عبدالخالق خان، ۱۱- امین الله خان، ۱۲- میر اصلان خان، ۱۳- میراسلم خان، ۱۴- محمد خان، ۱۵- محمد نصیر خان،۱۶- عبدالله خان ، ۱۷- عبدالغفور خان، ۱۸- میر آفتاب خان. [۸۲]
هغه سند چي د ۱۸۴۲ کال د مارچ د میاشتې په (۱۱مـ) تاریخ د بریټانوي بندیانو له خوا لاسلیک سوی وو، چي په کابل کښي د افغان-انګرېز د لومړۍ جګړې په وخت نیول سوي ول. په سند کي راغلي: «باهو خان چي سردار محمد اکبر خان پهٔ دې ځای کښي د کابل د ځواکونو د ښځمنو او نورو بندیانو مسؤل وټاکه (باهو خان) د (خپل) چلند سند موږ څخه وغوښت — موږ لاندې لاسلیک کوونکي دا په ډیري خوشحالۍ سره ليکو چي هغه په ډیري مهربانۍ او پاملرني (زموږ سره) چلند کړی دئ (چي) هره هیله ئې څرګندوي چي زموږ حالت د امکان تر حده لږ ځوروونکی کړي.» د سند په لاندېنۍ برخه کښي د بندیانو (چي دېرئ ئې ښځي وې) لاسلیکونه دي چي شمار ئې تقریباً دېرشو ته رسېږي.
د پلار لیک ته غاړه اېښوول او نابود سوي دښمن ته میدان خالي کول؟
ډاکټر حبيب وايي:
“د اکبر خان وروستۍ کمزوري د خپل پلار د بې ننګۍ لیک ته غاړه اېښوول او د نابود سوي دښمن د وينو د تويولو له پاره د ميدان خالي کول ول (یعني انګرېزانو ته)، چي یو وار بیا پاچاهي د هغه کورنۍ ته ورسېږي.” [۸۳]
دا جمله بېلابېل ابعاد لري او د نورو ترڅنګ غواړي ووایي، چي هغه د وطن دوستۍ او له یرغلګرو سره د ضدیت احساس نه درلود؛ په داسي کښي، چي د لیکوال د دې کرښو د لیکلو پر مهال افغانستان د شوروي اتحاد د سرو لښکرو تر اشغال لاندي وو. هغه د شوروي د توپونو او ټانکونو د تسلط په پایله کښي د خلق ډیموکراټیک ګوند (د پرچم لوري) د مرکزي کميټې د غړي په توګه د کابل پوهنتون د رئيس په توګه ټاکل سوی وو او د شورویانو په خوښه ئې د پوهنتونو پوهنیز نصاب بدل کړ.
هغه څوک چي د وطن او خاوري له دښمنانو سره په یوه خوله او زړه وي، څنګه کولای سي، چي له هیوادپالني خبري وکړي او خپل ځان له هغه چا څخه لوړ وګڼي، چي د تاريخ په آزموينه کښي پر هیواد د بهرني تسلط په مقابل کښي بريالى وي. زما موخه له وزیر اکبر خان څخه ده؛ چي د انګرېزانو پر ضد په پاڅون کښي له ګډون دوه اونۍ وروسته ئې دښمن له افغانستان څخه وتولو ته اړ کړ او د کابل – جلالآباد پر لاره ئې د هغه (۱۶) نیم زره کسیز پوځ په نابودولو سره له هیواده د دښمن پاته ځواکونو ایستلو په هڅه کښي وو. هغه دښمن چي د وزیر (۱۵۰) کسیزه کورنۍ ئې بندیان کړي ول او هره شېبه ئې کولای سوای چي له منځه ئې یوسي.
د لیکوال د دې ادعا په جواب کښي چي وايي:
“د پلار د بې ننګۍ لیک ته غاړه اېښولو او د نابود سوي او مات سوي دښمن د وینو د تویولو له پاره د میدان د خالي کولو” په اړه باید وویل سي: لومړۍ خو دا چي له امیر دوست محمد خان څخه د زوی وزیر اکبر خان په نامه د بې ننګۍ هیڅ لیک شتون نه لري او کوم روایت چي حمید کشمیري د امیر په نامه وزیر اکبر خان ته ویلي دئ او غبار په خپل تاریخ کښي ډېر کړی دئ، د دښمن په لاس کښي د یوه بندي پلار لیک دئ، چي وایی: انګرېزان په افغانستان کښي د پاته کېدو اراده نه لري او ښه به دا وي چي د هغوی لاره بنده نه کړي، تر څو ستاسي د کورنۍ د راستنېدو له پاره لاره هواره سي.
دوهم، عیني شاهدان لکه؛ بریدمن اېر، د انګرېزو بندیانو له ډلي څخه یو تن په خپلو خاطراتو کښي د اکبر خان د امیر د لیک محتوا د ډاکټر حبیب له ادعا پرته بل څه بیانوي؛ چي د امیر پر کورنۍ د انګرېزانو سخت دریځ څرګندوي. هغه وايي: د اپریل په (۲۵مه [چي اکبر خان له انګرېزو بندیانو سره تیزین ته رسېدلی وو])، له لودیانې څخه یوه قاصد و وزیر اکبر خان ته یو لیک راوړ. کله چي ليک ولوستل سو، ليکل سوي ول چي: “لس ورځي کیږي، چي ستا (اکبر خان) کورنۍ په هندوستان کښي ډوډۍ نه ده خوړلې.”
[دا پیغام له حقیقت څخه خالي نه دئ، ځکه چي کله انګرېزان د اکبر خان په لاس د خپل (۱۶۰۰۰) کسیز پوځ د له منځه وړلو څخه خبر سول، د لويي بریټانوي امپراتورۍ آبرو، حیثیت او شهرت ئې له خاورو سره یو ځای سوی ولید او د خپلي امپراتورۍ د حیثیت د اعادې له پاره چمتو ول، چي په هر کار په شمول د وزیر اکبر خان د کورنۍ د لوږي او نه خوراک او څښاک په پایله کښي په وژلو لاس پوري کړي]. د دغه خبر له اروېدو وروسته موږ ټولو وویل چي دا لیک درواغ او جعلي دئ. سردار په دردَمن ږغ وویل: که زما کورنۍ له منځه ولاړه سي او که نه، زه به له خپلي پرېکړي څخه پر شا نه سم. ورپسې داسي لکه هیڅ هم چي نه وي رامنځته سوي، خپلو پخوانیو خبرو ته ئې دوام ورکړ او ما ته ئې وویل: د جنرال سېل د توپونو د ډزو په پایله کښي زموږ مرګ ژوبله (۳۰_۴۰) کسانو ته رسېدلې وه، مګر د هغو مرمیو په پایله کښي، چي له لوړيکلا څخه پر موږ توغول کېدلې، زموږ ځواکونو ته ئې ځاني او مالي تاوان خورا لږ وو. که څه هم هغه (سردار اکبر خان) د خپلي ماتي لامل د قسمت کار باله، خو د یوه زړور نارینه په څېر ئې په لوړ ږغ، چي د داسي مړنیو خلصت دئ، د جنرال سېل تر مشرۍ لاندې د انګرېزي پوځیانو زړورتیا وستایله.” [۸۳]
یو مشهور متل دئ؛ چي وايي: “مځکه هغه سوځي چي اور پر بل وي.” د هغه اور د توښ په درکولو چي اکبر خان ئې سوځاوه؛ د خپل او خپلي کورنۍ د ناموس د ژغورلو په پار د خپل پلار لیک ته غاړه ایښوول، د (۱۳۵۸ل) کال د جدي (مرغومی) د شپږمي نېټې د شورویانو د سرو لښکرو له ښه راغلاست څخه ډیره عزتمنه چاره ده. اولس نه دي هېر کړي، چي کابل ته د سره پوځ د راتګ په ورځ د ډاکټر حبیب د ګوند ملګرو د یرغلګرو پر ټانګونو ګلان پاشل، په داسي حال کښي چي د افغانستان خلګو د شوروی له یرغل څخه د کرکي د درلودلو په پار د ګوند او سرو پوځونو د واکمنۍ پر وړاندي ځانونه د جګړې له پاره چمتو کول.
په هماغه وخت کښي مي د ډاکټر اسد الله حبیب په اړه اروېدلي ول ، چي د خپل ګمارني په اوله اونۍ کښي ئې د امين له پلویانو د پوهنتون د پاکولو په نوم له پوهنتون څخه د خلق د جبهې اړوند (۶۰۰) استادان وایستل او په بله وینا ئې د مرګ کندي ته وسپارل. [هغه کس چي د هغو استادانو له ډلي څخه (۲۰۰) تنه تر لوګره پوري وړي او آزاد کړي ئې ول جنرال خوشحال پیروز نومېږي، چي زما سره د سویډن د یوټي بوري په ښار کښي مېشت دئ او د پوهنتون د رئس د دغه متعصب عمل په اړه ئې د شوروي د یرغل په لومړیو ورځو کښي راته ویلي دي.]
دا چي لیکوال وايي: “میدان پرېښی او نابود سوي دښمن ته میدان خالي کول” یوازي یوه بې ځایه خبر ده. لومړی دا چي دښمن لا هم میدان نه وو پرېښی او په بشپړه توګه له منځه نه وو تللی، ځکه چي جنرال پالک لا هم په جلالآباد کښي د (۲۰) شل زره په پیاوړي توپخانې سمبال ځواکونو سره له وزیر اکبر خان څخه د غچ اخیستلو له پاره وو. لا هم دښمن په کندهار کښي کافي ځواکونه درلودل، چي پر افغانانو بریدونه وکړي او د وزیر اکبر خان (۱۵۰) کسیزه کورنۍ د بندیانو په توګه لا هم د دښمن په لاس کښي وه.
دوهم دا چي سردار اکبر خان نه د پلار له لیک څخه دمخه او نه ورڅخه وروسته د انګرېزانو له مخالفت او مبارزې څخه لاس نه دئ اخیستی. د سردار اکبر خان مخالفت او دښمني د انګرېزانو پر وړاندي د خپل ژوند تر پایه پوري د هیواد له تاریخ او وَړو مؤرخینو څخه پټه نه ده. په وزیر اکبر خان باندي د امیر د هندو طبیب له خوا چي د انګرېزانو جاسوس وو زهر خوړل د انګرېزانو پر وړاندي د هغه د همدغه ضدیت او دښمني په پار ول. [۸۵]
درېیم، لیکوال نه دي ویلي، چي اکبر خان د کومي جګړې ډګر ئې دښمن ته خالي کړ او شاته سو؟ که دا اکبر خان نه وو، چي د کابل– جلالآباد پر لاره د دښمن د (۱۶۵۰۰) پوځیانو د له منځه وړلو وروسته ئې د محمد شاه خان بابکرخېل او سردار سلطان احمد خان په مشرۍ د (۳۰۰۰) ننګرهاري جنګیالیو یوه ډله د جنرال پالک د لښکرو د ننوتلو د مخنیوي له پاره د خیبر درې ته واستوله. ورپسې ئې په خپله په جلالآباد کښي د انګرېزانو پوځ چي د جنرال سېل له خوا اداره کېده او له پېښور څخه د مرستي په طمعه وو، محاصره کړ، ترڅو تسلیم او له هیواد څخه وتلو ته مجبوره سول؟ خو د انګرېزانو دسیسې یو په بل پسې د اکبر خان پر وړاندي په کار اچول کېدې. انګرېزانو په پیل کښي د سردار اکبرخان ساتونکي پاینده محمد ته د سلو زرو روپیو ژمنه ورکړه، چي سردار له منځه یوسي. یوه ورځ سردار د انګرېزانو پر محاصره کړي پوځونو باندي د برید د لاري په لټولو بوخت وو، پاینده محمد په خپل ټوپک پر سردار ټک وکړ، خو مرمۍ د سردار پر راسته مټ ولګېده، له نېکه مرغه چي مړ نه سو، خو سخت ټپي سو (۱۳ مارچ ۱۸۴۲ز). کله چي بریدګر ونیول سو او وئې منل، چي د انګرېز له خوا غولېدلی دئ. سردار اکبر خان هغه ته له ښې ځوانیه بخښنه وکړه، خو بل افغان سردار، سلطان احمد خان نورو غدارانو ته د عبرت له پاره، د هغه سر ورپرې کړ. [۸۶]
پر اکبر خان باندي د دښمن د تحریک او لمسون په ترڅ کښي د هغه د ساتونکي پاینده محمد له برید وروسته د مارچ د میاشتي پر دیارلسمه انګرېزانو د اکبر خان د له منځه وړلو له پاره په یوه شبخونه عملیاتو لاس پوري کړ؛ په همدې موخه ئې د (۱۸۴۲ز) کال د اپریل د میاشتي په اوومي د سهار د سپېدو په داسي حال کښي، چي غازیان لا بیده ول؛ د غازيانو کمپ ئې د ټوپک او توپ تر اور لاندي کړ او مجاهدین ئې له مقابلې واچول. سردار اکبر خان په ټپي ځان مقابلې ته ودرېد، خو د دښمن د تمبولو هڅه ئې کوم ځای ته ونه رسېده، چي په پايله کښي ئې د مجاهدينو په کمپ کښي ماته رامنځته سوه، مجاهدین وپاشل سول او ټپي اکبر خان له خپلو څو ملګرو سره لغمان ته پر شا سو. کابل ته ئې خبر ورکړ او له کابل څخه ئې د مرستي غوښتنه وکړه، خو له کابله هغه ته هیڅ کومک ونه رسېد او هغه مجبور سو چي د انګرېزو بندیانو سره یوځای له لغمان څخه کابل ته راستون سي. په دغه راستنېدو کښي یوازي د لغمان درې سوه تنو مجاهدینو ئې ملتیا کوله او پاته مجاهدین په جلالآباد کښي د اپریل د اوومي له شبخون وروسته پاشل سوي او خپلو کورونو ته تللي ول.
