دهېواد په مطبوعاتو کې دعالمانو ونډه

مفتي حبيب الله قاسمي / دديني علومو مدرس اوڅېړونکی

 پيليزه

نبوي حديثو عالمان دپيغمبرانو عليهم السلام وارثان بللي دي چې دهمدې وارثت له امله ديني لارښوونې پر علماوو داخبره فرض بولي چې دوی به دهر پېر (عصر) مسلمانانو ته ددين ضروري احکام رسوي، ځکه خو عالمان ددغه ستر ديني مسوليت سرته رسونې ته زيات اندېښمن وي او ددين دبلنې په لاره کې له ټولو هغو لاروچارو اووسايلو  کار اخلي چې له دوی سره ددغه ستر خدايي مسوليت  په سرته رسولوکې مرسته کوي  په دغه وسايلو کې يوه ښکلې اوسپېڅلې وسيله ((قلم)) دی چې په مرسته يې عالمان په مطبوعاتو کې په دې هيله برخه اخلي چې ددين پيغام مسلمانانو ته په ښه توګه ورسيږي .

زموږ دهېواد دمطبوعاتوپه تېر يونيم سل کلن ژوند کې ګڼو عالمانو دمطبوعاتو په خپرېدا ،غوړيدا او پنځېدا کې نه يوازې داچې ستره ونډه لرلې ده، بلکې په دې لاره کې يې کړاوونه هم ګاللي دي ،چې ددې ډګرپه  لومړنيو ميړنيو اوبنسټ اېښودونکوکې سيدجمال الدين افغان او مولوي عبدالروف خاکي ياديږي. سيدجمال الدين افغان دلومړي ځل له پاره په هېواد کې دلومړنۍ جريدې ((کابل))بنسټ کېښود اوخاکي صاحب بيادهېواد دمشهورې جريدې  ((سراج الاخبار)) دتاسيس وياړ لري .

سراج الاخبار

ددوی پلونه  لاړنګ نه وو چې دې ارزښناک ډګرته  نور نوي ځوان عالمان دخدمت اوچوپړ له پاره په زيات اخلاص اوتوده مينه راووتل چې نومونه يې زموږ دهېواد د دژورناليزم په تاريخ کې نه يواځې ځلانده  دي بلکې ددې ‌‌ډګر لومړني مخکښان ګڼل کيږي چې ددوی دنوملړ (فهرست ) په سرکې مولوي عبدالواسع کندهاري ،مولوي احمدجان سوداګر اودده زوی مولوي محمدسرور واصف ، مولوي صالح محمدهوتک ، مولوي غلام محي الدين افغان او مولوي برهان الدين کشکي نومونه  ياديږي .

له ښي لوري: ګل باچا الفت، مولوي صالح محمد هوتک [د پښتو مرکې غړی] محمد عظم ايازي [مدير] عبدالخالق اخلاص، عبدالصمد کاتب
يادو عالمانو دهېواد دآزادۍ له پاره دسختو کړاوونو او زندانونو  ګاللوترڅنګ په سختو شرايطوکې دديني بلنې او دهېواد دخپلواکي له پاره نه يوازې قلمونه  په مشهوره جريده ((سراج الاخبار)) اونورو جريدو کې وځلېدل بلکې ترڅنګ يې دپښتوادب دودې اوپرمختګ له پاره بنسټيز کارونه ترسره کړي دي چې دراتلونوکي نسل له پاره يې په دې ډګر کې لومړني بنسټونه کېښودل.  

