اغا محمد خان کرزی

مرحوم اغا محمد خان کرزی د کندهار د شلمي پېرۍ له مشهورو منورو څېرو څخه دی. هغه د کرز په کلي کي د کرزیانو په درنې او مشهوري سیاسي کورنۍ کي زېږدلی دی. لومړی تحصیلات ئې په کندهار او کابل کي کړي دي. د مکتب څخه تر فارغیدو راوروسته، سمدستي په خصوصي او حکومتي ماموریتونو کي بوخت سوی دی. ښاغلی اغا محمد خان کرزی یو وخت د طلوع افغان او کندهار مجلې چلونکی هم پاته سوی دی (اوسني لیکوال.)
په مطبوعاتو کي د خدمت په دوران کي ئې د زیاتو کندهاري ځوانانو سره د مطبوعاتو په ریاست کي ناسته او ولاړه لرله، او د ډېرو ځوانانو سره ئې د لیک او لیکوالۍ په برخه کي مرستي کړي دي. ډېر خوانان ئې د سیاسي مطالعې سره اشنا کړي دي. پدې زمانه کي، طلوع افغان د ځوانو کندهاري لیکوالانو لپاره د یو فرهنګي کلب غوندي یوه ټولنه وه، او د محلي ژورنالیزم لپاره يوه محدوده خو مثمره هڅه وه.
ښاغلي اغا محمد کرزی په پښتو، فارسي، الماني، او څه عربي باندي پوهیدی. شفاهي پښتو ئې لوکسه او خوږه وه. د ژبي فصاحت ئې جادوګر طلسم لاره. مجلس ئې خوږ وو. د کلماتو زېرمي ئې لکه مست سیند موجونه وهل.
په حزبي سیاست کي، د ځوانانو د جلب او جذب لپاره یو ايډیال او مقناطسي کس وو. شخصیت ئې خاصه کاریزما او کشش لاره. په مجلس کي ئې حضور سمدستي احساسېدی. او ناست کسان ئې متاثره کول.

اغا محمد خان کرزی

په فرهنګي لحاظ، یو با کلتوره او د پراخي مطالعې خاوند وو. لوست ئې خوښېدی، خو د لیک سره ئې چندان جوړه نه وه. د جدي او سیاسي کتابونو له مطالعې سره ئې ژوره علاقه لرله، او تل ئې دا ارمان کاوه چي کاشکي د ځوانۍ په دوران کي د ښو کتابونو او لیکوالانو سره اشنا سوی وای. خو په مجموع کي، د خپلو همسنانو په پرتله ئې مطالعه ژوره، پراخه، او اپ-ټو-ډېټ وه. د افغانستان په مبارزاتي تاریخ کي بامطالعه او باخبره وو.
که څه هم په (اوسني لیکوال) کي ښاغلي اغا محمد کرزی «اشرافي» یادېږي، خو د هغه ژوند متوسط وو، او له طبقاتي امتیازاتو څخه بد راتلل. په مدني او اجتماعي لحاظ ئې د مساواتو او اجتماعي عدالت څخه حمایت کاوه . او سیاسي تمایلات ئې مترقي چپ ول.
اوسني لیکوال يې میانه قده، سور او سپین، او څه چاغ معرفي کوي. د خوشحاله طبیعت خاوند ئې بولي، او د ښه بیان تعریف ئې کوي. خو کله چي زه په ۱۹۸۳ کي په امریکا کي ورسره اشنا سوم، د کرزي صاحب ږېره تکه سپینه، د سر ورېښتان ګرده سپین، یو ښه مسن او دروند افغان وو. د سن اوږد والی ئې د لاسونو په پوستکي او ګونجو کي څرګند وو. تګ ئې څه سوکه وو. پاڅېدل او کښېناستل ئې ګران او په تکلیف ول.
خو مرحوم اغا محمد خان کرزی په فکر او عقیدې ځوان وو. مترقي چپ او څه راډیکال وو. نوي افکار او تاند خیالونه ئې خوښېدل، له زوړو، ‌متروکو، او ارتجاع سره ئې جوړه نه وه. د سلطنت او استبداد سخت مخالف وو، او تل ئې د سلطنت مذمت کاوه. د افغانستان له سوکه پرمختګ څخه راضي نه وو.
