بابا صابر يا پير صابر شاه

په لاهور کې د بادشاهي جومات شا ته په لوړه يو تنګ سړک د انګرېزانو د وخت څو ودانۍ جوړې دي. هيچا ته د سړک نوم نه دې معلوم او نه يې څوک پوښتنه کوي. د مارچ په ۲۴ نېټه ۲۰۱۴ م په سخت باران کې په تپوس او پوښتنه “کلا ګهاټي” کې د صابر ملنګ زيارت پېدا کړو.
د انګريز (فرير) تاريخ وايي چې دا درويش د شير سرخ د زيارت متولي و چې هغه وخت د کندهار نه ۳۵ ميله ليرې په نادر اباد کې و. صابر شاه چې احمد شاه ابدالي ورته بابا صابر ويل، د ځينو په ګومان د لاهور اوسېدونکې و. نو کندهار ته څنګه او کوم وخت ولاړو، څوک خبر نه دي.
د پارس د باچا نادر شاه افشار د مړينې نه وروستو کله چې افغانانو د خپل مشر د ټاکلو لپاره جرګې کولې نو صابر دروېش هم هلته موجود و.

” په نهمه جرګه کی چې د شير سرخ په زيارت کی روانه وه د باچا د انتخاب خبری زياتې تودی سوی، خو احمد خان همهغسی پټه خوله ناست و، په دغه شور ماشور کی يوه صابر شاه نومی ملنګ د جرګی منځ ته را ودانګل او د غنمو يو وږې يې د احمد خان په پګړۍ کې وټومبه او ويوېل- دا ستا جيغه ده، او ته د دوران پاچا يې.” له دې وروستو تاريخ د صابر شاه د وژل کيدو خبر راکوي.
د ۱۷۴۷ م په نيمايي کې د ملتان والي شاه نوازخان د ډېلي د مغل واکمن مشر وزير قمرالدين چې د ده ماما کيدو، ليک ورواستوو چې دی د ټول پنجاب د حاکم په توګه فرمان جاري کړي. د وزير زوم يې هم بندي کړی و او په دې هيله شيعه مسلک ته واوړيدو چې د پارس نه به مرسته وغواړي. قمر الدين د خپل زوم د خوشې کولو لپاره پوځي لښکر د وراستولو هوډ وکړو نو شاه نواز نور هم نارامه شو. هغه د خپل فوجدار ادينه بيګ په مشوره، د افغانستان باچا احمد شاه دراني ته خپل يو وکيل او ليک ورواستوو. ورسره يې يوه لوظنامه کړې وه چې که احمد شاه که پنجاب ونيولو نو دی به د هغه باچا او شاه نواز به يې وزير شي.
ادينه بيګ مغل وزير ته هم جاسوسي کوله او د هغه ليک په اړه يې قمر الدين ته خبر ورکړو. قمر الدين ژر شاه نواز د والي کيدو فرمان لاهور ته ورواستاو او ورته يې وليکل چې افغان باچا خو د نادر شاه نوکر و، هغه نه دې لاس واخلي. د شاه نواز د زړه مراد پورا شو نو د افغان باچا ته يې وليکل چې هند ته د راتلو اړتيا نشته.
احمد شاه د دسمبر مياشت ۱۷۴۷ م کې د اتلسو زرو د لښکر سره پېښور ته رسيدلې و او د اټک سره نږدې په اباسين د کشتيو يو پله نه پورې ووتلو. هغه جهلم ته ورسيدو او په روهتاس کلا کې يې کېمپ ولګوو. د ده د ضرب باشي (د سکود جوړولو مشر) محمد يار خان مور په لاهور کې اوسيده نو دی يې د صابر ملنګ سره ورواستوو چې د هغه ځاې حال معلوم کړي. ځينې تناريخونه وايي چې صابر شاه د لاهور اوسېدونکې و. خو څرګنده نه ده چې دی کندهار ته څه وخت او څنګه ورسيدو.

د صابر ملنګ زيارت

صابر په لاهور کې د مفتي عبد الله په کور کې ايسار شو او دېر ژر د هغه د کرامت په اړه د ښار په خلکو کې ګنګوسې خپرې شوې. دا چې افغانان به لاهور ته راځي او د مغلو توپونه به د ده په کرامت له کاره ولوېږي. دا خبره د شاه نواز غوږونو ته هم ورسيده چې خپل فوجدار ادينه بېګ او ديوان (وزير) کوړا مل يې صابر ملنګ ته ورواستول. صابر پير د دوي د پوښتنو په ځواب کې وويل چې د ده هغوي سره هيڅ سرو کار نشته. خو د لاهورد ژغورنې لپاره يې ورته نصيحت وکړو چې بې ايمانه خلک نه د خداې او نه د بنده په وړاندې عزت لري. بيا يې وويل چې ستاسو تورې د احمد شاه سره په تول پورا نه دي. چا پوښتنه وکړه چې د دې خبرې نه يې څه مطلب و، ايا د دوي هغه تورې د لرګي او د احمد شاه د اوسپنې جوړه وه؟ صابر ورته وويل نه داسې نه ده، دواړه تورې د اوسپنې نه جوړې دي خو د هغه (احمد) اقبال په لوړه روان دی او تاسو د هغه سره مقابله نشي کولې.
ادينه بېګ دا خبرې شاه نواز ته ورسولې چې په اوريدو يې خفه شو. هغه امر وکړو چې درويش صابر شاه او د ده ملګری محمد يار خان دې زنداني شي. په دوي دې نظر ووساتي چې بېرته د احمد شاه کېمپ ته ولاړ نشي. په ځينو تاريخونو کې راغلي دي چې شاه نواز د صابر په خبرو اندېښمن شو او هغه يې ځان ته راوبللو. صابر ورته سختې خبرې وکړې او وې ويل چې ده د احمد شاه سره دوکه کړې وه. شاه نوازپه قهر شو او هغه خپل بخشي (د پوځ مشر) ته وسپارلو چې خواجه عصمت الله خان نوميدو. د شاه نواز د امر سره سم د صابر دروېش په خله کې يې ايشيدلې فولاد ورواړول او دی يې ووژلو. محمد يار خان يې ورخوشې کړو چې خپل باچا ته حال ورکړي.

