افغان که ابښن؟ د افغان او افغانستان د نوم په باب لنډه څیړنه او نوی نظر

لیلا خُرم

افغان او افغانستان د نوم مفهوم او د پیدایښت تاریخ همیشه زمونږ د تاریخ پوهانو او ژبپوهانو د بحث وړ موضوع ګرځیدلې چا هغه نوې کلمه او نوم ګڼلی او چا پخوانی چا دیوې ریښې نه راوتلی بللی او  چا دبلی ریښې نه، خو تر نن پورې داسې یو نظر چې په سلو کې سل پرې یقین وکړل شی د افغان د نوم مفهوم او تاریخ په اړه منځ ته شوی ندی.

افغان یعنې  څه؟ ددې نوم ریښه څه ده؟ او لغوي معنا یې څه ده؟ زموږ هیواد ته په څه اساس او د څه وخت راهیسې افغانستان ویل شوی؟ مرحوم غبار په خپل کتاب(افغانستان در مسیر تاریخ )کې د افغانستان نوم د کارولو د زمان په باب لیکی: ( … در قرن دهم کلمه ای افغان که معرب «اوغان» بود در مورد قسمتی از قبایل پشتون کشور در آثار نویسندګان اسلامی پدیدار شد و بتدریج مفهوم آن وسیع تر شده میرفت تا در قرن هژدهم حاوی کلیه پشتون های کشور ګردید. و اما نام ( افغانستان) برای بار اول در قرن سیزدهم در مورد قسمتی از ولایات شرقی کشور اطلاق ګردید. در قرن چاردهم این اسم مخصوص علاقه ای تخت سلیمان و ماحول آن در مشرق کشور بود. در قرن شانزدهم علاقه های جنوب کابل عنوان ملک (افغان) ګرفت و در قرن هژدهم از دریای سند تا کابلستان و از نزدیک کشمیر و نورستان تا قندهارو ملتان  مسکن افغانها خوانده شد. بالاخره در قرن نزدهم نام  (افغانستان) بصفت نام رسمی این کشور قرار ګرفت.)  (ص۹)

ډاکټر محمد حسن کاکړ په خپله رساله (نظری به کتاب« افغانستان در پنج قرن اخیر») کې د افغان د نوم تاریخ او مفهوم په اړه لیکی: « بقول البیرونی نام افغان با کلمه ای ارتباط دارد که در مهاباراته بنام اسواکا ASVAKA مربوط منطقه ای ګندهارا که معنی آن (اسب سواران) میشود ذکر شده است. مهاباراته  مقارن هزارو دو صد ق.م بمیان آمده است… بعد از آن نام افغان بشکل ابګان و اوګان در معبد نقش رستم واقع (پرسیپولیس) دیده شده است. پروفیسور شپرینګلینګ به استناد این کتیبه ګوید که کلمه ای افغان از نام خاص(ګوندا فرابګان رازمود) ماخوذ است که درین کتیبه به امر شاهپور اول ساسانی تاریخ وفات (۲۹۳ م) به لسان های پارتی، فارسی میانه و یونانی هک شده است. عبارات خود شپرینګلینګ اینست: (برای ابګان ABGAN ،اوګان  AWGAN نویسنده کلمۀ بهتری به استثنای افغان معاصر سراغ کرده نمیتواند.)» چې که د همدې نظر په اساس اوسنی افغان نوم د پخوانی ابغان او ابګان معرب او تحریف شوې بڼه وګڼو نو ښایی د ابګان یا ابغان(افغان) په هکله هم شواهد ترلاسه شي ترڅو د هغو مفهوم ښکاره شي.

ارواښاد علامه حبیبی پخپل کتاب د(پښتو ادبیاتو تاریخ) کې یو ځای د بغلان د ډبرلیک په برخه کې د تبصرې په ترڅ کې لیکي:« بغه یا بګه په ټولو قدیمو آریایی ژبو کې ( د خدای نوم وو). د اوستا (بغه) د زړې پارسی (بګه)، د سانسکریت (بهګه) ، د روسی(بګ) او د یونانی (باګوس) ټول له دغه اصله دي او دا لغت په قدیمو نومو کې خوارا ډیر دي لکه : بغه پور ( معرب فغفور) یعنی  (د خدای زوی) بغستان (بی ستون یعنی د بغ ځای) بغداد، بغشور، بغنی، بغلان(د ښارونو نومونه) بغانیشت( د اوستا  څپرکۍ) …  (۲۰ مخ)»

