باميانو ته سفر؛ غاريان يا مغاره نشينان:

د بامیانو په شنه دره کي د بودا غره شاوخوا په زرګونو غارونه کیندل سوي چي بودايي راهبانو پکښي ژوند، زده کړه او عبادت کاوه. دغه غارونه ستر تاریخي او هنري ارزښت لري او په دننه کي له هنري نقاشيو اوس هم ډک دي.
د بامیانو د غارونو ډول
يو تاريخي روايت وايي کله چي ۱۸۰۰كاله وړاندي د کوشاني سلسلې امپراتور کنيشکا بودايي مذهب ومانه، نو په څلورمه ميلادي پېړۍ کي افغانستان د بودا دين رسمي بڼه خپله او دغه غارونه په دولتي شکل ودان سول چي د نړۍ له بيلا-بيلو سيمو څخه به د مذهبي مراسمو د پر ځای کولو په نيت زيات شمير راهبان، زايرين او سيلانيان افغانستان کي د ودانو سوو بودايې زيارتونو او عبادت ځايونو په ځانگړي ډول د باميان لرغوني او د بودايي پير سپېڅلي ځای ته د ليدو کتو په نيت سفرونه کول او دلته به ئې ژوند کاوه.
بل روايت وايي چي دې غارونو د ورېښمو لاره کي موقعیت لاره او د سوداګریزو کاروانونو د مسافرینو، سوداګرو او زیارت کونکو لپاره د میلمستون او آرام ځای وو چي د چین او روم امپراتورۍ ترمنځ یې سفر کاوه.
دريم روايت وايي چي اصلاً غارونه د دوو مجسمو تر منځ مښلونکې لار وه چي په دوهمه میلادي پیړۍ کي د کنیشکا کبیر په لارښوونه او ملاتړ پیل او غالباً د څلورمي او پنځمي پیړۍ په لومړیو کي پای ته رسېدلي وي.
چينايي سيلاني هیون تسانګ اوومي پیړۍ په لومړۍ نیمایي کي ددې غارونو يادونه کوي چي:
“دلته په غره کي ډېر معبدونه وه او په زرګونو راهبان په زده کړه او ښوونه بوخت وه…”
خو زما په اند دغه ځايونو له هنري رنګارنګ نقاشيو خانقا او عبادت خونو ته ورته غارونه ښکاري، بله جالبه دا ده چي کله تالبانو ۲۰۰۱ع کال کي د ۵۰ زرو کيلو بارووتو په زور د باميانو مجسمې په پراخه کچه له منځه يوړلې، د تاليبانو له سقوط وروسته د نړيوالو لرغونپوهانو په ورتګ تر بودا لاندي په سلګونه خانقاو ته ورته غارونه وموندل سول چي پکښي د تيلو لرونکي رنګونو رنګارنګ انځورونه ليکل سوی دي، دا انځورونه اکثره د بودايي او هندو افسانو ډیری صحنې ښیي چي لا ئې په اړه څېړني نه دي سوي.
ياده دي وي چي د نړۍ تاريخ تر اوسه په دې اند وو چي په لومړي ځل اروپا کي؛ ۱۵پیړۍ کي روغني رنګ/ تیلو نقاشۍ کارول سوي دي.
د بامیانو د غارونو د تیلو نقاشۍ د خپل ډول لومړنۍ تېل نقاشي ګڼل کېږي.
د جاپان د ملي څیړني انسټیټیوټ کارپوه، یوکو تنیګوچي وايي چي د بودا انځورونه د ۶۵۰ع کلونو شاوخوا کي ليکل سوي دي چي تر اوسه د هنر په تاریخ کي د تیلو لومړنۍ بیلګي دي.
اوس لويه بدمرغي داده چي د ځینو کسانو لخوا له نورو ولايتونو څخه هزاره کډوال دې غارونو ته وربلل کېږي او هلته پکښي اوسي او د بېلابېلو مرستو په نامه موسسات پرې لوشي، ددې لومړی تاوان دا دئ چي دا غارونه چي د اسلام له راتګ وروسته انسانان ځني ووتل تر اوسه پکښي بيا اوسېدونکي نه وه او نوی اوسېدونکي د انساني ژوند څخه ليري ددې غارونو شکل بيرته عادي غارونو ته ورګرځوي او خلګ پکښي پر خپل سر کورونه او کوټې جوړوي.
دغه غارونو د يونسيکو لخوا د نړۍ د لرغونو غارونو په ليسټ کي دريم مقام لري او هندوستان د ډاکټر نجيب الله په دوره کي دلته يو فلم هم شوټ کړی وو.
باميان، د بودا په اړخ کي د يوه غار ښکلا
د کورنيو جګړو پر مهال دې غارونو کي توپکيانو ژوند کاوه او هره نادوده پښي روانه وه.
بله جالبه په غارونو کي د انسانو هډکو شتون دي چي لا هم پکښي انساني کوپړۍ او نور موندل کېږي[ويډيو وګورئ]
عکس کي زما و شاته هره تاخچه د يوې وړې بودا شکل لاره چي بيا وروسته وران سول.
ددې غارونو ننداره په دې البوم کي:

د کورنيو جګړو پر مهال دې غارونو کي توپکيانو ژوند کاوه او هره نادوده پښي روانه وه. ۱۹۹۲

کنشکاکوشنيان
نظريات (0)
نظر اضافه کول