د مې د میاشتي پر پینځمه وزير اکبر خان له تیزین څخه د کابل پر لور حرکت وکړ او کله چي سردار اکبر خان کابل ته ننوت وئې لیدل، چي د مرنجان د غونډۍ پر شاوخوا د محمد زمان خان او نایب امین الله خان د پلویانو ترمنځ جګړه روانه وه، هغه هم له خپلو درې سوو سپرو ملګرو سره د نواب زمان خان په پلوي جګړې ته ننوت او د فتح جنګ او نائب امين الله خان پوځونه ئې په مخه کړل او ورپسې ئې تر لوړهکلا پوري په منډو کړل، له هغوی څخه ئې ډیري وسلې او توکي ترلاسه کړل او د لوړيکلا د نغم کیندني او محاصره کولو چاري ئې پیل کړې. نائب امين الله خان، چي د دې کار خطرناکي پایلي په سترګو لیدلې، د سردار اکبر خان له خُسر محمد شاه خان بابکرخېل سره یوځای سو او د روغي جوړي لاره ئې خپله کړه. د محمد شاه خان په منځګړيتوب د روغي جوړي پرېکړه داسي وسوه: فتح جنګ د پاچا په توګه او سردار اکبر خان ئې د وزير په توګه وټاکل سول او د کدورت د له منځه وړلو او د خپلوۍ د رامنځته کولو په پار؛ د نائب امین الله خان لور وزیر اکبر خان ته په نکاح سوه. په دې توګه یاده شخړه تمامه سوه او له هاغه تاریخ څخه وروسته سردار اکبر خان د “وزیر اکبر خان” په نوم اوڅار سو. [۸۷]
د فتح جنګ د وزارت له منلو وروسته وزیر اکبر خان په لنډو ورځو کښي د فتح جنګ هغه لیک ترلاسه کړ، چي پکښې ئې جنرال پالک ته بلنه ورکړې وه، چي پر کابل برید وکړي. وزیر اکبر خان فتح جنګ بندي کړ او له ملي مشرانو سره د جنرال پالک له ځواکونو سره د مقابلې په پار سلا او مشورې ئې پیل کړې؛ چي په پایله کښي ئې د کابل له جنګیالیو سره د دښمن د مقابلې له پاره په تیزین کښي سنګر ټینګ کړ. فرهنګ لیکي:
“جنرال پالک د اګسټ د میاشتي په پای کښي د کابل په لور حرکت وکړ او هغه غلجي چي د ده د لاري په اوږدو کښي ول په جګدلک کښي ئې سنګر نیولی وو. خو انګرېزو ځواکونو د هغوی سنګرونه د توپونو په ویشتلو ونړول او پیاده ځواکونه ئې له ټولو خواوو څخه پر سنګر ورپورته او سنګر ئې فتحه کړ. له هغه څخه دوه ورځي وروسته اکبر خان د مجاهدینو د اصلي ځواکونو له پوځ سره، چي د کابل د شاوخوا سیمو له خلګو څخه جوړ وو، له دښمن سره په تیزین کښي مقابله وکړه. دواړو خواوو ډېره هڅه وکړه، خو د کار پایله د انګرېزانو د پوځي نظم او انضباط او د وسلو برتري اغېزمنه ثابته او د هفت کوتل لوړه څوکه د دښمن لاس ته ولوېده او د اکبر خان پوځونه هري خوا ته خواره سول او خپله اکبر خان پروان ته پر شا سو.” [۸۸]
خو علامه رشاد لیکي چي:
“کله چي غازي وزیر اکبر خان په جګدلک کښي د جنرال پالک پر وړاندي په برید لاسي پوري کړ، قزلباشو سردارانو د علي رضا خان په مشرۍ د وزیر اکبر خان له لښکر څخه جلا سول او له انګرېزانو سره ئې له مقابلې ډډه وکړه. د قزلباشو د مشرانو دغه کړنه د دې سبب سوه چي د وزیر اکبر جنګیالي هم تیب او پرک سي او خپله وزیر اکبر خان هم خلم ته ولاړ سي.” [۸۹]علامه رشاد زیاتوي: دا علي رضا خان چي په جادهٔ میوند کښي یوه کوڅه د هغه په نامه یادېږي د پالک د لښکر د بیرته راستنېدلو پر مهال د خلګو له بیري له خپلي کورنۍ سره هندوستان ته ولاړ، په لاهور کښي مېشت سو او د خپل مرګ تر ورځي پوري ئې له انګرېزانو څخه په مياشتنۍ توګه (۸۰۰) کلداري معاش اخیست او د (۱۸۶۵ز) کال د جون په مياشت کښي ئې له نړۍ څخه سترګي پټي کړې. [۹۰]
فرهنګ د کابل په افشارو کښي د خان شیرین خان قزلباش د پاڅون یادوَنه هغه مهال چي وزیر اکبر خان د جنرال پالک له ځواکونو سره د مقابلې له پاره په تزین کښي سنګر نیولی وو کوي او وايي: “سردار سلطان احمد خان چي له جنرال نات سره د مقابلې له پاره ګمارل سوی وو، د کوتل میدان ئې کلابند کړی وو، که څه هم افغانانو په لومړي سر کښي د انګرېز ځواک مخه ونیوله خو خبر سول چي خان شیرین خان جوانشیر په افشارو کښي د انګرېزانو په ګټه راپورته سوی دئ او پر ښار د برید اراده لري. دا خبر په تیزین کښي د اکبر خان د ماتي له خبر سره یو ځای د دې لامل سو، چي د سلطان احمد خان ځواکونه وپاشل سي او د خپلو کورونو خواته وګرځي. په دې توګه پالک او نات د (۱۸۴۲ز) کال د سپټمبر په نیمایي کښي له یو بل څخه د یوې ورځي په واټن کابل ته ننوتل.” [۹۱]
د هیواد د تاریخ له ژوري مطالعې څخه دا جوتېږي، چي علي رضا خان قزلباش او خان شیرین خان جوانشیر د جنرال پالک پر وړاندي د اکبر خان په ماتي کښي اساسي رول لوبولی دئ او که څه هم د جنرال پالک ځواکونه په درنو او نه ماتېدونکو وسلو سمبال ول، خو وزير اکبر خان د نائب امين الله خان په ملګرتيا د جنرال پالک پر وړاندي تر هغه ځایه چي سوني وه مقاومت کړی دئ. وروسته له هغه چي علي رضا خان له خپلو ځواکونو سره د جګړې له کرښو ووتل، د اکبر خان په پوځونو کښي ماته خپره سوه او خلګ ئې هر لوري ته وپاشل سول، چي په يایله کښي ئې هغه له نائب امين الله خان سره پروان ته پر شا سو. ځکه ويلای سو، چي وزير اکبر خان هيڅکله د انګرېزانو پر وړاندي داسي کار نه دئ کړی، چي خپل افغاني درنښت او لوړوالي او د افغان اولس د ګټو پر وړاندي وي. هغه په اوسترۍ توګه وکولای سول، چي د خپل ځان او کورنۍ ناموس په خوندي او سالم ډَول بیرته وطن ته راستانه کړي او له خپل هیواد څخه يرغلګر دښمن هم وشړي. په قومي او ژبني تعصبونو ککړي نیوکي نه سي کولای، چي زموږ د تاریخ د هغه مېړني سړي په محبوبیت کښي د یوې ستني د سپم کمښت رامنځته کړي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اوومه مقاله:
سردار سلطان احمد خان سرکار
هغه سړی چي له وزیر اکبر خان سره ئې اوږه په اوږه وهل
سردار سلطان احمد خان، چي په سلطان جان باندي پېژندل سوی وو، د سردار عظیم خان زوی او د سردار پاینده خان بارکزي لمَسی او یو له هغو ځوانو او زړورو افغانو سردارانو څخه وو، چي د هیواد د مبارزو په تاریخ کښي؛ په ځانگړې توگه د انگرېزانو د اول تېري پر وړاندي د کابل په پاڅون کښي له (۱۸۳۹ز) کال څخه نیولې بیا د امیردوست محمد خان تر مړیني (جون ۱۸۶۳ز) پوري د هیواد د سیاسي حوادثو په ډگر کښي تل چمتو او تیار وو. سردار سلطان احمد خان د خپل اکا د زوی، سردار اکبر خان سره نه یوازي د عمر او ځوانۍ له نظره، بلکي د خپلو هیلو او افکارو له اړخه هم ډېر ورته والی درلود او د زمانې پېښو هم دغه دوه زړور سرداران تر ډېره وخته سره یو ځای ساتلي ول، ترڅو د خپل شخصي او ټولنیز ژوند خوږې او ترخې یوځای وڅَکي. بریدمن اېر د انگرېزو بندیانو له ډلي څخه یو تن، په خپلو خاطراتو کښي لیکي:
سردار محمد اکبر خان او د هغه د اکا زوی، سلطان احمد خان، چي نږدې ملګري ئې سلطان جان بولي، د دې په پار موږ د لغمان د بدیعآباد تر کلا پوري بدرگه کړو، چي موږ ته د امکان تر حده آسانتیاوي برابري کړي. سلطان جان ډېر ښکلی او لوړ کس دئ. سلطان جان او سردار اکبر خان دواړه تمکینه او مهربانه خلک دي. [۹۲]
علامه رشاد لیکي چي په “منتخت التواریخ” کښي سردار سلطان احمد خان د هغه د ښکلا په پار د “افتاب خاور (د ختیځ لمر)” په نوم یاد سوی دئ. [۹۳]
په هغو شپو ورځو کښي، چي امیردوست محمد خان د انگرېزانو د یرغل له امله په بُخارا کښي پنا واخیسته، دواړه ځوان سرداران پر یوه وخت د جلاوطنۍ او د بُخارا د پاچا په ظلمونو کښېوتل. په ځانگړې توگه وروسته له هغه، چي سردار اکبر خان او سردار سلطان احمد خان له خپلو اویاوو (۷۰) تنو ملگرو سره له بُخارا څخه د وطن په موخه “شهر سبز” ته رهي سول؛ د بُخارا پاچا د هغوی په تېښته خبر سو، نو د “سراج التواریخ” په حواله ئې د سردارانو د بیرته راگرځولو له پاره اویا زره تنه سپاره ازبکان وگمارل. لښکرو د “چراغچې” په نوم یوه ځای کښي د افغانانو مخه ونیول. افغانانو توري ته لاس کړ، چي په پایله کښي ئې اته تنه افغانان او دېرش تنه ازبکان ووژل سول. په وژل سویو افغانانو کښي د سردار سلطان احمد خان ورور سردار سمندر خان او جانگل خان ناصري له خپلو شپږو تنو ساتونکو سره وژل سوي ول او په پاته افغانانو کښي داسي څوک نه وو، چې له څلورو څخه لږ د توري د ټپونو سره دي مخ سوی نه وي. سردار محمد افضل خان، سردار اکبر خان او سردار سلطان احمد خان، هر یو ئې درې – څلور ځایه په توره ټپیان او بې سده سوي ول. د وژل سویو سردارنو په وینو لژند مړي ئې د بُخارا د پاچا نصرالله خان حضور ته یوړل او هغه ظالم پاچا چي وگړو ئې ورته د “قصاب پاچا” لقب ورکړی وو، امر وکړ چي ټول افغان سرداران دي د بُخارا د ارگ “سیاه چاه” ته وغورځول سي. علامه رشاد د ” منتخت التواریخ” د لیکوال په حواله لیکي:
کله چي ئې هغوی بندیان کړل، نو پېښه ئې امیر نصرالله ته وړاندي کړه او له هغه ځایه حُکم راغئ، چي هغوی دي د خلافت مشرتابه ته ورولېږدول سي. هغه مهال د ژمي د فصل د جدي (مرغومي) د میاشتي یخنۍ خپل اوج ته رسېدلې وه، په ههاغه یغه هوا کښي ئې درې کسه پر یوه آس؛ لوڅ لغړ د بُخارا په لور واستول. زما ورور، سردار اکبر خان او سلطان احمد خان ویل چي کله به زموږ ویني د تورې له زخمو څخه وبهېدې؛ هماغه ګړی [شېبه] به یخی سوې، په داسي سخته او ربړه بُخارا ته یووړل سول. کله چي د بُخارا د ارگ و درگاه ته ورسېدل، نو ټول ئې پیاده کړل او د امیر نصرالله حُکم ته په تمه سول… د امیر نصرالله یو ناظر راووت او وئې ویل: هغوی ورڅخه راجلا کړئ، چي پلار ته ئې ورولو [پلار؛ امیردوست محمد خان په زندان کښي وو]… کله چي د دوست محمد خان سترگي په خپلو اولادو او زوم باندي ولگېدې نو سړه اسوېلۍ ئې وایسته او بې سده سو. یو گړی وروسته چي پر سد سو نو خپل اولادونه ئې په غېږ کښي ونیول او په ژړا سو. [۹۴]
سردارانو د بُخارا د پاچا د زندان او “سیا چاه” سختي ربړوني په گډه وزغملې، تر څو چي په (۱۸۴۱ز) کال کښي د یوه عالم په منځگړیتوب، چي له افغانستان څخه وو او په “حضرت صاحب بت خاکي” باندي یادېدئ؛ په بُخارا کښي مېشت وو او د بُخارا پاچا د ارادت او اخلاص په سترگه ورته کتل، د بُخارا له زندان څخه وژغورل سول او بېرته افغانستان ته راستانه سول. د بامیان او هزارهٔ شیخ علي او غوربند له لاري کوهستان دننه سول او بېرته ئې د کابل د حوادثو و صحنې ته ځانونه راورسول. [۹۵] په دې توگه، ښکاري چي سردار سلطان احمد خان هم لکه سردار اکبر خان او سردار افضل خان په پلا- پلا ځان د مرگ تر پولي پوري رسولی او ژوندی راگرځېدلی دئ.
افغانستان ته د دغو دوو سردارانو راتگ د هغه مهال سره سمون درلود، چي په کابل کښي پاڅون پیل سوی وو او عبدالله خان اڅکزی د شېرپور پر میدان یرغلگرو د توپ او ټوپک تر بریدو لاندي نیولي وو، کله چي هغوی د جگړې ډگر ته وروسېدل، وئې لیدل، چي زړور اڅکزی مجاهد سخت ټپي سوی دئ. له همدې ورځي څخه هغوی په ټولو مهمو قضیو کښي؛ د شېرپور، یا بي بي مهرو په جگړو، یا د ملي مشرانو په جرگو کښي، د ملیون او پرنگیانو تر منځ د تړون په خبرو اترو کښي او لنډه دا چي په ټولو مهمو مواردو کښي ئې گډون درلود. په ټولو کوچنیو او لویو چارو کښي ئې د سردار اکبر خان سره اوږه په اوږه عمل کاوه او په دې ټولو سختو شپو او ورځو کښي تر ډېره ټولي مهمي پوځي او سیاسي وظیفې سردار سلطان احمد خان ته ورسپارل سوي وې؛ چي هغه هم بې له ځنډه دا مهمي دندي پر غاړه اخیستلې او په بریالیتوب او ویاړ ئې سر ته رسولې.
د کابل په پاڅون او د انگرېزانو پر وړاندي په بریا کښي د سردار اکبر خان ځای د سردار سلطان احمد خان او محمد شاه خان غلجي د کارنامو له مطالعې پرته نه سي درکېدلای، ځکه چي دا درې سره جنگیالي او زړور شخصیتونه په درېوو جسمو کښي د یوې روح په څیر ول او ټولي چاري ئې د یو بل سره د مشورې په ترڅ کښي ترتیب، تنظیم او ترسره کولې. نو د دغه سردار په سرښندني او هوښيارۍ باندي د پوهېدلو په پار، غوَره به وي، چي دلته د سردار اکبر خان سره د مکناټن د لیدني او یوه بل پټ تړون د ليکلو لارو چارو ته یوه کتنه وکړو.