دلته وینو چې د اوستا د یشتونو د برخې( بغانیشت= بغان شته) څپرکۍ د ابغان-ابګان نوم ته ډیر ورته او نژدې دی (پرته د الف پیشوند نه). د بې ستون د کتیبې په باره کې هم ( مقدمه ای فقه اللغۀ ایرانی) کتاب کې یو ځای لونو:« هغه ستر کمر چې نوموړې کتیبه پرې کښل شوې د هغې لرغونی کارواني لارې په سر چې بغداد د رغه (ری) سره نښلوي د کرمانشاه او همدان د ښارونو تر منځ ولاړ دی او اوس بیستون نومیږي او داهغه تحریف دی چې عوامو د بغه ستانه BAGASTANA ( د خدایانو ځای) په باستانی کلمې کې په مرور د زمان راوستي ( عربې جغرافیه پوهانو په منځني پیړیو کې دا کمر د بهستون په نوم نومولی). (پښتو ژباړه)

د سانسکریت( سمه کړیده) په مذهبی کتابونو کې BHAGA بهګ: بخشنده، بښن، بښوونکی، ارباب، صاحب، محترم خدای، خوښی، آرامی  اقبال او بخت، ښکلا او ډیرښت، مینه، عاطفه او… ته ویل شوي خو زه ددې کلمې بغه- بغان اصلی بڼه بغه یا بګه ڼه بلکه بښه بولم او نننی افغان نوم د همدې ریښې نه د راوتلي تحریف(بغه )فاعلی بڼه (بغان) یعنې بښن ګڼم (د الف د اضافی پیشوند سره) په لاندې دلایلو: د ښ غږ تر غ او ګ یا  ه  ډیر لرغونتوب لری. پوهیږو چې د لهجو او ژبو زیږون او تحول سره سره په هغو کې د داسې غږونو ځای چې خاصو لهجو لرونکو ته څه نا څه ثقافت ولري  ورو ورو په داسې غږونو اوښتي چې د دوی د لهجو د سیستم سره مطابقت ولري لکه همدا (بغه) په ځینو مواردو کې د لهجو په اساس بګه لیکل شوی او په ځینو کې بغه یا بهه. ښ هغه غږ دی چې نن ورځ په ډیرو لږو آریایی ژبو کې د هغو نه په  پښتو او د ختیځې اروپا په ځینو  ژبو کې یې آثار وینو. همدا ښ حتی زموږ په هیواد کې هم د ټول ملک په سطحه په یو غږ او آوا نده پاتی شوی  لمړی د هرڅه نه په خ بدله شوې بیا په بله برخه کې په ش بیا د خ او ش په مشترک غږ اوښتی  په ګ یا ک هم اوښتی  او په لرغونو منابعو کې په س او ه هم تلفظ شوی، چې ددې بدلونونو نمونې او مثالونه زښت ډیر دی، او نن یې هم یوازې په خپل هیواد کې د پښتو په مختلفو لهجو کې روزمره اورو.

 پخپله په همدې ژبو او لهجو کې هم د هغو معنی د (بغه، بګه): بخشنده، بښونکی، اقبال،بخت او… په ډول راغلی؛ مثلاً په سمه ګړیده( سانسکریت) کې مو چې ولوستل. ایرانی مشهور اوستا پیژندونکی( ابراهیم پور داوود) هم پخپل یو کتاب( ګاتاها) کې د بخش BAXSH په باره کې لیکی:

« بخش Baxsh هیٔت دیگری است که از مصدر bag  که در پاره ای از زامیادیشت بکار رفته و در پهلوی بختن، اسم مفعول این مصدر بخت baxta که در اوستا بسیار آمده همان است که در پهلوی و فارسی بخت ګوییم.»

په دې توکه (پور داوود) هم بخش د بګه (بښه) یو تلفظ بللی او موږ په خپلو ژبو( پښتو او دری) کې د بښه او بښنې دا بدلون چې په هغو کې ښ په خ او ش اوښتی ژوندی وینو. په دې ترڅ کې وینو چې د بخت نننی کلمه(نصیب او قسمت) په مفهوم هم د بنسټیز بښه بښت، پښت او نننی بښل سره مستقیم تړاو لری.

د (بګه، بغه) تحریف شوی کلمه د آریایانو د لومړنی او اولینی تاټوبی(بخدی-بښدی) ریښه هم جوړوی او د بخدی د استوګنځای د پاره راغلی ټولې  کلمې د همدې لومړنی ریښې او ټاټوبی په سلسله او تړون کې دی. لکه د سمه ګړیده(سانسکریت) بهګ یا بهګوان د خدای، څښتن او بښوونکی(بښن) په مفهوم د هماغه ټولنیز تسلط او واکداری نتیجه ده کوم چې د (بخدی) نه لومړنیو بهر شویو آریاییانو د هند د نیمې وچې په ځاییزې ټولنې( ډاره ودی) وموند او څه ددوی د دود او دستور پر بنیاد(د کورنیو او نیکونو محترم شمیرل)، څه هم د بومیانو دخاصو مذهبی خرافی نظریاتو اود تمایلاتو په اساس د ګرزمن په ترڅ کې د نننی بهګوان خاص مفهموم وزیږید په داسې حال کې چې بهګوان هماغه بښه وان(بښن)= بښوونکی، بخشنده په معنی او بښدی(بخدی) ټاټوبی ته د هغو استوګنو د نوم نسبت دی.

