له کابله په يوه واورينه ورځ له درې ساعته سفر وروسته د باميانو زړه ته ورسيدو چي پکښي ګڼ ځايونو تاريخي اثار سړی د حيرانتيا په لور بیايي، زما په ژوند کي د باميانو دوې ورځي او يوه شپه ځانګړی ځای لري، دې سفر کي د بودا ورانه بدنه او زموږ بې پروايي سم د زړه وينه چښل دي.
ددې ستري تاريخي سيمي د اصلي څښتن نه شتون، د هزاره ټولني له تاريخي اثارو سره نه دلچسپي، د بامياني ټولني پرمختللي افکار، ټولنه کي یې د ښځي پراخه ونډه، د نړيوالو، افغانانو او نورو لويو نومونو لرونکو ادارو له بودا او نورو تاريخي سيمو سره په ټول توان بې باکي او نور به زما راتلونکي يادښتونه وي، خو نن بودا:
د مرکزي افغانستان يوه غره ته څېرمه سيمه باميان نومېږي چي [بام] رُڼا او [يان] د ځای مانا لري چي د [سپېڅلي ځای] مانا ورکوي.
له نن څخه۱۸۰۰ كاله د مخه باميانو کي دوه بوتان د بودايي دين پلويان وکيندل چي دوی به لكه مسلمانان چي حج ته ځي، دغسي د دغه بتانو د زيارت لپاره راتلل. کله چي د کوشاني سلسلې امپراتور کنيشکا بودايي مذهب ومانه، نو په اوله ميلادي پېړۍ کي په افغانستان کي ګريک بوديک تمدن را شين او پر لرغونی ټولنه يې هر اړ خيز تاثيرات وښندل.
د نوموړي مدنيت اثرات په افغانستان کي محدود پاته نه سول بلکي د جاپان، کوريا او چين څخه بيا تر اوسني ايران او سيستان، سريلانکا او هند څخه بيا تر سير دريا او تاجکستان پوري ټولي سيمي تر خپلي اغيزي لاندي راوستلې، د نړۍ له بيلا بيلو سيمو څخه به د مذهبي مراسمو د پر ځای کولو په نيت زيات شمير راهبان، زايرين او سيلانيان په افغانستان کي د ودانو سوو بودايې زيارتونو او عبادت ځايونو په ځانگړي ډول د باميان لرغوني او د بودايي پير سپېڅلي ځای ته د ليدو کتو په نيت سفرونه کول. [جوړ حالت ويډيو…]
د باميانو د شنې درې په منځ کي شمال اړخ ته په يوه خاورين غره کي دوې ستري مجسمې له همدې وخت دنګه ولاړي وې، دغه دوې مجسمې چي يوه يې ٥٣ ميټره او بله يې ٣٥ ميټره جګوالۍ لري، شمامه او صلصال نومېږي چي يو وخت يې پېرويانو ترې د خطبې په څېر مقدس توري اورېدل.
په ۷۰۰ع کال حجاج بن يوسف [د عراق والي] پر دې مجسمو لومړی يرغل وکړ او د نورو خرابيو تر څنګ ئې ګڼي خزانې، لکه زر، غمي او نور چور کړل وروسته بيا يعقوب بن ليث صفاري په سلګونو قچرو بار طلا د بودا له وجوده چور کړل.
ور پسې چنګيز ددې مجسمو ساتونکي دېوالونه ړنګ کړل، له هغه وروسته مغل پاچا اورنګزېب د مجسمې مخ وران کړ، وروسته د امیر دوست محمدخان مېرمني ددې مجسمو له منځه نارینه هغه ځکه په توپ وويشت چي د عورت برخې یې معلومېدلې.
د شوروي د يرغل او وروسته کورنيو جګړو دا سيمي په کنډواله بدلې کړي او طالب دولت په ۲۰۰۱ ع کال کي د ۵۰ زرو کيلو بارووتو په زور دا مجسمې په پراخه کچه له منځه يوړلې او اوس ئې په ميليونونه ټوټې په شاوخوا سيمو کي پرتې او خلګ ئې په براخه کچه قاچاقولای سي.
بودا څوک وو؟
بودا یو روحاني ښوواند وو چي په لرغوني هند کي ئې د بودیزم بنسټ کښېښود[دا مذهب په حقيقت کي د هندوايزم د طبقاتي نظام د عکس العمل په توګه راڅرګند سوی دئ].
بودايي تاريخونه د هغه اصل نوم (سيدرهاتا) او بودا يې لقب وو چي دعلم او معرفت څښتن يا [رڼا]په مانا دئ. مورخين د هغه د ژوند اټکل ۲۷۰۰ کاله وړاندي کوي چي په اوسني نېپال کي ژوند کړی دئ.
بودا کوم کتاب نه دئ ليکلی، بلکي ټول تعليمات ئې شفاهي وه چي د تقرير او بيان له لاري ئې خپلو پيروانو ته ابلاغول، له همدې کبله د بودا په تعليماتو کي د وخت په تيريدو بدلون او اختلاف رامنځته سو.
بودا ډېر ژر د آسيا تر ليري-ليري سيمو پوري ولاړل او ۱۸۰۰کاله وړاندي کله چي د کوشاني سلسلې امپراتور کنيشکا بودايي مذهب ومانه، نو په اوله ميلادي پېړۍ کي په افغانستان کي ګريک بوديک تمدن را شين او پر لرغونی ټولنه هر اړ خيز تاثيرات يې وښندل، په اوسنۍ پښتونخوا کي د بوديزم ګڼ شمېر لرغوني اثار اوس هم پراته دي.