په شاهي دوره کې دغه لړۍ تردوی وروسته نورو عالمانو هم وپاللــه اوپه خپلو هڅو يې دغه ډګر ځلانده اوديني رنګ رنګين وساته چې ددې لړۍ په وروستنيو عالمانوکې ددوه عالمانو نومونه دنورو په پرتله زيات ځلانده اوروښانه دي چې يويې هم مولوی صاحب محمد يونس خالص مرحوم و  چې  زياته موده دګرديز د (وړانګې ) جريدې مسول مدير پاتې شو ،دغه راز په دې ډګر نور وياړونه هم لري . بل عالم قلموال عالم  يې هم مولوي صاحب رحيم الله زرمتی دی چې هغه مهال په مطبوعاتو کې د مولوی غلام نبي زرمتي په نامه ياد شوی دی ، او د مرحوم داود خان د جمهوريت په دوره کې دعالمانو د يوه اسلامي ګوند ((خدام الفرقان)) له پاره يې د (ندای حق) په نامه جريده په سختو ستونزمنو شرايطو کې يوازې مسلمانانو ته دديني پيغام درسولو له پاره چلوله.

اوس چې وخت زيات تير شوی دی او زموږ نوی کول ددغوعالمانو له هڅو ناخبره دي اوډير خلک په دې اند دي چې دمطبوعاتو په ډګر کې عالمانو هېڅ راز خدمتونه نه لري اونه هم په دوی کې څوک قلموال تير شوی دی آن چې دژورناليزم دډ‌ګر زده کوونکی نوی نسل هم ورسره نابلده ښکاري له همدې امله يوې داسې ليکنې ته اړتيا وه چې په دې ارزښناک ډګر کې زموږ دعالمانو هير شوي خدمتونه بېرته وځلوي او دغه راز  زموږ خپل نوي ځوانان عالمان وهڅوي چې ددعوت له دغه ارزښناک ډګره  دديني بلنې له پاره ګټه پورته کړي لکه چې مشرانوعالمانو څولسيزې دمخه په ستونزمنو شرايطوکې داسې کارونه ترسره کړ دي چې په دې لار کې ستر وياړونه لري اوهغوی ددين له پاره له دې ډګره زيات کار اخېستی دی اوس خو دغه ميدان دپخوا په پرتله څوبرابره ډېر پرمختللی او آسانتياوې پکې رامنځته شوې .اوهغه پخوانی قلم يې اوس بريښاني شوی دی او دکمپوتر په نامه يې يادوي چې نه رنګ اونه هم کاغذ غواړي او په څو شيبو کې دانټرنيټ له لارې دنړۍ هرې برخې ته رسيږي.

غواړو په دې ليکنه  لومړی دهېواد لومړنۍ مشهورې  جريدې په لنډ ډول دروپيژنو اوبيابه  په همدې  جريدو کې زموږ دعالمانو دونډې په اړه له تاسو سره خپل معلومات شريک کړو.

لومړۍ نومورکې جريده 

دمخه يادونه وشوه چې زموږ په هېواد کې رسنۍ (مطبوعات ) نژدې يونيم سل کاله تاريخ او سابقه لري، چې دسياسي بدلونوورباندې اغېر لرلی دی،  زموږ په هېواد کې دمطبوعاتو لومړنی څرک  د نولسمې پيړۍپه پای (۱۲۷۵ل)کې دامير شيرعلي خان په دوره(۱۲۴۳ل – ۱۲۵۷ل)کې دعلامه سيدجمال الدين په نوښت پيل شو. چې تردې دمه (۱۳۹۳ل دحمل مياشت ددې ليکنې ترليکلو) يې يوه نيمه پيړۍ بشپړيږي په دې موده زياتې جريدې خپرې شوې  اومطبوعات له ډيرو پړاوونو تېر شوي دي کله له رکود اوکله هم له ازادي برخمن شوي دي.ددې ډګر دلومړنی بنسټ اېښودونکی اونوميالي ميړنۍ سيدجمال الدين افغان په پله يې پل اېښي دی دخپل دغه مسير له پاره يې زيات کړاوونه اوزندانو ګاللي دي دحقايقو په خاطر يې ژوند له لاسه ورکړی دی،  خوبيايې هم له کار لاس نه دی اخېستی،  دوی که څه هم په ظاهر يوازې دژورناليزم دډګر مخکښان ګڼل کيږي خوپه حقيقت کې يې خپل قلم دظلم دمخنيوي اودخپلواکي دترلاسه کولو اودخلکو دذذهنونو روښانه کولو له پاره چلولی دی اوهروخت يې دنېواک (استعمار) اوښکيلاک په وړاندې عام خلک پاڅون ته هڅولي دي، اودسترو پېښو اتلان او شاهدان پاتې شوي دي،دوی په دې موده دخپل ګوډ ومات اقتصادسره سره دمطبوعاتو بهير تود ساتلی   اوپاللی دی .ددې ډ‌ګر ميړني ډير زيات دي خوڅرنګه چې داليکنه په دې ‌‌‌ډګر يوازې دعالمانو هڅو ته ځانګړې شوې ده له همدې امله ددې ډګر دنورو اتلانوله روح نه په ډيره بښنه موږ يوازې دعالمانو هڅې دلته ليکو اوخدای مه کړه معنا يې دانه ده چې موږ په دې ډګر دنورو سترو انسانانو هڅو اوخواريو ته ددرنښت په سترګه نه ګوروځکه په حقيقت کې عالمانو دهغوی په مټ دغه ستر کارونه اووياړونه ترلاسه کړي دي.
شمس النهار
يادښتونه:

 [1] دهېوادلومړنی نوم ورکې (کابل ) جريده اومسول مدير يې :د((کابل)) جريده  دافغانستان لومړنۍ جريده بلل کيږي او له ((شمس النهار)) جريدې دمخه  خپره شوې ده .[2] که څه هم څېړونکي يې دخپريدا د نيټې په اړه يوه خوله نه دي ،ځيني څيړونکي يې دخپريدا نېټه د امير محمد اعظم خان واکمني ښيي اوځيني نور يې بيا دامير شيرعلي خان د(۱۲۴۲هـ ش ـ ۱۲۴۵هـ / ۱۸۶۳ــ ۱۸۶۶م  ) کلونو ترمنځ دوره ګڼې [3] .((کابل)) جريده په لومړي سر کې لاس کښلې (قلمي) وه اوبيا وروسته دکابل په رسمي مطبعه کې خپره شوه اودخلکو ترمنځ يې زيات شهرت وموند، په پښتو اودری ژبويې مضامين لرل.  څرنګه چې ددغې جريدې يوه نسخه هم په لاس کې نشته ځکه خويې په اړه څيړونکو څه نه دي ليکلي خودومره خبره يې  کړې چې: ((دغه جريده بايد دافغانستان دژورناليزم په تاريخ کې دلومړنۍ نومورکې جريده په نامه ياده کړو)).[4]

[1] په دې اړه ډاکټر محمدحليم تنوير دخپل ارزښناک کتاب  ((دافغانستان تاريخ اوخپرونې)) په پای کې  له ۷۵۹نه تر ۷۶۶ ښکلي اوپه زړه پورې اوږده ليکنه لري له ټولو سره يې خپله زما موافقه ضروري نه ده  .
[2] دژوناليزم مخکښان : ۴مخ  .اريانا محله ۱۳۳۰ل کال دثور ګڼه ((شمس النهار ))داستاد عبدالروف بينواليکنه. تاريخ معاصر افغانستان دسيد سعد الدين هاشمي ليکنه ۹۲مخ . سيدجمال الدين افغاني وافغانستان کابل . ۱۳۵۵ل .
[3]  دافغانستان تاريخ اوخپرونې . ۱۴مخ . سير ژورناليزم درافغانستان کاظم اهنګ  کابل مطبعه ۱۳۴۹ل لومړی مخ . شمس النهار مقاله اريانا مجله ۱۳۳۰ل کال دثور ګڼه ((شمس النهار ))داستاد عبدالروف بينواليکنه.

[4] دژوناليزم مخکښان : ۴مخ  .

سيد جمال الدين افغان اوپه مطبوعاتي ډګر کې يې هڅې

سيدصاحب چې افغانستان اواسلامي نړۍ په کچه دمطبوعاتو او ژورناليزم  د‌ډګر بنسټکر اوميړنی ګنل کيږي. [1] ټول څيړونکي اوتاريخ اودافغاني ژورناليزم تاريخ ليکونکي يې  د((کابل)) جريدې سيدجمال الدين افغان نوښتګر اوبنسټ اېښودونکی ګڼي.[2]  راځئ استاد زرين انځور ته غوږ شو:  (( سيدجمال الدين افغاني د افغانستان دمطبوعاتو اوژورناليزم له لومړنيو اومخکښو څېرو څخه دی …. ده دشرق غم ځپلي اوښکيل شوي ولسونه په خپلو ليکنو او خپرونوکې  دې راوهڅول چې دخپل وخت د فرعوني قدرت په وړاندې ديرغلګرو پرنګيانو په وړاندې ودريږي ، له خپل حق څخه ، له خپلې آزادۍ څخه په نره ، په ميړانه اوپه وينو دفاع وکړي … دده ژورنالستيکو هلوځلو په برکت په هغه وخت کې تقريبا په ټوله خيتځه نړې کې دژوناليزم يومبارز نهضت رامنځته شو … د کونړ دشنې اوشکلې دری په ښکلاووکې رالوی شوی سيد دخپل وطن مرکز ته راغی … دانګريزې ښکيلاک په وړاندې يې تبليغ وکړ  اوخلک يې دهغوی دظلم په وړاندې راپاڅول  داهغه وخت و چې زموږ ګران وطن اودشرق نورتې ډيرې برخې هم ددغوښکيلاک ګرو اويرغلګرو له خوا غصب شوې اولاندې شوې وې )) [3]دمطبوعاتوارزښت دسيد جمال الدين افغاني له نظره :افغاني صاحب له مطبوعات سره بې کچه مينه لرله ، دمطبوعاتو په ارزښت اوګټويې ډير څه ليکلي دي .

سيد جمال الدين افغاني
[4]  ده به ويل : ((هرامت بايد تل داخلاقو دساتنې اودنيکمرغي پرلور اوله مهلکاتو نه دژغورنې  اوله غفلت نه يو ووېښوونکی اوله ځوړتيآيوه ساتونکی اودفضايلو پرلوري يو هڅونکی اودکمالاتو پرلور يوقايد اودرازيلو نه يوايسارونکی اودښو چارو لاروته يولارښوونکی ولري  که چېرته  له بصيرته کار واخلو  اودعقل په ترازوي ېې وسنجوو . دامهال موږ دغه صفات له جرايدو او ورځپاڼوپرته په بل چا کې نه وينو . [5] ))په يوه ليک کې نوموړي درسنيو له پاره داسې ښکلي اصول بيان کړي: ((ورځپاڼې بايد حقايق اودولس په ګټه شيان خپاره کړي دهرچا نيمګړتيا وښيي او هم يې درملنه وښيي  نه داچې له داسې مبالغوډکه وي چې  دعقل خاوند يې نه خوښوي ))[6]که موخوښه وي  نور به له سيد صاحب سره خدای په اماني  وکړواودهېواد ددوهمې ورځپاني شمس النهار په اړه به وغږيږو.
 يادښتونه:

[1]  دافغانستان خپرونې : ۱۴مخ .

[2]  دافغانستان تاريخ اوخپرونې دډاکټر تنوير ليکنه ۵مخ .
[3] دژورناليزم مخکښان : مخونه ۲،۳.
[4] دمطبوعاتو دارزښت په اړه دنوموړي دمضمون ژباړه تاسو ((دافعانستان تاريخ اوخپرونې )) کې لوستلای شئ له  ۲۷نه تر ۳۱مخ پورې .
[5] مقالات جماليه  ۱۷مخ ،چې دسيد صاحب دمقالو ژباړه پکې راټولې شوې ده چې ژباړه يې زياته بې خونده ده اوما له کوم بدلون پرته له مخکني اثره راواخېسته.
[6] سيدجمال الدين دطباطباتي راټولونه ۲۶۲مخ .
خدام الفرقانسيدجمال الدين افغانندای حق
نظريات (0)
نظر اضافه کول