بغه ستان (بهستان) د کمر او سیمې نوم هم دی چې عربی پوهانو د بغه په ځای  بهه لیکلی( که د لفظ په اصل کې هم بغه وای نو عربی پوهانو به ولې بهه لیکه ځکه غ خو په عربی ژبه کې شته دی) پرته د بښه ستانه(بښلی سیمه) نه بل مفهوم نشی درلودی. که له بل پلوه وڅیړل شی نو د بښه (بخش)  دا تحریف شوی مفهوم(بګه، بغه= خدای) په نورو وروستو او لرې آریایی ټولنو کې ددې امله هم مینځ ته راتلی شی چې د آریانا ځمکه او بخدی(بښدی) د آریایی ټبر د زیږنتون سربیره د آریایی لومړیو خرافی مذاهبو د خدایګوټو ځای او منشا هم ده لکه اناهیته( انا ښځه) د اوبو خدایګوټی( میترا) د لمر خدایګوټی، د اوستایی مذهب خدایګوټی(اهورامزدا) او… چې کیدای شی د بښن او بښان ستانه وروستی نومونه نظر په همدې خصوصیت دی سیمې او خلکو ته ورکړ شوی وی.

د اوستا( اوسیدا) د یشتونو(شتو) له مینځه یو هم بغان یشت دی که څه هم د محتوا نه یې خبر نه یو خو د نورو شتو د نومونو، د هغه تحریف له مخې چې په مختلفو منابعو او مختلفو لیک دودنو او لهجو کې شوی دامنل کیدای شی چې د(بغان یشت)نوم هم د همداسې سخت غږیز او معنوی تحریف ښکار شوی دی او د هغو اصلی بڼه پرته د بښان-بښن شته یا بښنی شته= بښوونکی شته( هستی بخشنده) نه بل څه کیدای نشی.

افغان دیو اضافی پیشوند(‌‌ٍّاَ) سره همدا پورتنی بغان(بښن) دی. په دې نوم کې د ف سامی او بهرنی غږ چې ډیر وروسته په آریایی ژبو کې ګډ شوی د بښه د هغه عامیانه تلفظ معرب شکل دی چې د هغو په ترڅ کې ب په و او ښ په ګ اوښتی. اوګان ابګان یا افغان د اَبښن تحریف شوی او اوښتې بڼې دي. بښن په پښتو کې د بښنې د فعل فاعلی شکل دی چې نن ورځ د لږ څه ثقافت اواوږدوالی سره د بښونکی ترکیب ترې جوړ شوی  خود بښن لنډ او با مفهومه کلمه د استعمال نه لویدلې.

د (اَ) پیشوند په اوستا (اوسیدا) متن کې په دوو بڼو راغلی. یو د اضافی اوبې تاثیره پیشوند په بڼه او بل د نفی د علامې په ډول چې په اصل کې د (انه) اختصاری بڼه په لرې تللو لهجو او ژبو کې ده لکه د سانسکریت(ریګ وده) او اوستا اَمر= نه مړ کیدونکی، ابدی چې اصلی بڼه یې( انه مړ- نمړ) دی خود ډیر تکرار په اثر یې(نه) له مینځه وتلی. داسې مثالونه ډیر دی.

(اَ) د اضافی پیشوند په ډول هم ډیر راغلی ددې دواړو ډولونو تر مینځ فرق یوازې هغه وخت کیدای شی چې متن په اصلی او سمه بڼه( د پخوانی پښتو په قالب کې) ولوستل شی لکه: پخپله  د پورتنی مثال( انه مړ) اضافی (اَ) پیشوند یا د اوستا د مینځ ( ahuna اهونا- اخونه) چې په اصل کې یوازې (خونه=خانه) ده او ړومبنی (ا) یې یو اضافی غږ دی او داسې ډیر نور چې حتی د پښتو په نننی لهجو کې یې هم موندۍ شو.

نو د نننی افغان او اصلی اَبښن اولینی (اَ) هم اضافی او د معنی په لحاظ بی مفهومه او بې تاثیره پیشوند دی چې د بښن(بخش-بخشنده) یا تحریف شوی بغان (بغن) په سر کې راوړل شوی.

