توته کرگې اوروښاني تاريخ

د پېښور ښارسويېل لوېديځ کې کوهاټ ته په لويه لاره يو وړوکې سړک ښي لاس ته کوټله محسن خان نومې سيمې ته تاوېږي. دلته د شپاړسمې پېړئ په نيمائ کې مغلو ېوه کوټله جوړه کړې وه او ددې لويه دروازه اوس هم پاته دي چي اوس موټرې پرې تېرېږي خو ېو وخت د پيلانو د تيرېدو لپاره پکې لوړ محراب جوړ دې- ده دغې محراب د پاڅه يو دوه کوټې دي چي پکې د پښتو نامتو شاعر او د خټک قبيلې يو مشر خوشال خان بندي و-
کوټله په هندي جوړښت کې داسې ښاريې ته وائ چي چار چاپېره دېوال ولري. عموما داکوټلې د وخت په اوږدو کې څو وارې جوړ او وران شوي وي. د پېښور نه د کوهاټ د لارئ قبايلي سيمو ته تلونکې په دى لاره د شپاړسمې پېړئ راهيسې د مغل سلطنت لپاره د يوې کوټلې جوړول ضروري و. بله دا چي د پېرنگيانو د   حکومت نه وړاندې د پېښور لويه لاره د باړې د اوبو سره سره د اوسني زوړ ښار د گنج دروازې د څنگ نه تېرېده. جي- ټي روډ وروسته جوړ شوې دې.   ددې سيمې چار چاپېره مومند قام مېشت دې. بالا ماڼئ، بهادر کلي، او دغسې نور واړه واړه کلي. په وولسمې پېړئ کې دلته د مغل سلطنت  امنيېتي مشرمستجاب خان اوسېدو.  د اورنگ زېب له خوا  د خوشال خان خټک د نيولو بيا په زندان کې د اچولو کار هم ده تر سره کړل.  خوشال خان ددې کوټلې په برج کې څه موده بندي و. خو وروسته کله چي دى ډيلي ته ور واستول شو نو مستجاب خان ورسره مله و- په دې موقع خوشال خان دا شعر وويېلو-
هند ته يې روان کړم بدرگه مې مستجاب،  هم ملک، هم خان د همه غورى ارباب
وروسته د پښتو ژبې نوميالي شاعر معازالله خان تربورمحسن خان ته دا کوټله د منصب سره په جاگير کې ورکړې شوه. د معازالله خان د پخوانې کوردېوال اوس له پخو خښتوجوړدې او دده د ټبر خلک پکې وسېږي. په ١٨٣٠ کې سيکانو په دى کوټله حمله وکړه او ډېر تاوان يې ورته واړو.
د کوټلې شا ته روښاني محلت دې چي څو کاله پخوا به يې ورته رو ښاني کندو ويېل. ددې شاو خوا مزکې دلته اوسېدونکې يوې کورنئ چي ځان ته روښانيان وائ پاته و.  د نولسمې پېړئ په سر کې د کورنئ مشر عرب خان نومېدو چي د خدايې خدمتگار د غورځنگ مشر خان عبد الغفار خان نږدې ملگرې و. د عرب خان لمسوپخپلو کې خېښئ وکړې او دده کورنئ په دوو ووېشل شوه  دا دوه لوئ کورونه د روښاني محلت په نوم د کوټله محسن خان تر شا اوس هم مېشت دي.
د کوټلې په زياته برخه کې بې نقشې کورونه جوړ دي- د ارباب مستجاب او د محسن خان د کورنئ خلک هم دلته ژوند کوئ.  نتيجه يې دا ده چې ټوله قلا په وړو وړو ټوټو ووېشل شوه- او هر چا پکې پخپله خوښه کور او حجره جوړ کړې دى.
د کوټلې د لوئ دروازې نه په تېرېدو،  په لوېديځ کې خامه لاره روښاني محلت ته وتلې ده .  او دلته ددې کورنئ مشر اوس احمد علي جان روښاني دې چي د عرب خان د ورور عجب خان لمسې او د خوشال خان ځوئ دې. اوس دى د ٦٨کالو دې.  دده په وېنا کورنئ ته يې د مشرانو نه يوه توره او يو قران پاته دې. په لاس ليکل شوي د کلام پاک په دى نسخه کې د سرو زرونه هم کار اخيستل شوې دې. ددې  په وروستئ پاڼې د دې د ليکنې نېټه ١٠٧٩ ده چي د ١٧٠٢ اويا ١٧٠٣ ميلادي کال سره سمون خوري.
دده د کور دروازه لوېه او مخامخ يې دوه مقبرې دي چي په مغلي ډول جوړې دي- د مقبرو شا و خوا لوئ مېدان دې او ښائ چي ېو وخت به پکې سمسور باغ و خو اوس پکې ځنگلي بوټي راټوکېدلي و-
دواړه مقبرې د مزکې نه لږ تر لږه يو ميټر لوړ په يو پلېټ فارم يا دکانچه جوړ دي- چي مستطيل شکل لري . ښائ پکې تيږه او داسې مساله کارول شوې وي چي په زلزلې کې د را نړېدو مخه ونيسي- دواړه مقبرې گومبدې لري او دېوالونه يې له تيږواو خښتوجوړ دي چى ورباندې گچ او چونا کارول شوې دى، په ځينو ځايو کې ورباندې نقاشي اورنگين گلونه هم ښکاري چى د بې غورئ د لاسه اوس تت شوي دي. په يوه گومبده کې دوه قبرونه دي او په بل کې شپږ. د شناختي تيږې په يو قبر هم نشته. د پېښور ځينې څېړونکى د حالنامې او نورو تاريخي شواهدو له مخې وائ چې په لوېه گومبده کې عبد القادر خان او د هغه د مېرمنې قبرونه دي.
عبد القادر خان د په ١٦٣٥ ميلادي کال کې د پينځوېشتو کالوو چي پخپل مرگ مړ شو. ده لومړې د مغلو سره جنگېدو خو کله چي پښتانه ترې د جنگ له مېدانه بېل شول نو دې مغلو ته واوختو. په حالنامه کې ليکلي دي چى ” عبدالقادر خان په( ١٤ جنوري ١٦٣٥) د کابل د صوبه دار محمد سعيد خان په واسطه د پادشاه ( شاه جهان ) په خدمت کې حاضر شو”
په ١٦٣٠ ميلادي کال کې د هندوستان پښتانه د خان جهان لودهي په مشرئ د شاه جهان پر ضد را پاڅېدلي و او په دى کې د روهيله نه علاوه د پېښورپښتنو هم جنگ کوو. دوئ مغل قلا ( کېدېشي اوسنې بالاحصار وي) محاصره کړې وه. خو د عبد القادر خان په مرسته دوئ پښتنو له ماته ورکړه او مغل بر لاسي شول. دى څه موده د سعيد خان سره په کابل کې و( ښائ د ده ژوند په پېښور کې خوندي نه و) هلته چى ناروغه شو نو پېښور ته يې راوستو دده مور بى بى علائ د ځوئ ليدولپاره د تيراه نه پېښور ته راغله. څو ورځې وروسته دى هم دلته مړ او خاورو ته وسپارل شو.
د پير روښان يو بل کړوسې محمد زمان هم د مغلو منصب دار و او په هند کې اوسېدو. خو د هغه ځائ هوا پرې ښه وو نه لگېده او د سرونج په مقام مړ شو. دده مړې يې کال وروسته پېښور ته راوړو اوښائ د عبد القادرد مقبرې سره جوخت خښ کړې شوى وى. د روښاني محلت په دويمه گومبده کې يو لوئ قبر دى چى که د څېړونکو دعوا وومنل شى نو زمان خان پکى خښ دې. ددې سره څنگ کې څلور د ماشومانو قبرونه دى.  د گومبدو نه بهرهم شپږ قبرونه دي چې ېا خو ددوئ د مريدانو او يا بيا د هغو ملازمانودي چې ټول عمر يې ورسره تېر کړې و.
د احمد علي جان په کور کې د گومبدو په اړه يوه افسانه ويېل کېږي چى ده پخپله د يوى زړى انا نه اورېدلې وه. زړه انا شمشو جان نومېده او د عرب خان د تره حسن خان لور وه. کيسه داسې ده چى:

” زمونږ مشرانو کې يو تن د مغلو پر ضد لښکر کړې و. او کله چى د مغلو پوځ ېا قافله په لارې تېرېده نو لښکر پرې حمله وکړه- ددوئ مال يې لوټ کړو او يوه شهزادگئ ېئ هم ترينه را وتښتوله. وروسته يې دې شهزادگئ سره واده وکړو.  او کله چى دوئ مړه شول نو په قبرونو يې پاچا گومبدو د جوړولو امر وکړو.”

احمد على جان روښاني وائ چې د گومبدو نه وراخوا ددوئ خپله هديره ده او دده نيکونه او هر څوک چي ددوئ له کورنئ يا ددوئ د مساپرو نه مړه شي نو هم هلته خاورو ته سپارل کېږي. د گومبدو شاو خوا لويه زراعتي مزکه وه چي د عجب خان  نيکه پير جمعه خان په ١٩٠٠ کى په ارباب سلطان خان خرڅه کړې وه. هغه وخت کېدئ شى دوئ فکر کړې وي چي يو وخت به د گومبدو مزکه به هم ورسره ېو ځائ شي خو دا مزکه اوس هم په سرکاري اسنادود پير جمعه خان په نوم دې.  او د پېښور په گزټېر کې يې هم زکر شوې دې.  څو کاله وړاندې د پېښور د لرغونو اثارو ادارې دواړه گومبد او ددې شاو خوا مزکه ژغورلې اعلان کړه او دا ملي ملکيئت وگڼل شوه. د اربابانو د کورنئ يو غړې ښاغلې محمد حليم په دې حېرانه دې چې د مومندو په دې سيمه کې رو ښانيان څنگه مېشت دي. خو په گومبده کې د خښو مړو د شناختي په اړه دى هم نه دې خبر.
احمد على جان روښاني وائ چى دوئ د تېرو دريو سووکالو راهيسې دلته مېشت دي او ددوئ خپلوان اوس هم په تيراه کې ژوند کوئ. دده د تيراه د خپلوانو مشران سلطان اکبر او سلطان اصغر نومېدل. دده نيکه عجب خان به کله نا کله تيراه ته ورتلو ژمې به يې په پېښور او اوړې به په تيراه کې تېرول. ورو ورو دا تگ را تگ کم شو او اوس دوئ پورا ښاري ژوند پېل کړې دې.
د روښاني کندو په گومبدو کې دننه د قبرونو ځائ د کوټې د تعمير سره برابر نه ښکاري اوداسې معلومېږي چي قبرونه لومړئ او گومبدې يې وروسته ورباندې جوړى شوې وي. احمد على جان روښاني په ماشومتوب کې به دلته لوبې کولې او وائ چي په دواړو گومبدو کې د تورى تيږې ( مرمرو) دروازې وې. او ددې مېدان ته د ورداخلېدو په لاره لويه محرابي دروازه ( گېټ ) وه چي په دواړو څنډو کې يې ستنې او د هغوئ د پاڅه چترجوړ و. وروسته دا دروازه د جومات لپاره وکارول شوه. خو هغه وويېل د دواړو گومبدودننه په دېوالونو په تور قلم ليکنې شوې وې . هم هاغسې چي په مغلي جوړښت کې د گچو د پلستر د پاڅه نقاشي کېږي. د هغه په ياداشت کې دا د فارسي د شعر په ډول ليکنې وې او اوس هم شته خو په گومبدو کې په زرگونو توته کرگو ( ابابيلو ) جالې جوړئ کړي دي او هره ورځ ددوئ مرداري چي په دې دېوالونو غورځېږي نو هغه ټولې ليکنې پکې پټې شوي دي. دا مرداري په اوبو نه پاکېږي. ددى لپاره د لرغون پېژندنې د څانگى داسې ماهران پکار دي چي دا دېوالونه له نږدې وگوري او جاج واخلي چى کوم ډول ځانگړي پاکوونکي موادو ته به اړتيا وي. او په څومره موده کې به پاکېږي. که د توته کرگو په مردارئ کې داسى کيمېاوي توکي نه وي چي د روښاني گومبدو تور ټکي يې وران کړې وي نو د پير روښان  د کورنئ درک به ووموندل شي
ماخذونه
١. پېښور، د سرحد تاريخى ښار، ډاکټر احمد حسن داني ١٩٩٥ سنگ ميل چاپ
٢ . پير روښان او روښاني انقلاب، سېف الرحمان مسعود ١٩٩٨ يونيورسټي بک اېجنسي
٣. د بارې مومند¸تاريخ دوېم ټوک ١٩٩٨ خواجه محمد ساېل، ماسټر چاپ پېښور
٤. د پېښور د کوټله محسن خان په کندي روښانى کې احمد على جان روښاني او دده ځوئ سعود احمد

احمد على جان روښانيپير روښانپېښور
نظريات (0)
نظر اضافه کول