محترم اغا محمد خان کرزي د ولسونو په ارادې او قوت باندي ایمان لاره. ولسي سیاست او پاپولریزم ئې خوښېدی. د پرګنو سړی وو. پر وطن او قام مین شخص وو. او په سیاست کي ئې پر انقلابي ادبیاتو او بدلون باور لاره.
د سیاسي ليډرشيپ وړتیا ئې څه کمرنګه وه، خو که چیري یو ښه کلک مشر پیدا سوی وای، زه پوره باور لرم چي ښاغلي اغا محمد کرزی به ئې ټینګ سیاسي حمایت کړی وای.
په شخصي لحاظ، ازاد، لیبرال، خوش طبع، او یارباشه وو. د ځوانانو سره ئې طبع لګېده، او ځوان نسل ئې تشویقاوه. د سیاسي ګرداوونو شوقي وو. او کله چي به ئې خبري کولې، سترګي به ئې پټي کړې. او تل ئې د خپل سحر ګر فصاحت په زور او تاو مجلس ګرم ساتی. په خبرو کي به ئې د پښتو د کلاسیکو شاعرانو بیتونه په خورا ښکلی او حیرانونکي انداز دیکلمه کول. کلمات ئې شمېرلي، ناب، او غوره ول. د ژبي کمال ئې په یارانو کي یو منل سوی واقعیت وو. تل په لټون کي وو، او تل ئې څه د ویلو لپاره لرل. دوست او صمیمي سړی وو. د اکټ او تمثیل سره علاقه لرله.
هغه د ویښ ځلمیانو (۱۹۴۷) د ملي غورځنګ په ځوان، مترقي چپ، او راډیکالي جناح پوري اړه لرله. او د عمر تر پایه د وېښ ځلمیانو سخت مدافع پاته وو. د ویښ ځلمیانو په عمومي ګرفتاریو کي بندي نه سو، خو د خپلو پخوانیو ملګرو سره ئې روابط تر پایه وساتل. زموږ د انډیوالۍ په کلونو کي کله چي به مو د واشنګټن په ساحه کي په موټر کي مازیګر مهال چکر واهه، ښاغلي اغا محمد کرزي به موږ ته د ۱۹۴۰، ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰ په لسیزو کي د کندهار د محیط د هغه زمانې د سیاسي تحرک، ګرادوونو، او د ځوانانو د سرشاري روحیې خوندور داستانونه ورو ورو او په مزه مزه کول. د امریکا او افغانستان ژوند به مو سره مقایسه کاوه. او پر خپل بد حال به مو افسوس کاوه.
ښاغلي اغا محمد خان کرزي د امریکا له سړکانو او پلونو سره خاصه مینه لرله. کله چي به د موټر د چکرونو پر مهال پر ګڼو او جګو پلونو او سړکانو باندي ور برابر سو، اغا محمد خان کرزي به د امریکا د انجینرانو و ساختماني شهکاریو ته حیران حیران کتل. او په سوچ کي به ډوب تللی وو.
هغه یوه ورځ د همدې سیار او موبایل ګرداوونو پر مهال راته وویل: «یاره واحد جانه، ما فکر کاوه چي په امریکا کي نور تکامل او انکشاف خپل نهايي مرحلې ته رسېدلی دی. هر څه جوړ سوي دي. سړکان، پلونه، بندونه، ښارونه، فابریکې، پوهنتونونه او بالاخره هر څه جوړ او تکمیل سوي دي. ټول خلګ بېکاره دي،‌ او تمامه ورځ د مست سمندر پر غاړه مېلې او چړچې کوي. خو اوس چي امریکا ته راغلم، او پخپلو سترګو مي ولیدل، اوس دا راته معلومه او ثابته سوه چي په رشتیا هم تکامل هیڅکله توقف نه کوي. راایسارېږي نه! تل چالو وي. اوس ګورم چي دا امریکاییان زوي مړي تر بل هر چا زیات کار کوي. ډېره خواري او زحمت کاږي. سهار پر سپېدو راغورځي، او ماښام په تیارو کي کور ته ځي.»
ښاغلي اغا محمد کرزی په طبیعت کي سیاسي وو، او فطرتا د مجلس او ګرداوو سړی وو. په ځواني کي د ګورکي، ګاندي، نهرو، اقبال او د نورو شرقي او غربي لیکوالانو له اثارو او افکارو سره اشنا سوی وو. او تل ئې کوښښ کاوه چي د اوچت خیال او فکر خاوند واوسي. د همدې فکري لټون په وجه، د خپل ژوند په جریان کي د مختلفو فکرونو په ټال کي زنګېدلی وو.

