اخوند دروېزه او ارشادالطالبین

 

 

دروېزه چه بیان کړی خپل کتاب دی
نوم یې مخزن الاسرار ایښی جناب دی
هر بیان یې ناموزون مجهول بې رنګه
خالي پاتو له دانشه له فرهنګه
که یوه مصرع په شل بله په سل ده
نامربوطه ناموزونه په ویل ده
قافیه یې لام و دال سره وهلي
په ردیف کښي یې نون واو سره پېیلي
ما وې دین د محمد ص دی ما منلی
بې قرآنه بل کتاب دی چا منلی
دروېزه نه مجتهد دی نه امام دی
دی هم خام تاسي هم خام مخزن هم خام دی
ملایان د سوات همه زکوات خواره دي
په دانش په دین په علم خبرنه دي([1])

دا چي خوشحال خان د اخوند دروېزه د مخزن د کلام پر طرز، په تېره بیا قافیه او ردیف باندي، اعتراض کوي، بشپړ حق په جانب دی؛ خو دا چي د هغه کتاب مخزن الاسرار بولي سړی نه پوهېږي. ځکه چي پخپله اخوند دروېزه د خپل کتاب په پای کي وايي:

دروېزه چه څه بیان کا واړه دین د پاک نبي بیانه وینه
پښتانه په بله ژبه نه پوهېږي ځکه دی یې په پښتو ورښيينه
ته آګاه په دې کتاب شه اې مومنه له اخلاصه
اکثر دین مي جمعه کړی دی په دا کښي بله غاړه دي شي خلاصه
لکه مي فهم باندي وکړ اې طالبه په آخر چه مي تمام کړ
دی په مثل خزینه وو ځکه ما یې نامه مخزن الاسلام کړ([2])

د خوشحال خان خټک توریالی لمسی افضل خان خټک، چي د خپل نیکه په څېر د توري او قلم خاوند وو، د خوشحال خان دا قضاوت، د اخوند دروېزه په حق کي تېری بولي او وايي چي اخوند دروېزه، په هغه وخت کي چي علم ډېر کم وو، پښتنو ته ډېره ښه رهنمايي وکړه او په پښتو او فارسي یې کتابونه ورته ولیکل([3]).

د کال ۱۳۵۳ د مرغومي پر پنځه لسمه په کابل کي، د یوې هفتې له پاره، د پیر روښان د مړیني د څلور سوم تلین په مناسبت، یو بین المللي سیمینار جوړ سوی وو، چي د ګاونډیو هیوادونو او شوروي اتحاد پوهانو برخه پکښي اخیستې وه. په دې سیمینار کي اخوند دروېزه ته، چي د پیر روښان تر ټولو سخت دښمن او د مغولو د دربارنوکر بلل کېدی ډېري سختي خبري وسوې. حتی د ايران د سفارت کلتوري اتشه خدیو جم، چي په دې سیمینار کي یې د ناظر مېلمه په حیث برخه درلوده، په هغه سفر کي چي موږ د پیر روښان د وروستۍ جګړې د میدان، تور راغه، د لیدلو له پاره ننګرهار ته ولاړو، یوه اوږده قصیده وویله او د پیر روښان د ستایلو تر څنګ یې اخوند دروېزه هم بې غندلو پرې نه ښود.

یاران رهي شدند ز کابل به ننګرهار
با یاد بایزید روشان پیر بزګوار
آزاده اې که مذهب آزادګي ګزید
با خصم خویش پنجه درافګند شېر وار
دیدند خشک و خالي دامان دشت و کوه
برباد رفته انهمه مردان نامدار
پس چشم دل ګشوده شد و ګوشها شنود
رمزي که ګفت مردی زابنای ان دیار
ای عالمان به وادي تیرا خوش امدید
نک بشنوید یک سخن از راز روزګار
هستند کوه و دشت ثنا خوان بایزید

اما نثار درویزه نفرین پایدار([4])

مخزن اسلام کتاب دلته

که څه هم چي د روښانیانو په ادبیاتو کي د اخوند دروېزه نوم چا نه دی اخیستی، خو اخوند دروېزه له پیر روښان او د هغه له پیروانو سره خپله دښمني نه پټوي. د مخزن الاسلام او تذکرةه الابرار والاشرار د کتابونو ډېري برخي یې د پیر روښان او روښانیانو پر ضد لیکلي او د پیر روښان، چي دی یې پیر تاریک بولي، د پیروانو وژل روا او نېک کار بولي.