احمد شاه لاهور ته مخه کړه او د جنوري په ۸ نېټه ۱۷۴۸ م د راوي سيند پر غاړه يې کېمپ ولګوو.
شاه نواز ته خپلو جاسوسانو خبر راوړو چې افغان پوځ د ټوپکو نه علاوه څو توپې هم لري نو اندېښمن شو او خپل پير غلام محمد ته يې وويل چې څه کرامت وښايي. وايي چې کله چې غلام محمد د مراقبې نه راووتلو نو شاه نواز ته يې وويل چې ستا کشتۍ به ډوبه شي. ښه به دا وي چې د ظلم نه لاس په سر شې او هغه سرداران له بنده خوشې کړې چې تا سره دي. شاه نواز ترې پاسيدو او خپلو ملګرو ته يې وويل، ” پير صېب لکه چې د زولنو غږ اوريدلې دی.”
د جنوري په ۱۰ نېټه افغان پوځ په مغلو وړې وړې حملې پېل کړې. شاه نواز ډېر زيات پوځي توان لرلو خو خپل نجومي ورته وويل چې نن ورځ د جنګ لپاره مناسب نه دی. هغه د جنګ نه کولو امر وکړو خو ادينه بېګ يې خبره نه منله او په دې ګډوډۍ کې جنګ ودريدو. شاه نواز پخپله ډېلي ته وتښتيدو او ښار يې خپلو سردارانو ته پريښودو. هغوي جنګ عبث وګڼلو او د ۳۰ لکو روپو تاوان ته يې غاړه کېښوده چې افغان پوځ به ښار نه ورانوي. احمد شاه دا خبره وومنله او لاهور د لږ وخت لپاره په امن شو. ممکن هغه د صابر بابا قبر ته تللې وي او د ده د مزار جوړولو امر يې ورکړې وي.
د صابر دروېش کسب نعلبندي (اسونو ته نعل لګول) وه. د نظام الدين عشرت ليکل شوې شاه نامه احمديه کې د ده اصل نوم رضا شاه او لقب يې صابر شاه و. د ده يو ورور باقر شاه نوميدو چې په ۱۲۱۲ ه په پيښور کې اوسيدو او د افغان حکومت نه به يې د کال ۵ زره روپۍ وظيفه اخيسته.

د شېر سرخ جرګې انځور، انځورګر: غفور برېښنا
دښاغلی پوپلزی په قول د شیر سرخ په جرګه کي دغو کسانو ګډون درلود : سردار عبدالله خان وکیل الدوله ، بګي خان بامیزی ( په شاولیخان مشهور وو) ،سردار جهان خان ،نورمحمد خان علیزی په ( میر افغان مشهور وو) عبدالغنی خان الکوزی ، شاه پسند خان اسحاقزی، سردار مرادخان پوپلزی، قلندرخان پوپلزی ،محبت خان پوپلزی ، موسی خان اسحاقزی، میرهزارخان الکوزی او نور

د لاهور په دې مقبره د اصف جاه کاظمي نومې کس له خوا د صابر د نوم سره هم کاظمي او مشهدي لقب ليکل شوی دی او قبر يې هم هلته د زيارت په غولي کې جوړ دی. هر کال د شعبان د مياشتې په ۱۵ نېټه دلته عرس وي چې په زرګونو خلک د خپلو منښتو او د نذر لپاره ورځي. د صابر دروېش قبر بره په غونډۍ جوړ دی چې دواړو غاړو نه ورته پوڼۍ ورختلي دي. د مقبرې حالت ډېر ښه دی او د هرې خوا نه په جالۍ پوښلی دی. په چت يې د وړو هندارو ملتاني هنرښکاري او د مرمرو فرش يې پاک ساتل شوی دی. د دې منجاور لوستې کس دی او د صابر شاه د قتل داستان ورته معلوم و.
د شېر سرخ زيارت د کندهار د اوسني ښار جنوب لوېديځ نه اوو کلوميټر ليرې دی او پکې يو منجاور ځان د پير صابر شاه د اولادونو نه ګڼي.

سرچينې
۱. د افغانستان نوميالي،عبد الروف بينوا- ۱۳۵۶ دريم ټوک(۱۳۵۹) تنه، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د پښتو د پرمختيا او پياوړتيا د امريت له خوا- ۱۲۹ مخ.
۲. د کندهار مشاهير- صوفيان، عارفان، مزارات- محمد ولي ځلمی. علامه رشاد خپرندويه ټولنه، کندهار، ۱۳۸۷ ش- ۲۰۰۹ ع. ۱۰۱ مخ
۳. حيات افغاني، د پښتنو اصل-نسل او شجرې، محمد حيات خان، ژباړونکی محقق فرهاد ظريفي او محقق عبد الطيف ياد طالبي- ۱۳۸۶ ال ۲۰۰۷ ز، دانش خپرندويه ټولنه. ۹۰ مخ ۴. احمد شاه دراني، ګنډا سنګه- ۱۹۵۹ م طارق خپرونې لاهور اردو بازار له خوا بيا چاپ شوی، ۱۹۸۱ م، ۲۷ ، ۴۵، ۴۶ مخونه

نظريات (0)
نظر اضافه کول