امیر عبدالرحمن خان او د هغه د مرکزي حکومت د جوړولو پالیسي

امیر شیرعلي خان (۱۸۶۹-۱۸۷۹) د خپلي لس کلني پاچهی په وروستیو شپو ورځو کي، د بهرني یرغل په مقابل کي، د انګلیسیانو د پوځي مرستي له څرګندي وعدې څخه مأیوس سو او د روسانو دوستی ته یې زړه ښه کړ. د برتانوي هند حکومت هغه وخت ډیر په غوسه سو چي امیر شیرعلی خان د روسیې هیات ته په کابل کي تود هرکلی ووایه او په مقابل کي یې د انګلیسیانو هیأت ته کابل ته د داخلېدلو اجازه ورنه کړه. انګلیسیانو، پرته له دې چي امیر ته د جواب ویلو لپاره یو څه مهلت ورکړي، هغه ته د ۱۸۷۸ کال د نومبر پر دوهمه اولټیماټوم ورکړ چي باید د نومبر تر شلمي پوري د برټانوي هند د حکومت انګلیسي هیات ته اجازه ورکړي چي کابل ته داخل سي. امیر شیرعلي خان، د روسیې څخه د مرستي اخیستلو په هیله، مزار شریف ته روان سو؛ او د کابل د سلطنت چاري یې خپل مشر زوی محمدیعقوب خان ته، چی تر دغه وخته پوري بندي وو، وسپارلې. امیر له مزار شریف څخه  په روسي ترکستان کي د روسیې د امپراطوری د ګورنر جنرال کوفمان سره تماسونه ټینګ کړل خو له هغه څخه یې هیڅ مرستي تر لاسه نه کړې او د ۱۸۷۹ کال د فبروري په ۲۱ د ناروغی او مأیوسیت له امله وفات سو.

امير شېرعلي خان

د انګلیسیانو قواوي ګندمک ته رسېدلي وې او یعقوب خان ته یې بلنه ورکړه چي په هغه ځای کي د دوی د قواوو مرکز ته د خبرو لپاره ورسي. یعقوب خان ګندمک ته ورغی او هغه شرموونکی او غیر عادلانه تړون یې، چي د ګندمک په نامه یادیږي، لاسلیک کړ. د دغه تړون په اساس یعقوب خان دا ومنله چي د برټانیې سفیر مېجر کیوناري Major Cavagnari  ته به په کابل کي د، سفیر په حیث، د ماموریت اجازه ورکوي.

کیوناري د ۱۸۷۹ کال د جولای پر ۲۴ کابل ته ورسېدی. د سپټمبر پر دوهمه یې خپل مرکز کلکتې ته ولیکل چي هر څه په خیر دی. د سپټمبر پر دریمه، چي د ماموریت یې ایله یوه نیمه میاشت تېره سوې وه، د هرات شپږ کنډکه عسکرو، چي درې میاشتني باقیات یې غوښتل، د هغه پر کور باندي حمله وکړه او د ټولي عملې سره یې په اور کي وسوځاوه.

انګلیسي قواوو پر کابل باندي انتقامي حمله وکړه. یعقوب خان انګلیسیانو ته ځان تسلیم کړ. کابل بې سرپرسته پاته سو او د پردیو یرغلګرو پر ضد عمومي پاڅون پیل سو. انګلیسیان، د افغانانو سره د لومړي جنګ په څېر، روغي کولو او له افغانستان څخه وتلو ته مجبور سول. دا وخت امیر عبدالرحمن خان، چي دوولس کاله یې په بخارا او سمرقند کي په تبعید کي تېر کړي وه میدان ته راغی. انګرېزانو کابل ورته پرېښود او دی پاچا سو. څرنګه چي د افغانستان ټولو اولسونو د برټانوي استعمار په مقابل کي په جنګ او قیام کي برخه اخیستې وه نو د هر قوم او ډلي مشر د خپل قدرت په فکر کي وو او د هر یوه په سر کي د پاچهی خیال وو. پخپله امیر عبدالرحمن خان لیکي:

 « . . . هر آخوند او هر مُلا، د هر قوم او قلا سرکرده او مشر ځان پاچا باله او د افغانستان پاچاهانو، له څه باندي دوو سوو کالو راهیسي، د دغو اخوندانو او مُلایانو له خود سریو سره غرض نه وو کړی. د ترکستان میران او هزاره ګانو میران او د غلجیانو مشران تر پاچاهانو قوي ول او تر څو چي دغه ډول مشران په هیواد کی موجود وي نو پاچا نه سی کولای په مملکت کي عدالت قایم کړي. . . په بل فصل کي به زه ولیکم چي د دوو تنو قطاع الطریق، چي سادو او دادو نومېدل، او څو ځله یې زما پوځیانو ته ماته ورکړې وه، د نیولو لپاره مي څونه زیار وګالی. یو مي د اوسپني په یوه قفس کي واچاوه او اوس هم د لته بند د کوتل پر سر ځوړند دی. اکثرو دغو ملایانو خلکو ته عجیب او غریب عقاید بیانول او تلقینول چي د پیغمبر په احادیثو کي له سره موجود نه وه او همدغه بې ځایه او چټي عقاید دي چي په هر اسلامي مملکت کي د اسلامي ملتونو د سقوط او زوال سبب سوي دي. . . البته طبیعي ده چي څوک ځان پاچا بولي باید یوازي هغه له خپلو رعیتو څخه د مالیات اخیستلو واک ولري. نو زما لومړنی کار دا وو چي قطاع الطریق، غله او دروغجن اولیاء او جعلي پاچاهان ختم کړم. اعتراف کوم چي دا څه آسانه کار نه وو. ځکه چي ما له هغوی سره پنځه لس کاله په جنګونو کي تېر کړل او بالاخره یې زما اطاعت ومانه. ځیني مي تبعید کړل او ځیني مړه سول» تاج التواریخ ص ص ۲۱۷-۲۱۸

امیر عبدالرحمن خان د افغانستان په معاصر تاریخ کي تر ټولو مستبد پاچا وو. د هغه استبداد سرحد نه پېژندی. هغه هم د جنګ په میدان کي قوماندان، هم پاچا او هم پخپله قاضي وو. بې سرحده استبداد په هیڅ صورت توجیه کېدلای نه سي. خو که د امیر څخه مخکي دورو او حالاتو ته وګورو او یا امیر هم، د ادارې لپاره، د خپلو اسلافو لاره اخیستې وای نو هغه افغانستان چي د ده مخالف مورخین یې هم ښېګڼي بیانوي منځته نه سو راتللای. امیر عبدالرحمن خان په دې عقیده وو چي د ده د هیوادوالو د ژوند د ټولو نیمګړتیاوو او د ټولني د وروسته پاته والي اصلي علت د مرکزي حکومت نه موجودیت وو. هغه باید دا حالت له منځه وړی وای او په دې لاره کي یې د خپلو اقداماتو او خپل قدرت په مقابل کي ټول خنډونه، په هره لار چي کېدل، له منځه وړل.

ځیني کسان په دې عقیده دي او داسي تبلیغ کوي چي د امیر عبدالرحمن خان استبدادي عملیات یوازي غیر پښتنو او په تېره بیا هزاره ګانو ته متوجه وه او پر هزاره ګانو باندي یې بېحده ظلمونه وکړل. خو که، د امیر په قول، د هغه پنځه لس کلنو داخلي جنګونو ته وګورو نو وینو چي پښتنو، او په تېره بیا غلجي قومونو، د هغه له لاسه، تر هر چا ډېره صدمه لیدلې ده. او موږ به وروسته یو څه تفصیل ورکړو. د امیر عبدالرحمن له بې سرحده استبداد څخه د هغه خپله کورنۍ او د محمدزو قبیله هم په امان کي نه وه او ټول هغه سرداران او نور کسان یې بندیانول، شکنجه کول، اعدامول او تبعیدول چي له سردار محمدایوب خان او یعقوب خان سره او یا د ده د کاکا زوی سردار محمداسحق خان سره د تماس ټینګولو شک ورباندي کېدی. امیر ټولو هغو کسانو ته سخته سزا ورکوله چي په کابل یا نورو ښارونو کي یې د انګلیسیانو له استازي او یا د انګلیسیانو د نمایندګی له کوم مامور سره خبري کړي او یا تماس نیولی وای. په افغانستان کي، د امیر عبدالرحمن خان د استبداد تر ټولو مخالف مورخ مرحوم میرغلام محمدغبار هم پر دې حقیقت باندي اعتراف کوي چي د امیر د استبداد په نتیجه کي مرکزي دولت قایم او امنیت خوندي سو:

« د امیر د سلطنت په دوره کي عمومي امنیت موجود وو. په بازارونو کي د حماسو نکلچیانو خلکو ته کیسې کولې او په جوماتونو کی مبلغینو د جهاد تبلیغ کاوه. له بلي خوا د ښار د اوسېدونکو مختلف اصناف او کسب کاران په نڅا او ساز لګیا ول. په پایتخت کي محله خرابات د ساز او آواز او نڅا مرکز وو. د ښار په میدانونو کي چوب بازي، پهلواني، قوچ جنګي او د راز راز مرغانو جنګول روان ول او خلکو آسونه ځغلول او شمشېر بازي او نېزه بازي یې کوله. سرد ار حبیب الله خان پوځي چاري او سردار نصرالله خان مالي چاري اداره کولې او له دوی څخه پرته د امیر شخصي کورنۍ په هیڅ ډول حکومتي چارو کي لاس نه سوای وهلای. په عمومي صورت ویلای سو چي د امیر هیڅ یوه زوی په داخل او خارج کي پانګه نه درلوده او یوازي په دولتي تنخوا او اعزازي رتبه یې قناعت کاوه. د هیواد په داخل کي، د امیر سیاست څرګند وو. هغه بې قید او شرطه اطاعت غوښت او مخالفین یې د توري په زور ځپل »

له دې څخه مخکي په بل پراګراف کی لیکي:

« امیر عبدالرحمن خان له خلکو سره ژوند کاوه او له حرم څخه ګوښه وو. هغه شپه او ورځ په مردانه محیط کي اوسېدی. د لوبو او ملي ورزشونو ننداره یې کوله. د خلکو عرایضو ته یې غوږ نیوی او په ټولو ښارونو کي یې د شکایاتو صندوقونه، چي قلفونه وراچول سوي وه،  ایښي ول؛ څو هر څوک چي هر شکایت لری هغه ولیکي او په صندوق کي یې واچوي. دا صندوقونه په کال کي دوه ځله پرانیستل کېدل او محتویات یې امیر ته ښودل کېدل. د دې صندوقونو د کیلیو مسوول په دربار کي میراحمدشاه خان وو. امیر ورځپاڼه نه درلوده او خپل ټول اوامر او وضع کړي مقررات یې، د اعلانونو په ډول، په چاپي توګه، خپرول او خلکو ته یې رسول. مالیات یې، د امیر شېرعلي خان د دورې په خلاف، د محصل په وسیله نه ټولول بلکه له محصل څخه یې یوازي د باقیاتو په حصولولو کي کار اخیستی. یوه رساله یې چي ، مرآت العقول، نومېده خپره کړه او په هغې کي یې ښودلي وه چي دولت ته د مالیاتو ورکول د مذهبي احکامو له مخي واجب دي. امیر د حکامو او مامورینو ټول هغه شخصي لګښتونه منع کړل چي پیسې به یې له خلکو څخه اخیستلې؛ او خلکو ته یې اعلان وکړ چي هیڅ مامور ته، له مالیاتو پرته، پیسې او جنس ورنه کړي. که چا دغو مامورینو ته کومه هدیه ورکړې وای نو هغه مامور مجبور وو چي دولتي خزانې ته یې تحویل کړي. مامورین په ټینګه څارل کېدل او که یې شته مني زیاته سوې وای نو هغه ورڅخه مصادره کېدله. که کوم مامور تېری کړی وای نو د محل له خکو څخه یې پوښتنه کوله او که شکایت موجود وای نو هغه مامور ته یې سزا ورکوله. دغه سزاوي به کله کله د خلکو په مخ کي او د کابل په چوک کي عملي کېدلې. پر دې برسېره یې د عهد نامې د اخیستلو لپاره یوه اداره تأسیس کړه او له مامورینو څخه یې تعهد اخیستی چي له خلکو او دولت سره به خیانت نه کوي او که یې خیانت وکړ نو ودي وژل سي. امیر په قندهار کي د خرقې بست، چي د مجرمینو پناه ګاه وه، مات کړ او د سردار عبدالله خان ورور محمدیوسف خان تیموري یې را وایست او ړوند یې کړ. غبار، افغانستان در مسیر تاریخ، جلد اول ص  ۶۵۷

امیر عبدالرحمن خان، په کابل او نورو ښارونو کي د انګلیسیانو پر ضد د عمومي پاڅون او د انګلیسیانو د ماتي څخه وروسته، چي هغوی یې وتلو ته مجبور کړل، قدرت ته ورسېدی. که چیري هغو بېحده ستونزو ته چي د امیر عبدالرحمن خان د سلطنت په لومړیو شپو ورځو کي موجودي وې یو نظر وکړو نو پوهیږو چي دغه ډول شرایط په افغانستان کي ډېر لږ پېښ سوي دي. امیر عبدالرحمن خان لیکي چي کله کابل ته ورسېدی نو  لومړۍ او لویه ستونزه یې دا وه چي د اوسېدلو لپاره یې کور نه درلودی. دی وايی هغه آبايي کور مي، چي بالاحصار وو، د انګلیسیانو لښکر خراب کړی وو او بل کور موجود نه وو. دی وايی دا به د نړۍ په تاریخ کي ډېره نادره یا حتی نه وي پېښه سوې چي یو پاچا د اوسېدلو لپاره کور ونه لري. تر څو چي د اوسېدلو لپاره می یو کور جوړ کړ. تاج التواریخ ص ص ۲۲۱-۲۲

امیر عبدالرحمن خان په داسي وخت کي د کابل د چارو واګي په لاس کي واخیستې چي هرات د سردار محمدایوب خان، کندهار د انګلیسیانو د والي سردار شېرعلي خان، کنړ د سیدمحمودکنړي، میمنه د دلاور خان په نوم یوه حاکم په لاس کي وه، چي د امیر پر ضد یې تبلغیات او لمسوني کولې، بدخشان د مستقلو میرانو په کنټرول کي وو. هزاره ګانو د هیچا قدرت ته غاړه نه ایښودله او غلجي قبایل که ټول یاغي نه ول نو لږترلږه ناراض او هر ګړی بغاوت کولو تیارول او په دې وخت کي دولتی خزانه داسي تشه وه چي هیڅ ډول حساب نه ورباندي کېدی. امیر عبدالرحمن خان لیکي: « په سلطنتي خزانه کی یو دینار موجود نه وو چي یا د عسکرو معاش او یا د مامورینو تنخوا ورڅخه ورکړه سي. نه یوازي خزانه تشه وه بلکه خزانه عملاً موجوده نه وه. د مملکت مالیات، پخوا لا، شیرعلي خان، محمدیعقوب خان او د انګلیسیانو پوځ، له خلکو څخه د مرستي په نوم اخیستي یا یې د یوه یا دوو کالو مالیات، له وخت څخه مخکي، ورڅخه ټول کړي وه او ما نه سوای کولای چي له خلکو څخه مالیات واخلم . . . په کابل کي د شیرعلي خان د کورنۍ طرفدارانو او بې علمه ملایانو او غازیانو چي فقط د غازیانو نوم یې درلود او خلکو به تازیان بلل، زما پر ضد خلک پارول او ویل به یې چي زه کافر یم؛ ځکه چي زه د انګلیسیانو دوست یم او هغوی کافران دي؛ نو هر مسلمان باید زما پر ضد جهاد وکړي» هغه کتاب ص ص ۲۲۲، ۲۳

امیر عبدالرحمن خان د ۱۸۸۱ کال د سپټمر په میاشت کي، سردار ایوب خان ته، په کندهار کي وروستی ماته ورکړه او هغه مهم ښار یې ونیوی. امیر وروسته لیکي:

« ایوب خان د خراسان خواته وتښتېدی او مشهد ته ولاړ. فرامرزخان مي د سپرو، پیاده او توپخانې سپه سالار کړ او امر مي ورته وکړ چي سمدستي هرات ته حرکت وکړي او پخپله مي په قندهار کي د کابل پر لور د حرکت کولو ترتیبات ونیول. یو له کاکړي ملایانو څخه چي آخوند عبدالرحیم بلل کېدی او زه یې کافر بللی وم د خرقې شریفي په بست کي پټ سوی وو. ما امر وکړ چي دغه ډول ناپاکه سپی باید په هغه مقدس ځای کي نه وي؛ ځکه یې هغه له بست څخه را وایستی او ما په خپل لاس قتل کړ » هغه کتاب ص ص ۲۱۶-۲۱۷

د سردار ایوب خان او انګلیسیانو ترمنخ د میوند او کندهار د جنګونو او د امیر عبدالرحمن خان په مقابل کي د هغه د ورستی ماتی ټول تفصیل په دې لنډ مضمون کي نه ځاییږي.

محمد ايوب خان

د سردار ایوب خان له ماتي څخه وروسته هرات او کندهار د امیر عبدالرحمن خان تر کنټرول لاندي سول او د هغه دوهم مهم جنګ د کنړ د سیدمحمود سره وو. د کنړ سید محمود، د افغانستان او انګلیس د دوهم جنګ په پیل کي، د انګرېزانو سیاسي استازي لیپیل ګریفین Lepel Griffin ته خپله وفاداري ښودلې او د جلال آباد او کنړ خلک یې د انګرېزانو سره له جنګېدلو څخه منع کړي او له هغوی سره یې دوستی ته تشویق کړي ول. سید محمود د انګرېزانو استازي ته مشوره ورکړې وه چي افغانستان باید پر لویو او کوچنیو ټوټو ووېشل سي او ټول د انګرېزانو تر تسلط لاندي سي او انګرېزان به تر هغه وخته پوری چي محمدجان خان او د هغه طرفداران له منځه وړل سوي نه وي د کراری مخ ونه ویني. لیپیل ګریفین د هغه له مشورو او د برټانیې په ګټه اقداماتو څخه بې اندازې خوشاله سو او هغه ته یې د کنړ سیمه وروبخښل او ۲۰ زره روپۍ تنخوا یې ورته مقرره کړه.

لیپیل ګریفین هغه ته وعده ورکړې وه چي انګرېزان به د هغه ملګري وي او له هغه سره به پر ټولو وعدو وفا وکړي. کله چي امیر عبدالرحمن خان قدرت ته ورسېدی؛ لیپیل ګریفین له امیر څخه وغوښتل چي انګلیسیانو له سید محمودسره  ژمني کړي دي او که د کنړ سیمه هغه ته وسپارله سي نو انګرېزان به خوشاله وي. البته امیرعبدالرحمن خان په خپلو داخلي چارو کي د پردیو مداخله نه منله او د سید محمود په باره کي یې د هند د ګورنرجنرال لارډ ریفن پر خبره هم غوږ ونه نیوی او  تر هغه وخته پوری یې پر سید محمودباندي پوځي عملیات وکړل تر څو چي هغه د برټانوي هند حکومت ته پناه یوړه او انګلیسیانو هم د میاشتي ۲ زره  روپۍ تنخوا ورته وټاکله. Kakar PP 88-91

امیر عبدالرحمن د سید محمود د ستونزي د نسبي حلېدلو څخه وروسته د شینوارو د مشکل سره مخامخ وو چي د پېښور او جلال آباد ترمنځ پراته ول او تل یې تجارتي کاروانونو ته مشکلات پیدا کول او قافلې به یې لوټلې. عبدالرحمن خان لیکي چي د شینوارو د یاغیانو له مشر نورمحمدخان سره، د سادو او دادو په نوم، دوه تنه مشهور غله هم یو ځای سول او د شینوارو د لښکرو شمېر ۱۵ زرو تنو ته ورسېدی. سپه سالار غلام حیدر خان مي د هغوی مقابلې ته واستاوه. د سپه سالار او شینوارو د قبایلو تر منځ څلور مهم جنګونه وسول او په ټولو جنګونو کي هغوی ماته وکړه. یاغیانو ته سخت تلفات ورسېدل او د منکو خېلو طایفه ټول قتل سول او چي څه پاته ول هغوی تیراه ته وتښتېدل. امیرعبدالرحمن خان حکم وکړ چي د قتل سویو کسانو له سرونو څخه دوه لوی کله منارونه جوړ کړي؛ یو په جلال اباد او بل د شاه محمد د اوسېدلو په ځای کي، چي دوی یې دغه ښورښ ته هڅولي ول. تر څو هر څوک چي دا کله منارونه وویني بیا دغه ډول کارونو ته زړه ښه نه کړي. تاج التواریخ ص ص ۲۳۴-۳۵