اوس زمونږ په زمانه کي لکه دا خوګ تاریک پیدا شه
دا خبري یې انشاء کړې ولي ډېر افغانان یې ویاسته له دینه
د دوی خون دی مباح شوی نبي هسي دي ویلي
چه په مرګ یې صرفه مه کانړی امته هر چه زما دین بدلوینه
دروېزه بیان پښتو کړه له کتابه له حدیثه
بل هر چه مومنان دي په سینه او په ټټر دي یې کېږدینه([5])

خو کله چي د پیر روښان زامن د یوسفزیو سره په جګړه کي ووژل سول او یو سفزیو د هغوی د کورنیو غړي بندیان کړل او جلال الدین اکبر له یوسفزیو څخه د روښان پیر د کورنی د غړو د خوشي کېدلو غوښتنه وکړه او د پیر روښان کشر زوی جلا الدین یې پایتخت اګرې ته ورسره بوت نو دروېزه مغول پاچا ته په غوسه دی او هغه د اسلام له دینه بېخبره بولي:

دا څلور وروڼه دالته د دوزخ په لار کي مړه شو
جلال دین یې بندي ونیو دریغه دی هم مړوی دا به ښه شو
د نبي د دین رخنه وه لا څه پاته چه دی مړ دالته نه شه
هم عالمان به شو بې غمه د فقیر د مسافرو کاروانیو زړه به ښه شه
لا رخنه وه د د ین پاتې چه بادشاه زمونږ اکبر وو
دی د نفس په لوري تللی او له دینه بې خبر وو
دې اکبر بادشاه بهیر کړ یوسفزي لره خطونه
چه و ما یې را کانړی د تاریک بندي کورونه ([6])

دا چي زموږ ځینو، معاصرو، پوهانو او مؤرخینو هم اخوند دروېزه د مغولو د دربار ګوډاګی او مدافع بللی دی د تامل وړ خبره ده. هسي خو پیر روښان او روښانیانو هم د خپلو مخالفینو او حتی هغو کسانو چي د دوی د طریقې پیروان نه ول، چنداني لحاظ نه دی کړی؛ خو دې اختلاف او حملو زیاتره عقیدوي شکل درلود او چنداني سیاسي اساس یې نه درلود. د اسلام په تاریخ کي د عقایدو دغه راز سخت اختلافونه او د یوه بل تکفیرول ډېره اوږده سابقه لري. اخوند دروېزه په دغه سلسله کي د پیر روښان او روښانیانو پر ضد دوه کتابونه ولیکل او داسي ښکاري چي ان د پښتو د تورو په جوړولو یې هم دعوه کړې ده. کنه نو په دومره تفصیل د پښتو د تورو معرفي کولو ته هیڅ اړتیا نه وه([7]) البته حافظه یې لکه چي ډېره مرسته نه ورسره کوي او په خپل بل کتاب تذکرة الابرار والاشرار کي، چي د اخوند دروېزه وروستۍ لیکنه ګڼله سوې ده، د پیر روښان او ارزاني د پښتو او فارسي لیکنو او شعرونو یادونه کوي. په داسي حال کي چي خیرالبیان کټ مټ په همدغو تورو، چي اخوند دروېزه یې یادونه کوي، او د جوړولو افتخار یې ځان ته اخلي، څه باندي پنځوس کاله پخوا لیکل سوی وو.

 

ارشاد الطالبین:

د مخزن او تذکرة الابرار و الاشرار په باب، په تېره بیا د ډیورنډ د کرښي پوري خوا ته، ډېري زیاتي لیکني سوي دي؛ خو د ارشاد الطالبین په باره کي یا لیکني نه دي سوي یا لږترلږه ما نه دي لیدلي. د ارشادالطالبین د لیکل کېدلو کال څرګند نه دی؛ خو د کتاب په متن کي د حوالو څخه ښکاري چي دا لیکنه د هغه د ډېر پاخه عمر او ډېري زیاتي مطالعې محصول ده. ما په ژوند کي د هیڅ اخوند د کتاب په متن کي دومره حوالې نه دي لیدلي. ځای پر ځای د داسي کتابونو له نومونو سره مخامخ کيږو چي له ډېرو سره یې زما په شمول د ډېرو زیاتو لوستونکو غوږونه اشنا نه دي. معرفته المذاهب، انیس الواعظین، تذکرة الاولیاء، طوالع شموس د قاضي حمیدالدین ناګوري، تفسیر ابوللیث، مشارق الانوار، بوستان ابوللیث سمرقندي، نظام الموءمنین، معراج نامه، تعریف اللغات، شرح مشارق، فوزالنجات، کفایت الاسلام،انیس العاشقین، فتاوی سراجي، مفتاح الجنان، فتاوی غرایب، فتاوی افتخار، عمدته الاسلام، دستورالقضات، اجتناب الفقر، ترغیب الصلوات، عوارف المعارف، فتاوی نوادر، تفسیر ملایعقوب کابلي، شرح مختصر علي رودباري، تحفته المذکورین، تحفته الاخبار، تحفه شامي، لباب الاخبار، تفسیر منیر، مکتوبات شیخ شرف الدین منیري، مثنوي جلال الدین رومي او ….