کله چي زه او محترم اغا محمد خان کرزی په امریکا کي سره اشنا سو، په اغلب ګومان دا زمانه د ۱۹۸۳ او ۱۹۸۴ کلونو ول. موږ د لومړی کرت لپاره په ورجینیا کي سره ولیدل. او هله ما ته معلومه سوه چي اغا محمد خان کرزی زما تر پلار څو کاله مشر وو. اغا محمد خان کرزي په کندهار کي زیات خلګ پېژندل، او د کندهار د کورینو په باره کي ئې تاریخي او اول لاس معلومات لرل.
زموږ اشنايي او شریکي له اولي ورځي سره ټینګه سوه. د ښاغلي اغا محمد کرزي جادوګر کلام او اوچت صحبت زما پر ځوان ذهن باندي سمدستي ژور اثر وکی، او زما احترام ئې خپل کړ. د اغا محمد خان پراخي مطالعې، سحرګر بیان، او د افغانستان له تاریخ څخه جامع درک زما د مطالعې او استدالال کمزوري ئې سمدستي رابرسېره کړه.
د اغا محمد خان کرزي دا څرګند علمي او تیوریک تفوق زه و جدي مطالعې ته تشویق کړم. دا زمانه زما د ژوند ځوانه مرحله وه، د مطالعې شوقي او ګرګي وم، او له نیکه مرغه د مرحوم اغا محمد خان کرزي غوندي یو منور شخص د مطالعې په برخه کي زما ایډیال او هادي سو. هغه د افغانستان د تاریخ د نامتو لیکوالانو، سیاسي اشخاصو، او سیاستوالو په باب ښه او کره معلومات لرل.
د ۱۹۸۰ کلونو کی، د اغا محمد کرزي همدا علمي غنا او د عمر برتري زما لپاره د الهام او تلاښ یوه محرکه قوه سوه. او په عین زمان کي خپله ځواني، خواري کښي، او تپانده ذهن راته یو الهي سوغات او سرمایه سوه. له نیکه مرغه، د ۱۹۷۰ په کلونو کي د امریکا په لوی پوهنتونو کي په زرهاوو ایراني محصلین په سبق او عالي تحصیلاتو بوخت ول. د واشنګټن د سمیي ستر او مشهور پوهنتونه د همدې ایراني محصلینو لوی مرکزونه ول. پدې عظیمه محصلي څپه کي زیاتره ایراني محصلین د رضا شاه د سلطنت او استبداد مخالفین ول. ښایسته زیات شمېر ئې اسلامي، چپي، او ملي تمایلات لرل.
خو پدې زمانه کي په ایراني محصلینو کي ماډرنه اسلامي جناح بارزه او غښتلې وه. په امریکا کي ئې خپله چاپخانه او پریس لاره. هغه کتابونه چي په ایران کي د شاه سانسور له چاپه غورځولي ول، همدا رټل سوي کتابونه دلته د امریکا په ټکساس ایالت کي د ایراني مسلمانو محصلینو لخوا په زرهاوو زرهاوو چاپ او تکثیرېدل. پدې لیکوالانو کي علي شریعتي، مهدي بازرګان، ایت الله طالقاني، ایت الله مطهري، حبیب الله پیمان، او ګڼ شمېر نور شامل ول.
د ایراني مسلمانو محصلینو دا خدمت زموږ د خواني افغان – امریکن مهاجري ټولني لپاره یوه اسماني تحفه وه. ځکه هله په امریکا کي په فارسي او پښتو ژبه کي مواد او کتاب پیدا کول، که ناممکن کار نه وو، ډېر ستونزمن کار خو خامخا وو. پدې زمانو کي انټرنیټ او فیسبوک نه وو. د کتاب او اخبار زمانه وه. د واشنګټن په ساحه کي یوازي د کانګرس کتابتون فارسي او پښتو اثار لرل، او د کانګرس لایبرري ته زموږ د افغان – امریکن مهاجري ټولني لاسرسی خورا کم وو. او زموږ د ورځني مطالعې ضرورت ئې نه سوای را پوره کولای.