 د غلجیو ښورښونه د امیر عبدالرحمن خان د پاچهی له پیل سره ځکه شروع سوي ول چي امیر عبدالرحمن خان، د انګلیس او افغان په دوهم جنګ کي، د مجاهدینو یو ستر مشر، غازی محمدجان خان وردګ بندي کړی او د هغه د خوشي کېدلو په برخه کی یې د ملا مشک عالم غوښتنه نه وه منلې. وروسته یې عصمت الله خان جبارخېل، چي د مجاهدینو یو بل غلجی مشر وو، هم بندي کړ او ملا مشک عالم بیا د هغه د خوشي کېدلو غوښتنه وکړه خو امیر ورسره ونه منله. ملامشک عالم پخپله هم پر امیر باندي بې اعتماده وو او د هغه پر ضد یې تبلیغات او وسله وال ښورښ پیل کړ. دې ښورښونو په ۱۸۸۶ کال کي هغه وخت زور واخیست چي د ملا مشک عالم زوی ملا عبدالکریم اعلان وکړ چي ۱۲ زره وسله وال لري؛ او په یوه روایت یې ځان پاچا اعلان کړ. امیر عیدالرحمن خان د هغه مقابلې ته لواء مشر سکندر خان او د هغه زوی جنرال غلام حیدر خان اورکزی ور واستول. د جګړې په یوه مرحله کي شاه خان هوتک له یاغیانو سره ملګری سو او د یاغیانو شمېر ۳۰ زرو تنو ته ورسېدی. د همدغه کال په نیمايی کي ښورښیانو ورستۍ ماته وکړه او ډېر سخت تلفات ورته ورسېدل. هغه کتاب ص ص ۲۴۷-۴۹

?#له_آرشيف_څخه:
?دولتي بيرغ چي امير عبدالرحمن خان له بخار څخه راوړی وو.
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
نېټه:۱۹۱۹ع | عکاس: | ځای: کابل | سرچينه: امان افغان
#AfghanistanHistory #دافغانستان_تاريخ?? #Afghanistan_history

ډاکټر حسن کاکړ لیکي چي په غو جنګونو کي غلجیو ته ۲۴ زره تنه تلفات ورسېدل خو د امیر د عسکرو د تلفاتو په باره کي رپوټ نه دی ورکړه سوی. Kakar P 136

د ملا عبدالکریم په شمول، د غلجیو دوولس تنه مشران وتښتېدل او د وژل سویو کسانو له ۲زرو سرونو څخه په کابل کي یو لوی کله منار جوړ سو. Ibid P123

امیر عبدالرحمن خان،  یاغیانو ته د بشپړي ماتي ورکولو څخه وروسته، هوتکو او اندړو ته د سزا ورکولو لپاره په سختو اقداماتو لاس پوري کړ. د ده د فرمان په اساس، د هوتکو هر یوه کورنۍ مجبوره وه چي یوه توره، یو توپک او پنځه روپۍ دولت ته جریمه ورکړي. دغه راز یې د اندړو کورنیو ته هم سخته مالي سزا ورکړه. د امیر د فرمان په اساس د اندړو هره کورنۍ مجبوره وه چي یو سپر، یوه چاړه، یو توپک او یو آس دولت ته ورکړي او پر دې برسېره یې د اوو کلونو لپاره مالیات ورباندي زیات کړل. د غنمو ګدامونه یې ورڅخه واخیستل او هري کورنۍ ته امر وسو چي عسکرو ته به په خپلو کورونو کي ځای ورکوي، د هغوی ډوډۍ به ورکوي او آسونه به یې ورته مړوي. Ibid P124

امیر ټول ټکسونه او مالیات له سره ولګول. د توخو قبیله یې ۸۰ زره روپۍ جریمه کړه او پر افغانستان د برټانیې د یرغل له وخته یې ټول باقیات ورباندي حواله کړه. هوتک یې د حکومتي وظیفو څخه محروم کړل او حکومت رپوټ ورکړ چي له ټولو غلجیو څخه وسلې اخیستلي سوي دي. د تره کو او اندړو د ملایانو تنخواوي یې بندي کړې. Ibid P 136

د هند ویسرا امیر ته ولیکل چي د غلجیو له یاغیانو سره یوه سوله ایز تفاهم ته ورسیږي؛ او د امیر د خوشاله کولو لپاره یې وسلې، مهمات او شل لکه روپۍ ورکړې. خو امیر ویل چي د غلجیو په ښورښونو کي د برټانیې لاس دی. امیر په یوه خصوصي دربار کي ویلي وه: «انګلیسیان باید دا فکر ونه کړی چي دوی به ګوندي بیا پر افغانستان باندي حکومت وکړي. دوی باید شکر وباسي او له ما څخه مننه وکړي چي دوی مي بیرته سلامت خپل هیواد ته واستول» البته کله چي د غلجیو ښورښونه وځپل سول نو امیر د هند وایسرا ته اطمیان ورکړ چي په آینده کي به له غلجیو سره نرم سلوک کیږي. Ibid P 132

 پاته لري

امير شېرعلي خانامیر عبدالرحمن خانایوب خانملا مشک عالم اندړ
نظريات (0)
نظر اضافه کول