که څه هم چي اخوند دروېزه په خپل کتاب تذکرة الابرار کي ارشاد الطالبین د شیخ الاسلام والمسلمین شیخ جلال تهانسیري اثر بولي([8])خو د خپل کتاب له پاره یې هم دغه نوم خوښ کړی دی. دا کتاب یې ښايي په داسي وخت کي لیکلی وي چي لا یې ښايي د شیخ جلال تهانسیري کتاب نه وو لوستی او لا یې ګټه نه وه ورڅخه اخیستې. په هر صورت، کله چي سړی د اخوند دروېزه دومره زیاتي مطالعې، دومره اوږده عمر او سفرونو او د کتاب په متن کي دومره زیاتو غلطیو، اشتباهاتو او خُرافاتو ته ګوري نو حیران پاتېږي.

د مثال په ډول اخوند دروېزه په دې نه دی خبر چي معاویه د حضرت رسول صلعم له وفات څخه تقریبا پنځوس کاله وروسته نور هم ژوندی وو او څه کم شل کاله یې خلافت وکړ. بلکه وايي چي د هغه د وفات په احترام له اسمان څخه دونه ملایکي راکښته سوې او دومره ګرد او غبار یې جوړ کړ چي صحابه وو د کفارو د لښکر ګومان ورباندي وکړ؛ خو حضرت رسول صلعم ورته وویل چي دا فرشتې دي او د معاویه د درناوي له پاره راکښته سوي دي او علت یې دا دی چي معاویه په لمانځه کي د فاتحې له سورې څخه وروسته هر وخت سوره اخلاص ویله([9])

تذكره الابرار والاشرار

سره له هغه چي اخوند دروېزه پخپله لوی صوفی دی او د مخزن په کتاب کي د ډېرو لویو کراماتو دعوه کوي خو د حسین بن منصور الحلاج په څېر یوه مشهور صوفي، چي د انالحق ناره یې د صوفیانو، په تېره بیا وحدت الوجودي صوفیانو، افسانه سوه، په ژوند او حالاتو نه دی خبر. اخوند په خپل کتاب کي لیکي چي حسین بن منصور الحلاج په اتیا کلني کي د حق متعال په طلب ووت. د انالحق ناره یې پورته کړه؛ وروسته یې پنځوس کاله پنځوسو اقلیمونو ته سفرونو وکړل او د هر اقلیم څخه خلکو وشاړه. بالاخره د هارون الرشید خلیفه په وخت کي، چي امام یوسف یې قاضي وو، بندي سو او ووژل سو. ویل کيږي چي یو لک اولیاوو د هغه د قتل فتوا ورکړه([10])

د اخوند په حساب باید، حسین بن منصور ۱۳۰ کاله ژوند کړی وي. په داسي حال کي چي د هغه ټول ژوند پنځه شپېته کاله وو. په ۲۴۴ هجري کي زېږېدلی او په ۳۰۹ هجري کي اعدام سوی دی. دا وخت د هارون الرشید له وفات څخه څه باندي ۱۱۰ کاله تېر سوي ول او خلیفه المقتدر بالله د بغداد پر تخت ناست وو.

اخوند د حسین بن منصور په باب نوري داسي مبالغې کوي چي دلته یې راوړل تفصیل زیاتوي. وروسته لیکي چي د اعدام کېدلو څخه مخکي بایزید بسطامي ورته راغی او ده ته یې سجده وکړه. حسین بن منصور ورته وویل چي پرته له خدایه بل چاته سجده کفر ده، څرنګه دي ماته سجده وکړه. بایزید ورته وویل چي تاته مي سجده نه ده کړې بلکه ته هینداره وې او په تا کي مي حق( خدای تعالی) ولیدی([11]).

بایزید بسطامي د ډېرو مشهورو وجودي صوفیانو څخه شمېرل کيږي او د شیخ فریدالدین عطار په تذکرة الاولیاء کي یې راز راز کیسې راغلی دي خو انسان ته د سجدې کولو ذکر یې په هیڅ کتاب کي نه سته او پخپله اخوند هم نه وايي چي دا روایت یې له کومه کړی دی؛ یوازي دونه وايي چي کتاب راوړي دي( مسطور است) تر دې خبري چي را تېر سو نو د بایزید بسطامي د ژوند د حالاتو او وفات په باب ډېر زیات اختلاف موجود دی. د هغه د وفات کلونه له ۲۳۴ څخه تر ۲۶۱ پوري ګڼل سوي دي. که یې لومړی سنه ومنو نو دا به د حسین بن منصور له زېږېدلو څخه لس کاله مخکي وي او که یې دوهمه سنه قبوله کړو نو په دې وخت کي به حسین بن منصور ایله اووه لس کلن وي او د بایزید بسطامي په څېر یو شیخ به هغه ته څرنګه سجده کوي؟

اخوند دروېزه د بوعلي سینا په باره کي تر یوې خُرافي کیسې وروسته وايي چي هغه کافر سو او ټول علم یې د منطق او جادو په برخه کي وکړ. د بلخ پاچا او د هغه ټول رعیت یې ګمراه کړل. دا خبر شهاب الدین سُهروردي ته ورسېدی او بلخ ته روان سو. کله چي ابن سینا د شیخ سره مخامخ سو نو ټول علوم ورڅخه هېر سول او د بلخ پاچا او خلک د شیخ شهاب الدین په نصیحت بیرته سمي لاري ته راغلل([12])

لومړی خو د ابن سینا په وخت کي په بلخ کي مستقله پاچهي نه وه. بیا نو شیخ شهاب الدین سهروردي د ابن سینا له وفات څخه څه باندي ۱۱۰ کاله وروسته دنیا ته راغلی دی او له هغه سره یې د ملاقات کولو وخت نه دی پیدا کړی. ابن سینا په کال ۹۸۰ میلادي کي زېږېدلی او په کال ۱۰۳۷ کي وفات سوی دی او شهاب الدین سُهروردي په کال ۱۱۴۵ میلادي زېږېدلی او ۱۲۳۴ کي وفات سوی دی. داچي شهاب الدین سهروردي په ژوند کي بلخ ته تللی نه دی هغه خو لا بله خبره ده.

 

خُرافات:

څه کم دېرش کاله به کيږي چي د پېښور له یوه واړه کتاب پلورنځي څخه مي د ارشادالطالبین کتاب په ډېره ارزانه بیه واخیست. فکر مي کاوه چي د مخزن او تذکرة الابرار په څېر به، د پښتنو په باب، که سم نه وي نو ناسم، تاریخي او اجتماعي معلومات ولري. خو په کتاب کي زما د انتظار په خلاف داسي موضوعات راغلي ول چي په تبصره نه ارزېدل. خو څرنګه چي دا کتاب د پښتنو د یوې مهمي تاریخي مرحلې یوه مطرح او مهم شخصیت لیکلی دی نو باید چي پر ټولو برخو یې یوه لنډه تبصره وسي، او ضمنا وکتل سي چي ځینو مشهورو کسانو په ځینو مشهورو کتابونو کي څه لیکلي دي.

شیخ فریدالدین شکرګنج خپل یو مرید خاورو ته وسپاره؛ او خاورو ته له سپارل کېدلو سره سم یې داسي فکر خراب سو چي رنګ یې تغیير وکړ. کله چي یې مریدانو پوښتنه ورڅخه وکړه چي شیخه ولي؟ ده ورته وویل چي مرید مي ګناه کاروو، په قبر کي یې عذاب ورکاوه؛ ما یې شفاعت وکړ، خو لا مي غوښتنه نه وه تمامه کړې چي قطب عالم را ورسېدی، هغه لا په شفاعت لګیا وو چي شیخ معین الدین چشتي را ورسېدی، شیخ لا غوښتنه پوره کړې نه وه چي د شیخ عثمان هاروني د څپلیو ږغ واورېدل سو. هاتف پر ملایکو ږغ وکړ چي تښتۍ! که لېوني درته وکتل ټولي به اور واخلی.مریدانو یې ورته وویل چي که په شیخ عثمان هاروني هم کار نه وای سوی نو بیا دي څه کول. شیخ ورته وویل چي بیا نو حضرت مصطفی صلعم پخپله حاضرېدی([13]).