پدې وخت کي، موږ د علي شریعتي د (بازګشت) کتاب په ګډه ولوست. پدې کتاب کي د ایران د اسلامي نهضت د مشهور مبارز لیکوال، علي شریعتي، پیغام و ځوانان ته دا دی چي باید اول خپل ځان، تاریخ، او فرهنګ مطالعه کړي. ځکه د خپل تاریخ او فرهنګ څخه د شرقي ځوانانو لیري والی استعمار او غرب ته د شرارت زمینه برابره کرې ده. شریعتي پدې کتاب کي د مشرق ځوانان د خپل تاریخ، فرهنګ، او دین درست پېژندولو او بیا مرورولو ته رابولي. څرنګه چي شریعتي د شاه له استبداد سره مخامخ وو، د هغه په کتابونو کي ضد استعماري او امپریالیستي احساسات خورا ډېر ول، او د هغه دا دریځ زموږ لپاره ډېر جذاب وو،‌ ځکه موږ د شوروي له اشغاله فراري وو.
د داکټر علي شریعتي په ګومان د اسلامي شرق د خلاصون لاره په اسلام کي تېره سوې ده. هغه په ایران کي د مترقي اسلام د مشهورو متفکرینو څخه دی. خو شریعتي نه یوازي دا ویل، بلکي هغه د شرق د ازادۍ، ځان بسیاتوب، او د ټولو شرقي پرګڼو د یووالي لپاره نه ستړی کیدونکی ګمپېن کاوه. په عمومي توګه، شریعتي یو راډیکال اسلامي هیومنیسټ وو. او د ایران د اسلامي انقلاب له اصلي او بارزو تیوریسنانو څخه وو.
د علي شریعتي د بازګشت کتاب پر ښاغلي اغا محمد کرزي باندي دونه تاثیر کړی وو چي یوه ورځ ئې ما ته د خبرو په جریان داسي وویل: «یاره واحد جانه! که چیري ما د افغانستان په معارفو کي صلاحیت او قدرت لرلای، ما به د علي شریعتي دا کتاب د دولسم صنف د شاګرانو لپاره د لوست له ضروري او حتمي کتابونو څخه ګرځولی وای.»
د علي شریعتي بله ښېګنه دا وه چي هغه پر کمونیزم باندي نوي انتقادونه کول، او دا زموږ لپاره ډېره ګټوره وه، ځکه موږ کمونیسټانو او شورویانو ځپلي وو.
پدې وخت کي، بل لیکوال چي موږ ئې پدې کلونو کي د څه وخت لپاره مصرف کړي وو، هغه فقید میلوان جیلاس وو. جیلاس د یوګوسلاویا د کمونیست حزب یو وتلی تیوریسن وو. جیلاس د ټیټو سره په ګډه د دوهم جنګ په جریان کي په پارتیزاني جنګونو کي مشهوره سوي وو. او په یوګوسلاویا کي د سوسیالستانو تر موفقیت راوروسته د څه مودې لپاره په حکومت کي په مهمو پوستونو کي پاته سو.‌
خو سمدستي د سیوسیالستي انقلاب تر بریالي کیدو راوروسته، جیلاس د کمونیزم د ژور تیوریک او عملي کمزوریو په باب انتقادونه پیل کړل. هغه په کال ۱۹۵۷ کي خپل مشهور کتاب (طبقه جدید) خپور کړ. د همدې کتاب فارسي ترجمه پدې وخت کي زموږ په لاس راغله. د مارکسیزم د انتقاد په اړه د طبقې جدید استدالال او منطق نوي ول. زموږ په شان ئې مارکسیزم په وچ الحاد او کفر نه تورناوه، بلکي‌ په تیوریک لحاظ ئې د کمونیسټانو فکري کور خراباوه. پدې جالب کتاب کي د فقید میلوان جیلاس اساسي استدالال دا وو: د سوسیالستي انقلاب راوروسته، سمدستي د کمونیست د حزب مشرتوب او د حزب نور عالي رتبه «ملګري» یوه «نوې طبقه» تشکیلوي. د دولت په بیروکراسي کي ټول مهم پوسټونه قبضه کوي. د عمومي او خصوصي شتمنیو د ملي کولو له طریقه د تولید ټوله دستګاه او جوړښت پخپل کنټرول کي راولي. هر څه د دوی په خدمت کي کېږي، او د دوی خدمت د ایدیولوژي او وطن له خدمت سره مترادف سي. نو بنا، یوه نوې طبقه جوړه سي. نوي سیاسي واکمنان راڅرګند سي. د هغوی د ګټو ساتل د دولت او ولس مقدسه وظیفه سي.