علي_عباس_جلالپوري ليکلي چي خراسان په يوه زمانه کي د بوديزم مرکز سو او منصور حلاج همدلته له بودايي ښوونو اغېزمن سو. د وخت په تېرېدو سره ځينې بودايي دودونو او ښوونو په اسلامي ادبياتو او لارښوونو کي هم ځای وموند. #مولانا_ابوالکلام_آزاد او علامه عنايت الله خان مشرقي له ګوتم بودا او زردښت دواړو سره (عليه السلام) ليکل او پاکستاني عالم ارواښاد ډاکتر اسرار احمد وايي چي د بودا پيغمبري موږ، که منلی نسو، نو چورلټ يې ردولای هم نسو، ځکه لومړی خو دا چي زموږ ايمان پر يو لک و څلرويشت زره (کم و زياتو) پيغمبرانو دی چي ټول موږ ته نه دي معلوم او قرآن کريم هم د ځينو پيغمبرانو کيسې تر موږ پوري رارسولې دي، د هغه په روايت د رواياتو له مخه بودايي دين تفکر او مراقبه وه، نه بت پرستي. خو وروسته بوديزم د پيروانو لخوا پر بت پرستۍ اوښتی دئ، همدغه فکر د عيسويت په برخه کي هم صدق کوي چي پيروانو يې تحريف کړی وو…
علامه شبلي نعماني رح د سیرت النبي په دویم جلد کي وایي چي سقراط او بودا، هغه اشخاص دي چي ډېر امکان لري چي د وخت پیغمبران وي.
له نن څخه۱۸۰۰ كاله د مخه باميانو کي دوه بوتان د بودايي دين پلويان وکيندل چي دوی به لكه مسلمانان چي حج ته ځي، دغسي د دغه بتانو د زيارت لپاره راتلل. کله چي د کوشاني سلسلې امپراتور #کنيشکا بودايي مذهب ومانه، نو په اوله ميلادي پېړۍ کي په افغانستان کي ګريک بوديک تمدن را شين او پر لرغونی ټولنه هر اړ خيز تاثيرات يې وښندل، د نوموړي مدنيت اثرات په افغانستان کي محدود پاته نه سول بلکي د جاپان، کوريا او چين څخه بيا تر اوسني ايران او سيستان، سريلانکا او هند څخه بيا تر سير دريا اوتاجکستان پوري ټولي سيمي تر خپلي اغيزي لاندي راوستلې، د نړۍ له بيلا بيلو سيمو څخه به د مذهبي مراسمو د پر ځای کولو په نيت زيات شمير راهبان، زايرين او سيلانيان په افغانستان کي د ودانو سوو بودايي زيارتونو او عبادت ځايونو په ځانگړي ډول د باميان لرغوني او د بودايي پير سپېڅلي ځای ته د ليدو کتو په نيت سفرونه کول.
د هغه مشهوري ويناوي دا دئ:
مزدور له لوږی نه مري، بلکي هله مري چي د اخيستل سوي حق الزحمې په بدل کي صادقانه کار نه کوي.
د انسان لپاره نه په هوا کي، نه د غرونو په غارونو کي او نه هم د سمندر پهٔ تل کي د امان او نجات ځای سته، انسان نه سي کولای چي د رنځ، زړښت او د زمان د تېرېدو له جبره ځان خلاص کاندي، نو ښه لاره دا ده چي ځان له دغي وېري بې نیازه کړي. موږ چي د ځان په تړاو څه ډول فکر کوو، هماغسی کېږو. نفرت هېڅکله په نفرت پای ته نه رسېږي؛ خو مينه يې مخه نيولای سي. کله چې سيلاب راځي ماهيان د مېږيانو په خوړلو خېټه ډکوي، مګر کله چي اوبه وچېږي نو ماهيان بيرته د همدي مېږيانو په غذا بدلېږي. بدلون هېڅکله هم سختي راوړونکی نه دی، یوازي د بدلون په مقابل کي مقاومت سخت دی. هغه چي خپله خوښي د نورو په ځور کي لټوي، هېڅکله به خوشاله نه سي. د نورو وگړو اوښکي د خوښۍ په شېبو بدلول؛ د نړۍ تر ټولو غوره نیکمرغي ده. هر شی ښایست لری، مګر هر څوک د ښایست د لیدلو وړتیا نلري. ستا بد ترين دښمن هم تا دومره نسي دردولای لکه ستا خپل ګمراه تصورات. محبت د انسانیت دوهم نوم دی. دری ډېر وخت نسي پټېدلی؛ لمر، سپوږمۍ او حقیقت پيدايښت، زوړ والي، مرض، مرګ او خپل محبوب ته نه رسيدل په لویو غمونو کي راځي. ریښتیا ویونکی کس ملګري نه لري. دروغجنې هيلې او ارزوګاني هغه نفسي غوښتني دي چي د انسان د هلاکت او بيا بيا زيږيدو سبب کيږي. د غمونو د له منځه وړلو لپاره بايد نفسي غوښتني کمي کړل سي، د دنيا سره اړيکي پرې او بشپړ ځانته والی غوره سي. سمه عقيده، سيده وينا، سم کسب، سم نيت، ښه عمل، ګټور کارونه، سمه مراقبه د غمونو په ليري کولو کي رول لري. غلا، درواغ، شراب څښل، د ماسپښين وروسته خوړل، عطر لګول، په لويه لار يا لوړ ځای کښېناستل، د سرو او سپينو زرو سوغات قبلول د غمولو ډېروالي کوي.
بودا د ژوندانه په پای کي خپله وینا په دې دوو خبرو را لنډه کړه [مینه او زړه سوی].
ددې ورانو مجسمو البوم: