د سدوزو او بارکزو دوستي او دښمني

(د نوزادی ژباره)

سدوزي او بارکزي هغه دوه دراني قومونه دي چي د افغانستان په معاصر تاریخ کي د ټولواک په توګه د دراني احمدشاه د ټاکلو په اړه ، ددوی تر منځ دوستي او ګډ کار د هیواد د چارو په سمون او اداره کي د ازمایلو څخه بریالی راووت .

حاجي جمال خان  د بارکزی قوم مشر پخپل ټول توان سره  د دراني احمدشاه ټولواکي ومنل ، دهغه ملاتړ یی وکړ او د عمر تر پایه یی نژدی اړیکي ورسره وساتلي. احمد شاه بابا هم په خپل ټول توان سره د هغه قدر او عزت په ډیره ښه توګه  وکړ. جمال خان هم د یوه نژدی سلاکار په توګه د ګټورو مشورو د ورکولو څخه ځان نه سپماوه. تر احمد شاه بابا او حاجی جمال خان وروسته د دوی زامنو تیمورشاه او پاینده محمد خان د خپلو پلرونو لاره پرمخ بیول. داچي پاینده محمد خان د پام وړ خدمتونه کول، نو د تیمورشا لخوا د «سرفراز خان» لقب  ورته ورکړل سو او پر بارکزي قوم برسیره د غلجي قوتونو مشری هم ده ته سپارل شوه .

دتیمورشاه تر وفات( ۱۷۹۳م کال) وروسته ،سردار پاینده محمد خان د دولتي نظام د ښه پر مخ بیولوپه موخه د تیمورشاه د ۲۴ زامنو له منځه د تر ټولو لایق او هوښیار شهزاده زمان  څخه ملاتړ وکړ. چي د پلار پر تخت کښیني. تر څو چي پاینده محمد خان ژوندی وو، د نورو شهزاده ګانو لکه همایون او محمود د سلطنت دعواو ځای ونه نیوی . پدی توګه د شاه زمان  د ټولواکي ستني ورځ تر بلي ټینګیدی او ویی کړای شوه  د ګاونډیانو او اروپایایی مداخله کونکو په وړاندي خپل رول ولوبوي. له بده مرغه پداسي وخت چي د سدوزو او بارکزي قومونو دوستي او ګډ کار د هیواد د ټیکاو او پر مختیا د پاره ډیر اړین ښکاریده نا ببره یوه پیښه را منځ ته شوه او هر څه یی ګډ وډ کړه .

شاه زمان د سردار رحمت الله خان په غوره کولو سره دخپل پلار او نیکه د نظریاتو په خلاف   و دی پایلی ته رسیدلی وو چي تر وسه وسه د قومي مشرانو اغیز کم کړي او د یوه غښتلی مرکزي دولت و جوړولو ته ملا وتړي. ښکاره خبره ده چي دا کار د قومي مشرانو په ګټه نه وو، ځکه چي د دود له مخي دوی قومي ملاتړ درلود او دا ملاتړ یی په دی کار سره کمزوری کیدی. دهمدی کبله د شاه زمان د نوموړو کړونو سره  دوی همږغي کیدای نشوه. پدی توګه د دوی او شاه زمان تر منځ اوبه د خړي کیدو پر خوا تللي او دوستانه اړیکي سړی دي .

سردار پاینده محمد خان د خپل رقیب رحمت الله خان سدوزي چي شاه زمان خپل وزیر ټاکلی وو اود «وفادار خان » لقب یی ورکړی وو ، په وړاندي خپل صلاحیت او اقتدار مخ په کمیدو وګاڼه ، زمانشاه هم حالات په پام کي نیولي او پدی پوهیدی چي قومي مشران راضي نه ښکاري . داچي خپل پلان ورته مهم ښکاریدی ، ددوی نارضایت ته یی ډیر اهمیت ورنه کړ. ددی کار پایله داشوه چي څو تنه قومي مشرا ن د پاینده محمد خان پر شاوخوا راټول شول ،څو یوه نوي لاره ددي ډار څخه د خلاصون په موخه ولټوی . دوی پدی نظر شول چی شاه زمان را وپرځوي  او پرځای یی د لنډ وخت د پاره دهغه ورور شاه شجاع وټاکي. وروستي نقشه یی دا وه چي میراثي ټولواکي له منځه یوسي او شاهي یوه انتخابي سیستم ته واړوي. البته پدي کار سره ددوی اهمیت او قتدار لازیاتی کیدی. ودغي موخي ته د رسیدو د پاره دوی په کندهار کي  دیو شمیر قومي مشرانو یوه پټه انجمن جوړه کړه. مګر ددوی د نقشي څخه زمانشاه خبر شو، هغوی یی سمدستي ونیول او یو شمیر یی د پاینده محمد خان په ګډون د زمانشاه په امر اعدام شول . دی کار په هیواد کي د غچ اخیستني داسي اوربل کړچي لمبي یی څولسیزي پورته کیدي .

دپاینده محمدخان په اعدام سره دده شل زامنو د خپل پلار د غچ اخیستني په خاطر د شاه زمان په وړاندي په پاڅون لاس پوری کړ. د پاڅون په پایله کي زمانشاه  زنداني او په سترګو ړوند کړل شو. د ده پر ځای شهزاده محمود پر تخت کښیناست او فتح خان یی وزیر و ټاکل شو. له دغه ځایه د سدوزو او بارکزو تر منځ دوستي او ګډ کار یووار بیا دسره پیل شو. دشاه زمان  په ګوښه کیدوسره داسي بد بختي راغله چي د یوی خوا سدوزي شهزاده ګانو لکه محمود ، شجاع ، فیروزالدین ،کامران او قیصر په کابل ،پیښور ، کندهار او هرات کي د پاچهي خوبونه لیدل او دبلي خوا نه فتح خان د خپلو وړونو په مرسته دومره توان تر لاسه کړي  وو چي ملاتړ یی د هر شهزاده  دپاره دتخت ضمانت کولای شو. لکه څنګه چي شاه محمود دوه ځله  او قیصر یو ځل د سلطنت پر تخت کښیناستل. نورو بیا لکه شاه شجاع ،فیروزالدین او کامران دده سره د مخالفت له مخي ډیر څه دلاسه ورکړه . دا هغه وخت دی چي دافغانستان په سیاسي ډګر کي سدوزي شهزاده ګان ورځ په ور ځ کمزوري کیږي او محمد زي سرداران ورځ تر بلي زور اخلي ، خولا تر اوسه پدی ندی توانیدلي چي د ځان دپاره دسلطنت غوښتنی په فکر کي شي.

د شاه شجاع دربار، کابل بالاحصار ۱۸۰۹ع

کله چي د وزیر فتح خان په ملاتړ شاه زمان د شاه محمود لخوا زنداني او په سترګو ړوند شو ( ۱۲۱۶ش- ۱۸۰۱م) ، پر تخت باندی د شاه محمود دکښیناستلو سره سم وزیر فتح خان ته د «شاه دوست » لقب ورکړل شو او د هغه د وزیر (صدراعظم) دنده ورته وسپا رل شوه.

دپیښور او هرات څخه د زمانشاه د ورور شاه شجاع او دده د وراره قیصر مخالفتونه، دکابل د اوسیدونکو ناراضی والی اوتعصب ، داستعماری سیاست  اغیز او د ایران او هند له لوري د هغوی هڅوني (تحریکات) او د شاه محمود بی کفایتي دسلطنت حالات دومره څپڅپانده (بحراني) کړل چي د وزیر فتح خان او وړونو هلو ځلو یی کومه ګټه ونکړای سوه. شاه شجاع د کندهار د لوري را وخوځید او کابل یی ونیوی، په بالاحصار کي پر تخت کښیناست(۱۲۱۸ش-۱۸۰۳م ). شاه محمود په بالاحصار کي زندان ته ولوید. فتح خان د دوست محمد خان سره کندهار او فراه ته پر شا ولاړل .

شاه شجاع د خپلي ټولواکي په لمړې دوره ( ۱۸۰۳- ۱۸۰۹م)کی پدی پوه شو چي د فتح خان او وړونو ملاتړ یی دسلطنت د ټینګښت دپاره مهم رول لري. په همدي خاطر وو چي دسلطنت د پیل نه یی تر پایه پوري د فتح خان د ملاتړ تر لاسه کولو دپاره  هلي ځلی کولي او څو ځلي هم په کابل، کندهار ،غازیخان دیره ، ګرشک او سند کي دوی سره یوځای او بیا به بیرته سره جلا شول. د فتح خان نور وړونه په ځانګړي ډول دوست محمد خان چي تل به دده سره تر څنګ ولاړ وو ، د شاه شجاع سره به یوځای کیدو او جلاکیدو کي د فتخ خان سره همږغی وه .

دسدوز ي د کورني بل شهرزاده چي فتح خان پدی وخت کي ډیره مرسته ورسره کړیده ، هغه د شاه زمان زوی شهزاده قیصر وو. مګر د هغي بی باورې له مخي چي د دوی ترمنځ د نورو غرضی خلګو په تحریک سره چاغیدله ، بارکزي وړونو او سدوزي شهزاده ګانو ونه کړای شوه د اوږده وخت د پاره په دوستانه اړیکو کي سره پاته شي. همدغه حالت هیواد ته ډیر زیانمن تمام شو.

دشاه محمود د دوهم ځل سلطنت په دوره کي(۱۸۰۹- -۱۸۱۸م) چي لس کاله یی دوا م وموند ، د دواړو کورنیو تر منځ د ګډ کار او دوستانه اړیکو امکانات زیات شول. داچي فتح خان د خپل دښمن شاه زمان او د هغه د سکه ورورشاه شجاع سره جوړیدلای نشو، نو د هغه د رقیب شاه محمود سره  همږغی شو، ځکه نو د شاه محمود د دوهم ځل سلطنت پر مهال چۍ د فتح خان د ملاتړ پر بنسټ تر لاسه شوی وو، داسي امیدونه وټوکیدل چي د ملګریتوب او دوستي اړیکي به دوا م ومومي. داځکه چي ددی مهال لویه بد بختي د دوی ترمنځ بی باوری وه. رقیبان لکه شاه زمان چي اوس ړوند شوی او دهغه سکنی ورور شاه شجاع د وطن نه شړل شوی وو، دا امکانات منځ ته راغلی وه څود سدوزو او بارکزو تر منخ ملګریتوب او د دوستي متقابل اعتماد دسره ټینګ شي. په دا ډول ملګریتوب سره په ختیځ کی د رنجیت سنګ او په لویدیز کي د حسن علي سپین سترګي او جسارت کمیدی .

وزیر فتح خان ته چی د شاه محمود په لومړی دوره سلطنت کی د«شاه دوست » او په دوهمه دوره کی د« اشرف الوزراء» یاني صدراعظم لقب او مقام  ورکړل سو، ددي سره سم د چارو ټول صلاحیتونه ورته وسپارل شوه. ددغه صلاحیت پر بنسټ ده خپل ټول وړونه ددولت پر حساسو چوکیو باندی وګمارل . یار محمد خا ن په پیښور، کهندل خان په کندهار، شیر دلخان په غزني ،نواب اسد خان په دیره جات او زوی یی نواب زمان خان په جلال اباد ، نواب صمد خان په سند او رحمدل خان په بلوچستان کي ځای پر ځای شول.دوست محمد خان د فتح خان سره پاته شو. پاته وړونو یی هم د ټآکل شوو وړونو په اړه مخالفت نه درلود.

وزیر فتح خان پدی  دوره کي عطا محمد خان بامیزی له کشمیر لیری او پر ځای یی خپل ورورسردارمحمد عظم خان وټاکی او د رنجیت سنګ سره یی چی شاه شجاع د پنجاب د نایب الحکومه په توګه ټاکلی او اوس یی یاغیتوب ته ملا تړلی وه ، د اټګ رود په څنډو کي جنګونه وکړل اود هیواد په دننه کی یی ښورښونه یوپه بل پسی ارام کړل. داټک د قلعه دترلاسه کولو په موخه یی دوهم ځل درنجیت سنګ په وړاندی د جنګ په خاطر قوتونه مارش کړل. ده د اردو د لګښتونو دپاره د خپل ورور څخه د کشمیر مالیات چی ۱۶لکه روپی کیدی وغوښتی. مګر محمد عظیم خان ددی پیسو د ورکولو څخه ډډه کول. لدی کبله نژدی وو چی د دوو وړونو تر منځ جنګ پیل سی. خو د دوست محمد خان د منځګړیتوب له مخي  دواړو خواپه ۱۳ لکه روپیو قناعت وکړاو د جنګ نه مخنیوی وشو.

دا وه د ختیزو ولایاتونو حالات . په لودیز کی د هرات په ولایت کی د مشهد والی حسن علی میرزا دفتح علی شاه قاجار په امر په (۱۲۳۳ش ۱۸۱۷م)کی پر هرات باندی د حملی تکل وکړ . دشاه محمود ورور حاجی فیروزالدین چی د هرات حاکم وو، دشاه محمود نه مرسته وغوښته. فتح خان د خپلوڅو تنو وړونو لکه دوست محمدخان ،کهندلخان ، شیردلخان اوپردلخان سره په بیړه د سند د رود د څنډونه دکابل پر خوا وخوځیدل اودهغه ځایه یی د غزنی او کندهار دلاری دهرات په لور مارش وکړ.

وزیر فتح خان په اسانی سره پر هرات باندی د ایرانیانو دحملو مخنیوی وکړ. وروسته یی په هرات کی  یوه بله ناوړه پیښه منځته راغله چی د ایرانیانو په وړاندی یی د افغانانی سردارانو تر بری وروسته د هیواد دولتی قدرت دخپلو افغانانو لخوا د چلنجونو سره مخامخ او کمزوری کړ.

دیوشمیر سدوزی وړونو مخالفتونه لکه شاه محمود او حاجی فیروزالدی چی یوه یی په کابل او بل یی په هرات کی حکومت کاوه ، د شاه محمود زوی کامران میرزا د وزیر فتح خان په وړاندی چي دده د پلار په دربار کی یی درنښت او اقتدار ورځ تر بلی په زیاتیدو وو ، همدارنګه د دوست محمد خان لخوا د حاجی فیروزالدین شتمني تر لاسه کول ، دده په حرم کی د دوست محمد لخوا دښځو څځه ددوی زیورات په زوره اخیستل اوپدی هکله د ښځو د شکایت ږِغ پورته کیدل، دا ټول هغه څه دی چی د یولړ نورو لاملونو سره یی د شاه محمود او فتح خان د کورنیو تر منځ خپل منځی شخړي را وزیږولی. ددغوشخړو له مخي د بازګزیانو او سدوزیانو د قومونو ترمنځ داسي جنجالونه را وزیږیدل چی په ټول هیواد کی یی د غم داسی یو اور بل کړ چی ستره ابدالی امپراتوری یی ټوټه ټوټه او ددی په لمبو کی وسوزیدل .

ددی پیښي بشپړجزییا ت داسي وه : وزیر فتح خان په هرات کی مخکی لدی نه چي د ایرانیانو دبرید ومخنیوي ته تیاري ونیسی ، حاجی فیروزالدین د هرات حکمران یی د مرکزي دولت دیوه سست عنصره اومضر شخص په نامه ونیوی او زندان ته یی واچاوه. لدی نه وروسته د ایرانیانو په وړاندی جنګ ته ور ووت .هغوی یی پر شاه وتمبول اوخپله هرات ته راوګرځیدی. دلته د هرات د چارو په سمبالولو بوخت شو. دوست محمدخان چي د فیروزالدین په حرمسرای کی د ښځوڅخه په زوره ددوی زیورات اخیستی اوبد سلوک یی ورسره کړی او وروسته یی په کشمیر کی خپل ورور سردار محمدعظیم خان ته پناه وړي وه . فتح خان پدی پیښه باندی ډیر غمجن سواو محمد عظیم خان ته یی امر وکړچي دوست محمد نظربند کړي. کامران میرزا چي تل یی غوښته د فتح خان د اقتدار کمولو د پاره یوه بهانه پیدا کړي، ددوست محمد خان دی کار ده ته ښه بهانه په لاس ورکړه او کوښښ یی وکړ چی ټول مسؤلیت یی د فتح خان پر غاړه واچوی. دلته مهمه خبره داوه چي دفیروزالدین په حرم کی دکامران میرزا خورهم ناسته وه ،ځکه چي هغه د فیروزالدین زوی ملک قاسم ته واده وه . کامران میرزا دی پیښي ته لانور ښکرونه ورکړل اوتر خپل پلار شاه محمود پوری یی د ښځو دا شکایتونه ورسول. پدی توګه یی شاه محمود د هغه چا په وړاندی په قهر راوست چي دوه ځله یی دی پر تخت کښینولی وو اودده دسلطنت په ټینګښت کی یی د هر ډول قربانیو څځه مخ نه اړاوه .

شاه محمود چي په عیاشیو کی سرتر نوکه ډوب وو او د هیواد  دخیر او شرتوپیر یی نه شو کولای ،په قهر شواو د کندهار پر خوا را وخوځیدی .حاجی فیروزالدی چی فتح خان بندی او دکندهار زندان ته یی رااستولی وو، وکامران میرزا ته یی مشوره ورکړه څو وکندهارته دده د پلار تر رارسیدو دمخه ، دی هرات  ته ولاړسی ، ده همداسی وکړه .

دغه غیرمنتظره کار په هرات کی یوه تراژیدی منځته راوویستل.هغه داوه  چی فتح خان د شهزاده کامران په لاس ړوند کړل شو. هغه اور چي په ۱۲۱۴شکال کی په کندهار کی د شاه زمان په لاس د پاینده محمد خان په وژلو سره بل شوی او د شاه محمود د سلطنت پر وخت دمړکیدو په حال کی وو، دادی پدی کار سره یی یووار بیا لمبی اسمان ته پورته شوی اوله هر څه نه مخکی پخپله سدوزی چارواکی د هغه په لمبو کی وسوزیدل.

دفتح خان ړندولو او د هرات په ارګ کی دهغه بندی کولو سره هغه دښمني دسره راژوندی سول چي شل کاله مخکی د پاینده محمد خان په وژلو سره منځته راغلی وه . د فتح خان وړونو غچ اخیستلو ته ملا وي وتړلي .ځینی یی د ګرشک په نادعلی کی دفتح خان د مور لویه ادی پر شاوخوا راټول شول . محمد عظیم خان په کشمیر کی غچ اخیستلو ته راپورته شو، ده لومړی په لودهیانه کی شاه شجاع ته لیک واستاوه اوهغه یی د کابل پرتخت وکښیناستلو ته وهڅاوه. دوست محمد خان یی له بنده راوایست اود یارمحمد خان ترڅنګ یی د۴۰۰۰ جنګیالیو سره دپیښور او کابل په لور واستاوه .

دفتح خان د ړندولو د خبر په اوریدو اود محمدعظیم د لیک په را رسیدوسره دشاه شجاع امیدونه وټوکیدل ،خپل زوی تیمور یی د ۵۰۰ جنګیالوسره دسند د نیولو د پاره وښکارپورته ولیږه .پخپله یی د شاه محمود حکمران سمندرخان بامیزی ددیره جات څځه وشاړه اوپرځای یی د نواب خان زوی نواب زمان خان د حکمران په توګه وګماره او پخپله یی د محمد عظیم خان د غوښتنی سره سم دپیښور پر خوا حرکت وکړ.

دوست محمد خان او یارمحمد خان چي له دوی نه مخکی پیښورته رارسیدلی وه ،هلته یی د تیمورشاه زوی شهزاده ایوب د افغانستان دپاچا په توګه وټاکه اوپخپله د کابل پرخوا وخوځیدل. ښکاره خبره ده ، دشاه شجاع په رارسیدو سره دهغه او شاه شجاع ترمنځ جګړه وشوه چي ایوبشاه یی د پیښورنه وایست. محمد عظیم خان پدی وخت کی د کشمیر چاری وخپل ورور نواب جبارخان ته سپارلی وی او پخپله دپیښور خواته پر لاری وو. ایوبشاه د شکایت د پاره په چچ هزاره کی دده مخته ځان ورساوه .هغه ته یی شکایت وکړ ستا وړونو زه د شاه په توګه وټاکلم ، خوشاه شجاع بیرته له ښاره وایستلم. محمد عظیم خان چی شاه شجاع یی پخپله دپاچا کیدو په خاطر راغوښتی وو، حیران پاته او نه پوهیده څه چل او چاره وکړی. په پای کی یی شاه شجاع ته احوال ورواستاوه چي غواړی په خصوصی ډول ورسره ووینی. شاه شجاع دا غوښتنه ونه منل او د دواړو خواوتر منځ بیله خبرو اترو څخه جګړه وشوه. محمد عظیم خان دوی میاشتی په پیښور او شاه شجاع په خیبر کی پاته وه. داچي یوپر بل یی باور نه درلود ،ترمنځ یی روغه جوړه نشوه کیدلای. تردی نه وروسته شاه شجاع د اسماعیل خان دیری او ښکارپور ته ولاړ. په دغه فرصت کی چی سرداران ، شهزاده کان او سدوزی شاه محمود یو دبل سره په جنګونو اوشخړو اخته وه ، رنجیت سنګ د موقع نه ګټه پورته کړه د اټک د لاری مخته ولاړ او کشمیر یی ونیوی. دشاه محمود سره د فتح خان د وړونو دشخړو په پیل کی هرات ، کندهار او کابل د شاه محمود، دهغه د ورور ، د هغه د لمسي پلاس کی وه. بازګزی وړونه یوازی په نادغلی او پیښورکی سره راټول شوی وه .دغچ اخیستلو جنګ لومړی د ختیځ څخه محمد عظیم خان پیل کړ. ده تصمیم نیولی وو ، په هر ډول چي کیږي باید شاه محمود له تخته کوز کړل شي . وشاه شجاع ته یی د لیک پرته ، همدارنګه ولوګری امین الله خان ته هم دری لیکونه ولیږل.

دوست محمد خان او یارمحمد خان د پیښور څخه وکابل ته په رارسیدو سره ،د کا مران میرزا د زوی جهانګیر اوعطا محمد خان بامیزی سره په جنګ کی مخامخ شول. داچی عطامحمد خان د شاه محمود خان په سلطنت کی دفتح خان لخوا د کشمیر د حکومت څخه لیری شوی وو، ځکه نو د فتح خان او شاه محمود دواړو څخه خوابدی وو. پدی خاطر یی په هرات کی د فتح خان په ړندولو کی لاس درلود. دوست محمد خان چی دی ښه پیژندلی وو، دپیښورڅځه یی لیک ورته را واستاوه او لیکلی وه چي که غواړی د فتح خان په ړندولو کی دده جرم وروبخښل سی ، نو باید د کابل په نیولو کی مرسته ورسره وکړي. داچی عطامحمد خان د شاه محمود خان په فرمان سره د کشمیر د حکومت څخه معزول شوی وو، په زړه کی یی بد ورڅخه وړل ، دلیک په رسیدو سره یی سمدستی د جهانګیر سره د مرستی کولو څخه لاس واخیست . کله چی دوست محمد خان دلیدلو د پاره راغی بیله ځنډه یی سترګي ورڅځه وکښلی او ړوند یی کړ. جهانګیر هم تر شل ورځي محاصری او جنګ وروسته د بالا حصار څخه وتښتیدی.

دوست محمد خان د بالاحصار دترلاسه کولو سره سم بیله دی چی د خپلو نورو وړونو سره ویوی پریکړی ته انتظار وباسي، سمدستی یی د تیمورشا بل زوی شهزاده سلطانعلی پر تخت کښیناوه او پخپله یی ځان دهغه وزیر وټآکه .

د سردار جمال خان بارکزي شجره

وکندهارته د جهانګیر د رارسیدو سره سم، شاه محمود نایب ګل محمد خان پوپلزی ته د کند هار حکومت وسپاره او پخپله یی د کا مران په ملتیا د یوه لوی لښکر سره د کابل په لور حرکت وکړاو په سترګو ړوند فتح خان یی ورسره واخیست. د وردګو په سیداباد کی یی فتح خان تر فشار لاندی ونیوی چی خپل وړونه د یاغیتوبه څخه راوګرځوی. فتح خان دده خبره ونه منل اوسخت منفی ځواب یی ورکړ. پدی کار سره شاه محمود او کامران په قهر راغلل، ورسره راغلو د قومونو مشرانو ته یی امر وکړچی دا زړه ور او پیژندل سوی سیاستوال ټوټه ټوټه کړي (۱۲۳۴ش، ۱۸۱۸م) دده تر مړکیدو وروسته قاضی سعید بارګزی د هغه جسد واخیست ،غزنی ته یووړاو د شیخ رضی الدین علی لالا دزیارت څنګ ته یی ښخ کړ.

ددی ستر شخصیت قتل، یو نه بخښونکی جنایت دی ،ځکه چی هیواد یی د خپل یوه لایق او زړه وړ بچي څخه محروم کړ. دملت د پاره ددی جنایت زیان تر هغه ډیر زیات وو چي د پاینده محمد خان په اعدام سره ورته ورسیدی. ځکه چي په سنګر کی ناستو دښمنانو ددی څخه ډیره ګټه واخیستل او هیواد یی په کشالو کی راګیرکړ.

وزیر فتح خان د عمر له مخي خپل تر ټولو وړونو مشر نه وو. داشرف الوزرا لقب هم یوازنی شی نه وو چی د هغه وزن یی تر نورو وړونو زیاتوی. دده لویوالی پدی کی وو چی یو هوښیار سیاستوال وو او هیله یی درلوده دخپل پلار د قتل وروسته هم داسي لاری ولټوی څو د یوه سدوزی شهزاده په پاچا کولو سره ، په هیواد کی یوموټی ا و زورور سلطنت منځته راسي او پدی توګه د خارجی دښمنانو د مداخلو مخنیوی وکړي. په همدغه هیله ده د خپلو وړونوپه مرسته دوه ځلی شاه محمود دکابل پر تخت کښیناوه .دهغه د مخالفانو په وړاندی وجنګیدی څو دده مرکزی سلطنت سست او کمزوری نسي او خارجی مداخلو ته لاره بنده سي. له بده مرغه بی پروا او عیاش شاه محمود دده دا ټول خدمتونه هیر کړل او د خپل حسود زوی کامران به هڅونه یی هغه ړوند او وواژه چی دی کار وطن د سترو بدبختیو سره مخامخ کړ او ددښمنانو غوایی ورته لنګه کړه .

دفتح خان په وژنی سره د سدوزی او بارکزی دوو درانی قومونو تر منځ یووار بیا رامنځته سوی ملګریتوب دمنځه ولاړ، او دا دوی ستری کورنی یی داځل داسي سره جلا کړی چي د بیا یوځایوالی امکانات دتل د پاره ورک شول. که دغه جنایت ترسره سوی نه وای ، افغانی ستره امپراتوری به د ډیر وخت د پاره په اسیا کی ځلیدلای.

په هر حال د سدوزیانو او بارګزیانو دواړو کورنیو غوښتنو د ملی ګټو په اړوند توپیر نه درلود . دغه ګټی ددوی په ملګریتوب او کډکار سره ساتل کیدلای سوای او هیواد یی دثمر څخه برخمن کیدلای شو.

شاه محمود او زوی یی کامران د فتح خان تر وژلو وروسته دیوه لوی لښکر سره د کابل پرخوا حرکت وکړ. ددی خوا دوست محمد خان د خپلو لښکروسره دده مقابلی ته راووت . دواړی خواوی د (هندکی) او چاراسیاب په سیمو کی سره مخامخ شوي. پدی وخت کی دوست محمد خان یو نظامي چل په کار واچاوه او د ړوند کړل سوی عطامحمد بامیزی څخه یی ګټه واخیستل. دده له خوا یی دده یوه ورور ته چی د شاه محمود سره یوځای وو، یولیک واستاوه. دلیک وړونکی یی د شپی په تیاره کی دشاه محمود د اردو کمپ ته ولیږه .پدی توګه یی لیک تر شاه محمود پوری ورساوه. شاه محمود د لیک څخه پوه شو چي قوماندانانو یی د دوست محمد خان سره جوړ جاړی کړیدی او غواړي شاه محمود ونیسي او لاس تړلی یی دوست محمد خان ته وسپاری. ددی درواغو چل شاه محمود وډاراوه ،بیله دی نه چي خپل همکاران خبر کړي، دشپی په تیاره کی دخپل زوی سره د کمپ نه ووتل اود کندهار پر خوا روان شول. داچی کندهارته ددوی د رسیدو دمخه کندهار هم دلاسه وتلی وو، ددهراود دلاری د فراه او هرات پر خوا ولاړل او د کندهار حکومت کندهاری وړونو ته پاته شو. تردی وروسته د هرات نه پرته چی یوه موده نورهم دسدوزی کورنی سره پاته سو، نور په ټول هیواد کی بارګزی وړونو (محمدزیانو) واکمنی وغوړیدل. داچی ددغو وړونو شمیر زیات و او له بده مرغه دپاچا په توګه یی د خپل منځ نه د کوم نفر واکمنی منلای نه سوه ځکه نو ودی ته اړوتل چی د سدوزی کورنی څخه یو کمزوری شهزاده پیدا او دشاه پنامه یی وټآکی. نورټول کارونه پخپله مخ ته بوزی.

سردارمحمد عظیم خان ټولو وړونوته احوال واستاوه هغوی یی راوبلل څوپه ګډه د خارجی خطر مخنیوی وکړی. محمد عظیم خان د سند میرانو په غوښتنه دغزنی او کندهار د لاری د سند په لور وخوځیدی. دوست محمد خان چی د ده  د پلانونو سره مخالفت درلود دنوروړونوسره یی په پیښورکی اړیکی ونیولی او پخپله هم دمحمدعظیم خان پسی د سند پر خوا روان سو. که څه هم محمدعظیم خان د شاه شجاع په وړاندی هلته بریالیتوب تر لاسه کړی وو، مګر دسند میرانو دوه اړخیزه لوبه کول، دمالیاتو د کمولو په موخه یی د وړونو تر منځ درزونه او مخالفتونه راپیښ کړل .دوست محمد خان ، پیر محمدخان او پردلخان د محمد عظیم خان څځه بیل سول او کندهارته ولاړل .محمد عظیم هم له ناچاریه په یولک روپیو مالیاتو قناعت وکړ او د هغوی پسی روان شو .دوست محمد خان تر محمد عظیم خان دمخه کابل ته را ورسیدی. سره ددی چی ایوب شاه لاپر تخت ناست وو، ددغو دوو وړونو تر مینځ په ځینو برخو کی لکه کوهستان ،کوهدامن ،کابل او غزنی کی څو ځیل نښتی وسوی. رنجیت سنګ چی حالات یی له نژدی څارل ددوی ددغه خپل منځی بوختیاوو څځه یی ګټه پورته او د پیښور د نیولو نیت یی وکړ( ۱۸۲۲م /۱۲۳۸ق). یارمحمد خان چی د محمد عظیم خان له خوا په پيښورکی حکومت کاوه ، دده څخه یی د مرستی غوښتنه وکړه.سردار محمد عظیم خان چی ستره شتمنی یی ټوله کړیوه او د هغی ساتنه تل ورته د سر درد جوړ کړی وو، له کبله یی د خپل ورور یارمحمد خان ومرستی ته ونه رسیدی. دبلی خوانه رنجیت سنګ یارمحمد خان ته غوړی وعدی ورکړی وی چی د پیښور د نیولو وروسته دی هلته حاکم پریږدی. ددی وعدو په امید یارمحمد خان هم بشپړه مقاومت ونکړ .پدی توګه پیښور د رنجیت سنګ لاسته ورغی او د دوست محمد ورور یار محمد خان یی د څه مودی دپاره نور هم هلته د حاکم په توګه پریښود. دی کار د یارمحمد خان او محمد عظیم خان تر مینځ اړیکی خرابی کړی. دمحمد عظیم خان تر وفات وروسته ، دهغه زوی حبیب الله خان دده  ځای ناستی شو، ایوب شاه ده ته د یوه رقیب په سترګه کتل .دوی دواړه یودبل د ټکولو په فکر کی وه. دا مهال یارمحمدخان او سلطان محمد خان د رنجیت سینګ د مامورانو په توګه پیښورکی حکومت کاوه او دوست محمد خان د هغوی تر سیوری لاندی شپی تیرولی. کندهاری وړونه بیا په دی وخت کی سدوزی شهزاده څخه د هرات د نیولو تکل وکړ،خو بریالی نه شول .

د حبیب الله خان او ایوب شاه تر منځ اوبه لانوری هم خړی شوی. ددی د پاره چی د حبیب الله خان د پلاره ورته پاته شوی شتمنی تر لاسه کړي، ایوب شاه تصمیم  ونیوی د خپل زوی شهزاده اسماعیل په لاس هغه ووژنی. په دغه نازک وخت کی پردلخان د کندهار څځه کابل ته راورسیدی او د کابل کشاله یی یو طرفه کړ .شهزاده اسماعیل یی مړ کړ او ایوب شاه یی د تخت نه راکوز چی پدی کار سره دهیواد په مرکز کی د سدوزی سلطنت سلسله پای ته ورسیده . حبیب الله خان نور بیغمه پر کابل باندی حکومت کول پیل کړه اوپردلخان بیرته کندهارته ولاړ. پدی وخت کی د بازکزی کورنی د پاره د سلطنت تر لاسه کولو په اړه ټول امکانات برابر او هیڅ خنډ شتون نه درلود. بیله هراته نور هیواد په بشپره ډول د بارکزی وړونو په لاس کی وو. مګر د کندهاری سردارانو په لاس لومړی د سردار پردلخان اوبیا د شیردلخان د خوا د هیواد ولایتونه په لاندی ډول د بارګزی وړونو تر منځ وویشل شول:

داچي پیښور د پنځو سکه وړونو سردارانو د پاره کافی نه وو ، نو د خپلو سیمو سره یوځای عطا محمد خان اوسید محمد خان ته پریښودل شو. یارمحمد خان ا و سلطان محمد خان ته یی کابل وسپاره .دوست محمد خان په کوهستان او سکه ورور یی امیر محمد خان په غزنی کی حکومت کاوه ،لغمان د نواب جبارخان په برخه او دیره جات پاتی برخی یی نواب اسد خان په لاس ورکړی. شیردلخان ، پردلخان ،کهندلخان او مهر دلخان په ګډه کندهار اداره کاوه .رحمدل خان ته سند ، د نواب اسد خان زوی نواب محمد زمان ته جلال اباد او حبیب الله خان ته د لوګر د حکومت اداره په لاس ورغله . تر دغی پریکړی وروسته سردار شیردلخان کندهارته ولاړ او کابل یی د پریګړي سره سم یارمحمد خان ته پریښود .کله چی سردار عطا محمد خان د پيښور حاکم وفات شو ، یارمحمد خان او سلطان محمد خان په ګډه پرکابل حکومت کاوه . پدی وخت کی سندیانو ښورښ وکړ، ورسره سم لومړی رحمدل خان او ورپسی شیردلخان د سند په لور حرکت وکړ. مخکی له دی نه چی شیردلخان سندته ورسیږي ورور یی رحمدل خان د سند ښورښ ارام کړی وو اود واګو چاری یی د الله داد خان زوی نایب سلطان خان ته سپارلی وی . شیردلخان وکندهارته د بیرته راګرځیدو پر وخت په لاره کی وفات شو (۲۴۲ا یا ۱۸۲۶م ) . دده مړینی د سند او کابل دواړو حالات ګډود کړل. په سند کی سندیانو هغه ټاکل سوی افغان حاکم وشاړه او خپل استقلال یی اعلان کړ. په کابل کی دوست محمد خان د سلطان محمد خان حکومت د ځان د بی برخي کیدو او د کندهاری او پيښوری وړونو د اقتدار دزیاتوالی لامل ګاڼه. ځکه یی نو سلطان محمد خان دکابل څخه وتلو ته مجبور کړاو بالاحصار یی په لاس راوړ. ددی د پاره چی نور وړونه ډیر ونه قهروي اوبیرته دوستانه فضا منځته راولی .دشیردلخان د پریکړی په دوام یی د یوه بل تړون له مخي د هر یوه د پاره د هیواد یوه برخه وټاکل او نسبی رضایت یی ترلاسه کړ(۱۲۲۲ربیع الثانی). ددی تړون اصلی نسخه دکابل په موزیم کی سته او کاپی یی مخکی دلته رانقل شویده .

د تیمورشاه له وخته بیاتر ۱۸۲۶پوری چی کابل د محمدزی کورنی د سلطنت بنسټ ایښودونکی دوست محمد خان په لاس ورځی ، د تاریخي پیښو لنډه یادونه ښیی چی د سردار پاینده خان بارکزی کورنی د سدوزی دولت په پرمختیا کی څومره لوی تاریخی رول لوبولی دی .سره له دی چی د زمانشاه په تیروتنه د سردارپاینده محمد خان تر وژنی وروسته نژدی وو د بارګزی وړونو د پاڅون له مخي د سدوزی سلطنت ریښی وخیژی ، خو د پاینده خان د زیرک زوی فتح خان د هوښیاری له کبله یووار بیا د دواړو کورنیو تر منځ د ملګریتوب او ګډ کار دپاره لاره خلاصه شوه او د احمد شاهی امپراتوری سرترپایه کی امنیت ټینګ او دولتی قدرت متمرکز شو . له بده مرغه د حسود او کم عقله شهزاده کامران په هڅونه او تحریک وزیر فتح خان دهغه د عیاش او بی پروا پلار شاه محمود په امر ړوند اوبیا ووژل شو. دی کار د سدوزیانو په ټوله امپراتوری کی داسی اور بل کړچی نه یوازی یی د سدوزی کورنی وسلطنت ته د پای ټکی کښیښود ،بلکه د افغانانو په وینو سره جوړه سوی امپراتوری یی هم  ټوټه ټوټه کړه ، په سنګر کی ناستو دښمنانو لومړی سیکانو او بیا انګریزانو د ستری امپراتوری د بدن نه یو یو غړی د ځان د پاره ترینه پریکاوه او له مینځه یی یووړه .

دوست محمد خان د بارکزی وړونو تر مینځ تر ټولو زیرک او هڅانده سړی وو ، د فتح خان تر مرګ او اوږده اړودوړ وروسته دده د هلوځلو په پایله کی دی پدی وتوانیده چی د سیکانو دلا نور پرمختګ مخنیوی وکړی او د محمدزیو د سلطنت د بنسټ ډبره کښیږدی. ده پدی خاطر چی ځان امیر اعلان کړی ، دسیکانو پر ضد یی د جهاد ږغ پورته کړ. دا ځکه چی د امیر یا پاچا پرته د جهاد د فتوا جواز نه درلود . که څه هم د سدوزی د کورنی اخیرنی پاچا شاه شجاع هڅه وکړه دسیکانو او انګریزانو په مرسته د کابل پر تخت باندی کښینی او ځان د افغانستان د تاج وتخت رښتینی وارث اعلان کړی ،مګر داچی د پردیو تر سیوری لاندی وو ، د سیکانو او انګریزانو سره یی خاینانه تړون لاسلیک کړی وو، افغانانو ته د منلو وړ ونه ګرځیدی. په پای کی د سردار زمانخان د زوی شجاع الدوله پلاس له منځه ولاړ. دده زامن فتح جنګ ، صفدر جنګ ،تیمور او شاپور څومیاشتی نورهم د انکریزانو تر وزر لاندی په کابل کی پاته  شوه ،خو داچی دخپل نوم بدی پلار په خاطر یی د خلګو تر منځ ځای موندلای نشو، دانکریزانو د وتلو سره سم دوی هم له افغانستانه ووتل او هند ته یی پنا یووړه. لدی نه وروسته د سدوزو له کورنی څخه هیچا د پاچهی فکر په سرکی درلودلای نشو.[1]

لنډه داچی افغانانو تر هغه وخته پوری چي خپل اتحاد او یووالی یی ساتلی دی، هیڅ یوه قدرت هم دا جرات ندی کړی چی د دوی و خاوری ته په بد نظر وګوری او ددوی په ملی حاکمیت باندی دتجاوز نیت په سرکی راوګر‎ځوی. مګر هر کله چی د پردیو په دسیسو او پخپل منځ کی دځان د غوښتنو او نورو خیانتونو ښکار ګرځیدلی اود افغانی ورورګلوی اړیکی یی شکیدلی دی، د ورور وژنی په جنګونو کی یی یودبل مری پریکړی دی ، دی حالت ددوی د دښمنانو غوا لنګه کړیده . په سنګر کی ناستو دښمنانو د افغانانو دداسی بی اتفاقیو او ورور وژنو څځه ګټه پورته کړیده . ددغه ناوړ حالت یوه سوچه بیلګه په هیواد کی ددوو سترو درانی کورنیو( سدوزو او بازکزو)ترمنځ اوږدی شخړی او کورنی جنګونه دی (۱۸۱۸- -۱۸۳۴م) چی غملړلی پایلی یی د افغانستان څځه د کشمیر ، پیښور او ملتان دلاسه وتل دی. همدارنګه نوری ورته بیلګی

[1] – د سراج التواریخ لیکونکی وایی : دشاه شجاع اولادونه په لودهیانه کی دسلج په ختیځ کی چی د پنجاب یو نهر دی اوسیدل.

حاجي فیروزالدینسدوزيشاه شجاعشاه محمودهراتوزیر فتح خان
نظريات (0)
نظر اضافه کول