اخوند دروېزه نه یوازي د حق متعال ج د ارادې په خلاف عمل کوي؛ ځکه هغه هاتف چي پر ملایکو ږغ کوي چي تښتی! هغه پرته له خدای تعالی بل څوک کېدلای نه سي. او تر څنګ یې رسول صلعم ته سپکاوی کوي او د یوه ګناه کار مرید قبر ته یې رابولي. زه یقین لرم چي افضل خان خټک به دا کتاب نه وو لوستی کنه نو د خپل نیکه خوشحال خان په مقابل کي به یې د اخوند دروېزه دفاع نه وای کړې.

اخوند دروېزه د یوه حدیث په حواله، چي د کتاب نوم یې نه اخلي، وايي چي په دوږخ کي، د اور په یوه لوی صندوق کي، یو مار دی چي یولک سرونه لري، په هر سر کي یې یو لک مخونه دي، په هر مخ کي یې یو لک خولې دي، په هره خوله کي یې یو لک غاښونه دي او دا مار یې هغه چاته د عذاب له پاره ساتلی دی چي شراب خوري او یا قمار کوي لکه شیر بز او قطار!! دغه راز په دوږخ کي د مارانو او لړمانو صندوقونه دي چي د هر لړم اوږدوالی یې د څلوېښتو کالو لار ده([14])

اخوند دروېزه

اوس نو که یو سړی په ورځ کي اته ساعته تګ وکړي او په ساعت کي بېخي عادي واټن، چي درې میله کيږي، ووهي نو څلوېښت کاله وروسته به یې ۳۵۰۴۰۰ میله فاصله وهلې وي. په داسي حال کي چي د مځکي د محیط یا استوا اوږدوالی څه کم دېرش زره میله دي. د دې لړمانو اوږدوالی باید د مځکي د محیط څه کم دوولس چنده سي. هغه مار چي اخوند یې تعریف کړی دی د دنیا تر هر ډول لوی غره غټ دی او انسان د یوې ذرې قدر هم نه ورته ښکاري. سړی نه پوهېږي چي اخوند د دغه مار او هغه لړم په باب چي د مځکي دوولس چنده جسامت به ولري یوه شېبه فکر کړی دی کنه. د ګناه کار بنده د عذابولو له پاره یو عادي مار یا څو عادي ماران کفایت کوي. دونه لوی مار او لړم ته، چي انسان به، د کوچني والي له امله، بېخي ونه لیدلای سي څه ضرورت دی؟

تر دې لا په زړه پوري یې یوه بله کیسه ده چي د کتاب حواله نه ورکوي او وايي چي ابراهیم خلیل الله هیڅ وخت له مېلمه پرته روژه نه ماتوله. یو وخت درې ورځي پرله پسې مېلمه پیدا نه سو او دریمه ورځ یې روژه مات وکړ. خپل ځان ته حیران سو چي بل به هم داسي څوک وي؟ جبرایيل امین ورته وویل چي په دښت کي یو بل دروېش دی هغه ته ورسه. کله چي خلیل الله ع دښت ته ووت، هلته یې یو دروېش ولیدی چي څلوېښت ورځي یې روژه نه وه ماته کړې او په هغو دوو انارو یې روژه ورسره ماته کړه چي د دوی له پاره له غیبه حاضر سوی وو. دروېش ورته وویل چي تر ده یو بل پرهېز ګاره هم سته. کله چي هغه بل دروېش ته ورغی نو هغه ورته وویل چي دوې میاشتي کيږي روژه یې نه ده ماته کړې، راسه چي د دښت په وښو روژه مات وکړو. یوه بل دروېش ته ورغی؛ هغه ورته وویل چي درې میاشتي کيږي روژه یې نه ده ماته کړې. راسه چي یو ځای روژه مات وکړو. سمدستي د هوسیانو یوه ګله پیدا سوه. شیخ یوې هوسی ته امر وکړ چي حلاله سي. هغه حلاله سوه، بریانه سوه، او د دوی مخي ته پر دسترخوان باندي کښېښودله سوه. کله چي دوی روژه مات وکړ، شیخ هوسۍ ته وویل چي ژوندۍ سه. هغه ژوندۍ سوه او د ګلې سره ملګرې سوه. ابراهیم خلیل الله ورته وویل چي ستا دونه لوی مقام دی؛ ماته هم یوه دعا وکړه. شیخ ورته وویل چي څلوېښت کاله کيږي دعا کوي او خواست یې نه پوره کيږي. ده پوښتنه وکړه چي دا څرنګه خواست دی. دروېش ویل یوه ورځ مي په دښت کي پنځه سوه رمې ولیدې؛ له هري رمې سره پنځه سوه شپونیان ول، له هر شپانه سره د سرو زرو لرګی وو، او له هر شپانه سره پنځه سوه سپي ملګري ول چي د هر سپي په غاړه د سرو زرو غاړګۍ وه. ما پوښتنه وکړه چي دا رمې د چا دي؟ چا راته وویل چي دا د ابراهیم خلیل الله دي. ما په هغه ورځ خواست وکړ چي د خدای خلیل مي لیدلی وای، او د هغې ورځي څلوېښت کاله کيږي. خلیل الله ورته وویل چي هغه زه یم. شیخ شکر وکیښ او ځای پر ځای یې ساه ورکړه([15]).

لومړی خو په هیڅ اسماني کتاب کي په شواروز کي تر یوې ټاکلي مودې زیاته روژه نیول نه دي راغلي. څلوېښت، شپېته او نیوي ورځي خو هلته پرېږده. د هوسۍ حلالېدل، بریانېدل او خوراک ته تیارېدل به د اولیاوو کرامت وي خو د هوسۍ بیرته ژوندي کول یوازي د خالق متعال ج کار دی.

ویسأ لونک عن الروح قُل الروح من امر ربّي.

 ترجمه: ستا څخه د روح په باره کي پوښتنه کوي؛ ته ورته ووایه چي دا یوازي زما د رب کار دی.

د روح بیرته ورکول یوازي په خدای تعالی اړه لري؛ هر څوک چي د روح ورکولو دعوه وکړي، د کلام الله سره مخالفت کوي.

له پنځو سوو رمو سره د شپونیانو شمېر دوه سوه پنځوس زره ته رسېږي. د سپیو شمېر یو سل او پنځه ویشت میلیونه کيږي. د هر شپانه سره د سرو زرو لرګی او د هر سپي په غاړه د سرو زرو د طوق تصور یوازي اخوند دروېزه کولای سي. او چي لږ تر لږه د هرو شلو پسونو سره یو سپی ملګری کړو نو د پسونو شمېر به یې دوه میلیارډه پنځه سوه میلیونو ته ورسېږي. په دغه شمېر شپونیان، سپي او پسونه د نړۍ په هیڅ دښت کي نه ځايېږي او بله خبره دا ده چي د ابراهیم خلیل الله زمانه لږ تر لږه څلور زره کاله پخوا وه او د ټولي نړۍ د پسونو شمېر اوس حاضر د یو میلیارډ په شاوخوا کي دی.

قرآن شریف د ابراهیم خلیل الله د شتمنيو ذکر نه کوي؛ او د بتخانو د ړنګولو، له نمرود او کفارو سره د هغه د مبارزې، ټینګي عقیدې او ایمان څخه د پند اخیستلو بیان کوي. خو تورات وايي چي ابراهیم خلیل الله او د هغه وراره لوط علیه السلام دواړو ډېرپسونه او څاروي درلودل او د ګوروانانو تر منځ به یې، پر څړځایونو باندي، شخړي منځ ته راتللې. ابراهیم خلیل الله له لوط علیه السلام څخه وغوښتل چي د جنګونو د مخنیوي له پاره یوې بلي سیمی ته کوچ وکړي او کنه نو دی به بل ځای ته کډه وکړي. لوط علیه السلام د اوردون د سیند غاړه، چي ډېره شنه او آباده وه انتخاب کړه او د سډوم ښارته یې ( چي بیا وروسته خراب سو) کوچ وکړ.

البته د دې معنی دا نه ده چي هغوی په زرګونو، سل هاوو زرو یا میلیونونو پسونه او څاروي درلودل. او یقین دی چي اخوند به دا کیسې له عوامو څخه اورېدلي وي.

کله چي سړی ارشادالطالبین لولي نو کله کله فکر کوی چي اخوند دروېزه به دا کتاب حتما د عوامو او ماشومانو د سات تېري له پاره لیکلی وي، مګر کله چي په کتاب کي د پیغمبرانو، لویو ولیانو او معتبرو کتابونو ذکر ګوري او په ډېرو ځایونو کي په آیتونو او احادیثو استنادونه ویني نو په دې عقیده کيږي چي اخوند په خپلو خبرو او لیکنه کي جدی دی.