شهزاده علي قلي، د فتح علي شاه قاجار زوی په (۱۸۵۷ز) کال کښي د سردار سلطان احمد له خولې؛ په افغانستان کښي د انگرېزانو د ماتي کیسه اروېدلې ده او د هغه له خولې اروېدلي خبري ئې د “تاریخ واقعات و سوانح افغانستان” تر سرلیک لاندي کښلي دي، چي زموږ د هیواد د ځینو تاریخي پېښو په څرگندولو کښي خورا لوړ اهمیت لري. لیکوال د بریټانوي پوځ د سخت دریځ او د افغان مشرانو سره د پُخلایني له پاره پر وزیر مختار (مکناټن) باندي د جنرال ایلفنسټن د فشار په اړه داسي لیکي:
… هغه وخت کښي د افغانانو مشري له وزیر محمد اکبر خان څخه وه. انگرېزانو وغوښتل، چي د افغانو سردارانو؛ نواب محمد زمان خان، سردار عثمان خان د نواب صمد خان زوی او نائب امین الله خان سره د وزیر اکبر خان د خبروَلو او اصتحضاروَلو پرته تړون او جوړجاړی وکړي… په هغو شپو او ورځو کښي وزير محمد اکبر خان تبه درلوده او پر ځای پروت وو. په تصادفي توگه د سردار محمد اعظم خان زوی سردار سلطان احمد خان له خپل لښکرځي څخه د خپل لښکر سره راووتل او کله چي د انگرېزانو و سنگر ته وروسېدل، امام الدین منشي (موهن لال د امام الدین پر ځای د سرور خان لوهاني د نوم یادوَنه کوي) د انگرېزانو له کمپ څخه جلا سو، د سردار سلطان احمد خان له ملگرو سره یو ځای سو او د هغه ځای ته ورننوت. ځکه چي نوموړی سردار او وزیر محمد اکبر خان په یوه ځای کښي اوسېدل؛ امام الدین منشی ته ئې ورپام سو له سردار څخه ئې پوښتنه وکړه، چي دا سړی څوک دی او څه غواړی؟ جواب ئې ورکړ، چي دا سړی مسلمان دی او خبره ئې دا ده؛ چي زه د انگرېزانو له ډلي څخه په زرو چمو تښتېدلی او مسلمانانو قبیلو ته مي مخه کړې ده. کله چي نور سرداران د ماښام د ډوډۍ له خوړلو وروسته، گرده خپلو ځایونو ته دننه سول، سردار سلطان احمد خان بیرته وزیر محمد اکبر خان ته ورغی او وئې لیدل چي وزیر له هغه سړي سره خبري کوي. سردار سلطان احمد خان حیران سو، د هغه حال پوښتنه ئې وکړه او وزیر محمد اکبر خان وویل: دې کس له وزیر مختار څخه داسي پیغام راوړی دئ چي؛ له دې چي ستا پلار او نور خپلوان په هند کښي دي، نو له انگرېز سره ملگرتیا له نورو څخه ډېره ستا په گټه ده او زما غوښتنه له تاسي څخه دا ده، چي د نورو مشرانو په څېر ته هم د انگرېز دولت له مشرانو سره په جنگ او نفاق کښي ښکېل نه سې او د وفاق او خپلوۍ لاره غوَره کړې. [۹۷]
غبار وايي: د ډسمبر د میاشتي په (۱۱مه) مکناټن پر هوار میدان د ملي مشرانو سره د سردار اکبر خان په مشرۍ خبري اتري وکړې او هغه تړون چي سردار اکبر خان تسوید کړی وو؛ لاسیک او تسلیم کړ. په تړون کښي دا مواد شامل ول:
– دوه افغان پوځیان به له کابل څخه تر جلالآباد پوري د بریټانوي پوځ ملتیا او ساتنه کوي.
– موجود بریټانوی پوځیان دي له کابل، جلال آباد او کندهار څخه هند ته ولاړ سي.
– د توپخانو او جباخانو درنې وسلې، چي د مهماتو د نه شتون له کبله به بندي پاتي سي؛ باید افغانانو ته ورکړل سي.
– د شاه شجاع کورنۍ به د امیردوست محمد خان تر راستنیدو پوري په کابل کښي پاته سي.
– امیردوست محمد خان باید له نورو افغانانو سره کابل ته راستون کړل سي.
– سپږ تنه انگرېزان دي د امير تر راتگ پوري په کابل کښي يرغمل وي.
– انگرېزان باید بیا د افغانستان یادوَنه ونه کړي.
– له تگ څخه معذور انگرېزان به په کابل کښي ساتل کیږي.
– هند ته د ستنېدلو پر مهال دي بریټانوي پوځ له نهو توپونو څخه ډېر له ځانه سره نه وړي.
د ډسمبر د میاشتي پر (۱۴مه) ملي مشرانو اجازه ورکړه، چي د دښمن پینځه زره محصورو پوځیان له لوړيکلا څخه د انگرېزانو پوځي کلا ته ولاړ سي. د سردار اکبر خان د اکا زوی سردار سلطان احمد خان گمارل سوی وو، چي د دښمن پوځیان د شلو زرو مسلح مجاهدینو له منځه، چي د واټ پر دواړو غاړو ولاړ ول او د مغلوبو پوځیانو د حال ننداره ئې کوله، په یوه شپه او ورځ کښي تېر کړي.
سردار سلطان احمد خان د دښمن پوځونه له لوړيکلا څخه د بي بي مهرو تر کلا پوري بدرگه کول او د وزیر مختار د غوښتني په پار چاوڼۍ ته ولاړ او له مکناټن سره ئې وکتل. مکناټن چي لا هم کندهار او جلالآباد ته د مرستي په لټه کښي وو، په شرمناکه توگه د تړون له عملي کولو څخه سرغړونه وکړه او په نویو دسیسو ئې لاس پوري کړ. مکناټن دا پلا وغوښتل، چي د سردار اکبر خان سره د چم او خم لاره خپله کړي او نوموړی د شخصي گټو د تأمین په نوم په افغانستان کښي د انگرېزي واکمنۍ د بقا وسیله وگرځوي. مکناټن پوهیده چي نواب محمد زمان خان او د هغه زوی شجاع الدوله خان نه سي ختاایستلای او د نورو با نفوذه ملي مشرانو په منځ کښي، په تېره بیا نائب امین الله خان لوگری، چي یو تجربه کاره سړی دئ، هم په لنډو کښي نه سي خپلولای، ځکه نو سردار اکبر خان؛ (۲۴) کلن ځوان چي تر هغه وخته پوري ئې په سیاسي ډگر کښي آزموینه نه وه ورکړې، غوَره کړي. مکناټن د سرورخان لوهاني له لاري له وزیر اکبر خان څخه د لیدني غوښتته وکړه او هغه په خپل استازیتوب سردار سلطان احمد خان ورواستاوه. [۹۸]
د مکناټن په وژلو کښي د سردار سلطان احمد خان وړتیا:
د میرزا علیغلی په وینا، سردار سلطان احمد خان له وزیر مختار سره ولیدل، وزیر مختار سردار ته وویل:
بېځایه خبري د هوښیارو خلکو کار نه بولم؛ موږ له تاسي څخه څو هیلي لرو؛ که پوره کېدلای سي نو وبه ئې وایم. سردار وویل: تاسي ئې بې دریغه څرگندي کړئ، که زما په وس پوره وې، زه به ئې هم ونه سپموم او ستاسي په خاطر به ئې په پوره کولو کښي ډېره هڅه وکړم. وئې ویل: یو دا چۍ زموږ انگرېزانو شتون په دې هیواد کښي د افغانانو له پاره ډېري گټي لري، پرېږدئ چي په هیواد کښي پاته واوسو، تر څو تاسي د دښمن له شره په امان کښي وساتو او هم تاسي په سیم او زر شتمن کړو. دوهم، هغه افغان لښکر دي بیرته ولاړ سي چي زموږ د لښکرو پر کمپ راچاپېر سوی دئ. درېیم، دا چي نائب امین الله خان، چي د دوو لښکرو تر منځ د فتنې او فساد لامل دئ؛ هغه یا تاسي ژوندی ونیسئ او موږ ته ئې وسپارئ او یا ئې تاسي په خپله ووژنئ. د دغو کارونو په ترسره کولو سره به ستاسي هر یوه احسان او انعام پر ځای وي او که غواړې گرده انعامونه به وشمارم. سردار وویل: چي اوس د دې پوښتني له جوابه تېر سه، تر څو زه وزیر محمد اکبر خان ووینم او دا خبره ورسره شریکه کړم او له هغه وروسته به جواب درکړم. د دغو خبرو له کولو وروسته، له هغه ځایه وزیر اکبر خان ته راغی او موضوع ئې ورته بیان کړله. وزیر وویل: ولي دي پرې نه ښود، چي هغه احسانونه او انعامونه ئې شمېرلي وائ، چي د دې کار گټه څرگنده سوې وای؟ سردار وویل: زه وبیریدم چي د هغه د راکړي ورکړي د ژمنو، نېکیو او بخششیو په پایله کښي، سرکش نفس ونه غولول سي، د هغه غوښتنو او کړاوونو ته غاړه کښېږدي او هغه څه چي د هغو وگړو سره نه ښايي بابیز وگڼي. [۹۹]
وزير محمد اکبر خان د سردار سلطان احمد خان له تدبیر څخه ډېر خوښ سو، سمدستي ئې محمد شاه خان راوغوښت او حالات ئې ورته بيان کړل. له مشورې وروسته دوی پرېکړه وکړه، چي په ظاهر کښي دي د مکناټن له وړاندیز سره موافقت وکړي، خو په باطن کښي دي د دښمن پر وړاندي هماغه لاره خپله کړي چي هغوی ورڅخه کار اخیست. بیائې هغه انگرېز “سکنر،” چي له محمد اکبر خان سره بندي وو، د سردار سلطان احمد خان سره وزیر مختار ته ورولېږل او پیغام ئې ورواستاوه، چي ستاسي ټولي غوښتني منو، خو زموږ څخه دمخه باید تاسي ووایاست چي زموږ څخه ستاسي غوښتني څه دي او په بدل کښي ئې موږ ته څه راکوئ؟ مکناټن وویل:
۱: په ختیځ کښي د بولان له درې څخه تر خیبر درې پوري او په لویدیځ کښي تر هغه ځایه پوري، چي د شاه شجاع قلمرو گڼل کیږي؛ وزارت به ئې سردار محمد اکبر خان ته وسپارل سي.
۲: موږ به امیردوست محمد خان په درناوي کابل ته واستوو؛ وزیر محمد اکبر خان واک لري، چي هغه ته په چارو کښي د مداخلې اجازه ورکوي که نه.
۳: موږ به سمدستي سردار اکبر خان ته دوولس لکه روپۍ وسپارو او په راتلونکي کښي به هم دوه لکه روپۍ په کالنۍ توگه ورته سپارو.
۴: سردار اکبر خان دي سمدلاسه نائب امین الله خان بندي کړي، انگرېزانو ته دي ئې وسپاري او نور ټول قومي مشران دي له کابله وباسي. [۱۰۰]
سردار سلطان احمد خان له وزیر مختار څخه وغوښتل، هغه خبري چي په ژبه کوي، د کاغذ پر مخ دې ولیکي، وزیر مختار زړه نا زړه یوه پاڼه راواخیسته او څو کرښي ئې پر وکښلې. بیا یوڅه اندېښمن سو او سلطان احمد خان ته ئې کړه؛ چي: سرداره! زما په اند دا کړَنه ډېره خامه ښکاري، په هماغه خبرو اترو قناعت وکړئ، سردار وویل: که زموږ درې یا څلورو کسانو خبر وای، نو ستاسي خبري به مو سَند گنلی وای، خو افغانان به له سَند پرته زموږ خبر ونه مني.
وزیر مختار به په ناچارۍ څو کرښي وکښلې او څو شېبې به ئې د دې کار پر اهمیت خبري وکړې، تر څو چي د تړون متن بشپړ سو، هغه وغوښتل، چي له مُهر پرته ئې ورتسلیم کړي. خو سردار سلطان احمد خان ونه منله، غوښتنه ئې وکړه چي د کاغذ په پای کښي دي مُهر ولگوي او له مکناټن څخه ئې مُهر سوی سند تسلیم کړ. بیا سردار سلطان احمد خان پوښتنه وکړه، چي حاضردمه به ماته نغدي څو روپۍ راکړئ؛ چي د روغي جوړي تړون په ښه توگه ترسره سي؟ وزیر مختار د هغه څخه وپوښتل چي څو غواړې، سردار ډیري روپۍ وښودې، وزیر مختار ونه منل او وئې ویل؛ چي: اوس دونه روپۍ نه سته. خزانه دار ته ئې وویل؛ چي: دوه لکه روپۍ و سردار ته تسلیم کړي. په دې چي بارگیران نه ول موجود، د پېسو حمل او نقل ئې سبا شپې ته پرېښود او بېرته ستانه سول. [۱۰۱]
سردار اکبر خان د مکناټن د وړاندیز په اروېدو سره د خپل فطرتي هوښیارۍ په درلودلو سره په ډېره خوندي او مهارتي توگه ملي مشران له دې حالته خبر کړل. کله چي د مکناټن بد نیَتي او دوهمخي ملي مشرانو ته څرگنده سوه او هغوی پوه سول چي دښمن غواړي، چي دوی په خپله د یو بل د له منځه وړلو سبب سي، پرېکړه ئې وکړه، چي دښمن په هماغه لومه کښي ښکېل کړي، چي د دوی له پاره ئې اچولې وه؛ نو ئې سردار اکبرخان ته واک ورکړ، چي له مکناټن سره په هماغه ډَول چي خپله ئې مناسبه گڼي، چلند وکړي. له همدې امله سردار اکبر خان و سردار سلطان احمد خان او د هغه ورور محمد صادق خان ته دنده وسپارله؛ چي شل اوښان له اوړو او غنَمو بار کړي او د شپې ئې چاوڼۍ ته یوسي او په بدل کښي ئې پیسې بار کړي او رائې وړي. سردار اکبر خان په همدغه وخت کښي وزیر مختار ته داسي پیغام ورواستاوه:
د شاه شجاع وزارت مني، خو هغه پيسې چي انگرېزان به ئې ورکوي بايد درې ميليونه اوس او په کلنۍ توگه څلور سوه زره روپۍ وي.
په داسي حال کښي وه، چي مکناټن د یو میلیون او دوو سوو زرو روپو سمدلاسه او دوو سوو زرو روپیو کلني پرداخت لیکلې ژمنه ورکړې وه، د سردار محمد اکبر خان د پیسو پر غوښتنه او پر لوړ مبلغ ټینگار مکناټن وغولاوه او د سردار سلطان احمد خان غوښتنه ئې له سردار اکبر خان سره د لیدني له پاره په چټکۍ ومنله. د میرزا علي قلي په وینا؛ وزیر مختار سردار سلطان احمد خان ته وویل:
له محمد اکبر خان او ستا سره زموږ لیدنه د نواب محمد زمان خان او نورو افغانو مشرانو له خبرتیا پرته، چي په لومړي تړون (د ډسمبر ۱۱مه) کښي شامل ول، د حزم او احتیاط څخه لیري ده، نو ښه به دا وي، چي تاسي له هغوی څخه زما له پاره په لیکلي بڼه داسي څه واخلئ، چي ماته ئې پکښي لیکلي وي؛ چي که تاسي له محمد اکبر خان سره تازه لیدنه وکړئ، ښه به وي. ځکه چي دا راز د سردارانو له پاره ډېر نامناسب وو [درې سرو مشرانو دا مناسبه وگڼل]، چي دا خبره په کلک هوډ او ټينگه عقيده افغانو سردارانو او نائب امين الله خان ته بیان کړي او له نائب څخه د وزیر مختار له پاره یوه لیک تر لاسه کړي. په همدې خاطر ئې له نائب امين الله خان سره وکتل، ټول جریان ئې هغه ته بیان کړ او د مکناټن منافقت ئې په ځانگړي توگه افغانو مشرانو ته څرگند کړ. [۱۰۲]
له دې چي مکناټن پُخوا له نائب امين الله خان او نواب محمد زمان خان سره هم جلا- جلا خبري او مفاهمه کړې وه، نائب امين الله خان هم د مکناټن پټي ليکني او غوښتني له اکبرخان سره شريکي کړې، چي هغه د اکبرخان پر سر د لسو زره کلدارو انعام ټاکلی وو. [۱۰۳] بیا، نائب امین الله خان مکناټن ته یو لیک وکېښ او له هغه څخه ئې د سردار اکبر خان سره د ملاقات د رامنځته کولو غوښتنه وکړه. دا مکتوب د سردار اکبر خان له پټ پیغام سره یو ځای د ډسمبر په (۲۲مي) نېټې د شپې په تیاره کښي د سردار سلطان احمد خان او یو بل افغان له خوا د کیپټن سکینر (له سردار اکبر خان سره زنداني انگرېز بندي) په ملگرتیا د انگرېزانو ټولۍ ته ولېږدول سو. مکناټن د سردار اکبر خان د پیغام او د امین الله خان د لیک په تر لاسه کولو سره دونه خوشحاله سو، چي سردار اکبر خان ته ئې د شاهانه سوغات په توگه د دوو ښایستو آسانو یوه ښکلې ډولۍ او یوه دوه میله توپنچه د ډالۍ په توگه ورواستوله. [۱۰۴]
خپل په کیندلې څاه کښي د مکناټن شوه کیدل:
یو مشهور افغاني متل دئ؛ چي وايي: “د څاه کیندونکی ځای څاه ده” او د هغو کسانو په اړه ویل کیږي، چي نورو له پاره دسیسه جوړوي، خو په خپله دسیسه کښي خپله راښکېل او نابوده سي.
مکناټن هم د ملي مشرانو؛ په شمول د نائب امین الله خان او سردار اکبر خان د وژلو دسیسه جوړه کړې وه، چي هغه په خپله د هغې دسیسې په دام کښي راگیر او تباه سو. هېره دي نه وي، چي د درو افسرانو او (۲۲) وسلوالو سرتېرو په شتون کښي د مکناټن وژنه د سردار اکبر خان او د هغه د جانبازه یارانو هغه خطرناک او حیرانوونکی اقدام وو، چي د یرغلگرو او اشغالگرو برخلیک ئې وربدل کړ.
له شکه وتلې خبره ده، چي؛ که مکناټن د نائب امین الله خان لوگري د نیولو له پاره اکبر خان ته د پیسو د ورکولو طرحه نه وای تر تیب کړې او له سردار سلطان احمد خان څخه ئې نه وای غوښتي، چي سردار اکبر خان ته د نویو امتیازاتو د ورکولو په بدل کښي دغه چاره پر مخ یووړل سي، نو ښايي، چي هغه به په دونه سپک مرگ نه وای وژل سوی او د انگرېزانو پوځ به هم په هاغه ډَول نه وای تباه سوی.
شهزاده علي قلي د فتح علي شاه قاجار زوی د مکناټن وژنه په خپل کتاب “تاریخ وقایع و سوانح افغانستان” کښي ثبت کړې ده، چي غبار او نورو ئې له مخي د دې پېښي په اړه تشریحات ورکړي دي. علي قلي میرزا لیکي:
د ډسمبر د (۲۳مي) تر غونډي دمخه سردار اکبر خان، سردار سلطان احمد خان او محمد شاه خان بابکرخېل په خپل منځ کښي یوه ناسته درلوده. محمد شاه خان له اکبرخان څخه وپوښتل چي ستا پلان څه دئ؟ اکبرخان وویل: غواړم چي مکناټن د ضد او نقیض تړونو په ښکاره کولو، د هغه له ملامتولو وروسته؛ هغه له ملگرو سره یو ځای اسیر کړم او له ځانه سره ئې وساتم، ترڅو، یو ځل بیا د قومي مشرانو او نورو غازیانو ترمنځ د نفاق د رامنځته کولو لامل نه سي او انگرېزان هم اړ سي چي زموږ غوښتنې ومني او امیر دوست محمد خان بیرته راواستوي. محمد شاه خان وویل: بېره لرم، چي دا کار به لکه څنگه چي باید پرمخ ولاړ سي، نه سي او ستاسي شاوخوا سل کسان، چي د انگرېزانو په لاس کښي اسیر دي؛ گرده ووژل سي؛ چي دا کار به بیا د خلگو پر وړاندي زموږ د ملامتیا او خامکارۍ سرچینه سي. اکبرخان جواب ورکړ: که چیري داسي هم وسي چي ته ئې وايې، زما د سلو تنو اسیرو کسانو وژل کېدل او د خلگو پر وړاندي ملامتېدل له هغه څخه غوره دي، چي زموږ په هیواد کښي یو بهرنی واکمن وي، اسلام تر پښو لاندي سي او زموږ په هیواد کښي کفري قانون پلی وي. [۱۰۵]
پورتنۍ خبري د سردار اکبر خان د خودکذرۍ، اسلامپالني او پردیو سره د ضدیت د اوج ښکارندويي کوي، چي ښايي په ښکاره کرښو د هیواد په تاریخ کښي ثبت سي. میرزا علي قلي دوام ورکوي او وايي:
درې سره سلا سوي ملگري له خپله ځایه پورته سول، د همت ملاوي ئې وټړلې او له دوو سوو زرو سپرو سره د چاوڼۍ پر لور روان سول. وزير مختار هم دباندي راووت. لومړی سلطان احمد خان پر خپل آس ورمخته سو او وزیر مختار ته ئې ډاډ ورکړ، چي کار په پاخه ډَول ترسره سوی دئ. کله چي وزیر مختار و وزیر محمد اکبر خان ته نږدې سو [ستړې مسې او روغبړ ئې سره وکړ] وزیر مختار داسي یو آس چي قمچینه ئې درې زره روپۍ وه، و وزیر اکبر خان ته د ډالۍ په توگه راوستلی وو، هغه ئې مخاطب کړ، چي دا د رو آس مي د سردار له پاره د سوغات په توگه راوستلی دئ. محمد اکبر خان ورڅخه [مننه] وکړه او هغه ئې د خبرو له پاره د چاوڼۍ څخه لیري کاوه. که څه هم وزیر مختار ویل، چي د ناستي او خبرو له پاره همدا ځای مناسب دئ، خو محمد اکبر خان د واوري او د مځکي لوندوالی د عذر په توگه یاداوه، تر څو ئې چي یو وچ ځای، چي شاوخوا دوه سوه قدمه له چاوڼۍ څخه لیري وو غوَره کړ، پټو ئې پر هوار کړ او کښېناستل. د انگرېزانو له خوا وزير مختار، ټرېور او مکينجي (مکنزي) ناست، لارنس له توپنچې سره د وزیر مختار پر سر ولاړ، څلور تنه سرتېري له چقماق ټوپکانو سره تیارسئ ولاړ د هغوی آسانو ته ئې کتل، دوه کسه نور یو څه لیري ولاړ او شپاڼس تنه نور سپاره تر هغوی یو څه ورها خوا ولاړ ول. د افغانانو له خوا وزير محمد اکبر خان، سردار سلطان احمد خان او محمد شاه خان ناست، دوست محمد خان او خدابخش خان (د محمد شاه خان وروڼه) او غلام محي الدين خان غلجى ولاړ او څو تنه نورو په ټوپکو سمبال پيادو د سردارانو آسان تر نظر لاندي نیولي ول. وزیر مختار او وزیر محمد اکبر خان په سوال او جواب پیل وکړ؛ هر یوه له بل څخه د خپلو ژمنو د صداقت په اړه پوښتني کولې. [خبرو] کابو یو نیم ساعت دوام وکړ. ناڅاپه محمد شاه خان په “افغاني (پښتو)” ژبه محمد اکبر خان ته وویل: “وخت لږ دئ، باید ځنډ ونه کړو او لاس په کار سو.” یاده جمله په دري ژبه داسي لیکل سوې وه: “وقت تنگ است، زمان درنگ نیست باید دست بکار شد.” سمدلاسه محمد شاه خان له خپله ځایه راپورته سو، د وزير مختار زني ته ئې لاس ورووړ او په افغاني ژبه ئې وويل: “دا د خبرواترو ځای نه دئ، خبري به په ښار کښي پای ته ورسوو.
محمد شاه خان له دې بیري، چي داسي نه وي، چي لارنس وزیر محمد اکبر خان ته په توپنچې تاوان ورسوي، ودرېد او هغه ئې ونیو او یوه افغاني مشکوله ئې د هغه پر بغل کښېښوه. لارنس چیغه کړه چي بس دئ. محمد شاه خان وویل: نو روان سه! هغه ئې د مشکولې سره یوځای په مخه کړ. دوست محمد خان له ټرېور او غلام محی الدین خان له مکنجي (مکینزي) سره ومښتل او دواړو خپل حریفان په مخه کړل. پیادو افغانانو څلور کسه انگرېزي سرتېري د خپلو مرمیو موخه وگرځول، د هغوی آسان ئې ځني ترلاسه او بیرته راستانه سول. وزیر محمد اکبر خان او سردار سلطان احمد خان دواړه له وزیر مختار سره ومښتل، ځکه چي [مکناټن] ډېر غټ او قوي وو، جگړه ډېره اوږده سوه. ناڅاپه هغو شپاڼسو انگرېزانو یوځای پر پیادو افغانانو او هغو دوو سردارانو ټکان وکړل؛ دوه کسه پیاده سرتېري ئې ووژل او یوه مرمۍ د وزیر محمد اکبر خان په شا ولگېده، خو تاوان ئې ونه رساوه.
سردار سلطان احمد خان د هغوی دفع کول اړین وگڼل، د یوه زورور زمري په څېر ئې هغوی ته مخ ورواړاوه؛ د وزیر مختار یو پیش خدمت ئې د خپلي توپنچې موخه وگرځاوه او په خپله توره ئې له هغوی سره مقابله پیل کړه، تر هغو چي گرده په ځغاسته او تېښته سول. کله چي وزیر مختار او محمد اکبر خان له یو بل سره په پوري وهلو او راپوري وهلو اخته سول؛ وزیر مختار له موقعې څخه په گټي اخیستني هغه نېزه چي د لاس په وسپنیزه لکړه کښي ئې درلوده راوایستله او غوښتل ئې، چي محمد اکبر خان په څنگ کښي پر ووهي، خو هغه په زور ورڅخه واخسته او [لیري] ئې وغورځوله. سلطان احمد خان له خپل تېکي څخه له راایستلي توري سره راورسېد، وزیر مختار په بېره خپل مخ د هغه وخواته ورواړاوه او محمد اکبر خان ته ئې شا کړه. سلطان احمد خان په افغاني (پښتو) ژبه وویل: “ژوندی وړل ئې گران کار دئ، باید کار ئې ورتمام کړو.
بیا وزیر اکبرخان په هماغه دوه لولهيي توپنچې، چي یوه شپه دمخه له یوې آس ډولۍ سره خپله وزیر مختار ورته سوغات کړې وه، د هغه د ملا پر تیر ورخالي کړه، چي د مرمۍ له زوره ئې سلطان احمد خان ته شا او بغاره کړه… له شا څخه سلطان احمد خان په خپله توره دونه په زوره وواهه، چي پړمخی غوځار سو؛ د هغه سر ئې ورڅخه پرې او د خپلو سپرو خواته ولاړل. د لاري په اوږدو کښي له ترېور سره مخ سول، چي دوست محمد خان له ځانه سره بېوئ، سلطان احمد خان هغه په توره وواژه او یو څوک ئې واستاوه، چي د وژل سویو په پښو کښي رسۍ وتړي؛ ښار ته ئې راکښته کړي او د ښار په څلورو کنجو کښي وځړوي. [۱۰۶] سراج التواریخ هم دا روایت په (اول جلد، ۱۷۲- ۱۷۳مخونو) کښي ثبت کړی دئ.
په دې توگه سردار سلطان احمد؛ نه یوازي د مکناټن د زړه د هیلو په رابرسېره کولو، د هغه سره د خپلو پټو خبرو اترو په رښتینولۍ بیان، د سردار اکبر خان سره د خبرو اترو له پاره د مکناټن په چمتو کولو او په اوسترۍ توگه ئې د هغه په وژلو کښي اغیزمنه او هیوادپاله ونډه درلوده، بلکي له هیواد څخه د انگرېزانو د سمدستي ایستلو د تړون په لاسلیکولو، په سخت او خطرناک ژمي کښي جلالآباد ته د انگرېر پوځونو په بدرگه کولو، د کابل – جلالآباد د لاري په اوږدو کښي د یرغلگرو لښکرو په نابودۍ، د تیزین په تباه کوونکي برید، د جنرال سېل پر وړاندي د جلالآباد په جگړه کښي، د خیبر له درې څخه د جنرال پالک د مخته راتگ په مقاومت او مخنیوی کښي او په هغو ټولو ویاړمنو جگړو کښي چي ملي مبارزینو د بریا او د هیواد له خاوري څخه د تیري کوونکو یرغلگرو د وتلو لامل سوې، دغه زړور سردار گډون درلود.