دا نوم د (ستون-ستانه=اوسیدنه) سره په یوځای کیدو د بښن ستون- بښن ستانه- ابښن ستانه- ابغانستان- افغانستان بڼې د مختلفو لهجو او غږونو په تکلم غوره کړی. د بښن بښونکی سیمې او مبنی په مفهوم(سرزمین بخشنده)،

دا د بخشنده(بښن) مفهوم پخپل اصل او بنیاد کې په لومړی درجه کې یو نسبتی نوم دی د زیږیدنې او اوسیدنې لومړنی ټاټوبی بخدی(بښدی) ته چه د (خدای) له طرفه یوه بښلې ځمکه او هستی بلل شوی.

په دوهمه درجه دا د حاصل ورکونې، مال او هستی ورکونی، پراختیا د نفوسو او هستی د ودی او پراختیا، په مفتوحه سیمو  کې  د ځاییزو عامو خلکوو سره ښه سلوک او رویې د بیان د پاره یو لقب هم کیدای شی چې قطعاْ د (خدای)  په معنې ندی خو د پیړیو پیړیو تحریفونو، اوهامو، خرافاتو او نورو ټولنیزو او عقیدوی نیمګړتیاو له وجې وروستی مفهوم ترې لاس ته راغلی.

په دې حساب مو ولیدل چې د افغان و افغانستان نننی نوم په خپل اصلی بڼه(ابښن- ابښن ستانه) د ځینو پوهانو د وینا پرخلاف چې هغه ډیر نوی او وروسته زیږیدلی( د لسم هجری نه وروسته) نوم ګڼی. ډیر لرغونی دی او د هغو تاریخ د «نقش رستم» د کتیبې نه خورا ډیر د مخه دی. د هغو ترټولو لرغونی مستنده نښه موږ د هیواد د تاریخی اثر(اوستا-اوسیدا) په متن کې تحریف شوی بغان یشت کې وینو او مخکې تر هغو یې ريښه (بخدی) ته هم رسیږی نو کولای شو په زغرده ووایو چې د  افغان(ابښن) نوم د آریایانو د ټاټوبی(بخدی-بښدی) سره یو ځای زیږیدلی او تاریخ یې د ۲۰۰۰ ق.م نه هم لرغونی دی؛ خو نننۍ معربه بڼه یې رښتیا هم د عربو مورخینو د آثارو پر اساس د منځنیو پیړیو نه را پدې خوا عامه شوې ده.

یادښت: یو دوه نور امکانات هم د افغان دنامه اصلی مفهوم او تلفظ ته په نظرکې درلودای شو:

۱:  یو ابګان: که دا ترکیب  لویدیزلورته د سامی ژبو سره په نژدې توب د (ابا)= د سامی ژبې پلار،او(ګڼ)= نفوس او جمع وبولو کوم چې تر ننه هم په پښتو کې په کلیواله اصطلاح پلرنی خاندان او کورنۍ د پاره استعمالیږي، دا به د هغو آریایانو نوم دغی خاصی سیمې ته ووچې له دې ځایه نورو سیمو ته کډه شوی وو. او داځمکې یې د هغو د خلکو سره پلرنی ټاټوبی او نسل باله.

۲: اوه ګڼه:ختیځ په لور هغه اووه آریایی کورنیو ته اشاره  وی چې په لومړی ځل ددې غرونو څخه د پیښور هواریو ته کوز شول او هلته یې د یوې بلې کورنۍ په جوړولو شمیر اتو کورنیو ته ورسید او د پیښورداشنغری په سیمه کې میشت  او پراخ شول او ددې سیمې اشنغری نوم هم د همدې ترکیب څخه(هشت نغری) جوړ شوی. نغری هغه نوم دی چې اور (کورنۍ) ته د هند سیمې وچې ته  په ورخوځیدو ورکول شوی او بیا ترې د سانسکریت نګری (ښار) جوړ شوی دی.

مأخذونه:

ـ د افغانستان در مسیر تاریخ کتاب. لیکوال: ارواښاد غبار.

ـ نظری به کتاب( افغانستان در پنج قرن اخیر رساله). لیکوال: ډاکټر کاکړ.

ـ گاتاها. لیکوال پور داوود (ایران)

ـ مقدمه فقه اللغه ایرانی. لیکوال: ای.ام. ارانسکی، ژباړن: ک.کشاورز

ـ اوپانیشاد. لیکوال: محمد دارالشکوه (چاپ ایران).

ـد پښتو ادبیاتو تاریخ. لیکوال: مرحوم علامه حبیبی.

افغاناوستابخدیبښنسانسکریت
نظريات (0)
نظر اضافه کول