اخوند دروېزه بل ځای لیکي چي یوه ورځ رسول صلعم له جبرایيل امین څخه وغوښتل چي پخپله بڼه ځان ورته وښيي. جبرایيل امین خپل وزرونه پرانیستل او له مشرقه تر مغربه ورسېدل. حضرت رسول صلعم بېهوښه سو. وروسته یې له جبرایيل څخه پوښتنه وکړه چي داسي څوک هم سته چي تر تا لوی وي؟ هغه ورته وویل چي میکایيل اووه سوه وزرونه لري او هر وزر یې زما د ټولوجود په اندازه دی. حضرت رسول صلعم ورته وویل چي تر میکایيل هم غټ وجود سته هغه ورته وویل چي اسرافیل اووه سوه وزرونه لري او هر وزر یې د میکایيل په اندازه لوی والی لري او که میکایيل د اسرافیل غوږ ته ننوزي هغه نه په خبرېږي. عزرایيل له اسرافیل څخه په همدغه اندازه لوی دی. او د خدای تعالی ج عرش له عزرایيل څخه ډېرغټ دی. عرش شپېته زره پښې لري او له یوې پښې څخه تر بلي پوري یې څلوېښت زره کاله لار ده. اسرافیل کوښښ وکړ چي د عرش سرته پورته سي. یوویشت زره کاله یې پرواز وکړ له پايې څخه لوړ نه سو. کله چي عرش په خپل لوی والي ونازېدی نو حق متعال ج یو مار پیدا کړ؛ عرش یې په خوله کي واخیست او ټول عرش د مار په خوله کي لکه د سپیلنیو دانه داسي ښکاري([16])

بل ځای لیکي چي عرش الرحمن او کرسي د سرو زرو دي. پر هغوی باندي شنه چمنونه دي چي هره ورځ د دې دنیا په اندازه پراخېږي. په دې چمنونو کي براقونه دي چي د هر یوه تر پښو لاندي د دې دنیا اووه چنده مځکه لاندي ده. عرش شپېته زره پايي لري چي د هري پايي تر بلي پوري څلوېښت زره کاله لار ده. تر هري پايې لاندي یې اووه زره میدانه دي؛ له یوه میدانه تر بل پوري اویا زره کاله لار ده. په هر میدان کي یې زر نوراني باغونه دي. په هر باغ کي اویا زره ښارونه دي. په هر ښار کي اویازره سرایونه دي.په هر سرای کي اویا زره خوني دي. هره خونه یې اویازره کونجونه لري. په هر کونج کي اویا زره تختونه دي او پر هر تخت باندي اویا زره حوري ناستي دي([17])

داسي ښکاري چي اخوند دروېزه، د ایران، هند، عربي هیوادونو او نورو مسلمانو پوهانو په خلاف، د هغه وخت د جغرافیې په علم، که څه هم چي چنداني انکشاف یې لا نه وو کړی، هیڅ خبر نه وو او چي د مځکو او اسمانونو او کایناتو په باره کي یې هر څه زړه او خیال ته ورغلي او یا چي هر ځای یې هر څه اورېدلي دي هغه یې لیکلي او خپلو طالبانو ته یې وړاندي کړي دي. اخوند دروېزه د دغو خیالاتو په لړ کي یو ځای لیکي چي شیطان په اوومه مځکه کي پر تخت ناست دی چي سیجین نومېږي. د هغه تخت د مځکي په اندازه لوی دی. اووه مځکي ټولي د یوې فرشتې په لاس کي دي چي هغه پخپله د مځکي او اسمان اووه چنده غټه ده. د هغې تر پښې لاندي یو یاقوت دی چي د مځکي او اسمان اووه چنده دی. یاقوت د یوه لوی غوايي پر څټ تکیه دی. غویي پر رېګو ولاړ دی. رېګ د یوه ماهي پر شا دي. ماهی دونه غټ دی چي په غوايي خبر نه دی. په هغه دریاب کي چي دغه ماهی ژوند پکښي کوي دونه غټ ماهیان سته چي اویا زره دغه راز ماهیان یې یوه ګوله ده([18])