زما لپاره د کمونیزم په برخه کي داسي نوي او جالب انتقادونه نهایت خوندور ول. دا راز ایرادونه پر کمونیزم باندي ما ته نوي فکري افقونه پرانیستل. د ۱۹۸۰ په کلونو کي، افغانانو په عمومي توګه له کمونیزم څخه بدي خاطرې لرلې. د شوروي له اشغال څخه ئې کرکه لرله. پر کمونیزم باندي د یو پخواني مشهور انقلابي کمونیسټ دا راز وارد انتقادونه زموږ خوږمن زړونه را ټکورول. او د مطالعې په خوند ئې نه مړېدولو.
پر کمونیزم باندي د ښاغلي جیلاس د انتقادونو یو بل اساسي تفوق دا وو چي خپله جیلاس د مارشال ټیټو نژدې ملګری وو. اما اوس ئې د سوسیالستي جهان په یوه روانه عملي او حاکمه تجربه کي د مارکسیزم په ژور تل کي د تیوریک مشکلاتو او انحرافاتو څخه پرده پورته کوله. د مارکسیزم د ایدیولوژۍ یو اساسي رکن ئې تباه او ختماوه. جیلاس په خپلو لیکنو کي عملا دا وښوده چي کمونیزم یوې بې طبقې جامعې ته لاره نه وړي، بلکي د یوې نوي طبقې ایجادولو ته لاره اواروي.
د ۱۹۸۰ په لومړیو کلونو کي، د واشنګټن په ساحه کي د افغانستان د تاریخ په باب کتابونه نهایت محدود او د ګوتو په شمار ول. حتی د غبار تاریخ په زاریو نه پیدا کیدی. بلخوا،‌ په سیمه کي د افغان – امریکن ټولنه بېخي ځوانه، غریبه، او کمزورې وه. پدې زمانه کي د افغان – امریکن ټولنه ښايي ټوټال پنځه – شپږ سوه کوره ول.
د ښاغلي اغا محمد کرزي او زما یو بل مطالعچي ملګري زما مرحوم دوست معراج الدین پټان وو. معراج پټان د واشنګټن په ساحه کي د افغان – امریکن یو له هغو محدود کسانو څخه وو چي په اپارتمان کي ئې یو وړ کتابتون لاره. د هغه په کتابتون کي د اسلام د تاریخ او تمدن په برخه کي ځیني مهم کتابونه موجود ول. د زیدان تاریخ تمدن اسلام، د ګوستاولوبون تمدن اسلام و عرب، او داسي نور کتابونه چي زموږ لپاره غنیمت ول. څرنګه چي زموږ ګران دوست مرحوم معراج پټان د واشنګټن په ساحه کي زیات کلونه تیر کړي ول، او دلته په ۱۹۷۶ کی راغلي وو. د معراج پټان له لاري موږ د واشنګټن په ساحه کي د ایراني منابعو او ایراني سیاسي فعالانو سره اشنا سوو.
البته لدې ټولو محدودیتونو سره سره، له نیکمرغه چي زموږ په مینځ کي د مرحوم اغا محمد خان کرزي په شان منور، با مطالعه، او متعهد خلګ ول. زما په ټکنده ځواني کي د ښاغلي اغا محمد خان کرزي غوندي د کندهار له یوه وتلي منور سره اشنايي او رفاقت زما لپاره نهایت ګټور تمام سو. د هغه اشنايي زه و نوري او جدي مطالعې ته تشویق کړم. له نویو جهاني او ملي لیکوالانو او موضوعاتو سره معرفي سوم. په همدې ناستو کي، په پښتو ژبه د لیک او لیکوالۍ څه ځوان او نامطمینه شوق راپیدا سو. او تر ټولو مهمه دا چي د اغا محمد خان کرزي غوندي په سن او تجربه پوخ مګر په زړه ځوان او د کندهار د شلم قرن له یوه نخبه کس سره اشنا سوم. هغه په ۱۳۷۸ کي په امریکا کي وفات سو (اوسني لیکوال).

اغا محمد خان کرزیکندهار مجله
نظريات (0)
نظر اضافه کول