دغه زړور سردار له امیر دوست محمد خان سره، چي هم ئې اکا او هم ئې خُسر گڼل کېده (امیر دوست محمد خان د سردار محمد عظیم خان له مړیني وروسته د سردار سلطان احمد خان له مور سره واده کړی وو) مخالفت څرگند کړ، لومړی کندهار ته ولاړ او د امیر دوست محمد خان پر وړاندي ئې جگړه تنظیم کړه، خو خپلي موخي ته ونه رسېد. ورپسې، ایران ته لاړ او په (۱۸۵۷ز) کال کښي د ایران د دولت له خوا د وزیر یارمحمد خان د زوی سعید خان پر ځای د «سرکار» په لقب د هرات د حاکم په توگه وټاکل سو او د (۱۸۶۲ز) کال تر پایه پوري ئې په هرات کښي حکومت وکړ. د امير دوست محمد خان پر لاس د هرات د نیولو څخه دمخه، سردار سلطان احمد خان سرکار وفات سو، خو تر هغو چي ژوندی وو امير دوست محمد خان ته ئې هرات تسلیم نه کړ.
اروا ئې ښاده او یاد ئې تلپاته!
زلمی رسول د سردار عبدالله جان سرکار له لاري د سردار سلطان احمد خان سرکار له اولادې څخه دئ او که څه هم په درایت او شهامت کښي سردار سلطان احمد خان ته ورته نه دئ، خو ویلای سو، چي دغه کس د افغان-انگلیس د اولي جگړې و هماغه معروف شخصیت ته منسوب دئ. رسول د حامد کرزي په حکومت کښي د څه مودې له پاره د بهرنیو چارو وزیر وو او له کړنو څخه ئې څرګندېدله؛ چي یو محافظه کاره، مړخولۍ، پڅ او محاط شخص وو. نوموړي د کندهار د خلکو په استازيتوب د اولسمشرۍ ریاست ته هم ځان نوملی وو، خو وئې نه ګټله.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اتمه مقاله:
ډېر ژر…
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نهمه مقاله:
ډېر ژر…
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لسمه مقاله:
د غبار په تاریخ کښي د “پټ درباري ګوند” نکل
د شاه امان الله حیثیت ته سخت زیان رسولی دی
څه موده مخکي مي په یوه لیکنه کښي لیکلي وه، چي د “غبار د تاریخ” په مطالعه کښي مي داسي احساس کاوه، چي “غبار” له پښتنو واکمنانو او د افغانستان له نوم سره تعصب درلود. د ده د تعصب یو لامل دا وو چي د احمد شاه دُراني، وزیر اکبر خان او شاه امان الله خان په ګډون د پښتنو هیڅ وزیر، سردار او سالار د “غبار” له قلم څخه نومیالئ او بریالی نه دئ راوتلئ. د احمدشاه دُراني په ننګه مي د غبار د اعتراض په غبرګون کښي د “یک نگاه انتقادی بر تاریخ غبار” په کتاب کښي مفصل بحث کړئ دئ. او د وزیر اکبر خان په ننګه مي د “حماسهٔ اکبر” کتاب لیکلئ دئ، چي په “افغان جرمن آنلاین” وېبپاڼه کښي د لاسرسي وړ دئ. او اوس به د شاه امان الله غازي په دفاع او ننګه د “پټ درباري ګوند” په نکل، چي پیغام ئې د افغانستان د پرمختللي او عصري پاچا له تخریبولو پرته بل څه نه وو، باندي د شک له پاره یوه لنډه څرګندونه وکړم.
د شاه امان الله دوره د افغانستان په تاریخ کښي یوه ځلانده دوره بلل کیږي. د انګرېزي استعمار له ولکې څخه د هیواد د سیاسي خپلواکۍ ترلاسه کول او په لوړو حقوقي بنسټو سره د لومړي اساسي قانون تصویب. د غلامۍ له منځه وړل، د مشروطه شاهي حاکمیت رامینځته کول او د درې ګونو قواوو د واکونو جلا کول، په ټول هیواد کښي د تعلیم عمومي کول او په اجباري توګه د هیواد په ګردو نارینو او ښځینو بچیانو باندي د زده کړو ترسره کول. او په جبر او زور او بېګار د کار منعه کول. د تخصصي کادرونو د روزلو په موخه، بهر ته د کابل له ښوونځیو څخه (۳۰۰ ) زده کوونکو استول، د ملي بانک جوړول او د کاغذي پیسو چاپول. په کابل کښي (د لومړني ښځینه ښوونځي او ښځینه روغتون جوړول). د اصلاحاتو د پلي کولو لپاره د لسګونو نظامنامو تسوید او تصویب، د ټولنیزو، سوداګریزو، مالي، نظامي او اداري صلاحاتو طرحه د ټولنیز ژوند په بېلابېلو چارو کښي د دې دورې له مهمو پرمختګو څخه شمېرل کیږي. د دې ځلانده دورې تخریبول د افغانستان د معاصر تاریخ د تخریبولو په مانا دئ.
“غبار” په داسي حال کښي چي ځان د راډیکال مشروطه غوښتونکو څخه ګڼئ، د مسکو د کرښي پالونکئ یو کیڼ اړخئ عنصر وو. او خپل تاریخ ئې له طبقاتي لیدلوري لیکلئ دئ. په دې لیدلوري کښي چي د ټولني د اشرافو او فیوډالي حاکمي طبقې سره مخالفت، د شوروي اتحاد د پالونکو کیڼ اړخو ګوندو لاره وه، غبار هم په خپل تاریخ کښي هڅه کړې ده، چي د افغاني ټولني اشرافي او حاکمه طبقه د هغوئ خلګو ته د هیواد پر وړاندي د خاینو عناصرو په توګه معرفي کړي.
په دې لیدلوري کښي امان الله خان یو داسي شهزاده وو، چي په یوه اشرافي چاپیریال کښي په شاهي ناز او نعمت کښي لوئ سوئ وو. او په طبیعي ډول ئې د افغاني ټولني د لوړي او اشرافي طبقې سره تړاو درلود. دا ډول یو شخص د کیڼ اړخي عنصر له نظره نه سي کېدلای د ستایلو او منلو وړ وګرځي. له دې سره- سره چي شهزاده امان الله د ذاتي او مور، ملکې سرور سلطاني (سراج الخواتین) د ځانګړي پاملرني پر بنسټ د افغانستان د راتلونکي رهبرۍ له پاره: د لوړ شخصیت، د هیوادپاله روحیې او افغاني غرور او په عین حال کښي یو روڼ اندئ، نوښت خوښوونکئ او، انقلابي او، خطیب، ادیب او د اغېزناکي وینا څښتن رالوی سوئ وو. او د خپل پلار او نیکه سره ئې هیڅ ورته والی نه درلود. او د هغوئ خلاف، چي مستبدین او انګرېز پالونکي ګڼل کېدل، هغه په داسي حال کښي چي د یوه نجیب او بشردوسته کرکتر خاوند وو، د یوې انګرېز ضد روحیې درلودونکئ هم وو.
هغه مهال چي شهزاده امان الله خان د کابل ولایت له چارو څخه د پلار په وکالت مشري کوله، هغه د مظلومو او بې وسه خلګو پر وړاندي دونه تواضع او مهرباني ښودله چي د کابل ګردو خلګو د زړه له تله د هغه پر اخلاقو او مهربانۍ باندي واري سوي ول. او د هغه سره ئې مینه درلوده. پر دې سربېره، واک ته له رسېدو وروسته ئې لومړۍ دنده د سياسي بنديانو او مشروطه غوښتونکو ایله کول او له انګرېز استعمار څخه د هیواد سياسي خپلواکۍ ترلاسه کول وه، چي د هغه شهرت او محبوبیت ئې نړیوال کړ. د هند د نیمي وچي مسلمانانو هغه “د اسلام د خلیفه ځای ناستی” ګڼلی وو. او د مصر خلګو هغه “ختیځ ته د ازادۍ بخښونکی” ګڼلی و.
نو د شاه امان الله غورځول د هغو کسانو له قلم څخه چي ځانونه د استعمار پر وړاندي او د خپلواکۍ پلوي ګڼي، آسانه کار نه وو او نه دئ. او باید د وړتیا او ځیرکتیا څښتن وي، چي وکولای سي داسي یو شخصیت په تاریخ کښي بد نام کړي. له بده مرغه “غبار” د خپل ځواکمن قلم په وسيله لومړی د ویونکي د سترګو پر وړاندي د امير حبيب الله د دربار یوه ځانګړې تابلو ږدي، چي یوې خوا ته ئې انګرېز پلوه مستبد امیر دئ او بلي خوا ته ئې ورور، سردار نصرالله خان [نائب السلطنة] د يوه باخبره سړي په توګه ناست دئ؛ چي که څه هم د انګرېز ضد کرکټر لري، خو د منځنیو پېړیو مطلق نظام ته ئې زړه ښه کړی دئ. او د دې دواړو په مقابل کښي یو هوښیار، پرمختللی او متمدن ځوان چي د انګرېز ضد روحیې لرونکی او د ملي خپلواکۍ او ازادۍ ملاتړی دئ، قرار لري، یعني امان الله خان.
د دربار د داسي انځور په وړاندي کولو سره، لیدونکي، ته د پاچاهۍ سره علاقه لرونکو دوو سړیو پر ځای د همدې ویښ، خبر، نوښتګر او د استبداد ضد ځوان پلوی کیږي او هغه د هیواد د راتلونکي مشرۍ لپاره وړ ګڼي. “غبار” د دربار او شاه امان الله د داسي انځور په اېښودلو سره لوستونکی دې ته اړ باسي چي د “پټ درباري ګوند” نکل او د هغه ګوند کړني ومني. همدا لامل دئ چي د “غبار” د تاریخ ډیری خوښونکي چي کله د امیر شهید د قتل [وژلو] یادونه کوي، نو سمدستي امان الله خان د خپل پلار په وژنه کښي شریک بولي او د امیر د وژلو اصلي طرحه کوونکي، یعني انګرېزان او امیر شهید په شاوخوا کښي د هغوئ پلویان د ملامتیا له غشي څخه خلاصون پیدا کوي. له همدې امله دا لیدل کیدلای سي، چي “غبار” پیښي د خپل فکر او غوښتنو سره سم تفسیر کړي دي.
غبار په دې نکل کښي پاچا امان الله، د افغانستان هاغه مترقي او نوښتګر زعیم چي د هیواد د خپلواکۍ پر هسک د لمر په څېر ځلېږي، په غدر، او خیانت او پلار وژنه تورنوي او وايي: چي د خپل پلار د وژلو نقشه ئې د یوې کودتا په ترڅ کښي د “پټ درباري ګوند” د مشر، سردار نصرالله خان سره یوځای کښلې وه. “غبار” د “پټ درباري ګوند” نکل داسي انځوري: “لیبرال او اصلاح غوښتوکي درباریان د امیر حبیب الله خان څخه خواتوري سوي ول. ځکه چي دوی خپله د کوم تحرک ځواک نه درلود، نو باید د شاهي کورنۍ د یوه غړي پر شاوخوا راټول سوي وای. دا کس سردار نصرالله خان نه وو؛ ځکه که څه هم د استعمار پر وړاندي سړی وو او د هیواد خپلواکي ئې غوښتله، خو د دولت په اداره کښي ئې د منځنیو پېړیو او ځانواکي پاچاهۍ ته زړه ښه کړی وو… نو یوازینی سړی چي په دې کورنۍ کښي د دربار د لیبرالانو د پام وړ وګرځېد، عین الدولت امان الله خان وو، چي یو فکرمن او، پرمختګ غوښتونکی او، زیارکښ او متوازع ځوان وو او ډېر ژر په دربار کښي د یوې عصري حلقې مشر سو. او وئې کولای سول چي نائب السلطنه د دې ګوند د مشر په توګه د کودتا نقشې ته شامل کړي. په پام کښي وه، چي امیر په جلال آباد کښي د عسکر له خوا ووژل سي او نائب السلطنه به ئې ځای ناستی سي. نائب السلطنه هم باید د داخلي ادارې د سمون او خپلواکۍ اخیستلو له پاره هلي ځلي وکړي. نائب السلطنه چي د انګرېزانو له دولت څخه ئې کرکه درلوده او د خپل ورور د ادارې څخه ناراضه وو، ومنله. د “پټ ګوند” لسو- دوولسو تنو په قرآن کښي یو تړون ولیکه او لاسلیک کړی ئې سردار ته وسپاره (غبار، ج۱، مخ۷۲۵)”.
زما په اند د امان الله خان له خوا د لسو نورو ملاتړو په لاسلیک د یوې ژمنې لیکل او سردار نصرالله خان ته ئې سپارل له سالم عقل او منطق څخه لېري خبره وه. که داسي یوه سند شتون درلودلای، نو امان الله خان به هیڅکله د خپل اکا پر وړاندي بغاوت نه وای کړی، ځکه هغه پوهېده چي تره به ئې د هغه لاسلیک سوې لوَړه راڅرګنده کړي او هغه مهال به ئې د افغانستان په مسلمانه ټولنه کښي خپل حیثیت او اعتبار ته لوی تاوان رسولی وي. د “غبار” په تاریخ کښي د “پټ درباري ګوند” نکل چي هیڅ سرچینه او اخځلیک نه لري او د شاه امان الله د معاصرو تاریخ لیکونکو او څېړونکو؛ لکه فیض محمد کاتب، عزیزالدین وکیلي پوپلزي، علامه حبیبي او څرګند کندهاري مشروطیت غوښتونکی ( عبدالرحمن لودين) چي د علامه حبيبي ملګرى او ملاتړى وو، دا نکل نه دئ تائيد کړی، يوه ستره تاريخي تېر ایستنه رامنځ ته کړې ده، چي کله یو دودیز لوستونکي هغه ولولي، د تأمل او تفکر پرته ئې مني چي امان الله خان د خپل پلار وژونکی وو. له دې ځايه ويلای سو، چي “غبار” د شاه امان الله تاريخي حیثیت او محبوبیت ته چي د انګريزي استعمار څخه د هیواد د خپلواکۍ د اخیستلو او د هغه د پرمختيايي او نوښتګرو کړنو له امله ئې د خلګو په منځ کښي ترلاسه کړی وو، سخت تاوان رسولی دئ.
“غبار” د امير حبيب الله خان د وژل کېدو خبر داسي ورکوي: “د پنجشنبې شپه د ۱۳۳۷ل کال د جمادي الاول د مياشتې په ۲۱ نېټه (د ۱۹۱۹ز کال د فبرورۍ په ۲۱مه) له نيمي شپې وروسته درې بجې يو وسله وال کس، چي ښايي د مرستیال په مرسته يې د کېږدۍ یو کونج پورته کړی وي او په بېړه لویي کېږدۍ ته ورننوتلی وي او په داسي حال کښي چي پاچا په آرامه، کرار بیده وو، کس د خپلي توپنچې خوله سوکه د امیر د چپ غوږ په بېخ کښي د کښېښودلو سر سم هغه وویشت او په بېړه له هغې لاري څخه چي راغلی وو بېرته ووت. د کېږدۍ دباندي یوچا چیغي وهلې: چي د امیر صاحب کېږدۍ ته څېرمه د ټوپک ټکان سوي دي. ویل کیږي: کله چي بریدګر د پاچا له کېږدۍ ووت، سمدستي د شاه علیرضا خان کنډک مشر له خوا ونیول سو، خو ناڅاپه یو لوړ رتبه مامور پیدا سو او د ساتونکي عسکر (شاه علیرضا) پر مخ د کلکي څپېړي په وهلو سره ئې بریدګر خوشي کړ او کنډک مشر ته ئې وویل: کرار سه! علیحضرت بیده دئ (غبار، ج۱، ۷۴۱مخ)”.
پر شاه امان الله باندي د “غبار” بل تور دا دئ چي وايي:
“د نائب السلطنة له بند څخه دوه میاشتي وروسته امیر امان الله خان دربار وجوړ او د یوې لاسجوړي[؟] پلټني پایله ئې، چي د نائب السلطنة او شاه علیرضا خان کنډک مشر او یو تن درباري کس (عبدالاحد خان [مایار وردګ]) د الزام پر بنسټ جوړه وه، بیان کړه او رایه ئې وغوښته… په دې توګه نائب السلطنة زنداني پاته سو او عبدالاحد خان تبعید سو او شاه عليرضا خان هغه بې ګناه افسر وو، چي د امير حبيب الله خان بريدګر او وژونکی او د ساتونکي له لاسه خلاصوونکی افسر ئې پېژندل په سیاسي توګه په اعدام محکوم سو. د هغو درواغجنو شاهېدانو څخه چي د هغه پر وړاندي ئې شهادت ورکړ يو هم د سردار شېرعلي خان جاغوري د کورنۍ څخه فتح علي خان جاغوري وو، او کنډک مشر په مرمیو وويشتل سو. په داسي حال کښي چي تر هغه مهاله د پلازمېني په ټولو ډلو کښي په ښکاره ویل کېدل: چي د امیر حبیب الله خان قاتل شجاع الدوله خان فراشباشي (د پټ درباري ګوند غړی) دئ، نه بل څوک (غبار، ۷۴۵مخ)”.
په داسي حال کښي چي فیض محمد کاتب وایي:
“د کله ګوش او لمقان [لغمان] د لښکر له رسېدو وروسته له واړه او زاړه سر تر پایه شاوخوا دا اوازې خپرې سوې چي سر میرآسپور احمدشاه خان، مبرور امیر وژلی دئ. (سراج التواریخ، ج۴/ب۳، ۶۶۳مخ.)”
داسي ښکاري چي شاه علي رضا خان دي نورو ګردو افسرانو ته د وژونکي د نيولو او د سپهسالار له خوا د هغه د خوشي کولو د پېښي کیسه کړي وي. خو له بده مرغه، چي د پلټنو پر مهال ئې د وژونکي یا هغه کس په ښکاره کولو کښي چوپتیا غوَره کړه، چي هغه ئې د ده له منګولو خلاص کړی وو او په پایله کښي ئې ځان اعدام ته برابر کړ. داسي برېښي چي د شاه علي رضا خان وهم او د قاتل د نوم له افشا کېدو څخه بې حده بېره، د هغه د اعدام لامل سوه. ځکه چي د خپل اعدام تر شېبې پوري ئې د هغه اصلي قاتل د نوم له څرګندولو څخه ډډه وکړه، چي د امیر د کيږدۍ بهر نیول سوی وو. او همدا د وژونکي د نوم نه څرګندول، خپله د هغه د اعدام لامل سو.
ډاکټر کاظم وايي:
“دا چي هغه ولي په اعدام محکوم سو، په اغلب ګمان څو دلایل درلودلای سي: يو دا، چي کله وژونکی د ساتونکي عسکر له خوا ونيول سو او لوړپوړي چارواکي په هماغه شېبه ایله کړ، له دوو حالتونو څخه خالي نه وو: يا دا چي شاه علیرضا هغه پېژندئ، خو هیڅکله ئې د څېړنو په شورا کښي هغه معرفي نه کړ، او بل دا چي هغه ئې نه پېژندئ او د لوړ پوړي چارواکي په امر ئې هغه پرېښود چي ولاړ او ورک سي. هغه ولي دغه د لوړي رتبې صاحب منصب معرفي نه کړ. او د هغه په اړه ئې څه ونه ویل چي هغه څوک وو. او له سردار نصرالله خان سره د شاه علیرضا مرسته هم د هغه په سزا کښي اغېز درلودلای سي. ډېر احتمال سته چي هغه د قاتل د پېژندني او یا د لوړ پوړي چارواکي په معرفي کولو کښي د چوپتیا او پټولو قرباني سوی وي (ډاکټر کاظم، د مقالو آرشیف، اسرار نهفته قتل امیرحبیب الله خان… د افغان جرمن آنلاین ویب سایټ له خوا خپور سوی)”.
د “غبار” دا خبره چي وايي: د قاتل د موندلو لپاره څېړنه مصنوعي (لاس جوړې) وه، د شاه امان الله او شجاع الدوله خان غوربندي په وړاندي د هغه بد نیت ښيي، که نه نو پوپلزی چي پلار ئې شاه امان الله ته نږدې کس وو، د خپل پلار په وینا، د څېړني د پلاوي چاري په لاندي ډول بیانوي:
“اعلیحضرت امان الله شاه، له حضور څخه د دارالتحریر څلور محررین او دوه کسه نظامي کرنیلان او د دربار ځیني نور غړي په داسي حال کښي د استنطاق لپاره مقرر کړل چي د حضور علماوو هم ګډون درلود.
پلاوي له شاه علي رضا څخه وپوښتل، چي د توپنچې د ټک پر مهال د چا د پیرې وار وو؟ شاه علي رضا وويل: هغه مهال د سردار محمد آصف خان د زوى، احمدشاه خان نوبت وو.
احمدشاه خان د پلاوي د پوښتنې په جواب کښي وويل: هغه مهال د شاه علي رضا نوبت وو.
شاه علي رضا په ټپه منکر سو، چي زما د پیرې واری هیڅ نه وو. که د سر میرآسپور او سرخان آسپور په ډلو او په جلال آباد کښي له مېشت سرتېرو څخه د لغمان د سیاحت د دورې او په کله ګوش کښي د امیر د دې شپې د تمېدلو په اړه د جاغوري او د مالستان د موجودو شاوخوا اتیاوو تنو هزاره ګانو څخه پوښتنه وکړئ، رښتیا او درواغ خبره به معلومه سي! نو د محکمې دغه بهیر چي څلوېښت ورځي ئې دوام وکړ، ډیري پټي او ښکاره څیړني ترسره کړې. څرګنده سوه چي د جاغوري او مالستان هزاره وګړي ښه خبر دي. یادو سرتېرو وويل: په هماغه ګړي کښي، چي د توپنچې د ټک ږغ واورېدل سو؛ زموږ د کرنیل، شاه علي رضا خان د پیرې وار وو. او موږ د هغه د ټولۍ سپاهیان حاضر او محافظ ولو.
پلاوي له شاه علي رضا څخه وپوښتل، چي که یوه ډله را وړاندي سي او شاهېدي ورکړي چي ستا د پیرې نوبت وو ته به یې ومنې؟ شاه علي رضا وویل: که شاهېدان د سني خلګو څخه وي زه ئې نه منم ځکه چي دوی زموږ له خلګو څخه مذهبي کرکه او کینه لري، درواغ وایي، تور لګوي او د تعصب له مخي ناسمي خبري کوي.
هیأت وویل: که شاهېدان د شیعوو خلګو، څخه وي تاسي ئې منئ؟ شاه علي رضا د شیعو او سنیانو د یوه پلاوي په حضور کښي چي د مستنطقینو په توګه ناست وه وویل: هو. زه د هزاره شیعوو شهادت منم. او لامل ئې دا وو: چي هغه باور نه کاوه چي د ده تر لاس لاندي عسکر چي شیعه هزاره ګان ول، شهادت ورکړي. او سر له وخته ئې هغوی ته ویلي وه، چي له تاسي څخه که چا پوښتنه وکړه، بالکل انکار وکړئ؛ او ووایاست چي موږ نه یو خبر او په دې وخت، کښي د پیرې او ساتني نوبت زموږ د خلګو او کرنیل نه وو.
کله چي د شاهېدانو حاضره ډله راوغوښتل سوه، پلاوي له شاه علي رضا څخه وپوښتل چي دوی پېژنې او د هغوی شهادت منې؟ وئې ويل: هو. پرېږده چي څه وائي. د جاغوري او مالستان شاوخوا اتیاوو تنو خلګو وويل: موږ وژونکی نه پېژنو، چي [څوک] دئ، خو په کوم ساعت کښي چي پاچا ووژل سو، د پیرې او د کیږدیو د ځای د ساتني نوبت زموږ د کرنیل: شاه علي رضا خان وو. شاه علي رضا هزاره ګان ملامت کړه او وئې ويل: تاسي درواغ وایاست، نوبت د احمدشاه خان وو. هزاره ګانو وویل: ښاغلی صاحب، تاسي زموږ پیر او هم کرنیل او منصبدار یاست، که تاسي ښکنځل او یا وهل ټکول لا وکړئ، نو ستاسي پر وړاندي به هیڅ ونه وایو او درنښت درته لرو، خو د پیرې نوبت ستاسي خپل وو. شاه علي رضا په فکر کښي سو او د خبرو ځای نه سو ورته پاته (پوپلزی، سلطنت امان الله شاه واستقلال افغانستان، ب۱، ۱۴۹-۱۵۱مخونه)”.
د غبار د روایت د اعتبار په اړه شک او تردیدونه؛
د غبار په تاریخ کښي د “پټ درباري ګوند“ نکل یو تاریخي جعل دئ
په دې چي دا یوه ډېره مهمه سیاسي مسئله ده او “غبار” یو داسي څوک پکښي شامل کړی دئ، چي له انګریزي استعمار څخه ئې د هیواد خپلواکي ترلاسه کړې وه، باید د هري جملې او پراګراف له پاره ئې ثبوت وړاندي کړی وای، چې نې دئ کړی؛ نو دا اټکل رامنځته کوي، چي دا نکل به د انګرېزانو له خوا لیکل سوی وي او د با نفوذه کس یا کسانو له خوا به د خلګو په منځ کښي خپور سوی وي، چي “غبار” هم اورېدلی او په خپل تاریخ کښي ئې ثبت کړی دئ. ځکه؛ نو د سند او روایت د سرچینې له ذکر کولو پرته ئې د منلو وړ نه سو ګڼلای. په ځانګړي توګه د امیر استخبارات د مستوفي الممالک له خوا اداره او کنټرول کېدل او مستوفي الممالک د عین الدولت امان الله خان او د هغه د مور علیاحضرتي ناستي پاستي ته ځانګړی پام کاوه. د دربار ګرده او یا ډېری خادمان د مستوفي الممالک د جاسوسانو په شمول ګمارل سوي ول، چي د عین الدولت د کړنو او اعمالو په اړه مستوفي الممالک ته خبر ورکړي.
“غبار” په خپله وايي: چي مستوفي الممالک په کابل کښي د هر ډَول خوځښت پړه، که هغه پټي خپرونې وې او که پر امیر ټکان او داسې نور، پر عین الدولت باندي اچوله، په داسي حال کښي چي داسي نه وه او عین الدولت او د دربار ډلي د خپلي ځانګړي موخي پر بنسټ هیڅکله په ویښوونکو او ګواښونکو فعالیتو باندي لاس نه واهه. بیا هم امیر [د مستوفي الممالک د راپورو پر بنسټ] پر عین الدولت باندي شکمن سو او هغه او مور ته ئې د بند او طلاق ګواښ وکړ. خو دوئ دواړه د نائب السلطنت په منځګړتوب وژغورل سول (غبار، ج۱، ۷۴۶مخ.)
دا څنګه ممکنه وه، چي په دربار کښي یو ګوند او هغه هم د امیر د له منځه وړلو لپاره په کلونو فعالیت وکړي او د مستوفي الممالک له سترګو دي پټ پاته سي خو له دربار څخه یو ډېر لیري کس لکه “غبار” دي د هغه ګوند په غونډو، پرېکړو او فعالیتونو باندي خبر وي؟
“غبار” د “پټ درباري ګوند” په نکل کښي د تعهدنامې د لاسلیک کوونکو نومونه نه ذکروي، خو له هوا څخه د شهزاده امان الله خان د خوښوونکو نومونه په لاندي ډَول یادوي: “په دربار کښي داسي کسان؛ لکه: محمد ولي خان او شجاع الدوله خان او داسې نور، په پوځ کښي ستر افسران (له سپه سالار نادر خان او د هغه له وروڼو څخه ئې موخه ده) او په بهر کښي داسي دوه مشران؛ لکه: فضل محمد مجددي (وروسته شمس المشایخ)، سردار عبدالقدوس خان اعتماد الدولت او داسي نور ګرده د عین الدولت امان الله خان پلویان ول (غبار، ج۱، ۷۲۶مخ).”
که “غبار” دا راز د محمد ولي خان دروازي، یا شجاع الدوله خان غوربندي او یا شمس المشایخ مجددي له خولې روایت کړی وای، نو تر ډېره به د منلو وړ وای، خو د کومي سرچینې او مأخذ له ښودلو پرته د انسان په ذهن کښي دا پوښتنه پیدا کیږي: چي دا اوازې به د امان الله خان د بدنامولو له پاره په داسي حال کښي خپرې سوي وي، چي واک د امان الله د دښمنانو په لاس کښي وو. “غبار” هم د دغو اوازو د اغېزو په پایله کښي د يوې داسي ډلي یادَونه کوي، چي د امیر حبیب الله خان د سلطنت پر مهال تاوتریخوالی او ناوړه چلند ورسره سوی وو، خو د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال نازول سوي ول.
ډاکټر سید عبدالله کاظم لومړنی څیړونکی دئ، چي د “غبار” په راپور کښي ئې د “پټ درباري ګوند” له خوا د امیر د وژلو په اړه شک او تردید څرګند کړی دئ او د امیر وژنه ئې د امیر حبیب الله خان په دستګاه کښي د خپلو باوري عناصرو په مرسته د انګرېزانو نقشه او پلان ګڼلی دئ او په دغه کار کښي د امان الله او شجاع الدوله د لاس درلودلو ګنګوسې او نظریې په منطقي دلایلو ردوي.
ډاکټر کاظم د خپل پراخ او باریک لیدلوري په روڼا کښي استدلال کوي: “چي که د امان الله خان او نصرالله تر منځ ملګرتیا او اعتماد موجود وای، نو د قرآن په حاشیه کښي د قسم خوړلو ته څه اړتیا وه؟ او كه چیري داسي یوه ژمنه سوې وي، نو د يوه لوري له خوا د ژمني د ماتولو په صورت كښي، بل لوري کولای سوای، چي هغه کړې ژمنه ئې مخته کښېږدي. ولي امیر نصرالله خان هغه ژمنه هغه مهال په ډاګه نه کړه، چي امان الله خان ئې پر وړاندي پاڅون وکړ؟ په دې توګه ډاکټر کاظم د قرآن په حاشیه کښي د (۱۰-۱۲) تنو په لاسلیک د امان الله خان د ژمني نکل تر پوښتني لاندي کوي.”
د ډاکټر کاظم په استدلال کښي دوهم مهم ټکی د “پټ درباري ګوند” پر ترکیب د شهزاده امان الله، سردار نصرالله خان، نادر خان، محمد ولي خان دروازي، شجاع الدوله او سردار عبدالقدوس خان پر ګډون شک دئ. ډاکټر کاظم د دغو درو ډَولو سیاسي فکرو او تمایلاتو خلگو سره یو ځای کېدل ناممکنه ګڼي او وايي: “چي په یوه لویه سیاسي مسئله کښي د هغوی سره یو فکر او یو نظر کېدل ممکن نه ول.” په دې توګه، ډاکټر کاظم د “پټ درباري ګوند” شتون هم تر پوښتني لاندي راولي (ډاکټر کاظم، د مقالو آرشیف، اسرار نهفته قتل امیرحبیب الله خان… د افغان جرمن آنلاین ویب سایټ له خوا خپور سوی، ۱۳۰-۱۳۲مخونه).
“غبار” په خپله د شمس المشایخ په نامه د سردار عبدالقدوس خان د یوه ليک حواله ورکوي، چې پکښي ئې “مشروطیت” مکروب بللی دئ. دا ليک ئې د کندهار د علماوو د مشورې په نتيجې کښي د [۱۹۲۰ز (۱۲۹۹ل)] کال د سرطان (چنګاښ) په (۲۶مه) شمس المشایخ او نورالمشایخ ته ورلېږلی دئ. د مکتوب لاندي جملو ته دي پاملرنه وسي: “او د هغه علاج دا دئ، چي د انور شرع له لوري باید مشروطه غوښتونکي واجب القتل وګڼل سي. له دې څخه وروسته ئې د نويو علومو د تدريس له پاره لاسونه پورته کړل او ړستوني ئې بډ وهل. ومي غوښتل چي په کندهار کښي هم نويو علومو زده کول پیل کړم، خو په شرعي حکم باید د مشروطیت مکروب له منځه يوړل سي، نو ځکه مي د دغه ځای له علماوو وپوښتل، چي جواب ئې راکړ او ستاسي د احضارولو له پاره ئې در واستوم (غبار، ۱ج، ۸۰۳مخ.)”
له دغو حوالو څخه څرګندېږي چي لومړی خو سردار عبدالقدوس خان د “مشروطیت غوښتونکو” غړی نه وو او هغه دغه حرکت ته ئې په بده سترګه کتل او له همدې امله په فکري لحاظ د مشروطیت غوښتونکو (یعني محمود طرزي، شاه امان الله خان، محمد ولي خان او شجاع الدوله) دښمن ګڼل کېدئ. او دوهم داسي ښکاري، چي شمس المشایخ د “غبار” د نظر خلاف د پټي ډلي [مشروطیت غوښتوکو] غړی نه وو، ځکه که هغه وای، نو اعتماد الدوله نه سوای کولای چي نورالمشایخ ته د کندهار د علماوو د فیصلې په مکتوب کښي مشروطیت غوښتوکي ته مکروب ووایي، ځکه چي دا ډَول یوه کلمه د شمس المشایخ حیثیت ته هم تاوان کاوه.
د سرچینې له ښودلو څخه د “غبار” ډډه کول:
“غبار” ولې د خپل روايت د مأخذ له ښودلو ان په مهمو سياسي مسائلو کښي ډډه کوله او نه ئې غوښتل چي د خپل روايت په پيل او یا پای کښي مأخذ او سرچينه وښيي؟ څرګنده ده چي “غبار” د هر روایت په ثبتولو کښي ځانګړې موخه درلوده او د مأخذو په ښودلو سره ئې نه سوای کولای چي مسائل له خپل موخې سره سم تعبیر او تفسیر کړي. د ساري په ډَول، “غبار” د خپل تاريخ په دوهم ټوک کښي د کابل د بالاحصار (لوړه کلا) په “کاسه برج” کښي د عين الدولت امان الله خان او سپه سالار نادرخان ترمنځ د لیدني په اړه یو عجیب نکل کوي او لیکي: “عین الدولت یوه شپه د شمس المشایخ له کوره په یوازي سر سپور د لوړي کلا لوېدیځ غره ته ورپورته سو، په داسي حال کښي چي سپه سالار محمد نادر خان هم [هورې] پورته سوی وو. دغو دوو کسانو په “بچه کلا” کښي چي په (کاسهٔ برج) یادېده، یوه پټه ناسته وکړه. دا ناسته د څه له پاره وه؟ یوازي هغوی دواړو ادعا لرونکو کسانو ته څرګنده وه او بس. شمس المشایخ ته یوازي دونه ویل سوي ول: چي دواړو پر قرآن تړون وکړ چي، د ګوند له مرام سره سم به د یوبل سره وفادار او نږدې همکاران وي [غبار، ۲ج (کال: ۱۹۹۹) ۳۰مخ.]”
“غبار” د خپل دغه روايت مأخذ او سرچينه نه ده په ډاګه کړې، خو گواکي ده د دغه روايت سرچينه د شوربازار حضرات؛ په ځانګړې توګه د شمس المشایخ کشر ورور او د امان الله خان دښمن محمد صادق مجددي (ګل آغا) وي، ځکه “غبار” د خپل تاریخ په دوهم ټوک کښي شمس الشيخ د” پټ درباري ګوند” غړی ګڼلی. که چیري شمس المشایخ د دغې ډلي غړی وو، نو ولي دا ناسته د هغه په کور او د هغه په حضور کښي نه ترسره نه سوه؟ په داسي حال کښي چي تړون په روڼا ورځ د عین الددولت یا سپه سالار په کور کښي تړل کېدلای سو؛ نو د تړون د کولو له پاره د شپې په تیاره کښي د “کاسهٔ برج” غره او کلا ته د هغوی دواړو د تګ له پاره څه اړتیا وه؟ “غبار” څنګه پوه سو، چي د عین الدولت مذاکره دي د “پټ ګوند” د ژمني په اړه وي او د کومي کورنۍ موضوع په اړه به دي نه وي؟
علامه حبيبي د “غبار” د تاريخ ليکني په اړه داسي ليکي: “هغه په تاريخ ليکنه کښي یو ځانګړی سبک درلود، چي تاريخي پېښي ئې تل د خپل ځانګړي ګټي په پار د خپل فکري جوړښت سره سم کارولې او پر دې بنسټ په خپل تاریخ لیکنه کښي یو بې طرفه ناظر نه ښکاري… (جنبش مشروطیت، اول چاب: ۱۳۸مخ، دوهم چاپ ۱۴۹مخ.)”
له نېکه مرغه، ډاکټر کاظم لومړنی څېړونکی دئ، چي د پټ درباري ګوند نکل ئې د شک او تردید سربېره تر څېړني او نیوکي لاندي نیولی دئ. او په کلکو دلایلو او پیاوړي منطق استدلال کوي، چي د امان الله خان له خوا د “پټ ګوند” د (۱۰-۱۲) نورو غړو په لاسلیک د یوه داسي سند لیکل او سردار نصرالله خان ته ئې سپارل له سالم عقل او منطق څخه لیري خبر ده. او كه چیري داسي کومه ژمنه سوې وي، نو د ماتولو په صورت کښي؛ یوه لوري کولای سوای چي هغه لوَړه او ژمنه د ماتوونکي مخته کښېږدي. امیر نصرالله خان ولې دا ژمنه هغه مهال چي امان الله خان ئې پر وړاندي پاڅون کړی وو، ښکاره نه کړله؟ ځکه نو دا ډَول سند د کوم سپېڅلي کتاب په حاشیه کښي هیڅکله نه وو او نه سته.
د ډاکټر خلیل الله هاشمیان په جواب کښي د ډاکټر کاظم د توضیحاتو دوهم د پام وړ ټکی د “پټ درباري ګوند” پر شتون د “غبار” په ذکر کړي ترکیب باندي شک دئ، چي د غړو په ډله کښي ئې داسي کسانو لکه سردار عبدالقدوس خان، نادر خان، محمد ولي خان دروازي او شجاع الدوله [ټول څلور تنه] د شهزاده امان الله تر مشرۍ لاندي شامل ګڼلي دي. ډاکټر کاظم د دغو څلورو کسانو یوځای کېدل د بېلابېلو او متضادو افکارو او تمایلاتو په درلودلو سره ناممکنه ګڼي او وایي: چي د یوې لویي سیاسي مسئلې په اړه د دوی له پاره دا ناممکنه وه، چي یو فکر نظر او عمل ولري (ډاکټر کاظم، د مقالو آرشیف، توضیح مختصری به داکتر سید خلیل الله هاشمیان… د افغان جرمن آنلاین ویب سایټ).
علامه حبيبي هم د “پټ درباري ګوند” د نکل په اړه خپل “شک او تردید” څرګند کړی دئ. حبيبي د (جنبش مشروطیت) په كتاب كښي د (حزب سرئ دربار) تر سرليك لاندي ليكلي دي: “د دغو کرښو د لیکوال د دې موضوع په اړه ما له هغو كسانو څخه چي په هغه وخت کښي ځوانان او د روڼ اندو له ډلو څخه ګڼل کېدل [موخه ئې له عبدالرحمن لودين او عبدالهادي داوي څخه وه]، څه نه دي اورېدلي.” ورپسې هغه څه ته اشاره کوي: چي “غبار” د “پټ درباري ګوند” په اړه بیان کړي دي او ورسره دغه ټکی ډېروي: چي ” العهدة علی الراوی” یعني (د کرښو اختیار او اعتبار په کښوونکي پوري اړه لري.) د یوه روایت په انتقال کښي د داسي یوه قید زیاتونه د “شک او تردید” څرګندوَنه ده، نه د روایت تائید (جنبش مشروطیت، ۱۳۵مخ).
پوپلزي په خپل کتاب (چي د شاه امان الله د پاچاهۍ او د افغانستان د بیا خپلواکۍ په اړه لیکل سوی دئ) کښي هیڅ ځای د “پټ درباري ګوند” یادوَنه نه ده کړې. د پوپلزي پلار، نظام الدین خان، د عین الدولت د دفتر منشي او محمد ابراهیم خان سرپروانه [وروسته د عدلیې وزیر او د بابا سرور خان شاغاسي زوی] د عین الدولت ډېر نږدې او باوري کسان ول او د قومي دودونو او کورنیو اړیکو له مخې باید دا کسان تر بل هر چا مخکي د دغه ډَول ګوند برخه وای؛ خو هغوی د داسي پټ ګوند یا ډلي په اړه خبر نه ول او د پاچا د پرزېدلو وروسته ئې هم په اړه کومه یادوَنه نه ده کړې. پر دې سربیره ئې د شهزاده عین الدولت د کتبي ژمني، هغه هم د قرآن په حاشیه کښي او خپل کاکا سردار نصرالله خان ته د سپارلو یادوَنه هم نه ده کړې؟ (پوپلزی، سلطنت شاه امان الله، ۱ټ، ۷۸-۷۹مخونه).
د پوپلزي پلار، نظام الدین خان ناظم (واک ته د امان الله خان له رسېدو مخکي د دارالتحریر منشي) یو له هغو هوښیارو او تجربه لرونکو کسانو څخه وو، چي د شهزاده امان الله خان د پاچاهۍ تر پایه پورې ئې ټولي ورځنۍ پېښي یاداشتولې او خپل زوی، پوپلزي [وروسته یو خطاط، هنرمند او مؤرخ] ته ئې سپارلي وې. د پوپلزي د پلار د یاداشتونو له مخي، چي اوس د کتاب په بڼه چاپ سوي دي، لیدل کېدلای سي، چي د عین الدولت له خوا د کابل خلګو ته د بیعت د ورلېږلو په پار د امیر نصرالله خان د فرمان له لوستلو وروسته، هغه چا چي په پیل کښي د عین الدوله د جانشینۍ د ادعا خلاف په خبرو پیل وکړ او د شهزاده امان الله خان جانشیني ئې د کابل د شپږو کلیو پر ځای د قومي مشرانو د جرګې پرېکړي ته ځنډَول غوښتل، سردار عبدالقدوس خان وو (پوپلزی، سلطنت شاه امان الله، ۱ټ، ۷۸-۷۹مخونه).
ولي “غبار“ د پاچا د وژلو په دسیسه کښي ښکېل وګڼل سو؟
پوپلزی وايي: “چي غبار د نظیر محمد صفر خان [د امیر نصرالله خان امین الاطلاعات] د زوی محمد اختر خان د ملگرو له ډلي څخه وو. محمد اختر خان هماغه کس دئ، چي په (۱۲۹۸) کال کښي د افغانستان د خپلواکۍ تر اعلان یوه میاشت وروسته ئې د کابل د قرغې بند کښي د شاه امان الله د وژلو دسیسه جوړه کړې وه، خو بریالی نه سو.” د دې دسیسې راپور به بل وخت ته پرېږدم، خو دلته باید یوازي دونه یادَونه وکړم، چي له محمد اختر سره د هغه د ملګرتیا له امله “غبار” په همدې قضیې کښي ښکېل وګڼل او د امنیه قومندان شجاع الدوله خان تر څارني لاندې سو. خو څرنګه چي “غبار” يو هوښيار او تکړه ليکوال وو، نو ډېر ژر ئې د شاه امان الله د پلويانو په ډله کښي ځان ثابت کړ او کله چي د “ستاره افغان” ورځپاڼي مسؤل مدير منهاج الدين شينوارى د ناقلینو د یوه پلاوي سره قطغن ته ولېږدول سو، “غبار” د شجاع الدوله خان په ضمانت د “ستاره افغان” ورځپاڼې د مدیر په توګه وټاکل سو او کله چي شجاع الدوله د هرات د والي په توګه مقرر سو، “غبار” ئې له ځانه سره هرات ته بوت (پوپلزی، سلطنت شاه امان الله، ۱ټ، ۱۲۶مخ).