په ارشاد الطالبین کي دونه خُرافات او بېځایه، بې اساسه کیسې او معلومات راغلي دي چي یو بل کتاب ورباندي لیکل کېدلای سي. زه حیران یم چي زموږ پوهانو، په تېره بیا د ډیورنډ د کرښي پوري غاړه باندي، د سیدتقویم الحق کاکاخېل په څېر پوهانو او محققینو اخوند دروېزه ته په کوم اساس متشرع عالم او حتی له ډېر درناوي د بابا خطاب کړی او اخونددروېزه بابا علیه الرحمه یې بولي او د اخوند په درناوي د هغه زوی کریمداد او د هغه لمسي ته، چي د دواړو په شعر کي د یوې ذرې خوند او کمال او حتی عادي سېلاب او قافیه نه سته، د بابا خطابونه کوي. زه یقین لرم چي افضل خان خټک به هم ارشادالطالبین نه وو لیدلی کنه نو د د اخوند دروېزه په باب یې د خپل دانشمند نیکه خوشحال خان خټک مخالفت نه کاوه.

سید تقویم الحق کاکاخېل د خزینته الاصفیاء په حواله لیکي چي اخوند دروېزه په کال ۱۶۳۸ میلادي کي وفات سوی دی او ۱۰۸ کاله ژوند یې کړی دی. دغه راز د اخباراولیاء په حواله لیکي چي اخوند دروېزه به د عمر په وروستیو شپو ورځو کي زیاتره په جمالیاتو کي مستغرق وو او په ځان به نه پوهېدی. یوه ورځ ډېر تږی وو. یوې نجلۍ ته یې چي منګی یې پر سر وو، ږغ کړل چي لږ اوبه راکړه. نجلۍ د حیا څخه هیڅ ونه ویل او منګی یې د اخوند مخي ته کښېښود. اخوند ټول منګی تش کړ او په پاي کي پوه سو چي هغه اوبه نه وې تېل وه([19]).

داسي ښکاري چي اخوند دروېزه ډېر زیات خوراک کاوه. افضل خان خټک لیکي چي د اخوند دروېزه داعادت وو چي چا به یې لاس ونه نیوی له خوړو څخه یې لاس نه اخیستی. د کابل صوبه دار مهابت خان مېلمه کړی وو. د ده له طالبانو یا نیژدې کسانو څخه څوک ورسره ناست نه وو. دروېزه تر پایه ډوډۍ وخوړه. وخت د ګرمی وو، بدهضمي ورته پیدا سوه او وفات سو([20])

مأخذونه:

۱: اخوند دروېزه، مخزن. پښتو اکېډیمي د پېښور یونیورسیټي، ۱۹۶۹

۲: اخوند دروېزه، تذکرة الابرار والاشرار. مکتبته اسلامیه محله جنګي پشاور

۳: اخوند دروېزه، ارشادالطالبین. حاجي فقیرمحمد اینډ سنز تاجران کتب. نوراني کتب خانه قصه خوانی پشاور

۴:د روښان یاد، د بایزید روښان د نړیوال سیمینار د مقالو مجموعه. پښتو ټولنه ۱۳۵۵

۵: ارمغان خوشحال.د میاسید رسول رسا په زیار او مقدمه. یونیورسیټي بُک ایجینسي.

۶: افضل خان خټک، تاریخ مرصع. یونیورسیټي بُک ایجینسي

۷: قرآن کریم، بایبل،

8: A history of Muslim Philosophy. M.M Sharif Delhi.

 ([1])( سوات نامه د خوشحال خان خټک)

 ([2])( مخزن الاسلام ص۱۳۶)

 ([3])( تاریخ مرصع ص ۳۴۳)

 ([4])( د روښان یاد ۳۵۸)

 ([5])( مخزن ص ۶۰)

 ([6])( مخزن ص ۱۳۴- ۱۳۵)

 ([7])( هغه کتاب ص ۱۳۷-۳۸)

 ([8]) (تذکرة الابرار والاشرار ص ۳۵)

 ([9])( ارشادالطالبین ص ۱۶۳)

 ([10])( هغه کتاب ص ۲۷۱-۷۲)

 ([11])هغه کتاب ص ۲۷۳

 ([12])( هغه کتاب ص ۳۷۶)

 ([13])هغه کتاب ص ۲۸۹

 ([14])( هغه کتاب ص ۴۱۰)

 ([15])هغه کتاب ص ۲۲۱

 ([16])(هغه کتاب ص ۱۷۹-۱۸۰)

 ([17])( هغه کتاب ص ۱۳۹)

 ([18])( هغه کتاب ص ۱۴۳)

 ([19])د مخزن مقدمه ص لد

 ([20])( تاریخ مرصع ص ۳۴۴)

اخوند دروېزهارشادالطالبین
نظريات (0)
نظر اضافه کول