دا اول وار دئ، چي د پوپلزي د کتاب په خپرېدلو سره خبرېږم چي “غبار” د محمد اختر په قضیې کښي ښکېل ګڼل سوی او د امنیه قوماندانۍ تر څارني لاندي نیول سوی وو. “غبار” په خپله په دې اړه څه نه دي ليکلي، خو که د پاچا د وژلو د دسيسې په تور تر څارنې لاندي راغلی وي، نو خپله به ښه پوهېدلى وو چي د هرات د تنظیمیه رئیس شجاع الدوله غوربندي سره ئې اړيکه ظاهراً د تنظیمیه رئیس د نږدې همکار په توګه، خو په اصل کښي د هغه له لوري تر څارني لاندي نیول سوی وو. په هغه صورت کښي، کېدلای سي داسي حالاتو د غبار پر روان باندي ناوړه اغېزه کړې وي.
دا له امکانه لیري خبره نه ده، چي د محمد اختر له لوري د پاچا د وژلو په دسیسه کښي د غبار ښکېل ګڼل د ده لامل سوی وي چي غبار د “پټ درباري ګوند” د نکل په رامنځته کولو سره په حقیقت کښي له شجاع الدوله او شاه امان الله څخه خپل غچ په داسې ډَول واخلي چي تر ننه پوري که څوک د “پټ درباري ګوند” نکل اوري، فکر کوي چي امان الله خان د شجاع الدوله په لاس د امیر حبیب الله خان وژونکی وو. او دغه نکل د ډېریو لوستونکو له پاره د غلط فهمۍ او ناسم برداشت یوه مهمه سرچینه ګرځېدلې.
د انګرېزانو د پروپاګند ډَولونه:
پوپلزی لیکي: “په دغو ورځو کښي د انګرېزانو استازو او منابعو د بېلابېلو پروپاګندو څخه کار واخیست او داسي خبري ئې وکړې او ولیکلې، چي امان الله خان عین الدولت د خپل پلار د وژلو په دسیسه کښي لاس درلود او علیاحضرته د هغه مور د خپل زوی، عین الدولت له پاره د سلطنت هیلهمنده او انتقام اخیستونکې ښځه وه. دا تورونه د دغه لپاره ول، چي یعني د پاچا د وژلو په دسیسه کښي بهرني لاسونه نه دي ښکېل او د افغانستان خلګ هم د عین الدولت مخالف سي تر څو هغه ونه کولای سي چي د خپلواکۍ په مسئلې پسي پښې ټینګي کړي (پوپلزی، سلطنت شاه امان الله، لومړۍ برخه، ۶۰مخ.)”
پوپلزی د انګریزانو له لوري یو بل پروپاګند داسي په ګوته کوي: “امیر حبیب الله خان د دلوي (سلواغې) په میاشت کښي په جلالآباد کښي وویل: دا پلا چي کابل ته ورسېدم، علیاحضرتي ته طلاق ورکوم، د هغې زوی امان الله عاقوم او دهغه ځیني نږدې او همرازه ملګري بندي او خوندي کوم. کله چي دا خبر کابل ته ورسېد، نو د خپل ژوند د ژغورلو له بیري ئې د پلار د وژلو اقدام وکړ (پوپلزی، هماغه اثر، لومړۍ برخه، ۱۲۹مخ.)” پوپلزی په ادامه کښي کاږي: “او دغو خبرونو له هغو ورځو سره سمون درلود چي اماني دولت د عساکرو پوځي سوقیات پیل او مسکو او اروپا ته ئې د یوه خپلواک افغانستان د اعلانولو له پاره یو هیأت ټاکلی وو. شاه امان الله دغه لوی تورونه په یوه ځانګړي مجلس کښي په ډاګه کړل. د دربار مشرانو وويل: آيا شهید امير صاحب شاهېد دونه خام خيال درلود، چي خپل سیاست دي په جلال آباد کښي او په عامو خلګو کښي بيان کړي؟
حقیقت دا دئ چي د وژونکو ډله یا هیأت او یا هغه کس چي لاره ئې وژونکي ته پرانیستې وه، دغه خبري رامنځته کړي وې، چي خلګ په دې باوري کړي، چي د امیر د وژلو لاملین علیاحضرته او د هغې زوی عین الدولت دي او هغوی دغه کار د خپل ژوند د پایلو له بیري ترسره کړی دئ (پوپلزی، هماغه اثر، لومړۍ برخه، ۱۳۰مخ.)”
انګرېزانو په دې چي د امیر حبیب الله په قتل کښي خپل او د نادر خان لاس درلودل پټ کړي، د وژلي مسئولیت ئې پر شاه امان الله، هغه او دربار ته نږدې مشروطیت غوښتونکو واچاوه. دغه دسیسه په دونه ځیرکتیا سره پلان سوې او د انګرېزي استعمار سره تړلي با نفوذه اشخاصو او روحانیونو له خوا د خلګو په منځ کښي خپره سوې وه چي ان د غبار تاریخ ته ئې لاره پیدا کړه.
پایله
له هغه څه څخه چي تر اوسه مو ویلي دي، دې پایلي ته رسېږو، چي د “پټ درباري ګوند” په اړه د غبار نکل د لاندي دلایلو له مخي د منلو وړ نه دئ:
۱. پوپلزي، چي پلار ئې نظام الدین خان منشي یا د امان الله خان د شخصي قلم مدیر وو، د شهزاده له ګرده حرکاتو، سکناتو، حال او احوال څخه خبر وو، د هغه ټول هدایات ئې یاداښتول او د امان الله خان تر ټولو نږدې او باوري کس وو؛ هغه په خپل تاریخ (سلطنت شاه امان الله و استقلال مجدد افغانستان) کښي هیڅکله د “پټ درباري ګوند” یادوَنه نه ده کړې.
۲. فیض محمد کاتب، چي د امیر حبیب الله خان رسمي درباري تاریخ لیکونکی وو؛ په سراج التواریخ کښي ئې د امیر حبیب الله خان د وژلو څرنګوالی بیان کړی دئ، د سراج التواریخ په هیڅ ځای کښي د وژل سوي امیر د “پټ درباري ګوند” یادوَنه نه ده کړې.
۳. علامه حبیبي، چي د دوهم مشروطیت فعال، ځیرک او اورژبي غړي، عبدالرحمن لودین ملګری او هم صحبته وو؛ هم د مشروطیت له دغه فعال او نامتو غړي څخه د غبار د یاد کړي “پټ ګوند” په اړه څه نه دي اورېدلي او د خپل (جنبش مشروطیت) په کتاب کښي ئې د غبار د یاد تذکر په اړه خپل شک او تردید څرګند کړی دئ.
٤. د محمود طرزي په خاطرو کښي، چي د هغه د زوى عبدالوهاب طرزي له خوا ليکل سوى کتاب دئ او دوه کاله وړاندي د وحيدالله طرزي له خوا په فرانسه کښي خپور سو، هم د داسي ګوند يادوَنه نه ده سوې.
۵. باریک او دقیق لیدلوري افغان پوه ډاکټر کاظم په دغې برخي کښي د خپلو بېلابېلو روایتو له پراخو او هر اړخیزو څېړنو او تحلیلو وروسته دغې نتیجې ته رسېدلی دئ چې د “پټ درباري ګوند” له نکل څخه راپورته سوي تورونه او د امير حبيب الله خان د وژوونکي په توګه د شجاع الدوله غوربندي ښوول د شاه امان الله د بدنامولو د اوازې پرته بل څه نه ول.
د “پټ درباري ګوند” نکل او داسي نور نکلونه او د دې له پاره زمینه سازۍ د دغه هدف د یقیني کولو په موخه رامنځته سوي ول، چي امان الله خان هم د خپل پلار قاتل او هم د تړون ماتوونکي په توګه معرفي کړي. په داسي حال کښي چي د ډاکټر کاظم د تصریح له مخي د امیر حبیب الله خان قاتل د مصطفی صغیر په نوم یو انګرېز اجنټ وو، چي د انګرېزانو له یوه مخکي چمتو سوي پلان سره سم ئې د امیر په شاوخوا کښي له نفوذ لرونکو عناصرو [موخه نادرخان دئ] سره په ملګرتیا تر سره کړی وو او بیا په تُرکیه کښي د اتاتُرک د ترورولو مخکي ونیول سو او د تحقیقاتو پر مهال ئې د امیر حبیب الله په قتل اعتراف کړی وو.
دا ټول قراین او شواهېد ښيي چي د امیر حبیب الله په دربار کښي کوم ګوند د “سری” په نوم نه وو. نو “غبار” د کومو اسنادو او شواهېدو پر بنسټ او د دربار سره د کومي اړیکي له مخي د داسې يوه ګوند په شتون خبر وو، چي ان مستوفي الممالک (د امير شهيد د استخباراتو مشر) د ارګ دننه د خپلو ټولو نارینه او ښځینه جواسیسو په درلودلو سره هم پر خبر نه وو، خو “غبار” ئې په اړه پوهېدئ او خبر وو چي هماغه ګوند د امیر د وژلو پرېکړه کړې وه!؟
دلته د ارواښاد حبيبي دا خبره د پاملرني وړ ده چي د غبار د تاريخ ليکنې په اړه ئې ليکلې وه: “هغه په تاريخ ليکنه کښي یو ځانګړی سبک درلود، چي تاريخي پېښي ئې تل د خپل ځانګړي ګټي په پاره د خپل فکري جوړښت سره سم کارولې او پر دې بنسټ په خپل تاریخ لیکنه کښي یو بې طرفه ناظر نه ښکاري.”
له هغه څه څخه چي ومو لوستل، په ډاګه کیږي، چي د امیر حبیب الله خان په دربار کښي کوم “پټ ګوند” شتون نه درلود او له دې چي غبار په بند قرغه کښي د شاه امان الله د وژنې په قضیه کښي ښکېل ګنل سوی وو او درې کاله د امنیت د وزیر شجاع الدوله تر څارني لاندي وو؛ یاد نکل ئې داسي رامنځته کړی دئ چي د امان الله څخه د ستایني په لړ کښي هغه د خپل پلار وژونکی وښیي، حال دا چي د امیر حبیب الله قاتل یو بل کس “مصطفی ساغر” هندي الاصله برټانوی جاسوس وو.
دا لړۍ بشپړه سوې نه ده، درې نوري مقالې به په لنډ راتلونکي کښي وراضافه سي او اخځلیکونه به ئې هم ترتیب سي…
اخځلیکونه:
[1]: غبار، مخ۵۷۶، سراج التواریخ، ج۲، مخ۲۰۰-۲۰۱.
[2]: فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخیر، ج۱، مخ۲۹۰.
[3]: محمد علي کهزاد، در زوایای تاریخ معاصر افغانستان، مخ۸۷.
[4]: بریدمن اېر، په افغانستان کي دیوه بندی خاطرات، مخ۲۱۲.
[5]: بریدمن اېر، هماغه اثر، مخ۱۳، ۱۳۴-۱۸۴.
[6]: کهزاد، هماغه اثر، مخ۸۹-۹۲.
[7]: محمد علي کهزاد، بالاحصار کابل…، ج۲، مخ۲۳۶-۲۳۷.
[8]: میرزا یعقوب علي خان خافي، پادشاهان متأخر افغانستان، د افغانستان د تاریخ انجمن، ک۱۳۳۴، مخ۸.
[9]: سید قاسم رشتیا، افغانستان در قرن ۱۹، مخ۲۰۲.
[10]: فیض محمد کاتب، سراج التواریخ، ج۲، مخ۲۰۱-۲۱۵.
[11]: کهزاد، در زوایای تاریخ معاصر افغانستان، مخ95.
[12]: کهزاد، هماغه اثر، مخ۱۲۲. رشتیا، افغانستان در قرن 19، مخ۱۵۲.
[13]: کهزاد، هماغه اثر.
[14]: بریدمن اېر، په افغانستان کي دیوه بندی خاطرات، مخ۱۹۵.
[15]: هماغه اثر، مخ۱۸۲-۱۸۵.
[16]: هماغه اثر، مخ۲۰۴.
[17]: هماغه اثر، مخ۲۰۷.
[18]: هماغه اثر، مخ۱۹۹.
[19]: هماغه اثر، مخ۱۸۴.
[20]: هماغه اثر، مخ۱۳۰-۱۳۴.
[21]: هماغه اثر، مخ۲۲۲-۲۲۷.
[21]: هماغه اثر، مخ۲۲۲-۲۲۷.
[22]: میرزا علي قلي، تاریخ وقایع و سوانح افغانستان، ک۱۳۷۶، مخ۱۱۹.
[23]: میرزا علي قلي، هماغه اثر، مخ۱۲۰.
[24]: اېر، هماغه اثر، مخ۲۱۱-۲۲۲.
[25]: سراج التواریخ، ج۱، مخ۱۸۳-۱۸۵. کهزاد، بالاحصار کابل و…، ج۲، مخ۲۳۴-۲۳۹.
[26]: حمید کشمیری، اکبرنامه، مخ۲۲۱-۲۲۳.
[27]: نوای معارک، مخ۱۷۷ (د غبار په ج۱، مخ۵۶۷ حواله).
[28]: نوای معارک، هماغه اثر.
[29]: اېر، هماغه اثر، مخ۲۰۷.
له تاسو نه نړي مننه چي حقيقی تاریخ اتل په هکله مو ليکلي اي کاش تاسو په شان زمونږ افغانان کوشش وکړي چي له تعصب او شخصي دښمني ډډه وکړي او نوی نسل ته واقعي اتلان وروپيژني که هاغه دي هر اړخ او هر قوم د افغانستان اوسي دا دی ريښتيني افغان پاکه وجداني مسووليت او وظيفه ده
ښاغلی ستوری! بالکل، ستاسو د یادي کړي همدې هیلي پر بیناد مو دا لړۍ پیل کړې ده. دا زموږ ټولو ملي ویاړني او تاریخي شتمنۍ دي؛ زه ستاسو موافق یم، چي باید په ګډه ئې ساتنه او پالنه وکړو. مننه او درناوی
اوڅار ملي اتل وزیر اکبر خان او د هغه تاریخ لکه لمر روښانه دې. هرڅوک چې یې مقابل کې ودرېږي نو تل به مختور وي أن شاء الله.
قدرمن اباسین صاحب! له کامنټ او د اوڅار ملي اتل په اړه مو له نظر څخه یوه نړۍ مننه. درناوی